درې سوه )۳۰۰(کرښې ـ څلورم پړک :لیکوال :طالب منګل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
طالب منګل
۲۷۲ کرښه : هغه د توت څانګې ته لغت راخلاصه کړه او د توت لاندې له غنمو نیمه رېبل شوي ځمکه له سپینو توتانو ډکه شوه.
ماشومانو ور منډه کړې او په واړو لاسونو یې د توت سپنې دانې خولې ته واچولې.

۲۷۳ کرښه :هغې ماشوم کلک په لاس نیولی و او د موټرو له ډک سړک نه په پوره اختیاط سره د سړک هغې خواته پورې شوه.
دسړک هغې خواته دسړک په غاړه یوې هاتۍ ته وادرېده او څه ناڅه سودا یې واخسته.
لا یې هم ماشوم په لاس نیولی و خو هاټۍ وال ته دپیسو د ورکولو په وخت کې یې ماشوم پرېښود او دواړه لاسونه یې خپل فرض ته ور دننه کړل.
ماشوم شاته مخ واړه و او دسړک بلې خواته یې په پوکاڼیو سترګې ولګېدې او د پوکاڼیو خواته یې په تګ پیل وکړ.
شړپ شو او دسړک د غاړې له ویالې څخه اوبه پورت شوې او دښځې په مخ ولږېدې،هغې په قهر سره مخ راواړه و،خو دا مهال یې سترګې په خپل زوی برابرې شوې چې دښار په نه پاکه ویاله کې یې لاسونه ټپول.
د ښځې خوله وازه پاتې شوه او روپۍ یې له لاسه ولوېدې خو لا روپۍ ځمکې ته نه وې راسېدلي چې ما ویالې ته ور ټوپ کړ.
۲۷۴ کرښه : زه په دې مطمین یم چې زما کرښې به چاته توان ونه رسوي خو تاسو به هله د کرښو د ګټو او توان په اړه مطمین شی چې زه له دنېا څخه سترګې پټې کړم.
۲۷۵ کرښه :د ستا تصویر په اوښکو لوند ساتمه.
۲۷۶ کرښه : په مینو خلکو کې غریب او مالداره نه وي.

۲۷۷ کرښه : مینه د هر چا په نصیب کې شته ،که تاسو یې ولټوﺉ.
۲۷۸ کرښه : خلکو دکلي څاه(کوهي)ته ورمنډه کړې او کوهي ته له نېږدې کورونو څخه دښځو دچیغو اوزونه پورته شول، ما هم ورمنډه کړې ،الله (ج) رحم وکړاو یواځې د کوهي دلوټې(بوشکې) پړی (رسۍ) پرې شوی و.
۲۷۹ کرښه : دتوت لاندې ماشومانو لوبې کولې او یو ماشوم توت ته د توت د دانو دخوړلو له پاره پوره شوی و.
خرچ شو او په ماشوم پسې د توت څانګه ماته شوه.
ما ټکر وخوړ او پاس مې توت ته نظر په منډه ورپورت کړ.

ماشوم په یوه بل څانګه پورې کلک لاسونه تاو کړي و او بدن یې یوې او بلې خواته ټالۍ وهلې.
ما چاپلکۍ ویستې او په منډه دتوت په سټه ور وختم.
۲۸۰ کرښه : په حسن زړونه ړنګېدلی شي خوتاسو د ړنګېدو سوچ مه کوﺉ
۲۸۱ کرښه : څلور دټوپک ډزې وشوې، له کورونو څخه خلک راوتل یو اوبل ته یې په سترګو کې ویل چې څه خبره؟
نورې ډزې پسې ورکې شوې،د کوڅې په کونج کې دوه کیوال سره په خبرو شول.
ــ ډزې ډېرېنږدې وې.
ــــ هو دټوپک خول ټیټه ښکارېده .
ــــالله (ج) دې خیر وکړي .
ډنګ،ډنګ اواز راعی دخلکو په مخونو کې دویرې نښې ورکې شوې او دخوشالۍ انځور یې په مخونو کې په ګډا شو.
غږ راعې :سلطان ته یې جېنۍ په نامه کړه!.
د کلي ځوانانو په ځڼو لاسونه کش کړل.
۲۸۲ کرښه :په حجره کې دمېلمانو په ځای کې پروت وم ،ډېر ستړی وم ځکه چې بېګاه مو نیمه شپه په خبرو تېره وه.
د شپې دوهمه برخه وه ،یو ،دوه،درې،پورته شول.
دټوپک ډازونه دومره نېږدې و لګه دټوپک شپلۍ چې چا راته په غوږ اېښودي وي.
کوربه خپلې پښې کمبلې ته داسې ورخلاصې کړې لکه د لندې ربړونه او کمبله یې له ځان څخه دوه متره لرې وغورځوله،او په خپله یې دحجرې کونج ته ورټوپ کړل او دټوپک په راخیستو سره یې خرچ شو او په منډه له دروازې څخه ووت.
دا مهال نور میلمانه دحجرې له کړکیو داسې په یو اوبل پسې ترېدل لکه د ټوپک کولۍ،او په حجره کې یې خړ ګرد جوړ کړ .
اوس یواځې زه په حجره کې پاتې وم او د موټر د ټیله کولو له پاره مې یو او دوه ویل چې کوربه راننوت او وایې ویل شکر چې بچ شو .
ما وویل د ستاسو ګاونډي ډېر احمق دی چې ټوپک پاک کوي نو مرمیو ته نه ګوري.
۲۸۳ کرښه : هغه دی داوبو په منځ کې دی ــ داخبره یې وکړه اوپه خپله د خړو اوبو له څنګ څخه یو متر نور هم لرې شو.
دخوړ له منځ څخه داوبو له ساز سره یواځې دا سندره اورېدل کېده ــ مرسته یاره مرسته ــ او دخوړ په غاړه نورو کسانو لاسونه غورځول،یو ماته مخ راوړه و او وایې ویل: تاسو ډېره ښه سندره او صحنه لیکلي ده.
۲۸۴ کرښه : د کور ور یې په زوره، زوره و ټکو او په خپل له دوازې څخه لږ لرې شو، خو زړه یې طاقت ونه کړاو بیا یې د دروازې زنځیر په لاس کې کلک ونیو او ځو ځله یې دروازې ته غرب ورکړــ زه ورته ځیر شوم او ومې ویل :یالله (ج) خیر وکړې.
دروازه ټکونکي ته چا نیمه خوا دروازه خلاصه کړه او ټکونکي پرې رباندې کړه ــ چې ساتلی یې نه شی نو خرڅه یې کړﺉ او زما دا شنه غنم پرې مه خورﺉ.
زه خپل حال ته راغلمه او په سړه سينه مې بیا د هغو خبرو ته غوږ ونیو.
دا دروازې له خوا ښځینه اواز راغی : زموږ غوا خو له سهاره تر اوس پور په کور کې ده.
ټکونکی دخپل پاټي خواته مخ واړه و او خپل غوا یې ولېده چې خوله یې له شنو غنمو ډکه وه.
۲۸۵ کرښه : د ماښام وخت وــــ زما څنګ نه ماشوم ورمنډه کړه او په لاس کې یې ترې واخسته ،خو زر یې له لاسونو څخه په ځمکه وغورځوله ،او لکه خبره چې کوې بېرته یې راپورته کړه ـ ښکل یې کړه او په خپله لمنه کې یې تاو کړه او زما خواته په خندا سره راغی او سپینه ګرمه ډوډۍ یې راته ونیوه،ما لاس ور اوږد کړ او په منځ مې نیمه کړه او یوه ټوټه مې هغه ته ورکړه خو ماشوم د ډوډۍ ټوټه ونه خیسته او وایې ویل :زه د همدې کور یم.
۲۸۶ کرښه :دا دی پیدا مې کړ اوس به رانه چیرته ځي ــ دا دې خبرې په کولو سره یې په لاس کې چاړې پړک وکړ او لاس یې د دیوال سوړې ته وردننه کړ او په رایستو سره یې د چرګ وازر کلک په کوتو کې نیولی و.
۲۸۷ کرښه : بډې یې بډوهلې وې او یو دوه وارې یې په داوړه پښو کلک واوهه او سوړ اوسولی یې وکړ او دا ځل یې زړه یخ نه شو او خپله چارۍ(بېل) یې پسې راوخیست او تر نیمایي پورې یې دپټي په پوله کې دننه کړ او ښه پوره چم یې راپورته کړ او د ویالې په ورخ کې یې خطا کړ،او ټولې اوبه یې خپل پاټي ته واړولې.
۲۸۸ کرښه : مات شوي قبر ته یې اوښکه ولوېده او یو ځل بیا ژړا په خپله غیږه کې ونیوه او په ژړا،ژړا کې رینګې واخیسته او د لویدلي قبر له دریڅې یې تراشلو هډوکو ته وکتل.
۲۸۹ کرښه :اوس دې په قبر تویومه اوښکې.
۲۹۰ کرښه :ته د سپرلي په رنګینو کې ورکه.
۲۹۱ کرښه :یوه شېبه دې هیره ولې نه شم.
۲۹۲ کرښه : زه د کوڅې پر کنډو راوښتم.
هغه یې په ځمکه لاندې کړﺉ و او په بې رحم توګه یې خپلې پښې د هغه په سینه اېښودې وې او د پښو وینو یې د کوڅه خاوره رنګینه کړي وه.
ما د هغه په لیدو سره ورمنډې کړې او د خلاصولو په نیت مې له دو ګامونو یو ګام جوړ کړ او چپلکې مې ورسته له سر څخه دوه متره لوړې ترې شوې او ترپ،ترپ غږ یې پورته شو.
زه له نه وم ور راسېدلی چې ده ته له ټولو نېږدې کور څخه یو ځوان راووت او هغه یې کلک په زنځیرونو کې ونیو او په پوره زور سره یې خپل کور ته کش کړ .
ما غورځیدلي کس ته ورمنډه کړې او د زخمونو په تړلو یې بوخت شوم .
ژوبل شوي کس سوړ اوسویلی وکړ او وایې ویل: یاره! دا سپی و که پړانګ ،زه خو یې له کاره ویستم.
ما خبرو ته خوله خلاصوله چې ځوان یې په څنګ کې مالګه او کورني غوړي ونیول او بې له ځنډه یې ورته په ژوبلو ځایونو توی کړل.
۲۹۳ کرښه: موټر ته یې لاس ورکړ او په منډه موټر ته پورته شو او موټر مې په یوه شیبه کې له سترګو پانه شو.
ما دموټر له تلو ورسته د سرک په څنډه پاتې بکس ته وکتل او یوځل مې بیا د موټر خوا ته وکتل او دبکس چیغه مې په خوله کې پاتې شوه.
بکس مې راوخیست او یو څو شیبې هم هلته ودرېدم ،
زه لا په موټر کې تلونکي کس ته په سوچ کې وم چې چا مې شا وټپوله او وایې ویل زما بکس راکړه.
۲۹۴ کرښه : د ستا د اول ملاقات یادونه مې لا اوس هم په زړه کې دومره تازه دي چې د مړاوي کېدو سوچ یې نه شم کولی.
۲۹۵ کرښه : ستا په اننګو اوښکه ماته شوه او یو ځل بیا دې وویل چې زه نوره د ستا مینه سر ته نه شم راسولی.
زه حیران ودرېدم او د یوې بلې ماتې اوښکې انتظار مې را لنډ کړ.
۲۹۶ کرښه : عجیبه خبره وه ، په لومړی ځل مې ولیدل چې د مشهور زیارت په قبر یې د تلیفون شمره لیکلي وه ،او پیغلو له ډېرو خواریو ورسته دا شمېره له ځان سره نوټ کړه ،خو ما له ټولو دمخه ورته زنګ وواهه .
ورسته خبر شوم چې د تلیفون شمره د زیارت د منجور وه چې د نه یادېدو له کبله یې د زیارت په تیږه لیکلي وه.
۲۹۷ کرښه :د شفتلو په پټي کې یې لور پیدا کړ او غلي یې یو بل خواته وکتل او په بډه یې ور دننه کړ .
۲۹۸ کرښه : له سرک څخه ګنډلي سترګې تېره شوه ،خو په ګنډلو سترګو د سرک له ویالې تیره نه شوه او د ویالې اوبه یې د یو څو شېبو له پاره په وړو څپو راوستې.
۲۹۹ کرښه : زه د هغې په شا پسې روان وم او د سوچونو په دنېا کې مې د خپل نیمکړي ژوند رنګینه شیبه مې د جنت په سوچ د یخې چینې په شان په ماغزو کې تویده.
ناڅپه یې خوله پر ما راواړوله او راته یې وویل مې په شا پسې روان یې؟
زما په سترګو کې ویره خوره شوه او په وچو شونډو مې ورته بې له څنډه وویل.
د ټولو انسانانو لار یوه ده ،که تاسو دوزخ ته تګ غواړئ نو د هغې خواته پورې شه چیرته چې د پوډریانو بنډار دی.
هغې د سړک په څنډه کې پوډریانو ته وکتل او بیا یې ماته ،خو دا ځل یې په په شونډو موسکا خپره شوه.
دا وخت زه له هغې څخه څلور ګامه لرې لاړ وم او بیا مې شاته مخ ستون نه کړ.
۳۰۰ کرښه : اخ شو او ټول یوه شیبه د اوز د پېژندو په تمه غوږ نیولي شول.
ما مخ ورواړو او ورته مې وویل که تاسو مینه کړي وایی نو اوس به د اخ په تمه نه وای پاتې.


طالب منګل