بداللطیف کاکړ
د افغانستان په څېر جګړه ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو کې د فساد شتون عادي چاره ده، خو دا په دې مانا نه ده چې فساد ته دې مخه ورکړل شي او یا دې له فساد سره عادي چلند وشي، ځکه د فساد پر وړاندې بې تفاوتي د فساد د لا ودې او ترویج لامل کېږي. په
افغانستان کې د فساد اوسنۍ کچه په یوه ورځ نه ده رامنځته شوې، بلکې په تېرو دیارلسو کالو کې فساد دغې کچې ته ورسېده. که یې په لومړیو کې پر وړاندې جدي چلند او مبارزه شوې وای، نو نه به فساد دغومره وده کړې وه او نه به هم د فساد له امله افغانستان په نړیواله کچه بدنام شوی وای.
له فساد سره د عادي چلند بله بدګڼه داده، چې د بنسټیز کېدو او په فرهنګ د بدلېدو وېره یې وي او د فساد پر وړاندې غلي او چوپ پاتې کېدل په حقیقت کې له فساد سره عادي چلند دی. د فساد پر ضد مبارزه زموږ ټولو اسلامي رسالت او مسوولیت دی، ځکه حضرت محمد ص فرمایي: که کوم بد کار یا فساد مو ولیده، نو په لاس یې منع کړئ، که د لاس وس مو نه وو، په خوله یې منع کړئ، که د خولې وس مو هم نه وو، نو مخ ځنې واړوئ او په زړه کې ورسره کینه وکړئ، خو دا په حقیقت کې د کمزوري ایمان نښه ده.
د ایمان له کمزوري مو دې خدای ساتي، خو د فساد د لیدلو پرمهال بې تفاوته پاتې کېدل او عادي چلند د ایمان کمزوري ده، نو له دې امله دا د هر مسلمان مکلفیت دی، چې په ټینګه د فساد پر ضد مبارزه وکړي. دا مبارزه دې له ځانه پیل کړي او دا ژمنه دې وکړي چې نه به په خپله فساد او خلاف کار کوي او نه به نورو ته د فساد او خلاف کارۍ اجازه ورکوي.
د فساد پر ضد مبارزه نه یوازې د حکومت مسوولیت دی او نه هم د حکومت په وس پوره ده، تر هغو چې ولس په پراخه کچه او پوره صداقت د فساد په مخنیوي او ورکاوي کې ونډه وانخلي، نو ګومان مې نشي چې حکومت دې په یوازې ځان د فساد پر مخنیوي او ورکاوي وتوانېږي، دلیل یې دادی چې د فساد اکثریت عوامل ولسي ريښې لري.
یانې په ډېرو مواردو کې ولس او عام خلک د فساد لامل کېږي، ځکه په ډېرو مواردو کې موږ لیدلي دي چې خلک اکثره وخت د قانوني پروسیس پرځای په لنډو لارو د تګ په موخه واسطې، وسیلې، روابط، بډې او پیسې کاروي، چې دا په خپله د فساد د ودې او ترویج له مهمو عواملو څخه دي.
د بېلګې په توګه یو څوک غواړي چې پاسپورټ واخلي او د قانوني پروسیجر له مخې باید غوښتنلیک ولیکي، د هغه د لاسلیک او پړاوونو د بشپړولو لپاره د خلکو په کتار کې ودرېږي. په بله ورځ باید هغه یوسي خپلې پیسې بانک کې تحویل کړي او بانکي تعرفه بېرته د پاسپورت ریاست ته وروړي او له هغه وروسته په دویمه یا دریمه ورځ خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.
فرض کړئ دا د پاسپورټ د اخیستلو قانوني او اداري پروسیجر دی، مګر اکثره خلک د دغه پروسیجر د بشپړولو پرځای په یوه او بل پسې زنګونه وهي، واسطې لټوي، په چارواکو او اداري کارکوونکو فشار راوړي که کومه واسطه پیدا نه کړي، نو بیا په خپله د پاسپورت ریاست ته ورځي. هلته له ځینو مامورینو سره خبره کوي اول خپل سل عذرونه او پلمې وړاندې کوي، خو که په عذرونو ونشي نو پیسې ورته ستوي او بډې ورکوي.
یا د یوې سیمې عام خلک ویني چې د اربیکو قوماندان یا د ولسوالۍ عملیاتي قوماندان یا د امنیت امر یا کوم بل د ولسوالۍ مقام مهمات، مرمۍ، وسلې او نور توکي د افغانستان د خلکو پر دښمنانو ښکاره پلوري. د هغوی تګ راتګ، د هغوی اړیکې او د هغوی د مهماتو د خرځولو ټوله کیسه په څرګنده ویني، مګر دوی ځانونه پرې غلي کوي، دا په حقیقت کې د فساد پر وړاندې مبارزه بې اغېزې کوي یا په بله مانا دا په حقیقت کې د فساد له ودې او ترویج سره مرسته ده.
تر هغو چې ولس د فساد په مخنیوي کې همکاري ونه کړي او د فساد پر ضد مبارزې په برخه کې له حکومت سره مرسته ونه کړي، مسوولې او اړونده ادارې د فساد د پېښو د لیدلو پرمهال په جریان کې وانه چوي او هغوی خبرې نه کړي او یا خپله مخامخ مفسد کسان او چارواکي ونه ګواښي او منع یې نه کړي، نو تر هغو به د فساد پدیده همداسې دوام لري او د فساد له امله به زیات زیان په خپله ولس ګوري، ځکه د دوی کارونه به پر ټپه ولاړ وي، چارواکي به دوی ته د خدماتو د وړاندې کولو مسوولیت احساس نه کوي او خلک به له ورپېښو ستونزو څخه رنځېږي.
نو ولسونو ته ښایي چې د خپل اسلامي او ملي مسوولیت له مخې د مفسدینو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، هغوی منع کړي، که فکر کوي چې منع کول یې د دوی له وس څخه پورته دي، نو د فساد د مخنیوي مسوولې ادارې او محاکم دې پرې خبر کړي او د ترسره شوي فساد په هکله ټول اسناد دې هغوی ته وسپاري تر څو هغوی په هغه هکله له اړوندو کسانو څخه پوښتنې او څېړنې وکړي.