پښتون پړ، مړ او هم په ننواتې اسلام اباد ته ورغلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پښتون غورځنگ سرخيل منظور پښتين يوه ډيره عجيبه خبره کړې ده. وايي په رياست پسې ننواتې له اسلام اباد ته ورغلي دي.

په پښتنو رواياتو کې ننواتې هميشه هغه څوک کوي چې د چا سره يې بد کړي وي او بيا په خپلو بدو ستومانه وي او د بخښنې غوښتلو په نيت د چا کور ته ورځي.

منظور پښتين خو د ظلم ښکار دی. د نقيب الله مسيد وژنې دې ته اړ باسه چې که هر څه ورپيښيږي خو د رياست په ضد خپل احتجاج کوي. پخپله د جنوبي وزيرستان دی او په پښتني رواياتو پوره پوهه دی نو ولې يې دا کلېمه وکاروله چې په رياست

پسې په ننواتې ورغلی؟

ننواتې په پښتنو رواياتو کې خپل ارزښت لري او ډير کم به داسې شوي وي چې د چا ننواتی نه وي منل شوی. خو په دغه رواياتو فقط پښتانه پوهېږي او پښتين د غير پښتنو نه دغه غوښتنه کړې ده نو ايا امکان شته چې د ننواتې په معنا څوک پوهه شي او بيا دا چې ننواتې به يې ومنل شي؟

د ننواتي څو قسمونه دي. کله کله د خويندو لوڼو په ورکړه راکړه، د دښمنیو پاې ته رسولو او د نورو لویو وړو بدو هواري لپاره ننواتې کېږي.

خو د پښتنو ټولنه کې دا هم شوي دي چې کمزوری او مظلوم د چا زور زياتي دې حد ته رسولی وي چې د زور وس يې نه لري نو د مجبورۍ نه هم په زورور ننواتې اوکړي او دا د بې وسۍ حد وي. داسې ننواتې نه منل تر عمره عمره په دښمنۍ هم بدليږي. د روایت لمخه کمزوری کډه وکړي او شړونکی شي.

داسې نه ده چې منظور پښتين زورور دی. داسې نه ده چې پښتين پړ دی. او داسې هم نه ده چې منظور پښتين ظالم دی.

خو دا ورته معلومه ده چې رياست ورسره د ملک د جوړيدو نه واخله تر ننه پورې مسلسل د جبر او ظلم نه کار اخستې دی. دغه جبر د پاکستان د جوړيدو نه وړاندې انگريز کولو او د ايف سي ار د تور قانون د لاندې يې پښتانه قبايل لکه د گډو بيززو د رمو ساتلي وو.

نن هم څه بدل شوي نه دي البته د قبایلي سیمو اولسي مشران وايي نن د ظلم کچه سېوا شوې ده. او د تيرو ١٥ کالو په دې تور تم کې خو د پښتنو د بچو ژوند لکه په وور کې تېر شو. د سیمې نه رپورټونه او عکسونه ښايي چې کورونه يې وران دي، د خپلو کورونو او سيمو نه د پاکستان پوځ د ترهگرۍ په ضد پيل شوي پوځي عملياتو په ترڅ کې د هېواد نورو سيمو ته کډوال کړي دي.

د پښتين بې وسۍ دغه ځلمی تر دې حده رسولی چې که مظلوم هم دی خو د رياست د زور توان نه لري. نو د منظور پښتين ننواتې په مثال د هغې ټپې ده چې "بيلتونه کور دې راته ښايه، د زور دې نه يم ننواتې به درځمه."

د پښتنو د احتجاج نن په اسلام اباد کښې شپږمه ورځ ده خو حکومت لا د زرگونو په شمیره کې احتجاج کونکو سره نه خو څه رابطه کړې او نه د حکومت په نمايندگۍ ورته څوک ورغلي دي.

د مسيدو د غورځنگ په نوم پيل شوې لاريون چې د وزيرستان نه په څو ورځو کې د ملک سرښار ته رسيدلی په حقله چا هم گمان نه کولو چې دا به د پښتون د بيدارۍ په غورځنگ بدل شي او دا به دومره غښتلی لاريون شي چې د پښتنو د هرې سيمې نه به ورته واړه او زاړه، ځلمي او پيغلې په دومره گڼ شمير کې ورشي.

دغې لاريون د ملک ډير سياسي گوندونه دې ته مجبور کړل چې ورشي او د احتجاج کونکو د دريځ ملاتړ اعلان کړي. د پرلت تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په زرگونو پښتانه په امن ناست دي، نه يې سړکونه بند کړي نه يې لکه د نورو په قامي ټېليويژن حمله کړې، نه د پارليمان په ودانۍ ورختلي دي او نه چا ته بدې ردې وايي.

لاريون په اسلام اباد کې روان دی خو د دنيا په گوټ گوټ کې يې پښتانه راپارولي دي چې د سوشل مېډيا د لارې ورسره خپل ملاتړ اعلانوي.

د هېواد دننه چې ورسره هر څومره او هر قسمه مرستې کېږي هغه په خپل ځای خو د فيس بک د پوسټونو په اساس دا ويلی شو چې په بېلا بېلو هېوادونو کې ورله د مالي مرستو کيمپين هم روان دی.