عبدالملک پرهیز
په نړیوال جال کې خبرونه یوازې مالومات نه دي؛ ډېر وختونه د لیدلوري جوړولو، ذهنیت بدلولو او ان د سیاسي فشار د یوې وسیلې په بڼه خپرېږي.. د دقیق تحلیل نشتوالی کولی شي هر ملت، هر هېواد او هر جریان د غلطو او منحرفو روایتونو ښکار کړي.
په امریکا او تاجکستان کې وروستیو بریدونو د افغانستان نوم یو ځل بیا د نړیوالو بحثونو په مرکز کې راوست. که څه هم دواړه پېښې له یو بل سره نیغ په نیغه تړاو نه لري، خو په سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي کړیو کې غبرګونونه راو پارول. مغرضه کړیود دواړو پېښو اړوند هڅه وکړه د تورونو ګوته په ځانګړي ډول افغانستان ته ونیسي.
لومړۍ به په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتیرو برید ته کتنه وکړو. خبرونه وایي چې په واشنګټن کې یو افغان تبعه د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو ډزې کړي چې دواړه سرتیري ټپیان او یو یې د ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو. د پېښې له خپرېدو څو ساعته وروسته د امریکا ولسمشر توند غبرګون وښود او د افغان پناه غوښتونکو د بهیر د درولو ترڅنګ یې د ۲۰۲۱ کال وروسته امریکې ته د راغلو افغانانو د دوسیو د بیا ارزونه او څېړونې امرو کړ.
د برید کوونکي اړوند دغه مالومات وړاندې شوي: ۲۹ کلن رحمن الله لکڼوال، د CIA تر قوماندې لاندې د ۰۳ ځواک پخوانی غړی و، د برید د انګیزې رسمي نتیجه لا اعلان شوې نه ده. د پېښې مسؤلیت هېڅ ډلې نه دی منلی.
امریکایي چارواکي دا پېښه د امنیتي ګواښ د بېلګې په توګه یادوي، خو د جرم د ماهیت په اړه یې روښانه مالومات نه دي خپاره کړي.
دوهمه پېښه د تاجکستان په پوله کې د چینایي کارکوونکو پر کمپ د ډرون برید دی. د پېښې په پایله کې د چینايي پروژې کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده. دا برید هغه مهال شوی چې د کابل ـ دوشنبې اړیکې مخ په ښه کېدو دي. او چین په سیمه کې د پراخو اقتصادي پروژو د پر مخ وړلو هڅه کوي. تر اوسه هېڅ ډلې ددې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو د برید په لومړیو ساعتونو کې د برید د مسوولیت کوته د افغانستان لوري ته ونیوله، او پاکستاني مقاماتو او رسنیو پراخ تبلیغات پیل کړل. تاجکستان او چین د پېښې په اړه احتیاطي دریځ غوره کړی دی. ایران دا پیښه وغندله، افغانستان هم دا پيښه وغندله او د پيښې د شفافې څېړنې ژمنه یې وکړه.
که څه هم دواړه پېښې په دوو بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوي، خو د هغو د تفسیر او تبلیغ لوری په یو دی. دا تبلیغات هڅه کوي افغانستان د سیمه ییزې ناامنۍ سرچینه وښیي. دا هغه دریځ دی چې په سیمه کې د ځینو حلقو په تېره بیا د پاکستان د سیاسي ګټو لپاره کار کوي.
دوی بې له شواهدو د پېښو پړه پر افغانستان ور اچوي.
دا کړۍ غواړي د واشنګټن د برید؛ فردي کړنې ته سیاسي رنګ ورکړي. تحلیلګران وایي چې دا پېښه له حقوقي پلوه د یو فرد کړنه ده، خو د هغې سیاسي پراختیا د امریکا د کورني سیاست د حساسیتونو له امله ډېره لوړه شوې ده. د یوې پېښې په نوم د پناه غوښتونکو د ټول بهیر درول د امنیتي سیاست له منطق سره سمون نه لري، بلکې د انتخاباتي فشار انعکاس بلل کېږي.
د تاجکستان د برید عامل څرګند نه دی خو په دې اړوند تبلیغات خورا هدفمند دي. په تاجکستان کې د برید دپاره د وخت او ځای ټاکل یو لړ پوښتنې راولاړوي. د برید هدف د افغانستان او تاجکستان د اړیکو کمزوري کول، د چین د پانګونې اغېزمنول، او په سیمه کې د بې باوریو د نوې څپې رامنځته کول دي. په همدې فضا کې د پاکستان له لوري چټک او هدفمند تبلیغات دا باور غښتلی کوي چې پاکستان غواړي دغه پېښه د سیاسي فشار وسیله و ګرځوي.
که پیښو ته وګورو دغه پیښې د افغانستان د زیانمنولو لوری لري او هغه لورو ته سیاسي ګټه رسوي چې غواړي افغانستان په سیمه کې ګوښې او منزوي کړي، د افغانستان او چین یا تاجکستان اړیکې ګډوډې کړي، او په نړیوالو بحثونو کې افغانستان د «مجرم په دریځ» کې و دروي. دا ډول تبلیغاتي بازار ګرمول د سیمې یوه پېژاندل شوې جیوپوليټیکي کړنلاره ده.
د دواړو پېښو د تورونو لورې داسې فضا جوړوي چې غواړي افغانستان په نړیوال سیاست کې تر فشار لاندې راولي. دا کړنلاره په څو برخو کې عملي اغېزه لري: د مهاجرو لپاره د نړیوال سیاست سختېدل، د افغانستان د حکومت سیاسي انزوا، د ګاونډیانو ترمینځ د بې باوري فضا رامینځ ته کول، د اقتصادي همکاریو کمزوري کول.
د مالوماتو له رسمي سرچینو له مخې، د دواړه پېښو عوامل او علتونه تر اوسه ناڅرګند دي. خو د هغوی تبلیغاتي کامپاین یو ټاکلی او منظم لوري لري . افغانستان د امنیتي ګواښونو د سرچینې په توګه په ګوته کوي.
په ژورنالیستي تحلیل کې د داسې هممهاله تورونو تر شا یو مهم ټکی په ګوته کېږي: په سیمه کې د سیاسي او استخباراتي رقابت نوې څپه روانه ده، او د توپ او ټانک تر څنګ داسې پېښې په لاره اچوي چې که سم مدیریت نه شي لویې نړیوالې سیاسي پایلې له ځانه سره لري.
پاکستان غواړي د واشنګټن او تاجکستان له وروستیو پېښو څخه د افغانستان خلاف د جیوپوليټیکي وسیلې په توګه کار واخلي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode