افغانستان د اور په لیکه

انجنیر ارشد نور

افغانستان د مرکزی اسیا یو د هغو هیوادونو څخه دې په کومو کې چې د څو لسیزو نه اور بل دی، خو د نورو هیوادونو سره دا توپیر لری چې په نورو هیوادونو کې اور د وخت په تیریدو سره کم یا ختمیږی او شوی، مګر افغانستان کې د وخت په تیریدو سره اور(جنګ او جګړه) ورځ تر بله زیاتیږی، او بله د حیرانتیا خبره خو دا ده چې ټول وګړی یی د جنګ څخه نفرت کوی او سوله غواړی، مګر بیا هم د هیواد حالات د وګړو د زړونو برعکس دی .
په افغانسنان کې د امن نه راتللو څو سببه دی، زه غواړم چې د هغوی څخه ځینې په لاندی ډول بیان کړو .

۱: د افغانستان موقیعیت د جنګ او جګړی یو د لویو سببونو څخه شمیرل کیږی، هغه داسې چې که چیرته مونږ تاریخ ته وګورو نو د تاریخ په صفحو کې دا څرګندیږی چې په تیروختونو کې افغانستان د وریښمو د تجارت یوه لویه لاره و، نه صرف لاره بلکې څلورلاری وه، او د همدی کبله پرافغانستان بار بار حملی کیدلی ترڅو دا څلور لاری ونیول شی او د وریښمو کاروانونه لوټ کړای شی.
په همدی ډول اوس هم افغانستان د تیلو او ګازو د پایپ لاینونو څلور لاری ده او د همدی له امله هر هیواد کوښښ کوی چې یا خو دا لاره ونیسې ترڅو په هغو هیوادونو چې د دوې د ګټو سره یی ګټې ټکر کوی پرهغوی دا لاره بنده کړی، او یا هم دا لاره نا ارامه وساتې ترڅو د ګازو او تیلو د پیپ لاینونو د غزیدو مخه ونیول شی .

۲: د افغانستان څخه ګیرچاپیر ټول اتومې هیوادونه چې اوس پکې ایران هم شاملیدونکې دی پراته دی، که چیری د دې ټولو اتومې هیوادونو ترمینځ روابط ښه وی او هر اړخیزی اړیکې یو له بل سره ولری، نو د راتلونکې لپاره دا سیمه د (Super Powers ) یا د لویو طاقتونو سیمه جوړیدلای شی، او د بلی خوا د افغانستان ترڅنک چین ، روسیه او ایران چې د ټولو اقتصاد ورځ پر ورځ وده کوی، او ددوی څخه چین تقریبا د ټولی نړی د بازارونو اتیا په سلو کې برخه نیولی، نو که چیری افغانستان ونیول شی یا دلته دایمې اډی جوړی کړلای شی، نو د یوی خوا نه به د دې هیوادونو په ټولو اړیکو اسانې سره نظر وساتلی شی او د بلی خوا د همدی سیمې نه په اسانې سره کیدلای شی چې د دې ټولو هیوادونو ارتباطات خراب کړی شی، اوهم که چیری دا څلور لاری د چین ، روسیه او ایران لپاره وتړلی شی، نو ددوی اقتصاد ته به هم یوه کافی اندازه ضربه ورکړل شی . چې اوږد محاله نتیجه به یی دا راووځې چې د اوس نه به د دې سیمې څخه د راجګیدونکو لویو قوتونو سر پری کړای شي . او د راتلونکې لپاره به د یوی لوی خطری نه وژغورلی شی .

۳: دریم لوی سبب د دې سیمې د نا ارامه کیدلو دا دې چې د نړی د ګوتو په شمیر په هغو سیمو کې افغانستان راځې چا چې تر اوسه خپل قدرتې زخایر ندی راویستلی او خام مواد یی لا خام پاتې دې، حتې تر اوسه یی د دې قدرتې زخایرو لویو برخوته ګوتې هم ندی وروړل شوی . خو بیا که نوری نړی ته یا مخ پرودی هیوادونو ته وکتل شی نو تقریبا هغوی خپل ټول قدرتې زخایر یا خو ختم کړی او یا هم مخ په ختمیدو دی، نو هغوی چې ددې مشکل سره مخامخ شوی اوس غواړی چې که په زور وی او که په رضا باید د نورو هیوادونو څخه خام مواد ترلاسه کړی، او د راتلونکې لپاره یی زخیره کړی، چې د افغانستان پشان یو جنګ زپلی هیواد ورته د یو تیار خور دسرتخوان نه کم ندی . ځکه که چیری په زور ونه کړای شی په رشوت او بډو خو ضرور کوله شی چې په ډیر لږ قیمت د دې هیواد د ټولو زخایرو ټیکه واخستل شی، او بلاخیر دا د قدرتې نعمتونو څخه ډکه سیمه په خپل کور کې تشه کړی . د یادونې وړ ده چې د یوی سروی له مخې دافغانستان اوسنې دولت په نړی کې په رشوت او بډو اخستنو کې دویم ځای لری، چې دا د خامو موادو د وړولو یا ترلاسه کولو لپاره یو ښه سبب جوړیدلای شی .

۴: د افغانستان د نا ارامې څلورم لوی سبب د ګاونډیانو لاسوهنه ده، او د خفګان وړ خو دا ده چې ټول ګاونډیان یی په لاس وهنه بوخت دی، چې زه یی ښه مثال د ایران، روسیه،چین او پاکستان ورکولی شم خو اوس د افسوس وړ دا هم ده چې د دې هیوادونو ترڅنګ هندوستان هم په لاسوهنه کې پوره پوره ونډه اخلی .
- ایران د پانې ایرانیزم په فلسفه کار کوی او غواړی چې په راتلونکې کې د دې سیمي یو لوی قوت جوړ شی او د دې لپاره هغوی غواړی چې ټول فارسی ژبی هیوادونه د ځان سره یو ځای کړی، تر څو په راتلونکې کې د مثلث په ډول یو لوی ایران جوړ کړی چې افغانستان او تاجکستان به هم په دی لوی ایران کې موجود وی . خو ددې پلان د عملی کولو څخه مخکې باید د افغانستان دری ژبه په پوره توګه په ایراني فارسي تبدیله کړای شی، چی تر ډیره حده یی دا کار کړی هم دې، او خپل ټول کوښښ کوی چې افغاني کولتور او دودونه د ایراني فرهنګ او دودونو تر اغیزې لاندی راولی او د دې لپاره هغوی د دوو لارو نه کار اخلی چې یوه یی مذهبي ده او بله یی هم سیاسي ده یعنی نه یواځې دا چې سیاسي لیډران د خپلو ګټو لپاره کاروی بلکې د مذهبی رهبرانو څخه هم فایده ترلاسه کوی .

- روسیه په دی ویره کې ده چې باید د راتلونکې لپاره په افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ نشي چې د غرب چې د روسیی د ګټو دایمي دوښمنان دی، د لاس لاندی وی یا د هغوی په اشاره کار وکړی، او د همدی ویری له امله ټولی هغه کړۍ چې په پټه او ښکاره د دولت ضد دی او یا هم د غرب سره ورانې دی تقوی کوی او ورسره مرسته کوی، او غوښتنه تری کوی چې مرکزی دولت په هر صورت چې کیږی کمزوری کړی ترڅو په راتلونکو دولتونو باندی د اوسنې دولت اثرات پاتې نشي .

- پاکستان سره ترټولو لویه ویره دا ده چې هغه سیمي چې د انګلیسانو په وخت کې د افغانستان څخه جلا کړای شوی وی، که چیری په افغانستان کې یو سم حکومت رامینځ ته شی، نو هغوی به تری د دې سیمو د بیرته اخستلو غوښتنه یا کوښښ وکړی او د همدی ویری له امله د روسیی پشان ټولی کړۍ تقوی کوی . خو اوس ورسره صرف دا ویره نده چې په لاس ورغلی سیمې به تری بیرته لاړی شی بلکې دشمالی ټلوالې پرمخونو د هندوستان عکسونه هم ویني، او ویره لری چې داسې نه چې هندوستان ورسره دوه طرفه لوبه شروع کړی چې ترډیره حده یی شروع کړی هم ده.

- بل هیواد چې که څه هم د افغانستان نږدی ګاونډی ندی خو بیا هم افغانستان دخپل ځان لپاره استعمالوی هغه هندوستان دی.
ویل کیږی چې تکړه سیاست دانان هغه وی چې د خپلو سرحدونو څخه جنګونه د نورو سرحدونو ته ویسی او خپلي ګټې په نورو لاسته راوړی، هند هم همداسې کوی .
د هندوستان ددولت ترټولو ستر ارمان د پاکستان کمزوری کول دی، چې د کمزوری کولو نه وروسته هغوی بیا په اسانې سره کوله شی چې خپلی ګټې په دې سیمه کې ترلاسه کړی چې هغه کشمیر دی، خو هغوی په یو طرفه جګړه نشی کوله چې داګټې ترلاسه کړی،نو د همدی لامله یی اوس یو نوی محاذ په افغانستان کې خلاص کړ او د هغی لاری څخه دا کوښښ کوی چې په پاکستان کې په ښکاره او پټه لاسوهنه وکړی. او هم کوښښ کوی چې افغان دولت د پاکستان پرضد وکاروی او په دې طریقه د خپل سرحد څخه وکولی شی چې یو څه بوج کم کړی او د خپل سرحد جګړه د افغانستان سرحداتو ته راوړی، مګر که مونږ وګورو نو هندوستان دا کار په افغانستان کې د شمالی ټلوالی په لاس کوی او هغوی غواړی چې دا ټلواله تل په مرکزی دولت کې پوره ونډه ولری خو بیا که چیرته وګورو نو ددې ټلوالی په مرکزی دولت کې ونډه د افغانانو د هیلو او ارمانونو او هم د افغانستان د ګټو خلاف ده، ځکه چې د دې ټلوالی د غړو څخه افغانان ډیری بدی خاطری لری، په زرګونو هیوادوال یی قتل کړی، د کابل ښار یی لوټ کړی، او همداسې نوری ډیری فاجعې یی ترسره کړی، چې ددوی په دولت کې پاتې کیدو سره به د افغانستان او هندوستان ګټې تل په ټکر کې وی. چې نتیجه به یی د داخلی جګړو زیاتیدل وی.

که چیری مونږ پورته لاملونو او لاسوهنو ته وګورو نو دافغانستان مثال به راته د یو هغه بی سره دیګ په شان ښکاره شی چې هره شخص پکې په اسانې سره کوله شی ګوتې ووهی اوهم د خپلی خوښې خواړه پکې تیار کړی . خو د دې ټولو دسیسو او لاسوهنو مخنیوی صرف او صرف په هغه صورت کې کیدلای شی چې افغانستان یو قوی مرکزی دولت ولری .
خو که چیری اوس مونږ وګورو نو مونږ یو دولت خو لرو مګر د حد نه زیات ضعیفه، او سبب یی د ملی پالیسیو نشتون دی، یعنې زمونږ اوسنې دولت یا ښاغلی کرزی چې کومه فیصله هم کوی د لری نه بریښې چې نوموړو ملی ګټی په نظر کې ندی نیولی بلکې د نړیوالو ګټو ته په کتوسره یی فیصله کړی او هم د دې پرځای چې ملی ګټې په پام کې ونیسې د ځینو بدنامو ګوندونو او اشخاصو ګټې په نظر کې نیسې چې له امله یی مرکزی دولت ورځ تر بله نور هم کمزوری کیږی چی ښه مثال یی نوی کابینه هم کیدلای شی چې د ملی ګټو پراساس نه بلکې د ځینو هیوادونو او اشخاصو د ګټو پراساس جوړه کړای شوی ده .

د مرکزی دولت د کمزوری کیدلو بل لوی سبب دا هم دې چې په دولت کې تل پښتنو ته سمه برخه نه ورکول کیږی، او تل دا کوښښ کیږی چې د ریښتینو او په هیواد مینو پښتنو پرځای د پښتنو څخه یو څو سمبولیک شخصیتونه چې ځینې خو یی حتې په پښتو هم نه پوهیږی په دولت کې شامل کړای شوی ، چې دداسې شخصیتونو شاملیدلوسره ددې پرځای چې پښتانه خوشحاله کړی نور هم خفه کوی چې دا خفګان بیا د مرکزی دولت په کمزوری کیدلو بدلیږی.

اوس که وګورو نو په افغانستان کې یو قوی مرکزی دولت د پښتنو د شتون نه بغیر ناشونی دی او هم د افغانستان ټولو ناخوالو او د دښمنانو ټولو دسیسو ته د پاې ټکې ایښودل صرف او صرف د پښتنو په راضی کولو کې رانغښتې دی، که هغه پښتون د طالب په جامه وی یا که د حزبی او یا هم د یو ملنګ او غریبکار په جامه وی . د افغانستان د بقا لپاره دا اوس یوه ضروری خبره ده چې باید ټول راوستلی شی، ټول راضی شی، او ټولو ته په دولت کې پوره، پوره برخه ورکړل شی، کنې نو د هریو هیواد جګړه به زمونږ سرحداتو ته راځی او بلآخر افغانستان به د دریمی نړیوالی جګړی مرکز وګرځې چې نښې نښانې یی اوس هم د لری نه لیدل کیږی .



په درناوی
انجنیر ارشد نور
This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.










لوستل شوی 261 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي