هېواد مو یووالي ته اړتیا لري!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مینه منګل
‎موږ په تېرو څو لسیزو کې ولیده چې د سیمو استخباراتو افغانستان یې په هر لحاظ له منځه یوړ ، د افغانانو یووالی یې له منځه یوړ، دلیل یې دا وه چې د سیمې استخباراتي کړیو د افغانستان د تباهۍ په خاطر یې په خپله افغانستان کې ځيني جاسوسان وروزل ، دا جاسوسان چې  د همدې هېواد په غېږه کې روزل شوي، وه، او د همدې هېواد په غېږه کې لوی شوي وه ، دا هر څه ورته بې ارزښته شوي وه ځکه دوی  ته شخصي ګټې تر ملي ګټو لوړې وې، نو په همدې اساس یې د سیمې د استخباراتو هر فرمایش دلته په افغانستان کې عملي کول

.
‎د همدې جاسوسه کړیو په لاس یې په افغانستان کې کور په کور جګړې پيل کړې ، چې ددې خونړۍ جګړې په پایله کې میلیونونه افغانان په شهادت ورسېدل ، ټپيان شول، بې کوره شول، بې هېواده شول. 
‎ددې ټولو بدبختیو دلیل دا هم وه چې هغه مهال چې افغانستان کې لا جګړې نه وې پيل افغانانو خپل یووالی ونشو ساتلې که هغه وخت ټولو افغانانو خپل یووالی ساتلی وای باور لرمه چې نېږدې څلوېښت کاله مو په دې بدبختیو کې نه تېرولی. 
‎تېر او تېر شوي ؛؛
‎اوس باید څه وکړو تر څو راتلونکو نسلونو ته یو سوکاله افغانستان پرېږدو؟
‎دا یو لوی حقیقت دی چې هېواد مو یووالی ته اړتیا لري، همدا یووالی ددې سبب کېږي چې په افغانستان کې د یوه مقتدر او پياوړي نظام لرونکي واوسو.
‎د افغانستان  ولسمشر ښاغلی غني صیب ، افغانستان د پاره د خدمت او راتلونکو نسلونو ته د یوې ښې راتلونکي په خاطر د خدمت هو‌‌‌‌‌‌ډ لري، ولسمشر غواړي د افغانستان د پاره خدمت وکړي ، د افغانستان د آبادۍ د پاره شپه او ورځ هڅې کوي، د افغانستان د سولې د پاره  نه ستړې کېدونکي کوښښونه کوي، ولسمشر مو غواړي د افغانستان د اقتصاد د پاره بنیادي کارونه وکړي. 
‎تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان خلک په تېرو څو  لسیزو کې د زورواکو ، غاصبینو، بې مسووله وسله والو له شتون څخه سخت په عذاب کې وه، ځکه همدې اشخاصو افغانستان له بدبختیو سره مخ کړی. 
‎اوس ولسمشر غواړي دا ‌‌‌‌‌‌ډلې نوره په افغانستان کې ختمې کړي، تر څو نور د افغانستان خلک له دې بې رحمه اشخاصو او ‌‌‌‌‌‌‌ډلو څخه خلاصون پيدا کړي. 
‎کله چې زموږ  د حکومت مشران د افغانستان د خلکو د ښه راتلونکي د پاره شپه او ورځ خدمت کوي، موږ هم ‌‌‌‌‌‌ډېر مسوولیتونه لرو .
‎دا مسوولیتونه چې نه لګښت ته اړتیا لري، او نه هم کوم درانه کار ته . 
‎صرف قوي ارادې ته اړتیا ده .
‎ټول افغانان باید خپل یووالی وساتي، همدا یووالی ددې سبب کېږي چې موږ یو قوي نظام ولرو ، ټول افغانان باید د افغانستان د آبادۍ د پاره فکر وکړي، هر افغان باید ملي اراده ولري. 
‎دا هېواد صرف د افغانانو یووالی جوړولی شي. 
‎دا د هر افغان مسوولیت دی چې  د خپل نظام د پياوړتیا په خاطر د یووالي په فضا کې د خپلو مشرانو د کړنو ملاتړ وکړي، او په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کې ورسره همکار واوسي، تر څو راتلونکو نسلونو ته خدمت وشي. 
‎دا هېواد یووالي ته اړتیا لري یووالی د افغانستان او د هر افغان د پاره اړین دی ، همدا یووالی مو له نړۍ سره سیال کوي. 
‎د یوه موټي او سوکاله افغانستان په هیله. 
‎مینه منګل