دښکلی کندهارترزړه بياويني څاڅي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حبيب الله  غمخور
دپښتوژبې دادب دآسمان ځلانده ستوري اوابدي ژوندي افغان شاعر اوسياتوال گل پاچاالفت پدي شعر به ئې پيل کړم چي وايي : 
اعتراف
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي

نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي
نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي
زه يې په  ليدلو او ويلو ګناهګار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې غاښلي دي
نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي
دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم
ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چليدلي دي
هيڅ اميد ترې مکړه که څوک ځان دې تا غلام بولي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي
په غټ گمان پرکندهاربه عمليات په اصطلاح  دسولي مشورتي جرگې نه ورسته پيل اوتر روژې وړاندي به ئي ختم اعلان سي .دابه ارام اوبې تلفاتونه بلکي له درنوتلفاتوسره مل وي ځکه چې طالبان اوبهرني پلويان ئې  له يوې خوادولت اوبهرني پلويان ئي له بلې خوادعملياتولپاره مزغنه تياري نسي  .
افغانان  وايي په هيوادكې دا نهه کاله ئې بېله جګړې، چاودنې،ځانمرګي  بریدونو اوپه فساد ککړه اداره ظلم اوستم ،دبلې خواداسلام په نامه داسلام اوافغانيت پرخلاف کړنونه ئي بل څه ندي ليدلي  .
دبهرنيو اوکورنيو سياسي څېړونکوپه اند نه يوازي په کندهاربلکي په ټول هيوادکي دا ترينگلې اوترخه وضعه   چي دعاموخلکوپه خبره دوينوبوي ترې راځي اوهر ه ورځ په هيوادکي نږدې دېرش بېگناه انسانان ژوند دلاسه ورکوي  دبن له کنفرانس نه راپدې خوا دافغانستان دسياسي اوټولنيزحالت په وړاندي  دبهرنيانودلويي تيروتنې پايله ده .دوي په خپلو لاسو اوپيسودهمدې دولت چي داتوکالوپه تيرېدوسره  پداسي حال کي چي يوسل شل زره  په مډرنه وسله سمبال بهرنۍ پوځ ،کارپوهانو،نړيوال ملاتړ ،تبليغاتواوپه ميليارډونو لگښتنو ، مالي او مادي تلفاتوپه پايله کي تراوسه دهمدې بهرنيو دله ايزورسنيوپه وينادافغانستان مرکزي حکومت دهيوادپر  نيمايي لا حاکميت نلري ،چيري چي دورځې حاکميت وي دشپې هلته ددولت مخالفين حاکميت لر ي ،دټول افغانستان په کليو اوقريوکي ددولت مخالفين مسلط دي .
پنټاګون خپله اعتراف کوي وايي ، د ولسمشر حامد کرزي له حکومت څخه د خلکو ملاتړ ډېر کمزوری دی او په حکومت کې اداری فساد پر دې حکومت د خلکو باور ته ډېرزیان رسولی . پنټاګون لخوا د افغانستان په اړه په یوه نوي رپوټ کې چې دثورپر ۸  مه  یې خپور کړ ،راغلي، د افغانستان له ۱۲۱ ولسوالیو څخه، چې د روانې جګړې په ترڅ کې د ستراتیژیک اهمیت لرونکې ولسوالۍ بلل شوی، یواځې ۲۹ یې د کرزي د حکومت ملاتړ کوي . که څه هم دافغانستان ددولتي چارواکولخوادارپوټ وغندل سواويوشمير بهرنيو جنرالانوهم دخپل اعتباراوپوځی حيثيت ساتلوپه موخه دملاتړسر ورسره  وښوراوه خورښتيا رښتيادي  .
دادی اوس ددومياشتو کېږی  چي تبلېغات روان دي نن اوياسباپر کندهار عمليات پيلېږي ، ددوي په ويناچي گويا  پدې ډول تبليغاتوبه  طالبان ډارکړی اوله کندهاره به ئي فرارته وهڅوي ،مگر دا عملي خبره نده ،دطالبانواو امريکا دمخالفينودښمنان هم دومره ساده ندي چي داډول ساده تبليغاتي پاليسي درک نکړاي سي . داماشومانه پاليسي ده په هيڅ صورت دروڼ فعاليت او دموکراسی تمثيل په دې ډول  نسي تمثيلېداي . په افغانستان کي ددولت پر خلاف جگړه دکلي اوښارپه کچه نده،دادطالبانو او دولت جگړه نده، دلته دپردي شاته دخپلوموخولپاره نورقوتونولخواد بېچاره  افغان دسرپه قيمت  سيالي پر مخ بيول کيږي .دې ترېخوالي اوس دسيمي په کچه دتريخوالي اوترينگلتيابڼه غوره کړېده .اوس پدې اورکي نه يوازي افغانستان بلکي دامتيا زاتودترلاسه کولوپه خاطر دپاکستان بېگناه خلک هم سوځي ،په اروپا او ان په امريکاکي بيا ټول پسله هغه وارخطا سول  کله چي دمی پر دوهمه پاکستاني امريکايي الاصله چي ددوي په وينا دپاکستاني طالبانولخواروزل سوی غوښتل د امريکا دنيو يارک دښار په يوه له گڼې گوڼې ډکه سيمه کي موټر والوزوي  .
دبهرنيو هيوادوپه سرکي دامريکادڅوکالوخواريو اولگښتونودپايلوداروښانه جوتېږي  چي دوي له يوې خواد افغانستان ټولنه ندې څېړلې اوپېژندلې اودبلي خوالکه دخپلو مخالفينوپه وړاندي ددولتي فسادپه وړاندي هم دقيقه اوکوټلې عملي پاليسي نلري .که ئي لري نوبيا ولي دغه ستونزه چي ډيره ساده حلېداي سي دومره غټوي،نه يوازي افغانان بلکي نړيوال هم پرې ډاروي؟  
همدانړيواله ټولنه وه چي دامريکاپه مشری ئې دانامنلي دولتي اداره دهغو ته وسپارل چي افغان ولس ته دمنلو وړنه وه اونه ئې ددوي استازيتوب کاوه . دغه لويه اونه بخښونکې تير وتنه ددې لامل سول چي يوه نامطلوبه اوله ولس نه بېگانه  اداره منځته راسي ،پدې نامطلوبه ادار ه کي په طبعې بڼه دولتي فسادراټوکيږي اولويېږي ، چي دادی اوس همداسي  وسول .
دبن دکنفرانس په پايله کي ددوي په خوښه ددولتي سيستم لومړنۍ خښته  کږه کښېښودل سوه ،ځکه تراوسه دغه تعمير کوږ  جوړېږي اوسمول ئي ستونزمن دي  .
يوستر شاعر وايي :
سنگ اول چون نهد معمار کج         تاثريارميرود ديوارکج
موقتي اوعبوري دوري تيري سولې،دټاکنوتر نامه لاندي ښاغلي کرزی دجمهوررئېس په توگه وټاکل سواو دهغه سره په څنگ کي هغواشخاصوته په دولت کي بيا ځاي ورکړه سوکوم چي خلکوددوي دناروا اوظلم نه په تنگ راغلي وه ځکه ئې طالبانوته  هر کلۍ ووايه . دادی پسله اته کال امريکايي او اروپايي چارواکي پردې اعتراف کوي ،وايي دولت دومره فاسد دی چي عام خلک دخپلو دعوودخلاصولو لپاره دطالبانو پټو محکموته  مراجعه کوي اوپه هغوي خپل ورپېښې ستونزي خلاصوي  .
پايله داسول چي دولتي مافيا چي په پاکستان اوايران کښي ئي دد لپاره دبهرنيو هرډول ورانونکي امرونه منل پر دولتي واک منگولي ښخي ګړې ،دکوکنارواوهېروئينوله مافياسره ئي لاس يوکړ  دبهرنيو مشاورينوپر لاس ئي دبهرنيو هيوادو له مختليفو شبکوسره اړېکي تازه کړې . ددې سره سم  په ټول افغانستان کي دکوکنارو کر کېله اودتارياکوتوليد زيات سو افغانستان دهيروئينودتوليدپه لومړني هيوادبدل سو .
دپارلماني امکاناتونه په استفادې سره ئي ځانته له پخوانيو ټولوجرمونواوتورونونجات ورکړ .دانتقالي عدالت په نوم پروسه چي خلکوفکرکاوه ځينی مجرمين اودبشردحقوقوپايمالېدونکی به پکښي محکمه سي ترڅومياشتو ډنډورې وروسته  دجموررئيس په غيرعادلانه فرمان چي مجرمينوته ئي دځاني حاکميت دساتلو اوهغوي دخوشحا لېدوپه خاطردعفې  اعلان،د ابدلپاره دتاريخ يوه پاڼه وگرځېدل اودملي آرشيف په يوه زاړ اودودوهلی صنوق کي قلف شول.
په هيوادنی کچه  داڅرگنده سول چي دولتي واک دهغولاسته ورغلی کوم چي په چوراوچپاول کي تاريخي شهرت  لری . دشخصي اوملي شتمنيوخپلول (غصب )،رشوت ،ددولتي واک نه ناوړه استفادې قانوني بڼه غوره غوکړه، شيرپور چي يو تاريخي ځاي ودشيرچورپه نامه ونومول سواودغو ښاغلو ځانته پکښي بلډنگونه جوړ کړل ،پايله داسول دداسي يوه هيواد چي ټول دولتي لگښت ئي دبهرنيو هيوادودعام ولس له ماليي نه تمولېږي په دډوبی کي ترنورو بهرنيا نوزيات  لکس بلډنگونه لري ،دښاغلي کرزی خبره ستۀ داسي کسان  چي د اخترونواوجمعې ورځي په ډوبی اويانوروبهرنيو هيوادوکي تيروي  .
دهمدې  چورددوام پايله ده  چي دپرون پاټکيان ، ايران اوپاکستان کي روزل سوی قوماندانان  اوصاحبان نن ميلياردران   او دبلډينگونو خاوندان سول . چوراوچپاول  دومره پراخ سوچي زموږ دهيوادتاريخ ئي بېلگه نه پېژني . خوبل پلوته ملت ترخوار لاخوار،بېکاري  اوج ته ورسېدل په افغانستان کي دنړيوالي احصائي له مخې تر ((اوه ميليونه)) زيات افغانان دخوړود پيداکولوله ستونزي سره مخامخ دي  .دکار لپاره پاکستان ،هندوستان،ايران ،عربي متحده عماراتواواروپاته دهري ورځي په تېرېدودمهاجرتونوشمېره زياتېږي .دکډوالو دنړی وال سازمان دورستيو دريومياشتودخپرې سوې احصائيې له مخې  په نړيواله کچه افغانستان لومړنی هيواد دی  چې دومره ځوانان ئي دبېکاری اوبې امنی له امله بهرنيو هيوادو ته فرارکوي .
دولتي فساد،بې عدالتي اوناوړه چلند دومره وغځېداوغښتلی سوچي نه يوازي ئي غريب اوبې دفاع خلک يوځل بيادبهرنيو هيوادو نوکران کړل،بلکي زيات شمير همدا اوسني جنگيالی هغه کسان دی چي دهمدي دولتي چاروا کو اوهغوي دکورنۍ دغړود ظلمونو اوتيريوله لاسه  مجبورسول  ترڅو ددوي پر خلاف وسله واخلي اودطالب جنگياليوسره وردرېږي  .
ځکه خوعام ولس خپلي  دوسې اولانجې  لکه داستاد رباني دحاکميت په وخت کي يوځل بيا دطالبانوپه محکموکي  فيصله کوی  . په تکرار وايم دکندهار خلک علم پروره ،هوښياراودتمدن ليوال ولس دی ،دادمنلو وړنده چي څونالوستي طالبان دي دوي جگړې ته وهڅوي اويادې غروته پورته کړي ،داددولتي چارواکواودنړيوالو دخبروله مخې دښاغلي کرزی کورنۍ او يوشميرخپلوان دي چي کندهاريان ئي غروته پورته کړل ،داکار په روزگان کي هم وسواوډيري ناوړه پايلي ئې لرلې . زيات کندهاريان داوايي چي زيات قومي مشران دده په اشاره له منځه ولاړل .
همدا ورستيو ورځوکي دکندهارپه ښارکي دمشرانوپه شهادت رسول  ټولوته يوعالم سوالونه راپيداکړي  اوپوښتنه کوي، داڅوک دي  اودڅه لپاره دکندهارقومي مشران يوپه بل پسې په نښه کيږي ؟؟؟ ددغووحشيانه وژنوپه مقابل کې ددولت غبرگون چوپتيااوکله ناکله سړه ډاډگېرنې هم داندېښې وړدي .
البته په ټول افغانستان اوکندهارکي دبهرنيو پوځيانولخواناوړه چلند، دافغان ولس دوداودستورته  درناوی نه کول  پرخپل سره دکوم ناولی ترجمان په اويااجنټ په خوله عمليات کول،په نيمه شپه  دخلکوپه کوروورننوتل ددې لامل سول چي خلک غروته پورته سول اودافغان ولس دگاونډيانوتبرته ئې لاستی واچاوه . يو پښتو متل دي وايي ((ليوه له خدايه څه غواړي ؟باد اوباران)) دې تېروتنواوددولتي حاکميت په نشومستوچارواکوکړنوزموږدولس دتاريخي دښمنانولپاره هره ورځ دباد او باران دفضادجوړېدولاملين  گرځي .
دبېلگې په توگه داپريل پر ۲۳ دازادی راډيو  لخوا يوه تبصيره  خپره سول په هغې کي راغلي : (( . . .  پدې نیم ملیوني ښار حکومتي چارې د کندهار د ولایتي شورا د رئيس احمدولي کرزي په لاس کې دي .اداري فساد عام دی او ښاریان وايي چې پولیس د سیمه ییزو قدرتمندانومربوط کسان دي .
دثورپر شپږمه  نیویارک تایمز ليکي : (( امریکایی ها و مقامات ناتو نمی خواهند در مورد یک مشکل عمده حرف بزنند، یعنی حضور دوام دار احمد ولی کرزی، برادر رییس جمهور کرزی، شخصی که گفته می شود با معامله گران مواد مخدر و ملیشه های طالب روابط دارد. این مساله سبب شده است تا یک تعداد از مقامات غربی بگویند که فساد و مشکلات اداری مردم را وا داشته تا بیشتر طالبان را بپذیرند،نه حکومت را. ))
د رویترز خبري آژانس ليکي ((دکندهار دولايتي شورا رئېس دښاغلي کرزی ورور احمد ولی کرزی عملأ دافغانستان په جنوب کي مقتدرترين مقام دي .))
دمی دمياشتي په لومړی ورځ دبې بې سي ويب پاڼه  دامريکادوسله وال ټوځ لوي دستريز امیرالبحر مایک مولن له خولې ليکي  : ((کله چي  دامیر البحر مایک مولن څخه پوښتنه وسول کېداي سي احمدلي کرزی بغل ياڅنډې ته ټېل وهل سي هغه  
په ځواب کي وويل داپه کرزی پوري اړه لري  چي دفساد سره دمبارزې اوښه حکومت کولولپاره څه وکړي  .
ولي درويتر دليکنې له مخې  يوجگپوړي چارواکي  چي نه ئي غوښتل نوم ئې يادسي  دامیر البحر مایک مولن تر څرگند ونو لاهم تيزولاړ اوڅرگنده ئي کړه چي احمدولي کرزی نه بايدپه کندهارکي پاته سي .ځکه ډيره بې اتفاقی ته لمن وهی،هغه وويل يواز کرزی کولاي سي پرېکړه وکړي چي ددې سړې سره څه وکړي .
درويترز په نويشته يوبل امريکايي چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخستل سي وويل: (( غواړي احمدولي کرزی په کندهارکي نه اوسی ، ځکه بې اتفاقيوته زياته لمن وهي  . . . .))
جالبه داده چي دوي ولي داحمدولي کرزی څخه دومره بېزاره سوي دي ځکه هغه دپاکستان داستخباراتي کړيو اوخپله دسي آي اې سره په اړيکوتورن سړی بلل کيږي .اوتنها يوه اونۍ وړاندي ئي تر هرچاوړاندي دځان له ډاره چي بې واکه نسي  په کندهارکي دپوځی عملياتودسرته رسېدوسره په زياته خوښی موافقه اوملاتړ اعلان کړ.ترکومه ځاي چي دا ښاغلي دکندهاردولايتي شورا رئيس اوپه کندهارکي لومړنۍ واکداردي دافغاني چارواکواوبهرنيانولپاره همدا موافقه کفايت  کوي چي ووايي دادي دکندهارمشران زموږسره دعملياتوپه برخه کي موافق دي .
همدا جنگسالارواوپاټکيانو چي دمفتواوکاغزپېچه ډالروسره ئي دجهادپه نامه عادت کړی وو، اوس ددولتي امکاناتونه په استفادې سره دملت ويني ځبېښی اوپه هيڅ صورت حاضر ندی دغه غوړه گوله دبل چا سره شريکه کړي .ځکه خوڅه موده وړاندي کله چي امنيتي حالت دطالبانولخوادواسکټونوپه الوزولوسره نا ارامه سوحتا شيخ پاني مجددي چي په قانوني، لحاظ نور بايد دامقام  يوبل مستحق ته پرېږدي ،چيغه کړه دولت او بهرنيان بايد ددغوياغيانوپر خلاف ټول ولس په وسله سمبال کړي،داځيني ورکه سول چي څوک دچاپر خلاف پوسلو سمبال سي . داخبري پداسي حال کي کوي  چي په خپله ښاغلي مجددي دهغه کميسيون مشري په غاړه لري کوم چي ددولت مخالفين بايدسولي اوپخلاينې ته  راوبولي .
ددې ټولوڅرگندواوروښانه حقايقواوفاکټونوسره غربي نړۍ اوس  له  دغه کسانو څخه  دډله ايزو رسنيوپه مټ سر ټکوي کوم چي دوي  پر قدرت راوستل،حمايه ئي کړل اوددولتي امکاناتو څخه دناوړه استفادي زمينه ئي ورته برابره کړل، اوس چي تر يوه بريده ناوخته  سوی ،وايي دټولوناخوالومورينه  اولامل همدا دوي دي .
ډير پدې باوردي  چي امريکا اوملاتړوهيوادوئې دافغانستان په اړوند پوره اوکره معلومات نه درلود،دکوم پر بنياد چي دوي بايد سالمه پاليسي اودقيقه ستراتېژي جوړ کړې واي،ځکه خوتراوسه لاددې ډول ستونزوسره مخامخ دي  .
پنټاګون وایي، که څه هم افغانستان د اداري فساد پرضد د مبارزې  او اداره جوړه کړې اوددوي  په ويناپدې  برخه کې ئې  پرمختګونه کړي، خو ریښتینی چلنج په خپل حال دی او د دې ستونزې د هواری لپاره هم پرسیاسي ارادې شک موجود دی .
دثورپر ۹ مه  د ولسمشر كرزي وياند سيامك هروي وايي،  د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره حكومت جدي هڅې پيل كړي او ښې لاس ته راوړنې  لري .
ددوي لاسته راوړڼي دادي چي دحج او اوقافودوزارت خزانه دارئي محاکمې ته راکش کړ وايي تا وزيرته درشوت په پيداکو لوکي مرسته کول اوتاڅوديرش زره ډالر له سعودي نه بيرته راوړي،دادرشوت پيسې دي . سوال دادی چي دادومره وخت ولي داخبره پټه پاته وه؟ په هغه لومړۍ ورځ بايد رسوا سوي وايي اوبل داچي وزيرته ئي رشوت اخستی نووزيرصاحب ته مو ولي اجازه ورکړه چي لندن ته ولاړسي؟ داهم ددوي لخواددولتي فسادسره دمبارزې لويه راسته روړنه !!!!!!!!!!!!
بلې خواته ملي چپاولگروپردولتي مقامونوباندي تکيه کړې،ملي اوشخصي شتمنۍ ئې لوټ کړې ،دوي عادي او بېچاره خلک چي يوڅوروپی رشوت ئي اخيستی ددولتي فسادسره دمبازري دشعاردپلي کېدوپه خاطر دژورنالستانوپه وړاندي محاکمې ته رابولي .
په راپورکې خبرداری ورکړل شوی، چې اداري فساد ته په پام سره پرحکومت د خلکو باور ډېر کمزوری دی، چې د ملامتي ګوته یې نړیوالې ټولنې او نړیوالو ځواکونو دواړو ته هم نیول کیږي .
په رپوټ کې داهم ویل شوي، چې په حکومت کې اداري فساد، خلکو ته د لومړینو اسانتیاو په برابرولو کې د حکومت ناتواني او د ځینو حکومتي چارواکو او افغان امنیتي ځواکونو بدو چلندونو د وسله والو طالبانو د فعالیتونو له دوام سره مرسته کړې ده .
د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن وايي :  په افغانستان کې اصلي ستونزه طالبان نه بلکې د قوي حکومت نشتوالی دی .د ناټو مقامات وايي دوی په کندهار کې له دغو عملیاتوڅخه  د قومي مشرانو له اندېښنو خبر دي خو دوی لومړیتوب دې ته ورکوي چې په دې ولایت کې رشوتخوري او اداري فساد پای ته ورسوی . يابه ما غلطه کړې وي اوياخو به داسي وي چي دادبشرپه تاريخ کي لومړنۍ ځل دي چي بهرني پوځيان په يوه بل  پردي هيوادکي پر يوښارباندي دپوځی عملياتوپه نامه داداري فسادجرړي باسي ، داچي څنگه ئي باسي تراوسه دهيڅوک نه پوهېږي  اونه هم دوي پدې هکله کومه تبصره کوي تر څودعام ولس اوپه بهرکي دميشتو افغانانو اندېښنې  اوتشويشونه  رفع سي .
دمی پر ۱۲مه د امریکا ولسمشربارک اوباما د افغانستان له ولسمشرحامدکرزي سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې دی ډاډه دی چې امریکايی ځواکونه به له پلان سره سم د ۲۰۱۱ کال له جولایه خپل هیواد ته د ستنېدو لړۍ پیل کړي ،خوپه راتلونکو څو میاشتو کې د سختو جګړو اټکل کوي .
اوباما وویل : (( . . .سختې جګړې پېښېدونکې د ي  . . . .)) ددغو سختوجگړو ډگربه کوم ولايت اوياکومه سيمه وي په خبره کي ورته اشاره نده سوې  . څېړونکي دکندهارعمليات يوه له دغوسختو جگړونه بولي چي دورته داداري فسادپر خلااف مبارزه وايي .
د كابل پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو د پوهنځي استاد ودير صافى دډله ايزورسنيو سره په خبروکي ددولتي کمزوری  په هکله وايي : د جمهور رئيس كرزي حكومت په تيروكلونوكې په ملي او نړيواله سطح خپلې كړې ژمنې نه دي عملي كړي او په هره برخه كې ناكامه پاتې شوی دی،هغه زياتوی"دې رژیم نه هېڅ هم په لاس رانغلل،نه دقانون حاکمیت شته، نه مسلکي خلک رواستل شول، نه د امنیت په تامینولوکې کارکولی شي اود فساد په کمولو کې سیاسي اراده وجود نه لري .که په ۳۴ ولایتونو کې که وګرځي په سلو کې نوي دولتي مامورين رشوت خوري او خیانت کوي، نو له دې مملکت څخه به څه جوړ شي."
نورالحق علومي  هم دې ټکي ته اشاره کوي څرگندوي  : (( تنها طالبان عامل نا امني قندهار نيستند بلكه عده‌اي از مردم از عملكردهاي دولت و نيروهاي خارجي به ستوه آمده اند و نيز عده‌اي براي حفظ جان خود دست به اسلحه برده اند كه اين عوامل نيز قندهار را به يك شهر بي سرنوشت و ناامن تبديل كرده است . وي افزود،كساني كه امروز دست به اسلحه برده اند، كساني هستند كه درهاي دولت افغانستان به روي آنان بسته بوده است و در نبود يك حكومت قانون مجبور شده اند دست به اسلحه ببرند. ))
دامريکادوسله وال پوځ لوي دستريز امیرالبحر مایک مولن  دطالبانوپر شاټمبولولپاره کندهار دافغانستان دثقل مرکز وباله ،مگر هغه وويل  که چيري کرزی ددولتي فسادسره په مبارزه کي جدي گامونه اوچت نکړي ټوله ستراتېژي ناکامېداي شي . هغه وړاندي وايي،هغه وايي که چيري داپراخ اداري فسادپه کندهارکي له منځه ولاړ نسي اويوه مشرع حکومتداري منځته رانسي  موږ هلته  بريالي کېداي  نشو . هغه څرگنده کړه دپوځی پلوه کېداي سي بريالي سو،ولي دابرياليتوب  به گټورنه وي . . . ))
د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کرسټل داپریل  پر۲۱ مه په جرمني کې په خپلو څرگندونوکي   داپه ډاگه کړه چي په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسېدلی ،افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د سیالیو او کلتوري یرغل په  مید ان
بدل شوی ، ناامني دهرې  ورځې په تېرېدوسره  زیاتېږي  ،په دولت کي د حکومت اوپارلمان   ترمنځ اختلاف د افغانستان په تاریخ کې بې ساري مرحلې ته رسېدلی ، روښانه بېلگه ئې په حکومت کي  نږدې  نیما يي وزارتونه دپارلمان لخوامنل سوی وزيران نلري  . تر ټولوجالبه ده داده چي ديوه داسي کمزوري دولت اوکمزوري مشرتابه بېله قيداوشرط ملاتړ بيادڅ لپاره ؟ اياداښه نه وه /چي همدې بهرنيانودملگروملتوله نامه نه افغان ولس ته مراجعه کړې واي اودغه خبره چي  په جرمني کښي کوي دلته ئي په افغانستان کي کړېواي ،اودخلکونه غوښتل سوی وايي چي سالم کسان دوي ته ورپه گوته کړي .په افغانستان کي قتل الرجال نه دی راغلي  داسي پاک کسان شته چي دادسي لسو دولتونوچوکی ډکولاي سي .
ښاغلی ودير صافي هم  زمادخبروپخلی کوي وايي : ((خلك له جګړې ستومانه شوي دي . زه فكر كوم  هېڅوك د خلكودستو نزوله اواريدو سره مينه نه لري ،سوله او ثبات نشته چارواكي فاسد دي او نړيواله ټولنه د خلكو د ستونزو پر وړاندې بې پروا ده.))
ولسمشركرزي د كندهارخلکو ته په ورستي سفرکي وعده ورکړه چې د دې ولايت د دولتي ادارو د ښه كولواود قومونو دستونزو د هوارولول پاره به ډيرې هڅې وكړي . خوداوعده ئي ورنکړه چي خپل ورورنواونور خپلوانوته به هم نصېحت وکړی چي نور دکندهاريانوله زورونې څخه  لاس واخلي اوياداورته ووايي چي بيرته بهرولاړ سي ترڅوخلک دي له شره خلاص سي .
يونيم کال  پخواښاغلي کرزی په ډيرو عجيبو غرېبو الفاظو ژورنالستانوته وويل چي ما اورېدلي ، زما اويازما دکورنۍ له نامه او اړيکونه بده استفاده کېږي ،زه تاسوته په ډاگه وايم چي هيڅوک زماله نامه اوکورني اړېکونه بده استفاده نس کولاي .
دوې ورځې وروسته دلراوبرويب پاڼي له لاري يوه بېچاره کندهاري ليکوال دځان  له ډاره په مستعارنوم تر دې نامه لاندي (( کرزی صاحب  ! پدې کسانو کي اغالالا(دده ورور) هم شامل دی ؟))  يوه لنډه خوډيره غوښنه مقاله خپره کړه .
ديادولو وړده  چي دپورته يادسوو کورنيو ناخوالوتر څنگ زموږ گاونډيان اوهغه چي په خپل منځ کي دنړی پر نوي ويش اوسيمه ايزوتاثيراتوسيالی سره لري هم ارام ندي ناست ، دافغانستان داڅولسيزي دې موخوته رسېدولپاره دزبرځواکو دپټواوښکاره سيالوډگرگرځېدلی .
ښاغلي ودير صافي هم زماسره  دامني وايي چي : ((. . . افغانستان د نړيوالو او سيمه ييزو ځواكونو دجګړې ډګر دى، چې دخپلو ګټو لپاره مبارزه كوي . زموږ گاونډيان ،همدا ډول  په سيمه اونړۍ کښي زبرځواک  غواړي په افغانستان  كي  د يوه بل په پرتله امتيازونه ترلاسه كړي اودلته په افغانستان کي زور آزمو ينې ترسره کوي . افغانان له  نړيوالونه  غواړي چې دوي   ته د خپل كور جوړولوحق  وركړي .))
که داورستي (( ۹)) کاله راوڅېړونودابه راته جوته شي چي په افغانستان کي دهمېشنی سولي دښمنان تر هرچا دمخه زموږ جنوبي اوغربي گانډ اويوشمير نورهيوادونه دي چي هغوي بيانوري موخي لري  . دتاريخ په اوږدو کي  پاکستان دخپل جوړېدواوايراني اخوندوته د دولتي واک ته رسېدوراوروسته په افغانستان کي دخپل نفوذ دپراختياپه موخه له هيڅ ډول لاس وهنواوزموږ هيوادته دافراتيزم اوجگړې داورشيندلوڅخه ډډه نه ده کړې  .
ايران دسياسي نفوذ تر څنگ دمذهبي ،ژبني اوفرهنگي تاثيراتو دپراختيا او ددې تر څنگ له امريکا او اروپاسره سياليو پروگرام هم پر مخ بيايي . همدا ډول عربي شيخان اونورهم خپلې گټې دافغان ولس سرپه صدقه ساتي .کله چي ايراني چار وا کي وغواړي پر امريکا فشار زيات کړي نودافغان کډوالوپه زوراوغير نساني توگه ايستلو ته ملاوتړي .
پدې څوکاله دوي په دوبي اودژمي په سړه هواکي په زرهاوافغان کډوال په زورله خپل هيوانه په ډيره وحشيانه بڼه ايستلي ،چي پدې ورستيوکي هم داکار وکړ .  دمی پر ۱۱ مه  دبې بې سي دخبر له مخې د افغانستان په لوېدیځ کې چارواکي وایي په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ زره افغان کډوال له ګاونډي ایران نه افغانستان ته شړل شوي دي .
پدې ورستيو کي چي کله ايراني چارواکودټولونړيوالوپرنسيبونواوبشري حقوقوخلاف دريوزره افغان کډوالوته داعدام سزا اعلان اودهغوي په شهادت رسول ئي پيل کړه،دنړۍ په گوټ گوټ کي دټول افغان ولس له کلک غبرگون سره مخامخ سول ،دايران بيرغونه،دخميني اواحمدي نژادعکسونوته ئي اورورته کړ .
دا ټولوته څرگنده او روښانه ده چي افغانان د سولې اوثبات غوښتونكی دي  هغوى غواړي خپل وران كورونه جوړ اوماشومان ئې ښوونځيوته ولاړ سي ،ځوانان ئي کاروکړي .خوداټولي ارزوگاني  په سوله اوديوه ملي منلۍ دولتي حاکميت  په شتون کي ترسره کېداي سي،چي متاسفانه تراوسه لادې اميدته رسېدل يوخوب اوخيال دي .
عام ولس چي دقدرت پر سرله جگړې او وژنې  نه ستړئ سوی  له ښکېلو اړخونوڅخه غواړي چې له جګړې لاس په سر شي اوپه بدل کښي ئي  دهيوادبيارغونې پروسه گړندۍ کړي .
همدا شېبه چي دليکې دابرخه رانغاړم  دارياناتلويزيون له لاري دکرزی او ښاغلي بارک اوباما دليدنوکتنو پايلي گټوري بولي وايي چي پدې سفرکي به کرزی داداري فسادسره دمبارزې اوسولي دتامين لپاره گټوري مرستې ترلاسه کړي .پدې هيله  چي له دغوگټورو مرستونه  دملت دښېرازي اوپه رښتياسره ددولتي فساد،بې عدالتي اوټولنيزوناخوالوپر خلاف استفاده ځيني وسي . والله عالم  
نوربيا