پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ خپل منشور اعلان کړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګتاريخنمبر

د نړۍ د پښتنو ادبي، کلتوري او ثقافتي تنظيم (( پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ )) خپل منشور اعلان کړ.د غورځنګ د اطلاعاتو سېکتر چشمان موسی خېل د غورځنګ غټې غټې موخې او هدفونه په دا ډول اعلان کړل:١- له هر ډول سياسي، مسلکي، فرقه ايز، اقتصادي او معاشي اختلافاتو نه بالاتر د نړۍ د ټولو پښتنو د

يووالي، بېدارۍ، ترقۍ او په هره سطح د هغوي د حقوقو د تحفظ لپاره هلې ځلې کول. ٢- د پښتنو په خلاف د هر ډول کورنيو او بهرنيو سازشونو په تېره بيا په دهشتګردۍ باندې د هغوي د بدنامولو د کوششونو مخنيوے کول.  ٣- د نورو ژبو د احترام په خيال ساتلو سره د پښتو ژبې د ترويج او ودې او د پښتنو په اکثريتي سيمو کښې د پښتو تعليمي، دفتري، او عدالتي ژبې ګرځولو لپاره کوششونه کول. ٤- د پښتنو شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو د مشکلاتو او مسائلو د اواري په تېره بيا د بې وزلو قلم خاوندانو د اولاد د تعليم او تربيت لپاره هلې ځلې کول. ٥- د پخوانيو پښتنو شاعرانو، اديبانو او نامتو شخصيتونو د اثارو د لټولو، خپرولو او همدا رنګ د هغو شخصيتونو د مزارونو د پېدا کولو او بيا رغولو تابيا کول. ٦- پښتنو شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو ته د داسې تګ لارې ښوونه کول چې د هغوي د تحرير او تقرير په ذريعه پښتون قوم او پښتو ژبې ته د ترقۍ او پرمختګ لار خلاصه شي. ٧- د نړۍ په مختلفو سيمو کښې له جوړ کړې شويو ادبي او ثقافتي جرګو، ټولنو او تنظيمونو سره چې په خپل ځاے د ستائېنې وړ دي رابطه ټينګول او د هغو ډاډګيرنه او ملاتړ کول.ښاغلي چشمان موسی خېل وويل د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ مقصد له هر ډول پوله ايزو، مسلکي، قبيله اي، اقتصادي او معاشي اختلافاتو نه بالاتر د نړۍ په سطح د پښتنو او په خاصه توګه د شاعرانو، اديبانو او د قلم د خاوندانو په يو مرکز باندې د راغونډولو او د هغوي د مسائلو او مشکلاتو د اوارولو او همدارنګ د پښتو مظلومې ژبې پراختيا او رواجولو لپاره هلې ځلې کول دي. دۀ څرګنده کړه چې غورځنګ به په هره سطح د پښتو او پښتنو په خلاف د سازشونو او دسيسو مخنيوے کوي. او چا ته به اجازه ورنکړي چې په مختلفو نومونو سره د پښتنو د بدنامولو او د هغوي د حقوقو د پائمالولو کوشش وکړي. د�� زياته کړه چې موجوده دور د پښتو ژبې د پراختيا او د پښتنو د بېدارۍ او د هغوي د برخليک ټاکنې دور دے چې په دې دور کښې د قلم په خاوندانو باندې ډېرې ذمه وارۍ راځي چې د دې خداے ورکړي استطاعت نه استفاده وکړي او دغه استطاعتونه د پښتنو د منافع لپاره خرچ کړي او په خپل نظم او نثر سره د پښتنو د برخليک په ټاکنه کښې خپل کردار ادا کړي. ده په خپل بيان کښې دا حقيقت هم په ډاګه کړ چې له بده مرغه د نورو برخو په شان په پښتو ادب او ثقافت باندې هم د يو څو تنو اجاره داري جوړه ده او په پښتونخوا کښې د پښتنو ډېر اعلی اعلی ذهنونه په ګمانمۍ کښې پراتۀ دي چې د دغو شخصيتنو ډګر ته رامنځته کول هم د غورځنګ له مقاصدو څخه دي.دۀ زياته کړه چې هر هغه کس چې د غورځنګ له منشور او پروګرام سره متفق وي که هغه له هرې طبقې سره تعلق لري د دې غورځنګ غړے جوړېدے شي او ورته به په ډېره مينه هرکلے ويلې شي دۀ دا حبره هم څرګنده کړه چې د غورځنګ له هيڅ سياسي، مذهبي، فرقه اي، پارټۍ، جومات او ډلې سره هيڅ تعلق نشته او د غورځنګ ټول پروګرامونه او فعاليتونه به د غړيو په مياشتنيو چندو او د مينه والو په خصوصي مرستو سره ترسره کولې شي. چې په دې اړه مالي استطاعت لرونکي پښتانۀ له دې ادبي، ثقافتي او اجتماعي تنظيم سره خپل مرستې کولې شي. او د تنظيم په هره سطح مرسته کوونکو باندې لازمي ده چې د مرستې کولو په ص��رت کښې د تنظيم لخوا چاپ شوے او د متعلقه مسئول په دستخط سره رسيد خامخا حاصل کړي او د امکان په صورت کښې د تنظيم د رابطې له درکونو څخه يو درک باندې مرکز هم خبر کړي. موسی خېل وويل د غورځنګ مرکزي دفتر به په پېښور کښې وي او د هرې سيمې په سطح به د غورځنګ يو استازے وي چې هغه به د هغې سيمې د غورځنګ د نورو غړيو په ملاتړ سره د دغې سيمې د پښتنو له مسائلو او مشکلاتو نه مرکز آګاه کوي او د غورځنګ پروګرامونه به مخ په وړاندې بوځي.دۀ څرګنده کړه چې د نړۍ هر پښتون چې د نړۍ په هر ګوټ کښې وي او له هر خاندان، هر هېواد او هر مسلک سره تعلق لري او د غورځنګ له منشور سره موافقه لري د غړيتوب د لاندې فارم په ډکولو سره د غورځنګ غړے جوړېدې شي.   د غړيتوب فارم نوم: ----------------- د پلار نوم: ---------- عمر:--------- تعليم: ------------ روزګار:--------  د ډاک پته:-----------------------------------------------------------------------------------  برېښناليک ( ايمېل) -------------------------------------------------------------------------- ټېلفون/ موبائل:-----------------------------------------------------------------------------  حلفيه بيانزۀ: --------------------- د------------------------ زوے/ لور حلفيه بيان ورکوم چې د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ غړيتوب قبلوم او د دې غورځنګ منشور او آئين سره په مکمله توګه اتفاق کوم او د غورځنګ د ودې او ترقۍ لپاره به د خپل وس مطابق هلې ځلې جاري ساتم. زۀ به هره مياشت د غورځنګ لپاره------- روپۍ/ وغېره ----- ( لږ تر لږه لس روپۍ ) چنده ادا کوم. لاسليک:------------------------------ تاريخ: -----------------------------   د ربطې لپاره:پته: ورکشاپ روډ، جمرود روډ پوسټ بکس نمبر 346پېښور ( خېبرپښتونخوا )فون: 091- 7114566، موبائل:03219779388 ، 03459047584برېښناليک: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.وېپاڼه: http://pukhtoonkhwa.blogfa.com