امریکا به بیا دافغانستان دیوازی پاتی کیدو اشتباه تکرار نه کړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
امريکا متحده ايالاتو ته دافغانستان دجمهور رييس وروستۍ سفر او ددغه هيواد له جګپوړو مقاماتو سره دده خبري او کتنې وښودله چې کابل او واشنګتن په روښانه افق کې ګام اخلي او دخپلو اړيکو په ټينګښت هوډمن دي . دامريکا ددولت له جګپوړو مقاماتو سره دجمهور رييس حامدکرزي کتنې ددې ښکارندوي دي چې ددواړو لورو ترمنځ دباور او تفاهم فضا شته
لکه څنګه چې دامريکا دبهرنيوچارو وزيرې له حامدکرزي څخه دهرکلي په لومړي ورځ او له هغه وروسته دافغانستان دجمهوررييس په وياړ ميلمستيا وشوه دامريکايي مقاماتو دغه څرګندونې يوځل بيا بيان کړ چې امريکا به نور دافغانستان ديوازې پاتې کيدو اشتباه تکرار نه کړي . او يوځل بيا يې يادونه وکړه چې دتروريستانو اودبنسټپالو تاوتريخوالې نه يوازې جغرافيايي پوله نه پيژنې بلکي کولاي شي د انسانيت له پولو هم تير شي . ميرمن کلنتن دنيويارک ښار د تايمز دڅلور لارې تروريستي دسيسې ته اشاره وکړه ( يو پاکستاني تبعه شهزاد ددغه تروريستي بريد طراح و ) او ټينګار يې وکړ چې ددغه شان وژونکو ګواښونو څيړنه ګډ مسووليت دى ، دې دافغانستان او امريکا د ستراتيژيکو همکاريو يادونه وکړه ويې ويل دغه همکاري په واقعيت کې دافغانستان له خلکو سره دامريکا دمتحده ايالاتو داوږدمهالي ژمنو ښکارندوي دى امريکا او افغانستان د نړيوالې ټولنې په مرسته هلې ځلې کوي چې افغانستان په يو با ثباته او سوکاله افغانستان بدل شي چې دسيمې په کچه دسولې ، ترقي سوکالي اوبرياليتوب نمونه وي او نه يوازې دالقاعده او دنورو تند لارو تروريستي ډلو لپاره يو پټنځاي نه وي ، بلکي دهغوپرخلاف ديو ټينګ ډيوال اوسنګر په توګه ودريږي . کلنتن دخپل هيواد دجمهور رييس بارک اوباما ددغې خبرې يادونه وکړه چې امريکا يوځل بيا افغانستان يوازې نه پريږدي او په همدې دليل دافغانستان دپاليسي هراړخيزه څيړنه نه يوازې په پوځي برخو بلکي په ملکي برخو کې هم زموږ دهيواد دکتنې وړ مرستو دزياتوالې سبب شوى دى . موږ باور لرو چې نه يوازې دامريکا او افغانستان امنيت له يوبل سره تړلي دي بلکي ددغو دوو هيوادونو راتلونکي هم له يوبل سره تړلي دى . ميرمن کلنتن په خپلو خبرو کې دمدني ټولنې په ودۀ ، دبيان دازادي اود رسنيو په وده کې دحامدکرزي د حکومت لاس ته راوړونو ته هم اشاره وکړه او هغه يې دښه برياليتوب په توګه ياد کړ چې ديوسلو پنځوسو فعالو راډيويي شبکو ، دري ويشتو تلويزيوني شبکو او ديو زيات شميرچاپي رسنيو سره په سيمه کې د الګو په توګه رامنځته شوى دى . د امريکا دبهرنيو چارو وزيرې سره له دې چې په افغانستان پرمختګ دودي په حال کې وباله خو خبر داري يې ورکړ چې دغه وده کولاي شي زيانمنونکي او ماتيدونکي وي ځکه دغه هيواد ( افغانستان ) اوس د تروريستانو او تند لارو او افراطيونو او دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو له خوا په دوامدار ډول تر ګواښ لاندې دى چې په دغه شان ننګونو باندې برياليتوب زيات وخت او مقاومت ته اړتيا لري ، دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې امنيت ، اقتصادي پرمختيا ،ښه حکومت کول ، دسولې او ثبات تامينول په افغانستان کې دخپل هيواد له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل چې ددغو لومړيتوبونو هر يويې د ثبات اوپرمختګ په ساتلو پورې تړلي دي . دې له مخالفينو سره دروغې جوړې د طرحې په باب چې دافغانستان ددولت له خوا وړاندې کيږي وويل جمهور رييس اوباما څرګنده کړې ده موږ چمتو يو چې دسولې دتامينولو په لاره کې دخپل افغان متحدينو ملاتړ وکړو او دسولې له مشورتي جرګې څخه چې افغانانو ته به وخت ورکړي چې خپلې نظريې څرګندي کړي ، قدرداني کوو . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپلو خبرو کې وويل افغانستان په تيرواتو کلونوکې دژوندانه په بيلابيلو برخو کې سترې لاس ته راوړنې درلودي ، لکه دپوهنې ، روغتيا ، مخابراتو ، سړکونو ، ترانسپورت ، اردو ، پوليسو ، اقتصاد ، دملي عوادو دودي ، دبهرنيو اسعارو زيرمه په تيرو اوو کلونوکې له ١٨٠ مليونو ډالرو څخه نن ٤ر٤ ملياردو ډالرو ته رسيدلي دي . په نړيوال ډګر ګې دافغانستان حضور او په پاى کې دادي افغانستان خپل بيرغ په ټوله نړۍ کې پورته کړي دى . ده دافغانستان او امريکا دجګپوړو مقاماتوترمنځ ، وروستۍ کتنې او خبري ارزښتناکې وبللي ويې ويل داپه خپل ډول کې په واشنګتن کې ددواړو هيوادونو داستازو ترمنځ لومړني غونډه ده چې له يو مخې دپروګرامونو په باب خبري کوي چې وکولاي شي دتيرو اتو کلونو لاس ته راوړنې وڅيړي اووروستۍ ګامونه وټاکي او په دې ډول دلاس ته راوړنو دساتلو په باب خبري اتري وکړي دافغانستان وزيران يوځاى له خپلو امريکايي سيالانو سره د پنځو موضوعګانو په باب کاراو خبري کوي . افغاني هيئت به له خپلو امريکايي سيالانو سره ددغه سفر په بهير کې دامريکا دمتحده ايالاتو په مرسته دافغانستان دهدفونو دتحقق لپاره په پنځو مشخصو ساحو کې خبري اتري وکړي . په دغو پنځو برخو کې دبشري منابعو پياوړتيا ، کرنې او انرژي ، داقتصادي بنسټونو پراختيا ، دامنيت تامينول او دامنيتي مرکزونوښه والې ، حکومت کولو ، دعدلي او قضايي نظام دښه والي او له فساد سره دمبارزې برخي شاملي دي . دبشري منابعودپراختيا لپاره غواړم دافغانستان له ښځو او ماشومانو سره دمرستې، دميندو او ماشومانو دملاتړ اودهغو پرمختګونو له امله چې موږ په دې برخو کې ترسره کړي ستاسو دپاملرنې او انديښنې څخه مننه وکړو بله موضوع چې دافغانستان جمهور رييس په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه دملکي خلکو دتلفاتو موضوع وه . ده يادونه وکړه ميرمن کلنتن ! په داسې حال کې چې موږ له تاسو سره خپلو همکاريو او اتحاد ته دوام ورکوو ، افغانستان دخپل قضايي واکمني ددرناوي غوښتنه کوي . افغانستان غواړي چې ملکي خلک خوندي وي ، په دې برخه کې دملکي خلکو د ځان دساتنې په خاطر د جنرال مک کرستال له هلوځلو څخه چې نتيجې يې درلودي مننه کوم . دالومړي ځل دى چې دملکي تلفاتوديو پيښې درامنځته کيدو له امله دوى په خپله بخښنه غواړي موږ ټول ددوى دهلوځلو مننه کوو ، خو لکه څنګه چې پوهيږو بايد هلې ځلې وکړو چې په بشپړ ډول دملکي خلکو دتلفاتو مخه ونيول شي او دهغه دکمښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو افغانستان دخپلې اقتصادي پرمختيا او په ټولو امنيتي ، ټولنيزو ، اقتصادي ، په حکومتي ادارو کې دظرفيت جوړولو ، د قانون واکمني ، دعدلي او قضايي سکتور داصلاح په ټولو برخو کې دمرکزونو دودي لپاره پراخه ستراتيژي لري او ټول دافغانستان دملي پرمختيا دستراتيژي تر چتر لاندي دي .
همداراز د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې ميرمن هيلري کلنتن د پنجشنبې په ورځ دسولې په انستيتوت کې د امنيتي حالاتو او له تروريزم سره دمبارزې ، دروغې جوړې اوبيا ادغام دمسئلي ، دامن دجرګې دجوړولو او دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي اړيکو په باب طرحه شويو پوښتنو ته ځوابونه وويل . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دخپلو کتنو او پروګرامونو دبيانولو په ترڅ کې چې ددريو ورځو په بهير کې يې په واشنګټن کې ترسره کړي و ، دامريکا له مشرتابه سره يې خپلې خبري بريالي وبللي او څرګنده يې کړه چې په ټولو برخو کې صادقانه او اغيزمنې خبري شوي دي . جمهور رييس روغه جوړه اوبيا ادغامول په هيواد کې دامنيت دتامينولو لپاره ضروري وباله او ويې ويل چې په همدې مقصد څه موده وروسته په هيواد کې دامن جرګه جوړيږي . حامدکرزي دغه راز وويل دکابل دکنفرانس جوړول دافغانستان دحکومت له لومړيتوبونو څخه دى او پکې دروغې جوړې اوبياادغام لارې چارې لټول کيږي. او ١٥٠٠ تنه چې په سلو کې شل به يې ښځې وي په دې برخه کې له دولت سره خپلې مشوري شريکي کړي . د هيوادجمهور رييس دغه راز دروغې جوړې اوبيا ادغام پروګرام بيان کړ ويې ويل هغه کسان چې په هر دليل له حکومت څخه ناراضه دي په دې بهيرکې هڅول کيږي چې له وسلو څخه په لاس اخستلو سره له تاوتريخوالي څخه خلاص ژوند ته راوګرځي . جمهور رييس دغه راز وويل ددولت دمخالفينو له مشرتابه غړو سره روغه جوړه اوږدمهال پروګرام دى او هدف يې د مسئلو دحل کولو دسياسي لاروچارو لټول دي . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دغه راز د ٢٠١١ کال دجولاي مياشت هغه وخت وباله چې ملي اردو اوملي پوليس زيات مسووليتونه په غاړه اخلي . جمهور رييس وويل موږ په پام کې لروچې د دوو څخه تر دريو کلونو پورې دافغانستان امنيتي ځواکونه ديو شمير ولايتونو د امنيت دتامينولو مسووليت په غاړه واخلي او له پنځو کلونو وروسته د دوست هيواد دامنيت دتامينولو مسووليت ولري . حامدکرزي دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ اوږدمهالي ستراتيژيکي اړيکي دافغانستان او دسيمې په ګټه وبللي ويې ويل . چې زموږ دهيوادونو ترمنځ ستراتيژيکي اړيکي د تروريزم له مسئلي څخه پراخ دي او دغه ستراتيژيکي همکاري به دراتلونکو نسلونو لپاره دوام وکړي . دهيواد جمهور رييس دغه راز دکندهار ولايت دامنيتي حالت دښه کولو په باب خبري وکړي او ويې ويل چې دکندهار له مشرانو او مخورو سره له سلا مشورو او ددوى دملاتړ وروسته دحالاتو دښه کولو لپاره به ځانګړي تدبيرونه ونيول شي . په همدې ترتيب دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې د دواړو هيوادونو د هيئتونو خبري اتري بريالي وبللي او هيله يې وکړه چې دترسره شويو خبرو په رڼا کې به ستراتيژيک تړون دکال تر پاي پورې برابر او لاسليک شي . ميرمن کلنتن دغه راز وويل چې هيواد يې چمتو دى دکابل په کنفرانس کې ګډون کوي او ملاتړ يې کوي . دامريکا دبهرنيوچارو وزيرې دغه راز دپارلماني انتخاباتو ترسره کول ډير مهم وباله . ميرمن کلنتن دغه راز وويل چې موږ د با امنه ، با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتنه کوو خو په افغانستان کې زموږ شتون زموږ دکورني امنيت دتامينولو لپاره هم ضروري دي . ميرمن کلنتن دغه راز دکندهار دعملياتو په باب خبري وکړي څرګنده يې کړه چې دابه په سلو کې سل پوځي عمليات نه وي . ميرمن کلنتن وويل چې کندهار ستر ولايت دى او دمارجې ولسوالۍ په شان نه دى اودطالبانو له خوا په خطر کې هم نه دى خو يو شمير طالبانو دهغه امنيت له ننګونو سره مخامخ کړي دى او ددولتي افرادو په ترور کولو سره دخلکو دانديښنې سبب شوي دي . دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې وويل په کندهار کې دعملياتو هدف ددغه ولايت دامنيتي حالت ښه والي دى چې ښځې او نجونې وکولاي شي دتروريستانو له ګواښ پرته ښوونځې ته لاړ شي او خلک ارامه ژوند ولري . دغه راز ميرمن کلنتن دملي روغې جوړې اوبيا ادغام دپروګرام ملاتړوکړ ويې ويل چې دغه بهير دهغه له ځانګړو شرايطو سره دافغانستان ددولت له خوا پرمخ بيول کيږي اوموږ يې ملاتړ کوو . ديادونې وړ ده چې دامريکا دمتحده ايالاتو دسولې انستيتوت په افغانستان کې يوه څانګه لري او دروغې جوړې ، دښځو د حقوقو ، دقانون دواکمنۍ او دظرفيت دلوړولو په برخو کې فعاليت کوي . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دسولې په انستيتوت کې دخبرو اترو له پروګرام وروسته دامريکا دبهرنيو چارو له وزيرې ميرمن کلنتن سره يوځاى دديمبارتون او آس کتابتون او ارشيف ته لاړ او ددغه ځاى دکتنې په ترڅ کې يې دهغې په مشهوره باغچه کې چې زيات لرغونتيا لري له ميرمن هيلري کلنتن سره وګرځيد او دافغانستان دمسئلو په باب يې له دې سره خبري وکړي .