ارګمشره مبارک دې شه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمد امین بسمل
دکرکیټ دملي لوبډلې غړو، خوږواو زحمت کشو افغانانو!
ستاسو د خولو له هر څاڅکي لوګی شم، ستاسو د امیدونو او پاکو ارمانونو په لار کې ایره ایره شم خو په دې شرط چې تاسې دکرزي له دې پردۍ او غلامې ادارې څخه خلاص شئ هو!

داستاسو ګرمه نه ده دا ستاسو د دولتي مشرانو ماتې ده دهغوغلامومشرانو کوم چې دیو لوی جنایت په مړزګه کې مښوکې وهي او په لــریو(شکمبه) کې یې په میلیاردو ملیاردو ډالر غیب شول خو تاسو ته یې د کرکیټ لپاره یو مناسب میدان هم جوړ نه شوای کړای .
داده یوه لسیزه کیږي چې داغله په قدرت کې دي دوی نه تنهاتاسوته پام ونه کړ بلکې ستاسو ګران خوستوال ملګری ددوی بادارانو په خپل کور کې په شهادت ورساوه لنډه یې دا چې اوس په جرمني کې دشپې درۍ بجې کېدونکې دي خوما ته خوب نه راځي زه ستاسوماتې ځورولی یم دا په داسې حال کې چې تاسې ګرم نه یاست داځکه چې ستاسو پالنه په سم ډول مصلحت باز ارګمشر (کرزي) نه ده کړې تاسې دې ژوندي یاست وخت او حالات به بدل شي تاسې به هم ونازول شئ او بریاوې به راوړئ خو پام چې نن سبا وارخطا نه شئ .

محمد امین بسمل