خداى بخښلے کالا باغ ډيم

عبدالهادي حيران

د نن نه شپږ پنځوس کاله مخکې چې نړۍ لا د يؤ کلي صورت نۀ ؤ اختيار کړے خو د ژوند په همدې لاره رفتار شروع شوے ؤ، د پاکستان په نوم يؤ کور د دې "کلي" په نقشه راښکاره شو. د دې لوئي کور د کاميابۍ، ترقۍ اؤ ثبات ضمانت دا ؤ چې په دې کور کې مېشت پنځۀ واړه ورونه دې په هر کار کښې د يؤ بل ملګرتيا اؤ ملاتړ وکړي اؤ په هره معامله اؤ مسئله دې د اتفاق نه کار واخلي. خو بدقسمتي هلته رامنځته شوه چې مشر ورور پنجاب لالا د "ميم زر ما ټوله زما" په قاعده عمل شروع کړو اؤ په هر څۀ ئې خېټه واچوله.

دا يوه کايناتي قاعده ده چې حق وهنه اؤ محروميتونه تل د قومونو ترمنځ بې باوري زېږوي او بغاوت ته وده ورکوي. همدا وجه وه چې د بنګالي په نوم يؤ ورور د دې کور نه خپله کډه په سر کړه اؤ ځانله ئې بېل کامياب ژوند پېل کړو. د حيرانتيا خبره دا ده چې تر ننه پورې په دې کور کې د بنګالي د بېلېدو او د بنګله دېش د جوړېدو ماتم کېږي او په دې غم مخ سر ټکول کېږي خو عبرت ورځنې نۀ اخيستل کېږي. يعنې پنجاب لالا د خپلو نورو کشرانو ورونو سره هماغه شان سلوک کوي چې د بېل شوي ورور بنګالي سره ئې کولو.

په دغه ضمن کې د پنجاب لالا لخوا د کشرانو ورونو سره د شويو بې انصافيو فهرست ډېر اوږد دے چې په يؤ کالم کې ئې احاطه کول ګران دي نو ځکه زۀ دلته يواځې د کالا باغ په نوم د هغه کينسر وهلي خر ذکر کوم چې څۀ موده وړاندې په حق رسېدلے دے خو پنجاب لالا ئې ښخولو ته نۀ پرېږدي او بيا بيا په دې خبره ټينګار کوي چې دا خر ژوندے دے اؤ علاج ئې کېدے شي نو د علاج لپاره دې کشران ورونه وينه هم ورکړي او خرچه دې هم پرې ورکړي.

اوښياران وائي چې د زورور اوبه په بره خېژي حتى چې د زور په مخکښې د سائنس هم نۀ چلېږي چې تازه ترين مثال ئې همدا د کالا باغ خر د ژوند اؤ مرګ معامله ده. دا خر د تېرو پنځويشتو کالو راسې کينسر ؤ. ډاکټرانو وئيلي وو چې د دې په علاج به ډېره وينه او دولت لګي. پنجاب لالا ويل چې د دې خر د علاج لپاره دې وينه اؤ خرچه پښتون، سندهے اؤ بلوچ ورکړي. حال دا چې د علاج اؤ جوړېدو په صورت کښې به په دې خر باندې بار صرف پنجاب وړلو. اؤ نورې فائدې به ئې هم پنجاب ته رسېدلې. په دې وجه پښتون، سندهي اؤ پنجابي وويل چې مونږ ته د دې کينسر هيڅ ضرورت نشته. چې زمونږ په وينه او مرګ دا کينسر وهلے خر رغېږي نو مونږ ئې رغېدلو ته هيڅ اړتيا نلرو. د پښتون په ډېرو معاملو بې اتفاقه بچو په دې معامله اتفاق وکړو اؤ اسفند يار ولي، محمود خان اچکزي، قاضي حسين احمد، اکرم خان دراني اؤ نورو په يؤ اواز ووئيل چې مونږ کالاباغ ډېم نۀ منو. د سندهـ بچو هم دغه غږ پورته کړو. د بلوچستان په اسمبلۍ کښې هم د کالاباغ ډېم خلاف قرارداد پاس شو. دا ټول قراردادونه د کالاباغ ډېم د مسئلې د مرګ لپاره کافي وو. عوامي نيشنل پارټي د مخکښې نه د دې ډيم په بمونو د الوځولو دړکه ورکړې وه اؤ اوس خو ئې د کالاباغ ډېم خلاف د سينټ اؤ اسمبيلو نه د استعفا ورکولو دړکه هم ورکړه. پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د کالاباغ ډېم خلاف د مسلح جدوجهد اعلان کړے دے. نورو د مختلفو فکرونو اؤ نظريو پښتنو، سندهيانو اؤ بلوچيانو هم د دې منصوبې خلاف خپل اواز پورته کړے دے. حتى دا چې د پنجاب يؤ بچي مصطفى کهر هم وئيلي دي چې کۀ کالاباغ ډېم په زور جوړ کړے شو نو دا به د پاکستان د ماتېدو سبب شي.

چې داسې ده نو بيا ولې صدر مشرف اؤ پنجاب د کالاباغ ډېم جوړول غواړي؟ دوئ ولې دا مړ شوے خر په ښارونو اؤ لارو کوڅو کښې راکاږي اؤ د نفرت اؤ کرکې جراثيم ترې خوروي؟ ايا دوئ پاکستان ماتول غواړي؟.

دا هم ډېره د حيرانتيا خبره ده چې يؤ طرفته د جمهوريت خبرې کېږي، د دې جمهوريت لپاره په کروړونو روپۍ خرچ کولے شي اؤ دنيا ته ويل کېږي چې په پاکستان کښې جمهوريت وده کوي اؤ بل طرفته په څلورو کښې د درېو صوبائي اسمبليو قراردادونه نۀ منل کېږي. صدر مشرف وائي د صوبائي اسمبليو قراردادونه څۀ د قران پاک ټکے خو نۀ دے. نو د دې مطلب دا دے چې جمهوريت اوس هم په پاکستان کښې هيڅ وجود نلري اؤ نۀ د جمهوري کلچر د رواج اؤ ودې لپاره د صدر مشرف په زړۀ کښې څۀ اخلاص شته. اؤ هر څۀ چې د پنجاب په ګټه اؤ فائده وي هغه د قران ټکے دے، په هغې عمل کول فرض دي. نو بيا خو د قام پرستو تنظيمونو دا وينا بالکل په ځاى ده چې پاکستان پنجاب دے اؤ پنجاب پاکستان.

دلته به د يوې لطيفې بيانول د دلچسپۍ نه کم نۀ وي چې محمود خان اچکزي درې کاله وړاندې د پېښور په پريس کلب کې د يؤ پريس کانفرنس نه وروسته د يؤ صحافي د پوښتنې په جواب کښې کړې وه، چې:

يؤ لېونے سړے به هره ورځ د يؤ کلي په لويه لاره کښې ناست ؤ. چا چې به ورباندې سلام وکړو نو کۀ به هغه په ښۀ مُوډ کښې ؤ، د سلام په جواب کښې به ئې ويل "پاکستان زنده باد" اؤ کۀ مُوډ به ئې ښۀ نۀ ؤ نو د سلام په جواب کښې به ئې ويل "پاکستان ډينجه بينجه".

کۀ صدر مشرف په همدې ډول د درې صوبو د منتخبو اسمبليو لخوا پاس شويو قراردادونو ته "چټيات" وائي اؤ د پنجاب مطالبې ته د قران ټکے وائي نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې دلته به يواځې پنجاب د "پاکستان زنده باد" اؤ نورې درې واړه صوبې د "پاکستان ډينجه بينجه" نعره پورته کوي. ايا صدر مشرف دا ملک هم دغه لور ته بوتلل غواړي؟.








لوستل شوی 257 ځله