یوازې په یوه اړیکه هم ځان وژغورئ اوهم هیواد

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
مونږه ټول وينو چې هره ورځ زمونږ  په شا او خوا کې څومره مشکوک کسان ګرځي چې  غیر انساني او غیر اخلاقي  کارونه تر سره کوي، خو بیا هم مونږ چوپه خوله ناست یوو او خپل غږ نشو اوچتولی.  او نه مو هم د غیر انساني کارونو مخه نیولې ده. همدغه ستر لامل دی چې په هیواد کې مو همېش بې شمېره چاودنې، بې ځایه وژنې او نور جينايي جرمونه تر سره کېږي.
که چېرته مونږ او تاسو خپل مسئوليت  وپېژنو او په صداقت سره یې ترسره کړو نه به مو په هیواد کې خونړي بریدونه ترسره شي او نه هم بې ځایه وژنې.
د دې ټولو ناخوالو د مخنیوي لپاره ډېره اسانه لاره داده چې مونږ او تاسو یوازې په یوې اړیکې کولی شو هم ځان وژغورو او هم خپل هیواد. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې هر څه د مخنیوي لپاره 1001/1919 دغه دوه شمېرې همېش د خپلو هیوا والو لپاره فعاله ساتلي دي تر څو هیواد وال مو په هر ځای کې مشکوک کسان او یا هم مشکوک شیان وويني سمدستي له خپلو زړورو امنتي او دفاعي ځواکونو سره په اړيکه کې شي او د هغه مخه ونيسي.
نن سبا مونږ ټول ګورو چې په هیواد کې مو څومره داسې مشکوک کارونه ترسره کېږي، زموږ د سترګو پر وړاندې یو کس وژل کېږي، زموږ د سترګو پر وړاندې د سړکونو په منځ کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کېږي. زمونږ پر وړاندې ښونځي په بمونو الوزول کېږي خو د دې هر څه پر تر سره کولو سره بیا هم مونږه چوپه خوله یو او هر څه چې کېږي سترګې مو پرې پټې کړي وي او په دې نه پوهېږو چې نن په بل ده سبا له ما سره هم داسې غېرې انساني کار تر سره کېږي.
د دې ټولو ناخوالو د له مينځه تللو لپاره ولې له خپلو امنیتي ځواکونو سره نه په اړيکه کېږي چې له داسې ټولو ناخوالو مو وژغوري. زمونږ ځينې هیواد وال له دې وېره لري که چېرته مونږه د مشکوکو کسانو او یا هم د مشکوکو شیانو په هکله امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړو زمونږه راز به افشا شي. خو نه، داسې نده امنیتي ځواکونه تل خپلو هیواد والو ته ویلی دي چې تاسو د هر غیر انساني کار د لیدلو پرمهال له موږ سره په اړیکه کې شئ ستاسو راز به خوندي ساتل کېږي هېڅوک به هم په دې پوه نشي چې په دې هکله چا او کله معلومات ورکړي دي.
خو اوس مو هیواد وال هم یو څه  پوه شوي دي چې په واقیعت سره زمونږه راز پټ ساتل کېږي، او ځینې بیا داسې زړور خلک هم شته چې هېڅ وېره هم نه لري او ښه په ډاډه زړه له خپلو امنتي ځواکونو سره مرسته کوي. ځکه چې له دوی سره د ځان او بل مسلمان ورور او خور غم دې. او د خدای د رضا لپاره دا کار ترسره کوي.