د قدرشپه ، عظمت اوغوښتنې

لیکنه : استاذشهید سید قطب
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
په قرانکریم کې د قدر په سورت کې له هغې لویې اوبا عظمته شپې څخه یادونه شوی ، چې ټولو کایناتو ئې په خوښیۍ ، عبادت او دعا هرکلئ کوي ، هغه شپه د کایناتو د خالق او د ځمکې پرمخ د بشریت ترمنځ د وصال شپه وه ، هغه درسول الله صلی علیه وسلم پرسپیڅلی زړه باندې د قران دنزول شپه وه ، هغه د یوې لویې اوبا عظمته پیښې شپه وه ،
هغه پیښه چې د بشریت په لارښونه او رهنمایۍ کې یې د حقایقو لوری ته بدلون ورکړ او د انسانیت په ژوندانه کې د هغې مبارکې شپې لوی او لوړه اغیزه ساری نه لري . دا راز باعظمته او لویه شپه تر دې وړاندې ځمکې نه وه لیدلې .  دا هغه شپه ده چې انسانی فهم او ادراک ئې په  بشپړه اوکامله  توګه نه شي درک کولای . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ ) ژباړه : یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی دی ! او ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ، شپه د قدر غوره ده تر زرو میاشتو .
د قرانکریم په مبارکو آیاتونو کې دا شپه داسې انځورشوې : دا هغه شپه ده چې د نور وړانګې پکې هر لوری ته غوړیدلې وې ، پدې باعظمته شپه کې د الله تعالی د لطف ، محبت او رحمت نه ډک نور په ټولو کایناتو کې خور ؤ ،دا نورپه قرانکریم کې نغښتی تول بشریت ته لاره روښانه کوي ، ( انا انزلناه فى ليلة القدر) ژباړه : "یقینا موږ هغه د قدر په شپه کې نازل کړی " .
پدې شپه کې د ځمکې اوآسمان په منځ کې ملائیکې  تګ راتګ کوي ( تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ ) ژباړه : پدې شپه کې د الله تعالی په حکم او امر د الله تعالی هر امر ملائیکې او جبریل الامین ځمکې ته راوړي ، پدې شپه کې جبریل الامین د نورو ملائیکو سره ځکمې ته رانازلیږی تر څو د ځمکې خلک د دې شپې له فیض اوبرکت نه مستفیض کړي ، پدې شپه کې د ملائیکو او جبریل الامین د نور سره هغه نور چې په ټولو کایناتو کې غوړیدلی وي یوځای هر لوری ته خور وي ، او دا نور او روښنایي تر سپیده دم پوری جاري وي ،( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)  ژباړه : سر تر پای سلامتي او امان دی ! د سپیدو تر را ختو پورې  .
دا شپه چې د قدرپه سورت کې ورڅخه یادونه شوی وه په سورت دخان کې داسې انځور شوي :
(إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِين o فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ o  أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَo  رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ   ) ژباړه : " یقینا موږ هغه د فیض اوبرکت نه په ډکه شپه کې نازل کړی ، او موږ خبرداری ورکړی خلکو ته په نازلولو د دې قرآن ، په دې شپه کې ټول هغه حکیمانه او قاطع فیصلې زموږ په امر تر سره شوي ، بیشکه موږ رالیږی دي رسولان د سلام علیهم السلام اجمعین ، دا دې ستا د رب د رحمت پراساس شوی ، بیشکه هغه هر څه اوري ، اوپه هر څه عالم او دانا دی .  "
ټول پوهیږی چې د قدر شپه د روژې د مبارکو شپو څخه یوه مبارکه شپه ده ، څرنګه چې د البقره په سورت کې یادونه شوی ده . ( شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ) ژباړه :"  د روژې میاشت هغه میاشت ده چې نازل شوی پکې قرانکریم ، چې هدایت او لارښونه ده لپاره دخلکو ، او دلیلونه او احکامات دي ښکاره د لارښونه لپاره او د حق اوباطل تر منځ د توپیرلپاره  ". يعني پدې شپه کې پررسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د قران نزول پیل شوی دی ، ترڅو هغه خلكو ته ورسوي  .
د ابن اسحاق د روایت پر بنسټ پررسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د روژې په مبارکه میاشت کې تر ټولو وړاندې لومړی د سورت علق د ابتدایی څو آیاتونو وحی نازله شوی ده ، کوم مهال چې دی مبارک د حرا په غار کې د عبادت لپاره خلوت اختیار کړی و .
دا کومه شپه ده ؟ :
په دې اړه متعدد روایتونه موجود دی ، د ځینو روایتونو پر بنسټ د روژې ۲۷ د قدر شپه بلل شوی ده ، اوپه ځینو کې ۲۱ ته اشاره شوی ده ، اوځینو نورو روایتونو هغه د روژې په آخر لسو شپو کې ټاکلی ده ، او داسې نور روایتونه هم شته چې دټولې مبارکې میاشتې د شپونه په یوه شپه دلالت کوي ، په هر حال راجحترین قول تر ټولو دا دی چې دا شپه د روژې د مبارکوشپوڅخه یوه شپه ده .
د دې شپې نوم ولې د قدر شپه دی ؟ :
یو مفهوم ئې د بندګانو د تقدیرټاکل او د چارو د تدبیر څخه مراد دی ، اوبل مفهوم ئې منزلت ،مقام او ارزښت دی ، دواړه مفهومونه د دې پیښې د عظمت ( قرآن ،وحی او رسالت ) اړوند سم دي  ، د بندګانو د تقدیر اوتدبیر د ټاکلو اړوند د دې شپې تر پيښې بله لویه پيښه کایناتو نه ده لیدلی او نه به ئې وویني .
دقدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده :
په قرانکریم کې د دې شپې نه یادونه پدې منظور نه ده چې د شمیرې ډیریښت ورنه مراد وې ، بلکه  د دې شپې د عبادت د اجر او ثواب ډیرښت مراد دی . د انسانانو په ژوندانه کې دا شپه تر زرهاوو شپو بهتره ده ، د انسانانو په ژوندانه کې په زرهاو شپې او کالونه د دې شپې د سعادت اوسوکالۍ په مقابله کې د پرتلې وړ ندي ، پدې شپه کې د بشریت په ژوندانه کې د مسرت او سعادت اړوند  ژور اثر او تحول را منځ ته شوی دی ، د دې شپې د حقیقي عظمت او لویۍ له پوره درکولو څخه انسانی عقل عاجز دی ،( وما ادراك ما ليلة القدر ) ته څه پوهیږی چې  څه ده شپه د قدر؟.
د دې شپې اړوند هغه افسانوي داستانونه چې په خلکو کې تیت او رواج شوی دی ، د دې شپې د عظمت سره هیڅ راز تړاو نه لري . دا شپه د دې لپاره ډیره برکتناکه او دعظمت نه ډکه ده چې د قرآن کریم د وحي د نزول لپاره غوره شوی ده ، هغه قرآن چې پکې عقیده ،فکر، قانون اود انسانانو دژوندانه  لپاره احکامات ، اصول او آداب راغلي دي ، هغه قرآن چې د انسانی وجدان سلامتي پرې پورې تړلی ده . او دا شپه د دې لپاره برکتناکه او دعظمت نه ډکه ده چې پدې شپه کې جبریل الامین د نورو ملایئکو سره د الله تعالی په امر د قران سره را نازل شوی دي ، او بیا ملائیکو د دې شپې د لمانځلو لپاره او د خوشحالۍ د اظهار لپاره د ځمکې او آسمان تر منځ ټوله شپه تګ را تګ کاوه  .   
نن چې موږ وروسته لدې اوږدې مودې څخه هغه شپه او لویه پیښه په خپل ذهن کې انځوروو، اوهڅه کوو د هغې لویې پيښې انځور چې مځکه ئې شاهده وه په خپل ذهن کې انځور کړو ، اوکله چې قرانکریم په خپل بلیغ او لوړ تعبیرهغې شپې ته اشاره کوی ،  ( ما ادراك ما ليلة القدر ) ته څه پوهیږي چې څه ده شپه د قدر ؟ ، لږ څه دا لویه پیښه درکولای شوو .  پدې شپه کې د ټولو حکیمانه چارو اړوند فیصله وشوه ، بدې شپه کې تقدیرونه ، بنیادونه او پیمانې وټاکل شول ، بدې شپه کې برسیره په دې د ملتونو ، نسلونو او حکومتونو تقدیرونه وټاکل شول ، او برعلاوه د دې په دې شپه کې د زړونو تقدیرونه وټاکل شول .
بشریت د خپل جهالت اوبدبختۍ پربنسټ د دې شپې د عظمت نه چې د قرآن کریم وحې پکې نازله شوی غافل دی ، او د دې جهالت پر اساس د الله تعالی له ډیرو نعمتونو اوبرکتونو څخه محروم دی ، د زړه د سلامتۍ له نعمت نه ، د کورنۍ د سلامتۍ له نعمت نه ، او په پای کې د ټولنې د سلامتۍ له نعمت نه چې اسلام خلکو ته په ارمغان راوړی دی .  هغه دروازې چې د مادیت د ارتقا او د ماده پرستانو د تمدن او تهذیب له کبله د بشریت پر مخ خلاصې شوی دی نه شی کولای د هغه الهی نعمتونو جوګه شي، چې الله تعال بشریت ته غوره کړی دي ، د مادی پرمختګ او علمی لاسته راوړنو سره سره نن بشریت د بدبختۍ او بدمرغۍ ښکار دی .
هغه مقدس اوسپیڅلی نور چې کله د انسان په روح کې وغوړیږی د انسان او الله تعالی رابطه برقراروي ، هغه نورنن په بشریت کې مړ شوی دی ، او هغه فیض او برکت چې  باید په زړونو کې ځای پرځای شي ، خلکو له لاسه ورکړی ، د روح نیکمرغي او سعادت پرته له هغه نور څخه چې د انسان او الله تعالی رابطه ټینګوی په بل شي کې میسر نه دي . موږ د ایمان او عقیدې خاوندان باید هغه د عظمت او برکت نه ډکه شپه هیره نه کړو ، زموږ سپیڅلی او ګران رسول صلی الله علیه وسلم د هغې  برکتناکه او دعظمت نه ډکې شپې یادول موږ ته په ساده او آسانه طریقه ښولي دي ، اوتر څو چې زموږ ارواح د هغې مبارکې شپې په عظمت پوری تړلې وي نو موږ باید هغه شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کړنلارې مطابق ولمانځو او هغه د روژې د مبارکې میاشتې په آخرو لسو شپو کې وپلټوو ، اوپدې شپو کې دالله تعالی عبادت ډیر کړو . په بخاری او مسلم کې روایت راغلي چې د قدر شپه د روژې په آخرو لسو شپوو کې وپلټۍ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : څوک چې د قدر په شپه کې د الله تعالی عبادت د ایمان او احتساب سره پرځای کړي ، تیرې ګناوې ئې بښل کیږي .
اسلام  ظاهری دودونو اورواجونو نه دی ، په همدې منظور رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدر د شپې اړوند فرمایلی دي :  پدې شپه کې عبادت باید دایمان او احتساب سره پرځآی شي ، ایمان دا دی چې موږد قدر دشپې اړوند هغه ارزښتناکه او دعظمت نه ډک ارزښتونه په خپل ذهن کې ولرو ، چې عبارت دي له دین ، ًوحې ، رسالت او قرآن څخه . او احتساب دا دی چې موږ خپل عبادت یوازی د الله تعالی د رضا لپاره په خالص نیت سره تر سره کوو . په دې صورت کې هغه حقیقت چې په دې باعظمته پیښې  پوری تړلی دی زموږ په زړه کې ژوندی کیدلای شي ، همدارنګه په قرانی احکامو پوری زموږ تړاو او تعلق حاصلیدلی شي .
د اسلام د روزنې نظام کفیل دی چې د عباداتو او وجدانی عقایدو تر منځ رابطه پیدا کړي ، او ایمانی ارزښتونه ژوندی وساتي .  هر کله چې ایمانی ارزښتونه د انسان دفکرپه کړۍ کې ژور شي اوپه زړه او دماغ کې ځای پرځای شي نوبیا عبادت د یوې وسیلې په توګه د الله تعالی د رضا د حاصلولو لپاره  انسان استعمالوي .  دا خبره ثابته شوی ده چې داسلام تربیوی نظام ایمانی ارزښتونه ژوندی ساتلی دی ، اودا ارزښتونه یې د انسان په عمل او زړه کې په خوځښت راوستي ،  د داسې دندې لپاره دا تر ټولو موزون ترین نظام دي .  او دا خبره هم ثابته شوی ده چې یوازی په علمي ډول  پرته له عمل او عبادت نه د دغو ارزښتونو منل ،دا ارزښتونه ژوندی نه شي ساتلی ، یعنی دا ارزښتونه باید په عملي ژوندانه کې را څرګند شي ، اونه هم کوم بل نظام پرته له اسلامی نظام نه پدې قادر دی چې دغه ارزښتونه په وګړی او ټولنه کې ژوندی وساتي ، او قوت ورکړي .
د قدر دشپې عظمت ، لویي او عبادت په دې شپه کې د ایمان او احتساب سره  پرته لدې اسلامی نظام نه چې د بشریت په تاریخ کې بشپړترین نظام پیژندل شوی بل نظام نه شي پرځای کولای .

لیکنه : استاذشهید سید قطب
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
لوستل شوی 113 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي