تاوان

اسدالله غيرت / پکتيا
دا يو سخت غوسه ده، شونډې چيچي، د فکر په بوړي ناست دی، کله کله خپل تندي ته څپېړه ورکړي، د ي، سوړ اوسويلي په بدرګه يې له خولې دا جمله ووزي، چې زما سپېره تنديه مات شي، دا ځکه چې په تجارت کې غريب تاواني شوی دی.


هغه بل چې زړغونځي (جلغوزي)اخيستي وو، يو ناڅاپه بيه پرې راولوېده، سخت تاوان يې وکړ، له ډېر غوسې نه له چا سره خبرې هم نه کوي، کله چې کورته لاړ شي، لکه ليونی د خپل تاوان غوسه د ماشومانو په وهلو سړوي.
خو تر اوسه پورې ما داسې کس ونه ليده چې ټول ژوند يې په عيش و عشرت، د دنيا سره مينه، غلا، د پرديو په ځورونه او بې دينۍ کې تېر کړی وي او ويلي وي، چې د آخرت تاوان مې وکړ او د همدې تاوان په خفګان کې يې يوه اوښکه له سترګو بوټه شوي وي، او يوه شېبه د فکر څنډلي ته ناست وي.

لوستل شوی 235 ځله