د مینه ناک انسان مړینه لا دردونکې وي

امیرجان احمدزی
ګور که د آرام بستـر وي زه هم پسـرليه اوس
څو وخته آرام ته له یو ډېر ستړي مزله راغلم
استاد پسرلی
نوم یې حبیب الرحمن وو، خو ټولو (لویو او وړو) له مینې ابک او حبیب ابک باله. ابک له ونې لوړ او له وجوده

ډنګر وو. مینه ناک او سپین زړی انسان وو. کمیني، رښتینولي او خاکساري یې د شخصیت مهمې ځانګړنې وې. نرم چلند او د خبرو موسک انداز یې له نورو بېل وو.
د زمان ناخوالو او محرومیتونو ابک له زده کړې او ښوونځي بې برخې کړ، خو له خپلې کورنۍ، چاپیریال او ټولنې څخه یې د باعزته ژوند کولو ګڼ اصول زده کړل. د فقیرۍ او ملنګۍ ژوند یې اختیار کړ. له خپل کارسره یې کار درلود.
حبیب الرحمن له زده کړې سره بې کچې مینه لرله، لوستو خلکو ته یې فوق العاده درناوی درلود. په ډېر درناوي به یې یادول. تعلیم یې رڼایي بلله. د زده کړې د ارزښت خبره به یې چې کوله، نو خپل ځان به یې مثال راوړ، ویل به یې، دا موږ وګوره، سر او کال ستړي او سرګردانه، خو یوه نه دوه کېږي، بیا به یې ژر وویل، په دې حال هم شکر، له دې بدتر دې نه وي.
ابک په کډوالۍ، عاجزۍ او غریبۍ کې په خپلو دوو زامنو پوهنتون ولوست. دریم زوی او لوڼې یې په ښوونځي کې دی. ابک نالوستی وو، خو تر ډېرو لوستو سرخلاصی وو. د اولادونو حقونو او فردي ازادیو ته یې نه یوازې درناوی درلود، بلکې په ټوله مانا یې د هغوی حقونه او ازادۍ رعایتولې. اولادونه او ماشومان به یې په دلاساینه او خوښۍ سمې لارې او چارې ته هڅول.
په تنکۍ زلمیتابه کې یې د مور غم او د کډوالۍ بې خوندي وڅکله. د وطندوستۍ د مینې او احساس له مخې یې د شورویانو پر ضد وسله وال جهاد کې عملاً ونډه واخیسته. د جهاد د فریضې تر څنګ یې د خپلو همسنګرو او مجاهدو ملګرو خدمت هم وکړ. د شوروي له ماتې وروسته خپل عادي ژوند ته ور وګرځېد.
دهقاني یې وکړه، د وچې مېوې کاروبار او سوداګري یې وکړه. دا مهال د شاتو له مچیوسره مشغول وو. مچیو پورې یې ډېر زړه تړلی وو. څوځله مې په ټوکه کې د مچیو د خرڅولو ورته وویل، په خندا یې ویل، له بل کاره همدا مچۍ راته ښې دي. په مچیو کې یې مرض واخیست، ډاکټرانو د سرطان نوم پرې کېښود.
که مرګ بې اجله یا په سختۍ وای، نو ابک به لا د وخت مړ وای، ځکه حاجي ماما (مرحوم حاجي ګلروز) کیسه کوله چې له انقلاب دمخه کلونو کې سخت ناروغ شو. ډېرې شپې او ورځې یې نه خواړه وخوړل او نه یې خوله سره بېرته کوله. لوند مالوچ به یې په شونډو ورسولاوه، خو اوبه به یې په سخوښتو او زنې ور بهېدې. ډېر دم او دوا یې وکړه، خو اخر د غزني زیارتونه خدای ورته شفا او ثواب کړل.
میاشت وړاندې له مساپرۍ او مچیو څخه په رنځور حالت کې کورته راستون شو. د جمعې په لمانځه کې مې چې ولید رنګ یې زېړ تښتېدلی وو. له ستړي مشي وروسته مې وپوښت، رنځوري لکه چې ډېر زهیر کړې؟ په موسک انداز یې ځواب راکړ، ویل اوس د خدای فضل دی، ښه یم.
وروسته یې بیا کشري ورور (شېراحمد) په نهیلي انداز راته وویل، دعا ورته کوه، چې خدای پرې ورحمېږي.
ما ویل ولې؟
ویل، سرطان یې دی، ډاکټرانو ویل، له علاجه خبر تېره ده.
بېګا ماښام مې چې ولید سخت زهیر وو، له خبرو لوېدلی وو. سترګې یې نشوې غړولی. د ستوني له درده ناکراره وو، څو ځله یې د لاس غټه ګوته ور تېره کړه. زړه مې درد پرې وکړ، کرۍ شپه او نن ټوله ورځ مې سترګو سترګو ته کېده. ماسپښین مې یې ورور ته زنګ وکړ، ما ویل ، ګڼه ګوڼه ورته کمه کړئ،  چې په زحمت نشي.
لا ساعت نه وو تېر چې ټلیفون ته مې زنګ راغی. د ابک د مرګ زنګ وو، ځکه د اوکې تڼۍ له کېکاږلو سره یې وویل ابک عمر وباښه. هغه د تل لپاره له موږه جلا شو. اروا یې ښاده او یاد یې تاند.

لوستل شوی 236 ځله