هېواد د دریم سقاوي اړودوړ په درشل کې

ډاکټر مسعود سرلوڅ مرادزئ

د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۶ مه ، د ولسي جرګې تش په نوم مشر یونس قانوني د هېواد د اساسي قانون پر خلاف ، د یو شمېر نورو وکیلانو سره چې ډیرئ يي د شمالي ټلوالې غړي دي ، د بغلان ولایت د چارواکو د دندو د ځنډولو د پریکړې د نه پلي کولو په پلمه د بغاوت پتوګه له غونډې ووتل!
په داسي حال کې چې ښاغلي قانوني ته پته وه او د ولسمشر د ویاند ښاغلي حمید زاده له خولې ، هغه ( قانوني ) ته د تلېفون پر مټ ویل شوي و ، چې د سې شنبې پر ورځ د نومبر په ۲۷ مه ، به کله چې د دولت او ولسي جرګې څېړنپلاوئ له بغلان ولایت څخه ستون شي ، دولت به د بشپړ او پوره معلوماتو پر درلودلو سره د نوموړي ولایت د چارواکو په اړه غوڅ اقدام ترسره کړي.
خو ښاغلي قانوني او ورسره ملګرو يي د پلاوي د راپور د وړاندې کولو او څېړلو د مخه ، ددې لپاره چې په بغلان ولایت کې خپلو دمخه پلان شویو موخو ته ورسېږي ، پر دولت د فشار د وسيلې پتوګه د ولسي جرګې تالار پريښود!
په داسې خوځښت سره په حقیقت کې د نظارشورا ، د قانوني په شتون کې د هېواد ولسي جرګه ، د خپلو تنظیمي ، سمتي او سیاسي ګټو لپاره برمته کړه ، او تر هغو به ورسره برمته پاتې وي تر څو پري نوموړې ګټې ترلاسه کړي.
تر دې نه وړاندې لا ولسي جرګه ، دوی ( د نظارشورا ) د دولتي نظام د سپکولو ، بدنامولو او کمزوري کولو په یوه مورچل باندې بدله کړې ده.
د دولت او ولس ترمنځ د واټن په رامنځ ته کېدو او پراخېدو کې تر ټولو ړومبئ د قانوني سیب دو لسي جرګې لاس دئ.
دې جرګې د خپل جوړښت له ورځې راهېسې د دولتي نظام د ټينګښت او د هغه د پياوړتیا مخه نېولې ده.
د قانوني تر مشرۍ لاندې ولسي جرګې خپل ټول وخت ، د خپلو غړو د تنخواو په زیاتوالي ، خپلو غړو ته د لوکسو موټرو په اخېستلو او د زیاتو باډیګارډانو په ګمارلو تېرکړئ دئ.
د یو شمېر وکیلانو پرته ، ولسي جرګه د داړه مارانو ، ټوپکیانو ، بدماشانو ، غلو ، قومندانانو او ډاکوانو پنډغالئ دئ.
له همدې کبله دغو داړه مارانو د ملي روغې جوړې پنوم ، د یوه تړون په لاسلیک سره یو اوبل وبخښل او د انتقالي عدالت د پلي کولو مخې ته خنډ شول.
اوس د بغلان ولایت د تنکیو ځوانانو ، د ښوونځیو د زده کونو او د ولسي جرګې د وکیلانو شهادت ، د نظارشورا لپاره لنګه غوا شوه ، تر هغو به دا لوبه توده ساتي ، ترڅو د بلې غټې لوبې لپاره وخت او زمینه برابره کړي!
ایا ریښتیا اسلامي جمعیت ، د نظارشورا او په ولسي جرګه کې د دوی له خوا برمته شوي وکيلان د ولسي جرګې د پاک لمنو وکیلانو په نسبت ، د بغلان د پېښې په اړه ډېر زړه سوئ لري ؟
ایا د حکومت او د واک په نورو برخو کې چې د دې جګړه مارې ډلې په منګولو کې ښکېل نه دي د هېواد دداسې پېښو د مخنېوي لپاره هېڅ نه ترسره کېږي ؟ او یوازې دوی دي چې د هېواد په هر ځای کې د داسې پېښو په اړه د نورو په نسبت ډېر ځورېږي ؟
ایا د بغلان د پېښې دمخه ډېرې نورې پېښې ، چې هغو کې د هېواد زامن په خپلو وینو لمبېدلي دي د نظارشورا دومره جدي نېولي دي ؟
ایا یوازې دا د بغلان ولایت پېښه ده چې قانوني يي له اوږده خوبه راویښ کړئ او وايي چې « ناامني ها در کشور با حدی رسیده که نظام موجود را نشانه ګرفته .»
ایا پخپله اسلامي جمعیت ، نظارشورا او ورسره مل جګړه مارې ډلې نه دي چې « با حدی رسیده که نظام موجود را نشانه ګرفته است . »
د هېوادوالو به په یاد وي چې د ګوډاګي احمدشا مسعود د تلین پر ورځ ، ملا سیب فهیم خان ! په غازي لوبغالي کې د ولسمشر کرزي او د باندینیو هېوادو د استازو په وړاندې په کومه سپین سترګۍ سره په دولت کې د لا زیاتې ونډې په اړه ، د خپل چلند یوه خندنۍ ننداره وښوده!
د نومبر په ۲۲ مه ، په تخار کې په همدغو تنظیمو پورې تړلي قومندانان ، په یوه غونډه کې ، په دولت کې د لا زیاتې ونډې په اړه دولت ته نوي ګواښونه کوي او څلور ورځې روسته د نومبر په ۲۶ مه ، د نظارشورا په ولسي جرګه ګې د پارلمان د دروازو د تړلو خبره راپورته کوي.
اصلي خبره دا ده نظارشورا او ورسره تړلي ډلې ټپلې غواړي چې ، د بغلان له پېښې نه د حضرت عثمان کمیس جوړ کړي او په هېواد کې يي د یوه بل اړودوړ لپاره د یوې جړکې یا محرکې قوې پتوګه وکاروي.
دوی به د بغلان پېښه څونه چې غټولای شي ، غټه کړي . د مصطفی کاظمي له جسد څخه به چې یو وخت په دښمنۍ سره نه مړېدل او د همدوی په جګړو کې کابل او هېواد وران شوي ، د سپېڅلي او مقدس روح تر بریده دمخه ولاړ شي . د بغلان د پېښې نور شهیدان به د خپلو چټلو سیاسي موخو لپاره هره ورځ د دولت او خلکو د سترګو په وړاندې ځلوي . د دوی په یاد به هره ورځ د مکر اوښکې تویوي او د دولت د څوکیو د نېولو لپاره به د یوې وسیلې پتوګه ترېنه کار اخلي.
اسلامي جمعیت او د نظارشورا د ۱۹۹۲ کال راهېسې او تر هغې له مخه ، د نورو هېوادو د استخباراتي کړیو سره د تړونونو په لاسلیک کولو ، د هېواد په شمال کې د ځينو نورو ډلو سره ، د سمتي ، ژبني او سیکټاریستي اتلافونو په جوړولو او د مرکزي دولت پر وړاندې د بغاوت په پارولو کې ، اوږده تجربه او د بهرنیو هېوادو د جاسوسی کړیو ملاتړ له ځانه سره لري.
دوی يو ځل په ۱۳۷۰ کال کې د محمود بریالي د ګروپ ، د دوستم د تش په نوم جنبش او د هزاره ګانو د ځینو ډلو سره په جبل السراج کې یو اتلاف جوړ کړ چې په پایله کې يي د ډاکټر نجیب په مشرۍ د مرکزي حکومت پر وړاندې بغاوت وکړ.
دا اړودوړ چې تاریخ کې د دوهم سقاوي بغاوت پنوم یادیږي ، د هغه وخت د مرکزي حکومت او د افغانستان لپاره يي د ملګرو ملتو د سولې د پروګرام شنډ کړ.
د دې اړودوړ په پایله کې افغانستان د کړکېچ او جګړې په تلپاتې ګړنګ کې ولوید چې تر اوسه پورې ترې لا نه دې راوتلای.
اوس چې د بن له کنفرانس څخه ۶ کاله تېريږي او افغانستان غواړي چې د افغان ملت پر مټ او د نړيوالو په ملاتړ یو پیاوړئ مرکزي حکومت ولري ، د هېواد په شمال کې د همدغو سیکټاریستي ډلو ټپلو او په سهیل کې د القاعده د پاتې شونو سره په سخته او پېچلې مبارزه کې ښکېل دئ.
د هېواد په سهيل کې د جګړې له کبله چې دولت يي زیات بوخت ساتلئ دئ د شمال سیکټاریستي ډلې غواړي چې دولت له خوږې ګوتې ونېسي . یوخوا له دولت سره د درواغجنې همکارۍ لاپې وهي ، خو په حقیقت کې غواړي دا ځل بیا هم دولت د شا له خوا ووهي.
ځکه دوی اوس هم په دولت کې ښه غوښن او مهم ځایونه لري او له پیل راهېسي د دولت د بدنامولو او کمزورلو په هڅه کې دي . دوی د دولت پر وړاندې هم اقتصادي سبوتاز مخې ته بیايي او هم غواړي چې په خپلو پوځي بدماشیو سره مرکزي دولت تر خپل اغیز لاندې وساتي.
دوی د ایران ، روسیی او پاکستان د استخباراتي کړیو څخه پر شا ټپول کیږي او مرستې ورسره کیږي.
خو د ډېرو په اند ، دوی به دا ځل د عمومي اړودوړ د رامنځ ته کېدو وس ونه لري . له یوخوا د افغانستان ټولو خلکو دوی پېژندلي او د دوی د ټولو موخو او شومو پلانو څخه خبر دي او له بلخوا به مرکزي حکومت او نړیوال ځواکونه د دوی د هر ډول ماجراجویۍ مخه ډب کړي.
دا څونه د ننګ خبره ده چې څوک يي له تېر تاریخه زده نه کړي!












لوستل شوی 245 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي