تعصب یعنی څه ؟ what is fanaticism

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

څیړونکی اولیکونکی:پوهندوی دوکتورسید حسام(مل)

تعصب پخپله د مادی اوماتریالیستی برخورد په  نظر کی نیولو سره یوذهنی اوایدیالیستی  برخورد یا  ټکل دی ، اودا ځکه چی یومتعصب سړی هغه چاری کوم چی  د هغه پام ورته  اړول کیږی هغه  پیژنی یا دهغه په  پیژند نه  کی زیا ر با سی اوله نورو څخه غواړی چی له هغه څخه پیروی وکړی .ا

وهغه په دی معنی چی  هغه خپل ځان او خپل مذهب  او آین  ته له  نورو  څخه  زیات اهمیت ورکوی .
دتعصب دمفهوم دلنډی تاریخچی د یادونی څخه دلته مطلب دادی چی دافراط ګرو مذهبی ډلو ټپلو د کړنو څخه دهر ورځ په تیریدو سره امن اومصونیت یا له  مینځه ځی اویا دخطرسره مخامخ کیږی ،مګردبلی خواڅخه   ډیر کم  اوپه  نادر  شکل سره  نوموړی  اصطلاح او دهغه رنګا رنګ شکلونه تراوسه دعامه پیژندګلوی  په  منظور  پکار  وړل شوی  چی چندان قناعت  بخښونکی  نه  بریښی  نو د لته  د  مارتین لودر(Martin Luther) اودځنی نورو کارپوهانو او فیلوسوفیانو فیلوسوفی وړاندیزونه او څرګندونی  کوم  چی  تر نن  ورځی  پوری  تری یادونه  شوی  دی  په  ذکر  رسوو ،  تر څو  چی  د لوستونکی سره مو دهغو نظریات شریکه کړی اوسی .
دفلسفی اصولو یوڅیړونکی کوم چی یواځی دمتنونوپه مطالعی سره ځان مشغول ساتی اوله هغه څخه مختلف تعریفات راباسی هغه هم یواید یا لیست شمیرل کیږی ، اودا ځکه چی هغه یواځی ځنی مطا لب یا موضوعات په ذکر رسوی بی له دی چی د خپل ورځنی ژوند  په کړونو کی هغه په کار واچوی  نو  په  دی بنیا د سره هغه دژوند له حقیقت اومفهوم څخه  لری پا تی کیږی . هغه خپل باورونو اوخپل دخوښی مطالبو ته ډیر زیات اهمیت  ورکوی  اود هغه  ژوند  د رنګینو  جملو او د موضوعا تودپردو تر شا تیریږی .   د  واقیعتونو  نه پیژند نی او د خیال په نړی کی  ژوند کول  اود  خپل کړنی د پاره کوم مشخص  پلان  نه درلودل  خپله  یو ا یدیالیستی برخورد او ټکل دی . هغوی چی تل نیوکی کوی اود کار دبهبود دپاره کوم ځانګړی لاره نه ښیی لکه هغو دی چی د دردد پاره دارو اودرمل نه لری ، اوهغوی چی پرخپلو باندی د نیوکی حس ونه لری د   ( بیکاره) ماتریالستان له جملی څخه شمیرل کیږی .  له هرڅه نه مخکی دلته خپل پاملرنه د تعصب دمفهوم اودمتعصب سړی دپوره پیژندنی  په اړین رااړو او یا پری تم کیږوترڅو چی یو څه معلومات  ترلاسه کړو . له هغه وخته چی دتروریزم د تهد ید نښی نښانی  پیدا او په څرګند ډول سره خپل کرغیړن  مخ  را  ښکاره کړی دی ،  ځمونږ  دارامی اود هوسا  ژوند  نورمال پروسی ته دپای ټکی ایښی اوبشریت ته دواسواس اود تشویش سوغات  راوړی ،  او وروسته  د  کمونیزم د واکداری له یوی دوری څخه تر بله  دوری  پوری ، هرشی اوهرچاری اوس دموکراتیزی شوی بڼه غوره کړی اودا مطلب اوس په مد یا او ټولو رسنیو کی  په پراخه پیمانی سره خپریږی اودهمدی  د یموکراسی په نظر کی نیولو سره متعصبین هم خپل څیره په یو اویا په   بل  شکل  سره  راښکاره   کوی   ، کوم   چی  د سیکالوجستانو له نظره متعصب  سړی او خپله تعصب د یو فرهنګی  سندروم  (مجمع الاعراض)   په  صفت پیژندل  شوی  او یا  داچی  یو  ژور  روحی  مرضی  ( psychopathalogic)حالت دی چی په متعصب سړی کی لیدل کیږی ،  او د دغه  متعصب  سړی  له وضع او له کرکتر څخه  مونږ دا برداشت  کولای شو چی هغه په دی لټه  کی دی  چی د خپل د تعصب  او د خشونت  لمن  لاپسی  پراخ  او نړیوال  وګرځوی اود نړی د خلکو هوسا ژوند  ته تاوان ورسوی . مونږ ددی ډول تعصب اودمتعصبو خلکو ډیر مثالونه لرو : مثلاُ که مونږ چیری دافغانستان د ننی قرون وسطا یی بیرته پاتی متعصب واکدارانوکارنا می اوحتی دهغوی د دولت د مطبوعاتو په اصطلاح ازادی ته وګورو  تل دهغوی برخورد دتعصب سره مل وی . مثلاً کله چی په تلویزیون  کی یوهندی فلم دخلکو ننداری ته وړاندی کوی ، نوکله  چی یو لوڅ  هندی فلمی انجلی کوم  چی دفلم جوړونکی موسسی له خوا دهغه انجلی په سینګار با ندی څومره پیسی لګول شی دی  ترڅو چی د ننداره چیانو توجه ځانته  جلب کړی ، مګر متعصب  افغانی هنری سانسورچیان دا دښکلا او دسینګار ضد مجریان سمدلاسه  د هغه  ښکلی  فلمی  انجلی  په لوڅ  ټټر  او مړوندونه او پنډی  باندی ما نیتوری  پردی  اچوی  او خپل کرغیړن عمل اوکړنه دنړی خلکو ته ښیي.یاداچی دهندوانو په بتانو باندی پردی  غوړوی ،   دا  باید  په ډاګه کړو  چی  تعصب  او یا متعصبین سره سرحد نه پیژنی  یعنی  داسی ډ لی ټپلی هرچیری پیداکیږی مثلاُ په فرانسه کی  کوم  چی  مسلمان ښځینه  زده کوونکی ته  اجازه ورنکړل  شو چی خپل سر په د ستمال  پټ کړی اویا  داچی  په سویس  کی مسلما نا ن ته  اجازه ورنکړل شو  چی په  مسجدونوکی  مناری جوړ کړی  دا ټول هغه مثالونه دی چی د متعصبواودمتعاصبینو کرکتر او وصف بیا نوی . چی  دا  پخپله  یو روحی روانی ناروغی دی .                     

        د تعصب  د مفهوم په  سریزه کی  کوم چی  په ننی عصر  او زما ن  کی  یولړ  اید یا لوژیکی اواقتصادی مخالفتونه اویا تضادونه  مینځ ته  راوړی  دی ، لازم بریښی چی د تعصب  پر فرهنګی ،  روانی ، سیاسی، اوستراتیژیکی  اړخونو با ندی هم یو څه معلومات  تر لاسه کړو ترڅو چی د تعصب په مفهوم  باندی  پوره پوه شو :                                                     تعصب اکثراً په متفاوتو اومختلفو اشکالو سره تظاهر کوی چی حتی ځنی وختونه دیوتاریخی پیښی  په  بڼه لیدل کیږی لکه نژاد پرستی یا  راسیزم ، یا کلاسیک وصفی متعاصبین کوم چی په ځنی ډ یرو عربانو کی لیدل کیږی ، د  تعصب  ضد  تاریخی مفهوم  په  یوه برخه کی متعصبو اغلباً ځا ن ته دارواداری او اجازه ورکوی چی دخپل ګټی دلاس ته راوړلو دپاره خودسر اوپه ریا سره له  تعصبه  کارواخلی ،  که د یوی خوا  مونږ د متعصب سړی سره کمک نشو کولای نودبلی خوا د هغه  له  متکرر  درد راوړونکی  حالاتو  سره مخامخ کیږواوزمونږ پاملرنی ځان ته جلبوی چی حتی د  دښمنی  د راپیدا کیدو  لاری پرانځی  کوم چی د تعصب اصلی تعریف اودهغه وصف را بیانوی .  څرنګه کولای شو چی تعصب له ځانه لری اویا دهغه درملنه وکړو :                

                              دا به کافی  وی چی   ورځپا ڼی  ولولو اوپه تلویزیون کی مصور اخبار وګور و کوم چی د تلویزیون په ځنی پروګرامونو  کی   مجریان   په  څه  تعصب  سره  د متعاصبینو او افراطیانو سره  متعصب  برخورد کوی  کوم چی هغوی د جهاد پر ضد صلیبی جګړی ته لمن وهی ، په هر صورت د پاملرنی وړ مطلب دادی چی یود ددی ډلو څخه Samoza دی  کوم چی  په  طعنه امیز ډول هغه د لبنان اود  اسرایل  په دی اخری جنګ جګړو کی  را پا ری  اود پوره  تعصب  په لرلو  سره د اسرایل څخه دفاع  کوی او  حزب الله ته ناسزا وایی اوحتی تردی  اندازی  پوری چی حزب الله  ته د لوی اهریمن اودد ښمن لقب ورکوی اوپه دی  ډول غواړی چی داسرایل پر ما تی باندی برغولی واړوی .             د تعصب دغه په حال  د ودی د مفکوری  په  کار وړل اوله هغه څخه دراپیداشوی خطری پیښیو پیژندنه  اوبیا په ځانګړی ډول د مذ هبی سیا ستونوته پراختیا ورکول یا دهغه تشدیدول کوم چی دتاریخ په حافظه کی ددی ډول تعصب اودهغه دشکلونو ماهیت نه دی ثبت شوی ،ټول هغه څه دی چی دهغه دوسعت اویا دهغه دودی مخه باید ونیول شی . د فلسفی تاریخ  په کتنی او کمک سره دا اجازه تر لاسه کولای  شو چی دتعصب په نقد کی مخکی له ټولو نه په لمړی سر کی د هغه مختلف اړخونه په تحلیلی  بڼی سره باید وڅيړو  نو په همدی بنیاد په دغه مقاله کی دتاریخی اړخ له پلوه ددغه پیچلی جنجالی مفهوم (تعصب) ، دهغه دوام او  د هغه  په  رسمیت  پیژند نه  په  شمول  د سیاسی روانشناسی اومذهبی سیاسی کید نی تحلیل په نظر کی نیول شوی دی .           

                                               لودر: متعصب د متعصب ضد:           fanaticism - anti   fanatic  : Luther              اود افراط ګرایی خبری اتری یا مباحثه    د تعصب   دایدیولوژیکی ، مذهبی دینی ، اود  سیا سیی  شخړی اود جګړی په پایلی کی خلق  اومیدان ته راوتلی  کوم چی د لودر  (Luther  المانی مذهبی رفورمست)  او میلانختون   ( الما نی  بشردوست  او محقق)     یولړ پیشنهادی  اصلاحا ت  دالمان دهغی وخت په سیا سی حلقو کی کوم چی د هغه وخت توده  موضوع وه  سر راپورته کړ ،او دهمدی مباحثا تو په نتیجه کی دالمان د مختلفو ښا رونو څخه ګڼ ښاریا ن او بزګران دالمان د بی رحم اووحشی صفت اربا بانواود ځمکی د خاوندانو  پرضد په شورش لاس پوری کړل چی  ددی  شورش  الهام  او یا د هغه  فرماندهی دشورشی واعظانو لکه توماس مونستر اود شورش  په سر کی  پرهیزکارانو  اوکمونیست نظر ډ لی قراردرلودل د دی  جنبش  اویا د دی  پاڅون هدف  دشهزاده ګانو اود اربابا نو د تسلط د ټغر ټولید نه  وه . هغوی  یعنی دغه  شورش کونکی د دهقا نا نو ددفاع اود ملاتړپه خاطر کوم چی د هغوی اربابان غوښتل چی دهغویعنی دبزګرانو دکار محصول تصرف کړی کوم چی کارل مارکس دلمړی ځل د پاره  په مانیفست کی د  دهقانانو د کار محصولات د لمړنی انباشت تر نامه  نومولی  او دهغواربا با ن غوښتل چی دهقا نان له دی  محصولاتو  څخه  سلب  مالکیت کړی د هغه اربا با نو په ضد  ودریدل . د  تعصب اصطلاح د هغه د  بنیاد ګذار  اومولف  پروتستانتیزم  له خوا په المانی  ژبه باندی د schwarm په اصطلاح یا  کلمه ژباړه شوی او یا پکاروړل شوی کوم چی  دغه مذهبی مولف شورشیان اویا هغه خلک کوم چی دبزګرانو له حقونو څخه ملاتړ کول ملامت ګڼلی اویا پرهغو باندی نیوکی کړی اوپه دی عمل سره دکانت په نقد کی خپل نقش لوبولی دی .کوم چی دغه مفهوم په واقیعت کی د(۱۵۲۴ـ۱۵۲۵) کال مینځګړی شخړی اوخشونتونوته اشاره دی  چی دغه  اصطلاح  هغه  وخت  چی  دغه ټولنیز یا اجتماعی جنبش اوحرکت ولید ل شو د مذهبی ریفورمیست ایدیولوګ اوګیستینین  (Augustinian)   له خوا تعقیب اوپه کارولویدل . دهغه  هڅه اوکوښښ  داوه چی دځمکنی اودآسما نی  ښارونو یا شهرستانونو اصلی تفاوتونه له  مینځه ویسی اویا داچی هغه غوښتل چی په جنون آمیز بڼه سره دګڼ شمیر خپل پرهیزګارو پیروانو په سیاسیی  زور سره  د ځمکی  پرمخ  جنت جوړ  او  پاچاهی ته تحقق   ورکړی .  د میلنکوترون (Melanchthron) په قول  کوم  چی  هغه د لته د ارسطو یونانی فیلسوف اوسیا ست پوه ته دموضوع په اړین اشاره کوی داسی وایی : دلودر ټول هڅه او اند په دی  کی  دی  چی  (مدنی ټولنه)  له  مینځه  ویسی اوسکولر(لایک)  مقامات  له قد رته رانسکور  کړی ، چی دا ډول  هڅی او اند  په واقیعت  کی  غیر  له  یو مذهبی فاجعه راوړنکی غرور اوتکبر څخه به بل شی نه وی . دلودر او شورشی بزګرانو ترمینځ اختلافات دپیړیو په اوږدو کی را وښودل چی تعصب له هر پلوه یو ناوړه او په زوال سره محکوم یو پدیده دی چی که د نظامی  اویا  د سیاسی له مخی  وکارول شی ، بغیر دتباهی اوناورین سره به بل لاس ته راوړنه ونه لری ، لکه چی زمونږ په  ګران  افغانستان  کی  دغه  په سر داقتدار متعصب واکداران څه وه چی ونکړل اوڅه دی چه نه کوی ؟  

اموزاوس(Amos Oz) اسرایلی نوبلست ژورنالست اولیکوال په یو کنفرانس کی چی په کال (۲۰۰۹)د صوفیه په ښارکی دایر شوی وه ترسترګو کیږی یعنی هغه سړی چی دتعصب په لرلوسره متعصب برخورد کوی اوپه دی نژدی وختونو کی یوکتاب هم لیکلی چی دهغه عنوان یی دادی (how to cure a fanatic) تعصب څنګه تداوی کړی شو.
دتعصب ډولونه : دتعصب ډولونه په لاندی ډول دی :  ژبنی ، ملی ،نژادی ، مذهبی ، روحی ، ایتنیکی ،سمتی ، سیاسی ، سپورتی ، ایدیولوژیکی اوداسی نور چی دهغو تفصیل اوتفسیر ددی مقالی دحوصیلی څخه وتلی یومضوع  دی اوایجاب کوی چی هریو په یوه ځانګړی مقاله کی وڅیړل شی .   

                  په هرصورت تعصب تل یو ناوړی صفت دی چی هیڅ لاسته راوړنه نه لری  اومتعصب سړی هغه کس دی چی دهغه هره کړنه دانسانیت له جادی څخه وتلی او په ټولنه کی تل دخشونت ، خصومت اوبدبینی سره مل وی چی یوغیر انسانی کرکتر دی ، ما په دی مقاله کی هڅه وکړ چی تر یوحده پوری د تعصب پر مفهوم باندی رڼا واچوم اوتر یو حده پوری  لوستونکی   ته تعصب   وروپیژنم ،  که   لوستونکی   غواړی   چی د موضوع  په  اړین  زیات  معلومات  تر لاسه  کړی کولای شی لاندنی رفرنسونو ته مراجعه وکړی :              رفرنسونه          
*www.atrio.org
*alain  finkielkraut  fanatiques  sans  frontiers  liberation ,9 february 2006
*peter bliek , from the communal reformation to the revalution of the  common man  Amesterdam 1998
*antiwar.com    
*eurozin
پای   ------------------------------------------