آی ایس آی د افغانستان په ټولو ادارو کې نفوذ لری

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دافغانستان سیاسی او دولتی مشران اکثره وخت په خپلو خبرو کی پاکستان ددوست اوورور هیواد په توګه یا ده وی او دی په دی فکر کی دی چه په پاکستان کی تر پرویز مشرف وروسته په هرڅه کی بدلون را غلی دی اوداسی فکر کوی چه دزرداری دحکومت دراتګ سره هر څه جوړ شول اووطن ګل ګلزار شو او وایی، چې پاكستان یو دوست هیواد دی او په رسمي توګه به له دوى سره د ورورولۍ په چاپیریال كې ژوند وكړي او په ديپلوماتيكه توګه به يوه او بل ته احترام ولري. خو داسې نه ده، دپاکستان دجوړیدوڅخه تر نن پوری ډیر حکومتونه په هخه هیواد کی راغلل او بیرته ولا ړل ولی هیڅ یو یی هم دآفغا نستان دوست حکومت نه ؤ او په یو ه اوبل نا مه یی په پټه او ښکاره دافغا نستان په داخلی چاروکی لاسوهنه کړی او دافغانستان لپاره یی مشکلات پیداکړی دې او تر نن ورڅی پری لا هم ارام نا ست نه دې ، دا خو اوس ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د بنیادګریانو مرکز په کوم څای کی دې؟ دالقاعدی مشران په كوم ځاى كې ناست دي ؟ اوس له هېچا څخه هم دا نه ده پټه چې پاكستان د ینی مدریسی دتروریست جوړولواو تربیه کولو عمده فابريكه ده، او پاكستان هیځکله هم نه غواړي چې په افغانستان كې یوقوی حکومت راشي. دا هم عجيبه ښكاري چې افغان دولت او جهانی ټولنه فكر كوي، چې پاكستان افغانستان ته د طالبانو د اوښتو مخه نيسي، خو داسې ښكاري چې افغان دولت او ورسره جهانی ټولنه هم تیرووتلی دى، ځكه چې هیڅ وخت هم د پاكستان دولت نه غواړي چې په افغانستان كې آرامي او قرار ي رامنځ ته شي، نو له دې امله پاكستان تل هڅه كوي چې په افغانستان كې د ګډوډۍ او ويجاړۍ لپاره له هرې وسيلې څخه كار واخلي. اوپه افغا نستان کی جنګ او جګړی ته لمن وهی په دی ورستیو کی په افغا نستان کی بیا هم دتیر په شان دټولو پیښو اصلی عاملین دپا کستان فو څی جاسوسی سازمان ای ،ایس ،ای دی اودی په هغه کی لا س لری .
ددی خبری ښه ثبوت دمحترم ډګر جنرال محمد اکرم هغه ځرګنده ونی دی چه د روانی میلا دی میا شتی په ۶ نیته یی دافغا نستان وپارلمان ته په ښکاره ډول وویل چه دیوه ولایت په ټولو دولتی ادارو کی دپاکستان بدنامی استخباراتی اداره (ای ،ایس ،ای ) اجنټان نفوذ لری
نوموړي دغه څرګندوني تیره ورځ د مشرانو جرګې غونډې ته د هیواد د امنیتي حالاتو د تشریح پر وخت وکړي .
نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولي د جنوبي کندهار ولایت امنیتي حالت د هرې ورځي په تیریدو خرابیږي وویل: (( ای اس ای د کندهار دولتي ادارو ته لاره کړي ده، او د کندهار په ورستیونا امنیو کې هم همدا اداره لوی لاس لري، او په تیرو څو کلونو کې یې خپل ګڼ شمیر اجنټان ( جاسوسان) د کندهار په ادارو کې ځای پر ځای کړي دي .
دمحترم جنرال صاحب دغه دجرایت نه ډګی ځرګنده ونی هغه هم دافغان ملت ونما ینده ګانو ته دپارلمان په رسمی غونډ ه کی دستا ینی او افتخار وړ دی،او لازمه ده چه مونږ ټول افغا نان که په خارج کی یو او که دننه په هیواد کی دمحترم جنرال صاحب دخبرو سره ملا تړ اعلا ن کړو ،که غواړو چه په افغا نستان کی سوله او امنیت راشې باید دبیګانه هیوادونو داجنټانو په پیژندنه کی له دقت ځخه کار واخستل شی ،هغوی با ید په دقیقه توګه وپیژندل شې لکه چه تر ډیره حده پیزندل شوی هم دی په دولت باندی فشار را وړل شی ترځو دافغا نستان ټولی دولتی اداری ددغو اجنتانو له وجود ځخه پا کی شې،دجنرال صاحب دخبرو په تا ید نه یواری دقندهار دولا یت اداری د ای،ایس،ای په لا س کی دی بلکی دافغا نستان دکابینی ځخه تر پارلمان پوری ای،ایس،ای خپل اجنټان ځای په ځای کړ ې دی او دهغوی په واسطه پا کستان دافغا نستان په وضع باندې کنترول لری .
دښاغلی عبدالجبار ثا بت صا حب هغه ځرګنده ونی چه ځو کاله مخکی یی په لندن کی و افغا نانو ته په یوه غونډه کی وکړلی او دافغا نستان په کابینه کی یی دای،ایس،ای داجنټانودموجودیت څخه پرده پورته کړه او په مشخص ډول سره یی دملی دفا ع دفعلی بر حاله وزیر صا حب او څینو نورو نومونه د ای،ایس،ای داجنټانو په نامه افشا ه کړل او دا هم وویل شول چه یوه ددغو وزیرانو دجملی څخه دای،ایس،ای له لوری و ظیفه درلوده چه دسروبی داوبو بند با ید ویجاړ کړی او دبریښنا استیشن با ید منفجر کړی
افغان دولت دې نور را ویښ شی په بې ځايه خبرو اترو باندې دی خپل وخت نه ضايع كوي او نه دې پاكستان ته خپلی بې ځايه غوښتنې وړاندې كوي. ځكه اوس امریکا او ټولې نړۍ ته په اثباط ورسیده چې د افغانستان د تباهۍ او ويجاړۍ كيلي ګاني دپاکستان د ای،ایس،ای په لاس كې دی،
ډیره د خندا خبره ده چې پا کستانې جنرالان او کرنیلان لکه جنرال حميدګل، كرنيل امام، جنرال احمدشجاع پاشا او داسې نور هڅه كوي ځانونه نورو ته د افغانانو اود افغانستان دوستانو په توګه ور وپیژني. دوى په يوۀ اواز وايي چې له طالبانو سره بايد خبرې وشي او دوى دې ته تيار دي چې د طالبانو او امريكايانو تر منځ منځګړيتوب وكړي. دا به د طالبانو لويه تاريخي تیر وتنه وي چې پاكستان يا د آى ايس آى منځګړيتوب ومني
دا ټولې نړۍ ته جوته ده چې په ۲۰۰۱م كال آى ايس آى او پاكستان د طالبانو د سنګرونو او نور ټول اړوند اطلاعات امريكايانو ته وركړل. امريكا په وار- وار ويلي دي چې له دوى سره پاكستان د طالبانو په له منځه وړلو كې غټه ونډه اخيستې ده. جنرال مشرف په امريكا كې په يوه ټلويزوني مركه كې ويلي و: "او امريكايانو! په دې پوهیږی چې كه چیری پاكستان او آى ايس آى له تاسو سره همكاري ونه كړي نو تاسو به په افغانستان كې په ګونډو شئ ".
په لوېديځو مطبوعاتو كې ويل شوي دي چې د طالبانو د سنګرونو په بمبارۍ كې او د طالبانو د مشرانو په وژلو كې آى ايس آى له امريكايانو او انګرېزانو سره پټه همكاري كړې ده.. يوه امريكايي سناتور په ډاګه كړه چې پاكستان لومړى دوى ته اطلاعات وركوي او بيا د همدې اطلاعاتو پر بنسټ امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر هدفونو باندې بمبارۍ كوي .
د آى ايس آى نوى رئيس جنرال شجاع پاشا د جرمني له شپېګل مجلې سره په يوه مركه كې ويلي دي چې "پاكستان اوس له هند سره خپل رقابت او تربګنيو ته پاى وركوي او د هغه پر ځاى پر تروريستانو او طالبانو ګوزارونه كوي. ښايي موږ په پاكستان كې يو څه كم عقله يو خو لیونی نه يو. د پاكستان اصلي دښمن تروريزم دى، نه هندوستان ".
د شپیګل مجله زياتوي چې امريكا د پاكستان د همكارۍ په بدل كې يواځې په تیرو اوو كلونو كې دې هیواد ته يوولس مليارده ډالر وركړي دي. د امريكا پوځيان د طالبانو پر ضد ټول اطلاعات له آى ايس آى څخه لاس ته راوړي. آى ايس آى د لس زرو كاركوونكيو برسیره د جاسوسانو خورې او ورې شبكې هم لري ".
څه موده دمخه د پاكستان نظامي وياند بريد جنرال عباس له سي اين اين سره په يوه مركه كې وويل چې پاكستان دې ته لیوال دى چې د امريكايانو او طالبانو تر منځ وساطت وكړي، په دې شرط چې امريكايان پاكستان ته ځينې امتيازونه وركړي .
خو ځينې لوېديځ سياسي شنونكي په دې باور دي چې دا د آى ايس آى له پروپاګند نه پرته بل هيڅ نه دى ځكه آى ايس آى او د پاكستان پوځ تل له هر چا سره مكاري، غداري او دوه مخي كړې ده. پر آى ايس آى به څوك باور وكړي؟
د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د ۲۰۰۸م كال د جولاى په شلمه وليكل: "د آى ايس آى د همكارۍ نه پرته په پاكستان كې د امريكا جاسوسان مهم كار نه شي كولاى، دوى نه شي كولاى چې د القاعده او نور "اسلامي افراطيون" ښكار كړي. پرته د امريكا د ملينونو ډالرو څخه به آى ايس آى ونه كړاى شي د هند پر ضد هيڅ هم وكړي ".
تیره میاشت د امريكا د نيوزويك مجلې سره په يوه مركه كې د طالبانو يوۀ مشر ملا برادر د دې سوال په ځواب كې چې "آيا دا سمه ده چې د طالبانو مشران همدا اوس هم په كوټه كې ميشت دي؟ وويل: "دا يوه بې بنسټه پروپاګند دى. د طالبانو د شورا د عملياتو حوزه په افغانستان كې دننه ده ".
د بلې پوښتنې: آيا تاسو ته آى ايس آى مشوره دركوي او يا له تاسو سره مرسته كوي؟ ملا برادر وويل: "دا يو زهرجن پروپاګند دى، دا هيڅ واقعيت نه لري ".
د بلې پوښتنې: آيا دا رپوټونه ريښتيا دي چې د پاكستان آى ايس آى تاسو ته وايي چې اوس له امريكايانو سره د خبرو اترو څخه ډډه وكړئ؟
نوموړى وايي: "د افغانستان اسلامي امارت د خپلو تصاميمو او لوزنامو په اړه خپلواك دريځ لري. موږ هيڅ وخت له هيچانه او نه هم له هيڅ دولت څخه اغیزمن يو .
د بلې پوښتنې: آيا تاسې ډارېږئ چې پاكستان به تاسې د دې هیواد له خاورې څخه د استفادې نه منع كړي؟
برادر وويل: "دوى موږ ته حتى اوس هم له خپلې خاورې څخه د استفادې اجازت نه دى راكړى. دا خبره اوس ريښتينې ده چې پر پاكستاني پنجابي واكدارانو باندې باور لرل ځان وژنه ده، ځكه پنجابي جنرالان د انګرېزانو ازلي غلامان دي. د دوى په دروغجنو څیرو هيڅوك نه غولیږی، حتى پنجابى ملا هم د اعتبار وړ نه دى، ځكه پنجابي ملا تل هڅه كړې چې سپی څلی افغان ملا پر انګرېزانو خرڅ كړي. پنجابي ملا سر په سجده ايښى خو زړه يې په لندن كې ګرو دى .
مولانا فضل الرحمن يو وخت ځان يو ښكاره طالب ګاڼه، خو اوس دا دروغجن او قلابي ملا وايي: "پاكستانه هوښيار اوسه چې طالبان اسلام اباد ته را روان دي ".
د نيويارك ټايمز ورځپاڼه د يوۀ خبريال له خولې د ۲۰۰۹م كال د اپرېل پر ۲۳مه ليكي چې مولانا صاحب دا هم وويل: "كه طالبان په دې چټكۍ را روان وي، ډېر ژر به دوى د اسلام اباد دروازې را وټكوي". خبريال زياتوي چې په ۲۰۰۸م كال كې دۀ په كوټه كې د جمعيت علماى اسلام پاكستان په يوه غونډه كې- چې د بام پر سر جوړه شوې وه- ګډون وكړ. هلته ټولو ملايانو رياكاري كوله او پر طالبانو بد رد ويل. مولانا وويل: "ما يو مولوي چې مولوي نورمحمد نومېدۀ له جمعيت نه و شاړه، ځكه چې دۀ د طالبانو پلوي كوله ".
خبريال زياتوي چې بيا دۀ د مسلم ليګ د يوۀ مشر مشاهد حسين سيد سره مركه وكړه، هغه وويل: "په صوبه سرحد كې هيڅوك د مولانا فضل نه په چارو ښه نه پوهیږی، موږ هلته يوۀ داسې سړي ته اړتيا لرو چې اوږده ږيره او پټكى ولري ".
خبريال وايي چې مولانا او د دۀ ګوند ټول تیر یستنه كوي. مولانا په پاى كې وويل: "زه لكه نورو غوندې يم كه اوړى شي تود شم او كه ژمى شي سوړ ".
همدا راز د انګليستان د ايريش ټايمز ورځپاڼې له جنرال حميدګل سره د يوې مركې په ترڅ كې ليكلي دي :
"جنرال حميد ګل د راولپينډۍ په پوځي ښار، د خپل كور په كتابتون كې ناست دى، د پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري هغه وخت چې امريكايانو له دۀ وغوښتل چې جنرال حميدګل بايد په بند كې واچوي، وويل: "هغه يواځې جهادي ايډيالوژۍ ته تبليغ كوي، هغه هيڅ وخت پر خپلو خبرو عمل نه كوي. مطمئن اوسئ ".
حميدګل وايي: زما اسلام خوښ دى خو پاكستاني هیواد پالنه مي اصلي هوس دى، پاكستان ماته له هر څه نه زيات دى. دى زياتوي :
"د پاكستان پوځ خوشې لشكركښي وكړه او د پاكستان په سوات كې يې خلك له خپلو كورونو بېځايه كړل. دوى دې ته اړه نه درلوده ځكه چې د سوات خلك ټول د حكومت پلوي كوي او د طالبانو له اعمالو كركه لري. زه له امريكا هيله كوم چې ژر دغو سيمو ته مرستې و رسوي، ځكه چې ځوانان به بيا د دښمن خواته مخ كړي او دا به بيا ګواښونه را منځ ته كړي ".
حميدګل زياتوي: "زه وايم چې له طالبانو سره بايد خبرې وشي، ځكه دوى د بري په درشل كې دي. كه چیری له دوى سره خبرې اترې وځنډوئ دا به د هغوى په ګټه وي... زه وړاندوينه كوم چې د اكتوبر په مياشت كې به ناټو له طالبانو سره خبرې پيل كړي او د راتلونكي كار تر پايه به دوى له افغانستانه ووځي ".
كه موږ لږ څه د حميد ګل خبرو ته ځير شو، د دۀ په لاشعور كې به يوه ويره او يو شيطاني مكر ومومو. دى په دې پوهیږی چې د افغانانو په تیره بيا د پښتنو په مټو كې د الله په کمک يو قوت پروت دى چې نه ماتیږی. حميدګل د سومنات او پاني پت يادونه لري او له دې كبله د شيطاني حيلو په ترڅ كې غواړي پښتانه تیربا سی او د خپلو بشري ضد ناكردو كفاره زموږ د خلكو د وينو په بيه واخلي .
تیر كال هغه وخت چې په هند كې تروريستي يرغل وشو، پاكستاني انګرېزي ورځپاڼې، ډيلي ټايمز پر هندوانو غږ كړى وو چې خيبر او پاني پت په ياد ولرئ، پښتانه بيا را روان دي. دې ورځپاڼې هڅه كړې ده چې هندوان د پښتنو پر ضد را و پاروي او دا ووايي چې اصلي دښمنان پښتانه او طالبان دي، راځئ چې هند او پاكستان په ګډه دوى له منځه يوسي .
حميدګل بيا په خپله مركه كې انګرېزانو ته چل ور ښيي چې څنګه طالبان د خبرو اترو په دام كې واچوي. دى وايي: "كه چېرې تاسو طالبانو ته د قرآن مجيد هغه آيتونه وړاندې كړئ چې وايي: "كه چېرې دښمن تاسو ته د سولې په مقصد درشي تاسو هم نيمه لاره ورشئ"، نو په دې ډول به هغوى ستاسې له غوښتنې څخه ونه تښتي ".
دا د پښتنو د عزت دښمن بيا وايي :
"كه امريكايان په افغانستان كې زيات پاتې شي نو طالبان به په خپل زور حكومت جوړ كړي، خو زه هيڅكله دا نه غواړم.. د طالبانو حكومت په ۱۹۹۰مه لسيزه كې د خلكو په خوښه نه و جوړ شوى، بلكې د دوى حكومت د تورې په زور جوړ شوى و ".
حميدګل په خپله مركه كې بيا د طالبانو د دورې صفتونه كوي، خو وروسته بيا د ده پنجابي ريښتينې څیره حرګند یږی چې دى زياتوي: "طالبانو ډېر بد كارونه هم وكړل. دوى له ښځو سره ناوړه سلوك درلود او دوى پر خلكو جبر كاوه. دا ټول غيراسلامي اعمال وو ".
په افغانستان كې روانو حالاتو دا جوته كړه چې افغانان او په تیره بيا پښتانه څوك په زوره نه شي ماتولاى، خو د پاكستان پنجابي زمامداران له ټولو نه زيات په ويره كې دي، چې پښتانه د دوى په ناكردو پوه نه شي .
پښتانه كه وغواړي او كه نه، د پاكستان پنجابي زمامداران د دوى اصلي مدعيان دي. پنجابيانو د پښتنو زړه ټوټه- ټوټه كړى دى. د اسلام په نوم، د ورورۍ په نوم يې دوى له شا نه په چړو وهلي دي، نو له دې كبله له امريكايانو، حتى د ناټو د ائتلاف دهیوادو د مشرانو نه هم د دوى ويره زياته شوې ده، خو هيڅوك به دا فكر ونه كړي چې پښتانه لا هم هوښيار شوي نه دي. لكه حميد بابا چې وايي: پښتانه په زړه ډېر ساده خلك دي، خو يو مار دوى د دوهم ځل لپاره چيچلاى نه شي. خداى دي همداسې وكړي .
د يادولو ده چې آى ايس آى په ۱۹۴۸م كال- كله چې انګرېزانو پاكستان جوړ كړ- د يوۀ انګرېز بريد جنرال ويليام كاووتون له خوا جوړ شو. په اتيايمه لسيزه كې دې جاسوسي ځالې په ملياردو ډالره له امريكايانو څخه تر لاسه كړي دي. پر افغانستان د امريكا د يرغل نه وروسته بيا د آى ايس آى غوا لنګه شوه او له امريكا او انګرېز نه يې په تول پيسې اخيستې دي او لا يې اخلي .
څه موده دمخه د ګارډين ورځپاڼې په ډاګه كړه چې آى ايس آى دوې وېروونكې څانګې لري، يوه يې (ايس) نومیږی چی د اسلامي ګوندونو پر ضد فعاليت كوي او له پنجابي ملايانو سره هم اړيكي ساتي، بله يې (سي) نومیږی چې د سي آى اې او نورو اطلاعاتي شبكو سره نښتې ده. پر دې برسیره په دې څانګه كې يوه بله شعبه ده چې د امريكايانو د ګټو څارنه كوي او ټوله بوديجه يې د سي آى اې له خوا وركول كیږی. د ګارډين ورځپاڼه زياتوي چې نوموړې دوې څانګې يوه يو څه وايي او بله يې بل څه .
د پاكستان تر څنګه انګلستان او امريكا ولاړ دى او امريكايان اوس- اوس په بيړه هڅه كوي په افغانستان كې په لسګونو زره نور پوځيان او درنې وسلې راوړي. دوى په دې تمه دي چې دوى به هغه تجربه چې په عراق كې يې پوځي او سياسي بهير پخپله ګټه واړاوه په افغانستان كې هم تكرار كړي. امريكايي جنرالان او سياستوال په يوۀ غږ وايي چې بايد لږ تر لږه څلوېښت زره نوي عسكر بايد افغانستان ته واستول شي .
د مثال په ډول د امريكا د بهرنۍ پاليسي مجلې د اګست د مياشتې په ګڼه كې وليكل چې كه چیری امريكا په افغانستان كې خپل نظامي حضور پياوړى كړي، خپل كمپاين له سره سمبال كړي، امريكا به په افغانستان كې جګړه وګټي. همدا ډول د امريكا د خارجه چارو مشهورې مجلې هم په روانه ګڼه كې ټينګار كوي چې سږ كال او نوى كال به امريكا د عراق په شان په افغانستان كې نظامي حالات بدل كړي .
د امريكا د پوځي پياوړتيا سره به پاكستان هم په پښتونستان كې د پښتنو نسل وژلو ته نور قوت وركړي. امريكا، انګرېز او پاكستان هغه نظامي او سياسي مثلث دى چې د پښتنو د قوت د ماتولو په هڅه يې نوې ستراتيژۍ موندلې دي. كه چیری د امريكا او انګرېز قوتونه په افغانستان كې د بهرنيو پوځونو په سلو كې ۹۰ تشكيلوي، نور نو په افغانستان كې ناټو او ايساف تش په نامه خبرې دي .
امريكايان اوس دې نتيجې ته رسیدلی دي چې له پښتنو څخه د بدل اخيستلو لپاره د انګرېز زوړ استعماري سياست خپل كړي. د انګليستان پخواني صدراعظم چرچل يو وخت ويلي و چې پښتني قبايل او كوردان د وژلو وړ دي، په ۱۹۹۷م كال كې چرچل د پښتونستان په مالاكنډ كې خبريال و.. چرچل په خپل كتاب كې ليكي چې پښتانه د كاڼو (حجر) په دور كې ژوند كوي، خو د دوى چقمقي توپكونه پر انګرېزانو سخت ګوزارونه كوي. د انګرېزانو په وخت كې په ۱۹۳۲م كال په وزيرستان كې زهرجن ګاز وكارول شو، چې په زرګونو پښتانه يې و وژل. په هغه وخت كې د زهرجنو ګازو كارول منع شوي وو، خو د نړيوالې لومړۍ جګړې په وخت د انګليستان صدراعظم لېود جورج ويلي و چې: "موږ ټينګار كوو چې پر تورپوستيو د بمبارۍ حق ځان ته وساتو". په دې ډول د افغانستان د راتلونكيو اوضاعو څخه د خير بوى نه راځي. له واشنګټن او لندن څخه داسې نښې نښانې څرګندېږي چې امریکا او انګلیس دافغانستان دانتخباتو په پروسه کی بیطرفه نه دی او دی ددوهم څل لپاره بیا هم غواړی چه دافغا نانو په سر نوشت با ندی دما فیا ډله مسلطه او نصف کړی .اودافغا نستاندوضع په باب تر ډیره حده دپاکستانی جنرالانو او کرنیلانو وبی څایه مشورو ته غوږ نیسی .
دپورته مضمون دمتن په ترتیب کی دجهانی معتبرو خبری رسنیو دتبصیرو او انترنیټی منابع ځخه استفاده شو ده زما هیله داده چه دمحترمو لو ستونکو د پا ملرنی وړ وګرځی . پاې رحمت اله روان