دا نا امني دچا ډالی ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

دشپږمې برخې -دوهم جز

دطالبانو دواکمنۍ دراپرځولو لپاره دامريکالومړني گامونه :
دطالبانو دواکمنۍ راپرځولواونوی حکومت دجوړېدولپاره دامريکاپلان درې برخي درلودې .
۱/ دطالبانودراپرځولوپه موخه تبليغاتي کمپاين .
۲/ دوسله وال تيري لپاره اماده گي .
۳/ دنوي حکومت دجوړيدوپه موخه دنړيوالواوپه ځانگړې توگه د 2+6 هيوادوسره دخبرواومشوروپيل .
دطالبانو پر ضد دميډياله امکاناتو څخه په استفادي سره دهغوي پر خلاف دنړيوالو ذهنيت اماده کولو په موخه دامريکا دمطبوعاتو،راډيو،ټلوېزيون او انترنټ پاڼوله لاري په نړيواله کچه دوحشت،بربريت،تروريزم اوانسان وژنواصلي ترسره کوونکې يوازي طالبان اودالقاعدي سازمان معرفي کاوه، امريکا ډير ژروکولاي شول نړوالو ذهنيت دخپلوراتلونکو پوځي اوسياسي پلانونواوحملوسرته رسولوپه موخه اماده کړې . دهمدغو تبليغاتو پايله وه چي ټوله نړۍ دطالبانو دحکومت دپرزولو اوالقاعدې سازمان دله منځه وړلوغوښتونکی سول .
دامريکاځانگړو استازو دنړي ديوشمير اسلامي هيوادو او د 2+6 هيوادوله مشرانو سره خبري اوسلا مشورې پيل کړې ،هغوي ئي پدې قانع کړه چي دطالبانودحکومت دراپرزېدواوالقاعدي دسازمان دجرړودايستلولپاره وسله واله حمله اړينه ده . دهمد تلاښونوپه پايله کي امريکا بريالی شوه پدې هکله دامنيت شوراپرېکړه ترلاسه کړي .دغه ډول پدغو ليدنو کتنوکښي دراتلونکي دولتي سيستم او اداري دجوړيدوپه اړوندهم يولړ مشورې تر سره شوې،دسعودي عربستان ،روسې،ايران ،پاکستان اوهندوستان نظروته پاملرنه وشوه،البته دازبکستان ، تاجکستان ،قزاقستان ،اوترکې علاقمندی هم له پامه ندي غورځېدلي .
دامريکا حکومت دسي آي آې دکارمندانو په وسيله دافغانستان په دننه اوبيرون دځينو افغانانوسره اړېکې ونيولې دهغه جملې نه دشمالې ټلوالې په څنگ کې يې دمرحوم حاجي عبدالحق جبارخيل چي په خپل قوم کي دلوي اعتبار خاوندو اوحامد کرزۍ سره چي دپوپلزو په قوم کي دخپل مرحوم پلار دشناخت او اعتبار څخه په استفادې سره يي کولاي شوه دطالب چارواکو پر خلاف دکندهارخلک راوپاروي ،او پخوانۍ پاچا محمد ظاهر شاه وچې امريکا دهيواد په راتلونکي برخليک کښي د ونډي خاوند گاڼه او دسولي په راوستلو کې يې دده ونډې ته زيات ارزښت ورکاوه . امريکا داسي انگېرلې وه چې داکسان کولاي سي خلک دطالبانو پر خلاف راوپاروي . پردغواهدافوکار پيل شو،کرزی ددي لپاره چي دراتلونکی موقتی ادارې مشرئي وټاکي له امريکا نه کندهااوبيادروزگان ولايت ددهراود ولسوالی ته ولېږ شو، دامريکا اوغربي راډيو گانوپه تبليغاتوکي داسي ويل کېد چي گوياله طالبانوسره په جگړه کي تر دغه سيمي پوري رسېدلي دی خوپه حقيقت کي داسي نه وه ، يعني شاهدانوماته ويلي چي هغه (کرزی)ناببره دهراودپه ولسوالي کي دمعلم اشرف په نامه ديوسړي سره چي پخوانی تنظيمي قوماندان و راڅرگند شواودهغه په کورکي اوسېده . حقيقت هم دادی ځکه طالبانو ترکرزي هلته زيات نفوذ درلود اوبل کرزي په روزگان کي بېله همدغه معلم اشرف نه بل چا سره کومه شخصي پېژندگلوي اونږدې اړېکي نه درلودې .همدغه معلم اشرف کرزی صاحب تر پايه وساته اودبن دکنفرانس تر پرېکړي وروسته ئي هغه تر بگرام پوري بدرگه کړ . دغه معلم صاحب اوس دملي امنيت ديوي ادارې په غټ گمان دلسمې اداري مسوليت پرغاړه ري .
کله چي کرزي يوازي بيله کومې ارگاه اوبارگاه نه دبگرام په هوايي پوځی ډگرکي چي له يوه سره په امريکايي الوتکو اوټانکونوډک ودپوځی څرخی اولوتکي نه راکښته سوی ودهغه اوفهيم دروغبړ پر وخت دخبرو په هکله ښاغلى ډابنز دبن په کنفرانس کي دامريکا دجمهوررئيس ځانگړی اومهم استازي په خپل د((تر طالبانو را وروسته)) کتاب کي چي ښاغلي هاري صاحب لخوا ورباندي کرکتنه شوې ليکي : کله چي کرزى په دوولاسو او پښو کابل ته ورسېد، فهيم په حيرت له کرزي څخه پوښتنه کوي((ستا عسکر چيري دي؟)) کرزى په جواب کي وايي : (( تاسو زما عسکر ياست .)) حال داچي همدې فهيم کله چي د مسعوداورباني په دوران کي دامنيت رئيس وکرزی بندي اوسپک کړى وو. بلې دا رښتياده کرزي په ډير مشکل ئي دبهرنيو چارووزارت له ماڼۍ نه چي پکښي دفهيم لخوا نظربنده شوی وفرار وکړی ، اوتر کارته مامورينو پوري په تېښته بريالي شو،په کارته مامورين کي ديوچاپه کور ورننوت اوله هغه ځايه بيا همدغه افغان چي زړه ئي ورباندي سوځېدلۍ و تر پيښوره پوري رهمنایي اوتر هغه ځايه دتگ لپاره مرسته ورسره وکړه. مگرکله چي ښاغلي کرزی دکابل پر تخت کښېناست دغه بېچاره ئي بيا ياد هم نکړ ،اوفهيم ته ئي پناوروړه،چي نه ئي بايد داسي کارکړي واي .
خوښاغلي کرزی د ابد لپاره دروزگان اودهراود دخلکو ښه نېکۍ هيرې کړې اوهغوي ته ئي شا ورواړول . البته تر ما پوري داسي اوازې را رسېدلي چي ددوهم وار ټاکنو لپاره غواړي يوځل بياهم هلته خپل پلويان وگماري ،خوپدې هيله چي دروزگان غيرتی ولس نور دهغه وصندوق ته يوه رايه هم وانه چوی اوکه ئې چيري اعلان وکړ چي گويادروزگان خلکو دته رايه ورکړې،دغه اعلان د ردپرخلاف هم بايدکلک غبرگون څرگندکړي .داخبره ددي لپاره کوم که څه هم دټاکنولپاره څو مياشتي پاته دي ددي خبري په پوهيدوسره چي هر بل څوک اوياکرزی به هغه وخت دجمهوري رياست مقام خپلوی چي دامريکاورسره خوښه وي ،خوبيابه هم دتير ځل غوندي يو شکلي دټاکنوپه نامه به کامپاين پيل اودټاکنوپه ورځ به خلکوته بلنه ورکړه سي چي خپلي رايي وکاروي ،پدې رايو کي به هم دتير ځل پشان درغلي وي اودهمدغودرغليوپه پايله کي به ممکن اعلان وشي چي دروزگان خلکو دومره رايي ورکړي ،نوځکه مي وويل چي رايي مه ورکوی اودغه ډول اعلان په مقابل کي کلک غبرگون ښکاره کړی . تر کومه ځايه چي ماته معلومات شته خلک دکرزی اودهغه له پلويانو څخه ښه زړه نلري اونه هم غواړي دغه خلک يوځل بياددوي په نامه پر دوي امران وټاکل شي . خير په هر صورت رابه شو اصلي موضوع ته .
امريکاله له مرحوم عبدالحق نه وغوښتل چي له پاکستان څخه دلوگر له لاري دکابل په لور وخوځېږي ،په لوگر اوپه کابل کي هغه ته ځانگړې دندي سپارل سوی وې ،داسي معلومېږي چي پاکستان نه غوښتل دغه دندي دقوماندان عبدالحق په وسيله سرته ورسېږي اويادغه دندي پلي شي ،ځکه نو ترکومه ځايه چې دوي پدغه پلان خبر وه او دحاجي عبدالحق دسفر مقصد اولار ورته معلومه وه دطالبانواوالقاعدي دسازمان دمربوطو خلکوپه وسيله ئې مرحوم حاجي عبدالحق جبار خيل افغانستان دتگ پر لارمخکي له دينه چي کابل ته ورسېږي دلوگرپه شاوخواکي ناځوان مردانه په شهادت ورساوه . په رشتيا سره دهغه په مرگ زيات پښتانه خفه سول اود هغه دمرگ په غندلوسره يې پرطالبانوډيري سختي نيوکې وکړې .له بلي خواد۲۰۰۱دسپتمبر د۱۱نه راوروسته دطالبانودحاکميت دړنگېدوپه نامه دستري غميزي دپيل لومړی قرباني همدا قوماندان عبدالحق شو .اودطالبانو په مقابل کي دپښتنونفرت لانور هم زيات سو،اودا هڅ چي پاکستان په هيڅ ډول په افغانستان کې ديوغښتلې حکومت دجوړېدوسره علاقه نه لرې په پښتنوکې نورهم غښتلی سو.
په ايټالياکي دظاهر شاه سره تماسونه ونيول شوه ډيرو داس فکرکاوه چي ظاهر شاه به يوځل بياپه افغانستان کي پاچاوي ،ځکه خودبن په کنفرانس کي هم دظاهر شاه پلويانو اودشمالي ټلوالي مخالفينودشاهي نظام دبيا احيأ پر سره تودې خبري ددوي تر منځ داختلاف يوله اساسي ټکو څخه و. شمالي ټلوالي ته هدايت شوی وچي په هيڅ صورت دشاهی نظام سره موافقه ونکړي ،ددوي سره پدغه نظر کي دپردي شاته روسيه ،پاکستان اوايران هم ملگري وه،ځکه خوتر زياتو جنجالو وروسته پرېکړه وشول چي شمالي ټلوالي ته زاتی څوکي اوظاهر شاه ته يوازي په اساسي قانون کي دملت دبابا لقب ورکړه سي . دنظارشوراقوماندان احمد شاه مسعودته بياښاغلي کرزی پر خپل سره دافغانستان دغوڅ اکثيريت ارادي اوخوښي پر خلاف دملي قهرمان لقب ورکړ .
دامريکا متحده ايالاتو دانگلستان په نيغ ملاتړ او همکارۍ دطالب حکومت دوسلوال ځپلوپه خاطردسي آي آې جگپوړي کارمندان دروسې په مرسته دتاجکستان او ازبکستان له لاري په چورلکو کي پنجشير ته واستول او هلته يي دفهيم ،يونس قانوني ،ډاکترعبدالله دبهرنيو چاروپخواني وزيرسره دکتلو په ترڅ کي ددوي سره دراتلونکې په هکله خبري وکړې ،شمالې ټلوالي دنده ترلاسه کړه چي دطالبانو پر خلاف دامريکا يانوسره په عملياتو کي برخه واخلې . شمالي ټلوالې په همدې خاطر چي دامريکايانو دغه خدمت ته يې غاړه کښېښوده په راتلونکودولتي (موقتي اوعبوري ) ادارو کښي دامريکا په مرسته غښتلې موقف پيداکړه که څه هم امريکايا نو به همدا درک کړې وي چي روسيه هم پدې خاطر دتروريزم پر ضد مبارزه کې دامريکا ملگرې سوې وه چي دامريکا دشمالي ټلوالي څخه دځمکنيو قواوپه توگه استفادې ته وهڅوي ،کله چي امريکا داکاروکړ ،روسې ډيره خوښي ښکاره کړه او هغه يې دروسي اومنځنۍ اسيا په گټه وبلل . متل دی وايې ((ما پر آسمان غوښته خداي پر مځکه راکړه)) روسانو دا انتظار نه درلود چي امريکايان دي بيا داسي غلط سي چي شمالي ټلوالي بندنامي ډلي او په سيمه کي دروسانو يوازني دوستانو ته داامکان پلاس ورسې چي دا ځل دامريکا د B52 او C130 ډوله الوتکو دبمباريو په مټ دي دوي دکابل ښار،هغه ښارته چي اوسېدونکو يې ددوي له نامه اوڅيرو سره حساسيت پيداکړۍ وداخل سې .
توماس والکوم پخپله ((ايتلاف نامقدس)) مقاله کي چي دافغان رسالي په ۲۳-۲۴گنه کي خپره سوې ده ليکې :
(( دامريکا په نظر شمالي ائتلاف په حقيقت کي هيڅ ائتلاف نه دی او باور ورباندې نشي کېداي،ليکن پرته له دوۍ نه امريکا بل انتخاب نه درلود ،.... ځمکني پوځونو ته دزياتي اړتيا له مخي په کاروه چي دشمالي ټلوالي له ملېشو څخه دطالبانو پر ضد کار واخيستل سي ،نه دامريکا او لوېديځ دځمکنيو ځواکونو څخه )) امريکا له دې ډارنه چي په ځمکني جگړه کي به دزيات تلفاتوسره مخ سي پرېکړه وکړه چي د شمالي ټلوالي څخه چې دطالبانو سره کوټلې دښمني هم لري استفاده وکړي .ديادولو وړ ده چي دامريکا ولس هم ددې سره مخالفت کاوه چي دجگړې په پېل کې دي په ځمکنيو عملياتو کې امريکايې سربازان برخه واخلې . ددې نظر پخلی ښاغلي جېمز ډابنز کوي ،ليکي : د شمالي ټلواله يوازنۍ افغاني ډله وه چي عسکر يې درلودل؛ د کابل امنيت يې ټينگولاى سواى؛ او امريکايي مخصوصو عسکرو او د سي اى ې سره يې د طالبانو په راپرځولى کي مرسته کولاى سواى. مگر د ښاغلى ډابنزدغه دليل او استدلال کمزورى او کوږ دى. موږ ټولو ته څرگنده ده چي د شمال ايتلاف د طالبانو د رانسکورولو جوگه نه وه .ددي لپاره چي دشمالي ټلوالي نړېوال اعتبارغښتلی سي دروسي مشر ولادمير پوتين هم ددي حقيقت نه پرده پورته کړه او دژورنالستنو سره يې په خبروکې دابربنډه کړه چي روسې دتيرو پنځوکلو په دوران کي دطالبانو پرضد دشمالي ټلوالي اود هغوي قوماندان احمدشاه مسعود سره دوسلو او پيسو زياتي مرستي کړي او دادۍ اوس دغه مرستي نوري هم زياتوي .فکرکوم د۲۰۰۵زکال دسپتمبر په مياشتي څوټنه مواداونورتوکي دمسکو دوالي جنرال گروموف لخوا دپنجشيرولسوالۍ (ولايت) ته راولېږل سوه ،هم دهغه پخوانيو دوستيو ديوځل بياډاگيزه کېدواو پخلې په خاطر به وه .کنه تر پنجشير نورې زياتې مستحقي سيمي وې،او بل داچي ولې ئې ديوي خاصې ډلي اومنطقي په نامه دامرتسي راولېږلې؟ هلته خداي مکړه کومه طبعې ټکه نه وه لوېدلې .تر ديپلوماتيکو تلاښونواوپه نړيواه کچه ملاتړتر خپلولو وروسته امريکاپر افغانستان باندي دوسله وال يرغل لاري دخلاصېدوپه موخه دملگروملتو دسازمان دامنيت شوراهوکړه ترلاسه کړه .
دوسله والوحملواوملي غميزي پيل :
د ۱۹۹۹ کال په بهیرکې دامریکا متحدو ایالتونو پر افغانستان خپل فشار په پرله پسي توګه زیات کړ. د همدې کال د فبرورۍ پر دریمه د امریکا دبهرنیو چارو دوزیر مرستیال کارل ایندیرفورت اوپه همدې وزارت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې مشر مایکل شیهان د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عبدالجلیل سره وکتل. هغوی نوموړي ته خبرداری ورکړ چې د امریکا متحد ایالتونه به د بن لادن د هر ډول راتلونکو ترهګرو بریدونو له امله د افغان حکومت حساب کتاب ته راکاږي .
پاتریک مارتین يو انگليسي ژبی ليکوال په خپله يوه ليکنه کښي د((دافغانستان جگړه دسپتمبر له يوولسمې څخه پخوا لا پلان شوې وه)) چي له الماني ژبې زموږ تکړه ژورنالست اوژباړونکی پښتو ته ژباړلې ده ليکي : د باخبره سرچینو له رپوټونو څخه چې د بریتانیا، فرانسې اوهند په رسنیو کې خپاره شوي، جوتیږي چې د امر یکا دحکومتي استازیو افغانستان ته د(۲۰۰۱) کال په اوړي کې لا دجګړې ګواښ کړی و.
د بي بي سي خبریال جورج ارنی د سپتمبر پر ۱۸ رپوټ ورکړ چې د امریکا حکومتي چارواکو د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر نیاز نایک د جولای په منځ کې د طالبانو پر حکومت د یوه پوځي ګوزار په اړه له پلانونو څخه خبر کړی و. نياز نایک بي بي سي ته د اهم وويل چي، د امریکا د استازو دهمدې کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه چې،که بن لادن په لنډ وخت کې ور ونه سپارل شي، نو امریکا به له پوځي وسیلو څخه کارواخلي چې هم بن لادن او هم د طالبانو مشر ملا عمر ووژني اویا ونیسي .
د واشنګټن پوست( د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د ۳ نیټې) له یوه رپوټ څخه په ډاګه څرگندېږي چې دکلینټن حکومت د پاکستان د هغه مهال له لومړي وزیرنواز شریف سره پر ۱۹۹۹ کال دګډو پټوعملیاتو په اړه هوکړه کړې وه چې اسامه بن لادن به وژني . خو د ۱۹۹۹ د اکتوبر پر ۱۲ نواز شریف حکومت د جنرال پرویز مشرف له خوا دیوې پوځي کودتا په ترڅ کې راوپرځول شواودپاکستان نوي حکومت دغوپلان شويو پټو عملیات ته شاکړه . بيا په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو د راپرځولو په موخه خپلو هڅو او هلو ځلو ته دوام ورکړ. هغه وخت هم دطالبانو دنسکورېدولپاره دپاکستان اوسيمې داستخباراتي شبکواوجهادي تنظيمو څخه استفاده کېدله . د طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې د اوزبکستان، تاجیکستان او ان پخپله روسیې له پوځي ټولکیو څخه ګټه اخیستنه په پام کې نیول شوې وه. د((اینډیاریکټز)) له رپوټ سره سم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جون دمياشتي په پیل کې د همګټو هیوادونو په غونډه کې،چې د پخواني شوروي اتحاد زیات شمیر جمهوریتونه په کې غړیتوب لري، څرګنده کړه چې د طالبانو پرخلاف یو پوځي ګوزار په مخکي دئ .
دبوش د حکومت اوطالبانو ترمنځ خبرې اترې د ۲۰۰۱ کال په فبرورۍ کې دجورج ډبليوبوش ددندې له پیل کولوڅخه ډیرلږ وروسته پیل شوې . د همدې کال په مارچ کې د طالبانو يوه استازي واشنګټن ته سفر وکړ چې له ځان سره یې د یوې ګرانبیې افغاني غالۍ په ګډون،یو شمیرنورسوغاتونه هم امريکا دنوي مشرله پاره وړي وه. خو خبرې اترې هومره تودې او له صمیمیته ډکې نه وې. د امریکا حکومتي استازو دخبرو پر مهال طالبانو ته ویلي وو چې : یا به تاسو زموږ وړاندیز منئ، چې په هغه حال کې به درته د سرو زرو غالۍ وغوړوو او یا به مو د بمونو تر غالۍ لاندې پټ کړو.
د دغو رپوټونوله مخې په دې لړ کې ان په جولای کې اعلام شوې وه، چې د اړتیا په حال کې به په افغانستان کې پوځي عملیات دواورې له ورېدو ترمخه، چې ترټولوناوخته نیټه به یې د اکتوبرمنځ وي،تر سره شي.د بوش حکومت پر دغه بې وزله هیواد په رښتیا هم ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اومه بمباري پیل کړه.
امريکا دتروريزم سره دمبارزي اوالقاعدې دسازمان دجرړوايستلوپه نوم داروپايي هيوادو،روسې،دافغا نستان همسايه هيوادو اوايران زمنی ملاتړ ترلاسه کړئ و،او داکتوبر په مياشت کي يي ديويشتم قرن دموډرنو الوتکو اوبماوريوپه زوردطالبانواودالقاعدي دسازمان دپټېدوپرځايوشپه اوورځ مرگوني گذارونه شروع سوه،امريکا په دغو بم اوريو کي وچ او لانده يو ځاي وسوځول .او دپښتنو داوسېدو پر سيمي پدې نامه چي طالبان پښتانه دې اودطالبانوسره به مرسته وکړي هم تر بمبارد لاندي ونيول ، په دښت کې چوپان او په کلي عادي خلک وويشتل سوه . کلي ،کورونه ، ژرندي ،کارېزونه اودکوچيانو خېمې ،پر لارو دسوارليوگاډې دبم اورونکو الوتکو او توغنديولخوا په نښه سول ،په زرگونو کورنۍ يې دکليو اوښارونو پرېښودلوته مجبورې کړې ،دولسونو دژونداقتصادي اوټولنيزه اډانه يې خرابه او تباه کړه . په کابل ښارکښي يي هم دښار سهيلې او شمالي برخې ،دتلوېزيون غر (انتن)دبالاحصار او مرنجان تپه او يو مسجدپه بمانو او توغنديو کلک وويشتل ، په سلهاو انسانانوو ژول سوه .که څه هم دامريکا داشان کړنه په داخل او بهرکي د افغانانوداعترضونوااحتجا جونوسره مخ شول ،دامريکا وحشيانه خپل سري بمبارۍ يې وغندلې مگر دامريکا اود لوېدېځو هيوادومشرانو غوږ هم ورباندي ونه گراوه . دبېلگې په توگه دسويډن دمالمو په ښارکي دسويډن –افغانستان دکمېټې اوافغا نا نو په گډون مظاهري وشوې ،په همدغومظاهروکي هغو افغان ماشومانوسره دمرستي په خاطر چي دامريکا دوژنکواوړندوگذارونوپه پايله کښي يې دژوندهر څه دلاسه ورکړي وه مالي مرستي راټولي سوې ، دمالمو دښار په هغه تعليمي موسسه کي چي ما سويدني ژبه لوستل دسويدني استادانو په همکارۍ مې تر ((۸۰۰۰)) زيات سويډني کرونه مرسته ټوله کړه . دامريکا اوهغوي دمتحدينو له پوځې کړنواوعملياتو څخه داسې څرگندېده چي شاته کوم پښتون دښمنه قوت دوي دغوتيروتنوته او وحشيانه هوايي اوځمکنيو پوځی عملياتو ته هڅول، امريکايانو ته يې غلط راپورونه ورکول او هغوي يې دپښتنو داوسېدو پر ځايوبم اوريو ته هڅول . ددغه کار نه ئي موخه داوه تر څو له يوې خوا پښتانه وځپل سې او له بلې خوا دپښتنو په زړونوکي دامريکا په مقابل کي دکرکي اونفرت احساس راپيدا سې، ترڅوله يوي خوا امريکا اواروپايي هيوادونه دتل لپاره دپښتنو په مقابل کي حساس اوسې اودوي ته دشک په سترگه وگوري اودبلې خواپښتانه هم له نړيوالي ټولنې څخه خوابدې شي اوپر خلاف ئي ټوپک ته لاس کړی .
دطالبانودحکومت درانسکورېدواودبن لادن دله منځه وړو په پلمه په افغانستان کي تر ټولو ددرنې اوورانوو نکی وسلې استعمال شوې .امريکاد ۵۲ Bاونوروپوځی الوتکو پوسېله بېله اټوم بم نه نورټول بمونه اورولي دي . پدي هکله دلوموند انترنتی پاڼي د۲۰۰۲ کال دمارچ په پاڼه کي د ((Amrican Big Dirthy Secret )) تر سرليک لاندي،دهيرالډتريبون ورځپاڼي د۲۰۰۱ م کال ددسمبر پر پنځمه خپره شوې گڼه ،يو اس ټو ډې د۲۰۰۱ کال ددسمبر پر ۲۴ مه او په ژنيوکي ديومشهور ژورناليست په ۱۳۰ ورقيز راپورکي هم دامسله نشر شول چي امريکا په افغانستان کي دطالبانو پر خلاف داسي وسلې استعمال کړې کوم چي استعمال ئې کدغن شوی و.
دايران تلوېزيون دامريکادهوايي حملو خبر پدې ډول خپورکړ: حمله موشکی امريکا در افغانستان : اين حملات با ۲۵ راكت كروز در تاُسيسات طالبان ساعت 9 شب بوقت افغانستان روز يكشنبه مورخ ۷ ۱كتوبر ۲۰۰۱ ميلادی برابر به ۱۵ ميزان ۱۳۸۰ خورشيدی در كابل، قندهار، جلال آباد آغاز شد، و درسايرشب ها متواتر ولايات ، قندوز ، فراه ، هرات ، سمنگان، نيمروز، شبرغان ، مزارشريف ، جوزجان براي ساعت ها ادامه داشت و همچنان بم افگن هاي امريكائي در كوه توره بوره در نزديك شهر جلال آباد تا روز پنجشنبه۶ دسمبر۲۰۰۱ ميلادی مطابق پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۸۰خورشيدی بدون وقفه ادامه داشت كه ، به اثر بم افگن ها درافغانستان بسياری از مردم درهواي سرد آواره وتعدادی زيادی كشته ومعيوب بجا گذاشته است .
داعمليات دومره درانه وه چي دلوېدېځومطبوعاتواوان دامريکا د CNN ټلوېزيون يو مفسر(( فيشر)) وويل :دامريکا بمبارۍ دويتنام له جگړي نه ورورسته ډيري درنې اوزياتي سختي وې چي شپه او ورځ یې په پرله پسي توگه دوام درلود.
شمالي ټلوالي اودجنرال دوستم ډلې په گډه دهيوادپه شمالي سيموکښي دطالبانوپه نامه دهواله لاري دامريکايانوپواسته اودځمکي له لاري دامريکادبي ۵۲ الوتکوتر سيوري لاندي دخپلوپوځونوپوسېله بې شمېره پښتانه له ژوند نه محروم کړه ،په زگونوژوندي کسان ئي په کانتينرو،ټيلرموټرانو اوڅولوروديوالوکي په وينو ولړل چي شمير ئې تر پيځوزرو اوړي . دشمالي ټلوالي دمشرتابه د((ټانکيو امريکا)) چيغي به په تاريخ کي يوه غيرتی افغان هم ي دخيل مور شيدې رودلي وي هيري نشي .
دغوډلو پدې ډول له پښتنوسره خپله دښمني څرگنده اوزموږ دهيواد دښمنان ئي خوشحاله کړه . دوې غوښتل له يوې خوادخپلوبادارانو هدايت چي شمال له پښتنوخلاص ښه دي عملي کړي اوپښتانه له شمال نه ورک کړي ، اودبلې خوا هلته پرتوقومونوته څرگنده کړي چې گويا پښتانه ددوي دښمنان دي ځکه ئې ووژل اويائي فرارته مجبورکړه . خو له نيکه مرغه هلته هوښيارو تاجکو،ازبکواوترکمنو،هزاره ووددوي پر دغوانسان دښمنو تبليغاتوغوږ هم ونه گراوه اوددوي په مقابل کښي دهمدغوشريفو قومونونفرت نورهم زيات شو.يوټکی چي دزياتي پاملرنې اوافتخار وړدی هغه ،داچي زموږ ولس په هرقوم ،ژبه اومذهب پوري چي اړه لري په هيڅ ډول دپرديودلاسپوڅواوافغانستان دښمنودله بي اتفاقيواو اختلاف رازېږ ونکودروغجنو تبليغاتوقرباني شوې ندي اونه ئې ددوي پر اوتو بوتو غوږ نيولی .متاسفانه دغوبې اتفاقيو،ديوه اوبل قوم ،يوې اوبلي ژبې دتوهين لپاره څودگوتوپه شماربېگانه پروره لاس اوپښي وهي .
دغه تخارته راستنې شوي کورنۍ چي اوس ئي څوک خپل ټاټوبي ته نه پرېږدي ،هغه وخت فرارسوې کله چي دشمال ټلوالي اوجنبش ډلود((ټانکيو امريکا))نارې وهلې . داچي څوزره کورنۍ دکندهار اوهلمند ياکابل پر شاوخوادڅوکلو راپدې خوا بې سرنوشته ژوندکوي شمير ئي تراوسه دولتي ادارو له شرمه ندی اعلان کړی ،زه هغه کورنۍ نه شمېرم کوم چي دامريکاد هوایی اوشمالي ټلوالي دځمکني حملوپه پايلو چي سمدلاسه ئي کورونه د پاکستان اوايران په لورپرېښودل .
په هغه وخت کي چي پرکابل اوکندهاردبمانو اوتوغنديو باران ودروسې دولت اعلان وکړ چي شمالي ټلوالي لپاره يې پنجشير ته ټانکونه ،توغندۍ اوکلاشينکوفونه رسولي دې ،روسې غوښتل دموقع څخه په گټه پورته کولوسره دنظار شوراترغاښو په هر ډول وسلوسمبال کړي ترڅوداړتيا په وخت کي وکولاي سي له ځان او روسې دگټونه دفاع وکړې .همدغه مهال ازبکستان هم دجنرال دوستم څخه خپل ملاتړ اعلان . البته دا بايد هېره نشي چي ترکيې تل خپلي گټي دشوراي نظار په څنگ کي ددوستم په وجودکي لټولې دي اودهغه څخه يې ننگه کړې ده . همدا دليل ووکله چې به دوستم دطالبانو له خواځغلول کېده سمدستي به ازبکستان اوله هغه ځايه ترکيي ته تلۍ . جنرال دوستم پداسي حال کي چي هيڅ ډول رسمی دنده ئې نه درلوده دترکيې په تلويزيون کي ډير ځله په پوځي لباس کي راښکاره سوۍ دۍ،په همدغه وخت کي په ترکيه کښي کله کله دده څخه پداسي حال کي چي يومعمولي سړی و،ديوه رسمي شخص په بڼه استقبال سوئ دۍ . د۲۰۰۱زکال داکتوبر په ((۲۰)) ورځ يو روسي پوځي جگپوړي جنرال ((پاپوف)) وويل :موږ دشمالي ټلوالي سره په کافي اندازه کومکونه کړې ، دافغانستان شمال زموږ دخپلي سياسي اغېزې اونفوذ سيمه بولو،او دافغا نستان دراتلونکي دولت لپاره ښاغلی رباني يو مناسب شخص گڼو .
روسانو پدغوڅرگندونوسره داټولوته وفهمول چې روسيه په هيڅ ډول حاضره نده په افغانستان کې پاکستان پلوه اوياداسي حکومت چي ددوي خوښ نه وي ومنې .
دکابل دښاريانو،په داخل اوبهرکښي ټولوافغانانواوملگروملتو دسازمان سره داتشويش پيدا سو چي دطالبانو تروتلو وروسته به څوک په دې ښارکي واکمن کيږې ،ځکه درباني دحکومت دپخوانيوناوړه اعمالو په اساس نه دکابل خلکواونه هم ملگروملتوسازمان غوښته چي شمالي ټلواله دې په کابل کي حاکمه سې . کله چي دطالبانوماته يقيني سوه ملگروملتوسازمان او لوېديځوهيوادوتوصيه کول چې هيچاته بايد حق ورنکړه سې کابل ښار ته پر خپل سر ننوزي . مگر دبوش په کابينه کي دکابل دنيولو په باب بحثونه روان وه، د هغه وخت خارجه وزيرکولن پاول دکابل دبې وسلې کولو پلوي کوله ،هغه غوښتل چي دکابل ښاردملگروملتونو او يا بلي خارجي قوې تر نظارت اوساتني لاندي راسي، او پرې نه ښودل سي چي دشمال ايتلاف يوځل بيا پرکابل باندي مسلط سي . له دغه نظر سره دملگرو ملتو استازي هم موافق وه ځکه ئي شمالي ټلوالي ته فهمولې وه چي کابل ته داخل نشي .مگر له بدمرغه د ښاغلي پاول دامقعول نظر دبوش په کابينه کي رمزفيلډ لخواردېده .ويل کيږي چي دامريکا د دفاع وزارت نه غوښتل چي افغانستان ته ډېر عسکر واستوى ځکه دبوش ادارې د عراق د اشغال ولو توطيې ته ملاتړله .
دافغانانوهيله داوه چي کابل بايد په هيځ ډول د مسعود ډلې ته نه واى تسليم سوى . د مسعود توپونو ، ټانکونو، او لوټمارانوکابل ښاريان تر پزې راوستلي وه ، د افغانستان ټولو خلک دشمالي ټلوالي اوهغوي دپلويانو ډلو دجناياتو اولوټماريوشاهد وه .
په امريکا کي هم جمهوريت غوښتونکواو دموکراتانوسناتورانودبوش له اداري نه غوښتنه کول چي شمالي ټلوالي ته اجازه ورنکړي تر څو کابل ته ننوزي ،دبرطانيې صدراعظم توني بلير هم علاقه نه لرل چي دا بدنامه ډله يو ځل بيا دکابل دښا دفاتح په توگه دغه ښار ته داخله سې .
دملگروملتو استازۍ اخضر ابراهيمي دشمالي ټلوالي له مشرانو سره خبري وکړې او هغوي ته يې دنړېوالو دا تشويش چي نه بايد کابل ښارته داخل سي څرگند کړ .
امريکايان اونړيوال پدې ښه پوهېدل چي د شمالي ټلوالي په وړاندي خلک بد حساسيت لري اودکابل ښاريانو ته دوي دمنلو و نه دي ،ځکه ئي دوي ته دا حق او اجازه نه وه ورکړې چي دوي دکابل ښارته داخل شی . مگر دخپلو بهرنيو معلمانو اوبادارانوپه هدايت دپخوا جوړسوی پټ پلان دپلې کېدو په موخه پسله هغه چي دوي دکابل ښار څخه دطالبانودپر شاتگ خبر تر لاسه په ډيره عجله کابل ته داخل شول ، مهمې سيمې اوکابل ښار ددوي تر کنترول لاندي راغلي .
خوجېمز ډابنز بياوايي: د شمالي ټلواله يوازنۍ افغاني ډله وه چي عسکر يې درلودل؛ د کابل امنيت يې ټينگولاى سواى، او امريکايي مخصوصو عسکرو او د سي اى ې سره يې د طالبانو په راپرځولى کي مرسته کولاى سواى. مگر د ښاغلى ډابنزدغه دليل او استدلال کمزورى دى.،ځکه موږ ټولوافغانانو ته داڅرگنده ده چي د شمال ايتلاف د طالبانو د رانسکورولو جوگه نه وه .
پدغه وخت کي چي لا دامريکا هوايي بمباری رواني وې دنوامبر په ۲۱ مه په تاجکستان کي ډاکتر عبدالله داستاد رباني سره دراتلونکي حکومت په هکله خبري وکړې . هغه دامريکا دهوايي حملو او شمالي ټلوالي ته دلاري دخلاصېدو په هکله هغه ته معلومات ورکړ. په همدغه وخت کي روسي چاروا کويوځل بيا په گوته کړه چي دطالبانو ترسقوط وروسته بايد استاد رباني دجمهوري رياست واگي پلاس کي واخلې .دروسې ددغه وړانديز نه تاجکستان،ازبکستان او ايران ملاتړ وکړ،هندوستان چوپتياغوره وببل . مگر پاکستان دروسې له دغه نظر سره خپل مخالفت وښود.
دپاکستان لپاره دا دقبول وړ نه وه، يوځل بيا هغه کسانوته دولتي حاکميت ورسېږي کوم چي ددوي په زور يې په افغانستان کي واک تر لاسه کړی و،خو دقدرت دتر لاسه کولوسره سم ئې پاکستان ته شاوگرځول اوهغوي ئي هيرڅه چي دروسيې ،هندوستان اوايران دخوښی لپاره ئې روابط له پاکستان سره ډيره سړه بڼه غوره کړه . اومقابل لور (روسې ،ايران او هندوستان ) سره دوستانه اړېکي ډيرې ټينگې اوپراخي شوې .په امريکا کي هم جمهوريت غوښتونکواو دموکراتانو سناتورانودبوش له اداري نه غوښتنه کول چي شمالي ټلوالي ته اجازه ورنکړي تر څو کابل ته ننوزي ،دبرطانيې صدراعظم توني بلير هم علاقه نه لرل چي دا بدنامه ډله يو ځل بيا دکابل دښا دفاتح په توگه دغه ښارته داخله سې .
افغان ولس بهرنيووحشي بمباريو له امله هک پک پاته واو دخپلو نازولو په وير سرگردانه او فرېشانه وه ، دا دقدرت ليونيانو وخت غنيمت وباله پرخپل سر دنومبر په ۱۳ مه ورځ دماذديگر پر شپږ بجو په هغه روسي پوځي لباس کې چي څو ورځي پخوا يې روسي چارواکو شمالي ټلوالی ته دگنډلو اوددوي په ا ختيار کي دورکولو خبر خپورکړی و ((۱۲۰۰۰)) وسله وال کسان دکابل په وينولړلې او زخمي زخمي ښار ورننوتل او دکابل زورېدلو ښاريانو يو ځل بيا هغه مخان وليدل کوم چي له لېدو نه يي نفرت درلود .
ددوي په وينالومړی يونس قانوني اوبيابرهان الدين رباني کابل ته راغلی،مگر مارشال فهيم بيادانه منې وايي چي لومړی زه کابل ته داخل شوم په ټول کابل کي مي امنيت تامين کړ،وروسته مي دشوراي نظارمشرتابه اواستادرباني ته احوال ورکړ چي کابل ته راشي . خودا دومره مهمه مسله ځکه نده چي دCIA دټاکل شوی کارمند لخوادمعينوپيسودترلاسه کېدو نه وروسته ټوله شمالي ټلواله دامريکا دپوځ په چوپړ کښي وه . ياپه بله اصطلاح شمالي ټلواله اوجنرال دوستم ډله پر افغانستان باندي دامريکاپوځی حملوپه وخت کي دځمکني پوځ دنده پر غاړه درلوده . مهمه خبره داد په هغه لهظه چي دا ټلواله دکابل په ښار ورننوتل سمدستي فهيم ځان ددفاع ،يونس قانوني دکورنيو چارواو عبدالله دبهرنيوچارو وزيران اعلان کړل ،دمالي وزارت ځکه چا وانه خيست ،هلته هر څه په گډه چورسوې وه . ددغومقامودتر لاسه کولو پرسر يې دبن په کنفرانس کي هم دومره چنې ووهل شوې ترڅو همدا مقامونه همدغو ښاغلو ته ورسېدل .
په هر حال شمالي ټلوالي دخپل پروگرام دپلي کېدوپه موخه پر خپل سر دراډيو له لاري اعلان وکړ چي استاد رباني دافغانستان دجمهورریيس په توگه دوباره کابل ته راغلي . برهان الدين رباني يو ځل بيا دکابل په ښارکي دمطبوعاتو اوراډيوگانو په وسيله خپل ږغ دارگ له ماڼۍ نه پورته کړ . اواعلان ئي وکړ چي ددوي په وينادکابل ښاردطالبانوله شره خلاص شو. دوي په خپلو تبليغاتوکي کابل ته داخيلېدل خپله برياوبلل اوداسي ئي څرگنده کړه چي گوياداددوي دمبارزو اوفداکاريو پايله وه چي دطالبانو حاکميت نسکور شو. داهغه وخت و چي کار تر کار تير سوئ و، امريکايان اودهغوي ملگري ئې غافله گيرکړه . خو خلکوته هرڅه معلوم وه ،دائې هيرنه وه چي ددوي دلاسه افغان ولس طالبان له دې سره چي يوه بنسټپاله دله وه ومنل ،دائي هم هيرنه وه چي کله طالبان سروبی ته راورسېدل شمالي ټلواله اوددوي نور پلويان داستاد سياف په شمول په منډه تر پنجشير اويوه اونۍ ور ورسته ترخواجه غار پوري ورسېدل.ايران پلوه دايران په لور اوترکيه پلوه دترکې ،چا دتاجکستان اوچا هم دازبکستان او ترکمنستان په لورمنډي کړې . داداستان ډير اوږد دی اودبلی خواپه افغاني اونړيوالومطبو عاتوکي ئي پوره انعکاس موندلی ځکه ئي دتکرارنه ډډه کوم .
فقط څلور ورځي وروسته ترهغه چي دا ښاغلې په کابل ورننوتل دروسې دبهرنيو چارو وزير سرگې ايوانف اعلان وکړ ،چي يو نفر پوځي اوبل دسياسي چاروجگپوړي کار پوه کابل ته ولېږل سوه تر څو په کابل کي دهغه حکومت دچارواکو سره چي اوس پر وضعه مسلط دي له نږدې دوستانه ليدنه اوکتنه وکړې.په خبرکي راغل وه چي دواړي خواوي به دخپل مينځي مناسباتو دټينگولوپه هکله بحث کوي . روسي پدغه عاجل سياسي حرکت سره امريکا اونړېوال ديوه ترسره سوې عمل سره مخامخ کړه او داسي يې وښودل چې دحکومت درياست مسله ختمه ده،هغه دۍ رباني پردولت مسلط دی او اداره يې جوړه کړې اوفعاله ده .
دشمالي ټلوالي کابل ته داخيلېدل،او پر خپل سر حکومت جوړول داروپا اوامريکايي چارواکو دخوابدۍ سبب وگرځېده،ځکه دکابل ښارته دشمالي ټلوالي داخلېدل بايدديوي شوراترجوړېدو وروسته چي امريکا اوملگر و ملتوسازمان په نظر کي نيولې وه تر سره سوي واي .
دکابل خلکو حتاددوي له اوازنه نفرت درلوداوددوي له ليدونه ئې کرکه کوله ،يوازنئ اوازچي دوي ته ئي باور وربا خښه هغه دملگرو ملتودسازمان ځانگړي استازي اخضرابراهيمي خبري وي چي دنوي حاکميت اود راتلونکو پلانواودافغانستان دبياجوړونې ،اوملي تفاهم پر بنياد دنوی حکومت دجوړېدوپه اړه ئې دراډيوگانوله لاري خبري کولې .دغوخبرو دافغانستان پرېشانه خلکوته يوڅه اميدواري پيداکوله . امريکا وتوانېدل په ټوله افغانستان کي د۴۵ ورځوپه تېرېدوسره دپوځی درنو او وژنکوحملواوعملياتوپه نتېجه کي دطالبانودحاکميت جرړي وباسي . هغه دمتوکل خبره دطالبانو رژيم ړنگ شو،خو طالبان ورک نشول . نوربيا