مونږ ولې د اور بند غوښتنه کوو؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن

کله چې جام یا کاسه ‌‌‌‌‌‌ډکه شي نو اوبه یې په سر ور اوړي ، یا هم کله چې د انسان په وجود کې درد انتها ته ورسېږي نو بیا یې له خولې چیغې او فريادونه  وځي،یا په بل ‌‌‌‌‌‌ډول کله چې زړه درد وکړي نو له ړندې سترګې څخه هم اوښکې لارې کوی، نو مونږ (افغانانو) دا ټولې تجربې په شا پرې ایښې دي او دا پړاوونه مو یو په بل پسې پوره کړي دی،بينا او ړندو ټولو سترګو مو دومره اوښکې کړي دي چې نور يې چينې وچې دي

 او نور یې د زغم امکان نشته ،ځکه خو په چیغو چیغو په خپل هېواد کې د تل لپاره د یوه تلپاتې اوربند غوښتنه کوو او ددې لامل دادی چې  له جنګ او یو بل وژلو څخه مو کوم خیر تر لاسه نکړ کنه نو اوسنۍ ځوانه پرګنه مو ټوله په جنګ او ‌‌‌‌‌‌ډز او‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډوز کې وزېږېده ،دا خو هسې هم زمونږ دود دی چې نارینه اولاد پيدا شی نو له ماشينګڼې یو ګر اوباسو،دخوشحالۍ فال يې نيسو او په فيرونو يې بدرګه کوو، نو په همدې جنګونو کې را لوی ،زلمي او ‌‌‌‌‌‌ډېری بېرته په همدې تنکيو ځوانيو کې مړه هم شول.

جګړې نه یواځې دا چې هېواد یې په کن‌‌‌‌‌‌ډواله بدل کړ،وحشتونه او بد مرغۍ یې و زېږولې ،بلکې د نفوس د زیاتوالی مخه یې په کافي توګه ونیوله او حتی د لسګونه میلیوني نفوس ګراف یې را ټيټ کړ او لا هم په دې مظلوم او بېچاره ولس دوه سره ارې خښې دي او یو رده له تنو سرونه پرې کوي او دتخم په شان شيندل کېږي، خو کاش د ځینو بوټو او نیالګیو پشان د انسان قلم شوی سرونه هم بېرته را شنه کېدای، اوس به مو وګړنیز شمېر له لویو هېوادونو څخه ‌‌‌‌‌‌ډېر و مګر افسوس.

مونږ ځکه د دائمي اوربند غوښتنه کوو چې د جنګ په پرتله یې د ګټې او فایدې د فیصدۍ اندازه سل ده او تاوان یې له صفر سره ضربېږي او ددې لپاره مونږ ځینې اوسني پر مختللي غربي هېوادونه یادولی شو چې یو وخت به اورونه پکې د مرمیو په فیرونو لګول کېدل مګر کله چې و پوهېدل جنګونه یې لا د هلاکت او تباهۍ لویو کندو ته ورغوروي او بیا ورڅخه د را پورته کېدو امکان نه وي نو د ‌‌‌‌‌‌ډزبندۍ ،روغې جوړې او خبزو لاره یې ونیوله نن هماغوی د نړۍ له لومړۍ درجه هېوادونو سره په اقتصادي برخه کې ‌‌‌‌‌‌ډغرې وهي .  

نو په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ سره ویلی شو چې د افغانستان په دې حساسو او نازکو شرایطو کې د ښکېلو اړخونو تر منځ اوربند د سمسمکي او پيوستون لپاره زمينه برابروي او څرګنده خبره ده چې اوربند د سولې د قلف کیلي ده.

په داسې حال کې که چېرې ټولې خواوې د سولې پروسې ته ژمنې وي او دا ورته په واقعي ‌‌‌‌‌‌ډول یوه پروسه ښکاري نه پروژه نو په دولت او مخالفینو دواړو غږ کوو چې د تلپاتې ‌‌‌‌‌‌ډزبندۍ امر وکړي تر څو رېښتونولي او صداقت په ‌‌‌‌‌‌ډاګه او خدمتګار او غدار سره بېل شي.

دایمي اوربند به ددې زمینه هم برابره کړي چې موږ د نورو هغو هېوادونو په څېر چې لویې او طولاني جګړې یې تجربه کړي دی په څېر د پرمختګ او هوساینې په طرف وروګرځو.

  اوربندونه د جګړو د ختمولو او ارامۍ د راوړلو پيلامې وي ، اوربندونه د خوشحالیو میندې وي چې په هر طرف خوښي زېږوي او اوربندونه د هېواد د ښېرازه کېدلو او جوړېدلو باعث کېږي او همدا رنګه اوربندونه او جګړې ختمول د الله جل جلاله د رضایت سبب کېږی ولې چې هغه جل جلاله په خپل سپېڅلي کتاب عظیم الشان قران کې د سولې غږ کوي او وايي چې په سوله کې خیر دی نو کله چې زمونږ پروردګار سوله غواړي راځۍ موږ پرې عمل و کړو او تر دې وروسته د چا په لمسون لو غولولو تېر نه وځو او نه هو ځانونه د خلکو د لاسونو الې و ګرځوو.