د سرتېرو بېدرېغه محبوبیت

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
په دې کې شک نشته چې ورځ تر بلې زموږ د سرتېرو محبوبیت په ولسونو او خلکو کې زیاتېږي، حتی موږ او تاسو ولیدل چې په بېلابېلو ملي مناسبتونو او ورځو کې عام خلک د دوی لباس په تن کوي، له دوی سره اونځورونه اخلي، د دوی انځورونه خوروي، شعرونه ورته لولي، د ګلونو هارونه ور په غاړه کوي او په نورو بېلابېلو طریقو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپله مینه ښیي
.
د دغې ورځ تر بلې زیاتېدونکې مینې لاملونه ښایي زیات وي، مګر دوه یې تر ټولو عمده دي. لومړی لامل یې دادی چې ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې هغوی ته ځانګړې پاملرنه وکړه او په دې ډول یې هغوی ته هم د خلکو پام ور واړاوه او هم یې د هغوی د مسلکي روزنې ترڅنګ د دوی په کړو او وړو کې هم بدلون راوست. د دې ترڅنګ د دوی هره ورځ قربانۍ هم د ولس په سترګو کې دي او خپلو سرتېرو ته د هیواد د صادقو بچیانو او ساتندویانو په توګه درناوی لري.
دویم عمده دلیل یې دادی چې د دوی له رویې او سلوک څخه خلک سخت متاثره دي، ځکه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه حتی په سختو او تنګو شرایطو کې هم له خلکو سره ښه چلند کوي، په ځانګړي ډول د ملي اردو سرتېري. د دوی د چلند تعریف نړیوالو موسسو او منجمله ملګرو ملتونو هم کړی دی او ویلي یې دي چې افغان سرتېرو له خلکو سره ښه رویه کړې ده.
څو کاله وړاندې چې کندز ښار د څو شیبو لپاره د تروریستانو لاسته ورغی، نو په خلکو یې ژوند او ځمکه سور تنور وګرځاوه، مګر کله چې کندز بېرته د افغانستان د ملي اردو او امنیتي قوتونو په لاس کې ورغی، نو په لږو ورځو کې تر نهه زره  زیاتې کورنۍ کندز ته ستنې شوې او دا لړۍ همداسې روانه او ورځ تر بلې زیاتېدونکې وه. د کندز ټولې بې ځایه شوې کورنۍ په لږ وخت کې په کندز کې  ځای پر ځای شوې. همدارنګه د دوی له برکته، د افغانستان ټول ولس ځان په دې وطن کې مصؤون بولي.
 
 
 
د ولسمشر غني په وینا: دا زموږ د خلکو دښمنانو سره زموږ تفاوت دی. د لوی موخې لپاره په زړورتیا او عاشقانه جنګېدل، زموږ ویاړ دی او مېړانه او نرمي زموږ د سرتېرو د عیاري فطرت او خصلت دی،ځکه زموږ شریف خلک او په ځانګړي ډول زموږ د وسله والو ځواکونو سرتېري او افسران د سلطان محمود غزنوي، ابومسلم خراساني، احمدشاه بابا او د ازادۍ د زرګونو نوم ورکو او نومورکو زړورو او د دې خاورې د ټولو قومونو وینه، خوی او غرور په خپلو رګونو او احساساتو کې لري. هغه اتلان چې نورو یې نومونه پر وسلو ایښي دي ترڅو خپل دښمن ووېروي، ولې موږ د هغوی روح او روحیه له ځانه سره لرو. غزنوي او غوري زموږ دي!