د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱۹) آساهي شيمبون ورځپاڼه د جاپان د آساهي شيمبون ورځپاڼه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت
د جاپان خلک د خپل زيات  کوښښ او ادب باندي  شهرت لري،  د هغوی طبیعت، د ښايست او ښکلا د ساتلو او هستولو سره   خاصه مينه   ده ،  د صنعتي توکو په ابداع کي  هم مخکښه ځانګړ تيا وي لري .


په تېره برخه کي د جاپان او د نړۍ تر ټولو پر تيراژه ورځپاڼه د يوميوري شيمبون ورځپاڼه   پېژندلې وه  چي ورځنی تيراژ يې  څه کم ۱۴ ميليونه  نسخو ته رسیږي . نن د جاپان دوهمه مشهوره او پر تيراژه ورځپاڼه د آساهي شيمبون Asahi Shimbun  ورځپاڼه پېژندل کيږي چي د ورځي په دوه وخته کي څه کم ۱۲ ميليونه نسخې  چاپوي .

په جاپان کي د ورځپاڼو د لاري د  خبر او اطلاع  رسولو درسمي خپرونو تاريخ د  کال ۱۸۵۰ ولسيزي ته رسيږي . په دغه لسيزه کي لومړنۍ اوونيزه  مجله چي عمدتاً د هالنډي ورځپاڼو څخه د خبرو ترجمه وه، خپره سوه . تر دې لسيزه پوري هالنډ يوازنۍ بهرنۍ هيوادو وو چي په جاپان کي يې د تجارت اجازه درلودله . په کال ۱۸۵۳ کي کله چي د تجارت د پاره  د امريکا کښتۍ جاپان ته ورسېدلې نو امريکايانو د جاپان ۲۲۷ کلنه انزوا پای ته ورسوله ، دلته يې خپل کار شروع کړ .  په را وروسته دوو لسیزو کي درې شخصي  ورځپاڼي خپرې سوې . په کال  ۱۸۷۱ کي د مايني جي شيمبون په نامه چي د جاپان لومړنۍ ورځپاڼه وه د يوکوهاما په ښار کي  خپره سوه . درې کاله بعد يعني په کال ۱۸۷۴  کي د يوميوري شيمبون په نامه ورځپاڼه چي نن د جاپان او نړۍ  پر تيراژ ترينه ورځپاڼه ده خپره سوه او په ۱۸۷۹ کي د آساهي شيمبون ورځپاڼه چي د سهار د لمر  د څرک  په نامه ياديږي  او نن د جاپان يوه مطرحه او معتبره ورځپاڼه ده په اوکيناوا کي په خپرونو پيل وکړ .

د آساهي شيمبون ورځپاڼه تل د يوې داسي ورځپاڼي په نامه پېژندل سوېده چي  په جاپان کي يې د بيان د آزادۍ او د ډيمو کراسۍ پلو نيولی دئ او  زياتره  د يوې کيڼ اړخي ورځپاڼي په  سترګه  ورته کتل کيږي . دغه ورځپاڼه په تيرو لسيزو کي تل  د شمالي کوريا په حکومتي چارو کي د کيم د کورنۍ   صفتونه کړي او همدارنګه يې  په چين کي  د فرهنګي انقلاب ملاتړ کاوه . آساهي شيمبون د آئوم شينريكيو د فرقې د حاميانو څخه هم  دئ کومه چي څو کاله مخکي يې  د ټوکيو په ميټرو کي    د سارين د ګاز د خپرولو فاجعه   را مينځته کړېوه . داسي ويل کيږي چي دغي  ورځپاڼي په سياسي او ټولنيزو چارو کي  سټالينيسټي ليد لوری نيولی دئ .

اوس په جاپان کي جمعاً ۱۲۱ ورځپاڼي چاپيږي چي  ټوله  د دې هيواد د ورځپاڼو د خپرونکو او مدېرانو د انجمن  (NSK)  کي غړيتوب لري . د جاپان خلک  د ټولي نړۍ د خلکو په مقايسه  د ورځپاڼو د لوستلو سره زيات شوق لري . په دې هيواد کي د ورځي  څه کم ۷۵ ميليونه ورځپاڼي چاپيږي چي په ټوله نړۍ کي يې ساری نه ليدل کيږي . د ورځپاڼو  ددغه تيراژ د خپرېدو لپاره د ورځي لس زره ټنه کاغذ مصرف کيږي .

ديوميوري شيمبون ورځپاڼي نه وروسته په جاپان کي ، دآساهي شيمبون  ورځپاڼه په دوهم مقام کي راځي چي څه کم ۱۲ مليونه نسخې چاپوي او دريمه درجه يې  بيا مايني جي شيمبون ده چي د چاپ شمېره يې و ۴ ميليونه نسخو ته رسيږي .

دغه تيراژ چي کله په جهاني سويه  د مشهوره ورځپاڼو سره  څوک مقايسه کوي نو بيخي د امنا وړ ده . مثلاً  په امريکا کي د يو ايس  ټوډې ورځپاڼه ۲/۲ ميليونه، وال سټريټ ژورنال يو ميليون او اته لکه، نيويارک ټايمز يو ميليون نسخې او د انګليستان د ټايمز ورځپاڼه ۷۵۰ زره نسخې چاپوي.

که څه هم انټرنيټ او ډيجټالي رسنۍ چټک پر مختګ کوي او د خبر او طلاعاتو عرصې يې ايثار کړي دي چي داپروسه پر مکتوبي او چاپي رسنيو ناوړه اثر ايښی دئ ، د زياتو خپرونو د تیراژ اندازه يې را ټيټه کړېده او يا د چاپ نه پاته شوي دي. مثلاٌ همدا نيژدې د امريکا مشهوره هفتګي مجله  نيوز ويک تازه د پرله پسې ضرر په وجه و خرڅلاو ته  مجبوره سوه . خو په جاپان کي عام خلک د ورځپاڼو د لوستلو دود لا دلاسه نه دئ ورکړی، د ورځپاڼو چلوونکي هم د تازه ميتوډو  نه کار اخلي چي خپل مخاطبان د ځانه سره  وساتي. هغوی ته د ورځپاڼود  تيراژ   لوړتيا د زياتواعلاناتو درا جلبېدو اصلی  عامل دئ  چي د رسنيو خاوندانو ته   زیاتي  ګټي راوړي  .

د جاپان په سلو کي ۹۰ ورځپاڼي و خپلو ګډون کوونکو ته پر خپلي پتې لېږل کيږي چي دغه شمېره په جاپان کي د باسواده خلکو لوړ رقم ښيي . د جاپان په سلو کي ۹۹ خلک باسواده  دي چي  په سلو کي ۷۵  يې ورځپاڼه لولي . د  آساهي شيمبون   ورځپاڼه په جاپان کي د خپلو لوستونکو ته  زيات اعتبار لري . دغه  ورځپاڼه د کال ۲۰۰۱ راهيسي  د انګليسي ژبي  انټر نېشنل هرالډ ټريبون په مرسته چي د نيويارک ټایمز شرکت  يوه برخه ده ، خپريږي  .

هغه لوی شرکت چي  د آساهي شيمبون   ورځپاڼه خپروي،د جاپان د وتلو لويو شرکتو څخه دئ چي و بيلابيلو موسسو ته ګڼ شمېر نوري ورځپاڼي، کتابونه، مجلې  هم خپروي . د اساهي ټيم د رسنيو په ټولو برخو يعني راډيو، ټلويزون او چاپ کي فعال حضور لري  . د اساهي په نامه ټلويوزوني شبکه او ځانګړې انټرنيټي فعالیت هم لري .

د آساهي شيمبون   د ورځپاڼي  نښان د لمر  طلوع ده . ددې ورځپاڼي  دوراني سرمايه  يو اعشاريه ۶۵۰ ميليونه ډالره ده او کلني خرڅلاو يې  ۴  ميليارډ او ۴۱۷ ميليونه ډالرو  ته رسيږي .

د غه ورځپاڼه په داخل کي ۳۰۰  خپرندويه  دفترونه لري چي مرکزونه يې  په پنځو مهمو ښارو يعني ټوکيو، اوساکا، فوکويوکا، ناګويا او هوکايډو کي موقعيت لري، او په  دېرشو بهرني هيوادو کي فعاليت کوي چي  مرکزي ادارې يې  په لندن، د هالینډ په هيرلن، نيويارک،  لاس انجلس، سنګاپور او هانګ کانګ کي واقع دي . د نړۍ کره او تازه خبرونه په ډيره  چټکيا سره خپروي . دغه ورځپاڼه سهار او مازيګر په دوه نوبته خپريږي . څه کم درې زره  خبریالان لري . د ورځي ۱۹۰۰ ټنه کاغذ  يوازي ددې  ورځپاڼي په خپرېدو مصرفيږي .  د ورځپاڼي  د توزیع د پاره ۳۴۰۰ يونټونه موجود دي  چي د ۸۴ زره کسانو لخوا   په خپلو لوستونکو باندي وېشل کيږي .

په کال  ۱۹۹۴ کي د فرانسې د لومونډ ورځپاڼي د يوې احصايې په ترڅ کي ، د اساهي شیمبون ورځپاڼه  د نړۍ د اتو مخکښه او لويو ورځپاڼو په کتار کي  لمړۍ وګڼل . دغه ورځپاڼي په امريکه کي نيويارک ټايمز، په بريتانيا کي فايننشل ټايمز ، په روسيه کي ازويستيا(Izvestia)، په چين کي  پيوپلز ډېلي (People’s Daily) ، په مصر کي الاهرام، په کولمبیا کي ال ایسپک ټېټر(El Espectator) او په هند کي،  ټايمز آف انډيا، ورځپاڼي وې .

د آساهي شيمبون   ورځپاڼه د قوي سياسي کدرونو په درلودلو سره ډير شهرت او په خلکو او  دولتي مقاماتوکي زيات نفوذ لري ، دغه ورځپاڼه چي د يوې مخکښي، آزاد خيالي او د يوه روښانه فکر ليد لوري په درلودلو سره پېژندل کيږي،  کولای سي  د خپل نفوذ په قوت سره د جاپان د صدر اعظم پر ټاکلو او يا  ایسته کولو کي  کارنده  تأثير وکړي .



مأخذونه :
http://en.wikipedia.org/wiki/Asahi_Shimbun
http://www.asahi.com/english/

 

تېره برخه دلته ولولۍ