عبدالملک پرهیز
د افغان پر خاوره د پاکستان پوځي برید، چې یو ځل بیا یې ملکي افغانان، ښځې او ماشومان قرباني کړل د تولو نړیوالو اصولو خلاف یو څرګند جنایت ؤ موږ افغانان دغه تروریستي عمل په کلکه محکومو او له نړیوالې ټولنې غواړو څو د پاکستان د جنایتکار رژیم د داسې کړنو مخه ونیسي.
دا په ښکاره د هغه اوږدمهاله فشار دوام دی چې اسلاماباد له کلونو راهیسې د افغانستان پر پرخلاف ترې کار اخلي. دا پېښه په ظاهره یوه پوځي حمله ده، خو په اصل کې د یو ستر سیاسي پیغام تسلسل دی داسې پیغام چې د هغې له لارې غواړي افغانستان د خپل امنیتي فکر تابع وساتي او هر هغه حکومت چې ځان ددغه فکر له دایرې ځان بهر او مستقل تعریف کړي، د پاکستان د مختلفو فشارونو له هغې ډلې د پوځي ګواښونو سره مخامخ کېږي.
د افغانستان خلک چې په تېره نیمه پیړۍ کې د پاکستان ددغه له دښمنیو ډکو سیاستونو قرباني شوی حق لري شدید غبرګون وښیي او د افغانستان له واکمن دولت څخه وغواړي څو « پاکستان پوځ ته خوله ماتوونکي ځواب» ورکړي. دا د یوه دردېدلي ولس د دردېدلي احساس طبیعي انعکاس دی. خو د دولت غبرګون او تګلاره باید دقیقه او محاسبه شوي اوسي او یوازې پر احساساتو ولاړه نه وي؛ دفاع مشروع حق دی. خو له دې حق څخه کار اخیستل باید د سم مدیریت او د هوښیارۍ په اډانه کې ترسره شي. پاکستان یوازې له ټانک او توپ څخه کار نه اخلي؛ بلکې هغوی ددې تر څنګ اقتصاد، استخبارات، رواني جګړه، د مخالفو ډلو ملاتړ او نړیوال لابي ګري د فشار د ابزارو او وسیلې په توګه کاروي. نو افغانستان هم باید د ځواب جوړښت د همدې ابعادو په کچه تنظیم او تعریف کړي.
اسلاماباد په ښکاره د افغانستان د حاکم نظام پر ضد د مخالفو ډلو ملاتړ، تنظیم او چمتو کولو سیاست ته مخه کړې او ان په ډاګه وایي چې «نظام به نسکور کړو.» دا یوازې یو سیاسي بیان نه دی، بلکې د یو دولت د حاکمیت ښکاره نقض دی. ددې څرګندو لاسوهنو او تېریو تر څنګه له افغان لوري غوښتنه کوي څو یو اړخیز انډول وساتي یانې د هغوی فرمایشاتو ته غاړه کېږدي، دا یو غیر منطقي او غیر واقعبینانه تمه او غوښتنه ده.
انډول هغه وخت مانا لري چې دواړه لوري د یو بل پر پرېکړو حساب وکړي او دواړه لوري دغه انډول په پام کې ونیسي؛ خو کله چې پاکستان پر افغان لوري او د هغې پر پرېکړو حساب نه کوي، نو افغانستان ته هم پکار ده څو د حساب د برابرولو وسیلې را مینځ ته کړي.
د دې حساب جوړول د جګړې په پیل نه کېږي، بلکې د ځانګړو محورونو د کارولو له لارې ترسره کېدی شي. لکه مشروعیت، سیمه ییز تعامل، او اقتصادي خپلواکي.
لومړی، افغانستان باید هر برید، هر ډول تلفات او هر ډول سرغړونې په دقیق اومستند ډول ثبت او نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي او نړیوال د پاکستان تر وړاندې غبرګون ته وهڅوي. نړۍ هغه وخت د افغانستان په دریځ باور کوي چې اسناد یې دقیق او له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.
دوهم، د سیمه ییز سیاست ډګر یوازې د پاکستان او افغانستان ترمینځ نه دی. دلته امریکا، چین، ایران، روسیه، د مینځنۍ اسیا هیوادونه خلیج او په ځانګړي ډول هند هغه لوبغاړي دي چې د انډول په محاسبه کې غوڅ رول لري. د امریکا دریځ په ځانګړي توګه زیات مهم دی؛ امریکا که څه هم د پاکستان د پوځ تاریخي ملاتړې وه، خو اوس یې د سیمې ستراتیژیک لومړيتوبونه بدل شوي دي. واشنګټن د هند ستراتیژیک شریک دی، د ترهګرۍ د پراختیا په اړه اندېښنه لري، او غواړي چې په سیمه کې خپل ځای او رول ولري. دا د درې فکتورونه امریکا په دې دریځ کې دروي چې پر پاکستان فشار زیات کړي، مشروطې مرستې محدودې کړي او هغه له سیمه ایزې بېمسؤولیتۍ څخه منع کړي.
درېیم، افغانستان باید په بنسټیز ډول خپله اقتصادي تکیه له پاکستانه سره کمه کړي چې له نیکه مرغه دغه بهیر په همدې لور روان دي. تر هغې چې د ترانزیټ مهمې لارې د پاکستان په واک کې وي، اسلاماباد به تل لارې د فشار د وسیلي په توګه وکاروي. نو دا اړینه ده افغانستان نورې لارې لکه د چابهار، منځنۍ آسیا، ایران او د سیمه ییز وصل بدیلې لارې د خپل ترانزیت لپاره غوره کړي دا کار نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د ملي او اقتصادي خپلواکۍ د ستنو د پیاوړي کیدو وسیله هم ده.
افغانستان جګړه نه غواړي، خو جګړې ته د چمتووالي حق لري او اړینه ده څو تل د ممکنه حالاتو دپاره چمتووالی ولري په تېره بیا ملي واکمنۍ او حاکمیت ته د خېر په وخت کې. دا د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې دا واقعي پوهه ده چې په سیمه کې سیاست د زور د بیان له لارې نه، بلکې د قدرت د محاسبې پر بنسټ حرکت کوي. افغانستان باید دومره دفاعي او سیاسي ظرفیت ولري چې مقابل لوری د هر برید دپاره د بیې د محاسبې پر مهال دوه ځل فکر وکړي.
اوسنی وضعیت په ډاګه کوي چې افغانستان د تاریخ په هغه پړاو کې ولاړ دی چې بېمحاسبې غبرګون ښودل په کې ګران تمام کیدی شي. د انډول سیاست هغه وخت بریالی کېږي چې پریکړه کوونکي د احساس د تودوخې تابع نه شي او د فشار د وېري تر اغېز لاندې رانه شي؛ بلکې د پیښو مدیریت د عقلانیت، ملي ګټې او اوږدمهاله ثبات پر بنسټ ترسره کړي.
پاکستان ښايي د فشار وس ولري، خو افغانستان هم د ملی حاکمیت د دفاع مشروع حق، ستراتیژیک بدیلونه او سیمه ییز فرصتونه لري. پوښتنه دا نه ده چې افغانستان څنګه ځواب ورکوي؛ مهمه دا ده چې دغه ځواب څومره هوښیاره، مشروع او اوږدمهاله ګټې لرونکی دی.
افغانستان هغه وخت بریالي انډول ته رسېږي کله چې د داسې انډول جوړوونکی وي، نه قرباني.
د پاکستان د بریدونو تر وړاندې معقول دریځ ته اړتیا ده
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode