د لويانو خبرې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه عبدالملک پرهيز

څوک چې په ځان باور لري د چا صفت ته اړتيا نه لري. .(گوستاو لوبون)


لويدل مهم نه دي، مهم بیرته پاسيدل دي.که اوه ځله ولويدې د اتم ځل دپاره پاسيږه.(جاپاڼي متل)


نبوغ په سلو کې يو الهام او په سلو نهه نوي د خولو تویول دي.(ادیسون)


په ژوند کې هغه څوک بريالي کيږي چې د نورو په تمه نه وي ناست او هر څه له ځانه و غواړي.(شیلر)

غښتلی سړی او مخ په ځوړ اوبه دواړه خپله لاره پيداکوي. (انګلیسي متل)


عشق یو ارزښتناکه ګوهر دی که د پت سره مل وي.(تولستوی)


تر ټولو ښه زړه هغه دی چې د نورو د ځورولو په فکر کې نه وي.(زرتشت)


له هغه چا سره چې وږې، يا په کړاو اخته او يا په ډار کې دی مشوره مه کوه که څه هم د نظر خاوند دی.(ابن ساعده)


که له ماتې وروسته مسکی شم نو زړه ور يمه.(ناپلئون)


نړۍ هڅو ته ارزښت ورکوي نه بانو (بهانو) ته.(اندورمیتوس)


ډيره ستره بې عدالتي داده چې عادل ښکاره شو په داسې حال کې چې عادل نه

يو(افلاطون)


هيڅکله مه نا اميده کيږه، کيدی شي وروستۍ کنجي (کلي) ټول ورونه پرانيزي.(اسمایلز)


سترې بدبختۍ هغه دي چې هيڅکله نه پيښيږي.(کارایل)


هغه څوک چې دننه په ځان کې آرام دی په فکرونو، خبرو او کړو کې هم آرام دی(بودا)


هيلې ډیرې په زړه پورې او راښکونکي وي خو چې خپلو هيلو ته ورسيږو بیا نو په زړه پورې او راښکونکي نه وي.(نیچه)


يوازنی ګوټ (کنج) چې په لټون ارزي هدف دی . (لوئی استیوانس)


اوسنی واقعیت مې زړه نه خوښوي، خوکوم څه ته چې مې زړه خوښ دی هغه هيلې دي.(اوید)


د بې ځایه او ناشونو هيلو له لاسه ورکول په خپله يو ستر بری دی.(شکسپیر)


هيلې په ژوند کې دومره ارزښت لري لکه وزرونه چې آلوتنکو ته لري.(ویکتور هوگو)


پوهيدل بې له غوښتلو هيڅکله د کيدلو سبب نه کيږي.(گوستاو لوبون)


له بري څخه تر پرزيدو پورې واټن يوازې يو ګام دی.(ناپلئون)


هر ستر اقدام په لومړې سر کې نا ممکنه ښکاري.(کارلایل)


د بري اوه اصلونه:
باور ـ هیله ـ هدف ـ مرام ـ زيار ـ ټينګ کار ـ پايلې. (فایند)