په فساد کې ډوبه اداره!

ع م شمس

له نن څخه شپږ کاله دمخه شمالي ټلواله د نړیوال ایتلاف، په تیره بیا د امریکاییانو په پوځي او اقتصادي مرسته پر کابل ورننوتله او واک یې تر لاسه کړ او ددغه ټلوالې تر بشپړ واک لاندې يوه اداره رامنځ ته شوه چې د انتقالي ادارې نوم ورکړای شو. له هغې ورځې نه دادی اوس شپږ کالونه آوښتي دي، اوس دغه پوښتنه رامنځ ته کيږي چې په دغه موده کې څه وشول او افغانستان په کومه لار درومي.
د هيلې او ورکړل شویو ژمنو سره سم نن باید زيات څه تر سره شوي وای اوپه افغانستان کي باید زیات بدلونونه منځ ته راغلی وای تر ټولو مهمه مساله یاني د نظام مساله بايد حل شوی وای او اوس باید نظام سم جوړ وای. ديموکراتيک بهیرونه باید ټينګ او غښتلي شوي وای، د خلکو په ژوند کي بايد ډير ښه او ريښتني بدلونونه منځ ته راغلي وای، خو له بده مرغه داسي نه دی شوي خلګ ورځ په ورځ د اوسني دولت څخه ناهيلي کيږي د نړۍ د بشري پراختيا په رپوټ کې د افغانستان د خلکو د ژوندانه د ټيټې سطحې او بې وزلۍ مسالې ته ګوته نیول شوې ده په دغه رپوټ کې همدارنګه د ناوړه روغتيايې حالاتو او د عدالت د نشتوالي مسالې په نښه شوې دي. ښپږ کاله وروسته بيا هم ليدل کيږي چې تر اوسه لا هماغه د توپکوالو حکومت دی، د افغانستان ډيري سيمي د دولت په واک کي نه دي امنيتي ستونزه ډيره لویه ستونزه ده چي تر اوسه پوري د افغانستان په هيڅ ځای کي حل شوې نه ده . په افغانستان کې د بشري پرمختگ کچه په ټوليزه توگه دنورو هېوادونو په پرتله خورا ټيټه ده. د ښوونې او روزنې او د روغتيا په ډگرونو کې افغانستان د خپلو گاونډيو او نورو هيوادونو په پرتله په خورا ټېټه کچه کې دى . د ټولنيزې پراختيا له مخې افغانستان په ١٧٨ هيوادونو کې ١٧٤م هيواد دى . په افغانستان کې د خلکو د ناسوچه عايداتو کلنۍ کچه د گاونډيو هيوادونو په پرتله زیاته ټېټه ده. د پاکستان ناسوچه کلنۍ گټه د افغانستان په پرتله دوه برابره او د ايران ناسوچه گټه نهه برابره زياته ده. د افغانستان قضايي سيستم هم په بشپړه توګه په فساد او درغلیو په درياب کې ډوب دی. ليدل او ويل کيږي چې خلک پر قضايې سیستم دومره بې باوره دي چې ٨٠ په سلو کې افغانان خپلې حقوقي ستونزې د نا رسمي عدالت، يعنې د جرگو او شوراگانو له لارې هواروي. بې وزلي، ولږه ، بې امنيتي، د شخصي او عامه دارايې ګانو چورچپاول، د مخدره مواد بي سارې پراختيا، چې ويل کیږي د ملي عاید له نيمايې زياته برخه له همدغه لارې برابریږي دا ټول هغه مسایل دي چې افغانانو په شپږو کلونو کې تر لاسه کړي دي.
اولسمشر حامد کرزي چې تر دې دمه به يې د خپلو حکومت د برياو يادونه کوله په دې وروستیو کې د خپل حکومت په لوړو پړيو او پارلمان کې د ژور فساد له شتوالي حخه پرده اوچته کړه او دا قصرونه او بلډينګونه يې په هغه کسانو پورې مربوط وګڼل چې ددولتي واک څخه د ناوړه ګټې اخيستو له لارې يې تر لاسه کړي دي.
شپږ کاله دمخه کله چې امريکايانو طالبان تر سخت پوځي بريد لاندې له واکه لیره کړه د خلکو يوازنۍ ویره دا وه چې د شمالي ټلوالي غله او جنګ سالاران واک تر لاسه نه کړي! هغه وخت د پردې تر شا داسي موافقه شوي وه چي شمالي ټلواله به په کابل نه ورننوزي خو دا کار و نه شو هغوې پر کابل ننوتل او واک يې ولکه کړ او رباني د شويو موافقو پر خلاف ځان اولسمشر اعلان کړ. او ټول مهم وزارتونه يي په لاس کې ونيول . رباني د نړيوال فشار او د بن د کنفرانس په پايله کې له آرګ څخه و شړل شو، خو ټلوالي تر ننه چې نن دی په سلو کې ۷۰ ټول مهم دولتي څوکۍ په خپل واک کې ساتلي دي. د بن د کنفرانس پريکړې که څه هم نيمګړې وې خو آن هغه نيمګړي پريکړې هم پلي نه شوه، د لويې جرګې پريکړې اود اساسي قانون اصول يوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي، نو ځکه اولسمشر کرزی کله نا کله دا غږ پورته کوي چې دده پر حکومت او پارلمان د فساد کړیو خپل تور څادرهوار کړی دی.
د افغانستان د ستونزي د نه حل کيدو يو لوی لامل هم دغه د شمال ټلواله ده چې واک يې تر اوسه په لاس کې ساتلی. دغه ټلواله د ټولنيزې پرمختيا او د سولې د ټينګښت په لاره کې لويه ستونزه ده، دوې په داسې حال کې چې د اوسني حالت پوره مسولیت په غاړه لري خو دوې په خپلو تبلیغاتو کې داسې ښايې چې ګنې دوې له واک څخه لیرې پاته شوي دي.
اوسنی دولت خپله لويه بريا د مطبوعاتو او بیان په آزادۍ کې ويني ، کومه آزادي؟ کله که څوک وغواړي د يو توپکوال په اړه يو څه وليکي نو له ډيرو ستونزوسره مخامخ کیږي. د ډيرو جهادي رهبرانو په اړه څوک نه څه ويلی شي او نه ليکلی. آن دولتي لوړ پوړي کار کوونکي په دې هکله د ويلو زړه نه شي کولي. آن په خپله ولسمشرکرزی هم ددې زړه نه شي کولی چې په ډاګه د چا نوم واخلي. محترم کرزی وايې چې لوړ پوړي دولتي ماموران په چور او چپاول کې ډوب دي خو دی يې د نوم اخيستلو څخه ډډه کوي، په لويې جرګه کې نوموړي خلکو ته د جنګسالارانو له ولکۍ څخه د وطن د خلاصولو ژمنه کوله خو کله به چې چا ترې پوښتنه وکړه چې جنګسالاران څوک دي؟ نو ده به ځان تيروه او ويل به یې ريښتني مجاهدين او جنګ سالاران سره توپیر لري خو ده هيڅکله هم ونه ويل دا ريښتنی مجاهد څوک دی؟ او جنګ سالار څوک دی؟ تر ننه هيڅ چا جنګ سالار او مجاهد سره توپير نه کړه، فهيم جنګسالار دی خو نه دی، دوستم جنګسالار دی خو نه دی، اسمعيل خان جنګسالار دی خو نه دی، قانوني جنګسالار دی خو نه دی، سیاف جنګسالار دی خو نه دی او رباني د جنګسالارانو سالار دی خو نه دی. د نیکه مرغه خلک په څرګنده پوهيږي چې جنګسالاران څوک د فساد او قاچاق عاملان څوک دي؟ خو په شپږو کلونو کې چا ونه لیده چې څوک دې د جنګسالارۍ په جرم او يا د فساد په جرم محکمه شوی وي. د کورنیو چاورو پخواني وزیر محترم جلالي به تل ګواښ کاوه چې د مخدره موادو د قاچاق وړونکو لست يې جوړ کړی چې په هغه کې د ټولو لوړ پوړو چارواکونو نومونه شته چې ددغه ګټور کسب لارې ميلياردونه پانګه ټولوي. خو دا لست تر اوسه چا په سترګو ونه ليده د بشر د حقوقو د ناقضینو خبرې کيږي خو چا و نه ليده چې يو تن دې په دغه جرم محکمه شوی وي. د ښاري پراختيا وزير او کابل ښاروال د دولتي او شخصي ملکيتونو د غاصبينو يادونه کوي خو ان د یو تن د نوم د اخيستلو زړه نه شي کولی. اولسمشر چي د خلکو د شکایتونو نه په تنګ شي نو يو زورور والي د ولايت څخه مرکز ته را غواړي او وزیر ترې جوړوي او نوره هم لوړه چوکۍ ورکوي. نو داده د مطبوعاتو او بيان آزادي! نو په ډاډ سره ويلی شو چې په تیرو شپږو کلونو کې د دولت ستره لاسته راوړنه په افغانستان کي د یو غښتلي مافيآیې سیستم منځ ته راتګ دی .
نن د دولت مخالفين د کابل په څو کيلومترۍ کي پراته دي، څه ته موږ لاسته راوړنه ویلی شو، هغه توپکيانو ته چې هر ځای قدرت لري په وزارتونو، په شورا ګانو په ولايتونوکي په ولسواليو او په بل هرځای کې دوي دي.
افغانستان د مخدره موادو د توليد په برخه کې لومړی مقام په نړۍ کې تر لاسه کړی دی نو دا ټول ددې سبب کیږې چي خلک ناهيلي وي او ورځ تر بلي له دولت څخه واټن و نيسي .
هو خلک ددې حالت نه دومره په تنګ او بې هيلي دي چې د نا هیلۍ سره سره لا اوس هم غواړي د اولسمشر خبرو ته په جدي سترګه و ګوري او باور پرې وکړي او بدلون ته سترګې په لاره وي خو هيح څوک نه پوهيږي چې د اولسمشر د موسمي ګوتنيونو مقصد څه دی؟












لوستل شوی 240 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي