ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سویلي اسیا پر دې هېواد ۲۵ سلنه اضافي مالیه اعلان کړه، چې له دې سره د هندي توکو پر صادراتو ټولټال ۵۰ سلنه مالیه ولګول شوه. دا مالیه د هغو هېوادونو په منځ کې تر ټولو لوړه ده چې له امریکا سره سوداګریزې اړیکې لري.
مودي د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې یوې غونډې ته وویل: "زموږ لپاره د کروندګرو هوساینه تر ټولو مهمه ده. هند به هېڅکله د خپلو کروندګرو، د لبنیاتو سکتور او کب نیونکو د ګټو په اړه جوړجاړی ونه کړي. زه پوهېږم چې دې لپاره به زه دروند قیمت ورکړم."
د هند او امریکا ترمنځ سوداګریزې خبرې اترې د پنځو پړاوونو وروسته د کرنې او لبنیاتو سکتورونو د پرانیستلو او د روسي تېلو د پیرودلو پر سر د اختلاف له امله ناکامې شوې.
مودي په مستقیم ډول د امریکا د مالیاتو یا سوداګریزو خبرو یادونه ونه کړه. د نوې مالیې پلي کېدل چې د اګست له ۲۸مې څخه به عملي شي، د روسي تېلو د پیرودلو په بدل کې د هند د سزا لپاره اعلان شوې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه "ډېره خواشینوونکې" بللې او ویلي یې دي چې "هند به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي."
امریکا تر اوسه د چین لپاره ورته مالیه نه ده اعلان کړې، چې د روسي تېلو تر ټولو لوی پیرودونکی دی. کارپوهانو ویلي چې چین تر اوسه ځکه خوندي پاتې شوی چې د نادره معدني موادو او نورو مهمو توکو په برخه کې له امریکا سره د خبرو اترو لپاره قوي وسیله لري، کوم چې هند نه لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو سکرتر، دامو راوي، خبریالانو ته وویل: "د امریکا د مالیې لوړول منطقي نه دي. دا یوازې یو موقتي ستونزه ده چې هېواد به ورسره مخ شي، خو په اوږدمهال کې موږ ډاډه یو چې نړۍ به د دې لپاره حل لارې ومومي."وړاندیز