د ځوان شاعرطالب منګل شعري ټولګه ((سپوږمې ژاړي))

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله زيار
د ځوان شاعرطالب منګل شعري ټولګه ((سپوږمې ژاړي)) له کابل نه صميم ادبي ټولنې په ښه صحافت، رنګه پښتۍ، سپين كاغذ، په يو زر ټوكونو كې خپره او بازار ته وړاندې كړه..نوموړې ټولګه يو سل پنځه دېرش(١٣٥) مخونه لري، چې په کې غزلونه اونظمونه چاپ شوي دي

كه څه هم دمنګل صيب شاعري له څو كلونو راهيسې په هېواد كې د ننه او له هېواده د باندې په چاپي خپرونو او ګڼو پښتو انټرنېټ پاڼو كې خپريږي، خو په كتابي بڼه يې دا لومړۍ شعري ټولګه ده.

کله چې د پښتو پاڼو له لارې د منګل صيب شعرونه خپرېدل نو هغه په ډېر کم وخت کې خپل شهرت د ننه په هېواد او بهر کې لاسه ته راوړ،خو دی د نور وځوانانو پر خلاف خپل شهرت دومره نه خوښوي.


دامريکا متحده ايلاتو په (واشنګټن )ښار کې فرهنګپال ورور داوود شاه هلمندوال دښاغلي منګل له شعر سره دخاصې مينې له کبله دې ته ورودنګل چې د خواږه شاعر شعري ټولګه چاپ او د خلکو تر لاسونو يې ورورسوي.
ښاغلی طالب منګل دخوست اوسيدونكى دى او له نهو كلونو راهيسې په ژورنالېزم كې د بوختيا ترڅنګ شاعري هم كوي، د شاعرۍ عمر يې ښايي له ژورنالېزمه اوږد وي،ښاغلي منګل ته خدای ښه غږ ورکړی او دخپل خوږ غږ او شعر لاامله ډېر مينوال لري.
ډېر شعر پېژندونكي، چې د منګل شعرونه يې لوستي او يا اوريدلي دي، پدې اند دي، چې منګل د ځوانو پښتنو شاعرانو په ليكه كې يو سرلارى او نوښتګر شاعر دى.
ښاغلى منګل نه يوازې چې شاعر دى ، بلکې يو ښه ژورنالېست او ليکوال هم دى او په دې برخه کې داسې په تول برابر ناچاپ(۴) اثار لري چې د ټولنې دردونه ، کړاونه ، ځورېدل ، او نيمګړتياوې يي په ډېر هنر سره د قلم په پسته ژبه ځاى پر ځاى کړي دي او انشاالله چې دا به هم ډېر ژر د چاپ پر ګاڼه وپوښل شي او ستاسو تر خوږو لاسونو به درورسيږي .
هېره دې نه وي چې ښاغلي طالب منګل يو بل د شهکارۍ ګام هم د پښتو ژبې د بډاينې لپاره اخيستى دى ، چې هغه ګام دې (درې سوه منګل کرښو) په نوم، د يو داسې چوکاټ ايښودل دي ، چې تر اوسه پورې زموږ په پښتو ژبه کې نه شته او نه هم ليدل شوى دى .
کله چې دا (منګل کرښې )د نېټ له لارې خپرې شوې نو د ادب پېژندونکو او د ادب د مينوالو له خوا دتود هرکلي سره مخامخ شوې.
ددغو (درې سوه منګل کرښو)د چاپ او خپرولو ژمنه هم درسره کوو چې انشاالله دا به هم ډېرې زر چاپ او خپرې شي ، تر څو ستاسو ادبي تنده پرې خړوبه شي .
ددغو (درې سوه منګل کرښو) د چوکاټ ايښودو او دشعري ټولګې (سپوږمۍ ژاړي)مبارکي ټولو،شاعرانو،لــيکوالانو،اود ادب مينوالو ته د زړه له اخلاصه وړاندې کوم.
هېره دې نه وي چې تاسو دا شعري ټولګه(سپوږمۍ ژاړي) د هېواد په هر ولاېت کې تر لاسه کولی شی.
ويبلاک: http://talibmangal.blogfa.com
ايمل ادرس : دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
رفيع الله زيار
خوست