ولې اوڅرنگه طالبان بيا را پيدا شول

ليكوال اوڅيړونكى : انتونيو گوشتيزو

دقران (پاك ) لپ تاپ اوكلاشينكوف دكتاب يوه برخه

پښتو ژباړه : م ۔ اكبر كرگر

۱٠۲ طالبان څرنگه پياوړې دي ؟

ان داسې سرچينو لكه دمتحده ايالاتو پوځونو ٬ناتو اوملگرو ملتونو له شک پرته دامنلې ده چې د۲۰۰۲ او۲۰۰۶ كلونو ترمنځ دطالبانو ځواكونو په شمير كې په څرگنده توگه زياتوالى راغلى دى ٠ دامشهوده ( په ډاگه )ده چې كله دطالبانو دځواكمنۍ اټكل كيږي اويوكال له بل سره پر تله كيږي ٠ (وگورۍ جدول ۱)ددې ليكوال په عقيده سره له دې چې ناتو اوامريكا سرچينې غواړي چې اټکلونه په ډېره محافظه كارانه توگه خپاره کړي ۔چې اكثرا په منحصر ډول ددوى دخپلو جنگي تلفاتو دارزيابي له مخې دي ٠ امكان لري چې دغه ارزونې په هر ټاكلي وخت كې دهغه افرادود مجموعي شمير په نسبت چې دياغيانو سره يو ځاى کيږي ،دهغو دفعاليت انعكاس وي ٠ دتحليلي هدفونو له پاره داسې پريكړه شوې ده چې دغه اټكلونه په دوه برخو يعنې اساسي اوسيمه ييزو جنگيالو وويشل شي ٠ ددې خبري يادونه چې (( سيمه ييز))خلک يوازې حقايق غوره نه بولي چې جنگيالي دې له سيمې استخدام شي ٬خو دسيمه ييزې برترۍ سره علاقمندۍ ددوې له پاره انگيزه وي ٠ (( وگورۍ ۲٠۲ لومړني جلب وجذب )) دسخت دريزو داساسي جنگيالو ثابت شمير هم له كليو څخه وگمارل شو ۔ هغه ټول شمير چې دنيمه وخت ( پارتتايم ) جنگيالو چې دموسمي حركت له مخې ټاکل کيږي ٬دپولي په دواړو خواو اودنورو عواملو له مخې په هغوۍ كې زياته تنوع شته ٠ دپاكستان له مدرسو څخه دسخت دريزو جنگيالو را جلبولو اټكل كول په يوه لويه پيمانه دويلاړ( ټينگې ارادې ) اوعزم څرگندوى ده ٠ په ۲۰۰۴ كال كې دمتحده ايالاتو داټكلونو له مخې ۱۰۰۰ تنه سخت دريزه جنگيالي يا غيان دافغانستان په دننه كې وو ٬دغه شميره د۲۰۰۴ كال پورې له دوه زرو څخه درېو زرو پورې او د۲۰۰۶ كال پورې يې شميره له ۳ نه تر ۴ زرو پورې لوړه شوه ٠ دملگرو ملتونو سرچينو يوازې دهيواد په جنوب كې سيمه ييز جنگيالي اتكل كړى وو چې د۲۰۰۶ كال كې تقريبا ۶۰۰۰ كسان وو ٠

خو سخت دريزه جنگيالي چې له كليو څخه بهر جلب شوي وو دوه درې مياشتې يې په افغانستان كې دنده ترسره كوله اونور وخت يي په پاكستان كې تيرولو اوپنځه نيمه برخه وخت يې دجنگ په جبهه كې تيروله ٬چې زيات فكتورونه لكه دبيلابيلو قوماندانانو سره دهغوۍ تړونونه اودپيسو فكتور شامل و ٬ هغه کسان چې په سيمه کې استخدام شوي وي ،په فرضي توگه زيات وخت يې په افغانستان كې تيرولو خو كه چيرې عمليات به دهغوۍ له خپلو سيمو ليرې وو نو اكثرا به په پوځي لحاظ فعال نه و ٠ سره له دې چې دغه دليرې سيمو گومارل شوي افرادزيات وخت دجنگ په ليکه کې نه و، فعالول به يې په پاكستان كې دميشتو کسانو په پرتله اسانه و ٠ په دې اساس دجنگياليو ټول شمير چې دطالبانو اودهغو دپلويانو په ليکو كې وي ،بايد د۲۰۰۶ كال پورې د۱۷۰۰۰ شاوخوا افرادو پورې رسيده ٬چې له ۶ نه ترلسو زرو تنو پورې يې هر وخت فعال و ٠ ځينې افغان سرچينې دغه شمير له ۴۰۰۰۰ زرو لوړ بولې خو داسې بريښې چې دا به دطالبانو دخپلو ادعاوو سره سره له حده زيات وي ٠ خو البته دغه شمير د نړيوالو رضا كارو اودپاكستاني طالبانو له خوا بشپړېدلو ٠ دپخوانو راڅرگنده شويو شميره له يو زرو اودوه زرو ترمنځ په نوسان كې وه ٠ داسې مالوميږي چې لږ ترلږه د۲۰۰۴ كال پورې شميره

لږ ه شوي وه اووروسته په ۲۰۰۶ كال كې يا امكان لري د۲۰۰۵ كال په لومړيو كې يې شميره يو ځل بيا پوره شوه ٬دغه را غونډيدل ( يوځاى كېدل ) چې بيا وروسته جلب شول مالوميدل چې د۲۰۰۴ كال څخه راجلب شول ،داسې مالوميدل چې كله دوزيرستان شخړه پيل شوه شمير يې په لس گونه زره كسان وو ٠ دپاكستاني طالبانو اهميت هغه وخت ډير زيات څرگند شو كله چې د۲۰۰۶ كال وروسته له پولې څخه دراتيريدونكو له خوا لويې حملې چې په وزيرستان كې دوه گونو ياغيانو اوپاكستاني چارواكو دسولې له معاملې څخه وروسته وشوه ، ترسره شوې ٠ دامريكا دمتحده ايالاتو داستخباراتي منابعو دوينا له مخې له پولې څخه دراتيريدونكو حملو په خوست اوپكتيكا كې د تړون د لاسليك کېدو څخه وروسته په دوه مياشتو كې له څلويښتو څخه تر ۱۴۰ پورې زياتې شوې ٠ پاكستاني رضا كارانو بيا هم لږ ترلږه د۲۰۰۵ كال را په دې خوا په شخړه كې خوا ډېر مهم رول درلود ٠ درپوټونو له مخې د۲۰۰۷ كال تر پيل پورې دپاكستاني –پښتونستان په ۲۵ كليو كې سل تنه ځوانان دافغانستان په جهاد كې خپل ژوند له لاسه وركړل ٬په داسې حال كې چې دپاكستاني طالبانو دليکو سرچينو داسې ښودله چې له جنوبې وزيرستان څخه ۱۷۵ ياغيانو ٬د۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ كلونو په دوران کې خپل ژوند په افغانستان كې له لاسه وركړى دى ٠ د۲۰۰۷په لومړيو دوه مياشتو كې د۴۵ تنو ياغيانو مړي پاكستان ته يو وړل شول ٠ ديوه اټكل له مخې دوزيرستان دياغيانو دوه په درې برخې په شمالي وزيرستان اوهمدارنگه دپاكستان له نورو سيمو څخه دي ٬دپاكستان شهيدانو شمير په نوي افغان جهاد كې بايد څو سوو ته رسيږي او يا دټولو مړو يا غيانوشمير په سلو كې شل ٠ ( ۱)

په لومړي پړاو كې بهرنيو رضا كارو نماينده گانو دياغيانو په ليکو كې ډيره مهمه ونډه درلوده ٠ څومره چې دطالبانو كچه پراخه شوه دبهرني رضا كارو موجوديت اوبرخه اخيستنې خپل اهميت له لاسه وركړ ٬ان تر دې چې ځينې يې دطالب قوماندانانو سره د سلا كارانو په څير ليدل كيږي ٠ كله چې طالبانو اوبهرنيو ياغيانو يو ځاى عمليات كول دهغو ي قوماندانان اكثرا افغانا ن و ٠په پيل كې رضا كاران اكثرا په جنوب ختيز ( خوست اوپكتيكا ) كې اوپه ختيز كې په( كونړ اونورستان )کې فعال و ۔ دمثال په توگه د۲۰۰۴ كال په لومړيو كې رضا كارانو په پكتيكا كې دطالبانو دځواك دريمه برخه جوړوله ( ۲)

دنړيوالو منابعو داټکل له مخې



۲۰۰۲



۲۰۰۳



۲۰۰۴



۲۰۰۵



۲۰۰۶



هسته يا زړى (فعال)







۱۰۰۰







۲۰۰۰-=۳۰۰۰

۳۰۰۰-۴۰۰۰



۳۰۰۰—۴۰۰۰

۴۰۰۰=۷۰۰۰



غير فعاله هسته























دنورو منابعو اټکل























هسته



۳۰۰۰



۴۰۰۰



۴۵۰۰



۵۵۰۰



۷۰۰۰



فعاله هسته



۵۰۰=۱۵۰۰



۸۰۰=۲۰۰۰



۱۲۰۰=۲۵۰۰



۲۰۰۰=۳۰۰۰



۳۰۰۰=۴۰۰۰



مدرسه يي هسته استخدام شوي



۳۰۰۰



۳۷۰۰



۳۷۰۰



۴۴۰۰



۵۵۰۰



له کليو فعالي استخدام شوې هستې



۰



۳۰۰



۸۰۰



۱۱۰۰



۱۵۰۰



غير هسته کليوالي گومارل شوي





۱۰۰۰



۳۰۰۰



۵۰۰۰



۷۰۰۰



۱۰۰۰۰



منځنى کچه فعال

هسته + غير هسته



۲۰۰۰=۵۰۰



۱۵۰۰-۴۰۰۰



۳۰۰۰-۵۵۰۰



۵۰۰۰-۷۰۰۰



۶۰۰۰=۱۰۰۰



ټول



۴۰۰۰



۷۰۰۰



۹۵۰۰



۱۲۵۰۰



۱۷۰۰۰



بهرني رضا کاران



۱۵۰۰



۱۰۰۰



۷۰۰



۱۲۰۰



۲۰۰۰



پاکستاني طالبان















۴۰۰۰۰



۴۰۰۰۰



















































۱-جدول : دطالبانو دپياوړتيا اټکل

منبع يا ماخذ : مطبوعاتي رپوټ ،ناتو سرچينې ،ايساف منابع ، دامريکا پوځي سرچينې اودملگرو ملتونو سرچينې



ددې خبرې اټكل كول ډير گران دي چې طالبان په ملي سطحه كې په كومه اندازه ملاتړ لري ٠ ددې هدف له پاره څو عقيدې په ۲۰۰۵ او۲۰۰۶ كلونو كې غوره شوي دي ٠ خو په شخړه اېزو ساحو کې دنفوسو په سياسي نظر سره ددغه ټاكنو ارزونه له ساحې سره ډير متناقض تماس وو ٠ احتمال نه لري چې كليوال دې دجنگ په سيمه كې دطالبانو دممكنه برخليك دملاتړ كوونكو څخه خبر دي كله چې دنامالومو ټول ټاكنو دچارو كاركوونكي صادقانه ځواب داسې پوښتنې ته لكه ايا تاسې دحكومت ملاتړ كوي ؟ ۔ دې کار هېڅ گټه ونه کړه چې دټاكنو چارو زياتره كاركوونكو چې ټاكنې پرمخ بوځې ،خپله بې وسي اعلان كړه ٬په ځينو ولايتونو كې لږ ترلږه دزابل اوارزگان په گډون چې اكثرا اوسمهال دطالبانو دوه مهمو مركزونو پوري اړه لري ٠ كله چې دټاكل شويو افرادو نمونې تر لاسه شوې نو داسې مالومه شوه چې په ډير قوت سره يې دځينو افرادو ،لږ ترلږه د ځينو ښوونو سره يې تنگ نظري درلوده ، زيات احتمال لري چې د ټولو نفوسو په نسبت دې له طالبانو مخالف وي ٠ په بې بې سي اواى بې سي كې د۲۰۰۶ كال داكتوبر سروى وښودله چې دمرکو په سلو كې ۵۳ نمونې چې ترلاسه شوي وې ٬لږ ترلږه ځينې زده كړې اوپه سلو كې ۵۹ باسواده و،ډيره لوړه فيصدي يې ټولو نفوسو په څير چې اکثرا داټکل شويو نفوسو په نسبت ( په سلو کې ۲۸) دي ۔ دمرکو يوازې په سلو کې ۲۷ له دندو سره بزگران اويا دکرني کارگران و، اوپه سلو کې ۷ يې بيکاره و۔ په داسې حال کې چې دحکومت دشمير و له مخې بيکاران په سلو کې ۳۳ ښۍ،دکار قوه اوهغه خلک چې په کرنه کې په کار بوخت دي په سلو کې ۵۶ دي ۔ په سلو كې ۵ پوليس اوسرتيري وو ٠ ( په واقعيت كې په سلو كې ۰،۶ كاري ځواك ) هغو چې په يقيني توگه ترې دا توقع کېدله چې دحكومت په ملاتړ خپل نظر څرگند كړي ٠ په سلو كې ۱۴ مديران په اجراييه هيات كې اودبلې كتيگورۍ امکان نه درلود چې له طالبانو سره سمپاتي ولري اوپه ډاگه سره په لويه پيمانه له څرگندونو پورته ده٠ دنړيوالو په باورد ۲۰۰۶ كال د جنوري په ټول ټاكنو كې يوازې ۳۶٠۸ په سلو كې پښتانه و لكه څنگه چې وروسته په ډاگه شوه برخلاف په سلو كې ( ۳۸،۸) تاجيكان و چې امكان لري له طالبانو سره يي لږه خواخوږي درلوده ٠ دنمونې په سلو كې ۵۰ باسوادان ( چې مخالفينو په توگه دنفوسو په (برخلاف دنفوسو په سلو کې )۸باسوادان ) له ۳۴ ولاياتو څخه ،په څلورو ولايتونو كې ټاكنې ونه شوې خوپه ټاكنو يا سروي کې هيڅ څرگنده نه وه چې کوم و ٠

تراوسه پورې ددې ډول ټاكنو پر اساس د ناتو سرچينو په ۲۰۰۶ كال كې ادعا كړې ده چې يوازې په سلو كې ۱۰ نفوس په جنوب كې دياغيانو ملاتړ كولو چې په دغه ځاى كې په سلو كې شل نفوس ددولت ملاتړ كوي اونور ټول يي دديوال يا مانع بلي خوا ته ولاړ دي ٠ سره له دې چې سيمه ييز چارواكي اوژورنالستان هغه ولاياتو ته سفرونه كوي كوم چې له شورش څخه متاثر دي چې دطالبانو دعام ملاتړ اومحبوبيت په باب كاملا بيلابيل نظريات لري ٠ په ارزگان كې د (هالند ) سرچينې اټكل كوي چې طالبان دولايت په سلو كې پر ۸۰ برخه كنترول لري ٬په داسي حال كې چې استراليا ادعا كوي چې په سلو كې ۴۰ برخه دحكومت اوبهرنيو ځواكونو تر كنترول لاندې ده ٠ دولايت پخوانى والي –جان محمد وويل چې طالبان كولاى شي چې دخلكو په ملاتړ حساب وكړي ٠ همدا ډول حالت په هلمند اوزابل كې و ٬ ( گورۍ ۲٠۶ له كليو څخه جلب ) اويو برتانوي افسر يو پاكستانى ژورنالست ته اعتراف وكړ چې دهيواد په جنوب كې دنفوسو اكثريت دطالبانو ملاتړ كوي ٠ (۴)

په څرگنده توگه په دې كې هيڅ شك اودپوښتنې ځاى نشته ،سره له دې چې په لومړي سر كې ياغيانو ډير کوچنى سازماني حلقه درلودله ٬خو طالبان په بريالي ډول له ۲۰۰۳ كال څخه را په دې خوا خپل جلب وجذب پراخ كړلو ٠البته چې شمير يا ارقام ټوله كيسه نه واضح كوي ٬په جزيياتو سره دياغيانو په پراختيا يا زياتيدو باندې پوهيدل بايد موږ وازمايو چې څرنگه د۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۶ پورې دياغيانو دجلب وجذب ( استخدام ) بنسټ پراخ شو ٠

۲٠۲- لومړنى جلب اوجذب ( استخدام )

دطالبانو د عزم چې يوه سازماني لارې د جوړيدو اوايجاد په اړوند لومړني رپوټونه د۲۰۰۱ كال په دسمبر كې دهغوۍ دشاه تنۍ ملاتړکوونکې سيمې يعنې شمال مغربي سرحدې صوبې (شمالي پښتونخوا ) او بلوچستان كې په ډاگه شول ٠ د۲۰۰۲ كال له مارچ څخه لا دمخه دطالبانو مشر ملا عبيدالله اخنددوسلو دتيارولو په باب امر وكړ ٬د مالوماتو له مخې په داسې حال كې چې دمنځنۍ كچې نورو مشرانو لا له مخه هڅه كوله چې دملي احساساتو له راپارولو نه كار واخلي ٬اوله دې لارې داشغالگرو په وړاندې ملاتړي پيدا كړي ٠ نورو سرچينو په دغه جنبش كې دننه ځينې بيلابيل شيان فرض کول ٬همدارنگه دا تناقض ضروري نه و چې دادبغاوت پيل وگڼل شي ٠ ددغه سرچينو دوينا له مخې د۲۰۰۲ كال په لومړۍ نيمايي كې ملا عمر دخپلو زړو قوماندانانو سره تماس نيولى و اوله هغوۍ يې وغوښتل چې دخپلو رتبو اوفايلونو احصاييه منظمه اوجوړه كړي اودا مالومه كړي چې څوك تراوسه ژوندي پاتي دي ٠ وروسته نوموړي په جلب اوجذب پيل وكړلو اودبلوچستان اودكراچۍ له مدرسو نه يي زده كوونكي جلب كړل ٬ملا دادالله اومولوي صادق حميدي يې واستول چې دجنگ دډگر له پاره تازه دم كسان پيدا كړي ٬دطالبانو دريم مشهور قوماندان ٬حفيظ مجيد افغانستان ته وليږل شو چې دقبايلي مشرانو اوسپين ږيرو كې پلويان پيدا كړي ٠ هغه څه چې دوسله وال كېدلو حقيقي قضاوت دى ديو كوچني پوځ جلب کوونکو ډير ژر په سيستماتيك ډول دكډوالو كمپونو ته ولاړ ٠ ( په خاص ډول دگردي ځنگل څخه په چاغي غونډيو كې ) مدرسو ٬جوماتونو ٬دپاكستان دپښتنو په بيلابيلو سيمو كې ، دخلكو دټوليدو په بيلابيلو ځايونو ٬كليو ،دكويټې په ټوله سيمه كې يې داوطلبان يا رضا کاران ثبتول ٠ چې زياتره د روزنې كمپونه دحركت په حال (موبايل )ول ،چې بيا وروسته دكويټې په شاوخوا سيمه کې جوړ شول چې كوچنۍ وسله والې ياغي ډلې وروزي٠ په شمال مغربي سرحدې صوبه (پښتونخوا ) جلا جلب وجذب روان وو۔ په دې ډول په لومړې ي سر كې دجلب اوجذب له پاره غوښتنه دومره بريالۍ نه وه ٠ داڅرگندوي چې په دې اړوند څو تنه پخواني (زاړه) طالبان په چټكۍ سره له نوې جهاد سره يو ځاى شول ٠ يوې دوه ويشت كسيزې ډلې چې په غزني كې ديوه ژورنالست له خوا ورسره د۲۰۰۵ كال داوړي په پاى كې مركه وشوه د۲۰۰۲ كال له دوري نه دمخه مهال څخه يوازې دوه تنه رضا كاران په كې موجود وو ٠ همدارنگه كيداى شي چې دمركې تر وخته پورې ځينې پخواني طالبان په جنگ كې مړه شوي وي ٠ په افغانستان كې دننه په ځينو ليرې پرتو سيمو كې دپخوانو طالبانو ځينو ډلو يو وار بيا د۲۰۰۲ كال په پاى اود۲۰۰۳ كال په لومړيو كې ځانونه فعال كړل٬

(( وگورۍ ۴٠۲ ددولت دحضور ريښې وباسئ ((see 4-2 rooting out governmental presence



خو داددوى په باب ده ٠ په نتيجه كې دجنگيالو عمر اكثرا د۲۰ او ۲۵ كلونو تر منځ و ٠له قوماندانانوسره په توپير كې چې عمرونه يې د۳۰ او۰ ۴ ترمنځ اومشران و٬يوازې په لوړ پوړو مشرانو كې دزړو طالبانو حضور پياوړى وو ٬په حقيقت كې ټول لس دولس تنه مشران و چې دمشرتابه په شورى كې يې گډون درلود٠

Tribes and elders and 3.3 command structure))))

سره له دې چې له دغو زړو طالبانو څخه چې په سيده توگه په لومړي سر كې په بغاوت كې سره يو ځاى نه شول ٬كېداى شي لږ وروسته ورسره يو ځاى شوي وي يا په هر حالت كې چې و دخلكو په منځ كې يې دطالبانو سره دملاتړ له پاره يې احساسات راپارول ٠ دمثال په توگه په ارزگان كې د۲۰۰۲ كال داوړي په پاى كې زيات شمير طالبان په نارامۍ اوهيجان سره په خپلو كليو كې دنورو انكشافاتو له پاره منتظر وو ٠ په ځينو وختونو كې يې په پرله پسې توگه دجنبش دملاتړ دعوى ته دوام وركاوه ٬په نورو مواردو كې يې ځانونه دحكومت پلوي اوان دامريكا يي ځواكونو دپلويانو په توگه ښودل ٠ همدا شان په فراه كې دزيات شمير غير فعالو طالبانو حضور په اړوند مالومات تر لاسه شوي دي٠ خو په پاى كې ويلى شو چي دچارواكو چلند اودافغانستان دحالاتو بدلون به دزړو طالبانو پريكړې په پريكنده توگه ثابتي اوپه ډاگه څرگندې كړي ٠ (۵)

د۲۰۰۲ او ۲۰۰۶ كلونو په جريان كې پاكستاني مدرسود تازه دمو استخدام شويو چمتو كولو ته دوام وركړ ٬افغان كورنيو دغه مدرسوته خپل بچيان دزده كړې له پاره استول ٠ دافغانستان په خاوره كې دمدرسو نشتوالى اوپه اقتصادي لحاظ دهغو ناوړه حالت ددې سبب و چې دځينو پاكستاني مدرسو له خوا افغان كورنۍ په دې وړانديز راضي كړې چې له سرحد نه اخوا ته مدرسو ته خپل ماشومان واستوي ٠ په هر حال د۲۰۰۳ كال څخه وروسته په نورو برخو كې هم جلب وجذب پيل شو ٠ په افغاني محتوى كې يو څرگند شى دخپلوۍ اړيكې دي ٬چې دجلب اوجذب له پاره ممتاز چينل وگڼل شو و ٠ سره له دې چې داسې بريښي چې په لويه پيمانه په خاصو سيمو كې دروحانيونو له لارې اوپه كليو كې دثبت له لارې زيات شمير خلك له دوى سره يو ځاى شول ٠

(( see 2.6recruiting.local communities ) 6

دپښتنو قبايلي ځوانانو په منځ كې دطالبانو دغوښتنوتخريبي فكتورونه څه دي ؟

دشمالي وزيرستان څخه بهر په بنو كې ديوې غير دولتي موسسي دمرستندويه برخه اخيستنې دپرمختيا يي پروگرام (sustainable participation development program) دايركتر عمران گل چې چې دشمال مغربي سرحدې صوبې په هكله وړانديز كوي ٬ داسې مالوميږي چې دا دافغانستان په باب هم ځينې پيژندگلوي لري ٠ گل باور لري چې قبايلي سيستمدبحران په حالت كې دى اودا نور له دې څخه زيات سيمه ييزو ځوانانوله پاره يوه ټولنيزه شبكه چې بيا وروسته راديكال غورځنگ ترې جوړيږي ٬سوله ٬عايد ٬هدفمند احساس ٬نه شي برابرولاى ٠ ( په مجموع كې پاكستاني طالبان پيژندل كيږي )لكه څنگه چې يوازينې لاره كې چيري چې كولى شي خپل محروميت په ډاگه كړي اوهغه اعتبار اوحيثيت چې دقبايلي سيستم له خوا ورته وړانديز شوى و٬ ترلاسه كړي ٠ رسمي چارې په سيمه كې كار كوي ددې ليد توگې ملاتړ كوي اوادعا كيږي چې ځوانان داوسني قبايلي سيستم سره مخالف دي داځكه چې دوى پوهيږي چې داددوى ظرفيتونه كار ته نه شې تيارولى ٠ كيداى شې چې پوځي حملي په قبايلي سيمو كې دلويانو اوشمال مغربي سرحدي صوبه كې دمشرانو نفوذ نور هم تخريب كړي اوكيداى شې چې په افغانستان كې هم ورته نتيجه ولري ٠ له جنوبي وزيرستان څخه يو پاكستان چارواكي همدا ډول نظر څرگندوي : پوځي عمل اوپاليسې دانارشيك اوگډوډۍ له حالت سره مرسته كوي چې طالب پلوه ياغيان ددې كار په كولو سره ډير خوښ دي ٠ دنظم په اعاده كې دهغوۍ ښودل شوى وس اوقابليت اودجناياتو تعقيب اوپه چټكۍ سره دعدالت دتامين هركلى دډيرو اوسيدونكو له خوا چې دتيريو اوبې امنيتۍ څخه ډير ستړي شوي و وشو ٠ د ICG اى سې جې يو شننونكى داسې نتيجه اخلي چې دياغيانو څخه ويره داداري فساد په وړاندې له احساس سره اودراكونينو قوانينو سره يو ځاى شوه اودسيمه ييزې طالب ډوله ادارې له چمتو والې سره يې مرسته وكړه٠ دوزيري قبايلو دمشرانو دغه څنډې ته كېدل اوددوامداره سياستونو په توگه دروحانيونو ظهور اورول دلومړي وار له پاره د دې سبب شوه چې رقيبې قبيلې ديوه گډ بيرغ لاندې داوږدمهاله سياسي عمل له پاره جلب اوجذب اويوځاې كړي٠ بايد داهم زياته شي چې دسيمه ييزو طالبانو برياليتوب دپاكستان اداره كوونكي شمال مغربي سرحدې ايالت (شمالي پښتونخوا) كې ميشت طالبانو ته بالواسطه گټه رسولې ده ۔ چې يوازې دطالب پلوه اواسلامي سياسي ډلو ته اجازه وركوي چې په سيمو كې عمليات وكړي ٬اودسيكولر ډلو چې له دوى سره رقابت لري مخنيوى وكړي ٠ ( ۷) په افغانستان كې دقبايلي مشرانو اودكليو دسپين ږيرو مشروعيت ٬دجنگ او ځواكمنو جنگ سالارانو په وسيله چې اكثرا هڅه كوي چې مشران تعويض كړي دسراسري برياليتوبونو پرته كمزوري شوى دى (۸)٠ پردې سربيره هغه ځوانان چې دپاكستان دكډوالو په كمپونو كې رالوي شول ډير لږ احتمال لري چې دقومونو مشرانو ته درناوى وكړي ٠ حکايتي شواهد جوتوي چې افغان مليشاو ٬پوليسو اوبهرنيو عسكرو دسيمه ييزو اوقومونو دمشرانو دكمزوري كولو سره مرسته كړې ده۔ په عين وخت كې دقبايلي سيستم ستونزه ( كومه چې تراوسه هم موجوده ده ) داده چې يا كليو الي اقتصاد كې چې له جنگ سره او له جنگ نه وروسته په لويه اندازه كډوالي اودهغوئ بيا ميشتيدنې سره په گډه له بې باورۍ سره مرسته وکړه چې په راتلونكي كې دمنځنۍ اواوږده موده كې كورنيو ته لارښوونه كوي چې دخپلو پانگه اچونو ٬گټو دزيرمو ٬مالياتو اونفوذ پلټنه وكړي ۔

دماشومانو دشمير دزياتيدو له وخته راهيسې چې دپاكستان مذهبې مدرسو ته استول شوي و چې ملايان شي اويا په ښارونو كې ځانته كاروگوري٠ پهدغه دواړو حالتونو كې دمشرانو په كمزورې كولو كې مرسته كړې ده ۔ دځوانانو دغه ډول پردې كېدنې دطالبانو له پاره دجلب اوجذب په برخه كې نورې زياتې زمينې برابرې كړي دي ٠









لوستل شوی 146 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي