کرزی او دومره نارینتوب؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بســـــــــــــــمل
قدرمنو لستونکو!
یوه اونۍ مخکې کله چې ولسمشراوباما افغانستان ته پټ سفر وکړ نو ما هم یو لکینه پرې وکړه ، ما داوباما له څرګندونو څخه د هغو مهمو جملوپه اړوند غبرګون ښوولی و په کومو کې چې دروغ، جعل او سپین سترګي له ورایه ښکارېده زمادمطلب سرلیک (یو پېزوان پرې تړلي دوه یاران ) و.

ترکابله داوباماناببره اوله وېرې څخه ډکه منډه داسې ښکارېده چې پر اوباما باندې کوم لوړ مقام (سي ای اې) امر کړی چې په منډه افغانستان ته ولاړ او د خپلو سرتېرو معنویات ورلوړ کړي .
داده یوه اونۍ ووته زمامطلب ډېرو لوستونکو لوستی په سرلیک یې د ځینوسر خلاص شوی خوځینو نورو ته
سرلیک ګونګی برېښي ماهم غوښتل یو داسې سرلیک غوره کړم څو زموږ قدرمن لوستونکي په کتګوریو
ووېشي، غبرګون وښيي، که سر یې پرې خلاص شوی وي خو ښه که نه نو خامخا به له ما څخه وپوښتي چې له (یوپېزوان پرې تړلی دوه یاران) څخه مو منظور څه دی؟
همداسې وشول اوس نو لمړی له هغو لوستونکو څخه مننه کوم چې په دې تنزي سرلیک یې سرخلاص شوی، د مننې او همغږي لیکونه یې رالېږي ،له هغو نورو قدرمنولوستونکوڅخه هم مننه کوم کومو چې دهمدې سرلیک روښانتیا غوښتې ده دا دی په لاندې ډول هغه سرلیک تاسو ته روښانوم :
ګرانو خویندو او وروڼو!
سور پېزوان خوپر ښایسته رخسار دښایست مناره لا پسې لوړوي دا پېزوان به په همدې ځای پرېږدو را به شو د اوښانو پېزوان ته، هغه بیا هغه پړي یا مزي ته وېل کیږي کوم چې ډېر زیات اوښان سره وسلوي ترڅو په خپل بادار پسې سیده لار ووهي .
ماد تنز په ژبه هغه سرلیک لیکلی واوس به تاسو ته لوڅ پوڅ د تړاړ او غلامي پر هغه پېزوان رڼا واچوم دکوم په وسیله سره چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کرزي ډوله کسان پېیل شوي دي .
د سپېګانې، نامردي اواسارت دې ډول پېزوان دانسانیت څېره بدله کړې ده څوک چې ددې پېزوان سر په خپل لاس کې لري هغو د نړۍ پر مخ دسولې او دیموکراسي په جامو کې دوحشت فضأ خپره کړه ددې پېزوان سر د(سي ای اې) په لکۍ پورې بند دی .
اوس چې دپېزوان تشریح وشوه نو دتېرې اونۍ دلیکنې سرلیک به هم په دې ډول ولیکم ( یوپېزوان پرې تړلي ډېر اوښان) .
اوس به راشو وړمې ورځې ته چې د اپریل لمړۍ نېټه وه په همدې ورځ ښاغلي حامدکرزي دڅوشېبولپاره خپل
پېزوان شکولی وخوزماپه نظر دا دعامه ذهنیت داړولولپاره دهغه یوه هڅه وه که نه کرزی او دومره نارینتوب؟
کرزی چې فهیم وویني رېږدي دسپینې ماڼۍ رامبوګانو ته خو به . . . وکړي .
دا هم اخوا پرېږدئ را شئ دلستوڼي مار ته چې پرون یې بیا له لستوڼي سر راوېست د غوا ډډی غبرګ عبدالله دریادوم داهرڅه دقام دښمن کرزي له لاسه دي چې دمصلحتونوپه پلمه یې غله ترځان راتاو او دلږکیو ظالمانه استبداد یې دامریکایانو او پېرنګیانو په خوښه لا پسې غښتلی کړ .
دهمدې کرزي په واکمني کې دپښتون مظلوم خونه تر بل هروخته زیاته ورانه شوه اوس یوځل بیا غواړي چې د کړېدلوپښتنو سترګوته نورې خاورې هم ور وشیندي .
ګرانولوستونکو!
تاسوبه په دې پته http://www.dawat.no/pdf%20files/besmel%20china.pdfزماهغه مطلب هم لوستی وي په کوم کې مې چې کرزي ته د خلاصون اوسرلوړی نسخه لیکلې وه څو په چین کې سیاسي پناه واخلي، دا خبره مې وړمه ورځ دازادي رادیو، د ازادي په څپو پروګرام کې هم وکړه چې که کرزي په رښتیا هم دجوال خوله له بهرنیانو سره نه وي نیولې نو بیا یې ولې په چین کې سیاسي پناه ونه غوښته؟
له دې مالومیږي چې کرزی په خپلوخبروکې صادق نه دی کېدای شي داپریل اپریل شوخي یې کړې وي ځکه چې وړمه ورځ خو داپریل لمړۍ نېټه وه، په دې ورځ خو هرڅوک دروغ وېلی شي .
یوه اړینــــــــــــه یادونــــــــــــــه :
زماله نظره داورلمبې ښکېلاکګرو دخپلو ناولو موخو لپاره زموږ هیواد ته راوړې دي په دې لمبو کې د دوی او یاد دوی اشرباڼي (اجیران) هم سوځي خو دا د دوی لپاره په تناسب ددوی دموخو ډېرکم خوله بده مرغه زموږ مظلوم ولس او هیواد ته نه جبرانېدونکي زیانونه رسوي .
ښکېلاکګر خوځکه زموږ په هیواد کې سـوله نه غواړي څودلږکیو استبداد دوام وکړي، قومونه سره وجنګوي علمي کچه مو نوره هم پسې وغورځوي چې د تل لپاره دوی ته اړ اوسو .
داچې دوی دسـولې پر هرګام سکروټې ووروي هدف یې دجګړې اوږدول دي ددې جګړې دواړه خواوې دهمدې ښکېلاکګرو لخوا تمویلیږي، دکابل اداره خوپه مطلق ډول غلامه اداره ده خو دمقاومت په خوا کې هم غلامان شته او هم هیواد دوسته افغانان کوم چې زموږ دهیوادخپلواکي او سرلوړي غواړي .
چا چې دتېرې اونۍ مطلب نه وي لوستی کولای شي په لاندینیو پتو یې ومومي :
http://talafghan.com/socialpolitics/yawpezwanpretaralidwayaran.pdf
http://www.tolafghan.com/posts/17470
http://www.afgazad.com/Siasi/032910-Besmel-Yaw-Pizwaan.pdf