دخیرواودلبرودمینی یوه لنډه کیسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

دپسرلی شپی اوورځی وه ، ځمونږ د کلی په بڼ او باغچو کی رنګارنګ ښکلی ګلان غوړیدلی وه او دګلانو زړه وړونکی وږمی دسهارنی تازه نسیم سره دکلی لاری او کوڅی له سره معطرکړی وه ، داونو اود ګلانو دپاڼو پر مخ شبنم اوریدلی اود شبنم هره څاڅکی د ګلانواودګل بوټو پرمخ د لمر زرینی وړانګی دهرلیدونکی په سترګوکی دمروارید ددانی په بڼه راښکاریدله اوداسی ګلبوټوته ښکلاوربښلی وه چی دهر ننداره کونکی ذوق اورغبت را ژوندی کوله ،دکلی په هره څنډه کی د خلکو ګڼه ګوڼی وه ، بزګرانو پخپلو پټیواوځمکه کی یوی کولی ،د کلی د سرک له غاړی دکوچیانو کډی تیریدل اود هغوداوښانو د غاړی ځوړند زنګونه د پسرلی دارکسترا دنغمی په میلودی کی ونډه اخیستله ، د کلی د غاړی سیند پخپلو مستو موجونو سره خوږی نغمی خپرول ، شپنو د کلی د غره په لمنو کی رمی پیولی او پخپلو شپیلیو کی د خپل د زړه دمینی پیغام خپل زړه وړلی د لبر ته رسول ، هلکان اوانجنو په تنګو اونری لاروکی په لیکو قطارونو سره ښونځی ته تلل ، دبرګدر په لاره کی دژرندی د ویالی په دواړه اړخونو کی دولو داونو تازه را شنه شوی پلنی زرغونی پاڼی د ویالی دغاړی شنی جلګی په یخ سیوری پوښلی وه اود ولو داونو د قطارونو په مینځ کی په هر څو قد می کی د سنځلوداونو په هررا ځوړند نصواری رنګه لښتوکی زیړ امیلی شکل ګلان په سترګو کیدله چی د هغه وږمی په څو قد می کی پزی ته راتلل اود ګدر ټوله لاره معطر کړی وه ، دکلی پیغلو چی مازدیګری منګی پر اوږو اوبو پسی بر ګدر ته تللی نو په لاره کی د سنځلو د ګلو یوه غنچه د سنځلو له اونوڅخه را شکوله اوپخپلو راغزید لو چوټیواو تورو کوڅیوکی راټومبلی اودهغه دوږمی او فرحت بخشه بوی اوعطر څخه خوند اخیستلی ، او په ډیر نخری اوناز سره کاږه واږه خپلی لاری لنډولی اوله خپلی ځوانی څخه خوند اخیستلی اودخپلی راتلونکی برخه لیک په لوړوخیالاتو کی زنګیدلی اودخپلی نوروخورلنډوسره دزړه خواله کولی ،اوکله یی هم دهغو په رانجه سره توری کړلی سترګی د کلی پر هغه ځوانانو لګیدل کوم چی هغه ځوانان د ګدر په لاره کی دپسرلی له تازه هوا څخه خوند پورته کول اودکلی دپیغلو ننداری کولی او جوګه جوګه دګدرپه لاره کی ښکته او پورته کیدل اوکله نا کله بیا همدغسی هم کیدل چی د خپل خوښی زړه وړلی جانان سره سترګی په سترګی کیدل اویوبل ته دخپل دزړه پټ راز اوهیلی د سترګو په رپ اواشارو سره رسولی اوسترګو ته دچا خبری اوبه ورکولی ، ددی ځوانانو له جملی څخه یو هم ځوان خیرمحمد وه چی دخپل همزلوله خوادخیروپه نوم سره یادید له ،خیرو د دلبرو د مینی په اباسین کی لاهو شوی وه اوکله چی د دلبرو سره مخامخ کیدل د هغه د مینی په سرکشواو طوفانی موجونو کی ځان ورکول، تیت پت کیدل ،ژبه یی بند یدل دلبرو ته پورته کتی نشو د هغه پر مخ خولی راتلل اود نوی ځوانی له توری زیړبخنی بریتونوله ویښتوڅخه دهغه په شکید لی ګریوا نه څاڅکی څاڅکی راتوید له اود بدن ټول اندامونه یی لرزیدله د چا خبره چی د تیښتی لاره لټول او دلبروهم دهغه په لیدوسره وارخطاکیدله او ځان سره ویله چی ولی خیرو ځما سره په مخامخ کیدوداسی کیږی؟ دلبروهم له دی وضع څخه په چرتونو کی ډوبیدله اود ځان سره فکر کاوه چی خیرو ممکن پرهغه زړه بایللی وی ، نو په همدی بنیاد سره هغه دکلی دټولوسنتی دودونو په نظر کی نیولو سره چی د خلکو له پیغوره ډیرډاریدله نوپه لمړی سرکی دخیرود ناقراری موضوع د خپلی ډیر نژدی خورلنډی سره یاده کړه اوله هغی څخه مشوره وغوښتله چی څه باید وکړی نو ددلبرو خورلنډی د موضوع په خبریدو سره د لبرو ته وویل چی خورکی له دی څخه داسی را معلومیږی چی خیرو پرتا زړه بایللی دی ،او هغه ټول نښی اونښانی چی تا راته یاده کړه هغه ټول دمینی اودزړه بایللو ښکاره علامی دی . نو ددی دپاره چی دهغه په مینه کی رسوا نشی دا به ښه وی چی په ډیر مهارت او هوښیاری سره کله چی د خیر و سره بل ځلی مخامخ کیدلی په ډیر زړه ورتیا او جراءت سره ورنه پوښتنی وکوه چی خیرو په تا څه شوی دی چی ما سره په مخامخ کیدو هک اوپک ګرځی او پرمخ دی خولی راځی ، دلبرو له دی نه چی موضوع هنګامه خپور کړی د خپلی خورلنډی مشوره ومنله او بله ورځ کله چی له ګدره بیرته د کور په خوا روانه وه دخیرو سره بیا مخامخ شو ، وروسته د جوړتازه ګی څخه له خیروځنی پوښتنه وکړه چی په تاڅه شوی چی ځما په لیدوسره وارحطا کیږی؟ خیرو د دلبرو دخبرو په اوریدو سره لاپسی هک اوپک شو او سترګی یی ښکته واچوله اوددی جراءت نه درلودل چی ددلبرو دخبرو ځواب ورکړی ، دلبرو چی هرڅومره چی دخپل سوال دځواب په تمه کی وه له خیرو څخه څه وا نه اوریده ، اوکله چی دلبرو له خیرو څخه جدا کیده د خیرو په سترګو کی داوښکو فواری ولیدله چی نژدی وه خیرو په لوړ آواز سره وژاړی ، ددلبرو زړه هم دخیرو دسترګو په تماشا سره نرمه شو اوله ځانه سره وویل چی په رښتیا سره خیرو ځما د مینی په لمبو کی ناست دی اود ترحم وړ دی باید چی د هغه سره هسی چلند وکړم چی د هغه زړه خوشحاله شی ، له همدی شیبی څخه وروسته قرار قرار ددلبرو په زړه کی هم دخیرو پاکه مینه لاره پیدا کړ ، اود هری ورځی په تیریدو سره ددلبرو په زړه کی دخیرو دمینی لمبی طوفانی کیدله اودغه لمبی ته ددلبرو اود خیرو هغه لیدنه کتنه لاپسی پکی وهلی ،او د لبرو د خپل دلاباورتیا دلاسته راوړلو دپاره هره ورځ څوڅوواری داوبو په بهانی ګدر ته تلله او د ګدر په لاره کی له لری دخیرو دحالت تماشی کوله اولکه تاریاکی شخص غوندی د لمړنی نیشی په لټه کی دخیرو سره سترګی په سترګو کیدله ، او په هر ځل کی د خیرو د مینی ډک هیلی یی احساسوله ، ددلبرو او د خیرو مینی قدم په قدم لا پسی تودیدل اوددواړو په زړونو کی خپل منګولی خښولی ، دهغو لیدنه اوکتنه دی حد ته ورسید چی د کلی نورو پیغلو او ځوانانوهم پری پوه شواو دهغه هنګامه په کلی کی خپور شو ، دخیرو اوددلبرو دمینی هنګامه د دلبرو دپلار غوږوته هم ورسید، ددلبرو پلار چی یو ډیر متعصب بیسواد او تنګ نظر سړی وه اودخپل دپلار نه په راپاتی جایداد او هستی باندی مسته سړی وه دخپل لور اودخیرو دمینی او عاشقی په نسبت د هغه په بدن کی دتعصب اود جهالت اور طوفانی شو او د یو رغنده پریکړی په لټه کی شو ، نو په ډیر بی صبری سره دخیرو د له مینځه وړلو په فکر کی شو مخکی له دی نه چی دخیرو ژوند ته دپای ټکی ورکړی ، نو له ډیره قهر او غضبه څخه پخپل کور کی په لوړه اواز سره ویله چی دملنګ ځوی خیروهم سړی شو چی دحبیب لله په لورباندی مین کیږی ، دغه خبره وار په وار د ځا نه سره تکراره ول چی بالاخره د دلبرو مور دهغه دخبرو په اوریدو سره ټکان وخوړل اوله خپل میړه څخه پوښتنه وکړ چی او سړیه څه خبره دی ؟ د دلبرو پلار خپل ښځی ته ددلبرو اودخیرو دمینی ټول کیسه له سره وکړ اود خپل ښځی غوږونه را خلاصه کړ ، ددلبرومور چی يو څه با تدبیره ښځه وه نو خبل میړه ټه وویل چی خپل غضب وخوره او پام وساته چی درنه کوم عمل سر ونه وهی او ځان په کلی کی رسوا نکړی ، دا به ډیر ښه وی چی موضوع په ډیره سړه سینه اوپراخه حوصیلی او پوره تدبیر سره حل او فصل کړو اوهغه ته تدبیر ونیسو.اوماته اجازه راکړه چی د خپل لور سره په قراره خبری وکړم اودهغه سره دزړه خواله وکړم ، ددلبرو مور یوه ورځ چی ددلبرو پلار په کور کی نه وه ُ پرخپل لور غږ وکړ چی او دلبرو جانی دلته را ځه ، دلبرو د خپل مور آواز واوریده او دخپل مور څنګ ته راغی او د خپل مور سره مخامخ کیښناسته او خپل مور ته وویل مور جانی تا را ته څه ویله ؟ مور یی وویله هوکی زه غواړم چی درسره ستا د ژوند په هکله مشوره وکړم اوهغه دا چی داسی می خبر تر لاسه کړی چی په دی ورځو کی د خیرو سره ناسته او ولاړی کوی ، دا ریښتیا ده ؟ دلبرو د خپل مورد خبرو په اوریدو سره غلی شو ، او مورته ځواب ورنکړله ، مور یی ورته وویله ، ګوره دلبرو زمونږ اود ملنګ دکورنی تر مینځ له هر ه پلوه که اقتصادی دی ، که قومی دی ، که سیالی دی او که.....ډیر توفیرونه موجود دی او ته پخپله پو هیږی چی پلار دی هم ډیر متعصب سړی دی ،یوخو تاته اجازه ورنکړ چی ښونځی ته لاړ شی او په کور کی وساتلی ، اوبل دا چی هغه د ملنګ د کورنی سره چندان ښه روابط هم نه لری ، نوستا په زړه کی دخیرو مینه ولی وغوړیده اوتر دی حده پوری ورسید چی د کلی ټول خلک خبر شو ، لور جانی مونږ هم سیال اوشریک لرو ، دا بد نامی به مونږ چیرته ویسو ، دلبرو وروسته دخپل مور د خبرو له اوریدو څخه په ډیر نزاکت او پوره احترام سره کوم چی پخپل مور باندی پوره باور درلود دخپل اود خیرو دمینی کیسه له پیل څخه تر اخره مور ته وکړه او په اخر کی خپلی مور ته وویل چی مور جانی پر خیرو باندی می زړه وسوځید اودهغه ناهیلی راته په زړه کی یو څه واسواس را پیدا کړ ، نو که چیری مور جانی ځما خوښی غواړی اویا ځما دراتلونکی ژوند سمبالتیا او نیک مرغی غواړی پلار می قانع کړه چی له خپل قهر او غضب څخه تیر شی او ځما د مینی جوړه باندی مهربان شی ،کله چی ددلبرو مور د خپلی لور ټول خبری واورید نو دځانه سره پریکړه وکړه چی په هر قیمت کیږی باید چی خپل میړه قانع کړم اودی ته وبولم چی ددلبرو کوژده دخیرو سره وشی اوداځکه چی خیرو ځما د لور خوښیږی ، پرما هم ځوانی تیر شوی دی ، نوپه دی بنیاد له ورځو نه یوه ورځ دخپل میړه سره په خلوت کی په مرکه شو او هغه ته وویل ، ګوره د دلبرو پلاره : ستا لور لکه مرغلری پاک او سوچه دی ، که غواړی چی خپل لور خوښ وساتی اود خلکو خوله هم وتړی په ډیر ارامی سره ماته اجازه راکه چی د خپل لور کوژده د خیرو سره تنظیم کړم ،هر مور او پلار د خپل اولاد نیک مرغی غواړی ، ددلبرو د مور خبری ددلبرو پر پلار باندی ډیر تاثیر وغورځول او راضی شو او د خپل دښځی مشوره ومنله ، نو په پای کی ددلبرو مور دخیرو اود خپل لور د کوژدی ترتیبات ونیول اودواړو سره کوژده وکړل او خیرو دګدر دلاری د سنځلو د ګلانو نه امیل جوړ اود دلبرو په غاړه کی واچوله او ورته مبارکی وویل اوسره په نوی ژوند پیل وکړل .

په درناوی .