د ابلیس خوب

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیز پرهیز

خوب لیده ابلیس چی بی حسابه ډیر ستر شویدی


خپلو د خدای غټو دعوو ته رسیدلی دی
پښو ته یی انسان انسانیت دی په سجده پراته
مغز د هر انسان یی سړیتوب نه پاک وینځلی دی
خواوشا تری نور لوی او واړه ابلیسان جمع دی
ټول لاس په نامه دی په مشری یی دی منلۍ دی
ډیری یی لښکری ډیر پوځونه سامانونه دی
ځمکی د فضا او د اوبو مخ یی نیولی دی
غټی خزانی د سرو او سپینو یی ولکه کی دی
ټولو شتمنیو د جهان باندی لاسبری دی
حکم یی قانون دی په اجرا کی یی څوک ځنډ نه کا
هر چا په درشل کی ورته خپل سر ایښودلی دی
دی ستر ټولواکمن د دغی ځمکی او هسکونو دی
هر ټکمار درغل یی په دربار کی ‌ډیر ښاغلی دی
چیرته چی موسی او ابراهیم دی یې دښمن ګڼی
چیرته چی فرعون او نمرود د ده ملګری دی
خیر ښیګنه وژنی د تیری ظلم پالنه کړی
خپلی شرواکۍ ته یی نیاومن فورم اغوستلۍ دی
شوبلو توغندیو باندی بار عدل او انصاف د ده
غږ د خیرپالنې یی په دﺉ چم زندۍ کړیدی
خو چی ویښ شولو له خوبه هغه زوړ حالت ولید
ګوری زور او ځواک یی د پخوا هسۍ نیمګړی دی
هغسی ژوندی دی بشری احساس وګړو کی
لا انسانی خوی عادت په ډیرو کی پیاوړۍ دی
لا د سړیتوب میندی نه شنډی دی نه بوری دی
لا وګړنیز عشق او محبت زړو کی غښتلی دی
څو د قدرت وږی لیونی د ده چوپړ کی دی
ستر اکثریت لا انسانی وجدان ساتلی دی
زړه کی پدی حال ابلیس خپه شو خو مایوس نه وه
ځکه یی شیطانی چارو کی زیار زحمت زیات کړیدی
دا لرغونۍ جنګ دی د انسان او د ابلیس تر منځ
ډیرو که منلی دی خو ډیرو بیا رټلۍ دی
یو که د قدرت په خاطر درومی د ابلیس په پل
بل د سړیتوب څښتن یی مخ ته ودرید لی دی
ټول پوهیږی څوک ځی د ابلیس په ناروا لاره
څوک په وینو غوښو د انسان را پړسیدلی دی؟
څوک په ابلیسی بنډو انسان غواړی مریه کاندی؟
څوک دی چی جهان یی د وسلو اور ته نیولی دی؟
څوک نړیوال امن ګواښوی په زور او ځواک باندی؟
چا د جهانی ښکیلاک ناولی نوم ګټلۍ دی؟
دا خپله سړی دی فرښته او یا ابلیس کړی ځان
دا خپله سړی دی چی بدورګی یا ښاغلۍ دی
ځی بشریت د ټول ښیګڼۍ په لور ګام اخلی
ویښی زمانی هوښیار انسان را زیږولۍ دی
زه دی ښکو راښکو کی انسانی خصلت غالب ګڼم
مات به ابلیسان شی اخر دا جنګ یی بایللی دی
---------------------------------------