افغانستان همیشه دنړی دسترو طاقتونو دسیالیو قربانی شوي دي

رحمت اله روان

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته ددې هیواد د بیا رغوونې او نظام جوړونې کارونه پیل شوي چې تر یوه حده په مختلفو برخو کې د نظر وړ کارونه هم شوي دي .
د سترو پروژو او پانګه اچونو د پلانونو په لړ کې د افغانستان د کانونو او طبیعي زیرمو د استخراج کار ته هم پام اړول شوی دی. څه موده وړاندې د عینکو د مسو کان چې د نړۍ د سترو کانونو په ډلې کې راځي او د عالي کیفیت مس لري، د داوطلبۍ په اساس په یوې چینای کمپنۍ باندي وپلورل شو .
د لوګر د عینکو د مسو کان چې د کابل د جنوب ختیځ په شل میلۍ کې موقعیت لري د نړۍ د مسو ډېرې غني زیرمې او اعلی کیفیت لري .
دوه کاله وړاندي د چین میتالورجیکل دولتي کمپنۍ د عینکو په کان داوطلبي وکړه، په دري اعشاریه ۴ میلیاردو ډالرو یې واخیست او له کاناډا، اروپا، روسیې ، امریکا او قزاقستان څخه یي داوطلبي وګټله .
د تړون له مخي په راتلونکو ۲۵ کلونو کې به چین د عینکو له کان څخه شاوخوا ۱۱ میلونه ټنه مس را وباسي چې دا اندازه مس د چین د ټولو زیرمو له یو پر دریمې برخې سره برابره ده،په دغه باب دنیویارک ټیمز ورځپاڼی ځوورځی مخکی دیوی تبصری په طرز کی داسی لیکلی ؤ ..
پداسي حال کې چې متحده ایالات په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر مصرفوي او د طالبانو او القاعده وسله والو په ضد جګړو کی بوخت دي، چین د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په مقصد د افغانستان د خامو موادو قراردادونه کوي. په بل عبارت د نړۍ ستر طاقتونه په افغانستان کې د امنیت مسلې ته متوجه دي خو چین د سوداګرۍ په غم کې دی .
په واشنګټن کې د مرکزي اسیا او قفقاز د څیړنیز مرکز رییس فریدریک سټار وایي، د چین دا عمل سړي ته دا خبره ور په زړه کوی چې وایي، چه حنګ به امریکا کوی او مفاد به یی چین اخلی .
داسی معلومیږی چی عینکو د مسو د کان معامله پیچلې بریښې او د رشوت ورکولو ادعاوي هم په کې شوید ی چین ژمنه کړي چې د کان د استخراج په څنګ کې به د بیا رغوونې مهمې پروژې عملي کوي ، افغاني کاریګر به روزي او دغه راز به افغان انجینران په کان کې په دندو ګمارل کیږي .
افغانستان یوازینی هیواد نه دی چې د چین او امریکا ګتي پکې په تضاد کې واقع شوي. چین د عراق د تیلوپه پروژو کی هم امریکایي کمپنۍ شاته کړي دي .
په دې ليكنه كې ظاهراً امريكا اوناټو ته دا پيغور وركړ شوى دى چې ګواكي پر دې خبر نه دي چې چين په افغانستان كې څه كوي؟ خو خبره داسې نه ده، اصلاً دغه او دې ته ورته نورې ليكنې د دې دليل دي چې هغوى دې هر څه ته ډير جدي پام كوي .
په همدې ليكنه كې يو ګواښ هم شته، سره له دې چې تر پردو لاندې دى، دا چې د مسو دغه كان په لوګر ولايت كې دى چې امريكا په دې ولايت كې اوه زره تنه پوځ لري خو د دې كان د ساتنې او د هغو د كيندنې او را ايستلو د عملې او كار كوونكيو د امينت مسووليت د دې امريكايي سر تيرو دنده نه ده، دا مسووليت د يو نيم زر افغان سر تيرو دى !!
واقعيت دادى چې د امريكا چارواكيو او افغان دولت په تيره ولسمشر كرزي تر منځ د اختلافونو اصلي رېښې همدغه مسايل دي چې افغان دولت ديوه خپلواك دولت په توګه غواړي د خپلو ملي ګټو سره سم اقدامات وكړي خو امريكا اونوره نړۍ افغانستان ته په بل نظر ګوري، دوى له افغان ولس سره د خپلو مرستو دومره دروند قيمت غواړي چې ښايي هيڅ با ضميره افغان يې ور نكړاى شي .
د عينك د مسو كان د نړيوالو اصولو او دافغانستان د نافذه قوانينو له مخې داوطلبۍ ته وړاندې و، د چين يوې دولتي كمپنۍ د څو نړيوالو كمپنيو په منځ كې تر ټولو په لوى امتياز دغه داوطلبي وګټله، څه موده وړاندې يوځل په لويديزو رسنيو كې په ځانګړې توګه په نيويارك ټايمز كې په دې اړه يوه ليكنه خپره شوه او د كانونو پر وزارت تور لګول شوى ؤ چې په دې معامله كې يې ديرش مليونه ډالره رشوت اخيستى دى، د وخت وزير خبري كنفرانس ته په وينا كې دغه تورونه رد كړل .
اصلاً خبره همدغه وه چې ولې په افغانستان كې ټول لوى قرار دادونه د امريكا برخه نه وي؟ او همدغه استدلال چې په نيويارك ټايمز كې ياد شوى چې امريكا شاقه كارۍ كوي اقتصادي امتياز ولې د هغه سيال چين واخلي؟
دغه استدلال ښايي تر دغه بريده پر ځاى وي چې لومړى حق بايد هغه هیوادونه ولري چې په افغانستان كې زيات حضور لي او زيات لګښتونه كوي، خو پر دې شرط چې په داوطلبۍ كې هم د همدې ښكيلو هیوادونو كمپنۍ وړاندې وي، كه داسې نه وي بيا خو د دې معنا داده چې د افغانستان د سرو او سپينو پريكړه به امريكا او ناټو كوي نه افغان چارواكي او حكومت. متاسفانه همدغه ټكى په افغانستان كې نه يوازې د بيارغاونې او په دې برخه كې د لويو اقتصادي پروژو د پيليدو په مخه كې خنډونه رامنځته كړي دي بلكې د افغانستان امنيت ته هم جدي ګواښونه له همدې امله زيات شوي دي .
ښايي د وخت په تيريدو هغه پټ حساسيتونه او د سياليو پټې څپې ورو ورو را برالاشي، همدغسې تر اوسه افغان چارواكي په دې اړه پټه خوله دي خو ډيره ښكاره خبره ده چې دوى هم تر ډيره چوپ نشي پاتې كيداى، ځكه چې دغه چوپتيا اصلي ستونزه نشي حل كولاى بلكې ښايي لا زياته تونده شي .
د نيويارك ټايمز په وروستى ليكنه كې هم دې ټكي ته اشاره شوې ده چې چين به په راتلونكې كې د حاجي ګك د اوسپنې او ډبرو سكرو د كانونو په اړه هم همدغسې لوى لوى قرار دادونه تر لاسه كړي اوپه مليارډونه ډالره به په افغانستان كې پانګونه وكړي .
دا يوواقعيت دى چې افغانستان خوار هيواد نه دى د پرمختګ او غوړيدا ډيرې پخې زمينې لري، د ځمكې زړه يې له لاس نا خوړليو شتمنيوډك دى، د اوبو پريمانه ذخيرې لرې چې متاسفانه تر اوسه پورې څلورو لوريو ګاونډيو هېوادنو ته بهيږي
چین دغه راز له اوږدې مودې راهیسي د ایران د طبیعي غاز د پیرلو تړونونه برابر کړي خو ملګرو ملتونو د هستوي پروګرام د لانجی له وجي په تهران بندیزونه لګولي دي .
چینایی کمپنۍ ژمنه کړي چې د عینکو د مسو د استخراج لپاره به د ۴۰۰ میګاواټو په ظرفیت د برښنا یوه دستګاه هم جوړوي چې کان ته د برښنا برابرولو په څنګ کې به د کابل تیاره کوڅې او کورونه هم روښانه کړي .
د برښنا د تولید دا دستګاه به د ډبرو په سکرو کار کوي او ددي مقصد لپاره به چینایی کمپنۍ د عینکو د مسو د کان په څنګ کې د ډبرو د سکرو د کان استخراج هم پیل کړي .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چینایی کمپنۍ د یوه افغان قراردادي نورزمان ستانکزي خبره راخیستي چې وایي، چینایان هوښیار دي. دوي د افغانانو په څیر جامي اغوندي، د امریکاییانو په خلاف یونیفورم نه لري او له ځایي خلکو سره ډېر ښه سلوک کوي .
د امریکا متحده ایالات اکثر وختونه جنوب لویدیځه اسیا د خپل امنیت لپاره یو ګواښ بولی خو چین یی له اقتصادي فرصتونو څخه تل ګټه اخیستي ده .
پاکستان چې له هند سره د کشمیر په سر د اوږدې مودې دښمني لري، له چین سره یي په تیرو څو لسیزو کې دوستي ټینګه کړي ده
چین د پاکستان د ګوادر بندر جوړ کړی او تمه ده چې د منځني ختیځ تیل او غاز پري د همالیا له لاري انتقال کړي
افغانستان چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لری په تیرو څو کلونو کې یي د چین زیاته توجه جلب کړیده .
د لوګرپه عینک سیمه کی د مسو ټوټې له نن څخه ۲۳۰۰ کاله وړاندي د الکساندر کبیر پوځیانو میندلي وي. په ۱۹۷۹ میلادي کال کی شورویانو د عینکو د کان سروې وکړه خو استخراج یي هیڅکه هم نه و پیل شوی .
افغانستان د لويو او بنسټيزو اقتصادي پروژو د پلي كيدو ظرفيت لري، په دې برخه كې چې تر اوسه پورې اساسي ګامونه نه دي پورته شوي ښايي يو لوى لامل يې همدغه وي چې د امريكا په شمول لويديزه نړۍ غواړي لومړى دلته د پوځي مركزونو د جوړولو پروسه بشپړه كړي. اوپس له هغه په دی فکر کی شه چی دافغا نستان دځمکی لاندی زیرموته خپله توجه واړه وی په دی برخه کی زمونږ دهیواد ستراتیژیک دوستان دلومړنیتوب حق لری خو دا امتیاز باید ونه لری چه هر ځه بیا هم ددوی په خوښه وي لکه ځرنګه چه دولسی جرګی څینو وکیلانو هم دامریکا دخوښي مطابق عمل ووزیرانو ته درای ورکولو په محال له خپل ځانه وښودي .ترټولو کامیاب وزیر چی تیر پنځه کاله یی په خپل کارکی ښایسته توب ښودلی ؤ هغه دمخابراتو محترم وزیرامیر زی سنګین ؤ په دی خاطر دتاید رای ترلاسه نه کړی چه دامریکایی کمپنیوسره یی دمخابراتو په پخش کی چه دافغا نستان په ګټه نه ؤ موافقه نه و لاس لیک کړي اوبالاخره امریکایانو خپل انتقام ورځینی واخیست ،افغانستان باید دخپلو شتمنیو په خاطر باید دنړیوالو دسیالیو تر منځ دمسابقو قربانی نشي ،پای رحمت اله روان .










لوستل شوی 122 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي