عبدالملک پرهیز
افغانستان یو ځل بیا د سیمه ییزو امنیتي معادلو د بحث په مرکز بدل شوی دی. په داسې حال کې چې ایران د افغانستان او پاکستان ترمینځ د مینځګړیتوب ادعا کوي، په تهران کې د سیمې د هېوادونو په غونډه کې د افغانستان پر ضد داسې امنیتي بندونه ځای پر ځای کېږي چې د افغان لوري لهخوا د نه منلو وړ بلل کېږي. د افغان پلاوي نه ګډون یوازې یو دیپلوماتیک اعتراض نه و، بلکې د هغه سیاست پر وړاندې یو سیاسي پیغام و چې غواړي د افغانستان پر ځای د نورو روایت ومنل شي.
دا وضعیت پوښتنه راپورته کوي چې ایا افغانستان باید تل د تورونو په ردولو بوخت پاتې شي، که د سیمه ییز امنیت په معادله کې خپل ځای له سره تعریف کړي؟
پاکستان له کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ بېثباتۍ، وسله والو خوځښتونو او امنیتي ناکامیو مسوولیت پر افغانستان ور اچوي. د «ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې» تر عنوان لاندې اسلاماباد هڅه کوي چې خپله کورنۍ جګړه نړیواله کړي او افغانستان د یوه اسانه هدف په توګه معرفي کړي.
خو دا سیاست نه یوازې له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د دولتونو ترمینځ د اړیکو بنسټونه هم کمزوري کوي. هېڅ هېواد د بل هېواد د کورنۍ ګډوډۍ مسوول کېدای نه شي. که پاکستان په خپل قلمرو کې له امنیتي ننګونو سره مخ دی، د حل لاره یې په کابل کې نه، بلکې په اسلاماباد کې دي.
پاکستان غواړي داسې وښيي چې که دی ناامن وي، نو ټوله سیمه ناامنه ده. حال دا چې حقیقت دا دی چې پاکستان ناامن دی، ځکه د پاکستان خپله تګلاره له ستونزو ډکه ده.
ایران له افغانستان سره په ظاهره د اړیکو د ښه والي خبرې کوي، خو په عمل کې د دوه ګوني سیاست پرمخ وړي. له یوې خوا اقتصادي تعامل، د کډوالو موضوع او سوداګري مطرح کوي، خو له بلې خوا په سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان پر ضد ګونګ او سیاسي امنیتي بندونه منل کیدو ته وړاندې کوي.
مینځګړیتوب هغه وخت مشروع ګڼل کېږي چې ناپيلتوب، اعتماد او انډول په کې شتون ولري. کله چې یو هېواد د بل هېواد پر ضد په پرېکړه لیک کې بندونه ځای پر ځای کوي، بیا د مینځګړي دعوه کوي خپل اعتبار له لاسه ورکوي. ایران په دې توګه افغانستان د فشار د کارت په توګه کاروي، نه د یوه خپلواک او برابر شریک په توګه.
افغان لوري په سمه توګه اعلان کړی چې له افغان خاورې څخه هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ګاونډیو پر ضد ترې کار واخیستل شي. دا دریځ له نړیوالو اصولو سره سم دی او سیاسي مشروعیت لري. خو په نړیوال سیاست کې یوازې حق لرل بسینه نه کوي. که افغانستان یوازې دفاعي دریځ ولري او له غونډو څخه ځان وباسي، نو خطر دا دی چې نور به یې پر ځای خبرې کوي، نور به یې روایت جوړوي او نور به پرېکړې ورباندې تحمیلوي. له همدې امله نه ګډون باید د یوې فعاله او بدیله دیپلوماسۍ برخه وي، نه د ګوښې کېدو لامل وګرځي.
افغانستان اړ دی څو د احساساتي غبرګون پر ځای، سیمه ییز امنیت د یوې منظمې پالیسۍ په چوکاټ کې تعریف کړي. دا پالیسۍ باید پر څو بنسټیزو اصلونو ولاړه وي.
لومړی، افغانستان باید ځان د ستونزې برخه نه، بلکې د حل برخه معرفي کړي. دویم، امنیت باید دوه اړخیز وبلل شي، نه یو اړخیز. درېیم، د امنیتي تورونو سیاسي کول باید په اسنادو او شفافیت سره بېاغېزې شي.
افغانستان کولی شي د نه مداخلې، دوه اړخیز درناوي او ګډ امنیت په بنسټ د ګاونډیو لپاره یو واضح چوکاټ وړاندې کړي. همدارنګه، اقتصادي پیوستون، ټرانزیټ او سیمه ییزې پروژې د امنیت د یوه مهم عنصر په توګه وکارول شي. هغه سیمه چې اقتصاد یې یو بل پورې تړلی وي، جګړه پکې ګرانېږي.
ایران او پاکستان دواړه، په ښکاره او که په پټه، د افغانستان له کمزورتیا ګټه اخلي. خو دا وضعیت تلپاتې نه دی. افغانستان که غواړي د تورونو، فشارونو او دسیسو دا کړۍ ماته کړي، نو باید له دفاعي سیاست څخه ووځي او د سیمه ییز امنیت په معادله کې د فعال، باوري او مسوول لوبغاړي رول ولوبوي.
په نړیوال سیاست کې حق هغه وخت اورېدل کېږي چې تر شا یې منظم فکر، واضح ستراتیژي او فعاله دیپلوماسي ولاړه وي. افغانستان که دا درې سره یو ځای کړي، نه یوازې بهرنۍ دسیسې شنډولی شي، بلکې د ثبات او پرمختګ لپاره به هم واقعي لاره پرانیزي.
افغانستان، سیمه ییز امنیت او د ګاونډیانو دوه ګونی سیاست
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode