د افغان ننګ کابلی ډاکټر

د اجمل خټک د کتاب د افغان ننګ نه

زه د واه آرډيننس فيکټرۍ قبلې غاړې ته د لوۍ شاهي سرک په خوا کې په يو کلي کې ميلمه ووم- چې زه په کوم کټ کې ناست ووم ، نو د هغې وړاندې ددی ديرې (حجرې) ديوال و . ديوال ډير اوچت نه و ، نو باهر يوه دروازه لګيدلې وه - او په هغې ليک و (دوکتور ګلاب) - ما چې دا اولوستل نو ذهن ته مې دا خبره راغلله چې دا د دوکتور اصطلاح خو د افغانستان ده ، نو دا ګلاب ضرور افغانی دی

- ماسره کوربه ملک صيب ناست و - د هغه نه مې تپوس اوکړو - چې دا مخامخ کور د چا دی؟ هغه زر ځواب راکړو ، چې دا د يو کابلي ډاکټر دی - او دې سره د ډاکټر په صفتونو لګيا شو - ؛ خان صاب! دا ډاکټر نه دی ، په خوۍ خصلت فرښته ده ، او په دارو لقمان حکيم دی ، په خلۀ کې شات دي او په لاسو کې ېې شفا ده - د ډاکټر د متازۍ نه ېې خلاص کړي يو - چې دی راغلی دی نو دوا دارو ته څوک واه ته ځي ، نه ټيکسلا ته او نه پنډۍ ته - بلکه اوس خو د هغه ځايونو مريضان دلته دې ډاکټر ته راځي - ما د کوربه نه تپوس اوکړو چې ملک صيب! دا ډاکټر چيرته و او دلته څنګه راغی؟ کوربه په ځواب کې وېئل چې خان صاب! زه پنډۍ ته د زوۍ ملاقات ته روان ووم - ماښام ناوخته چې زموږ ويګن د پير ودايي اډې ته اورسيدو نو دلته زما په زړه حمله راغله ، او دې زړه مې دردونه او ټوپونه شورو کړل - زه په ډير هيبت ددې کشر زوي سره د ويګن نه کوز شوم ، اوهلته په اډه کې کټ پروت و ، په هغې کې اوغزيدم - مرګ راته مخامخ ولاړ و ، او وايم چې دغه دی لاړم - فريادونه مې کول او چغې مې ويستې - په دې وخت کې د خداېې فضل و، زما نيټه نه وه پوره ، دا ډاکټر هلته چيرته ولاړ و ، چې زما حالت ېې اوليدو ، نو زر راغلو ، او ما ته ېې يو ګلاس اوبو سره څه دارو راکړل ، چې هغه زما نس ته لاړل ، نو ورو ورو مې نس هوار شو - د زړه درزا مې کمه شوله او لږ ساعت پس جوړ شوم - ګنې مړ ووم - ددې مسافر هم څه ځاېې ځاېږی نه و معلوم ، او په ما ېې دومره احسان اوکړو نو ما په ډيرو منتونو رضا کړو او ځان سره مې دلته راوستو - دوکان مې ورته جوړ کړو ، برکت او قسمت دده خپل دی ، لږو ورځو کې مشهور شو او دلته پاتې شو -


د کوربه په خبرو زما تلوسه زياته شوه - چې زر د ډاکټر ګلاب اووينم - چې دا څوک دی - نو کوربه ته مې اووېل چې زه دا ډاکټر ليدل غواړم- هغه ځواب راکړ چې ته کيښنه ،زه ورپسې سړی ليږم ، اوس به راشي او ستا به ډير خوښ شي ، ډير خوږ سړی دی خو ما ورته وېل چې نه! زه خپله ورځم - او دی سره ورپاڅيدم- کوربه هم راسره روان شو - هم هلته نزدې يو څو دوکانونه و ، په هغې کې يوه د ډاکټر شفاخانه هم وه - ډاکټر د لس دولسو زړو ، وړو ، نارينه او زنانه مريضانو مينځ کې ناست دی ، په اشارو يو بوډا مريض ته د دوا د استعمال چل ښايي - چې ما اوليدو نو سره ددې چې ږيره ېې پريښودې وه ، او لام لباس ېې هم بدل و ، خو ما د پوزې او سترګو نه اوپيژندو چې دا خو د کابل د چار صد بستر متخصص ډاکټر کرنيل ------- دی - او د پيژندو سره مې پرې آواز اوکړو ، وه کرنيل صيب! دا ته!! هغه سترګې راپورته کړې او يوه لحظه ېې ماته اوکتل او وېوېل ((هو ، دا زه )) او راپاڅيدو ، جوړ تازه مو اوکړل او يو بل سره غاړه وتو -


دې وخت کې ما ته هغه منظرې رامخکې شوې چې دې کرنيل صيب ته به وزيران او ريئسان محتاج و - خارجي معتبرو به په خپلو ډاکټرانو علاج نه کولو ، په ده به ېې کولو - چې د ملک رئيس ته به تکليف پيدا شو ، نو دی به ېې بللو - او يو ځل د اختر په ورځ چې ارګ کې د ټول افغانستان حکمرانان (وزيران ، جرنيلان او معتبران) ناست وو ، او دا ډاکټر رامخامخ شو ، نو ټولو دده د مهارت او خدمت صفتونه کول او نن دا دی په يوه خيرنه کرسۍ ناست دی - څوک ورته دوه روپۍ لاس کې کيږدي او څوک پينځه او څوک لس ، او دی ورته تشکر اووايي او بيا ېې په پردۍ ژبه د دوا په استعمال او پرهيز پوهوي -


ډاکټر چې د مريضانو نه فارغ شو نو ماسره هغه ديرې ته راغلو - او ډير ساعت ېې ماسره خبرې کولې - ما تبر وختونه او زاړه ملګري رايادول ، ولې ډاکټر خبره اخوا ديخوا کوله -د تير وخت يادولو په لور نه راتللو - او چې ما بيا بيا دلته د راتلو تپوسونه اوکړل نو هيڅ ځواب ته تيار نه شو - ولې چې ما ورته اووېل چې ډاکټر صيب! ته ولې خبره اخوا ديخوا کوی؟ په دې حالاتو کې خو ستا څه کمزوري نشته - نو هر څنګه چې دی ، نو د يو بل نه به تپوس خو کوو - نو په دې خبره هغه لږ ببر غوندې شو - او وېوېل چې په زخمونو به مالګې نه دوړوو - خپه کيږه مه ، د پښتنو تپوس داسې وي ؟ او بيا مسکی شو - او وېويل ، تپوس! خپه نه شې ، ته هم د پردي ملک صيب په کټ کې ناست ېې او زه هم دهغه ملک په کټ کې ناست يم - او يو د بل نه تپوس کوو - ته اووايه ، دا د پښتو تپوس داسې وي؟


ما سره د ډاکټر ددې خبرې ځواب نه و ، نو غلی شوم - او فکرونو واخستم نو ډاکټر راته په اوږه لاس کيښودو ، او وېوېل چې حال؟. حال پوښتې؟ کوم حال؟ دچا حال؟ خفه کيږه مه ، د هغه وزير اکبر خان مينې حال چې ته پکې د پښتني مشر په حيث اوسيدې او نن ېې دا حال دی چې د پښتنو حيا او ناموس پکې محفوظ نه دی؟ د هغه کور حال درته اووايم چې ستا ، زما او د پښتنو د بابا باچا خان به پکې د انګورو د غنچو او دګلونو د وږمو لاندې ناست و ، د احمد شاه بابا د هيواد غم به ېې کولو ، او چې په اخر ځل ترې روانيدو نو يوه جوړه د خړې خامتا جامې ، يو څادر او دوه د کپړې ټوپۍ ېې په المارۍ کې بند کړې او چابي ېې خير بخش مري ته ورکړه چې دا امانت به ته ساتې ، او نن هغه کور په بمونو داسې والوتلو چې اوس خالي ميدان دی ، او د پښتنو د بابا ټوپۍ ، څادر او جامې يا په هور کې اوسوزيدې او يا ټوټه ټوټه ، ريښه ريښه د کور په خاورو ايرو کې لوغړيږي - کۀ د هغه کارتۀ سه حال درته اووايم چې تا سره په بنګله کې هر ماښام د افغانانو سياست مدارانو ، وزيرانو او جرنيلانو ميلې جوړيدې او نن ېې دا حال و چې هر کور کې مور د لور د پاسه ، پلار د زوي د پاسه ، ماشوم د مشر د پاسه مړه او حلال پراتۀ و ، او د جنازې ېې څوک نه و - کۀ د هغه ميکرويان حال درته اووايم چې موږ او تاسو به پکې د ټول هيواد د آبادۍ ، خوشالۍ ، سيالۍ او عزت صلاح ګانې کولې او نن د هغې د بام د چت نه پيغلې ځان راغورزوي او ځان وژني چې حيا او ناموس اوساتي - کۀ د هغه کارته ماموران حال درته اووايم چې موږ به د جمعې په ورځ هلته د استاذ کره جمعه کوله او څه لوې لوې منصوبې به مو جوړولې - او نن هلته د نارينه و په لاسونو او سرونو ميخونه وهلې شول او د زنانه و سينې پريکيدلې - که د خپل چار صد بستر حال درته اووايم چې هم د مريضانو لپاره باغ و او هم شفاخانه او هم د خوند او رنګ ځاېې ، نن هلته په برمو سورۍ شوې سينې ، په چړو مسخ شوې څهرې ، د هور په سرو سيخونو ړندې شوې سترګې ، تالا شوی عزت ، لوټ شوی ناموس راځي - يا مړي دي او لا د مړو غوښې دي يا وينې دي


ډاکټر چې له دې ګرمو جذباتو او زخمي غيرت خبرې اوکړې ، نو ما نور د اوريدلو توان اونه لرلو او ورته مې اووېل ، ډاکټر صيب! بس ، بس ، نور مې مه ژړوه - ډاکټر صيب نور هم را اوپاريدو او په يوه ساه داسې لګيا شو ؛ پريږده چې په ژړا عادت شوی ښه اوژاړي - وينې خو لکه د لښتو اوبهيدلې ، چې اوښکلې هم لکه د سيندونو روانې شي - موږه اودۀ يو ، اودۀ لا ښه وي ، موږه مړه يو - مړي په هيڅ نه راپاڅي ، خوکۀ دا ژوندي مړي چې په رګونو کې د ژوندو نيکونو وينه لري ، کاش ! چې دوۍ راپاڅي - ما بيا ډاکټر ته اووېل چې بس ، بس او د هغه د پام بدلولو لپاره ما د هغه نه تپوس اوکړو چې ډاکټر صيب! دا ملک صيب دې څنګه د مرګ نه اوساتلو؟


ډاکټر صيب اخر چې ډاکټر و ، نو د جذباتو په طوفان کې موسکی غوندې شو او وېوېل چې ښه ده ، د نور حال تپوس نه کوې - او توجه مې بدلول غواړې نو ډيره ښه ده ، اوس دا بله واوره - قيصه داسې وه چې په ملک صيب د زړه حمله نه وه راغلې ، د معدې بخار (ګيس) ېې زيات شوی و ، چې ما اوليدو چې په کټ کې پروت دی ، چغې اوباسي او په معده لاس وهي او وايي چې مړ شوم ، نو زه پوهـ شوم چې درد ېې په معده کې دی ، تاته معلومه ده چې زه خو د زړه د مرضونو متخصص يم ، نو ما ېې زر زر نبض اوکتو ، په زړه مې ورته غوږ کېښودو ، په لاس مې ېې د زړه حرکات معلوم کړل - زړه ېې بېخي سم دم روان وو ، نو زر ورغلم او د مخامخ دوا فروش نه مې يو څو د سوډامنټ ګولۍ راواخستې او د يو ګلاس اوبو سره مې ده ته ورکړلې - په هغې دې ښه شو ولې دی اوس هم وايي چې په ده د زړه دوره راغلې وه - ددې نه پس ما تپوس اوکړو چې ډاکټر صيب! دلته څنګه محسوسوې؟ ډاکټر صيب راته پوره بيان داسې شورو کړ چې مختصر حال ېې داسې دی -


د چار صد بستر اسپتال د حملې نه پس ډاکټر صيب افغانستان کې نه شو پاتې کيدلی ، نو د يوې ماندينې ، او يو ماشوم زوي سره د کابل نه پټ را اووتو ، څه پياده ، څه سورلۍ ، څه څه ، څه څه ، اخر کرمې ته ېې ځان را اورسولو ، دلته په سده کې دده د ماندينې خيلخانه اوسيده ، هغوۍ سره راغی او هلته نه ېې د خپلو عزيزانو سره په اسټرليا کې رابطه اوکړه ، هغوۍ ورته د اسټرليا د پاره ويزه را اوليږله ، نو ډاکټر صيب اولاد په سده کې پريښود او د ويزې پاسپورټ دپاره اسلام آباد ته روان شو - د خرڅ لپاره ېې د خپلې ښځې ګاڼې (زيورات) او خپله ګړۍ خرڅه کړله ، د ټکټ وغيره لپاره ېې پيسې د ځان سره راواخستې ، چې اټک ته اورسيدو نو دلته پوليس اونيولو -خو ده په دوه سوه روپۍ ترې نه ځان خلاص کړو - ډاکټر صيب ښکلی سفيد پوش سړی و ، نو د چيرته نه چا ګنډکپ (کيسه بر) په نظر کې اخستی دی او د ويګن په رش کې ېې ترينه جيب وهلی دی ، چې دی د پنډۍ په پيربدايي اډه کې کوز شوی دی او په جيب ېې لاس وهلی دی نو ټول رقم او کاغذات ترې نه چا ايستي و - ډاکټر صيب تش لاس ، تش جيب ، حيران رديان ولاړ دی ، په دې کې ورته د موټرانو د اډې مشر ځدراڼ خيال شوی دی - هغه خيال کړی دی چې دا مهاجر ولې داسې ولاړ دی؟ نو راغلی دی او تپوس ېې ترينه کړی دی - ډاکټر ورته ټول حال وېلی دی نو ځدراڼ ورته تسلي ورکړې ده ، چې هيڅ فکر مه کوه ، دلته کې اډه کې شپه تيروه ، اوښيار سړی معلوميږې ، د شپې د بسونو او ويګنو څوکيداري کوه ، چې څوک بم کې نه ږدي - پنځوست روپۍ ورځ به اخلې - په هغې ګوزاره کوه - او د اسټرليا سفارت ته ورشه ، ټول حال ورته اووايه - که هغوۍ درسره څه اوکړي ، بيا هغه شان کوه - ګنې چې څومره موده دلته ېې نو پنځوس روپۍ اخله ، چې څه وخت دې کار اوشي ، يا اونه شي ، نو ستا خوښه چې چيرته ځی ، نو ځه -


ډاکټر صيب له دې نه پس شپه په اډه کې تيروله او د ورځې به د اسټرليا سفارت خانې ته ورتللو - هغه سفارت خانې يوه مياشت اوکړولو ولې ده کار اونه شو - ځکه چې دده سره څه سند نه و ، او هغه چې وو نو هغه خو جيب تراش وهلي وو - اخر چې دی د سفارت خانې نه مايوس شو او واپس سدې ته د تللو اراده ېې اوکړله ، پهد ې کې پرې ملک صيب پيښ شو او هغه د ځان سره راوستلو -


ډاکټر صيب ته خو دنيا تور تم شوې وه ، چې دلته ېې کار روان شو نو فيصله ېې اوکړه چې تر څو په افغانستان کې امن نه وي راغلی ، يا واپس تګ نشي کيدی نو هم دلته به د ملک صيب سره وي ، همدغه وه چې لږ ورځو کې ېې پيسې پيدا کړې نو سدې ته لاړ ، بال بچ ېې هم دلته راوستۀ . اوس ډاکټر صيب د بال بچ سره دلته اوسي اوښې پيسې ګټي . ملک صيب وايي چې ددې نه به ېې هم زياتې پيداکولی خو دی د غريبانو نه فيس نه اخلي او چې د چانه اخلي نو چا ته دا نه وايي چې دومره راکړه ، خو چې چا څومره ورکړې ، دی ېې په شکريه قبولې کړي -


کوربه (ملک صيب) زموږ خبرې په ډير غور اوريدې ، چې پوهـ شو چې خبرې خلاصې شوې نو ما ته ېې مخ راواړولو او راته ېې اوېل چې خان صاْب! ته زما او د ډاکټر په مينځ کې فيصله اوکړه ، څه فيصله؟ هغه ځواب راکړو چې موږ ددې کلي او علاقې مشرانو فيصله کړيده چې دا ډاکټر صيب واپس افغانستان ته نه پريږدو ، دلته ورته اسپتال جوړوو ، ښه بنګله جوړوو ، او دومره ښه کار به ېې روان شي چې مزې به کوي ، خو دی راته وايي چې دا خو خواري ده ، که بادشاهي هم وي نو د خپل وطن د فقيرۍ نه به ېې زار کړم - دلته ډاکټر صيب را اودانګل ، وېل ېې چې زه ورته د احمد شاه بابا دا شعر وايم چې


د ډهلي تخت هيروومه چې راياد کړم ------ زه د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه


ما چې دا واوريدل نو ډاکټر صيب ته مخاطب شوم ؛ ډاکټر صيب! دا ځاېې خو د مارګلې نه دې خوا دی ؛ په دې اوريدو ډاکټر صيب بيا تک سور شو ، او وېوېل : څه دې اووې؟ مارګله؟؟ خپه نه شی ، د مارګلې په خبرو دې کابل کې هم زموږ جذبات رالړزولي دي ، مشران متل کوي چې ؛ کارغه تر ځاېې تير شو، هسې کران کران کوي ، خپه نه شۍ ، سترګې اوغړوۍ ، دا حال مو څه دی؟ څه درسره اوشول! څه درسره کيږي ؟ څه شوي! څه کوۍ؟ خپه نه شۍ ، کلي کې ېې څوک پيژني نه ، او وايي وسله مې د ملک کره کيږده ؛ . چې ډاکټر صيب خولۀ په دې ډول بيا پرانيسته نو زه پوهـ شوم چې دده د ننګ جذبات مې بيا را اوپارول ، نو ورته شورو کيدم ؛ کرنيل صيب! خبره داسې ده ، چې هغه زما د خلې نه خبره واخسته او داسې لګيا شو ؛ کرنيل ، جرنيل په افغانستان کې پاتې شو ، دلته کابلی ډاکټر يم ، خپه کيږه مه ، زړې خبرې مه کوۍ ، نن اوګورۍ ، ښه اوګورۍ ، چې دا څه حال دی؟ تاسو لا هغسې په مارګله مارګله چغو مست ېې ، چې نه پوهيږۍ ، څه درسره اوشول او څه درسره کيږي؟ آسمان ته مه ګورۍ ، د خپلو پښو لاندې مزکې نه ځان خبر کړۍ - خپه شۍ ، تاسو په چيغو مست ېې ، او په کور مو چغې اوشوی - عفوه غواړم ، خپه نه شی ، د مارګلې کنډاؤ ته مو سترګې اووتې او چې کندهار کنډر کنډر شو ، نو هغه مو سترګو کې نه غړيږي ،بيا عفوه غواړم خپه نه شې ، خوبونو ته ټوپونه وهۍ ، او چې په ويښه درسره څه کيږي ، په هغې نه پوهيږۍ - زما د مور باهو ، چيرې به وو - خو نن مې د خور د سر شال تار تار شو - در په در ګرځي ، فکر اوکړۍ ، چې څه وېۍ او څه شوۍ او څه واۍ او لا هغسې څه کوۍ!! د ميرويس مقبره ، کورنو او باهرنو ګورګينانو په سپيرو قدمونو اوشرموله ، د لوۍ احمد شاه بابا د مزار ګنبت او د قبر غلاف په ګولو سوری سوری پروت دی ، د غازي امان الله خان د استقلال مناره د يلغرګرو د لاسه په وينو اولمبولی شوه ، د تاريخ انغري ساړه ، د غازيانو قلاګانې ورانې ، د درنو ټبرونو عزتونه لوټ ، د ميړنو خونې تالا ، د سپين ګيرو ږيرې اوشوکيدې ، د ميرمنو پڼوني بازارونو کې خرڅ شول ، د زلمو د وادۀ په شالونو او د غزا په شملو غليمانو ناوله پوزې پاکې کړې ، د پيغلو خويئندو غنچې غنچې څڼـې په خاورو کې راښکلی شوې ، او څه اونه شول؟ څه نور پاتې دي؟ چې اوشي؟!















 

لوستل شوی 239 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 دلو 1388 20:15