د سیمې د نویو معادلو انځور 

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 انجنیر زلمی نصرت

دنمارک 

په تېر اتو لسيزو کې، له هغه وخته چې پاکستان رامنځته شوی، افغانستان  په عملي ډول له يو ځواکمن او باثباته مرکزي دولت له موجودیت څخه بې ‌برخې پاتې شوی دی. 

نه د ظاهرشاه په دوره کې، نه د سردار محمد داوود په وخت کې، نه د چپي حکومتونو په دوره کې، نه د جهادي لړۍ پر مهال او نه هم  د حامد کرزي او داکتر اشرف غني د جمهوریت په واکمنیو کې داسې دولت رامنځته شو.

 حتی نه د شوروي اتحاد د پوځونو د حضور پر مهال او نه  هم د ناټو او امریکا د شتون په وخت کې افغانستان  له حقیقي او ټینگ مرکزي دولت څخه برخمن شو.

 

د ناټو د حضور په کلونو کې، پاکستان څو٬ څو ځلې د تورخم له پولې را تیر او د افغانستان خاورې ته څو کیلومتره داخل شو، او په ځانگړي ډول تل به د کونړ پر ولایت یې زرگونه راکټونه وویشتل.

 

په ۲۰۱۳م کال کې حامد کرزي دنمارک ته د سفر پر مهال٬چې ډاکتر رنگین دادفر سپنتا او زلمی رسول هم  ورسره مل وو٬ پاکستان د تورخم له پولې ۱۲ کیلومتره داخل شوی و او د هسکې مېنې پر لور یې پرمختگ کاوه.

 کرزي په همدې لیدنه کې وویل چې: د ناستې له پای وروسته به له توني پلییر، د بریتانیا له پخواني صدراعظم، سره ټیلفوني اړیکه ونیسي او له هغه څخه به وغواړي چې پر پاکستان د شاتگ لپاره فشار واچوي.

 

د مرکزي حاکمیت نه شتون، کمزورتیا او پرلپسې جگړو، بې ‌ثباتیو او بحرانونو دا نتیجه درلوده٬ چې پنجاب وکولای شي آزاد قبایل او بلوچستان تر خپل نفوذ لاندې راولي،  د ډیورند پر کرښه اغزن تار وغځوي او تر دې هم ور هاخوا د افغانستان پاتې جغرافیا له نویو گواښونو سره مخ کړي.

 

په دې منځ کې، هند تل هڅه کړې چې په سیمه ‌ییزو جیوپولیتیکي سیالیو کې خپل موقف وساتي. هند کوښښ کړی چې پرته له مستقیمې نښتې٬ د محدودو ملاتړونو، سیاسي اړیکو او احتیاط ‌کارانه سیاستونو له لارې د پاکستان پر وړاندې خپلې گټې خوندي کړي. همدارنگه٬ دواړه هیوادونه هڅه کوي چې د خپلو ستراتیژيکو موخو د تر لاسه کولو لپاره افغانستان د سیالۍ او نښې د میدان په توگه وکاروي.د همدې لامل له کبله، د هند رول په سیمه کې د پام وړ او اغیزناک پاتې شوی دی.

 

اوس پوښتنه دا ده چې د سیمې د بدلونونو بهیر به دا ځل په کوم لوري او په څه ډول کیفیت پر مخ ځي؟.

 

 د افغانستان د معاصر تاریخ په بهیر کې هر هغه نظام چې له هند سره یې نږدې او دوامدارې اړیکې جوړې کړي، له سختو سیمه ‌ییزو غبرگونونو سره مخ شوی او په پایله کې بې‌ رحمانه نسکور شوی دی.

 

 دا تجربه اوس ځکه لا مهمه شوې ده٬ چې د طالبانو او هند اړیکې تودېږي، او له بلې خوا٬ هند هغه ځینې سیمې د خپل تاریخي قلمرو برخه گڼي کوم چې له ۱۹۴۷ وروسته ترې بېلې شوې، لکه سند. د دغو دعوو یوه څنډه د افغانستان له تاریخي روایتونو او ادعاوو سره هم ټکر پیدا کوي.

 

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیاتېږي، او د هند او پاکستان زاړه اختلافات هم هماغسې پر خپل ځای پاتې دي، اوسنی وضعیت په جنوبي اسیا کې یو پېچلی او څو اړخیز جیوپولیتیک رامنځته کوي.

 

دا درې اړخیز رقابت او بې ‌باوري کولای شي ژور امنیتي، سیاسي او اقتصادي پایلې ولري. که څه هم د طالبانو اوسنی دریځ د یو نسبتاً متمرکز دولت له دریځه څرگندېږي، خو لاهم روښانه نه ده چې دا تگلاره به تر کومه بریده دوام ومومي.

 

په پای کې، د سیمې د معادلو راتلونکی په لویه کچه دې پورې تړلی دی چې دغه تنشونه څنگه اداره کېږي او د ښکېلو لورو دیپلماتیکې هڅې څه ډول پایلې لرلی شي.

 

 دا چې دا کشمکشونه به څه پایلې وزیږوي، او کومې خواوې به گټه یا تاوان وویني، هغه به د سیمې د بهرني سیاست په تحول او د جنوبي اسیا د امنیتي وضعیت په بدلون کې ورو٬ ورو څرگند شي.