د امريکې په کلمبيا پوهنتون کښې د ډاکټر محمود احمدی نژاد وېنا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



















د پوهنتون قدرمنه مشره، ګرانو پوهنتونوالو، استاذانو او محصيلينو!
له هر څه مخکښې ستاسو ټولو په خدمت کښې سلامونه وړاندې کوم او د عزيز او حکيم خداے پاک ډېر شکرګزار يم چې راته يې په يو علمی ماحول او د حقيقت لټوونکو او د علم او معرفت د څيړونکو په يوه غونډه کښې د ګډون توفيق عنايت کړ.
غواړم په دې ارزښتناکه غونډه کښې د علم او عالم د ارزښت په حقله له تاسو سره څو خبرې وکړم. استاذان او عالمان هغه روښانه مشالونه او ډيوې دی چې هره ډيوه او مشال په لارو کښې رڼا ګانې خوروی او له تيارو او تورتمونو ډکې وادۍ روښانه کوی او بشر له ګمراهۍ او او جهالت نه ژغوری.د نړۍ د پوهې او حقائقو کنجيانې د علم څيړونکو او معرفت لټوونکو په لاسو کښې دی. لا نۀ څرګند شوی ډګرونه، نۀ ښکاره شوی عالمونه او نۀ ترلاسه شوی علمونه څه اندازه نۀ لری او بندې کړکۍ د پوهانو او عالمانو په مجاهدت او هڅو سره د حقائقو په لور خلاصيږی او هرې يوې هڅې سره يوه کړکۍ بېرته کيږی او يو حقيقت راڅرګنديږی.په هره زمانه کښې چې د علم او معرفت لوړ شان محفوظ پاتے ؤ او عالمان او محققان له عزت او قدرونې سره مخامخ وو نو بشر د مادی او معنوی کمال او لوړتيا په لور اوچت ګامونه پورته کړی دی او د دې په اپوټه په هر دور کښې چې علم او عالم د قهر او کرکې وړ ګرځېدلے دے نو د بشر د تاريخ هغه دورې تاريکې او تورتمې دی او سړيتوب او بشريت د خپل جهالت او غفلت په زندان کښې بند پاتے شوے دے. که د بشر فطرت چې د حقائقو د څرګندولو لپاره د حقيقټ لټونې او کوش د دوام رمز دے نۀ وې نو انسان به د جهالت په قېد کښې پاقی پاتے ؤ او د بشر د نېکمرغۍ لارې به نۀ وې خلاصې شوې. فطرت د انسان په بنياد کښې د خداے پاک يوه پاتې کېدونکې ډالۍ ده هغه خداے پاک چې بشريت او سړيتوب يې نړۍ ته راوړۀ او معرفت يې هغۀ ته ترټولو وړومبۍ او لويه تحفه معرفی کړه چې بشر وکړې شی هغه وپېژنی.
د حضرت آدم (ع) په داستان کښې د فرښتو او خداے پاک ترمېنځ يوه مباحثه وشوه. هغوی انسان يو ظالم، سفاک او فتنه لټوونکے موجود خيال کوۀ او خداے پاک باندې يې نيوکه وکړه چې په ځواب کښې ورته وويل شول چې هغه څيز چې زۀ پرې پوهيږم تاسو پرې نۀ پوهيږئ او بيا خداے پاک د عالمو حقائق حضرت آدم (ع) ته ورزده کړل او هغۀ د خداے پاک په حکم سره هغه حقائق فرښتو ته وړاندې کړل.ملائک د حقائقو له درک کولو څخه عاجز پاتې شول او بيا ورته خداے پاک وفرمايل ما درته نه ويل زۀ د زمکې او اسمانونو په غېبو باندې عالم يم او په همدا ډول آدم (ع) د فرښتو مسجود وګرځېد.
د ټولو الهی انبياء عليهم السلام په ماموريت کښې وړومبۍ خبره د حق د ايتونو او نښو نښانو تلاوت کول او له تزکيې او پاکۍ سره د کتاب او حکمت تعليم ؤ او د حضرت عيسی (ع) په حقله راغلی دی:
وَيُعَلِّمُهُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَرَسُولاً إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ... (سورۀ آل عمران ٤٨ او ٤٩ ايتونه )
يعنې هغۀ ته کتاب، حکمت، تورات او انجيل ورزده کوی او هغه د بنی اسرائيلو په لور پېغمبر ليږی او هغه هغوی ته وائی چې ما ستاسو لپاره د خداے پاک لخوا نښې نښانې راوړی دی.د قران مجيد وړومبنے کلام چې د اسلام په ګران پېغمبر (ص) نازل شو د لوستلو حکم ؤ چې وې فرمايل:
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ( ولوله د خپل پروردګار په نامه چې خلق يې کړ ) خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ( او انسان يې له علق څخه خلق کړ ) او په دوام کښې يې وفرمايل اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ( ولوله د خپل رب په نامه چې تر ټول زيات د قدر وړ دے )
اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (هغه چې په قلم سره يې زدکړه وښوده او انسان ته هغه څه ورزده کړل چې هغه پرې نه پوهېدو) ( سورۀ علق له ١ نه تر ٥ ايتونه )
وګورئ په دغو څو ايتونو کښې چې په اول ځل د اسلام په ګران پېغمبر (ص) باندې نازل شول د لوستلو، تعليم او قلم بحث دے او دا ايتونه خداے پاک د انسان د معلم په توګه معرفی کوی يو داسې معلم چې انسان ته هغه هر څه چې نه پرې پوهېدۀ ورزده کړل.
په يو بل ځاے کښې د اسلام د ګران پېغمبر (ص) رسالت په دا ډول بيانوی چې فرمائی:
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
يعنې هغه هاغه څوک دے چې په عامو خلقو کښې يې له هغوی څخه مبعوث کړ چې هغوی ته د خداے د ايتونو تلاوت وکړی او هغوی ( له فکری، اعتقادی او اخلاقی ککړتياؤ څخه ) پاک کړی او هغوی ته د کتاب او حکمت تعليم ورزده کړی چې له دې نه مخکښې په څرګندې ګمراهۍ کښې وو ) ( سورۀ جمعه ٢ ايت )
د ټولو الهی انبياؤ (ع) د وېناو مقصد انسان د جهالت، غفلت، خرافاتو، بداخلاقيو، غلطو افکارو له تيارو څخه د علم او معرفت او صحيح اخلاقوپه لور پورې باسل دی. د علم معنا او تعريف يې د رڼا په توګه کړے دے، علم يعنې روشنائی او رڼا او حقيقی علم هغه علم دے چې بشر له ګمراهۍ او بې لاريتوبه وژغوری او د هغۀ د حال په ګټه وی.
په يو اوچت تعبير کښې راغلی دی چې علم هغه نور دے چې خداے پاک يې د هغو کسانو په زړونو کښې چې يې وغواړی اچوی. په دغه بيان کښې علم يوه الهی تحفه او ډالی او د دغې ډالۍ ځاے او مقام زړۀ معرفی شوے دے.
که دا خبره ومنو چې د علم معنا نور دے نو بيا يې دائره د تجربی علومو له حوزو نه وراخوا پراخيږی او پکښې هر ښکاره او پټ حقيقت شامليږی. له علم سره يو غټ ظلم د هغۀ دائره تر تجربی علومو پورې محدودول وو او دی په داسې حال کښې چې د علم ډګر ډېر پراخه دے. د عالمو حقائق تر مادی حقائقو پورې محدود نه دی او ماده د حقيقت يو بالاتر سيورے دے او مادی خلقت يواځې د خلقت د عالم يو طبقه ده، انسان د خلقت يوه نمونه ده چې د مادې او روح جمع ده او انسانی روح او جوهر د هغۀ په ماديت او جسم باندې غلبه لری.
يو بل ډېر مهم ټکے د روح او زړۀ، اخلاقو او چلند له پاکۍ سره د علم تعلق دے. د انبياء کرامو په تعليماتو کښې يو حقيقت چې تل او همېشه له علم سره مل او ملګرے دے د روح پاکی او نېک اخلاق دی. علم او معرفت په يوه پراخه معنا کښې لکه چې مې عرض وکړ يو وريڼ ، پاک او پاکيزه حقيقت دے، علم رڼا ده، کشف دے او هغه عالِم او څېړونکے کولې شی دغه حقيقت ته ورسی چې پکار دی هغه هم پاک او پاکيزه وی او غلط افکار، اوهام، خرافات او يا مادی پېېلتياوې او ځان خوښونې د هغو حقائقو چې راڅرګنديږی د ادراک خنډ و نۀ ګرځی
زما خوږو دوستانو! دانشورانو، پوهانو او قدرمنو حاضرينو!
علم او معرفت يو لړ افتونه هم لری چې شايد تر ټولو لوے افت يې د ځان خوښونو، مادی ککړتياو او پېېلتياؤ او د شخصی او ذاتی ګټو زده کول، نورو ته ورزده کول، په هغوی کښې غور او فکر او څېړنه کول وی.
مادی پېېلتياوې او وابستګۍ انسان د عالمو د حقائقو په مقابله نقطه کښې راولی، يو ککړ او وابسته انسان د حقيقت د منلو په وړاندې مقاومت کوی او که هغه يې ومنلو هم نو بيا هم يې په وړاندې سر نه ږدی او تابعداری يې نه کوی. ډېر عالمان او پوهان شته چې حقائق پېژنی خو بيا هم پرې ايمان نه راوړی او ورته خپلې ځان خوښونې (خودپرسۍ او خود خواهۍ) اجازه نه ورکوی چې حقيقت ته سر کېږدی.
ايا هغه کسان چې د بشريت د تاريخ په اوږدو کښې يې جنګونه په خلقو باندې تپلی دی د دې حقيقت له درکولو څخه عاجز وو چې د انسانانو ځانونه، مالونه، ناموسونه، زمکې او حقوق محترم دی يا دا چې ښه پرې پوهېدل خو ايمان يې پرې نه راوړۀ او د هغه حقيقت په وړاندې يې سر نه اېښودو؟
تر څو چې د انسان زړۀ له کينې، حسد او ځان خوښونې څخه خالی
نه شی نو د حقيقت، رڼا او علم په وړاندې سر نه ږدی. علم يو نور دے چې لرونکے يې پکار دی پاک او پاکيزه وی. که بشريت تر ټولو لوړو مادی او معنوی علومو ته ورسی خو عالمان او پوهان يې پاکيزه نه وی نو هغه به د بشريت په خدمت کښې ورنکړی نو دغه وخت کېدې شی څو حالته رامنځته شی.
١- يواځې د حقائقو يوه برخه چې د هغوی په ګټه وی د خلکو په اختيار کښې ورکړی او د حقائقو ځينې برخې پټې کړی حتی چې په پخوانيو وختونو کښې د الهی دينونو ځينو عالمانو همداسې وکړل او له بده مرغه نن هم ځينې څېړونکی او سائنسدانان يو لړ حقائق له خلکو نه پټوی.
٢- علم او عالم د ذاتی، ډله ايزو او حزبی ګټو او مفاداتو په خدمت کښې وګرځی، چې ډېره د افسوس خبره ده چې نن په نړۍ کښې زورورو طاقتونو زيات عالمان، سائنسدانان او مختلف علوم په خپل اختيار کښې ساتلی دی چې په دې طريقه ولسونه لوټ او تالان کړی او ټول فرصتونه په خپل ځان پورې منحصر وګرځوی. تاسو وينئ ګورئ چې له سائنسی او علمی اوزارو څخه په استفادې سره ولسونه غولوی، خپل اقدامات توجيه کوی، د هغوی لپاره فرضی دښمنان او د نا امنۍ فضاء ، او ويره رامنځته کوی چې له نا امنۍ او دهشت ګردی سره د مبارزې په نامه ټولې چارې په خپل کنټرول کښې راولی. او د خپلو ولسونو د انفرادی او اجتماعی ازاديو خلاف ورزی هم کوی او حتی د افراد د خصوصی حريمونو احترام هم نه کوی، د خلکو ټېلفونونه اورېدل کيږی ، د هغوی تګ راتګ کنټرولوی او نفسياتی او ذهنی نا ارامی رامنځته کوی او بيا له داسې يوې فضا څخه په استفادې سره د نړۍ په مختلفو سيمو کښې د خپلو جنګ غوښتونکو اقدامات توجيهات وړاندې کوی. او له سائنسی او دقيقو طريقو او پروګرام جوړونو څخه په استفادې سره ځائی کلتورونه او فرهنګونه چې د ملتونو د زرګونو کلونو د هڅو، کوششونو، خلاقيتونو او هنرونو نچوړ او نتيجه وی د حملو هدف ګرځوی او کوشش کوی چې د هغو په نابودولو سره خلک بې هويته کړی او له خپلو ارزښتونو، عنعنو او تاريخ سره د هغوی تعلق پرې کړی او د هغو خصلتونو او روشونو په القاء کولو سره چې ملتونه او ولسونه د ذلت، تقليد، مصرف پالنې، سلطه مننې، ويرې، د سپکاوی احساس، بې وسۍ او ناتوانۍ په لور راکاږی د هغوی د مادی او معنوی زېرمو او سرچينو د لوټلو او چور کولو لپاره زمينه برابره کړی.
اېټمی ، مېکروبی او کېميائی بمونه او وسلې جوړول د علم او تحقيق په حېثيت باندې د سترو طاقتونو د تيری يوه بله نتيجه ده. که د مختلفو نسلونو د ځينو، عالمانو، سائنسدانانو او محققانو همکاری نه وې نو اېټمی، مېکروبی، کېميائی او نائټروجنی بمونه به نه جوړېدل.
ايا ذکر شوې وسلې د نړۍ له امنيت څخه د دفاع لپاره دی؟ د خلقو په سرونو باندې د همېشنی اېټمی ګواښ چتر د بشريت لپاره څه پائېله لری؟ که د قدرتونو ترمنېځ اېټمی جنګ ونښلی نو څه ډول بشری غمېزه به رامنځته شی؟ د ناګاساکی او هيروشيما د بمونو اېټمی شعاګانې د هغو سيمو د خلقو په اوسنيو نسلونو کښې اوس هم ليدل کيږی او معلومه نۀ ده چې نورو څو کلونو پورې به دوام ومومی؟ په عراق کښې د جنګ په شروع کښې په خلقو باندې د کمزرو کړې شويو مصرفی يورينيمو د شعاګانو اثرات کېدې شی د مطالعې او تحقيق ځاے وګرځې.
دا بشری غمېزې هغه وخت رامنځته کيږی چې د عالمانو او سائنسدانانو علم او پوهه د ظالمانو په خدمت کښې راشی.
قدرمنو پوهنتونوالو!
خداے پاک پېغمبران، پاکان او صالحان د علم او معرفت د حاصلولو لائق وګرځول ځکه چې پوهېدۀ علم هم نور او د بشر د هدايت او خدمت وسيله ده او هم د بشريت په خلاف حجاب او وسله ده، نو له همدې امله يې سپارښتنه وکړه چې زدکړه پکار دی له پاکۍ او صداقت سره مله وی.
د پېغمبرانو عليهم السلام په رسالت کښې يې هم د نفس پاکی او صفائی او د ځان خوښونې او دنيا غوښتنې لرې کول او هم د کتاب، علم او حکمت تبليغ وګرځوۀ. که علم او پاکی له يو بل سره مل شی نو هم عالم علم په ښه ډول حاصلولې شی او هم خلق له علم نه صحيح ګټه اوچتولې شی.

که په تاريخ باندې يو نظر واچوو نو چې هر څومره خېر او ښۀ والے بشريت ته رسېدلے دے د پاکو او پاکيزه عالمانو او سائنسدانانو لخوا دے هماغه کسان چې خپل علم او معرفت يې د بشريت په خدمت کښې ګرځولے او مقصد او هدف يې د لارې روښانول، د حقائقو څرګندول او د بشريت له نېکمرغۍ او کمال سره مرسته کول وو. دغه عالمان او سائنسدانان چې څومره هم په علم کښې وړاندې تلی دی نو د بشر په حقله يې لا زياته انکساری او تواضع لرلې ده او لا زيات نېک اخلاق يې لرلی دی. په عامه توګه پاک اخلاقه او پاک چلنده عالمان د بشر فکری مشران، اخلاقی معلمان او مصلحان هم دی. د بشريت ټول مصلحان وړومبې غوره عالمان او معلمان وو. له دينی بزرګانو څخه په يو روايت کښې راغلی دی: هغه وخت چې عالِم فاسد شی نو عالَم د فساد په لور روانيږی او که عالِم نېک او صالح وی عالَم په سمه لار روانيږی.
علم د خداے پاک په لور يوه کړکۍ او مېوه يې عمل دے. عالمانو ته پکار دی چې د خپل علم په وړاندې د مسئوليت او ذمه وارۍ احساس وکړی. بې عمله عالمان په مثال د بې ثمره ونو دی، حقيقی عالمان او پوهان د ګډوډيو، مصيبتونو، دردونو او بې انصافېو په وړاندې غلی نۀ کښېنی او خپل علم څرګندوی او خلک ترې خبروی.عالمان د ظالمانو او زورورو په مقابل کښې پاڅی او اجازت نه ورکوی چې جاهلان دروغ ووائی او خلق وغولوی او د هغوی حقوق ضائع کړی.
د علم مقام او حېثيت يو قدسی او الهی مقام او حېثيت دے او علم د نړۍ د خالق يو امانت دے، دې ډګر ته د ناپاکو داخلېدل له انسانيت سره ظلم دے.
قدرت لرونکی او زرور طاقتونه هم علم د خپلو ګټو او طمو لپاره قبضه کوی او هم په زور او زياتی سره اجازه نه ورکوی يو لړ عالمان او سائنسدانان ډګرونو ته داخل شی ځکه چې په دغو ډګرونو کښې د حقائقو څرګندېدل به د دوی د رسوائۍ سبب وګرځی. دا ډېره د شرم خبره ده چې يو لړ داسې قوانين جوړيږی چې د هغو له مخې په ځينو واقعاتو کښې څېړنه او تحقيق ممنوع کيږی او هغه څېړونکی چې دغو ډګرونو ته داخليږی مجرمان ګڼل کيږی او په جېلونو کښې اچول کيږی او جرمانه کيږی.
د نړۍ ترټولو لوے او څرګند حقيقت خداے پاک دے ټول عالَم او څه چې په هغۀ کښې دی د هغه ذات نښې نښانې دی او په عېن حال کښې د خداے پاک د وجود په اصل کښې د مطالعې او تحقيق ور هماغه شان خلاص دے او د خداے شتون او نه شتون د مطالعې او تحقيق په جرم څوک محاکمه او زندانی کيږی نه او څومره نېکرغه دی هغه کسان چې په مطالعې او تحقيق سره په لوے خداے پاک باندې ايمان راوړی.
په اسلامی تعليماتو کښې راغلی دی چې شک د يقين سريزه ده په دې شرط چې انسان پکښې ايسار نه شی، نو په داسې حال کښې څه بده خبره خو نه ده که اجازه ورکړې شی چې د تاريخی واقعاتو په حقله هم تحقيق او مطالعه وشی چې د واقعاتو مختلف اړخونه لا زيات روښانه شی.
د علت لټونې او پوښتنه کونې خصلت به تر ابده له بشر سره مل وی ځکه چې غېر له دې صورته کمال او پرمختګ نه شی حاصلېدې. بل افسوس د ځينو سترو قدرتونو لخوا د علم په مقام کښې د انحصار په پېدا کولو باندې او حتی د نورو له علمی او سائنسی پرمختګونو سره په مخالفت کولو باندې دے. دا هم زمونږ د زمانې له عجائبو څخه دی چې ځينی ستر طاقتونه نۀ غواړی د نورو ولسونو د ترقۍ او پرمختګ کتونکی وی او په زرګونو بانو، تورونو او سياسی او اقتصادی دباوونو سره د نورو د علمی او سائنسی ترقۍ خنډ جوړيږی، دا ټول له انسانی او اخلاقی ارزښتنو او د الهی انبياؤ له مکتب نه د لری توب نتيجه ده، دوی د بشريت د خدمت لپاره نه دی روزل شوی.
زما قدرمنو عالمانو او سائنسدانانو!
لنډه دا چې علم او معرفت بشر ته د خداے پاک تر ټولو لويه ډالۍ ده او د بشر کمال غوښتنې او حق لټونې تل هغه د علم په زدکړې او د حقائقو په کشفولو کښې په هلو ځلو او تګ او دو کښې ساتلے دے . علم پکار دی له اخلاقو او تذکيې سره مل وی چې هم عالم او محقق يې په ښه ډول ترلاسه کړی او هم ترې بشريت په صحيح توګه او ښۀ ډول استفاده وکړی، پاکيزه عالمان نه يواځې د هدايت مشالونه او څراغونه دی بلکې بشری مصلحان هم دی.
اجازه نۀ ده ورکول پکار چې زورور طاقتونه د علم په مقام او حېثيت باندې تېرے وکړی په علمونو باندې قبضه وکړی او د بشريت په خلاف ترې نه د خپلو ګټو لپاره کار واخلی او يا دا چې د تحقيق او څېړنو ډګرونه قلابند او محدود کړی. د علم مقام يو سپېڅلے او قدسی مقام دے چې پکاردی پاک او پاکيزه پاتې شی، خداے پاک له ټولو حقائقو څخه خبر دے او له عالم، معلم او محقق سره مينه کوی.
د هغې ورځې په هيله چې صالحان عالمان د نړۍ واکمنان شی او هغه بشپړه مصلح چې الهی او صالح عالم دے د حضرت عيسی (ع) سره يو ځاے په نړۍ حکومت وکړی.