دبایرن مېشتو افغانانو دمباره کي پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بســـــــــــــــــــمل
موږ د جرمني په بایرن ایالت کې مېشت پردېس افغانان دنړۍ په ګوټ ګوټ کې خورو ورو افغانانو ته دزړه له تله دخیبر پښتونخواد نوم مباره کي وایو.
عـــزیزانـــــــــــــــو!
سره له دې چې دخیبر پښتونخواد نوم خپلول د ډېورنډ د تور ښاماردمرګ زېری راکوي خولا ډېر څه کول په کار دي، یوازې دخیبر پښتونخوا نوم ته خوښېدل بس نه دي ځکه
خوموږ له ټولوغمځپلوافغانانو(پښتنو) څخه په ډېر درنښت سره هیله کوو چې زموږ دالاندې غوښتنې دوروري له مخې راسره ومني :
۱ ــ زموږ د تاریخي برم دبیا لاس ته راوړلو لپاره د وروري نه ستړې کېدونکې هلې ځلې .
۲ ــ دقام دنجات لپاره د رښتینو قومي مشرانو ملاتړ او د یو ستر مشر لټون .
۳ ــ دسولیزو خوځښتو په وسیله دنړیوالې ټولنې پام را اړول ترڅو زموږ حقه حقوق ومني .
۴ ــ دقومي رضأکارانوداسې ټولګي جوړول چې په کلیو او بانډو کې د ښوونځیو ساتنه وکړي .
۵ ــ له دود او دستور سره سم زموږ ګرانو خویندو ته دزده کړو زمینه برابرول .
۶ ــ په لر اوبر کې له دولتي واکمنانو، خیریه سازمانونواو نړیوالو څخه دتولیدي او علمي موسسو غوښتل .
۷ ــ دسولیزو لاریونونو او غونډو په ترځ کې دامریکایي بې پیلوټو الوتکو دبندیز غوښتنه او ورسره جوخت په کلیو او بانډو کې دوسلوال او جګړیز خوځښت مخنیوی تر څو د ترهګري پلمه هم چا ته ورپاته نه شي .
۸ ــ دافغانیه دنوم خپلولو لپار بلوچو وروڼوته لاس ورکول .
یادونــــــــــــــــــــــــــه :
له ټولو دیني عالمانو او دیني مدرسو له طالبانو څخه جدي هیله کوو چې نور په پښتون مېشتو سیمو کې خپل جګړیز فعالیتونه ودروي، که دجګړو ډېر شوق لري دثواب ګټلولپاره بلې خواته هم تلای شي د بېوزلو پښتنو په خونه همدومره لمبې بس دي .
لر اوبر مو که سلا شي
پښتونخوا به پښتونخوا شي
دتیارو ټغر به ټول کړو
که زموږ ملا ملا شي
په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنـــــه