کرزی دې هم ولولي!

میرویس

د افغانستان د اوسني حالاتو ته که نظر واچول شي نو ډیر عادی خلک به هم د اوسنی کړکیچنو حالاتو جاج واخلي او هیواد ته د راتلونکو ورپیښو پایلو اټکل وکړای شي خو د خفګان خبره دا ده چې ښا غلې ولسمشر مو لاس ترزنې ناست او هیڅ نه کوي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د هیواد حالات مو بیرته د ۱۹۹۲ کال د قدرت د نیولو په خاطرد ټوپکیانو خپل منځی جګړو میدان باندې واوړي ځکه همهغه د وینو تکي جنګي مجرمین په قدرت کې دي او په دې ورستیو کې یی د هیواد په ګوډ ګوډ کې په غویمو او خریمو لاس پورې کړې دی،د بیلګې په توګه د اوزبک دوستم رشید شخصي وسله والوټوپکیانو د بغلان د والی په کور باندې حمله کړې او د لسو په شاوخوا کې کسان یی وژلی دا په دې معنا چې د اوزبک تروریستی ډلې ته دا حق او امتیاز حاصل دی چې خلک دې ووژني،چور تالان دې وکړي،د پښتنو پر عزت دې تیری وکړي،د شمال ولایتو خلک دې د حکومت پر ضد راوپارۍ،د افغانیستان د ویشلو منصوبې دې تیاری کړي،هرظلم اونادودې یی چې زړه وغواړي پر پښتنو وکړي خو څوک يی د پوښتنې جواز نلري،ځکه په شمال ولایتو کې یی خپلې وسلوالې لوټمارې ډلې ټپلی ځان ته خوندي کړي دي او د کرزی په کابینه کې هم ورته لویه پیرزوینه شوی ده، د کرزی په دیموکراسۍ کې څوک ورته پورته هم نشي کتلې پوښتنې او ګرویزنې خو لا پریږده! همدا راز یی د پنچیریانو د فهیم د شخصي وسله والې لوټ مارې ډله هم چې پنچشیر او کابل کې خوندي ده او د شمالی ولایتو څخه نیولې ترکابله او د کابل د هوایی ډګر او تاجیکستان او نورو شمالی ګاونډي هیوادو پورې د قاچاق او مافیایی دندې د سرته رسولو لوی ریکارډ لري، د همدغو ټوپکیانو، په ولسی جرګه کې چې دملالۍ جویا پرضد کومه جګړه روانه ده د دې خبرې ښکارندویه ده چې هیواد د شمالی جبهې جنګی مجرمینو په منګلو کې ښکیل دی، په حکومت کې دوی،په ولسی جرګه او مشرانوجرګه کې هم همدا وحشی ځناور دي د ټول هیواد نه یی غوجل سازه کړې ده. د شمال ټوپکي ډلو ته د هر راز قوانینو د ماتولو حق او جواز خوندی دی.ځکه د ټوپک او شخصي ډلو او ټپلو په زور یی په هیواد،خلکو او دولتي مامورینو په زړونو کې ویره ،ګواښونه،تهدید،وهل ټکول،وژنه او ترورکونه خوره کړې ده په افغانستان کې قوانین یواځې د غریب،بی ګناه، او عادی خلکو لپاره ساز شوې دي.زه په دې اندیښمن يم چې د شمالي اتحاد د ټوپکیانو د دې ګډوډېو،خپلسریو،ټوپک واکمنیو،غلاګانو،ملی شتمني لوټونه،وژنو،تالان او تروریزم لمنه به په کوم رقم ورټوله شي،ځکه قانون او دموکراسي خو د انسانانو لپاره وي نه د وحشي او لیونو ځناورو لپاره. که حامد کرزی د دغو ډلو ټپلو د لمنځه وړلو،ځپلو ،بی وسلې کولو،د قدرت نه لیری کولو(د حکومتی پوستونو او د ولسي جرګې غړیتوب څخه ګوښه کول) او محاکمې ته د کشولو پوره او جدي اقدامات ونه کړي نو د هیواد او خلکو پایلې به مو هغه څه وي چې په ۱۹۹۲ کال کې وی، څکه دا هغه جنکي سادیان دي چې د خپلو شخصي کټو په خاطر یی هر وخت څیرې او موخې بدلیدلای شي ، دوی هر وخت بدلون موندلای شي او ځان ته نوی نقابونه غوره کولای شي نو ولی کرزیه ته ځان خلکو ته د دغو ټوپکیانو ملاتړ،ساتونکې او پناه ورکونکی ورپیژنې؟ هر څه ستا د حکومت د چترۍ لاندې ترسره کوي.همدغه سادیان درته اوبه خړوي او کبان په کې نیسي، نوکه د شمالي ټوپکیانو غم ونه غوړل شي نو پایلې به یی د رباني د رژیم توره دوره، وژنې او جګړې وي.کرزی ته وایم د لیستوڼي ماران لمنځه یوسه مخکې د دې چې د ډاکترنجیب غوندې ټس درکړي. ښاغلې کرزی که وغواړي ډیر څه کولای شي لږ تر لږه خو دې دا بدماشان د دولتی لوړو پوستونو څخه کوښه کړي او که د دې کار همت هم نلري نو بیا دې ځان ته مخکې له مخکې نه قبر وکیندي،په داسې یو هیواد کې چې تر پرونه پورې د توری اوټوپک په زور حکومتونه شوي او لا اوس هم شخصی وسله والې ډلې په کابل او شمالي ولایتو کې په خپله خوښه حکمروایی کوي،په خپله خوښه خلک وژني، ظلم او تیری پرې کوي دمرکزی حکومت اطاعت نه کوی. کرزی صیبه !اوس هم ته په امريکایی دموکراسۍ ورسره چلیږې؟ خپلو امریکایی دوستانو ته ترې سر وټکوه او هغوی ته یی په لاس ورکړه.نادرخان چې د ملت د خوښې سره سم سقاو په خپله سزا ورسوه همدهغسې ملت له تا نه هم غواړي چې دا اوسنی سقاوان په خپله سزا ورسوې. په افغانستان غوندې هیواد کې دموکراسي هسې اوتې بوتې دي.لمړې شمالی ټوپکیان او وژونکي بی وسلې کړه، د واکه او اختیاره یی لیری کړه،نړیوالې محاکمې ته یی کش کړه،ملت د ټوپکیانو د منګلو څخه خلاص کړه، زه فکر کوم دا ا ړینه او ریښتینی دموکراسي ده. په درنښت میرویس




لوستل شوی 245 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي