تورې ورېځېتور بختونه

لنډه کیسه

د خوشال مزاروال لیکنه

شپه له نیمېهم اوختې وه، خو د نازپري سترګې لا پټې شوې نه وې. لکه خوب چې یې له سترګو خوابدی وي. هغه په دالانه کې له خپل کوشني ماشوم سره چې ایله به له درېوو کلو و، پرته وه. سترګې یې د چت لاړو ته څکې نیولې وې،هغه چېد ښي لاس د خونې له رنګینو پردو راتېرې شوې رڼا تت

روښانه کړي وو. هغه نن څه بل شان وه. د زړه دربا یې دومره زیاته وه، لکهد زړهپه تل یې چې زلزله شوي وي.په پټه خوله یې په زړه کې جمالي ته سپکې سپورې ویلې. زړه یې ازار کاوه. د هغه څېره ورته د سترګو په وړاندې لکه د یوه لیوه او ځناور درېدله، چې هیڅکله یې دانسان او انسانیت رحم او درد په زړه کې نه و. هغه یې دردولې وه. بیشانه دردولې. په کټ کې اوړېده، راوړېده. د هغه نادودو همداسې سوزوله..... آن دا چې ځینې وخت به ترې خپل وړوکی ماشوم هم په خوب کې ناراحته شو. ډډې او څنګلې به یې پرې لګېدې. خو چې کله به یې دخونې پوس پوسي تر غوږو شو، نو په ټپونو به یېلا مالګه ودوړول شوه. زړه به یې اور واخیستو.سور تنور به شو، او دا به هم لکه د شنې لښتې په کې ټقېده، او شنه لوخوړه بهشوه..... هغه د جمالي له لاسه د راپورته شوو تڼاکو په دردونو کې همداسې ځورېده چې بې واره یې سترګو تهد خپل غمجن برخلیک پیلامه نیغه ودرېده، او خپلې کیسې په مخه واخیسته:

***

تنکی پسرلی و.ونو غوټۍ کړې وې. خواوشا په خړو خاورو کې شین شوبي راټوکېدلي وو.د سنځلو او عکاسي د ونو ګلانو هم لور لور تهماحول بدل کړی و. د غرونو راغونو په راشنه شوو بوټو کې نوې سا چلېدلې وه، چې ناڅاپه جمالي د خپلو څو تنو لنډغرو سره د نازپري دې په دېره کې ماشیڼګڼې وچلولې.غلبله او شور ماشورشو. په یوه شیبه کې په ټول چم کې اوازې غزونې وکړې،چې حیات خان خپله لور نازپري جمالي ته ورکړه. د چم اوسیدونکي هک پک شول. په حیات خان هم یخې اوبه توې شوې. زیړ زبېښلیودرېد. ځکه چې د هغه په ناخبرۍ کې یې په لور غږ وشو.

جمالی اصلا جمال خان و. د خدای بښلي حکیم خان زوی، چې د حیات خان دې له چمه پورته په دره کې اوسېده. د جمالي کلي تهنژدې نیمه ورځ د پښو مزل و.پلار یې خلکو په ښه نوم یاداوه. بې ازاره،بې بدو سړی و. خپل پټی دوه یې کرل او ماتهګوډه یې پرې چلوله.....خو رېښتیا وایي چې کله ناکله له انسانه هم ځناور پیداشي. جمالی يېغوره مثال و.

حیات خان هم جوړه نه درلوده. دومره پوله پټی یې لاره چې چاته یې لاس نه اوږدېده. په دېره کې یې دوه درې کټه پراته وو. وخت ناوخته به دوه درېورسره ناست وو. د چایو پیاله یې په ورین تندي ورکوله. د حیات خان د کور او د ولسوالۍ ترمنځ هم غوټه لاره وه. ګینټه دوو ته رسېده.درې ته د پورته شوي سړک په سر اوسېده، چې د کلي په سینه راسوره ویاله یې د دېرې له منځ نه تېرېده. سړک به یې پرې کاوه، او د سړک نه اخوا د کڅ په پټیو کې به په خپله مخهتله. خو خبره د حیات خان د لور نازپري وه. نازپري په رښتیا چې نازپري وه.تازهیې د خپلې ځوانۍ او د پیغلتوب د موسم احساس کړیو. له سینګاره پرته ډوليښکارېده. رېښتیا هم سترګې پرې خوږېدې. د چم ښځو هم پرې وخت نیم خپلې خبرې کولې........

باور وکړئ، هغه ورځ مې اوس هم سترګو ته کیږي، چې په لومړي وار مې هغه ليده.ښوونځي ته په لاره وم. مالونو تهیې ګیا اچوله. په شنو جامو کې لکه ناوېداسې وه. بیا مې عادت شو. ښوونځي ته د تګ په وخت کې به مې بېواره د دېرې په لور سترګې اوړېدې.......

ریښتیا خبره د جمالي او د نازپري د اړیکې وه. کېدای شي جمالي بههم زما او د نورو لاروو په څېر کلهکوم نظر لیدلې وه. جمالی د پلار تر ژوندهد چم لویو وړو د جمال خان په نوم پېژانده. د خپل پلار په سترګو یې هغه ته کتل. خو چې کله یې پلار حکیم خان د زړه حملې وواهه، او ومړ. جمال خان د خپل سر شو. په کراره یې کړه وړه بدلېدل. ښوونځی یې پرېښود. له لنډغرو سرهیو ځای شو. کله په چلم خوله ایښې ، او کله هم نورومرداریو پسېروان. خبره چرسو تهورسېده. د چرسیانو سره یې ناسته ولاړه شوه،او چرسي شو. کلی کور او چم ګاونډ ورو ورو د نا امنیو په ګرداب ورسمېده. د نا امنیو زور او شتون ته په کتو سره یې وسلې ته لاس واچاوه. ببر سر او اوږدې څڼېیې پرېښودې. د لنډغروډله یې جوړه کړه. په ډاکو یې لاس پورې کړ. ډاکو شو. د خلکو د مالونو لوټ اوتالان ته یې مخه کړه،او خلکویې نوم په جمالي واړاوه......

له ورځو یوه ورځ د جمالي په دېره کې د چرسو د لوګو ورېځ پلنه وه. د پرې ملګري ورته چلم ونیو. جمالي ترې شنې لوخوړې پورته کړې. بیا یې خوله پورته ونیوه.د لوګو کږې وږې کړۍ یې هوا ته ووېستې،او د دوهۍ د ملنګانو په څېر یې خپل منتر داسې وغږاوه:

- ملخیه!غورځه، پرځه. اخر خو به منګولو ته راشې.

د پرې انډیوال یېپوښتنه وکړه:

-دا ملخی څوک دی؟

- جمالیزیاته کړه:

- یوه ورځ بهخبر شې. زړه مې یو چا وړی دی.

- جمال خانه! د دونیا دوه شپې عمر دی. او بیا خوپه اوسني ژوندهډو باور نه دی په کار. د خیر په کار کې تادي په کار ده.

له دې سره جمالی په سوچ کې لاړ. لږه شيبه وروستهیې موسکا شونډې ښکل کړې. د چلم نه یې بې واره لوګي ووېستل. بیا یېپه تته ژبه د ملګري په ځواب کې وویل:

- ګورو به چې د خدای څه رضا ده، او ورسره یې نازپري سترګو ته نیغه ودرېده......

له همدې ورځې وروسته نازپري د جمالي له زړه نهچېرته وته. هغه یې له ځانه سره بوخت ساتلی و. تر هغو چې پرېکړه یې وکړه، او د نازپري د خپلولو لپاره د حیات خانپه دېره کې کیناست.مګر حیات خان، نازپري خو پر ځای پرېږده، چې ان د جمالي راتګ یې خپلې دېرې ته د ځان سپکاوی وباله، او له خپلوۍ کولو یې کورټ انکار وکړو. د حیات خان انکار د جمالي په زړه سکروټې بلې کړې. سپک پاڅېد او په خپله مخه لاړ.

دوه درې اونۍبه ایله تېرې شوې وې. د یوې پنجشنبې مازیګری و، چې جمالید خپلو ملګرو په مټ د حیات خان دېرې ته راغی، اود خپلوۍ ډنډوره یې وغږوله.......

ډېرو حیات خان ته بدرد وویل. خو د ځینو زړونو ته نه پرېوته چې حیات خان دې داسې کړي وي. هغوی ته د کاسې لاندې نیم کاسه ښکارېده. هغوی رېښتیا ویل. په حیات خان پساتې شوې وې، هغه چې هغه یې سوچ هم نشو کولای.د چم اوسېدونکوچې دا مهال یې د جمالي له جړ پړ، ببر سر، او ډاروونکې څېرېوېره او کرکه په سینو کې ګرځوله، او د داسې کسانوپه منډ یې میتیازې کولې، دا یې نه شو زغملای، چې هغه دې د دوی چم ته تګ راتګ وکړي.

حیات خان اریان پاتې و. نه خو یې ځلمي او ملاتړي درلودل چې د جمالي سره یې مالومه کړې وی،او نه یې خپله ارګاه بارګاه، او هر څه پرېښوستلای شول چې په توره شپه کې کوم لور ته پښې سپکې کړي. دا کار هم ورته ګران تمامېده. بس برخلیک یې بولئ، او که د حیات خان کمزوري. همداسې چوپه خوله پاتې شو. دا چې څه یې په زړه تېرېدل، له دې به یو الله خبر و. نازپري له همدې ورځې وروسته په تور بخت واوخته، او د جمالي له نوم سره یې نوم په زور غوټه شو......

نازپري لا د خپلو چرتونو په سیلاب کې د فکرونو او خیالونو په څپو ښکته پورته کېده چې له څنګ کوټې نه د بنګړو شرنګ یې د فکر سلسله وشلوله.د هغې په زړه یې چړې ښخې کړې. وجود یې لمبه لمبه شو. لکه په سکروټو چې پرته وي. لېونۍ له کټه راپورته شوه. په دالانه کې تاوه راتاوه شوه. چاټۍ ته ورغله. د اوبو ډک جام یې په سر راواړاوه. خو د زړهلمبې یې مړې نه شوې. یو ځل بیا یې غوږ کېښوده. ډېر څه یې په زړه کې تېر و بېر شول. تغمې تغمې یې کړه. په خپل ځای ساکته پاتې شوه. له ځانه سره غلې شان وبڼېده. بېرته په کټ کې پرېوته، او ورسره بیا د لټو پلندۍ ته شوه:

***

درې څلور میاشتې لا تېرې شوې نه وې چې د نازپري د واده غږ شو. څو تنو ببرسرو ټوپکوالو، له درې څلورو تورسرو سره د ماښام په تروږمۍ کې نازپري روانه کړه.وسلې وې چې ډزېدې. خو ځینو انګیرله چې بیا چېرې غدۍ پرېوته. د ځانونو د خوندیتوب لارې چارې یې لټولې. د وسلو باټونو هره خوا ترهه خوروله. د نازپري زړه خویې له سینې سکوټراوېسته. لینګي یې اوار ړچېدل.نا اشنا لور ته روانه وه. لکه یو مجرم یې چې چارمارۍ او دار ته روان کړی وي. لکه بې وسه هوسۍ چې د شرمښانو په خپړو کې ښکېل وي، داسې اواره لړزېده. ته به وی په وجود کې یې د وینې پر ځای ترهه ځغلي راځغلي، او زړه یې دومره غټ شوی چې سا اخیستو ته یې نه پرېږدي. په سختۍ یې ګامونهپورته کول. کله یې داسې انګیرله چې پښو یې د بدن د وړلو توان له لاسه ورکړی او لکه تش کالبوت داسې روانه ده. په رېښتیا هم غدۍ پرېوتې وه. د حیات خان په مینه. د حیات خان په وړې او پېغلوټې لور نازپري. د هغه په بې وسۍ او کمزورۍ......

دلته په کور کې ټول داسې زېړ زبېښلي وو، لکه د نازپري ځنازه چې پورته شوي وي. لکه له ټولو چې ساه وتي وي. چوپه خوله ناست وو.لکه څوک چې هډو په کلا کې نه وي. لکه په ټول چم چې د وېرې خپسه ناسته وي.لکه په ټول چم چې غدۍ پرېوتي وي......

وروسته له ستړو مزلو نازپري د جمالي په کلا ورننوته. د ګیس رڼا د کلا منځ روښانه کړی و. کلا ته په ننوتو سرهڅو ښځې د چمبو په وهلو شوې. د جمالي مور د خپلو دوو لوڼو سره ګډېده.د انګړ یوېډډې ته دیګ دوه باندې وو. لوګي ترې پورته کېدل. څو تنه په کټو کې ناست وو. چلم سره د چار خانې یې په مخکېوو. د تمباکو تریخ بوي او د ناستو اخ و ټوخ د سړي پاملرنه ځانته راړوله. د دروازې کیڼ اړخ ته په کونج کې قوي هیکله تور سپی په ځنځیر تړلی و. سترګې یې څکې نیولې وې. پرته د جمالي د ډلې ټپلې، د هغه د چلم او پرې انډیوالانو نور څوک نه تر سترګو کېدل. ان خپل او خپلوان یې هم نه وو. ځایي خلک خو پرځای پرېږده. د جمالي دوستانو د جمالي سره یوځای ټوله شپه چرس بادکړل.د چرسو کڅوړې تشېشوې. بار دېګونه وڅټل شول، او شپه د خودۍ او بې خودۍ ترمنځ د چرسو په نشو کېتېره شوه.....

چرګانو بانګونه پیلول چې د جمالي راغلي دوستان خواره واره شول، او په دې توګه د نازپري واده له جمالي سره ترسره شو......

***

نازپري ته نن بیا د خپل واده شپه وریاده شوې وه. زړه یې نرۍ نرۍ څړیکې کولې. غریو نیولې وه. په ستوني کې یې غوټې پیدا شوېوې. خو چې کله یې د دالانه په اړخ کې د خونې په څراغ سترګې ولګېدې چې لا روښانه و، نو لا یې د زړه په لمبو تیل وپاشل شول. د زړه دهلېزونه او دېوالونه یېورله وسوزول، او د اوښکو په بدرګه کې یې وویل:

- کاشکې نه وی پیداشوې. کاشکې له کوره مې ځنازه وتې وی، او ځمکه راباندې ډډه شوې وی......

دا خو د خدای احسان و چې د جمالي مور ژوندۍ او په کور کې وه. د وخت په تېرېدو سره نازپري په دې وپوهېده چې خواښې یې له خپل زوی نه وینې ارتوي. ازارکوي، وایي:

- جمالي د پلار هډوکي په ګور کې وشرمول.......سپکې سپورې یې وویلې،او د زوی په بدګڼو به وه.

د نازپري په اولو کې زړه ډېر تنګېده. د جمالي ناکردې چې به یې مخې ته ودرېدې، نو ځناور به ورته ښکاره شو. څو ځلې یې وپتېله چې سنکیا وخوري، ځان ډډ بډ کړي، او خپل سر پخپله په سپینه کڅوړه کې تاو کړي. خو بېرته چې به یېد خپل ماشوم تر څنګد جمالي د مورزړه سوي ته وکتل، چې د لور په شان ورته ګوري، نو له خپله هوډه به په شا به شوه. هغې ته په څلورو دیوالونو کې د خپل ماشوم تر څنګ خواښې لوي غنیمت و. که هغه نه وی بیا به یې څه کولی. ځکه خو یې ورته د خپلې مور په شان کتل. د هغې قدر یې کاوه، او د خپلې مور تنده یې پرې ماتوله....

وایي ((که ګور ګران دی، د مړي ناکام دی.)) په کراره کراره نازپري له داشان ژوند سره روږدي کېده، د کلا په اندازه یې پاس آسمان لیده، او ژوند و چې تېرېده... له دې سره خدایزده ولې د نازپري د سوچ او خیال لړونه تېر ته لاړل. ځان یې په خپله پلرنۍ دېره کې احساس کړ. مالونو ته د ګیا په اچولو شوه. ډلې ډلې مکتبیان یې تر سترګو شول چې خپلو کورونو ته روان دي. د ډېرو سترګې یې د ځان په لورې ولیدې. موسکۍ شوه. ډېر څه یې په زړه کې وګرځېدل. ډېر ارمانونه یې په زړه کې راوټوکېدل. خو ژر یې ځان ته پام شو. خپل ټول ارمانونه یې د زړه په هدیره کې ښخ کړل. بیا یې په څنګ کې پروت زوی ته وکتل. زړه یې پرې خوږ شو. په تندي یې ښکل کړ. هغه د مور په ښکلولو اړخ بدل کړ.خو د نازپري د خیال وزرې ډېر ژر د جمالي په لورې خورې شوې. هغه داسې چې په دې وروستیو وختونو کې یې د هغه پهاکر کې بدلون لیده،داسې بدلون چې کله به کور ته راغی،ګډې وډې به یې له خولې راوتې.دی به و، او ناندرۍ به وې، چې نازپري به پرې ځورېده. یا خو به یې نیغ په نیغه ویل:

- ته ګوره زما خسر ته. څومره په پاک زړه ورغلم. خو هغه ظالم سیال ونه بللم.   دومره سپکاوی او بې عزتي...... بېرته به یې زیاته کړه:

- ((کږې خولې سوکونه سموي. )) بیا به موسک شو، او وبه یې غځوله:

- نه اوس هم هغه ته دا سزا کافي نه ده. لږ سبق نور هم ورته په کار دی.کنایه او اراکتۍ به یې داسې پسې وویشته:

- ((زه خپلې موقع ته ګورم وخت د انتظار یمه، وا به خلې خبر زما))......

جمعه لا تېره نه وه چې د جمالي لنډهران کور ته راغلل. غټ پسه ورسره و. هغه یې څملاوه. ورسره د چرسوسرۍ وه چې ډکېده او تشېده. د چرسو پټۍ وې چې لوګی کېدې.. خنداګانو او قه قهو یې کلا په سر اخیستې وه. جمالی له ټولو نه خوښ برېښېده. په غوښو داسې راتاو وو، لکه ټپوسان چې په مردارو وي. پسه وشپېلول شو.دوستان یې هر یو په خپله مخه لاړل. خو جمالی همداسې په خر مستیو کې غرک وچې د نازپري په زړه یې د کرکڼې غنې ښخې کړې وې. هغې چېرې هم نه غوښتل چې د هغه په کار کې دې کار ولري. خو نن یې هسې له خولې ووتل:

- څنګه نن ډېر خوښ یې، او دا پسه مو......

د جمالي د تندي ګونځې نورې هم وتښتېدې. وې ویل:

- ګوره ما له خدای سره وعده کړې چې د هغه د استازي اطاعت به کوم، او چېرې به همله شرعې سرغړونه نه کوم. په همدې خوشالۍ کې مو پسه څملاوه..... د جمالي په خبره د نازپري سر خلاص نه شو، او نه یې نور غوښتل چې خوله ورسره ووهي. خو غلي شان یې وویل:

- ازاري سړی یې، بیا به دې د چا په مرۍ چاړه ایښي وي.اوس پرې د فرضو او سنتو نوم ږدې.....

د جمالي ددې میلې به لا میاشت دوه تېره نه وهچې نازپري له هغې خونې نه چې د واده شپه یې په کې سبا کړې وه، له خپل درې کلن زوی سره دالانه ته راوویستل شوه، او پر ځای یې د بدرۍ په نوم د لعل جان اخون لور، چې د درې د بر سر د یوې بانډې نه وه، د جمالي د دویمې ښځې په نوم ورننوته. خو نازپري ته د ځان په څېر د بدرۍ د ارمانونو درمند هم سوځېدلې ښکاره شو.

 

۱۸ - ۰۳ – ۲۰۱۷

۲۸ - کب - ۱۳۹۵

کوپینهاګن

 

لوستل شوی 307 ځله