د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ملي ټلوېزيون د نشراتو د ريلي کولو دستګاه نصب شوه .

راپور : بخت الله ثاقب
په دې يو کيلو واټه دستګاه نږدې پېنځه مېليونه افغانۍ لګښت راغلی ،چې تر ۵۰ کيلو مترو به د ملي ټلوېزيون خپرونې ريلي کوي .
د پکتيا ملي راډيو ټلوېزيون امر عاشق الله اخلاص يار وويل ، چې ددې دستګاه په پرانیستنې سره به د هېواد د ملي ټلوېزيون خپرونې د څمکنيو او ډنډې پټان ولسوالۍ سربېره د ګاونډې هېواد پاکستان د کورمې ايجنسې تر پاراچنار او د سرحد شاوخوا سېمو ته هم ورسيږي .


اخلاص يار زياته کړه ، چې نصب شوې دستګاه هره ورځ د ماښام له ۶څخه د شپې تر ۱۱ بجو پورې په ساده انتن د پېنځو ساعتو دپاره خپرونې کوي او په پام کې لري ، چې د خپرونو وخت يې زيات کړي .
نوموړي دا هم وويل ، چې په راتلونکې کال کې به د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې هم ورته دستګاه نصب کړي او په زرګونو کسانو ته به د ملي ټلوېزيون د اورېدو زمينې برابرې شي .
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد شفا مشفق د ډنډې پټان د سرحدي سېمو او د پاکستان هغې غاړې د صدې او پاراچنار سېمو اوسيدونکو ته د دغې دستګاه درول اړين وبلل او زياته يې کړه ، چې په دې سره به د قبائیلي سېمو اوسيدونکو ته د مالوماتو د خپرېدو زميني برابرې شي .
هغه زياته کړه ، چې د دغه دستګاه له لارې افغان دولت کولی شي ، چې په اسانې سره د قبائيلي سېمو اوسيدونکو سره اړيکې ټينګې کړي او هغوی ته د مينې ، يوالي او وروروالۍ پيغام وليږدوي .
بلې خوا ته د څمکنيو ولسوالۍ اوسيدونکي د ملي ټلوېزيون د نشراتو په اورېدو خوښ دي او وايي ، چې دا لومړۍ ځل دی ، چې په ساده انتن د هېواد يوه ټلوېزيون ته لاس رسۍ مومي .
دوئ د نورو رسنيو له مشرانو هم د ورته اقدام غوښتنه کوي .
د پکتيا مرکز ګردېز په شاوخوا سېمو کې دا مهال د افغانستان د ملي ټلوېزيون په ګډون ټولټال څلور تصويري رسنۍ په ساده انتن اورېدل کيږي ، خو څمکني د پکتيا هغه ولسوالي ده ، چې د ملي ټلوېزيون پرته په کې يوه رسنۍ هم په ساده انتن نه نيول کيږي .
د يادو سېمو اوسيدونکي د ملي ټلوېزيون د خپرونو د ريلي کولو دستګاه درول يو ګټور کار بولي او وايي ، چې په دې سره به خلک له دولت سره لا نږدې شي .

لوستل شوی 153 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي