دارالعلوم ديوبند کې د فتوو کاروبار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړن: خېرګل

په نړيوالو اژانسونو کې د خپرو شويو راپورونو له مخې په هند کې د مسلمانانو د مشهورې مدرسې دارالعلوم ديوبند هغه څو تنه مفتيان له کاره ګوښه کړاى شوي دي چې له خلکو به يې پېسې اخيستلې او د هغوى د خوښې فتوې به يې ورکولې.
په هند کې د سټار په نامه يو شخصي تلويزيون داسې فلم ښودلى چې پکې د دېوبند مفتيان صاحبان د فتوو په بدل کې د پېسو اخيستلو په حالت کې ښودل شوي دي.
د شخصي تلويزيون د راپور له مخې د دغو مفتيانو څخه تاسې په پېسو باندې هر ډول فتوى اخيستلاى شئ.
د دې راپور په خپرېدو سره په ټول هند کې د مسلمانانو په زړونو کې نوې اندېښنې پيدا شوي دي او ډېر خلک په دې کار خفه دي.
يو اسلامي پوهاند مولانا وحيد الدين ويلي دي چې په هره خبره فتوى ورکول د اسلام خلاف عمل دى. هغه ويلي چې فتوى ورکول ډېر اهم کار دى او دا د ډېر زيات ضرورت په وخت کې ورکول پکار دي خو متاسفانه ځينو ملايانو د فتوو څخه ګپ جوړ کړى دى او په دې توګه اسلام بدناموي.
د ځينو پوهانو وېنا ده چې نن سبا د فتوو کاروبار مسلکي شخړو ته د هوا ورکولو، د شخصي اهدافو د لاس ته راوړلو او د شخصي انتقام د اخيستلو لپاره روان دى.
د هند د علماؤ د ګوند سکرتر مولانا محمود مدني رسنيو ته ويلي چې د دې پېښې څخه وروسته د فتوو په نظام کې په اصلاحاتو کولو غور روان دى. هغه دا هم ويلي چې اوس په ټولنه کې يو شمېر نوي کارونه هم پيدا شوي دي چې د هغو په هکله د فتوو ورکولو پر مهال د احتياط څخه کار اخيستل ضروري وي لدې امله د فتوو کار لږ سختول پکار دي.
بدر چې د هند يو ځوان اوسېدونکى مسلمان دى يوې ورځپاڼې ته ويلي چې زمونږ ملايان په نوو مسئلو نه پوهېږي همدا وجه دا چې دوى دا ډول سرچپه عملونه کوي.
د نوي ډيلي عارفه وايي چې مذهبي علماء داسې شي نو د نورو خلکو خو دې خداى مل شي.
احمد وايي دا ښه وشو چې د مفتيانو څخه پرده پورته شوه او ټول اصليت يې معلوم شو خو توفيق خان بيا وايي چې دا ټول د مسلمانانو د بدنامولو سازش دى.
همداډول د شازيه نظر دا دى چې په هر ځاى کې ښه او بد خلک وي د يو څو تنو د بدوالي مطلب دا نه دى چې ټول همداسې دي.
د دارالعلوم دېوبند د دارالافتاء مشر قاري محمد عثمان بي بي سي ته ويلي دي چې د مفتيانو د رشوت په اړه تحقيقات روان دي، کوم مفتيان چې په دې معامله کې ککړ دي هغوى له کاره ګوښه کړاى شوي دي او که نور څوک پکې ککړ ثابت شول د هغوى پر ضد به هم اقدامات کېږي.
هغه دا هم ويلي چې که دا د دېوبند د مدرسې په ضد سازش ثابت شو نو سټار تلويزيون به محکمې ته راکش کړي.
د يادونې وړ ده چې د تېرو څو مياشتو راهيسې د يو شمېر فتوو په سبب په ځينو مسئلو نوى بحث پېل شوى دى چې پکې دارالعلوم دېوبند په اړه هم د خلکو سره اندېښنې پېدا شوې دي.
څو ورځې وړاندې د بريلي مسلک يو مفتي هغه په سلګونو مسلمانان کافر اعلان کړل چې د دېوبندي مسلک په يو امام پسې يې د جنازې لمونځ ادا کړى و. وروسته په دغو ټولو خلکو بيا کلمه وويل شوه، نکاح ګانې يې بيا وتړل شوې او په اصطلاح بېرته "مسلمانان" کړاى شول.
د سټار تلويزيون د دغه پروګرام مشر چې د فتوو په اړه يې فلمونه ښودلي دي بي بي سي ته وويل چې کله ماته معلومه شوه چې د دېوبند په مدرسه کې فتوې خرڅېږي نو د دوى څخه پرده پورته کولو ته مې ملا وتړله ځکه چې زما په نظر دا د مسلمانانو د دين او عقيدې سره ټوکې کول دي.

ژباړن: خېرګل