د پاکستان د تیریو تر وړاندی د افغانستان د وسله وال پوځ ځواب

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي پر پاکستاني ځواکونو یې "د غچ پراخ بریدونه کړي او دا چې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ځواکونو د وروستیو تېریو ځواب دی."

د اسلامی امارت د دفاع وزارت  ویلي چې د شنبې ماښام ناوخته یې پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او چوڼیو همغږي بریدونه کړي او ادعا کوي چې زیان یې ور اړولی.

دغه وزارت ویلي، دا بریدونه د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ، سوېل ختیځ خوست، پکتیا، پکتیکا او په سوېلي هلمند ولایتونو کې شوي.

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام کې عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، له ماښام لګېدو سره د طالبانو ځواکونو پر پاکستاني اړخ د سپکو او درنو وسلو برید وکړ چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه ونښته.