د ايران د ولسمشر ليک د امريکې د ولس په نو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پښتو ژباړه: انور شاهين خانخېل- پېښور (کوزه پښتونخوا)



دا هغه له معنويت او حقيقت نه ډک ليک دے چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی ډاکټر محمود احمدی نژاد د امريکې ولس ته په دې وروستيو ورځو کښې ولېږۀ. له دې مخکښې هم ښاغلی احمدی نژاد ښاغلی بوش ته يو ليک لېږلے ؤ خو هغۀ يې څه ځواب ونکړې شو هغه ليک به په ښاغلی بوش څه اثر کړے وي يا نه خو د امريکې ولس کښې يې په خاموشه توګه يوه بېداری پېدا کړه او هغوی په دې وروستيو انتخاباتو کښې د بوش له ظلم، فريب او چالاکۍ نه ډک حکومت مسترد کړو او انشاء الله چې دا ليک به هم په راتلونکو وختونو کښې نه يواځې د امريکې په ولس بلکې په نورو ولسونو باندې هم يو لړ مثبتې اغېزې ولری.

د اسلام او مسلمانانو د سر لوړۍ په هيله! ( انور شاهين خانخېل)

د مهربان بخښونکی خداے په نامه

اللهم عجل لوليک الفرج و العافيه و النصر و اجعلنا من خير انصاره و اعوانه و المستشهدين بين يديه

اے د امريکې شريف ولسه!

که د نړۍ په دې سيمه کښې د امريکې د حکومت فعاليتونه او زمونږ د ولسونو په ژوند کښې د هغو منفی اثرات او هغه ګډوډۍ او جنګونه چې د امريکې حکومت يې سبب دے او د نړۍ په نورو هېوادونو کښې د امريکې له افسوسناکو نتائجو نه ډک مداخلت نه وې، او همدا رنګ که له يوې خوا د امريکې د ولس يکتا پرستی، حق لټونه او عدالت غوښتنه او له بلې خوا د موجودو حقائقو او واقعيتونو له خپرېدو څخه د امريکې د حکومت مخنيوے او پرده اچونه نه وې او که چرې مونږ ټولو د انسانی ازادۍ، حرمت او کرامت په وړاندې ګډ مسئوليت نه لرلې نو له تاسو سره د خبرو اترو لپاره مو ضرورت نه لرۀ.

پکار دی د دې خبرې اعتراف وشی چې که څه هم الهی تقدير د ايران او امريکې دواړه هېوادونه له يو بل نه لرې ساتلی دی خو هغه کلی انسانی روح او ارزښتونو چې د ټولو انسانانو د لوړ کرامت او فضيلت خبره کوی دواړه ولسونه يو بل ته نزدې کړی دی. دواړه ولسونه خداے پرسته، حقيقت لټوونکی، عدالت طلبه او د شرافت، عزت او کمال غوښتونکی دی.

مونږ ټول د مينې، يووالی، د يو زړۀ توب، د انسانانو د حقوقو د احترام، له حق او انصاف څخه د ملاتړ او د زورورو په وړاندې له مظلومو انسانانو د دفاع په شان انسانی ارزښتونو او خصلتونو په رائجېدو خوشحاليږو او خوند ترې اخلو.

مونږ ټول په نېکيوکښې، د يو بل په خدمت کولو په تېره بيا د بې وزلو او مظلومو خلکو په خدمت کښې يوه ګډه ګروهنه او خوشحالی لرو او په بې انصافۍ، د انسانانو د حقوقو تر پښتو لاندې کولو او د هغوی په سپکاوی باندې خفه او خوا بدی کيږو.

مونږ ټول له بې لاريتوب، فرېب او چالاکۍ څخه بېزار يو او له هدايت، نور، يورنګوالی او اخلاص سره مينه کوو.

د ايران او امريکې د دواړو سترو ولسونو انسانی فطرت د هغه څه په رښتينولۍ ګواهی ورکوی چې مې وويل.

اے د امريکې شريف ولسه!

زمونږ ولس تل د نړۍ د نورو ولسونو په لور د دوستۍ، مينې او مودت لاس غزولې دے. زما په لکونو ايرانی وطنوال په سولې او صفا سره ستاسو په خوا کښې ژوند کوی او په عامه توګه ستاسو په ټولنه کښې د يو لړ ښو خدمتونو سبب ګرځی، زمونږ ولس په کلونو کلونو له تاسو سره تعلق لرلې دے او د امريکائی چارواکو له بې وجې سختۍ کولو باوجود يې تلی راغلی او دوستۍ دوام موندلې دی.

هماغه ډول چې مې وويل مونږ ګډې انګېزې لرو او په ننۍ نړۍ کښې په ناخوالو او ګډوډيو باندې غمجن يو، مونږ او تاسو دواړه ولسونه د فلسطين د خلکو ورځ په ورځ زياتېدونکو غمونو او دردونو باندې خفه يو. د صهيونسټی حکومت لخوا متواتر تېری د فلسطينی وطن په اصلی خاوندانو باندې ژوند ورځ په ورځ لا زيات سختوی. صهيونېسټی حکومت د نړيوالو کېمرو او د څارونکو د سترګو په وړاندې په بې دفاع خلکو باندې بمونه وروی او د هغوی کورونه په بولډېزرو باندې ورانوی، په سړکونو او لارو کوڅو کښې د سکولونو په زده کوونکو باندې ګولۍ وروی او د خپلو بچو سترګې په لاره ناست د کور خلق په وير او ماتم ګډوی او داسې ورځ نشته چې دوی پکښې جنايتونه نه کوی، فلسطينی مائېندې لکه د ايرانی او امريکائی مائېندو غوندې له خپلو بچو سره مينه کوی هغوی هم د خپلو بچو په بندی کېدو او وژل کېدو غمجنې کيږی، هغه به کومه مور وی چې د خپل بچی په وير کښې خفه او غمجنه نه شی؟

شپېتۀ کاله وشول چې صهيونېسټی رژيم د فلسطين په مېلينونو اوسېدونکی کډه په سر کړی دی، زياترو کډوالو په غربت، پردېسۍ او کېمپونو کښې له دنيا نه سترګې پټې کړی دی او بچو يې د ځوانۍ ژوند تېر کړے دے او خپل وطن ته د ستنېدو په ارمان بوډاګان شول.

تاسو خپله ښۀ پوهېږئ چې د امريکې حکومت د صهيونېسټ رژيم په بې دريغه او همېشنی ملاتړ سره هغوی د دغو جرائمو په ترسره کولو کښې هڅولی او ډاډه کړی دی. د امريکې حکومت د دې خبرې اجازه نه ده ورکړې چې د ملګرو ملتو د امنيت شورا غاصب صهيونېسټ رژيم وغندی او مذمت يې وکړی، څوک داسې شته چې له بشريت سره د امريکې د حکومت له وعده خلافۍ او جفا نه انکار وکړی؟

حکومتونه د خپلو ولسونو د خدمت لپاره په اقتدار کښې راځی. هيڅ يو ولس خپل حکومت دې ته نه پرېږدی چې د ظالمانو او ستمګرانو ملاتړ وکړی خو افسوس چې د امريکې حکومت د خپلو عوامو افکارو ته پاملرنه نۀ ده کړې او د فلسطين د خلکو په حقوقو باندې د تيری کوونکو د ملاتړو بېرغچی ؤ او دے

عراق ته وګورئ، په عراق کښې د امريکې د حکومت د شتون له وخت نه تر اوسه له يونيم لکو نه زېات عراقيان وژل شوی او په لکونو کډه په سر شوی دی او دهشت ګردی او ترهه ګری په عراق کښې ډېره زياته شوې ده. په عراق کښې د امريکې د حکومت په موجودګۍ سره د خلکو د ويرانيو د بيا رغونې، د بنسټيزو اباديو د جوړولو او د فقر او بې وزلۍ د ختمولو لپاره هيڅ قدم نه دے اخېستي شوے. دوی په عراق کښې د ډله ايزو وژلو د وسلو شتون يوه بانه جوړه کړه خو بيا وروسته معلومه شوه چې دغه دعوا يو دروغ او فرېب ؤ. که څه هم صدام نسکور شو او خلق د صدام په زوال باندې خوشحال شول خو دعراق د خلکو دردونه او رنځونه لا زيات شوی دی. په عراق کښې تقريباً يو نيم لک امريکائی عسکر له خپلو کورنيو نه لرې د امريکې د حکومت تر قوماندانۍ لاندې عمل کوی. او له هغوی څخه ګڼ شمېر وژل شوی او ژوبل شوی دی او په عراق کښې د هغوی شتون د امريکې د حکومت او ملت حېثيت ته يو غټ ګوزار ورکړے دے. په ځلونو امريکائی مائېندو او کورنيو د عراق په ځمکه کښې چې له امريکې نه په زرګونو کېلومېټره لرې ده د خپلو بچو په شتون باندې خپله ناراضګی ښودلې ده او امريکائی عسکر دا پوښتنه کوی چې مونږ دلته د څه لپاره راوستې شوی يو؟ دا خبره ډېره لرې ګڼم چې تاسو به په دې راضی يئ چې ستاسو له خزانې نه په مېليارډونو ډالر په دې لښکر کشۍ باندې خرچ شی

اے د امريکې شريف ولسه!

تاسو خپله اورېدلی دی چې د امريکې حکومت د نړۍ په مختلفو سيمو کښې خپل مخالفان ښکار کړی او د مقدمې، محاکمې او نړيوالې څارنې نه بغېر يې په هغو پټو جېلونو کښې ساتی چې د دنيا په لريو لريو سيمو کښې يې جوړ کړی دی. خداے پاک ښۀ پوهېږی چې دغه بنديان څوک دی او په څه باندې له تريخ برخليک سره مخامخ شوی دی. د عراق د ابو غرېب او د ګوانټانامو د جېلونو له غم نه ډک واقعات مو اورېدلی دی خو د امريکې حکومت دغه ټول اقدامات له دهشت ګردۍ سره د مبارزې په دعوې سره توجيه کوی ولې ټول په دې پوهيږی چې د دا ډول اقدامات د نړۍ د خلقو جذبات او احساسات زخمی کوی، دهشت ګردی نوره هم زياتوی او د ولسونو په وړاندې د امريکې د حکومت حيثيت لا داغداروی.

د امريکې د حکومت لخوا غېر قانونی او غېر اخلاقی اقدامات يواځې له پولو نه په بهر پورې نه محدوديږی. تاسو خپله هره ورځ د دې خبرې کتونکی يئ چې له دهشت ګردۍ او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بانه په امريکه کښې مدنی ازادۍ محدوديږی، ان تر دې چې د خلقو ذاتی چاپېريال خپله معنا له لاسه ورکړې ده، عدالتی قوانين او بنيادی حقوق تر پښو لاندې کولې شی، د خلکو ټېلفونی خبرې اورېدل کيږی، مشکوک کسان نيول کيږی او يا حتی خلق په سړکونو باندې ډبول کيږی او يا وژل کيږی. زۀ مطمئن يم چې د امريکې خلق د دا ډول سلوک نه خوښوی او له داسې چلندونو څخه بېزاره دی او ورباندې په قهريږی.



د امريکې حکومت هيڅ يو تنظيم او شورا ته ځواب ويونکی نه دے. د امريکې حکومت د نړيوالو ادارو په تېره بيا د ملګرو ملتو او امنيت د شورا اعتبار داغدار کړے دے. زه نه غواړم چې په دې ليک کښې ټولو ګډوډيو او مشکلاتو ته اشاره وکړم.

د يو حکومت د اقتدار او عزت منشاء او مقصد ټېنکونه، الوتکې، توغندی او اېټمی بمونه نه دی بلکې د ټول بشريت لپاره پرېکنده منطق، حق غوښتنه او خېر غوښتنه ده. دا ګمان کيږی چې د امريکې واکداران او چارواکی به د خپلې زورورتيا په استعمالولو، په چارو باندې په پردې اچولو او له خپلو اقداماتو او پروګرامونو څخه د خلکو په لرې ساتلو سره امريکه په لا زيات نا مناسب وضعيت کښې راولی.

بې له شکه د امريکې ولس له داسې سلوکونو څخه ناراضه دے او په وروستيو انتخاباتو کښې په ګډون سره يې په يو ډول خپله ناراضګی څرګنده کړه. زۀ هيله لرم چې له وروستيو انتخاباتو نه پس به د ښاغلی بوش حکومت د امريکې د ولس پېغام وصول کړے وی.

زما پوښتنه دا ده:

ايا واقعاً نه شی کېدې چې په ښه طريقې سره حکومت وکړې شی او د انصاف او عدالت په لازمی کولو او د ولسونو د حقوقو په رسميت پېژندلو سره د تېريو او د جنګ اور بلولو په ځاے دولت، سرمايه او طاقت د خلکو خېر ښيګړې او سولې او قرارۍ په خدمت کښې خرچ شی؟

مونږ ټول دهشت ګردی او ترهه ګری غندو ولې چې د دهشت ګردۍ اصلی قربانيان بې ګناه خلق دی خو ايا په جنګونو او د لکونو بې ګناه انسانانو په قتل عام سره ترهه ګری او دهشت ګردی کنټرول کېدې شی؟ که د دا ډول چاره ضروری وه نو بيا ولې مشکل حل نه شو؟ په عراق باندې د حملې تجربه زمونږ مخې ته ده.

د صهيونسټانو ملاتړ د امريکې د ولس لپاره څه ډالۍ لرلې ده؟ ډېره د افسوس خبره ده چې د امريکې د حکومت په نزد د صهيونېسټانو ګټې د امريکې د ولس او د نړۍ د نورو ولسونو په ګټو باندې فوقيت لری. صهيونېسټانو د امريکې د ولس څه خدمت کړے دے چې د امريکې حکومت ځان د بدنامو او تېری ګرو صهيونېسټانو ژمن او ذمه وار ګڼی؟ او ايا په دې کښې څه شک شته چې صهيونېسټی نېټ ورک ځان د بېنکی، مالی، اقتصادی، کلتوری او رسانديو د سسټمونو په يوه ستره برخه ورتپلي او مسلط کړے دے؟

د دې بنده نصيحت دا دے چې د بشريت په احترام او د امريکې د خلکو په احترام په خپل وطن او کور کښې د ژوند تېرولو لپاره د فلسطينيانو حقوق په رسميت وپېژندې شی چې په مېليونونو کډمار فلسطينيان په خپلو کورونو او جونګړو ته ستانۀ شی او په يو ټول پوښتنه او رېفرېنډم کښې د ټول فلسطينی ټاټوبی او د هغۀ د راتلونکی حکومت برخليک معلوم شی چې دا کار د ټولو په ګټه دے.

اوس چې عراق اساسی قانون او خپلواکه حکومت او ولسی جرګه لری ايا خپل هېواد ته د امريکائی افسرانو او عسکرو ستنېدل او سرساموونکی فوج بجټ د امريکې د ولس د خېر ښيګړې او سهولت لپاره مختص کول ګټور کار نۀ دے؟ تاسو په دې ښه پوهېږئ چې تر اوسه د امريکې د کترينه سيمې د طوفان ځپلی خلک په تکليف کښې دی او ډېر پکښې فقيران، بې وزله او بې کوره دی.

او يوه خبره هم په امريکا کښې د انتخاباتو ګټونکو ته کوم؛

تر اوسه پورې په امريکه کښې زياتو حکومتونو واکمنی کړې ده، هغو حکومتونو چې ښه نوم يې پرېښې دے او هغو حکومتونو چې د امريکې خلق او نور ولسونه يې په نېکۍ نه يادوی.تاسو هم چې د امريکې د حکومت په يوه مهمه برخه کښې شتون لرئ د خلکو او تاريخ د قضاوت وړ به وګرځئ. که د امريکې حکومت په امريکه کښې دننه او له امريکې نه بهر له نننيو مشکلاتو او ستونزو سره د حق او عدالت په نظر مخامخ شی نو و به کړې شی چې تر يو حده د تېرو ګډوډيو وټ کټ وباسی، او نړيوال قهر او غصه کمه کړی او که لاره هماغه وی چې تر اوسه پرې تګ شوےے دےے نو له هيلې لرې خبره نه ده چې د امريکې ولس به دغه نوې ډله هم نفی او مسترد کړی او د تېرو کسانو له برخليک سره به مخامخ شی. که څه هم د امريکې انتخابات په حقيقت کښې د امريکې د حکومت د سياستونو ماتې ده نه ستاسو کاميابی. که څه هم دا موضوع ګانې ښاغلی بوش ته په ليک کښې په تفصيل سره بيان شوی وې.

او لنډه دا چې:

کولې شی د زور او بې انصافۍ له ادبياتو نه په بل شان ادبياتو سره حکومت وچلوی او کولې شی چې په اخلاص سره د ګډو انسانی ارزښتونو، صداقت او مينې په خدمت کښې وی او له ټېنشن، ګواښ، تپنې او جنګ جوړولو نه بغېر خېر ښيګړې او سهولتونه په ډالۍ کښې راوړی کولې شی په توحيد، خدای پرستۍ، اخلاقو، معنويت او په هغو درسونو سره چې الهی پېغمبرانو ورکړی دی دنيا د خپل مطلوب کمال په لور بوځی. په داسې صورت کښې به د امريکې خلق چې خدای پرسته خلک او د الهی دينونو پېروکار دی په ټولو مشکلاتو باندې غلبه ومومی.

هغه څه چې مې وويل زما بنده د انګېزو يوه برخه وه.

زۀ اطمينان لرم چې تاسو د امريکې ولس به په نړۍ کښې د عدالت او معنويت په ټېنګښت کښې يو مهم رول ولوبوئ. د خدای پاک او الهی پېغمبرانو وعدې به پوره شی او په دنيا کښې به عدل و انصاف او رښتينولی برقراره شی او ټول ولسونه به له عشق او ورورولۍ نه په ډکه فضاء کښې حقيقی ژوند تر لاسه کړی.

د امريکې واکمنان، چارواکی او د اقتدار خاوندان دې نه راستنېدونکې لارې غوره نه کړی. د الهی انبياو عليهم السلام د تعليماتو له مخې بالاخره د ظلم کاسه نسکورېدونکې او نابوده کېدونکې ده. همدا اوس ايمان او معنويت ته د راستنېدو لاره اواره ده.

د قرآن مجيد اسمانی کلام ته پام کوو چې فرمائی:

(( او خو هغه کسان چې توبه وکړی او ايمان راوړی او نېک کارونه وکړی نو اميد دے چې د نجات موندونکو په صف کښې شامل شی. او ستا پالونکی او پروردګار چې څه هم وغواړی راپېدا کوی او غوره کوی يې او دوی څه اختيار نه لری، پاک او پاکيزه دے خداے له هغه څه نه چې ورسره شريک وګرځوی.))

د نړۍ د ټولو ولسونو او د ايران او امريکې د ولسونو سرلوړی له خداے پاک نه غواړم.

محمود احمدی نژاد