بلوڅان څه غواړي؟

عبدالحى کاکړ

د بلوچستان ايالت له تېرو ٥٧ کالو د پاکستان په ستونې کې بند يو داسې هډوکى دى چې نه يې غورځولى شي او نه يې تېرولى شي.
له تېرو درې نيم کالو راهېسې بلوڅ ملت پالان يو ځل بيا د خپلې ايالتي کور واکي او طبعي زېرمو د واک لپاره له ادعا سره سم عسکري مبارزه پېل کړې ده او د عسکري سازمان نوم يې بلوچستان لېبريشن فرنټ ( د بلوچستان د خپواکۍ مورچل ) اېښى دى. په بلوچستان کې د ملت پالو او حکومت تر مينځ په درنه جګړه کې د بلوڅانو په ادعا تر اوسه تر ٥٠ زيات کسان وژل شوي دي خو حکومت د دې پخلى نه کوي.
بلوچستان يو داسې ايالت دى چې له تېرو درې نيم کالو راهېسې بهرنۍ نړۍ ته د توغندويو، چاودنو او د پوځي عملياتو خبرونه ورکوي. د دې عملي تجربه تېره اوونۍ د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف ته هغه وخت وشوه چې نوموړى د بلوچستان د کوهلو د سيمې سفر کاوۀ چې ورباندې د توغندي بريد وشو.
جنرال پروېز مشرف هڅه کوله چې بلوڅانو ته د خواخوږۍ او پېوستون پېغام ورکړي خو د جنرال پروېز مشرف شتون پر خپل ځاى د ملت پاله بلوڅانو لپاره ناندريزه وو ځکه چې دى نه يوازې د پوځ مشر بلکې د بلوڅانو په وېنا په پاکستان کې د پنجاب ايالت د اقتصادي ګټې ساتندويه دى يعنې په بله معنى د بلوڅانو په نظر کې د پاکستان پوځ چې په سلو کې٩٦ له پنجابيانو جوړ دى د پنجاب د ګټو په پوځي توګه ساتنه کوي.
د بلوچستان سټراټيجيک ارزښت او هلته د نړېوالو ځواکونو ګټې پر خپل ځاى يو موضوع ده خو د دې ايالت له پاکستان سره د ستونزې ژورتيا ته د رسېدو لپاره هلته د ملت پاله سياست والانو او بلوڅ پوهانو نظرياتي او د هغه په رڼا کې له پاکستان څخه د حقونو د ترلاسه کولو په ترڅ کې د مبارزې سټراټيجى ته کتل ضروري دي.
دا يو تصادف دى چې په بلوچستان کې قبايلي، سياسي او ولسي مشري د هغو نوابانو او سردارانو په لاس کې ده چې له نظرياتي پلوه د کېمونيزم تر اغېز لاندې دي. په افغانستان کې تر کېمونسټتي کودتا وروسته بلوڅ سياستوالانو د افغانستان ملاتړ کاوۀ او د بلوڅانو مري قبيله غونډه د خپل نواب خير بخش مري په مشرۍ کې افغانستان ته کډه وکړه.
بلوڅ ملت پاله فکر کوي چې د ګوادر بندر او د سرو او سپينو زرو سېندک پروژې څخه راواخلي د سېوۍ ګاز او د دوى طبعى زېرمې د فدراسيون په نامه پنجاب ايالت لوټي.
نواب اکبر خان بګټي، سردار عطاالله مېنګل، نواب خېر بخش مري او ډاکټر عبدالحى بلوڅ د بلوڅانو مخکښه سياست والان دي. له اکبر خان بګټي پرته نور درې واړه بلوڅ مشران په اويايمه لسيزه کې د پاکستان د ملت پالو په لوى ګوند نېشنل عوامي ګوند کې يو ځاى وو په دې ګوند باندې د ذوالفقار على بټو حکومت بنديز ولګولو او مشران يې زندان ته واچول خو د ضياء الحق له پوځي کودتا وروسته د پښتنو ملت پالو په ګډون بلوڅ مشران هم له بنده راخوشي شول.
له زندان څخه تر راخوشي کېدو وروسته بلوڅ ملت پاله د پاکستان پر ضد د مبارزې په لړ کې د سياسي سټراټيجى په برخه کې له بېلا بېلو اختلافاتو سره مخامخ شول.
غوث بخش بزنجو او ډاکټر عبدالحى بلوڅ مېنځ لاري بلوڅ سياستوال بلل کېږي، سردار عطاالله مېنګل په يو وخت په تشدد او خبرو اترو يقين لري او دا ډول نواب اکبر بګټي زيات اسلام اباد پلوه بلل کېږي خو د ځينو په گومان کله چې دايره يا بګار ورباندې تنګ شي نو ځان بلوڅ بولي او چې کله له اسلام اباد سره د شتمنيو د مالي خبرو اترو ځاى راشي نو بګتى شي.
په بلوڅ مشرانو کې نواب خېر بخش مري يوازېنى هغه سياستوال دى چې د ټوپک له لارې د بلوڅانو پر خپلواکۍ يقين لري نوموړى له تېرو څو لسيزو راهېسې له نورو بلوڅ
سياست والانو سره په بحث بوخت دى چې د بلوچستان د ستونزې حل په وسله واله مبارزه کې دى خو نور بيا په خبرو اترو او د ديموکراسۍ له لارې د ستونزى حل غواړي.
نواب خېر بخش مري فکر کوي چې له فطري پلوه پاکستان د يو هيواد په توګه تر ډېرې مودې يو موټى نه شي پاتې کېداى او يو ورځ به د ملتونو په اساس څلور برخې کېږي.
نوموړى فکر کوي چې تر څو پاکستان نه وي مات شوى تر هغو بايد بلوڅان وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي ځکه همدا ډول دوى د بلوچستان د ګاز او تېلو زېرمه ژغورلاى شي او کله چې پاکستان مات شي نو د بلوڅانو راتلونکي نسل ته به دغه زېرمې پاتې شي خو د نوموړي دغه فکر نورو بلوڅ سياست والانو رد کړى او له مرکزي حکومت سره يې د بلوچستان د ستونزې حل د خبرو اترو او ديموکراسۍ له لارې پر حل کولو ټېنګار کوي.
ليکن له تېرو څو کالو راهېسې د مرکزي حکومت له خوا د بلوچستان په ځينو سيمو کې د پوځي چاونيو جوړونې او د نواب اکبر خان بګټي په سيمه کې تر پوځي عملياتو وروسته داسې برېښي چې بلوڅ ملت پاله د نواب خېر بخش مري له سياسي اډيالوژي او ټيکټيک سره قانع شوي دي ځکه خو تر ننه پورې عطاء الله مېنګل او اکبر خان بګټي د بلوڅ وسله واله سازمان بلوچستان لېبرېشن ارمي ( د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ ) د بريدونو نه يوازې غندنه نه ده کړې بلکې د دې پټ غورځنګ له شتوالي څخه انکار هم نه کوي.
داسې برېښي چې بلوڅ ملت پاله سياست ورو ورو د وسله والې مبارزې په لور روان دى او داسې ويره ده چې د مرکزي حکومت او بلوڅانو تر مېنځ تشه ورو ورو پراخېږي او وسله واله مبارزه دغه تشه ډکوي او که داسې کېږي نو بيا به مرکزي حکومت او خپله بلوڅانو ته ډېره ګرانه وي چې د ستونزې حل د خبرو د لارې راوباسي.








لوستل شوی 180 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي