د دوکتور نجیب الله شخصیت ته یوه کتنه جو دانې قدرې یو لال په کې پیدا شي نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دئ رحمان بابا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

م . سرلوڅ . مرادزئ


افغانانو د اویا کالو په اوږدو کې چې لا پېړۍ نه کېږي ، خپل دوه میړني له لاسه ورکړل . د شلمې پېړۍ په دریمه لسیزه کې د هېواد د خپلواکۍ ګټونکئ غازي امان الله خان او د همدې پېړۍ په روستۍ لسیزه کې د هېواد پخوانئ جمهورریس دوکتور نجیب الله .
د غازي امان الله خان په مشرۍ د هېواد د خپلواکۍ غورځنګ د هغه وخت د انګریزي ښکیلاک څخه د اسیا د دې سیمې د مېشتو ولسونو لپاره د خپلواکۍ په یوه غښتلي الهام بدل شو . د افغانستان له خپلواکۍ لږ روسته ، د هندوستان له ټولې لویی وچې څخه د پرنګي د واکمنۍ ټغر ټول شو .
همدغه لامل و ، چې انګریزان د اماني غورځنګ په وړاندې لکه ژوبل شرمښ د یرغل په لټه کې شول ، او د افغانانو دغه بېسارئ وطنپال غورځنګ یی د توطیو او دسیسو په لوی لویدال « ګړنګ » کې وروغورځاو او افغانان یی د یوه هېوادپال ، روڼ اند او په پرمختګ مین مشر څخه بې برخې کړل !
په ورپسې څو لسیزو کې ؛ د بېساري ورانیو ، ویجاړیو او د سلګونو وطنپالو له سپکولو ، بندي کولو او وژلو روسته ، د اماني غورځنګ پر ورانو دېرو او کنډوالو د هېواد څو مینو زامنو بیا د یوه غورځنګ د ودانۍ ډبره کېښوده .
خو ژر دا ځل هم ، لومړئ د غورځنګ د بېلارې کولو او لږ روسته د هغه د بېخي ځپلو لپاره د نړۍ له هر ګوت څخه ، نااشنا موجودات او توره بان دېوان راغونډکړئ شول او غورځنګ یی مخکې له دې چې وغوړېږي او د افغانانو د هېواد د ودانۍ بنسټ کیږدي ، له پښو وغورځاوه !
د غورځنګ مشر دوکتور نجیب الله چې پر افغانانو د تپل شویو اوږدو جګړو د پایته رسېدو او د افغانانو کورته د سولې ، ورورۍ او پرمختګ د راستنېدو لپاره هرڅه وکړل ، هغه د سولې ، پرمختګ او خپلواکۍ دوښمنانو له خوا ، غازي امان الله خان ته په ورته برخلیک اخته شو!
افغانانو دا ځل هم ، خپل هوښیار ، ځیرک او د وخت په غوښتنو پوه مشر له لاسه ورکړ!
د ملتونو تاریخ خپل مېړنی کله کله زیږوي ، د ملتونو د ژوند په سختو شېبو او توپاني حالاتو کې کله چې د یوه هېواد او ملت د ژوند او بقا پوښتنه منځ ته راځي ، مېړني زيږي ! افغانان به د ریښتینو مېړنو مشرانو د زیږيدو لپاره په اوږده وخت انتظار کې پاتې شي !
راځۍ چې د دوکتور نجیب الله د شهادت د یولسم تلین د لمانځنې په وخت ، د هغه د شخصیت په اړه د کوزې پښتونخوا د ځینو شخصیتونو خبرې د بېلګې په توګه راواخلو :
شهید دوکتور نجیب د خوشحال خان د شعر هغه مېړنئ دئ چې هم په سندرو کې یادېږي او هم په ویر کې :
ګل ګټنه ده د تورې که کابل دئ که کشمیر
مېړني دي چې یادیږي په سندرو یا په ویر
خوشحال بابا
« ډاکټر نجیب له باچا خان نه پس یو داسې پښتون شخصیت و چې د ټول پښتون قوم د راټولولو لپاره یی د ژوند اخرې سلګۍ پورې مقابله وکړه.........ډاکټر نجیب د پښتون وحدت په هکله یو کمیټد انسان و . ډاکټر سید عالم محسود»
« زه په دې عقیده یم او ډېر خلک به زما سره هم ملګري وي چې د ډاکټر نجیب د هلوځلو او پلان اساسي ټکئ دا و چې هېواد او هېوالو ته له کمونیستانو او مجاهدینو دواړو څخه نجات ورکړي. منم چې نجیب غوښتل ، وخت کمایی کړي ، مګر ددې لپاره نه چې د خپل ځان او ګوند اقتدار ته زمینه مساعده کړي ، بلکې ددې لپاره چې د یو بېطرفه قوت د راتلو لپاره شرایط مساعد کړي . په دې کې هېڅ شک نه شته ، هغه حاضر نه و چې قدرت مجاهدینو ته وسپاري ، ددې لپاره نه چې ګنې هغوی ده خپل رقیبان ګڼل ، بلکې هغه د دوی د خوی او بوی سره ښه اشنا و . .....باید ووایم چې خلقیان د نجیب مخالف وو ځکه چې هغه د دوی په نظر یو پرچمي و او پرچمیان د هغه مخالف وو ځکه چې هغه یو پښتون و . ښاغلئ سورګل»
« دوکتور نجیب الله افغانانو دومره ونه پېژاند ، څومره چې د افغانستان دوښمنانو پېژندلئ و .....اګر چې هغه د ملي تعصباتو او تنګ نظریو نه پاک او اوچت وو خو د پښتنو د یوه عظیم شخصیت په توګه د هغه ژوند او کارنامې د پښتون قوم له افتخاراتو څخه دي . هغه د استعمارګرانو له خوا د پښتنو سره شویو ناخوالو باندې ښه پوهېده او د پښتنو د سیاسي خپلواکۍ ، اقتصادي ترقۍ او پرمختګ لپاره ډېر سپيڅلي حالات او منصوبې لرلې . هغه چې د افغانستان د صدر په توګه په ۱۹۹۰ کال کې د ملګرو ملتو د جنرال اسامبلې په غونډه کې په خپله ملي ژبه پښتو کې تقریر وکړنو دا د متحده قومونو په تاریخ کې د پښتو ړومبئ تقریر و . همدا رنګه چې د پخواني شوروي د خلابازانو سره یوځای تلونکئ افغان خلاباز عبدالاحد مومند د خلا له جهاز څخه داکټر نجیب الله سره په پښتو کې خبرې وکړې پښتو ژبه د نړۍ په هغو ژبو کې شامله شوه چې د خلایی جهاز نه پرې خبرې شوې دي . افراسیاب خټک »
« ډاکټر یو سوچه او زړور پښتون و ...هغه د ټول افغان ولس او خاورې لپاره یی تاریخ ، استقلال او روایاتو یو ښه تکل ته پام ګرځولئ و . اجمل خټک »»
« زما په نظر د ډاکټر نجیب مرګ د افغانستان په مسله کې هېڅ قسم مد د نه دئ کړئ بلکې په ټول افغان ولس کې ددې واقعې سره نوره نااميدي او بېوسي خوره شوی ده . دا منصوبه چې د هرچا وه خو افغان ولس ته یی ډېر تاوان ورساوو . عبدا لطیف اپریدئ »
دوکتور نجیب د ځان لپاره هېڅ شي نه غوښت . د هغه یوازینۍ هېله دا وه چې څنګه هېواد د جګړې له دوام څخه وژغوري ، د افغانانو د واک تشه رامنځ ته نه شي او هېواد منځنیو پېړیو شا تګ ته ټیل نه وهل شي .
هغه ظهور رزمجو ته چې یو وخت د وطن ګوند د مشرتابه ډلې غړئ و ، ویلئ و زما له خوا اجازه لرې چې د پرچمیانو د یوې ډلې د مشر ببرک کارمل او د خلقیانو د مشر صالح محمد زیري سره وغږیږه ، که دوی چمتو وی چې د هېواد د ژغورنګ بېړۍ په ګډه له توپان څخه وباسو . څنګه چې روسته بیا ښاغلی ظهور په یوه مرکه کې وویل : « په یوه ناسته کې ډاکټر نجیب ، کارمل ته مخ ورواړاوه ، زه چمتو یم د ګوند ټول فعالیتونه تاته وسپارم . په یوې ګوندي اعلامیی باید کار وشي او هریو باید د رادیوــ تلویزیون له لارې د ګډې اعلامیی په اړه خبرې وکړو او ګډ تصمیم اعلان کړو »
خو پيښو وښوده چې کارمل د نجیب او د هغه وخت له دولت سره نه یوازې دا چې په ګډه نه ولاړ بلکې د رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ، نظارشورا او نورو افراطي اسلامي تنظیموسره یو ځای یی د هغه دولت پر ضد کودتا وکړه او په هېواد کې یی د روستیو خونړیو جګړو لپاره لاره اواره کړه.
« تاریخ به پخپله دا ثابته کړي چې چا د افغانستان لپاره څه وکړل ؟ ! » د ډاکټر نجیب الله له ویناوو څخه .

م . سرلوڅ . مرادزئ

اخځونه :
وطن یا کفن له کتاب څخه د نورالبشر نوید لېکنه
د سپرغۍ له جالپاڼې څ