یوڅل بیا هم اخضرابراهیمی دافغانستان لپاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د افغانستان په چارو كې د ملګرو ملتونود پخوانى استازى اخضر ابراهيمي دنامه سره زموږ هيواد وال ښه اشنا یی لری اودهغه دکارنامو څخه هم ښه اګا هی لری. دغه پنځه اويا كلن الجزايري ديپلومات په ۲۰۰۱ كال كې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه د بن د هغه كنفرانس مشري كوله چې له طالبانو څخه د را وروسته افغانستان برخليك پكې وټاكل شو. دۀ په دې وروستيو ورځو كې له باربرا كراسټ سره د افغانستان د راتلونكي ، د افغانستان د اوسني حكومت ، د بن د كنفرانس او هغه نړيوال كنفرانس په باره كې خبرې كړې دي چې د بارك اوباما اداره غواړي د افغانستان د مسايلو په اړه جوړ شي او په هغه كې د طالبانو ځينې كسان هم برخه واخلي. د لته د همدې مركې ژباړه.ولولی.
دبن له کنفرانسه تراوسه پورې کومې غوټې نه دي پرانستل شوي ؟
متاسفانه،تقریباهیڅ یوه. موږ اوس د هغې غلطۍ تاوان ورکوو چې په اوله ورځ موکړې ده. لومړی ، هغه کسان چې په بن کې راټول شوي ول ، د افغانستان د مختلفوخلکوسم اوپوره استازي نه ول.ما په بن کې ۳۵ تنوحاضرو کسانو ته هم په زغرده دا حقیقت بیا بیا ترغوږ ورتېر کړ(چې دوی دافغانستان دخلکواستازي نه دي).دا خبره مې وروسته له هغه بیا وکړه چې معاهده لاسلیک شوه او موږ ټولو کابل ته دستنېدو تیاري ونیوله : د حامد کرزي ترمشرۍ لاندې د موقت حکومت ولسي اساس ډېرکمزوری وو .
موږټولوژمنه سره وکړه چې کله کابل ته لاړشو نو د دې حکومت د پراخ بنسټه کولو لپاره به هلې ځلې کوو خو له بده مرغه ، په دې برخه کې ډېرلږ کار وشو او د دې برخلاف شمال ايتلاف چې طالبانو یومخ ماته ورکړې وه اوامریکا له حتمي مرګه وژغوره، په افغانستان دخپلې قبضې دټینګولوملا وتړله .
اوس حالات خورا زیات نازک اوجدي دي. یقیناً چې طالبان هم د خلکونه خوښېږي خوپه ۱۹۹۴ کې چې کله طالبان راپیدا شول، په دې خاطر بریالي شول چې په افغانستان کې موجودې مسلطې ډلې ډېرې ناوړه وې .زه په دې ډارېږم چې دافغانستان اوسنی حکومت به هم د مجاهدینود هماغه وخت ترحکومت بهتره نه وي .
طالبانو له شاوخواکتل چې پخواني جګړه ماربېرته واک ته رسېږي اود هیواد ډېرې سیمې بې دفاع پاتې دي ؟
طالبان هیڅکله چاته تسلیم نه شول.دوی د امریکا د بمباریو په نتیجه کې ونیول شول اوډېرشمېر یې ووژل شول، ډېرنور توقیف شول اولوی اکثریت یې له ښارونو ووت ،یا پاکستان ته واوښتل اویا خپلوکلیو ته لاړل .
ایساف په بن کې له پنځوزرو سرتېروجوړشو چې یوازې کابل ته واستول شي ،په دې ښاراوشاوخوا کې دې یې ځای پرځای شي .البته په دې هم موافقه وشوه چې که احساس وشو چې دایساف د سرتېرو شمېردې زیات شي اوله کابله د باندې دې دهغه دماموریت ساحه وغځول شي ،نودا کاردې وشي .ډېر ژر ښکاره شوه چې دې کارته اړتیا ده.د ملګروملتو د هماغه وخت سرمنشي کوفي عنان په زغرده د ایساف لپاره د نوروعسکرو اوله کابله د باندې دهغو د استولوغوښتنه وکړه .دا او دې ته ورته زموږ ډېرې نورې غوښتنې یا رد شوې یا چا پرې سرونه ګراوه .
موږهغه وخت نه پوهېدو،خواوس هرڅوک پوهېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبرله یوولسمې څخه د امریکا د حکومت ترافغانستان زیات پام عراق ته وو.دوی (امریکا) له زړه په افغانستان کې د ثبات ټېنګېدوته لېواله نه ول .دوی مخکې ترمخکې پتېیلې وه چې پرعراق به یرغل کوي نویې توجه افغانستان ته نه بلکې عراق ته وه .
د ۲۰۰۳کال په نیمايي کې ما ټولو ته ځولۍ وغوړوله چې راځئ هغه څۀ چې هغه وخت ما د بن دوه کنفرانس نوم وركړى و، جوړ كړو خو له بده مرغه يو ځل بيا هیچا زما خبره وانۀ ورېده..په دې وخت کې امریکا پرعراق یرغل کړی وو.دا کنفرانس چې اوس یې مېرمن کلنټن یادونه کوي ، دبن دوهم کنفرانس دی .افسوس دا غونډه دشپږوکلونو له ضایع کولو وروسته جوړېږي .
ایا د افغانستان حکومت هغه توقع چې ستا وه ،پوره کړې ؟
دافغانستان حکومت هغه څه چې باید کړي وای نه دي کړي.د دغه حکومت لپاره زښت زیاته ګرانه وه چې کاروکړي اونړیوالې ټولنې ورسره هغسي موثره مرسته ونه کړه چې باید کړې یې وای .
بل خورا مهم ټکی دا دی چې افغانان له دوى سره مرستې ته ورغلي بهرني ځواك او يو داسې ځواك په تفاوت پوهېږي چې دخاورې لاندې کولو ته يې ورغلى وي . ایساف ته په پیل کې د یوه دوست ځواک په سترګه کتل کېدل اودخلکوخوښېده،ورته هرکلی یې وایه .ملاتړ یې ورسره کاوه اوحمله پرې نه کېده .خو اوس (له ۲۰۰۳راپه دې خوا ناټو) فکرنه کوم چې ښه اجراات ولري. اوس ډېر خلک دغاضب ځواک په سترګه ورته ګوري .
دپاکستان رول څومره مهم دی ؟
پاکستان په افغانستان کې د سولې دهرې جدي پروسې لپاره بې له شکه کلیدي حيثیت لري.که د چا خوښېږي او که یې نه خوښېږي .که پاکستان وغواړي چې په افغانستان کې دې سوله نه وي ،افغانستان دسولې مخ نه شي لیدلی .مهمه نه ده چې پاکستان څومره کمزوری دی ،مهمه نه ده چې د دې هیواد خپل مشکلات څومره پېچلي دي خو په افغانستان کې نفوذ لري .
اوس د افغانستان د وژونکې ناروغۍ ویروس په پاکستان کې سرایت کوي .په ۱۹۹۹ کال ما د ملګروملتو امنیت شورا ته خبرداری ورکړ چې دا فکرناسم اواشتباه دی چې افغانستان مهم نه دی، اوپروا نه لري چې د دغه بېوزله، وروسته پاتې اومنزوي هیواد خلک دې یوبل سره وژني.دا مسئله نه یوازې له اخلاقي لحاظه ناسمه ده بلکې د افغانستان شخړه یوازې د دغه هیواد په پولو پورې منحصرېدلی نه شي .د دې اورلمبې به له پولو واوړي اوممکن ډېر لېرې لېرې ځایونو ته تاوان واړوي .هغه وو چې په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پېښه وشوه . زما وېره ده چې څو مياشتې مخكې په ممبۍ كې هم همدا اور بل شوى و. امريكا په افغانستان كې په دوه زره يو كې راګېره شوه او هند لكه چې نن راګير كېږي .
د ایران د رول په باره کې څه وایاست ؟
په مجموع کې ایران ترپاکستان کم اهمیته ګڼل کېږي .ایران ډېرنفوذ لري .دې هیواد دافغانستان په ټولو برخوکې له ډېرو خلکو سره داړیکود تینګولولپاره ډېرکار کړی دی.خوهماغسې چې د افغانستان اوپاکستان د پولو د دواړو خواوو دپښتنوترمنځ خپلوي یا نژدې والی شته ،ایران له پښتنوسره خپلوي نه لري .پښتون په افغانستان کې لوی اکثریت دی اوپه پاکستان کې هم ډېرلوی قوم دی .
ایران له موږسره په بن کې او د بن له غونډې دوه کاله وروسته ،ډېره فعاله همکاري وکړه .د همکارۍ چوکاټ یعنې شپږجمع دوه ګروپ ما په ۱۹۹۷ کې جوړکړی وو.په دې ډله کې دافغانستان شپږګاونډي سره له روسیې اوامریکا پكې شامل ول .دا یوازینی مورد وو چې ایرانیان اوامریکایان سره یوځای کښېناستل اوپه حقیقت کې یې له یوبل سره مخامخ خبرې وکړې . وروسته د امریکا سفیرزلمي خلیلزاد اود ایران سفیرد ملګروملتو په استوګنځي کې پرله پسې اومنظمې خبرې کولې .ایران مرسته وکړه او دا ښه خبره ده چې دامریکا د باندنیوچارو وزیره هیلري کلینټن وايي ایران باید د افغانستان په راتلونکي کنفرانس کې برخه ولري .
ایا د پاكستان دې شك ته چې هندوستان دافغانستان له خاورې څخه دپاکستان د ګټو پرضد کاراخلي، څۀ ځاى شته؟
. له پاكستان سره تل د محاصره كېدو وېره ده. دا اول شوروي اتحاد وو چې په افغانستان کې يې د کمونستانوپه وسیله چې له هند سره دوستان اوله پاکستان سره دښمنان ول، خپل نفوذ خپورکړ.د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د مجاهدينوحکومت هم له پاکستان سره یوڅه چپ وو .
وروسته طالبان واک ته ورسېدل اود پاکستان له تاسیسه وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې داسي حکومت واکمن وو چې له اسلام اباد سره سل په سلو کې دوست اوله هند سره سل په سلو کې دښمن وو. نوپاکستان څوک نه شي ملامتولی چې ولې یې له طالبانو سره دلچسپي ده .
له ۲۰۰۱ کال وروسته په کابل کې داسي کسان واک ته ورسېدل چې په ښکاره د پاکستان مخالفان اود هند دوستان ول.هند په دې ترڅ کې د کندهارپه شمول چې پاکستان ته نژدې دی ، د افغانستان په ښارونو کې کونسلګرۍ پرانستې.افغان اوهندي مقامات به طبعاً وايي چې هند له افغانستان سره په خلاص لاس بشري اوپرمختیايي مرستې کوي اود داسي مرستو لپاره دکونسلګریو لپاره مشروع اړتیا ده .خوپاکستان په دې كار شكمن دى. دوی فکرکوي چې دهند کونسلګرۍ له استخباراتي کسانو ډکې دي چې له افغان جاسوسانوسره یوځای د پاکستان پرضد کارکوي .دوی مثلاً باورلري چې د بلوچستان بلواو ته په افغانستان کې دهند د کونسلګریو له لوري پوکی وهل کېده .
ايا كه د اګست ( اسد ) په انتخاباتو كې كرزى كامياب نه شي، دا به د افغانستان د آينده لپاره ښۀ وي؟


ماپه وروستیو کې له ولسمشرکرزی سره خبرې وکړې اوفکرکوم چې هغه له ماسره موافق دی چې څوک باید دافغانستان مسئلوته ،چې اوس ملت ورسره لاس وګرېوان دی،له دې زاویې و نۀ ګوري چې ایا حامدکرزی دې دافغانستان د ولسمشر په توګه پاته یا پاته نه شي. فکرکوم چې ولسمشرکرزي په ډېرو پېچلیو اوسختو حالاتو کې د خپل هیواد ښه خدمت کړی دى .موږ نړیوالې ټولنې له ده سره ډېره مرسته نه ده کړې، او بلكې ډېرځلې مو دهغه داقداماتومخه نیولې ده .
عموماً داسي وي چې کله کارونه سم پرمخ نه درومي ،د نړیوالې ټولنې ځینې غړي پریوبل د پړې اچولو لوبه پیل کړي.دا کاردهیچا په ګټه نه دی په تېره بیا دافغانانو. ولسمشرکرزی وايي چې د دۀ اود دۀ دحکومت، دنړیوالې ټولنې له غړيوسره ډېرې سلامشورې نشته .
زه له کلونو راپه دې خوا د افغانستان لپاره دهراړخیزې ستراتېژۍ د ضرورت یادونه کوم .دا ستراتیژي دافغانستان دحکومت اوخلکو له پوره ګډونه پرته اغېزمنه نتیجه نه شي لرلی . نړيوالې ټولنې ډېر واري پرابلمونو ته په بېل بېل ډول پام کړی دى لکه همدا اوس چې يې له انتخاباتو یوه مسئله جوړه کړې چې ایا کرزی باید بیا کاندید شي اوکه نه شي ؟ایا دهغه ملاتړ وشي اوکه یې مخالفت وشي ؟
په دې هکله څه نظر لرئ چې که په نژدې وخت کې په واشنګټن یا بل ځای کې له ولسمشربارک اوباما سره د ولسمشرکرزي دکتنې تابیا وشي ؟
كه په افغانستان کې د کرزي له دورې څخه بلې دورې ته انتقال ضروري وي نو ، كرزى یې باید يوه برخه وي(پکې ګډون ولري) نه دا چې قرباني یې وي .په ده باندې خپل هیواد ګران دی. دى د ځان تر ګټې د وطن ګټې ته ترجيح وركوي .

انتخاباتو یوه مسئله جوړه کړې چې ایا کرزی باید بیا کاندید شي اوکه نه شي ؟ایا دهغه ملاتړ وشي اوکه یې مخالفت وشي ؟
په دې هکله څه نظر لرئ چې که په نژدې وخت کې په واشنګټن یا بل ځای کې له ولسمشربارک اوباما سره د ولسمشرکرزي دکتنې تابیا وشي ؟
كه په افغانستان کې د کرزي له دورې څخه بلې دورې ته انتقال ضروري وي نو ، كرزى یې باید يوه برخه وي(پکې ګډون ولري) نه دا چې قرباني یې وي .په ده باندې خپل هیواد ګران دی. دى د ځان تر ګټې د وطن ګټې ته ترجيح وركوي .
ایا کرزی شخصاً هغه کمپاین ژوبل کړی چې په واشنګټن کې د ده د بې اعتباره کولولپاره کېږي ؟
ده ماته په دې اړه څه نه دي ویلي خویقیناً باید ځورېدلی وي .زه په خپله داسي احساس لرم چې په واشنګټن کې ځینې کسان له کرزي سره داسي چلند کوي لکه هغه چې دبوش دحکومت برخه وي .
دا وه دښا غلی اخضر ابرا همی سره مر که چه دبارک اوبا ما اداره یو څل بیا علا قه لری نو مو ری ته دافغا نستان په چارو کی درول لوبولو چا نس ور کی، په در نښت، رحمت اله روان