دشعر درناوى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
له دې ليکنې څخه څو ورځې د مخه زما يو پخواني دوست او ياغي ملگري ډاکتر لطيف بهاند له مسکو څخه ټېلېفون وکړ او د معمول په څېر له خبرو وروسته مو په ادبياتو بحث پيل کړ. 

نيو ليك

۱۔دشعر درناوى

دسپرغكى ننداره

دتللي ږوند ارمان

وروستۍ خبرې

۲-صديق كاوون ((دونو دمرگ په موسم كې ))

كله چې ونې مري  ((موسم ))

روايتونه داسطورو پر بنياد

دخوب اوويښتيا په منځ كې

وروستۍ خبرې

۳-دباد په كنډوالو كې دبړبوكيو پر وزرو

په جلا وطنۍ كې دپښتو دمعاصر شعر يو مثال

په پښتو شعر كې دغربت ستونزه

دكډوالۍ (مهاجرت )ستونزه

دباد په كنډوالو كې دلرغون رواياتو شتون

دكاوون په شعر كې دعشق اوفورم په باب يادونه

دمينې شعر اوفورم ته كتنه

دپاى  خبرې

 

۴۔دجهاني دبغاوت په جهان كې يو درنگ

دسر خبرې

جهانې اودهغه غزليزه لاره

بيا هم دوطن څخه دليرې والې ستونزه

په وينا كې دشعر دشعر ژبه

جهاني اونظمونه

دجهاني په شعر كې خيال تصوير اوعاطفه

جهاني دتير اواوس مهال منځگړې

اسطوره اوشاعر

وروستۍ خبرې

 

۵۔پيوند اودهغه شليدلې تڼۍ

شاعر اودږوندانه بې مفهومه داستان

شاعر اوله ماضې سره جگړه

اسطوره اوشاعر

شاعر اوزړه تنگى

سپينې خبرې

 

۶۔ننگيال له ژوند سره په ننگونو كې

دشاعر په توگه

دسيوري ناول

ولې له عقل سره

پاى

 

دسريزې پر ځاى :

 

زموږ حال د پښتو شعر حال

 

څو خبرې !

 

 

نېچه وايی:

((له ټولو ليكنو مې يوازې هغه ليكنې خوښېږي چې په خپلو وينو ليكل شوې وي.

۔ په وينو يې وليكه او ته به زده كړي چى وينه روح دى.

د بل وينې پيداكول اسان كار دى: خو له هغو ټولو بېزاره يم چې په تنبلې يې لولي)).

 

(۱)

په شعر خبرې كوو! زموږ شعر اوس هغه لاپوك  شعر نه دى چې ووايو:  زه تر هندوكشه لوړ او له پاميره دنگ او له امو او اباسينه ډېر په غورځنگ يم. پوهيږئ، مطلب مې دا دى چې زموږ شعر د غربت شعر دى، د بې وطنۍ شعر دى، او د بې وطنۍ شعر څرنگه وي؟ د پړسېدلو ټټرونو د وچو ستنو، د خپه چرتونو او د اندېښنو نه ډك او له يأس او حرمان نه ډك شعر دى.

يوه شېبه مو د پښتنو د خان د پښتنو د فاضل خان، مشر او د پښتون په ننگ د ولاړ انسان خوشال د ژوندانه  يوه شېبه  ذهن ته راولئ. هغه شېبه چې هغه يې د رنتبور د جېل له دروازو دننه كړ او له پښتونخوا يې په زرگونو فرسنگه لېرې په داسې يوه جېل كې واچولو چې نه په كې دروه سړې اوبه وې او نه په كې بل څه، خو هغه چې كوم شعر وليكه يا يې هست كړ، زموږ درد ته د ورته شېبو شعر وو.

كه گذر په خيراباد وكړې نسيمه

يا دې گشت وشې د سراى د سيند په سيمه

په وار وار زما سلام ورته عرضه كړه

ورسره زما له لوريه څو تسليمه

اباسيند وته ناره وكړه په زوره

و لنډې ته وينا ووايه حليمه

گوندې وى چې بيا مې ستاسې جام نصيب شي

په گنگا - جمنا به نه يم تر قديمه

چې سړې اوبه دغره نشته په هند كې

ترې توبه كه واړه ډك دي له نعيمه

همېشه به په هند نه اوسې خوشاله

عاقبت به عاصي وځي له جحيمه

 

خو زموږ د شعر محتوى هم څه بل ډول ده. موږ چې سهار پاڅو، خړ اسمان وينو، تور سړكونه وينو، د خړو كوڅو په كږلېچونو كې وركېږو، پناه كېږو او همداسې چې پناه كېږو. زموږ وروستى نسل راپسې سرگردان دى. هغوى په هر قدم او په هر څپك زماني او مكاني واټن كې په  هر دم او په هر نفس كې خپل كليمات، پلار ٬ مور ٬ نېكه، ورور، خور، مور، وطن، مېنه، كلى، وستل، چينارونه  او دېره، شو د يارې او كرواړې او بالاخره د ملنگ جان پښتنواله د امان افغانستان او د خوشال پښتونخوا د روښان روښنايی او لمر او د رحمان د خاورو كنډولى له ياده باسي او لكه سپين ململې ټوكران د خړ تمدن، د خړ سترگې فرهنگ او د شين سترگې شيطنت په خم كې رنگېږي او خداى خبر چې بيا به موږ ته د پلار او دادا غږ وكړي او كه نه.

شاعر وايی :

زوى مې زما په ژبه نه پوهېږي

زه مې له پلار سره يوه مسجد كې لمونځ نه كوم

پلار مې په خپله لاره ځي او زه په خپله لاره ٬

زوى مې زموږ لارې

منسوخې

كږې لارې بولي

او د خپل ځان له پاره بله نوې لار لټوي

زموږ د ژوند دود او دستور داسې دى

موږه د لارو د بدلون په هنر ښه پوهېږو ٬

خو د ځانونو بدلولو سره روږدي نه يو

ځكه خو ټول عمر

په لاره كې يو

منزل ته

نه رسيږو.

 

كاوون توفاني

المان ۔ دسمبر ۱۹۹۴

رښتيا خبره دا ده چې  زموږ رنځونه زيات دي. دلته زموږ په گاونډ كې څوك موږ ته د ښه چارې غږنه كوي. موږ ته نه وايی شين  چاى  او چېلم  څنگه ؟ او موږ ته دا هم نه وايی او نه يې ويلى شي چې:

كه ليونى يې زما يار يې

خلك ناكام له ليونو سره كوينه

نو همدا او داسې نورې دردوونكى خبرې دي چې موږ ترې شعر جوړوو ٬ او همداسې خبرې دي چې  موږ ورته د احساس څرخه اېښې ده. د عاطفي تېلي څراغ  چې هره شېبه په پف سره په مړ كېدو دی٬ بل كړى دى. زموږ د شعور او تحت الشعور زړه ادې ورته ناسته ده. د خپل لمسې نه په ستن كې د تار اچولو مرسته غواړي او بيا د شعر تنسته جار باسي.

يو وخت پابلو نرودا وويل: راشئ او وينې په واټونو كې وگورئ. موږ دا يو ورسره غبرگوو٬ چې ورشئ وينې په واټونو او واسكټونه په تنونو كې او سره گلونه په كروندو كې وگورئ٬ او ټوپكمار د درواڒو په ماتولو  كې وگورئ. ځكه خو هغه شاعر حق لري چې  د خوندونو او رنگونو په شاعرانو په غصه شي او ورته ووايی:

بل دې شاعر په دواړو سترگو  ړوند شي

- گوتې  يې ماتې شه  په ژبه باندې  هم گونگى شه

- بل دجانان داشين منگى دې ستا په سر مات شي

او دا مازديگر او دا گودر دې ستا په وينو سور شي

نو دا ده زموږ د نيمگړي غزل د الهام منبع.

زموږ د شعر لايق په رښتيا چې اوس  بوډا شو. كاشكې چې هغه په دې عمر كې هم يوازې د شعر د صنم ستاينه كولاى. زموږ د زړونو د پيوند د زلميتوب خندا وى. د زندانونو له دېوالونو دننه او څه هم د جنگونو او غورځو پرزو په دندوكار كې لكه يوه څپه په غلې كېدو كې پاتې شوې. اوس چې كله د هغه لاس قلم ته ورځي، نو لږ په زلزله ورځي. كاوون خو د افغانستان څخه په ليرې والې كې د درد څخه په داسې پړاو كې دى چې اوس د سيد هارتا بودا په څير د ((نيروانا)) په لټه كې دی او د گوښېتوب چېله يې ويستلې ده. د فلسفې اسد اسمايي له بده مرغه هره شېبه ځان په برزخ كې احساسوې او د چا خبره چې د عزراييل سره چمبړ دی )۱ (. ننگيال خو تر ټولو باتورو چې د ((عقل او جنون)) په جگړه كې يې تر ټولو د مخه خپل سر له تنې را جلا او په خپل لاس يې خپل مالك ته ونيو او په بربنډو الفاظو يې د مكارې نړۍ په كرشمو تف كړل او بيا يې وويل :

وادې اخله دونيا زه وږې ستا د دونيا نه يمه

نو دا ده زموږ د شعر د هستولو بل مضمون ۔ نو ځكه:

كه رښتيا راباندې وواياست. زموږ د ناستو حال همداسې دى. له تورتمه هر څوك ډار لري، خو په خوله يې نه وايی. شاعر د ويلو جريت لري. ځكه خو د هغو حال زموږد ژوند مصداق دى.

اوس زموږ له شعر نه د لاپو او د غرېدلو ساه الوتې ده. د يوه داسې

 

۱ . له بده مرغه له دغې لیکنې لږه موده وروسته اسد اسمایي له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د تلپاتې ستورو دونیا ته یې کډه وکړه .

پراخ شنه اسمانه او د يوه داسې لمر څخه چې وړانگې يې اوس د پرښتو لښكر هم په تول نه شي تللى ٬ ليرې يو.

نو اى  په پرديو هيوادونو كې پرتو  يارانو كله مو د خپل مړستون په باب فكر كړى دى. او كله مو د ((لندنيو)) خټو په اړوند سوڇكړی چې هلته به نيال كېږې او د اسطورو په روايت به كه بيا راشنه شئ، نو ستاسې رنگ به نور داسې غنم رنگه  نه واست او چې خښ شئ، نو د خپل احساس سره د خپل فكر سره او د خپلې عاطفې سره به  خښيږئ. نو بس همدا زموږ  د غزل تكل دی چې  زموږ د نشت كېدو په بيه به مكمل كېږي.

د غزل ژبه كله د ژور يأس او حرمان ديالوگ هم وي او موږ چې  پخپله په يو داسې حالت كې يو، نو وواياست چې :

اوس نو په شليدلۍ گرېوان څه وكړو٬

چا ته  مخ ورواړوو او چا ته  دا كيسه وكړو،

له  چا ته سره وستل كې شور او زوږ جوړ كړو،

كلى مو سپېره په  هديره بدل ٬

نه خېږي د كور له روزانو لوگي٬

دا د غم كدې داستان نو څنگه وي؟

 

 

 

(۲)

له بلې خوا :

په تېره نيمه پېړۍ كې زموږ په هېواد هم خزانونه راغلل او هم بهارونه. په خزانونو او بهارونو كې ږلۍوشوي. ناوونه او سېلابونه له غرونو راښكته شول. زلزلې وشوې، كلي له بېخه ونړېدل. موږ او تاسو ټول د دې شاهدان وو. سيندونه ډك وبهېدل، خو مړي او جسدونه يې يا له ځانونو سره يوړل او يا خو يې د ماهيانو خوارك كړل. هلته لېرې له كليو او ښارونو لېرې كېږدۍ ودرېدې. بورې ميندې په كې كښېناستي د ځينو  زامن جنگ ته رهي شول. د باروتو او تورو لوگو په مينځ كې كله ناكله برېښنا او تا لندې يوه څېره هم ووهله او د سرپو بارانونه وشول او لا روان دي.

دلته كلي شړ شول. ډلې ډلې زلمي ووژل شول. هديرې پراخې شوې. كروندې وچې شوې. ويالې وچې شوې. زيارتونه بې مجاوره شول. جوماتونه په بارانونو كې راولوېدل او هوجرې شړې پاتې شوې. په هوجرو كې لارويو سپيو بچې راوړل دا ځكه چې خاوندان يې يا مړه شول او يا مساپر شول.

خاوندان يې يا په ځمكو كې ښخ شول چې ((د اساطيري رواياتو له مخې بيا رازرغون شي)) دا ځكه چې اوس هم موږ وايو چې ځمكه مور ده او اسمان پلار دى او د دواړو له وصلته موږ پيدا يو.

كليوال او ښاريان د ښونځيو شاگردان څه په ښارونو ننوتل او څه هم له هېواده لېرې ولاړل او د چا خبره د خپل تقدير شكرۍ ته كښېناستل. هلته ټېل ماټېل شول، وځورېدل، سپك شول او د دوی له مينځه يو نوى نسل راپورته شو.

 

دې نسل خپل چاپېريال ته وكتل خواو شا يې وكتل. ځان ته يې وكتل پلار او مور ورور او د خپل نغري چرگۍ ته يې وكتل او ژوند ته يې  وكتل. خپل ماحول او پردي ماحول ته يې وكتل او له دې ټولو يې بېلا بېل مفاهيم جوړ كړل. په قهر شو په غوسه شو. لېونى شو. بېباكه شو او په لنډه توگه شاعر شو چې اوس نه د اسمان پروا لري او نه د ځمكې او نه هم د كوم سلطان او نه هم دكوم امير.

دې پېښو چې كوم انسان جوړ كړ. هغه ته يې عصيان قهر او احساس وركړ.تفكر ( اندېشه )يې هم وركړ او د خبرو د ويلو ژبه يې وهم وركړله. دې انسان تفكر په كليماتو كې اهنگين كړ. دې انسان حقيقت ته مخه كړله په ((بكره پښتو)) كې چى كوم ذاتي استعداد موجود وو هغه يې راواخيست هغه ته يې پام شو او له هغه يې كار واخېست او يوه نوى دونيا يې هسته كړله. دا نوې دونيا د پښتو د شعر دونيا ده ۔

په دې بهير كې پښتو شعر دوه لارې خپلې كړې:

يوه خو دا چې شاعر نېغ په نېغه او سم دم د ملاحظه كاري او محافظه كاري پردې شلوي او څه چې يې په ټپي زړه تير شوي وو، له هغې يې يوه تابلو ويستلې او تاسو ته يې په مخ كې ږدې. دا ډېره لوڅه او بربنډه  تابلو ده. د دې تابلو پيغام هم لوڅ او روښانه دى، خوزموږ  دا خوښيږي. سره له دې چې شعريت يې لږ څه خړ پړ غوندې دې. دا ځكه چې زموږ  زړه هم ډك دى او موږ تل د داسې يوې ((كاريزما)) په تمه يو او وو چې هره شېبه يې غواړې. موږ وخت او زمان ته ډېر انتظار وويست. د عنقا د مرغه مو اورېدلي وو، خو هغه په اسمانو كې وزرې وهي او د سم سړي پر سر نه كينې اوكه كينې نو ډارېږي چې  ...

خو له بلې خوا دې پېښو بله ژبه نور كليمات او نوى فرهنگ او نوې دونيا ايجاد كړه چې شاعر اوس هغه راټولوي. سره پيايی او شعر ترې جوړوي. هغه هم تاسو ته خوند دركوي. دا ځكه چې په هغه كې فكر او اندېشه ده او چې كله تاسو د هغه لومړي بيت باندې سترگى پرانيزئ، نو سم د واره ستاسو رواني حالت بدلېږي. تاسو بيا هغه څوك نه ياست چې يوه شېبه له مخه واست. دا شعر تاسو له ځانه سره اخلي. تاسو نه پريږي چې له هغه لېرې شۍ او هغه ونه لولۍ او دا ځكه چې هغه شعر دى او ټول څه  ستاسو په چاپېريال او په ژوند كې موجود دى، خو شاعر يې يو وار بيا په خپله ژبه تاسو ته په ښه تابلو كې ستاسو مخ ته ږدي.

نو په دې اساس ويلی شو:

پښتو اوسنی شعر د خيال او فکر له پلوه غني شوى. فکر او خيال دواړه په کې موازي تگ کوي. په اوسني شعر کې نوي سمبولونه، استعارې، کنايې او مجاز صنعتونه په کې په نويو بېلگو کې وړاندې شول. په ځېنو حالاتو كې پيغام په لوڅ او بربنډه ژبه نه شو وړاندې کېداى، نو شاعر هڅه کوله چې خپله خبره، فکر او پيغام د ادبي صنايعو په جامه کې وړاندې کړي . په پښتو معاصر شعر کې انځوريزه يا تصويري برخه غني شوه.

لكه چې د مخه مو وويل: په پښتو معاصر نظم کې د هېواد اوسني حالات په دوه ډوله انځور شوي. يوې ډلې ناظمانو دغه حالات په لوڅه او بربنډه ژبه داسې بيان کړل چې نېغ په نېغه ولس پرې پوه شي. د هغوی احساسات راوپاروي او د دوى په ژبه د يرغلگرو ظلمونه وگوري او په مقابل کې يې مقاومت وکړي. دغه ډول نظمونه خورا زيات شوي چې نن سبا يې زموږ دوديزې مېلې او مشاعرې هم تر اغېز ﻻندې راوستي. خو يو شمېر نور بيا همدغه حاﻻت د خپل فکر په رڼا کې په شاعرانه ژبه وړاندې کوي. دوى هنر له مفکورى نه ځاروي، بلکې مفکوره يا فکر د هنر يا تخييل په جامه کې وړاندې کوي. لومړۍ ډله له نظم څخه د تبليغ د وسيلې په توگه گټه اخلي .

زموږ په ځوان شعري بهير کې له صديق كاوون، ننگيال، خزان او کاروان را په دېخوا ډېر شمېر داسې شاعران پيدا شوي چې د هغوی په شعر کې نوښت څپې وهي. دا لړۍ د گوتو له شماره وتې. پر مرکز سربېره وﻻياتو کې دغه ځوان استعدادونه ډېر ليدلاى شو، لکه درواخلې:پروين فيض زاده ملال ٬ افضل ټكور٬  نظيف تكل،مصطفى سالک، عبدالله پيکار، اجمل اند، بشير احمد پرهر، ومان نيازي، نورمحمد لاهو، منقادرالرحمن رودوال، بازمحمد عابد، سميع الله تړون، جېلاني جيلان، شفيق الله شاداب، ولى محمد کنډيوال، سرحدي ځواک، عبدالاحمد محمديار، نوراجان بهير .... ( دگران لال پاچا ازمون  له يادښتونو نه  مننه )

 

(  ۳ )

په لنډه توگه كه خپلې خبرې راټولې كړو، نو ويلی شو چې :

اوسنی پښتو شعر ترکومه ځايه چې ورته پام شوی دی د نورو تر څنگه د دې لاندېنيو خصوصياتو لرونکی هم دی.

ـ بغاوت او عصيانگری،

ـ اعتراض، هغه لوڅ او بې پردې اعتراض چې موږ يې د ځېنو ځوانانو او د وخت د حوادثو په بټۍ کې د پخو شويو شاعرانو په شعر کې وينو که بې ساری نه وي کم ساری خو ارو مرو دی.

ـ افشاگری،

ـ زړورتيا او شجاعت او د وخت له حکامو او برلاسو ځواکونو څخه نه وېرېدل.

ـ د پېښو او حوادثو رياليستيكي بيان.

ـ ساده ليکل.

ـ د شکل او محتوا بې ساري پراختيا. له عاشقانه شعرونو څخه تر حماسي نظمونو پورې،

او له غزل څخه بيا تر هايکو ډوله شعر پورې.

ـ د پېښو او مسايلو مستقيم بيان.

ـ ورځنيو پېښو او حالاتو ته بې ساري توجه.

ـ په شعر کې د جانبدارۍ مسالې ته ځانگړی پام.

ـ په شعر کې په ملي سمبولونو زياته اتكاء او داسې نور.

پاى

 

 

د شعر درناوى


١

 

له دې ليکنې څخه څو ورځې د مخه زما يو پخواني دوست او ياغي ملگري ډاکتر لطيف بهاند له مسکو څخه ټېلېفون وکړ او د معمول په څېر له خبرو وروسته مو په ادبياتو بحث پيل کړ. ما ورته د روان کال د اگست په ١٢ مه نېټه د لايق صيب د شعر د غونډې يادونه وکړه چې په لندن کې افغان ټولنې (هارو) جوړه کړې وه:

بهاند له ما وپوښتل: ايا ستا شعر خوښېږي؟

ما ورته وويل: لکه چې زما په انسانيت کې شک کوې؟

نه ما دا پوښتنه ځکه وکړه چې که شعر دې خوښېږي، نو ولې يې نه وايی؟ او د لايق د شعر په باب څه نظر لرې؟ ما ورته بې سنجشه وويل:

لايق او شعر او يا شعر او لايق په دوه کليمو کې يو مفهوم دى. زما خو شعر په تېره د لايق شعر دومره خوښ دى چې زما په تن او روان کې يې د شعر ويلو هڅه وژلې ده. له شعر سره زما مينه تل د دې سبب وه او ده چې زما تنده زياته کړي او هېڅکله يې ((خيشت شعرونه)) نه شي ماتولى او بل دليل دا دى چې ځکه يې زما په تن او روان کې د شعر ويلو مينه وژلې ده چې زه نه شم کولى د لايق په څير او يا اقلاً ښه شعر ووايم، نو ځکه د شعر پرېښتې ته په درناوي سره غواړم شعر واورم او هغه هم د لايق شعر او يا د بل شاعر ښه شعر، نو دا شعر ته زما د درناوي يو دليل دى. هيله ده چې د شپون خبره د ((خيشت شعر)) ويونکي هم لږه حيا او د شعر پرېښتي ته درناوی وکړي. بهاند وويل : نو د لايق صيب په اوسنيو شعرونو څه نظر لرې؟

ماورته وويل: سپرغکې يادوې؟

هغه وويل :داسې يې واخله.

ما ورته وويل: ښې څلوريزې دي. په زړه پورې دي، خو ځېنې مشخصات لري. بيا هغه په ټينگه د دغه ځانگړنو د ليکلو غوښتنه وکړه. په دې اساس په دې ليکنه کې ټولو ځانگړنو ته نه، بلکې يو لړ هغو ته اشاره  ده. دا د شاعر په ټولو اثارو  کومه  هر اړخيزه څېړنه  نه ده، بلکې يوازې يو نظر دى چې کيدای شي چا ته د منلو وړ وي او چا ته هم نه.

●●●

٢

خوشال بابا په پښتو ادب کې د ډېر ستر او په زړه پورې شعري ارزښتونو د هستولو څښتن دی چې راتلونکو نسلونو ته يې په ميراث پرېښې دي. د خوشال بابا په کلياتو کې يو په زړه پورې شعري فورم د هغه رباعيانې (څلوريځې) دي. خوشال خټک په دغه رباعياتو کې د خپل ژوند، تجربې، فکري حالت، خپله خبره او د خپل شخصي ژوند يوه نيمه شېبه او لحظه بيان کړېده. په دې رباعيا تو کې خوشال خټک د پښتونولۍ ارزښتونه، د پښتنو مېړانه، د مېړه خصايل او هوډ بيان کړى دى، خو کله چې انتقاد او نصيحت ته خبره  راغلې، نو خبره ترې بربنډه شوېده او د يوه خان له دريځه يی پښتنو ته سپورې ستغې هم ويلي دي. خو اوس چې کلونه او پېړۍ له دغو شعرونو اوښتې دي د هغه ((صريح ژبه)) چې د شعر په نسبت يې د صراحت مالگه زياته ده. هم معنوي ارزښت دى او هم شعري جوهر لري. دا ځکه چې د هغه شاعرانه نصيحتونه د اولسونو د ارمان او نصب العين په يوه برخه بدل شوي دي چې پېړۍ پېړۍ يې ورته مبارزه وکړه او روانه ده. کله هم پر شعري ژبې صراحت غلبه کړې ده. په قهر شوی او په څرگندو الفاظو او کليماتو يې خپل مطلب بيان کړی دی. څو مثالونه يې دا دي :

الف : پښتون ته :

دا منصبونه دا انعامونه          واړه زندۍ دي واړه دامونه

پښتون مغل به سره دوستان نه شي   خوشحال يې مه وينه دا اکرامونه

 

تيرا مې وليده راغلم تر سواته     پښتون مې وليده دا لوى لوى ذاته

عقل همت مې له چا ونه ليده             په بيارته راغلم ناست يم ملا ماته

 

ب : د عمر او ځوانۍ  ارمان :

په چرته لاړې د لوبو وخته         ته چا تالا کړې د ځوانۍ رخته

پيرۍ وکړې راباندې چارې                فولادي توره يم خوړلې پروته

 

ځواني مې لاړه په غفلتونه                       په عسرتونه  په شدتونه

لولۍ چې زاله شي تسپي په لاس واخلي                 هسې مې اوس دي دا طاعتونه

 

ږيره دې سپينه شوه ځواني دې ولاړه             و گور ته لاړل همزولي واړه

اوس دې د غمه سره ژوندون دى              ژاړه خوشحاله خټکه ژاړه

 

خوشحاله مه يې په زوى والي وياړه      هم ځنې مهر وفا مه غواړه

هر چى زوولى دى د توتيا له نسه        د پدر کشو په بوي دي واړه

 

په نظام پور کې په سوسو سوسو     قمري نارې وهي چې کوکو کوکو

تل به د خوړې په بڼ کې نه وو             وايي دا هسې په ځو ځو ځوځو

 

ج : مېړه او هوډ :

د مرد چې نه وي لمن خيرنه                پاک وي په ژبه پاک وي په ژمنه

که زر بلاوي اندوه دې نه کا               فرښتې به واړوي بلا له ده نه

 

●●●

٣

د خوشال په شعر کى د ((مېړانې))  صفات برجسته کېږي. د نامردانو او موزيانو رټنه او غندنه کيږي. د پښتنو په بېعقلۍ حيرانېږي. افسوس کوي. د خپل عمر او ځوانۍ په تللو افسوس کوي. د مغلو او پښتنو روابطو ته گوري او پښتنو ته خبرداری ورکوي. له خپل زوي نه سر ټکوي او داسې نور.

خو له دې ټولو سره سره بيا هم خوشال په زغرده خبره کوي او د خانۍ دريځ هغه ته دا جرئت ورکړی چې په بې پروايي سره خبره وکړي او غير شعري مفاهيمو او کليماتو ته شعريت ورکړي. لوستونکي او اورېدونکي ته يو لړ حقايق تداعي کړي، نو ځکه خو ((غير شعري)) کليمات او مفاهيم د خوشال په شعر کې شاعرانه  روح او ښکلا پيدا کوي. دا سنت غني خان هم خپل اوج ته رسولى دى.

خو کله چې د لايق په باب خبرې کوو، نو څه وينو ؟

لايق اوس د خوشحال پر مسند ناست دى. هغه ته اروپا ((رنتبور)) دى او د هغه واقعي شعري ميراث خور، بلکې دا به هم مبالغه نه وي که ووايو. دی د هيواد د ټول پښتو او فارسي کلاسيک ادب ښاغلی وارث دى او په سپرغکې کې يو تهور کوي. د محافظه کارۍ او کانزرويتيزم څخه ووځي او د ((حالت د بدلون)) په بهانه (پلمه) ځينې داسې څه وايی چې په نثر کې يې نه شي ويلي. هغه اصيلو پښتو مفاهيمو ته چې په خاص قهري حالت کې کارول کېږي د شعر قبا وراغوندي او ساه په کې  پوه کوي. د لايق سپرغکې د يوه  لنډ زماني واټن د يأس، خپگان، قهر، ناخوالو، نااميديو او شاعرانه احساس ښکارندوى دي. په دې څلوريزو کې هغه د هيواد،  مهاجرت، خلکو، جنگونو، انقلاب، مجاهدينو او د جهاد او نورو مسايلو په اړوند خپلې اندېښنې او مفکورې څرگندې کړې دي.

په دې څلوريزو کې هغه بربنډ کليمات کاروي. لوڅې خبرې کوې چې کله هم پر شعريت باندې صراحت غلبه کوي. شعريت له لاسه ورکوي. کله هم فلسفي لارښوونې کوي. حکمونه کوي، پرېړې کوي، پرېکړی دريځ غوره کوي او خپلو سياسي مخالفينو ته سپورې او ستغې وايی.

په دې څلوريزو کې د ژوندانه د تللو يأ او نااميدۍڅرگندېي. د هېواد خلک او د انقلاب ستاينه کوي. پوښتنه رامينځته کېږي چې ايا دلته شعر په شعار نه بدلېږي؟

د شعر او شعار خبره زموږ په معاصرو ادبياتو کې لږه ناسمه توجيه شوې ده. دا مفاهيم يو ډول کره کولو ته اړه لري چې په دې مقاله کې يې نه شوکولی په تفصيل پرې وگړېږو، خو تر کومه ځايه چې د لايق شعر په باب اړه لرې، نو بايد ووايو چې د لايق شعر په تيرو څو لسيزو کې تل د نسلونو او ټولنو د خولې ورد وه.  پدې برخه کې زيات مثالونه لرو چې د دې مقالې له حوصلې بهر دي.

همدارنگه د دې اثر د ځېنو څلوريزو په اړوند هم دا خبره صدق کوي. کېدای شي ځېنې خبرې وخت ته پرېږدو چې په راتلونکي زمان کې ورسره نور نسلونه څه کوي. بله دا چې لايق له خوشال بابا وروسته لومړنى وتلى او نتلى شاعر دى چې په دې کچه او په دې رنگينيو او ډولونو سره يې پښتو څلوريزې يا رباعيات هست کړي دي.

●●●

٤

ژان پل سارتر فرانسوي فيلسوف او روښانفکر د هغو کسانو له ډلې دى چې د کمونيستي ليکوالو برسېره يې تر هر چا زيات د ليکوال د مسووليت او رسالت او ژمنتوب په باب خبرې کړې دي. نوموړي له دويمې نړېوالې جگړې وروسته په روښانفکري ټولنو کې د ادبي تعهد او مسوليت مساله  وغځوله او د دې له پاره چې هغه ته فلسفي بستر ورکړي، نو((ادبيات څه شی دي؟)) اثر يې وليکه. نوموړي (سارتر) په خپل اثر کې ازادي، عمل او مسووليت سره موازي او برابر بولي. د هغه په نظر ليکوال څرنگه عمل کوي؟ هغه ځواب وايي چې  د ليکلو له لارې عمل کوي. هغه يعنې د خبرو ويلو او ليکلو له لارې عمل کوي او نړۍ او چاپېريال بدلوي، نو څرنگه چې عمل کول له ازادۍ سره رابطه لري. يعنې دا داسې غوراوی او انتخاب دى چې د امکاناتو څخه ترلاسه کيږي، نو له مسووليت سره هم اړيکي او پيوند لري. ځکه چې د هغه په باور د مسووليت لرلو ازادي د عمل او مسووليت منل لازموي. نثر ليکونکى هغه څوک دى چې د سارتر په نظر دويمه عملي تگ لاره غوره کوي چې دې ته د څرگندولو او افشاکولو عمل وايي، نو سمه دا ده چې پوښتنه وشي چې ليکوال په خپله ازادۍ سره او په خپل مسووليت سره د نړۍ او چاپېريال کومه منظره روښانول غواړي او څه ډول بدلون راوستل غواړي؟

نو که چېرى ليکوال د نړۍ داسې منظره څرگنده نه کړي، نو کېدای شي دا پوښتنه ترې وشي چې ولې يې سکوت غوره کړى دى؟ او ولې يی دا خبره چې ورته اړه وه روښانه نه کړه؟ او ولې په دې برخه کې بدلون راولي او په هغه بله کې نه ؟ د سارتر دغه نظر د نثر ليکونکي او يا داستان او ډرامه ليکونکي په باب دى، خو د شعر په باب هغه بل څه وايی:

د سارتر په نظر ليکوال او شاعر دواړه د ژبې سره سروکار لري، خو د دواړو چلند بيل دی. سارتر شاعر له مسووليت څخه گوښى بولي. هغه وايي: ((دا سمه ده چې نثر ليکونکى يې ليکي او شاعر يې هم ليکي، خو د دواړو ډولونو د ليکلو ترمينځ توپير موجود دى. گډه وجه يې يوازې د لاس خوځښت دى چې کليمات پرې ليکي. پر دې سربېره د ده نړۍ او د هغه  بل سره جلا دي. هغه څه چې د يوه له پاره رښتونى او د بل له پاره نه دي)). د سارتر په باور شاعران خبرې نه کوي، خو چوپ هم نه پاتې کېږي. د هغوی پيغام جلا هغه دى.

سارتر شعر يوه ښکلې اورلوبه بولي چې په کليماتو سره ترسره کېږي. سره له دې چې د سارتر په نظر د ليکوال په نسبت شاعر مسووليت منلو ته غاړه نه ږدي. دا ځکه چې شعر د ((هايدگر)) په عقيده معصوم موجود دی.

د سارتر په نظر شاعر د بشري اعمالو په کُلي ماتې باور لري او داسې لاره غوره کوي چې پخپله په ژوند کې ماتي وخوري، نو د خپل فردي شکست له لارې د عمومي بشري ماتې خبرداری ورکوي. د سارتر په عقيده  د شعر حکم يو ډول لوبه ده چې هر چا بايلوده، نو گټونکى شو. اصيل شاعر هغه دى چې د دې له پاره چې وړونکى شي، ماتې که د مرگ په بيه هم وي، مني  يي.

سارتر يوه بله خبره هم راپورته کوي او هغه د شاعرانه ليد خبره ده. د هغه په نظر د انسان د ژوند يو بل اړخ ماتې او شکست دى. انسان بايد دغه ماتې د خپل شته والي د بنسټ په توگه وپېژني. که د عمل له ليده تېر شو، نو هغه په دې محکوم دى چې هغه ټوله نيستي ده. په دې ډول موږ انسان ته په تراژيک ليد گورو. تراژيک ليد او شاعرانه ليد سره يوشى دي.

سارتر وايی د شاعر هدف دا نه دى چې ماتې او شکست نړېوال مسير ته داخل کړي. حقيقت دا دى چې د هغه سترگې يوازې ماتې او تباهي ويني. شاعر يوازې د ماتې سندره نه وايی، بلکې د ماتې په ليدلو سره له هغه تېرېږي او په بل اړخ کې د انسان د ماتې خوړونکي ذات سره مخامخ کېږي او په خپله يوه شېبه کې د انسان د ژوندانه يوه شېبه احساس کوي.

 

●●●

٥

د سپرغکې ننداره:

سپرغکې،د پښتو د کلاسيک ادب د رباعي په فورم کې شعري ټولگه ده. دا فورم د پښتو غزل سره په عاميانه تعريف کې يو شان برېښي. استاد بېنوا په ادبي فنون کې رباعي هغه فورم بولي چې شاعرانو د پند او نصيحت له پاره کارولى وي او په غزل کې عاشقانه مطالب بيانېږي. په وزن کې هم توپير لري. د خوشال بابا په کلياتو کې ښايسته غټه برخه د هغه د رباعياتو ده. هغه رباعيات پند،  نصيحت او گوت نيوي يا انتقاد ته هم وقف کړي دي. د پارسي ژبې د مشهور شاعر خيام رباعيات هم ډېر مشهور دي. نوموړي رباعيات د فلسفي افکارو د بيان له  پاره کارولي دي.

لايق هم خپله فلسفه او د ژوند لاره او ښونځى په خپلو رباعياتو کې ځاى کړى دى. خو د خيام رباعيات دومره متنوع مطالب نه لري. هغه د نوموړي شاعر د ليدتوگې هنداره ده، خو د لايق په رباعياتو کې جاري ژوند څپې وهي. ځکه خو کله يې شاعرانه رنگيني ډېره لوڅېږي.

خيام په خپلو رباعياتو کي د خرافاتو او موهوماتو سره مبارزه کوي. په رباعياتو کي د هغه مخاطبين زاهدان،  فقيهان او مذهبي مشران دي، خو د لايق په رباعياتو کې د ((دوران او عصر د مضمون قهرمان)) يا ((د مدنيت د شخړي)) يو لوبغاړى يعنې ملا او مذهبي مشر حضور پيداکوي. د يوه ليکوال په قول خيام په خپلو رباعياتو کې پر دې فلسفي مفکوره ټينگار کوي چې :

پر دې ځمکه چې موږ ژوند کوو، نه نېکمرغي شته او نه عاقبت. ماضي او راتلونکې دوه نيستۍ دي. هغه وايی د دغه دوه نېستيو په مينځ کې دم غنيت گڼل په کار دي، خو لايق د ژونديو او قابل لمس موجوداتو سره سرو کار لري. هلته چې پښتو او پښتونواله مطرح کېږي، نو د خوشحال روح يي په رباعياتو کې غزونې کوي. او کله چې د ((دوران د قهرمانانو)) په لوبه کې ورگډېږي، نو بيا پخپله لايق دى چې حضور لري، خو کله چې د يأس، حرمان او ناهيلۍ سره مخامخ کېږي، نو بيا زموږ د دوارن ډېر ستر پرزېدلې خو د سارتر په قول د ميدان گټوونکى شاعر دى.

پر نورو ادبياتو سربېره په پښتو ادبياتو کې مونږ ځينې سنتونه وينو:

که خوشال بابا شعر ته مغلوالې او د پښتنو بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ د يأس او حرمان نه ډک رنگ ورکړې، نو ايا د تېرې پېړۍ پېښو په لايق دا اثر نه دى کړى؟

که د غني پښتني غچ اخيستونکې ولولې د ((بودايي ډوله)) چلندونو په اثر خپه شوي، نو د هغه ياغي نظر يأس او ناهيلۍ او د عمر شتاب او د ځوانۍ د رنگينيو ياد د هغه د شعر په ژبه ونه نڅېده؟ زما په نظر خو همداسې ده.

خو بايد ووايو چې لايق رباعي يوازې د پند او نصيحت له پاره نه ده کارولې، بلکې  ليندۍ ترې جوړوي. غشى په کې ږدي او گوزار کوي، لکه خوشال بابا چې وايی :

چې رباعي د خوشحال خان دي        د لاجورديو غيشو په شان دي

تيرگر که هر څو غشى ښه روغ کا    پرواز يې بويه که پر يې وران دى

 

د لايق سپرغکې د غشو د گوزار له پاره ليندۍ ده. که د وطن خبره او د اولس خبره او د ازادۍ خبره کېږي، نو هغه د جهاد، مجاهد، ملا په لور غشي گوزاروي، خو که خپل زلميتوب ته، خپل عمر ته، خپل غربت ته، خپلې ماضي ته او خپلې ازادۍ ته يې فکر کېږي، نو بيا د پند او نصيحت خبره نه کا، بلکې غشي ږدي او په دې غشي ځان ژوبلوي چې په دې لړ کې چې ځان ژوبلوي، نو د شعر ((اور لوبه)) گټي. څو مثالونه :

د تللي ژوند ارمان او ياس :

الف :

ماشومتيا څه ده يو ښکلى خوب و    زلميتوب څه و يو ليونتوب و

کله چې زوړ شوم په عقل جوړ شوم   نړۍ ياغي وه ژوندون اشوب و

■...■...■

څومره  ښايسته يې د جانان غمه    چې چېرې ځمه تا گرځومه

که ته ساحل يې زه دې څپه يم              چې څو مې رټې بېرته درځمه

■...■...■

اى څومره تريخ يې د غربت اوره    چې سړى ورک کړې له خپله کوره

پرده د هيڅ چا په چا کې نشي              يا خپله کوره يا خپله گوره

 

د هجوې سزا

چا چې هجرت که مابه غندلو                زه يو بې رحمه هجوي شاعر شوم

د وريتو شويو زړو له ښيراوو              وطن پردى شو زه مهاجر شوم

 

د ځوانۍ جواز

يو ځلې راشه د ځوانۍ جوشه                چې جواز واخلم له نوشانوشه

د زړښت ورځو په سپکو سپک کړم     جومات ته تښتم له ميفروشه

 

لا راسره يې د ځوانۍ رنځه         زگيروى دې اورم د زړه له منځه

ما په پرديو غمو کې هېر کړې              چې څو مې کنځې، هغو مې کنځه

 

چې څو راوېښ  شوم وخت رانه تير شو   مرگه دمه شه چې کار مې ډېر شو

د شېبو لوبو پر ځان اخته کړم             هوس د عمر رانه چاپېر شو

 

د غربت هديره :

په شنو لمنو وريځه خوره شوه                  زموږ په زړونو لا توره شپه شوه

د يورپ خاوره چې جوړ جنت دى         موږ ته غربت کې يوه هديره شوه

 

د وطن باد :

يو ځل راخور شه د وطن باده               تر دې لړلي مغرب اباده

زما د شعر بلبل گونگی شو         فرياد فرياده فرياد فرياده

 

ځواني:

ای د ځوانيو د دوران ياده                د زخمي مينو ياغي فرياده

بې اوره گالم د ژمي ستونځي               يو ځل مې ياد کړه دا ډوبېدا ده

 

٢- وطن او ملا :

وطنه گوره دا دې څه حال شو               چې هر حرام دې غلو ته حلال شو

موږ خپلو خرو ته لا هک اوپک وو    ملا ته گوره چې خردجال شو

 

د جنگ اورونه بيا تازه کېږي              ملا حاکم شو دوزخ جوړېږي

د ملا عدل بې اوره نه شي          افغان وطن به جهنمېږي

 

ملا حاکم شو امتحاني شو           له حجرې ووت سم ميداني شو

په څو کلدارو پاکستانی شو                په څو ډالرو امريکايي شو

 

مجاز اوحقيقت :

ډېر مشران دي په صغارت کې        ډير عالمان دي په جهالت کې

دا په ظاهره په نفلو بوخت دي    ډير زاهدان دي په ضلالت کې

 

جهاد :

جهاد بل څه دى لوټ اوغارت دى      د لوټمارانو يو سياست دى

په تالان جنگ دى د تالانگرو                د دوښمنانو يو مصلحت دى

 

جهاد :

جهاد دخلکو تالا کول دي           هم سپکول دي، هم ورکول دي

د نالوستلو ټوپک مارانو          په ټولو چارو حاکمول دي

 

جهادي پلمه :

جهاد پلمه ده دورانولو           له يوې مخې د چورولو

ازاد جواز دى پاکستاني ته                د افغانانو د ختمولو

 

جهاد شعار شو دانگرېزانو         د تالانگرو امريکايانو

سعود يې راووست  د افغان جنگ ته     صليب چلتار شو د عربانو

 

سپکې ږيرې :

دې سپکوشويو  ږېرو ته گوره               چې اور راشېندي له پردي کوره

خپل خلک وژني د بل له پاره               ورينداره بيا يې له خپله وروره

 

 

ملا :

د ملايانو  توره  ناورينه                زما وطنه په وينو خوړينه

وخت رانېږدې دى وزر ازاد کړه     هم له سيافه هم گلب الدينه

 

٣ انقلاب اوگوند

انقلاب څه دى ياغي درياب دى      وحشي تکل دی سور انتخاب دی

د ستمگرو زور او تيري ته         د سرشېندونکو خوبي ځواب دى

 

انقلاب يووړه زموږ سرونه          ادايې نه کړه زموږ هوډونه

چۍ بې اودسه ملا امام شو          نه منل کېږي کړي مونځونه

 

گوند چې تکيه شو په شورويانو     جنون حاکم شو په انگرېزانو

ملايې راووست په موږ يې سپور کړ   اوس ورته ټينگ شۍ انقلابيانو

 

گوند
موږه گوند جوړ کړ د مظلومانو    د وزرماتو د محرومانو

چې سور اور شو  د زورور شو               زين کړي اس شو د جابرانو

 

گوند يوه اډه شوه  دشيطانانو             د بي هدفه منافقانو

د مشق ميدان شو د هر پرېوتي      د وطن پلورو نعره بازانو

 

وطن يو گوند وو خو وروسته گند شو    د ځان غوښتونوکو په لومه گند شو

په جلا برخو ټوټه ټوټه شو         موړه موړه شو پيوندپيوند شو

 

گوند :

د گوند ناره وه د وېښولو         نه د تړلو،  نه د وژلو

يو څو مورغوي راکې پيداشول       د نرخ او څلي د سپکولو

 

۴- دمېړانې ژبه

پخپله هو چې څوک باوري وي        مټ او چمبه يې د ازمري وي

چې هويې نه وي لېرې ترې گرزه                 که(( باختري)) وي که ((خاوري)) وي

 

د پښتون څلي :

هوډونه څه دي دپښتون څلي         لوړ ميثاقونه اولس منلي

يا لوړي لووړي له خولې وتلي              مشهوري شوي په کور اوکلي

 

هوډ

هوډ يو ميثاق دى داولسونو                د پښتنوالې پر ناموسونو

انسان انسان شو په خپلو ژمنو     نه په پسونو نه په اسونو

 

که پښتون نه واي :

که پښتو ن نه واي زه به يو بل ووم   يا به جاسوس ووم يا به يو غل ووم

اوس راښکاره شو په سياست کې      که په هوډ نه واى زه به بدل ووم

 

افغان چې زخم دننگ ونام شي          غيرت يې مړ شي  هوډ يې تمام شي

هر اجنبي ته تر سپيو سپى شي      د هر پرېوتي غلام غلام شي

 

د پښتون څلى :

د پښتون څلى  ٫ ختلي غرونه                  درنې خبرې، درانه خويونه

چې هو يي وکړه بله به نشي                      څو يې په تن وي مغرور سرونه

 

وروستۍ خبرې :

غواړم خبرې د مرحوم استاد روهي په يوه يادونه او د هغې په توضيح  پاې ته ورسوم: استاد د پښتو ادبياتو په  تاريخ کې د ښاغلي لايق په باب ليکي: ((سليمان لايق د وېښتيا د پړاو ستر شاعر او د اوښتون  د پړاو لارښوونکى مثال او مشال دى. د لايق اکثر شعرونه د گوندي ايديالوژۍ په خُم کې رنگ شويدي او له همدې امله دغه ستر استعداد لکه څنگه چې ښايی ونه پيژندل شو)).

د روهى صيب دغه خبره يو څه پام غواړي، خو زه يې داسې تعبيروم چې کېدای شي لايق او د هغه گوندي سياسي تگلاره او ايديولوژيکه ليدتوگه هغه په يوه صف کې درولي وي. هغه يې له يوې کتلې خلکو جلا کړى او بلې ته يې نږدې کړي وي، خو دا به هم له پامه لېرې نه ساتو چى د هغه نور داسې اثار هم شته چې د هغه د ((شاهنامه يي)) اغېز څخه په بېلابېلو قطبونو کې څوک نه شي منکرېدای.

بله دا چې د شاعر او هنرمند د کار ارزيابي په کليت کې مطرح ده، نه په جزيياتو او ځينې ځانگړو برخو کې.

په هر صورت  کله چې په واقعي او عيني توگه قضاوت کوو، نو بايد ووايو چې لايق د يوه هنرمند، يوه انځورگر او يوه ښه شاعر په توگه بې مثاله دى. دا چې ځينې کسان په مرکو او تبصرو کې پر هغه تور لگوي چې گويا لايق ايديالوژۍ منزوي کړ. سم د واره دا پوښتنه مطرح کېږي چى ايا همدغه کسان د يوه خاص ليد له مخى يا د يوه خاصې ايديالوجۍ له مخې دا قضاوت نه کوي ؟ چې کوي يي. اړه نه وينم چى دلته د ايديالوژۍ فلسفي مفهوم راوسپړم. ځکه دا مفهوم اوس له بديهياتو  څخه او څرگند دى. موږ په سياستونو خبرې نه کوو په شعر خبرې کوو او کله چې شعر ته راځو، نو د روهى صيب دا خبره داسې تعبيروو چى لايق د هغه د شعري استعداد پر مقياس اوس هم لږ پېژندل شوی دی، يا په بل عبارت په دې لال لا اوس هم د سياستونو گرد پروت دی. بايد دا گرد پاک او د لايق هنري فکري پېژندنه شفافه شي.

داسمه خبره ده چې د لايق په اثارو کې د ټولنيز تعهد مساله په قوت مطرح ده. خبره دا ده چې د چا په کلام او اثر کې د شاعر ذهنيت او تفکر مطرح نه دی؟ دا چې يو شعر څرنگه وکړاى شي د خلکو تر شعاره اوج ته ورسېږي بايد ذاتي جوهر ولري او دا يو بل بحث دی. هدف دا دى چې که چيرې د شاعر شعر د خلکو د خولې ورد گرځي، نو قوي ذاتي جوهر به لري او له هغه بيا څوک انکار نه شې کولې. نيمه پېړي او له هغه زياته موده کې چې چنغر زېږېدلی دی او بادبان په توفانونو کې کاروان ته سمت او لوری ورکړی  دى. ايا  د نسلونو په غوږونو کې يې ازانگې نه دي کړي؟ چې ارومرو کړي يې دي.

د لايق په شعر کى هيله او اميدونه څپې وهې. د هغه شعر د وېلاړ او عظمت د روزنې، راپارونې او هستونې  زردښتي او سپېڅلی اور دى. دا اور به تل د افغان په کېږديو، کوډلو، کنډرو، کورونو، دښتو او ښارونو کې بل وي، ځليږي به او تودوخه به يې د نسلونو په روح او تن  احساسېږي.

 

لندن، د اگست مياشت، ٢٠٠٥


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

صديق كاوون د ((ونو د مرگ))

په موسم کې


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۱

 

د كاوون توفاني پخوانيو شعرونو زموږ د نسل په ذهن كې يو داسې ذهنيت ايجاد كړى، چې كله څوك د كاوون توفاني نوم اوري. ارومرو چې انقلابي، له ولولو ډك او له جوشه ډك شعر ورته په ذهن كې تداعي كېږي. ډېرو هغه د جگړې د دوران او د انقلابي غورځنگ شاعر او ترجمان بللى دى، خو كله چې زمان تېرېږي او وخت د اوس مسالې په پرون شميرې، نو واقعي، حساس، شفاف او د ننليد ((درون گرای)) شاعر هم ډېرو تأملاتو او اندېښنو ته رابولي.

خبره د كاوون په وروستيو شعرونو كې ده. د هغه د ((كله چې ونې مري)) شعرونه په واقعيت كې داسې څه تر سترگو كوي او داسې خبرې په ذهن كې ايجادوي چې تېر يادونه يا ماضي كې خو هډو نه وې، خو په حال كې د هغو سپړنه او شننه لږ څه پېچلې برېښي.

غواړو كاوون د ((سپرغيو)) په موسم كې نه، د ((تيږو د ذهن)) په موسم كې هم نه، د ((شگو او گلونو)) په موسم كې هم نه٬ او همدارنگه په ((وروستي ټكې)) كې ونه گورو، بلكې دا وار يو بل كاوون د تېر پر تجربو را ولاړ شوى او راهست شوى كاوون٬ ځلمی كاوون، خو د نويو تأملاتو او افكارو سره كاوون وگورو.

رښتيا خبره خو دا ده چې ما د كاوون دغه شعرونه چې د ((کله چې ونې مري)) په ټولګه کې راغلي، ترمخه نه وو لوستي. د دې سبب دا وو چې يو خو كله چې دا ټولگه چاپ شوه. په افغانستان كې حالات  خراب شول. بله دا چې دا ټولگه يو څه وخت تر سانسور لاندې وه. سره له دې چې هغه مهال كاوون د اطلاعاتو او كلتور د وزارت مرستيال وو، خو ټولگه يې د همدغه شعرونو له امله څه وخت په دولتي مطبعه كې د دولتي امنيت د وزارت  د اووم رياست له خوا قيد وه.

بله خبره دا هم ده چې كاوون شاعر دى، خو هغه داسې شاعر نه دى چې هر چا ته د شعرونو كتابچه په هره څلور لاري كې راوباسي او خپل شعر ورته ووايی. دی په رواني لحاظ يو ډول introversion شخصيت دى. داسې  چې نه غواړي د نورو شاعرانو په څېر ان  په غونډو او مشاعرو كې گډون وكړي او خپل شعر ووايی.

 

 

 

 

ځكه خو كاوون د شهرت له پاره شعر نه وايی او نه خو دې ته اړ دی چې هرې مجلې او ورځپاڼې ته شعر وركړي او يا د شعرونو په غونډو كې گډون وكړي. ځكه خو د ده په باب د لوستونكو نظر او تصور د يوه سياسي شخصيت او بيا شاعر په باب تصور دی، نه د يوه عصيانگر شاعر په باب تصور. خو د دې له پاره چې په اوسني شعري پړاو باندې متمركز شو. لږ څه اړه ده چې د كاوون د شعري تكامل او ودې په باب څه ووايو. په لنډ ډول كه ووايو د كاوون په شعرونو كې درې پړاوونه ليدلى شو:

لومړی پړاو:

په پنځوسمه لسيزه کې كاوون د حقوقو په پوهنځي كې وو او زه هم د ادبياتو د پوهنځي د فلسفې او ټولنيزو علومو څانګه كې په زده كړه بوخت وم. زموږ ټولگي سره په يوه دهليز كې وو. زياتره وخت به مو په تفريح كې له يوبله سره ليدل. ده به خپل شعرونه راته ويل او ما به هم ورسره كيسې كولې. د كاوون د شعر او زلميتوب د ادوره د رنگينو خيالونو دوره ده. په دې دوره كې هغه د معاصر ادب سره اشنا شو. د پښتو او فارسى ژبې له اثارو سره. ځكه چې د لغمان په نسبت په كابل كې دغه فرهنگي امكانات زيات وو. له بلې خوا هغه د يوه بيدار او اگاه روښانفكر په توگه په سياسي غورځو پرځو هم بوخت وو. هغه مهال  د هېواد معاصر او نوښتگر شاعر سليمان لايق د ټولو كيڼ لاسو روښانفكرانو ذهن په شعري لحاظ تر خپلو وزرو لاندې نيولی وو. د كاوون په شعر هم دغه اغيزه په هغه وخت كې موجوده وه. دا مهال كاوون تر زياته حده غزليزه شاعري كوله او د نوي شعر تجربو ته لا نه وو رسيدلی. نوموړي خپله لومړۍ تولگه په ۱۳۵۹ كال كې چاپ او د اطلاعاتواو کلتور وزارت د سنایيجايزه يې هم واخېسته. دا مجموعه تر دغه وخته يا د دېموكراتيك حاكميت تر جوړېدو پورې د شعرونو نماينده گي كوي.

 

دويم پړاو :

د چا خبره د ا خ  د ګ د حاكميت دوران دى. په دې دوران كې كاوون په شعر كې نوې تجربې ترلاسه كوي. دا مهال نه يوازې د لايق صيب  اغېز شته، بلكې د ډېرو اثارو مطالعې ته يې لاس رسېږي. مشهور ايرانی شاعر سياوش كسرايي چې دا وخت په كابل كې وو او کله نا کله به مو ورسره گډه ناسته پاسته کوله. همدارنگه د نورو شاعرانو اثار لكه اجمل خټك او نورو مشهورو شاعرانو له تجربو يې  گټه واخېسته، خو هېڅكله لكه څنگه چې د چا د خبرو تر اغېز لاندې نه راځي او نه خو د چا خبره په شدت ردوي. داسې د چا شعر هم نه كاپي كوي، بلكې ډېر څه د خپل ذهن له صافي تېروي او د يو نوي خلاق اثر په توگه يې وړاندې كوي. زه د دې ادعا له پاره زيات دليلونه د كاوون په اثارو كې وينم چې په خپل ځاى کې به پرې  خبرې وكړم.

د كاوون د دې دورې شعرونه د تيږو له ذهن، شگې او گلونه او ورستی ټكى دى چې د شگې او گلونه او وروستی ټكى د چاپ وياړ يي لرم، خو د وروستي ټكي  شعرونه  د تېر او اوسني پړاو تر مينځ پل دی. په دغه مجموعه كې يو لړ داسي شعرونه شته چې د حماسي او عاطفي چلند او مخامخ كېدنې پرځاى په كې فلسفې -  تأملاتي بهيرونه ليدلى شو .

 

درېيم پړاو :

دا هغه پړاو دی چې د وروستي ټكي او په افغانستان كې د جنگ د شدت ،د شوروي ځواکونو د لاسبرۍ او د كډوالو د زياتېدو په پړاو كې كېږي. دې پړاو كې شاعر هغه پخوانى انقلابي او ايديالوژيكه څيره  نه ده، بلكې وروورو د ده په شخصيت كې نوي عناصر ځاى نيسي. پر مسايلو له سره فكر كوي. سره له دې چې د ده پوزېشن عادي نه دى، خو دې خپله خبره په شعر كې كوي.

په دې اساس د شاعر په شعر كې دوه بعدونه ډير څرگند دي. يو يې د مضمون او محتوى له مخې او بل يې د شكل او فورم له مخې.

 

۲

څرنگه د مضمون او محتوی له مخې ؟

سياوش کسرايي د نيما په باب ليکي: هغه څه چې د نوموړي د شاعرۍ سبب دي، هغه مينه، درد، جنون، هيله، رنځ، هوس او يا هغه سحر او افسون دى چې دغه احساس او عاطفه او يا دغه خاص ليد هم وجود لري.

بل د هغه تخييل دى چې بېلابېل تعريفونه لري، ځينو هغو ته د طبيعيت انساني کول وايی، خو ځېنو هغو ته د انساني ذهن هڅه او د تازه او نويو او پټو او ښکاره روابطو پيدا کول ويلي دي)). (۱۴۲ مخ مرغ امين) دې کې شک نشته چې کاوون د يو لوړ تخييل او يو عالي خو پټ او بوگنوونکي جوش خاوند دی.

د كاوون د وروستي ټكي له ټولگې وروسته شعرونه د ياس، خفگان، نهيلۍ، خمار، د ژوندانه د بې مانا والي او له خنډونو سره د مخامخ كېدنې تصويرونه  لري. په دې شعرونو كې هغه هېڅكله يو داسې شاعر چې د راتلونكې په وړاندې خوشبين وي نه دی، بلكې د هغه د ليد په افق كې په شعر كې وريځې پلنې دي. د سرپو او باروتو دندوكار نيولي دي. د رڼا څرك پكې لږ برېښي او يا دا چې هغه د يو ډول ثنويت او د والېزم سره مخامخ دي.

خو هغه هېڅكله پخوانى له ولولو ډک او د راتلونكي په وړاندې خوشباوره او سېمپاتيك شاعر نه دى. نوموړی په راتلونكي اُفق كې نېكمرغي نه ويني، بلكې د هغه شعر د ناورين له پاسه د ناورين خبرتيا وركوي. د هغه د ليد شفق د بوډۍ په تناره سور نه دى، بلكې هغه د وينو سېلاب او د باروتو دندوكار گوري. په مجموع كې هغه جنگ غندي او د جنگ په غدۍ نفرت وايی.

د هغه په شعري شكل كې هم موږ بدلون وينو. هغه د غزل پر ځای د نظم پرځای زيات نوی شعر او ازاد شعر وايی، خو په دغه شعرونو كې شعار نه وركوي. هڅه كوي چې هر څه د سمبول او تصوير په ژبه ووايی:

كله چې ونې مري په ټولگه كې موږ د غزل په فورم کې څو شعرونه وينو، هغه هم ډېر لږ ليريك او عاشقانه دي. نور زياتره شعرونه يې تصويرونه او انځورونه او تمثيلونه دي.

شاعر په دې موسم كې يو ډول فلسفي يأس او نهيلېزم تمثيلوي. په هماغه اندازه چې د خپل شعر د ځوانۍ په لومړيو كلونو كې لېواله، خوځنده او په راتلونكې باندې د ډېر ټينگ باور لرونكی وو. په دې موسم كې د يأس او بې مانا والي سره مخ دى . په دې تمثيلي شعرونو كې د شاعر سمبولونه هم فرق كوي. دی اوښكې، غريو، فرياد، لوخړې، لوگي، اورونه، ستوري، شپه او سترگې، څاڅكي، يوازېوالی٬ شوگير، مرگ، په شنه سهار كې، رنگونه، خړ، سور، تور، سپين او شين، غل، سره او زيړ بادونه، د ملخو موسم، د ونو مرگ، پسرلى، ژمى، خړ باد، د شگو كاروان، غنم او مڼه، اسطوره، د لمر اواز، درواغجن بهار او داسې نور سمبولونه كاروي.

په دې اساس اوس لږ څه د فلسفې او ارواپوهنې په رڼا کې د شعر او سمبول په باب يو څو خبرې کوو او وروسته بېرته د کاوون د شعرونو په اړوند خپلو خبرو ته راگرځو.

دلته د مشهور فيلسوف هگل خبره لږ څه شنو چې وايی:

د هگل په باور شعر نژدې د ټولو مادي شرايطو څخه ځان ازادوى. او په دې ډول د نورو هنرونو په پرتله  د روح د بيانولو وسيله گرځى.

په دې هنر کې د مادى خبر، رنگ، حرکت او رڼا او نور نشته. شعر د عواطفو، افکارو، درونى او معنوى پېښو د ښودلو له پاره يوازې په کليماتو او تاکيداتو باندې د اوازونو (الحان) له پاره وسيله کېږي  او په دې ډول د شعري دريځونو ډولونه په ډېره ښه توگه د ښکلا امر کېدونى کوي.

شعر د هغه ازادۍ په سبب او هغه خاص کليت چې لري يې د نورو ډېرو هنرونو څخه تر مخه ځى او له نثر نه هم وړاندې او پورته ځي.

د هگل په نظر شعر د علم او فلسفى پر خلاف  فردي او ځانگړو  چارو ته پام کوي، خو په يوه بشپړ شعري اثر کې دغه جزييات د کُلي واحد په توگه رامينځ ته کېږي. هر ډول شعر خاص نظام لري، لکه يو حماسى شعر د غنايي شعر په توگه مينځته نه راځي. له شعر څخه هدف د يوې تاريخي پېښې بيان نه دى. ځکه چې شعر د علم په توگه نه شي کولی رامينځته شې او د يو شي انتزاعي ماهيت بيان کړي. (۱۲۹ – ۱۳۰ مخونه) دربارهء فلسفهء هگل

خو د هگل په  نظر شعر له سمبول سره سروکار لري.

په ښكلا پېژندنه كې سمبول له هغه څه څخه عبارت دی چې د خاص او ځانگړې مانا سربېره په يوبل شي په خاص ډول په يوه معنوي مضمون چې كاملاً د تجسم وړ  نه وي دلالت  وكړي. سمبول امكان لري طبيعي وي لكه نوريا رڼا چې د حقيقت سمبول دی يا سنتي يا قراردادي وي لكه صليب چې د فداكارۍ سمبول دی، خو كارل گوستاويونگ د سمبول  ارواپوهنيزې ريښې راسپړي او ليکي:

((انسان د هغه څه د مانا له پاره چې غواړي څرگند يې کړي ٬ د کيلماتو په ويلو او ليکلو پيل کوي. ژبه د سمبولونو ډکه ده، خو اکثر نښې او تصويرونه چې دقيق توصيفي اړخ نه لري ترې کار اخېستل کيږي. له دوى څخه ځېنې يوازې هغه لنډ علايم او يا د کليماتو لومړۍ لړى ده چې د تجارتي نښو يا د ثبت شويو داروگانو يا نښو يا پټۍ باندې کارول کېږي.

يونگ زياتوي چې هغه څه چې موږ يې سمبول بولو هغه د يوې گړنې يو نوم يا يو تصوير څخه چې امکان لري داسې تصوير چې د ورځني ژوندانه سره اړه ولري او د ښکاره او معمول مانا سربېره  يوه تلويحي او ځانگړې مانا هم ولري عبارت ده. سمبول له موږ څخه يو پټ او ناپيژندل شوی شى دى. ((د مثال په توگه د کرت په يوه تاريخي ودانۍ  کې دوه سرې تيشه رسم شوېده. دا موږ پېژنو، خو په سمبوليکه مانا يې موږ نه پوهيږو)).  ( انسان او سمبولونه  ٬ ۲۳ مخ )

د يونگ په عقيده يوه کليمه يا يو شکل هغه وخت سمبوليک گڼل کېږي چې په يوه شي باندې د هغه له څرگندې او مستقيمي مانا زيات دلالت وکړي. يونگ په خپلو څيړنو کې د سمبول ډېره پراخه ناخوداگاه اړخ راسپړي چې د هغه د وينا له مخې  هېڅکله په دقيق او په پراخه مانا توضيح شوى نه دى او هېڅ څوک هم په بشپړه او کامله توگه د هغه د تعريف او توضيح اميد او هيله نه لري. انساني ذهن او د سمبول څېړنه او پلټنه داسې تصوراتو ته رسېږي چې د معمول استدلال له حدودو څخه بهر وي)). (انسان او سمبولونه ۔ ۲۴ مخ)

خو د فرويد له نظره سمبول ناخوداگاه يا منفرد درک دى. د صورت يوه برخه يا توره ليکه ده چې تر مخه جوړه شوېده. داسې يو ډول گړنه ده چې تر مخه کښل شوېده. داسې مناسبات دي چې د ځېنو افکارو ترمينځ او د شيانو ترمينځ  يو له بله سره ناخوداگاهانه قياسونه دي چې د هغه په وينا دغه قياسونه تر ابده معتبر او هر وخت تيار او چمتو دي)).

په دې اساس د فرويد له نظره سمبولېزم داسې بياني شېوه نه ده چې انسان دې نن زده کړې وي، بلکې د بشريت ميراث دى او له ډېرو پخوا زمانو راهيسې راپاتې دي. ((رمز انديشي قدسي ۵۰ مخ ))

بايدوويل شي چې باطني تجربې، وجدانيات او قلبي واردات چې د عقل په ژبه په دلايلو او بحث نه بيانېږي هر وخت د رمز په پرده کې  څرگندېږي. اوس بېرته خپلې خبرې ته راځو. موږ د کاوون په شعر کې پټ بشري رازونه او د هغه د درون او ناخود اگاه خبرې اورو. هغه دې مقاصدو ته د سمبول ژبه غوره کړې ده چې يو څه د فرويد د باور پر بنسټ د ډېرو لومړنيو انساني تجربو له مخې منعکس کېږي او زياتره د يونگ د باور پر بنسټ هغه څه دي چې د شاعر په فرهنگ او د ټولنيز ژوند په اسطورو کې موجود دي. هغه له دې ټولو افزارو او وسايلو څخه کار اخلي او د خپل شعر ماڼۍ پرې جوړوي.

هگل وايي: د شعر ځانگړنه دا ده چى وس لري اود دې وس او قدرت په وسيله حسي عنصر د روح او تصوراتو تابع کوي. اواز چې يوازې د شعر خارجي مواد دي پخپله خوندور او بوگنوونکي احساس نه دى، بلکې داسې نښه ده چې له مانا تشه .... هغه زياتوي چې په شعر کې دا روح دى چې د خپل ځان او خپلو تصوراتو له پاره  مضمون مشخص کوي. د هغه په نظر شاعرانه تجسم هماغه شاعرانه تصور دى .... شعري هنر عام روحي هنر دى چې دنننۍ ازادۍ ته رسېدلى دى)).

 

 

۳

د ((كله چې ونې مري)) موسم !

په دې موسم كې كاوون په څرگنده د يو ډول ارماني يأس، نهيلۍ او د عبث والي سره مخامخ دى. دا يو ډول فلسفي يأس دى. د يوه څېړونکي خبره ده چې :

((د فکر کولو پيل  د اضمحلال پيل دى. ټولنه  د دغه  پيلامو د درک له پاره زيات امکانات نه لري. خوره د انسان په دننه کې ده او په هماغه ځای کې ده چې بايد ورپسې لټون وشې. بايد همدغه وژونکې لوبه چې د وجود او تن له روښنايي څخه تېښتې ته اړ کوي تعقيب شي او په هغه پوه شو)).

لكه چې مو وويل: کاوون په اروا پوهنيز لحاظ يو درونگرای يا انتراويرشنل شخصيت دى. هغه ډېر څه اوري  ډېر څه ويني، ډېر څه لولي، خو ټول د خپل ذهن له صافي څخه تيروي. د هغه کرکتر د هغه په شعر کې هم ډېر څر گند دی. په دې مانا چې يو خو يې د هغه شعر ته د بربنډو او لوڅو خبرو پرځای د سمبول او تمثيل ژبه  خپله کړې ده او بله  دا چې پر هغه څه چې دى خپله شهرت لري يعني يو سياست پوه يا اکتويست او د يوې لارې څښتن زما په باور زيات پر دى څېزونو سربېره هيومانېست دی .

د ((ونو د مرگ د موسم)) په سياسي واکمنۍ کې د کاوون د دخالت او شرکت دوران دى، خو دې  له ريا او دوه مخۍ څخه  خپله کرکه په ډېره ترخه ژبه په شعر کې څرگندوي. دى هېڅکله د هغه انقلاب برى  چې دا او هغه لاس ته راوړنې لري نه ستايي، بلکې په سمبوليکه او استعاري ژبه خپله خبره کوي. د ده غوره نمونه سمبولونه لکه چې د مخه مو ورته اشاره وکړه، د موجودو شرايطو او حالاتو څخه په طبيعي توگه جوړ شوي دي.

له دې جوتېږي چې د ونو د مرگ موسم کې کاوون نه خو د لايق پل تعقيبوى، نه د جهانى سره اوږه لگوى او نه هم د جهاني د شعر په څېر چې د يو دوران شاعران دي کوم ورته والى لري. بې ځايه به نه وي که ووايو جهاني پېښه له لېرې گوري او کاوون د پېښې په محراق کې دی. زموږ مشهور ارواښاد شاعر ننگيال  زيات شعرونه د کاوون له شعر نه متأثره دي، په خاص ډول د هغه مهال شعرونه چى دواړو سره نږدې کاري اړيکي درلودل.

سارتر وايی چې انساني ژوند يو بل مخ هم لري او هغه د ماتې مخ دی او انسان بايددغه ماتي د خپلي هستي د بنسټ په توگه وپېژني. نوموړی په دې لړ کې زياتوي چي شاعرانه ليد او تراژيک ليد يو شی دي. ((البته د شاعر هدف دا نه دى چې ماته او تباهي په خپل سر د نړۍ سير ته داخله کړي. حقيقت دا دی چې د هغه سترگې يوازې ماتې او تباهي ويني)). د نړۍ ډېر ستر شاهکارونه او اثار له دې زاويې رامينځته شويدي. درد او انساني درد کوم چې اوس يې موږ د کاوون په شعر کې گورو. اصلاً زموږ په نسل حاکم او لاسبري وو، خو معنوي تجسم يې د کاوون په شعر کې وينو.

دلته په دې موسم کې کاوون د شعر اور لوبه پر مخ بيايی.

کاوون د خپل ارمان له گل سره خبرې کوي. د ارمان هغه گل دى چې په سوى او ښوره دښته کې وغوړېد، خو د تندې ومړ. مړاوى شو او بيا ورته په نمجنو سترگو لاره څاري. په دې شعر کې شاعر له خپل درون سره په شخړه بوخت دى.

د گناه په انتظار کې شعر تمثيل دى. شعري ((پارابول)) دى، خو گورو چې شاعر د دې تمثيل په پاې کې په خوب کې دوزخونه وينى.

تا ويل چې يوه شپه به غېږ ته درشم

په نازونو به خړوب کړم ستا نيازونه

د گناه په کنډوليو به دې مست کړم

درته وبه ښايم واړه جنتونه

خو شپې څه چې ٬

لاکلونه ٬

پسې تيرشول ٬

هغه شپه ٬

چې تاويلې وه ٬

رانغله.

زما غېږه لا هماغسې خالي ده

زما سترگې لا تر اوسه لارې څاري ٬

لا تر اوسه د گناه په انتظار يم

لا تراوسه تېرومه شوگيرونه.

نه کنډول سو، نه باده او نه مستي سوه ٬

نه ثواب سو، نه گناه، نه بې خودي سوه ٬ ستا نازونه

او زما نيازونه

ډېر سول.

زه لا اوس هم د گناه په انتظار يم ٬

هره شپه ٬

په خوب کې وينم دوزخونه.

کابل، ۱۳۶۹ ۱۰ مياشت ۱۹

سترگو ته دې ووايه. په دې شعر کې - شاعر په سمبوليکه ژبه د چا اخطارونو ته سر نه ټيټوي.

سترګو ته دې ووایه

داسې په لمبو دې راته نه ګوري

ویلې به شم

څاڅکی

څاڅکی

څاڅکی

په په خړو تيږو و څاڅم .

نه به د چاشپو ته رڼایی شمه

نه به د غم درمند د څا وسوزم

هسې به په خړو تیږو

څاڅکی

څاڅکی

وڅاڅم .

سترګو ته دې ، ووایه .

يا :

د سپيره گلونه په غزل کې شاعر بيا هم خپل ياس او نهيلى لري د غزل په ژبه وايي

ته را نه مه ځه چې غمونه مې لا مړاوي نه دي

د زړه په سر باندې زخمونه مې لا مړاوي نه دي

اور مې هماغسې بلېږي د ارمان په محل

دودونه خېژي سره اورونه مې لا مړاوي نه دي

گلونه لوټ سول د باغچې بوټي ږلۍ ووهل

خو د قسمت سپېره گلونه مې لا مړاوي نه دي

وخته ! زه اوس هم منتظر يم دسپرلي وږمې ته

نارسيدلي بهارونه مې لا مړاوي نه دي

قسمته ته مې بدلولې، خو بدل دې کړمه

چې د تقدير بدل وختونه مې لا مړاوي نه دى

 

كابل، ۱۶ ـ ۱۰ـ ۱۳۶۹

د تږي په شعر کې بيا هم يو تمثيل وينو او د زمان شېبه لکه د زهرو جام ترې گوټ کوي ۔ انتظار باسي.

 

تږې

شپه وه

د ژمي شپه وه ،

زه لكه جل وهلى

ستا د ليدو تږى وم

خو ته رانغلې ،

شپه مې

څاڅكى ٬ څاڅكى

د ستا د ياد په جام كې

وڅښله ،

سبا مې كړله.

كابل،  ۸ ـ ۱۱ـ ۱۳۶۶،  ۱۷ مخ

 

شاعر هڅه کوي د مخامخ خبرو پرځاى، د سيده او بربنډو خبرو پرځاى د شعر له پاره نوې ژبه جوړه کړې دا مصنوعي ژبه نه ده. دی لکه څنگه چې شعر هستوي کيلمات ورته هستوي. ژبه ورته جوړوى٬ ځکه خو د ده د سمبول، استعاري او تمثيل ماڼۍ لوړېږي. د شاعر د شعري ژبې کليمات د هېواد د موجود فرهنگ او طبيعى او ټولنيز ژوندانه موجوده عناصر دي. دى ېې له بلې ژبې څخه  نه راژباړي.

وگورئ لاندنی شعر چې په زندان کې يې لیکلی دی :

مامې غږ ورک که

ما مې غږ په يوه شنه سهار کې ورک که

ما مې غږ د يوې شنې ويالې په غاړه

د شنو ونو له شينکي سيوري نه اخوا

په يوه شنه سهار کې ورک که.

*           *           *

نه پوهېږم غږ مې چا راځنې غلا که

نه پوهېږم غږ مې چا راځنې يووړ

 

 

 

خو يوازې دومره پوه يم

چې په هاغه شنه سهار كې

چې باغونه واړه شنه وو

چې گلانو په مستۍ مستۍ خندلې

چې مرغيو د تنكيو لښتو غوږ كې

شنې سندرې اورولې

زه له خپل غږه پردى شوم.

●      ●     ●

وايی هلته د شنو ونو له شينكي سيورې نه اخوا

ډېر غږونه رېبل سوي

ډېر غږونه سېزل سوي

ډېرغږونه، له غږونو نه بيل سوي

تور غږونه

زېړ غږونه

سره غږونه

سپين غږونه ،

خړ غږونه

شنه غږونه ....

د شنو ونو له شينكي سيوري نه اخوا

په نمجنه يخه ځمكه تړل سوي .

ښايي ما مې هم :

غږ هلته وي ورك كړى .

●      ●     ●

 

څومره سخته ده چې بې غږه ژوندى يم

څومره سخته ده چې بې غږه غږېږم ،

څومره سخته ده چې هر څه هر څه اورم

څومره سخته ده چې هرڅه هرڅه گورم

او بې غږه ترې تېرېږم .

زه غږ نه لرم ، زه بې غږه ژوندى يم

مامې غږ ،

په يوه شنه سهار كې ورك  كه.

 

كابل،  قوس ۱۳۶۷، ۲۴ مخ

 

شاعرد يو ژور يأس او جلا والي سره په خبرو دی. هغه د خپل غږ سره خبرې کوي. د خپل ځان او تن سره خبرې کوي. يو ژور تاثر په شعر کې د ښکلا ماڼۍ جوړوي او وروسته شعر بيا د بڼ په شنو ونو کې د نورو غږونو د رېبل کېدو او وژل کېدو کيسه کوي. دردوونکې کيسه او په دې ډول د انساني درد او تراژيدۍ سناريو بشپړوي.

دا د شاعر د ژوندانه د خاصو او ځانگړو شېبو تصوير او تمثيل دى. دونو د مرگ موسم د شاعر د انتظار موسم هم دى. په دې موسم کې د هغه پسرلي په هيله د زمان شېبې لنډوي چې شاعر ورته ناست دى. موسمونه ورته څاري، خو په دې کې هم دوه زړه دی چې دغه پسرلى به راشي او کنه ؟

کاوون جنگ او د جنگ دندوکار ته غل وايي. غل چې د شرم او ننگ سمبول دى. د بربادۍ او تباهۍ سمبول دى. هغه هېڅکله دې جنگ ته ازادى بخښونکى هغه نه وايى.

د کاوون د غل او څو نور شعرونه په ډاگه هغه کسانو ته ځواب دى چې وايی. د دې موسم د شاعرانو شعرونه د دولتى واکمنۍ او د ((گونديتوب)) په خم کې رنگ دى.

شعر دا دى

غل زموږ کلي ته راغى

هغه شپه چې سپوږمۍ نه وه ٬

غل زموږ کلي ته راغى

هغه شپه چې ستوري ټول په خوب ويده وو ٬

غل٬ زموږ کلي ته راغى

غل په توره تروږمې کې

د هر چا په کاله وخوت ٬

د هر چا د کور مېلمه شو

غله وروري او مينه غلا کړه -

غله خوښي او خندا يووړه ٬

غله د کلي له باغچې نه

د شنو بوټو په وېر وېر کې

د سرو گلو ’ليلا‘

يوړه

غل ٬

زموږ کلي ته

راغى

هغه شپه چې سپوږمۍ نه وه.

كابل، حمل ۱۳۶۶كال ٬

 

همدارنگه بل مثال يې په دې لړ کې زما د کلي خټين دېوالونه دي. دا شعر په ۱۳۶۷ کال کې ويل شوی دى. دا په رښتيا چې زموږ د اولس د ويلاړ، برم او پرتم او د هغوى د کړاوونو او غمونو تصويرونه دې.

اى زما د خټو کوره

يه زما د خاورو کليه .....

هره ورځ درباندې دانگي

د صحرا وحشي بادونه

تورې شپې ٬

زيړې ارواوې

خړې شگې توفانونه

ته هماغسې ژوندی ېې

ته هماغسي ولاړ يې

 

يا دا چې :

که د اوسپنو توفان وو

که د سرپو سيلاوونه

که وحشت د تورو شپو وو

که لمبې  وې ٬

که دودونه ۔

ټيټ يي نه کړل

سپک يي نه کړل

ستا دخټو ديوالونه

كابل، ثور،  ۱۳۶۷

 

په دې ډول کاوون د رنگونو په ترڅ کې سمبولونه  کاروى. هغه د سرو او زيړو بادونو نوم اخلي. سور باد په لرغوني اساطيرو کى د تباهۍ او بربادۍ سمبول دى. دا د سره پوځ سمبول  هم دى، خو کاوون په واقعي مانا د دواړو هدفونو له پاره کارولى دى. زيړ بادونه هم هغه بادونه دي چې د سرو بادونو په څېر يې تنکي نيالگي ورژول او له ريښو يې وويستل او د غم  خاورې او دوړي اوس د کلي په کوڅو کې انگولا او زگېروي کوي. دا هم هغه سمبول دى.

د ملخو فصل د شاعر بل شعر دى. په دې شعر کې هم شاعر د هېواد او خلکو د بدمرغۍ او تباهۍ تصوير کاږى. دا تصوير او د دې تصوير سمبول له بله کومه ځايه  نه دى رااخېستل شوې، بلکې د واقعي کليوال او بزگرې ټولنې څخه رااخېستل شوی دى. دا داسې موسم دى چې د ټولنې انسان په کې د لوږې درپه درۍ او بې کورۍ سره مخامخ دى. پلار د خپل زلمې زوى جنازې ته اوږه ورکوي او ماشوم د خپل پلار او مور  قبرونه د راکټونوپه  وسيله  د کنده شوي کور په انگړ  کې ويني. ملخ د تباهى سمبول دى.

کله چې ونې مري: شعر کې شاعر د دروغجنو وعدو په وړاندې عصيان کوي او د کلونو وروسته د خيالى پسرلي د راتلو افسانه دروغجنه ثابتوي.

په خړ باد او د شگو کاروان کې په سمبوليکه ژبه حادثه تمثيلوي. د معاصر هېوادني انسان د بېوسۍ او يأس داستان دى. د دې موسم لو، خو څه د غنمو لو نه دی او نه د فصلونو لو ٬ بلکې د سرونو لو دى چې د وطن طبعيت پرې ژاړي.

د شک په شعر کې چې په ۱۳۶۴ کې کښل شوى دى ؟

په دې شعر کې شاعر پېښې له پوښتنې سره مخامخ کوي. دی د زمان شېبې، موسمونه، درد او د کړاو شېبې له پوښتنې سره مخامخ کوي. لوستونکى ورته د لاروي په څير دروي او دا پوښتنه يې په ذهن کې ژوندۍ کوي.

 

شپه ده

باران اوري

او ژمنې خوبونه

د باغ له سترگو وينځي -

د گلو لښتې يوه له بلې سره

د زړه رازونه وايی :

که پسرلی راسي

مونږه به وغوړېږو ؟؟

او باغ به شين سي په خندا باندې

او پسرلې به راسي ؟؟

او که همداسې به

د ژمي د اغزنو مزو شا ته

زنداني پاتې سوو

شپه ده ٬ باران اوري

او ژمنې خوبونه

د باغ له سترگو وينځي ....

کابل، ۲۸- ۱۰- ۱۳۶۴ کال ـ۶۵-۶۴

 

کاوون په خپلو شعرونو کې د باد سمبول ډېر کاروي. د باد گزمه٬ د باد په کنډوالو کې او داسى نور د باد زود گذره او ژر تېرېدونکې ناخوالې حالت او د بدمرغيو د سمبول په توگه کارولي دي. خو شاعر يوازې دغه سمبول نه کاروى، بلکې تمثيل يي کوى. د باد گزمه تمثيلوي او له هغه تابلو جوړوي، تابلو نورو ته په مخ کې ږدې چې ويى ويني او ننداره يې  وکړي.

 

د باد گزمه

ښار كې تروږمۍ ده ستورې نه ښكاري

وريځو د سپوږمۍ  لاره نيولې ده

هلته د دې جگو جگو غرو شا ته

پېغله د اسمان څاه كې لوېدلې ده

●      ●     ●

گرځي په واټونو كې گزمه د باد

ويشي په ښاريانو كې صهبا د غم

وژنې په رگونو كې د مينې ساه

جوړه ده له ښاره كربلا د غم

●      ●     ●

زبېښي له شنو بوټو نه د ژوند وينه

رېبي له باغونو د خندا گلان

لښتې غږوي بيا د ماتم سرود

ژاړي او رژېږي د بېديا گلان

 

●      ●     ●

ستړې او ساده مرغۍ له ونو نه

الوزي د جگو جگو غرو په لور

تښتي له وېجاړو ځالو الوزي

ځي د شنو ازادو سردرو په لور

●      ●     ●

ښار كې ميكدې ټولې تړلې دي

گرځي محتسب او خرڅوي شراب

ډلو د مستانو نه خالي كوڅې

خدايزده څوك به كړي په يوه جام خراب

●      ●     ●

ښار كې تروږمۍ ده چنارونه ټول

ستړي په دودونو كې را پرېوتل

نه ترېنه لمبه پورته ٬ نه سكروټې شوې

هسې مړو اورونو كې راپرېوتل

●      ●     ●

نه ستوري ځلېږي، نه سپوږمۍ ښكاري

ښار كې تروږمۍ ده رڼا وركه ده

باد د باغ په ونو كې بيداد كوي،

ژاړې ټولې لښتې، خندا وركه ده.

كابل،  ۱۳۵۸، ۹۲ مخ

 

کاوون د ونو د مرگ په موسم کې يوه ساقي نامه هم لرى. په دې اوږده شعر کې چې يو ډول قصيده ده. د خپل موسم يو کره او پوره انځور کښلى دى. په دې قصيده کې هغه اوږده جنگ او د هغه لوبغاړو ته اشاره کوى. شاعر سره له دې چې په ظاهر کې د يوې خوا او يو لورې کرکتر دى، خو دې په شعرکې هنرى اصالت ساتي او هم پردى پردى بولي. دی د يوه ملي شاعر په توگه پرېکړه کوي.

د پردې وږمې  له تاوه

خپل گلونه خزاني شول

د دروغجن سپرلي له جوشه

د چمن بوټي اغزي شول

 

روايتونه د اسطورو پر بنياد:

اساطير  د کاوون په شعر کې بل بحث دی چې بايد تأمل پرې وشي .

ماريز شواري وايی: له اسطورې پرته بل هېڅ شی ساتونکی نه دی، بلکې ډېر عالي حقيقت دى. داسې حقيقت چې عقلي مفاهيم يې له ويلو عاجز دي.

شاعر ځېنو اساطيرو ته هم ژبه ورکوى. دغه اساطير بيا راژوندى کوي. اساطير زموږ په ژوند کې زموږ په کليوال ماحول او فضا کې حاکم او لاسبری دی.

لکه غنم او مڼه ۔

دا د خلقت اسطوره ده ٬ چې په قران کې غنم راغلي او په اناجيلو کې مڼه تمثيل شويده، خو د دې اسطورې څخه په گټه اخېستنې سره شاعر په ازادۍ باندې خبرې کوي او د ازادۍ مفهوم راسپړي، اسطورې ته نوی خوند او نوی رنگ ورکوي.

همدارنگه د اسطورو په برخه کې غواړم په اوږدو خبرې وکړم، خو دا خبري به دويمې ټولگې يعنې د باد په کنډوالو کې اثر ته پرېږدو.

 

غنم او مڼه

پلاره ته ولې ساده سوې

مورې ته ولې بې سوچه

په يوه غنم دې وركړل

اووه واړه جنتونه

د يوې مڼې په سر دې

يوه گونگه وسوسه كې

په خپل ځان باندې ،

حرام كړل

د ميوو رنگين باغونه .

هر غنم درته شيطان سو

مڼه هم درته شيطانه

له جنته يې بهر كړې

بېگانه سوې له خپل ځانه .

ښايی دلته ازادي وه

ته پخپله پسې راغلې

غنم هسې بهانه سوه

مڼه تشه افسانه سوه .

نه ،

پلاره ! ته خوشې غلط سوې

ازادي هسې يو خوب دى

ازادي هسې يو خيال

ازادي يوه ارزو ده

رسېدل ورته مهال دي

اوس دې وينم پښېمان يې

د دنيا په جگو ټيټو

شپې او ورځې

سرگردان يې

پلاره ! ته ولې ساده سوې

مورې ته ولې بې سوچه ٠٠٠٠

كابل، ۱۳۶۴-۲-۲، ۱۱۴ مخ

 

د خوب او وېښتيا په مينځ كې

د خوب او وېښتيا په مينځ کې د ونو د مرگ د موسم وروستی شعر دى. په دې منظومه كې شاعر د يوې كيسې راوي دى چې ټوله پېښه نه د خوب او نه خو د وېښتيا په حالت كې تېرېږي، خو دى كيسه كوي. د يوې تراژېدۍ بيان دى. شاعر د خپل شاعرانه درك او د اشراقيت په مرسته پېښه انځوروي او هغه ترپايه روزي او تعقيبوي. له پېښې د شاعر تېښته يوه رواني او له اژدها څخه د هغه د ټوپ يوه بېلگه ده. كلی د هېواد د يو سمبول په توگه د دې كيسې بستر دى. چنار په كې د ويلو استقامت سمبول او همدارنگه د شان او شوكت نښه ده.

ورځ لكه شپې غوندې

په ترږمۍ لړلې

او شاوخوا ته مې ،

په لر او بر كې

څپې د سرپو خورې .

د خړ اسمان له خړو خړو مورگو

او د شفق د كنډولي له څنډو

را وورېدلي زما لورې ته، د سرپو

خړې خړې دانې .

او غوړيدلي په تبجنه لالهانده ځمكه

د خړو سرپو غونچې

په خپلو سترگو مې ليدل چې ورو ورو

ونې وركېږي

گلان مري

او مړاوي كېږي

بوټي،

ځمكه ډوبېږي

غرونه لويږي

هوا ساه نه باسي،

د سرپو سين كې لاهو كېږي د كاړونو تيږې،

له ځايه پاڅېدمه،

له كلي ووتم په منډو منډو،

ترڅو چې ډوب نه سمه ـ

زموږ له كلي نه بهر

د يوې شنې ويالې پر سر

يو شين چنار ولاړ وو

ځان مې ورورساوه .

د چنار لاندې يو سپين ږيرى، ببرسرى سړى

يوازې ناست،

په پټه خوله يې له خپل ځان سره خبرې كړلې.

زه ورنږدې شوم ورته ومې ويل :

بابا! ملنگه بابا !

زه له دې كوز كلي نه

دلته راغلى يمه

د خړو سرپو له سيلاوه تښتېدلى يمه،

ته راته ووايه چې كله به د سرپو څپې

زموږ له كلي مخه وگرځوي

كله به لمر وخېژي

كله به ورځ ورځ سي

پسرلنۍ وږمه به كله سرپ وهلې ونې ونازوي ٬

گلان به كله خپلې شونډې په خندا خلاصې كړي،

او د باران څاڅكي به،

كله د وريځو له شډلو تيو وڅڅېږي ؟

سپين ږيري سر جگ كړ

د سپينو څڼو واورنې څپې يې

پر اوږو واوښتلې

او مخ يې داسې ځليده لكه د لمر غوندې،

او دواړو سترگو يې

سپوږمۍ سپوږمۍ رڼا ښندله.

او له يوې ترخې موسكا نه وروسته داسې په خبرو سر سو:

((په دې جگو جگو غرونو

په دې پلنو پلنو دښتو

پسرلى كله راخېژي

او گلان كله غوړېږي ؟؟

په دې تكه توره شپه كې

د اغزنو مزو شا ته

چې نه گل او نه گياه شته

نه اواز د بلبلانو

لمر هماغسې بندي دى

ورېځه هم هغسې شنډه

د اسمان سترگې بې نوره

ځمكه ستړې له گرځنده

د رڼا نجلۍ وېده ده

د تيارو غونډيو شا ته

شايد هېڅكله پا نه څي

د اوږدو خوبو له بنده

د وږمې وزر مات شوى

نوره نه شي الوتلاى

په بې ژونده وچو تيږو

نوره نه سي گرځېدلاى

دې بهار بهار وطن كې

دې غونچې غونچې  چمن كې

 

بس اغزي دي چې ټوكېږي

بس خزان را زرغونېږي

د شنو ونو ذهن ړوند سو

د شنو لښتو بڼه زيړه

د ښوونو كرونده كې

د نارنجو د بڼ خوا ته

د كركنډو زيږې څانگې

د گل ستوني ته رسېږي

غرونه لويږي را نړېږي

اسمان بې اوښكو ژړېږي

لس پېړى زه دلته ناست يم

د دې شنه چنار د لاندې

پسرلي ته منتظر يم

د وږمې لاره څارمه

د باران په هيله ژاړم

څاڅكى څاڅكى ويلې كېږم

بحر بحر بحر اوښكې

په سپېرو شگو شيندمه

دا پېړۍ، پېړۍ، پېړۍ شپې

د سپوږمۍ په جام كې څښمه .

يوځل ډېره موده مخكې

د سړې څيلې له مينځه

پسرلى دې خوا ته راغى

تږې ونې سوې خړوبې

وچ باغونه گلالي سول

د سرو گلو څپې راغلې

ستاسو كلى په كې ډوب شو

سپيره كاڼې الواني سول

گل او مل پسرلني سول

خو ناڅاپه خړو وريځو

په دې كلي يرغل راووړ

لمر له ځمكې مرور سو

سپوږمۍ لاړه اسماني سوه

د اغزيو توفان راغى

كلى ورو ورو په كې ډوب سو

گل اغزي ونې اغزي سول

د اغزو حكمراني سوه

پسرلى پر اغزو پرېووت

د غوټۍ په وينو سور سو

باغ د گلو په وېر كېناست

كلى قبر د سرور سو،

 

پسرلي كلي ته شاه كړه

 

مرور سو له باغونو

مرور سو له اغزيو

مرورسو له گلونو

خو زه اوس هم منتظر يم

د وږمې لاره څارمه

د باران په هيله ژاړم

اوښكې وينې تويومه

ښايی بيا پسرلى راسي

ښايی بيا ونې تازه سي

ښايی بيا سپېره باغونه

په سرو گلو ښايسته سي

دغه خړې خړې وريځې

د اغزيو توفانونه

دغه زېړې زېړې ساوې

دا د سرپو سېلاوونه

ورو ورو ځي

ورو ورو  ښووېيږي

ورو ورو اوړي  ورو ورو رغړي

د شپې كندې ته غورزېږي

د باران فصل به راسي

هر چمن به پسرلى سي

هره لښته به گل گل سي

هر يو باغ به گلالى سي

هره تيږه به غاټول سي

سپېره منی به پردی سي

بيا به تل بهار بهار وي

●   ●    ●

بيا به تل مستي مستي وي

بيا به تل گلونه خاندي

بيا به باغ هستي هستي وي))

●   ●    ●

سپين ږيرى غلى سو او سر يې په زنگون كېښود

او په ژړا سر سو

او د اوږو غرونه يې داسې لړزېدل چې تا به ويلې،

زلزله ده، اوس به ټوله دونيا ونړوي .

ورته كتل مې چې له سترگو يې

د اوښكو چينې وخوټېدې

او په اسمان كې هغه تورې شنډې شنډې

بې بارانه وريځې

ټولې يوه شيبه كې لنگې سولې .

او د سپين ږيرې د سپين مخ په لويو لويو دښتو

زموږ د كلي په لور

د دوبنيو اوبو شنه رودونه وخوځېدل .

او ورسره يوه وږمه

يوه اشنا وږمه

په خړو دښتو او اغزنو غرونو،

وگرځېده.

ترڅو مې سترگو ليدل

زرغونې ونې،

شنې ويالې او سره گلان ښكارېدل .

او زه رهي سومه د كلي په لور.

كابل، ۲۵ ـ ۲ـ ۱۳۶۹،  ( ۱۲۷-۱۳۶)

 

په پورتنۍ منظومه كې شاعر د يوه مجرب هنرمند په توگه لومړى د خپل تحت الشعور په مرسته يوه جلا نړۍ هستوي. هنر هم داسې څه دى. كه شعر يوه پېښه وبولو، كه هنر يوه پېښه وبولو٬ نو د هغه كيفيت په همدې كې دى چې هنرمند يوه بله نړۍ هستوي او په هغه نړۍ كې د انساني نړۍ د رنگينو انځور باسي.

شاعر نه خو د وېښې په حالت كې دى او نه د خوب په حالت كې دى، بلكې هغه د اگاهۍ او لاشعورۍ د حالت  ترمينځ واقع دى. د علت عنصر يا د جگړې اور د هغه ذهن دومره مصروفوي چې هغه په ځان پسې راكاږي او داسې د ناخوداگاه حالت ته يي بولي. هغه د تاريخ تجربو ته مراجعه كوي او د خپل لاشعور په مرسته د پوښتنې د ځواب له پاره هلې ځلې كوي. په شعر كې داخلي كشش او جاذبه د دې سبب  كېږي چې لوستونكى اړ كړي چې قدم په قدم يې تعقيب او د هغه په پل پسې ولاړ شي. لوستونكې د داستان اورېدو ته رابولي.

په دې اوږده شعر كې ملنگ د تجربو او غيبې ويلو سمبول دى. د تاريخ د تجربو سمبول دى. د ملنگ مفهوم له تصوف او عرفان پرته د اسلام څخه تر مخه د سيمې په فرهنگ كې ځاى لري. هغه د غيب ويلو او اشراقي پوهې څرگندوى دى. هسې خو شعر د همدا ډول رواني حالت زېږنده ده، خو په دې شعر كې كمال دا دى چې د شاعر دروني غوښتنه او د جنگ تفسير په بله نړۍ كې كېږي او د ځواب له پاره يې هم د يو داسې سمبول  چې په قومي لا شعور كې ژورې ريښې لري كار اخلي :

د سرپو سين كې لاهو كېږي د كاړونو تيږې،

دا عبارت د جنگ د حالت تفسير دى، خو شاعر په دې لټه او دې وسواس كې دى چې پوه شي چې :

پسرلنۍ وږمه به كله سرپ وهلې ونې ونازوي ٬

گلان به كله خپلې شونډې په خندا خلاصې كړي،

خو د تاريخ ځواب ته بيا هم انتظار دى كوم چې له پېړيو راهيسې زموږ اولسونو د كارېزما په لټه كې تېر كړي دي او هر وخت په انتظار كې وو. ټول عمر په انتظار كې تېر شو. د جنگ په حالت كې خو دا انتظار ډېر تريخ شو چې وايی :

خو زه اوس هم منتظر يم

د وږمې لاره څارمه

د باران په هيله ژاړم

اوښكې وينې تويومه

 

په نوې نړۍ كې ژبه ټوله تصوير او عاطفه په كې حركت كوي، احساس هم راپارېږي. د هگل د خبرې سره سم چې وايی :

((خو په دې اساس د هنر دنده او موخه دا ده چې زموږ له پاره د انسان مافى الضمير او همدارنگه زموږ د حواسو او احساس له پاره د پوهېدنې وړ او موږ په احساساتو راولي. هنر بايد د دغه مشهور كلام مصداق وي چې وايي: ((زه گومان نه كوم چې د هېڅ انساني پديدې په وړاندې بېگانه اوسم)). په دې اساس د هنر غايه او هدف  په دې كې ده  چې هر ډول وېده احساس او تمايلات او اشتياق رابيداركړي. په هغو كې روح پوه كړي، زړه سرشاره كړي او هر څه متكاملو او نا متكاملو  انسانانو ته د احساس وړ كړي)).

مقدمه بر زيبا شناسي، گيورگ ويلهلم فردريش هگل، فارسي ترجمه، عباديان، ۹۱ او ۹۲ مخونه.

George Wilhelm Friedrich Hegel

Asthetik Band : 1

Aufbau Verlag Berlinu . Weimar 1976

 

د هگل د دغه نظر پر بنسټ  دلته هنر او شعر چې د هنر ډېره لطيفه او ژوندۍ برخه ده، د يو حالت د يو دوران او د يوې ټولنې د ژوندانه او دورې تمايلات په يوه جلا هستول شوې نړۍ كې متجلي كوي او د يوې ځلانده او روښانه تابلو په توگه يې پر مخ كې ږدي.

هنر كولاى شې هغه څه چې د انسان په ډېرو ژورو او پټو زواياو كې پټې دي تجربه كړي او هغه وروزي؛ هغه څه چې د انسان په بېلابېلو بعدونو او انساني بنيادونو او بېلابېلو او بې شميره امكاناتو او ژورو كې ځاى لري په حركت راولي او هغه څه چې روح پر دې سربېره په تفكر او فكرت كې راټول كړيدي او ذاتي او عالي دي – لكه شكايت، نجابت، ابديت  دې ټول ته يوه لوړتيا او عروج وركړي.

 

وروستۍ خبرې:

کاوون د خپل شعرې تفکر په دې پړاو کې د يوه خنډ او مانع سره مخامخ هنرمند دى. داسې مخامخ کېدنه د هغه فلسفي مخامخ کېدنه ده او د دې ترڅنگ اساسې خبره د انسان د ملال او خپگان او غمجنېدنې ستونزه ده. په فلسفي تاريخ کې دغه حالت ډېرې اوږدې ريښې لري.

څلور زره کاله د مخه د مصر يو فيلسوف اپيور ويل چې: ايا امکان لري داسې وخت راشې چې بشري نسل له منځه ولاړ شي چې نور ښځه اولاد ونه زېږوي، زوى رانه وړي. د ځمکې پر سر غږ غوږ وانه ورېدل شې او جنگ هېڅ پېښ نه شي)).

له هغه وروسته بل فيلسوف يا پېغمبر په اورشېليم کې د بشري موجوديت په باب وويل: ((هر څه بې مانا دي. انسان هغه ټول کړاو چې د اسمان لاندې يې کاږي څه گټه ورته لري. يوه پوړۍ له مينځه ځي او بله را مينځته کيږي او ځمکه تر ابده په خپل ځاي ابدې ده. هر څه له ستړيا ډک دي چې انسان يې له بيانولو عاجز دى. سترگې په ليدلو او غوږونه په اورېدلو نه مړېږي. هر څه چې وو هماغه وو چې وبه شي. د لمر لاندې هېڅ شى تازه نه دي. ټول هغه شيان چې له  اسمان لاندې ترسره کېږي ليدل کېږي چې ټول بطالت او د کړاو ويستلو پسې رامينځته کېږي)). ((عهد عتيق  کتاب جامعه باب اول)) او همدارنگه  خيام څه ښه وايي: چې اسمانونه پرته له غمه نور څه نه زياتوي او خوشال بابا وايی:

د فراق غمونه لور په لور انبار دي

په کاغذ باندې د کوم يوه حساب کړم

په فلک باندې د هېڅ چا حکم نشته

چې يې ظلم ستمونه انقلاب کښم

کليات، ۶۴۵ مخ

 

خو په معاصر فرهنگ کې ساموېل بکت د خيام او ((زبور)) خبره نه تکراروي. هغه د اسمان پرځاى ځمکې ته گوري. غواړي فاجعه احساس کړي او غواړي له هغه واټن ونيسي.

خو کامو بيا بل څه وايی :

په تاريخ کې د تراژيدۍ هنر سترې دورې هغه مهال واقع شوې دي چې دوه بېلابېل جريانونه سره تلاقي کېږي. داسې وخت چې د ملتونو ژوند هم د وياړ او هم د گواښ نه ډک وي. په داسې دوران کې چې په راتلونکې باور له مينځه ځي او د حال زمان دردناک وي. اشيل په دوه جگړو کې گډون وکړ او شکسپير په داسې وخت کې ژوند کاوه چى ډېر وحشتونه راغلل)). ۱۱۰ مخ

اوس هغه څه چې مو تر مخه وويل، د خپل بحث د راټولېدو په هيله د کاوون کله چې ونې مري په شعرونو تمرکز کوو. د نوموړې د دې مجموعى شعرونه د يوه انساني يأس او د پړسېدلې مرۍ او وچ ستوني غمجن اواز دى - ولې ؟

د کاوون ځلميتوب له ولولو ډک وو. هغه ځان ته توفاني نوم غوره کړ. هغه د يو  ډول ارمان سره رالوې شو. ارمان او ارمان پرستي د هغه په تن او وجود کې ځای ونيو. يو نسل هم داسې شو، خو ورو ورو تر هغه ځايه چې د هغه د ارماني شخصيت تکوين ترسره کېږي. د خپلو هيلو او ارمانونو په لار کې له خنډونو سره مخامخ کېږي. نو له ((دېوال)) سره مخامخ کيږي چې نوره ورته لاره نشته. هغه په خپل ذهن کې د خپل ارمان عظمت او هغه ته د رسېدو په لار کې، ناممکناتو په ترڅ کي يو ستر تناقض ويني. د چا خبره نور څه ويني چې دی ېې تصور هم نه کوي. دا د دې سبب کېږي چې ځان بېوسه احساس کړي او سيزيپوس ته ورته  تراژيدۍ سره مخامخ شي چې د سارتر په وينا ځان په کې د تباهي سره ويني. ((د شاعر هدف دا نه دى چې شکست او تباهي په خپل سر او په خپله خوښه نړيوال بهير ته داخله کړي. حقيقت دا دى چې د هغه سترگې يوازې ماتې او تباهي وينې، خو شاعر يوازې د دې ماتې سندر بول نه دې، بلکې د هغه پېښو له ليدلو تېرېږي او په بل اړخ کې د انسان ماتې منونکي ذات سره مخامخ کېږي او په خپل وار کې انسان هغه شېبې ته رابولي)).

يوه خبره به بله هم سپينه کړو چي هغه د ارمان خبره ده. کاوون او د کاوون نسل ارمان او ايډيال له کتابونو او د دې او هغه فلسفې له کتابونو نه دې اخيستي. دا معنويت دى او معنويت د شرقي فرهنگ او شرقي ذهن چې کاوون ورته هم ځای ځای اشاره کوي په بوده او تنسته کې ځاي لري. دا هغه څه دي چي ارمان پرستو پخپله ځان ته جوړ کړي. دا د ايډيال ژوند، د نېکمرغۍ د ژوند د خپگان٬ درد، کړاو نه لېرې ژوند، ايثار فداکارۍ، رښتينوالي ډک  او له منافقت نه لېرې او داسي نورو ډېرو ښو توکو جوړ شوی دی او د بدو او ناوړه غير اخلاقي توکو او ارزښتونو پر ضد د جانانه معرکې حماسه هم ده، خو زموږ نسل په هغه کې ناکام شو. کېداي شي دېته ځېنې کسان د ايديولوژۍ او ځېنې کسان ورته د تعهد گړنه وکاروي، خو زه يې له هغو لوړ بولم.

کله چې ونې مري شعرونه د دې ډول تأملاتو هستونه ده چې ماتې وينې، خو هغه خپل عادت هم نه پرېږدي. سره له دې چې په دې ټولگه کې د ارمان روزنه نه کوي، بلکې په دې کې يوازې خپل غم ژاړي. خپل زگېروی پالي او له خپلو زگېرويو سندره جوړوي. دا سندره زموږ د هېواد د يوه نسل سندره ده چې د نړېوال  او يا د يوه هيواد د ناورين په کچه  د ملنگ جان  په دې شعر کې  هم ښه ترا انځورېږي  چې وايی:

مينې دې ستي کړمه و دې سوم په اور

اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه

دا باد زموږ د سويو ارمانونو د ايرو په ډېرۍ راوالوت او بړبوکۍ يې جوړه کړه. موږ ورته گورو او پرته له دې چې غم نامه وليکو نور څه نه شو کولی.


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د باد په كنډوالو كې د بړبوكيو پر وزرو


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بې وطنه تنها پروت يم په غربت كې

نن له ما سره همدم د صنم غم دى

قاصدان له روهه نه راځي مدت شو

سلام باد رارسوي منت يې تم دى

چې دروه خبرې كله قاصد راوړي

په دا قصد يې منت اېښى په ما تم دى (۱)

 

د ۱۹۹۲ كال د ثور مياشتې لومړۍ شپې ورځې وي چې د يو څه ضروري كا رله پاره ورغلم. كاوون په موقت ډول د كابل –  جلال اباد  د لوى سړك په خوا كې د مېكروريانو په يوه بلاك كې اوسېده. د زنگ په وهلو له كوره راووت. د ډېرو خبرو متره ورسره نه وه. ما د هغه د مخ په كاسه او سترگو كې د ډېرو ناوړه پېښو كيسې ولوستې. همدومره يې وويل: زموږ د خاپوړو كوڅې اوس نه يوازې پردو نيولي، بلكې فضا هم د پردو په لاس او د تنفس له پاره هوا هم قيد شوې ده. هغه د تېرې ورځې د ډزو او دندوكار كيسه وكړه چې څرنگه په پېښور كې جوړ شوي حكمرانان  په ((سره ډولۍ)) كې كابل ته د ډزو په بدرگه  راورسېدل. هغه د سرپو د باران كيسه وكړه. د توغنديو د غربهار كيسه يې وكړه او دا راز د ماشومانو د ترهې  او چنگاركيسه يې وكړه. د همدې كيسو په پاى سره زه او كاوون هم جلا شوو او بيا مو  ليدنه ونه شوه. هغه له همدغه پېښو وروسته په لويو لارو لويديځ ته راغى.  زه يو څه وخت په كابل كې او بيا پېښور ته ولاړم. څو كاله وروسته لويديځ ته كډوال شوم، خو لس كاله وروسته مو بيا يوله بله سره په المان كې وليدل. په ليدو سره مو وژړل او بيا مو د تېر دور ټوكې سره وكړى. خو كله چې  ما كاوون له لسو كالو وروسته وليده. د هغه په اكر كې د شرقي فرهنگ يو ملال  ځليده. داسې برېښيده چې د كلي كور او هيواد نه لېرې والي ښه زورولى وي. هغه د پخوا په څېر د خبرو پر ځاى خبرو ته غوږ اېښوده. او د تل په څير يې مخاطب د سترگيو د چوكات له پاسه او د وريځو ترمينځ ليده او ځير به وو. وروسته بيا ((د باد په كنډوالو)) كې ټولگه چاپ شوه او د لوستلو له پاره مې ورته سترگې خلاصې شوى. دې ټولگې ماته ځينې يادونه بيا را تداعي كړل. په بيا بيا مې په  ذهن كې ژوندي شول. په كابل كې زما او د هغه د ليدو وروستۍ شېبې د كتاب تر پايه پورې د يوه داستان په توگه زما د ذهن او سترگو په وړاندې تېرېدلې. د كتاب د شعرونو په لوستلو به يو وار بيا دغه شېبې راغبرگې شوې. ځان به مې وليده. كاوون به مې وليد او نور ياران هم، خو د شعرونو د لوستلو په ترڅ كې د هغه شېبو بېلابېل انځورونه زما د ذهن  په سمندر كې لكه نيزه وړي كښته پورته كېدل. بيا له هغه وروسته مې ډېر ځله هڅه درلوده چې په دغه ټولگې يو څه وليكم، خو وار نه برابريده او له ډېرې مودې راهيسې راسره دا تنده وه چې كله په دغه ټولگه څه ليكم. نو د پېښو په سمندر كې ځېنې شريك ټكي په كې وينم  او هغه بيا راوباسم او څه پرې وليكم. اوس دا دی يوڅه پاڼې مې تورې كړې او اوس يې تاسو ته په مخ كې ږدم. گوندې وشي چې تاسو لوستونكيو ته هم يو څه تداعي شي.

د كاوون توفاني”د باد په كنډوالو كې“ شعرې ټولگه باندې خبرې   كوم. نقد او ارزونه  نه ده، بلكې په جلا وطنۍ او ((غربت)) كې د شاعر  رواني او فكري حالت او په شعرونو كې پياوړي اسطوروي او سمبوليكه اډاني هم راوسپړو.

 

۱- په جلا وطنۍ كې د پښتو د معاصر شعر يو مثال

تردې ځايه يو وار بيا د معاصر شعر په اړوند خبرې كوو. شعر يا په مجموع كې تخليقي اثار هغه څه دي چې دوه واقعيتونه په ژوره توگه منعكسوي. يو د شاعر ((دروني)) نړۍ او بله د شاعر يا هستوونكی بيروني چاپېريال.

په واقعيت كې شاعر او هستوونكى وجود دغو دوه متضادو يا دوه متقابلو اغېزو ته وحدت وركوي. له همدې زاوې يې گورو چې د باد په كنډوالو كې ټولگه موږ د پښتو شعر په روان او جاري بهيركې له  نوېو پېښو سره مخامخ كوي.

موږ په دې ټولگه كې د داسې واقعيتونو سره مخامخ يو چې له يوې خوا په لوستلو سره زموږ له ذهنه نه ووځي. يعنې زموږ په شعور كې خپل ځاى نيسې. زموږ په اگاهۍ كې پاتې كېږي او له بلې خوا له داسې مفاهيمو سره سروكار لرو چې د يو ډول كلتوري وحدت او توأميت  يا يوځاى كېدنې جوگه دي.

 

د كارل گوستاويونگ په باور لومړنى انسان د وېرې او ترهې په وړاندې د اساطيرو او افسانو ((سمبولونو)) او ((رمزونو)) خالق او هستوونكى دى. بشري نسلونو دغه لومړنۍ پېښې د تعالي  او خپل پرمختگ په څنگ كې په خپل ژوند كې تكراروي. معاصر انسان د همدغه ابتدايي مفاهيمو پر لاره گامونه اخلي. نوموړ ى  پوه د بشريت ژور مسايل د هغه په ((ډله ييز لاشعور)) كې څېړي  او په همدې بنسټ داسې نتېجه اخلي وايی چې ((زما په ژبه تربل هر چا شاعران ښه پوهيږي)). مطلب دا دى  چې شعر يو داسې حالت دى چې د انسان له خبرتيا څخه نه راپورته كېږي، بلكې د شعر ملكه د الهام او اشراق د وارداتو په توگه  د انسان پر اوږو كښېنې او نوموړى پر خبرو راولي.

په دې لړ كې شعر هغه څه دي چې واقعي انساني رجحانات او تمايلات منعكسوي. ((د باد په كنډوالو كې)) ټولگه يو له داسې  مثالونو څخه ده چې هم د معاصر دوران نماينده گي كوي او هم د انسان د دروني غوښتنو او تمايلاتو انځورونه لري، خو ترمخه تر دې چې په دغو مسايلو خبرې وكړو اړه ده چې د پښتو په كلاسيك  شعر كې  د كډوالۍ  د شعر څركونه ولگوو :

 

په پښتو  شعر كې د((غربت)) ستونزه

پښتو ادب د ځورېدلې او د طبعيت د قهر سره په هر وخت كې  د مخامخ اولس ادب دي. كله  چې  د لومړنيو سندرو او يا لنډيو مثالونه گورو په هغه كې دا تيم او مضمون ډېر څرگند او روښانه دى. په لنډيو كې د هېواد او ټاټوبي څخه د لېرې والي ياس او حرمان، مينه  او تنده ډېره زياته دردوونكې ترسيم شوېده. په لنډيو كې له وطن نه لېرې انسان  او د هغه په باب يعنې د مسافر په باب د كورنۍ د غړو د جلا والي درد لېدلى شو. د دواړو خواو رواني درد كه په كور دى او كه له خپل ټاټوبي لېرې دي.

دغه ادب اوشعر د متحرك او د لېږد په حال كې اولس ادب او فرهنگ دى. د داسې لالهانده اولس ادب چې يا يې ژوند په جنگ كې تېرېږي او يا په لېږد او مزلونو كې. دى له طبيعيت سره اوږه په اوږه ځي. داسى ادب او د داسې اولس شعر د طبيعيت غرونو سيندونو، بوټو  كاڼو، ونو او گلونو ته ژبه وركوي او يا د چا خبره چې دغه طبيعيت په خبرو راولي.

يار مې سورېږې روانېږي   پر ما ورېږي د سكروټو بارانونه

يار مې د كوچ نغاره وكړه زړگى مې رېږدې اوس به واخلي قدمونه

له ملكه ځمه خولگۍ را كه مدام به نه وي ستا ځواني زما سوالونه

اشنا مې وږى را نه ولاړو  د دسترخوان خواته ورځم ژړا راځينه

څو د وطن ياران خبرېږي   د غم سېلاب به په دكن ويشتلى ومه

د گاډي سر په كاڼو ولۍ   زما اشنا يې له اټكه واړاوونه

●●●

 

د پښتوپه ليكلي ادب كې هم څرگند مثالونه لرو. خوشال بابا  كله چې مغلو بندې كړ. د شعر په ژبه په دردوونكي ډول د زندان حالت له يوې خوا او د هېواد  او د خپل اولس څخه د لېرې والي حالت له بلې خوا ياد كړى دى، لكه په دې شعر كې:

كه گذر په خيراباد وكړې نسيمه

يا دې گشت وشې د سراى د سيند په سيمه

په وار وار زما سلام ورته عرضه كړه

ورسره زما له لوريه څو تسليمه

اباسيند وته ناره وكړه په زوره

ولنډې ته وينا ووايه حليمه

گوندې وى چې بيا مې ستاسې جام نصيب شي

په گنگا جمنا به نه يم تر قديمه

چې سړې اوبه د غره نشته په هند كې

ترې توبه كه واړه ډك دې له نعيمه

همېشه به په هند نه اوسې خوشاله

عاقبت به عاصي وځي له جحيمه (۲)

 

د لوى خوشال زوى اشرف خان هجرې چې دويم نوم يې هم هجري يا مهاجر دى د همدغه درد نماينده گي كوي. په دكن كې د خپل كلي او چم گاونډ نه زرونه ميله ليرې يادونې لري او بالاخره د څوارلسو كالو بند وروسته هم هلته  خاورو ته سپارل كيږي.

هغه ورځ د هجر غم لره سزا شوم

چې له ياره په ژړا ژړا جدا شوم

ما هاله ماتم د ځان وكړ په وينو

چې اټك وته مې شاه كړه په ژړا شوم

اوس به څه د وطن كاڼې بوټي ژاړم

د رخصت سلام مې وكړ ترې جدا شوم

چې محنت مې يو رياض جوړ كه په دهر

لا مې گل بوى كړى نه  ځنې جدا شوم

شين فلك په خندا سور شو  له هوسه

چې هوډې جبل په مخ زه ورته شاه شوم (۳)

 

د كډوالۍ ستونزه:

اوس د همدغه دود په تعقيب د كاوون توفاني شعرونو ته راځو :

د كاوون د ((بادپه كنډوالو كې)) شعرونه د جلا وطنۍ يا بې وطنۍ د دوران شعرونه دى. دې شعر ته موږ د مهاجرت او يا د ((دياسپورا)) شعرونه هم ويلي شو. د افغانستان روانو  پېښو د اولسونو په شعر او ادب هم اغېزه كړى ده. ان په فرهنگونو يې  اغېزه شوېده، خو هغه څه چې دلته موږ غواړو ووايو، دا دی چې :

لږ څه د كډوالۍ  د ادبياتو په فورم او د ((تبعيدي ادبياتو)) په ډول او توپير تم شو :

د ادبياتو په برخه كې دوه عمده گړنې وينو. لومړى دياسپورا Diaspora يا تيت پرك كېدلو او اواره توب گړنه ده چې د يونانې د دوه لغتو څخه  ديا او سپورا څخه اخېستل شوېده چې د تيت پرك كېدلو مفهوم افاده كوي. د دې گړنې د پيدايښت ريښه له هغه وخته كله چې له ميلاد څخه د مخه ۶۰۰ كاله پخوا د هغه وخت كفارو بابل فتح كړ. يهوديان يې له ښار نه وشړل، نودغه كليمه دياسپورا په ژبه كې داخله شوه. كله چې يهوديان تيت پرك شول، هغو په ليكلو پيل وكړ او داسې ادبيات يې هست كړل چې د Literature of Diaspora په نوم ياد شول. يوه نمونه يې د ((سرگردانه يهودي)) كتاب هم دى.

په لومړۍ نړېواله جگړه  او بيا د روسيې د اكتوبر په انقلاب كې يوه بله گړنه رامينځته شوه چې هغه ((تبعيدي ادبيات)) دي. كله چې تروتسكي له روسيې تبعيد شو او وروسته كله چې په اسيايي او افريقايي نويو استقلال ته رسېدلو هېوادونو كې يو شمېر ليكوال نورو هيوادونو ته تبعيد شول، نو موږ د تبعيد له ادبياتو سره اشناكيږو. په خاص ډول په ۱۹۵۰ كال چې د ازادۍ د وږمو د لسيزې په نوم ياديږي او زيات شمير اسيايي او افريقايي هېوادونه يو پر بل پسې ازادۍ ته ورسيدل. د زياتو كودتاگانو په ترڅ كې د دغه هېوادونو يو شمير ليكوالان نورو هېوادونو ته تبعيد شول. د دغه هېوادونو زيات شمېر ليكوالو د هڅو پر اثر د تبعيد يا شړل شويو  ادبياتو په  نوم ياد شول.

په اوسنيو حالاتو كې چې موږ د مهاجرت ادبياتو نوم اخلو يا دliterature of immigration  په دې دليل او سبب ده چې د تبعيد مفهوم صدق نه كوي. زيات شمېر هنديان، ايرانيان، پاكستانيان، افغانان او د افريقايي هېوادونو خلك يا ليكوال چې كله اروپايي هېوادونو ته انتقال شول. دغه كسان بېرته خپلو هېوادونو ته تگ راتگ كوي چې د تبعيد مفهوم پرې اوس صدق نه كوي.

د هندي ادبياتو مشهور نماينده ((ناى پل)) دى چې د هغه په ټولو داستانونو كې داسې فضا ده چې بومي انسان له خپل ټاټوبي لېرې شوى دى يا ((سلمان رشدي)) يا ((حنيف قريشي ))دى.

ارنست همينگوى هم يو له دغو كسانو دى، خو ولاديمير ناباكف، الكساندر سولژنتسين او ميلان كوندرا د تبعيدي ادبياتو د هستوونكو په توگه يادولى شو.

پاتې دې نه وي چې نن ورځ  نړېوال توب د کډوالۍ نوي شکلونه رامينځته کړي دي. د مثال په توگه د دويمې يا درېيمې نړۍ هغو ځايونو څخه  کپېتاليستي هيوادونو ته كډوال كېدل له تيرو پېړيو راپيل شويدي. سره له دې چې د يو هېواد په دننه كې هم دا لېږد ليدلى شو، خو اوسنۍ كډوال كېدنه بل شكل لري. دغه نوېو شکلونو د كډوال له پاره  د هويت  ستونزه رامينځ ته كړېده او د نويو سياستونو د رامينځ ته کيدو له پاره يې  زمينه برابره کړې ده. دياسپورا د دغو نويو بدلونونو تر اغېز لاندې يوه نوې محتوا موندلې ده. نوېو فکتورونو لکه د نېشنالېزم او انتر نېشناليزم تر مينځ تضاد د سيمو د هويت تر مينځ اړيکي د بېلابېلو کلچرونو او ادبياتو تر مينځ اړيکې ټول او ټول د دياسپورا شکل او ماهيت باندې اغېزه کړې ده . د کډوال کېدلو نويو شکلونو او د هغو څخه رامينځ ته شوي نتايج د دې سبب شوي دي چې د هويت سياستونه د درېيمې نړۍ د خلكو له پاره دردوونكى ماهيت ولري.

همدارنگه گلوبلايزيشن Globalisation که څه هم اوس ډېر رواج شوي دی، خو بيا هم د مهاجرت هغه پخوانۍ لارې يې په درېيمه نړۍ کې  له مينځه نه دي وړي. اوس هم په دغو هېوادونو کې لکه د پخوا په څېر پر خلکو باندي بېلابېل کړاوونه او تعداوې  کېږي چې د هغو له کبله خلک ډله ييزو کډواليو ته اړ کېږي چې په ځانگړې توگه امريکا او اروپا ته ځي.

کډوالي که د گلوبالايزېشن په نتېجه کې وي او که د سياسي ظلم او ستم ‘ملي ستم يا طبيعي غميزې په نتېجه کې وي پر هغه ځايونو کې چې مهاجر هستوگنه کوي، له بېلابېلو  عکس العملونوسره مخامخ كېږي. دغه عکس العملونه د مهاجرتونو په ادبياتو کې هم انعکاس مومي. دکډوالو ډلو او کوربه هيواد فرهنگونه يو بل چلينج كوي او اغېزه كوي چې دا اغېز د ژباړني سره لا پيچلی کېږي. دلته په اروپا كې د هويتونو په هکله او پر هغه پورې اړوند مسايلو په اړوند پوښتنې کېږي او دا اړتيا را مينځته کېږي چې په يوه هېواد کې هنر، پېژندل شوي سياست او اخلاق سره يوځای کېږي. يا تقاطع کوي او بيا څېړل کيږي. دا هم بايد وڅېړل شي  چی کلتوري توپيرونه پر هغه تقاطع څه اغېزه لري.

د دغه  څرگندونو پر بنسټ موږ هم د خپلو شاعرانو په هستونو كې دا اندېښنې په څرگنده ليدلى شو. په بهر او له هېواد څخه ډېر لېرې شاعر او ليكوال په مشخصه توگه د وطن مينه  او د هغه ځواكونو په وړاندې قهر او غضب، تاريخ او فرهنگ ته مراجعه او بيا لوستنه، د پرديوالي سره بلدتيا د كمترۍ احساس او نوي ژبنې او هنري  مفاهيم.

د تېرې پيړۍ پاى زمو ږ د اولس له پاره د نويو خوالو او ناخوالو مضمون لري. دا داسې دوران دى چې زموږ د ټولنې انسان په كې خپله دېره او هديره پرېږدې. د خپلو خاپوړو كوڅه پريږدي. خپل وستل او جومات پرېږدي او د ژوند ترپايه د ژوند د لومړي چاپېريال تصويرونه د هغه په ذهن كې پاتې كېږي او بېرته دغه ټاتوبي ته ستنېدل د يوه ارمان په توگه د شاعر په ذهن كې پاتې كېږي او د چا خبره غوټه كېږي.

په دې شعر كې  لولو:

 

غلې نغمې

په بڼو ستوري زنگوم د آشنا کلي ته ځم

سترګې په لاره غوړوم، د آشنا کلي ته ځم

کلی خاموشه، گودر شړ، کوڅې له دوده ډکې

رقيبه ، کډې باروم ، د آشنا کلي ته ځم

په شپو لړلي سرگردانه مسافر وختونه

ورو، ورو له سره تېروم، د آشنا کلي ته ځم

ريښې ريښې گرېوان مې لاړو د رقيب گوتو کې

د ننگ ځولۍ پيوندوم ، د آشنا کلي ته ځم

بلبل له غږه بېگانه، گل له بلبله پردی

غلې نغمې مې ژړوم د آشنا کلي ته ځم.

●     ●      ●

 

د كاوون توفاني په وروستۍ ټولگه كې د غربت ستونزه او د بې وطنۍ ستونزه په ډيره پياوړې توگه ترسيم شويده. شاعر په شعوري او يا  ناخو د اگاه توگه  له خپل شعوري حالت څخه تېښته كوي او هغه څه ته مخ اړوي چې په  ناخبره توگه د نوموړي د ځورېدو سبب كېږي.

په دې ټولگه كې د نورو فرعي مسايلو سربېره بله مهمه مساله دا ده چې  غواړي په خپل تېر او ماضي باندې بيا غور وكړي. د هغه حساس ذهن له رښتينوالي ډك دى. هغه د شعر ويلو په حالت كې له عقل او شعور سره سروكار نه لري، بلكي زيات له خپل لا شعور او يا ناخود اگاه سره مشغول دى او په رښتينوالي سره هغه څه له خپل ضمير او شعوري سطحې ته  را باسي چې  د مخه يې نه وو ويلي.

د ښكار په نوم  شعركې هم د غربت او كډوالي درد پروت دى. په دې شعر كې د هجرت او جلا وطنۍ انځور د جنگ له دندوكار سره په سمبولونو كې يوځاى شويدی. په دې شعر كې ((زموږ د كلي بزگران ليندۍ په لاس ښكار د كوترو كوي)) شعري روايت كوي. د كلي روايت، د هېواد كيسه، هلته چې ځمكه هم بوره ده، شنډه ده، د شړشم گلونه څوك نه كري او په همدې لړ كې هغه يو داسې سمبول كاروي چې د پېښو او غميزو په بهير كې جوړ شوى دى. يو داسې سمبول چې اوس د ازادۍ، يووالي، عظمت او تاريخي برم سره تړاو لري. د كابل مفهوم دى. كابل افغان ته هر څه دي، لكه د هغه ”خودي“ لكه د هغه د افسانو او د كارنامو ډگر، داسې دى.

شاعر نه يواځې دا مفهوم په دې شعر، بلكې په نورو شعرونو كې هم كاروي. دلته ” د مخ كابل “ د ”مخ قبله” ده. د مخ كاسه ده، د پخلاينې او د لاساينې او نېكمرغه ژوند سمبول هم دى. شاعر د شېبو گوټ  د زهرو په څېر له ستوني تيروي، خو د هغه تخيل د موجوده نيمگړې حالت او د هغه د ذهني او رواني تقاضو تر مينځ واټن په خيالي  جبران سره كوي. وايی :

 

ښکار

کلونه وشول، پسرلی نه راځي،

ځمکه بوره پاتې ده،

شړشم چا ونه کرل

زموږ د کلي بزگران،

ليندۍ په لاس،

ښکار،

د کوترو کوي

زه به د گلو، زيړې، زيړې، غونچې،

د آشنا،

زلفو ته،

له کومه

راوړم. (۴)

يا دا چې :

خوله یې له شونډو په سلام اخلم

له خپله بخته انتقام اخلم

ساقی تندی دې راته مه ګونځوه

نن یې له مستو سترګو جام اخلم

زاهده ستا دې وي اغزنې توبې

زه له غوټیو نه پیغام اخلم

که دې خندا رانه پردۍ شوه نو څه

خپلو دردونو نه به کام اخلم

د مخ کابل دې رانه مه سپموه

ناز دې په سترگو تر باگرام اخلم

هره شېبه شي گلورينه راته

چې د آشنا کوڅه کې گام اخلم (۵)

 

او د كابل غميزه په نوم نظم لولو:

د کابل غميزه

جنگ دې ، جنگ دې ، په سپېڅلې کابل جنگ دې

بيا په ښکلي ، نازولي کابل جنگ دې

دود يې خېژي له سوري سوري گوگله

بيا په سوي، نړېدلي کابل جنگ دی

کابل نه دی، کربلا ده، کابل نه دی

د وحشت خړه بېديا ده، کابل نه دی

هره خوا ته پکې چيغې دي، ماتم دی

مروره ترې خندا ده، کابل نه دی

کابل ژاړي، نازولی کابل ژاړي

دښمنانو، زورولی کابل ژاړي

چې مدام به يې خوله ډکه له خندا وه

اوس غمونو دردولی، کابل ژاړي  (۶)

 

كابل د شاعر له پاره د يوه ماشوم خندا ده. د مور، هيله او اسره ده. كابل د هېواد د انسان ژور احساس او عاطفه ده. كابل  د ازادۍ سمبول دى. كابل د خپلواكۍ غوښتنې، ميړانې او مقاومت كربلا ده. كابل د افسانو راوي دى. كابل د عرب يرغلگرو د وحشت او دهشت داستان دى. كابل د  بابر له خوا د پښتنو  د كله منار كيسې لري. كابل د شېر دروازې پر سر د هغه ناوې داستان لري چې  د واده پر سهار يې  د بېگار پر مهال يوازې له پادشاه مخ پټ كړ او بيا يې د پوښتنې په وړاندې ورته وويل: ((دلته يوازې همدا ته نارينه يې، نوځكه خو دا ټول په دې نه ارزې چې مخ ترې پټ كړم. د هغې ناوې  همدا خبره  نور رعيت ته د لوي پاڅون انگېزه شوه )).

كابل د اكبر خان او مكناتن د خبرو اترو او معركې  حماسه ده . كابل پر خپل ټټر د شاه شجاع د تېښتې پلونه اوس هم ساتلي  دي. ورشئ د كابل بالا حصار  زړو دېوالونو ته ودرېږئ ارومرو چې د شپې  پر مهال به تاسو د اسونو شڼهار واورۍ او د ازادۍ غوښتونكو د يرغل چېغې به مو غوږ ته درشي. تاسو به ارومرو د كيوناري د لولپه كېدو چېغې هم واورۍ. ځكه خو كابل سمبول شوى دى. كابل زموږ د نسلونو په لاشعور كې هغه لرغونى ((اركي تايپ )) دى چې يوازې په ښه او بده كې زموږ په ذهن كې كله د يوه ماشوم په توگه كله د يوه بوډا په څېره كې كله ديو مست زلمي په غرور كې او كله د يوې مور په احساس  او كله د يوې ښكلې پېغلې  په ناز او كرشمه  كې را څرگندېږي. شاعر حق لري چې كابل سمبول او د كابل ((اركي تيپ)) په  بيا بيا راژوندى كړي. دا ځكه چې اوس د هغه په ستوني كې كابل غوټه شوی دى. او هره شېبه چې د كابل ياد د هغه په ذهن كې تاوېږي، نو هغه  ژړا ته رابولي او له دې سره ورته دا فكر لوېږي چې يوه انسان ته څومره  عمر  وركړل شوى دى؟ ايا هغه به كابل وويني؟ هغه به بيا د كابل په واټونو وگرزي؟ دا يادونه د مهاجرت او غربت په چاپېريال كې، د لويديز په  خړو كوڅو كې، د لويديځ د بيروبار او كړيكو نه ډكو ښارونو كې، د سرگردانه تمدن په غولونكو اوازونو كې چې له شرقي انسانه يې اوس روحي ارام تښتولی دی د لېونتوب او ساه بندۍ او خفگان سبب نه دى؟

نه به په خير وطن ته لاړ شم          او نه به د هغې ليلا دور وگورمه

●●●

ولاديمير اسمولينسكي چې پلار يې ځمكه وال او د پوځ افسر وو په ۱۹۲۰ كال د بلشويكانو له خوا ووژل شو. نوموړى له روسيې وتښتېده. پاريس ته ولاړ او په ۱۹۲۹ كال كې يې (د لمر پرېواته) په نوم لومړۍ شعري ټولگه چاپ كړه. هغه په يوه شعر كې چې عنوان يې دى (د هر اواز سره فرياد كړم...) وايی:

په هر اواز چې چېغې كړم بيا هم ځواب نه اورم

په هر نظر چې وكسم بيا هم نه وينم

خو ته هماغه  شان ماته نږدې يې

ته پرځاى زما په ټټر كې يې

زما په زړه كې دننه يې

اى روسيې، موږ يو له بله ابدي ژمنه لرو

يوازې په هڅو ژوندي يو

ستا د كنگل ساه، زما په درانه نفس اوساه كې ده

زما او ستا ترمينځ د سردابو نو او دېوالونو واټن دى

كلونه، اوښكې او لوگي، خو ترابده، له بې وفايې لېرې، يو د بل سترگو ته گورو.

اى روسيې څه ترخه څه مهربان او په څه ځمكنۍ هيرولو

ستا اسماني سترگې، له اميده خالي تورتم ته دننه گوري ( ۷)

 

او كاوون وايی :

راځه چې وژاړو

راځه چې وژاړو په چېغو چېغو

دلته خو نور څه د خندا لپاره پاتې نه دي

دلته رڼې ميکدې وسوزېدې

دلته نشې په وېر بدلې شولې

چې د مستيو هنگامې وې پکې

لاړې هغه کوڅې، شډلې شولې

دلته، وحشي بادونو ټول گلونه ورژول

دلته ترخو سيليو شنه باغونه وسوزول

چې ستا راتلو ته يې شېبې شمېرلې

چې ستا پلونه يې په عطرو وينځل

هغه تنکۍ،

تنکۍ

غوټۍ

بهاره، پاتې نه دي

هلته چې ما او تا، د مينې په سپېڅلي نامه

د زړونو شمې، د قصو په ښار کې بلې کړلې

هلته چې موږ د شپې وزرونه، په لمرينو پلوشو وتړل

هلته چې موږ د مرجاني اوښکو ځلانده غمي

د ارمانونو د ماڼۍ په دېواله وټومبل

تاندې غوټۍ مو د وږمې په لار کې بلې کړلې

کودړي هم اوس د قصو له ښاره پاتې نه دي

دلته د تاک ونه کافره بولي

دلته سندرو ته زندۍ اچوي

دلته د پوهې دروازې تړلي

دلته، تخته او تباشير اوس شيطاني توري دي

قلم څوک نه پېژني

کتاب معنا نه لري

دلته په شونډو اوس يوازې د ټوپک قصه ده

د الفبې، خوږې نغمې له خونړي ناتاره پاتې نه دي

هغه د کلي سپېدار، او هغه جگې د چنارو ونې

چې يې سرونه رسېدل تر شنه اسمانه پورې

د مجنون ولې غوندې

اوس يې سرونه په پښو لگېږي

اوس هغه سبر قامتونه، ياره پاتې نه دي

راځه چې وژاړو،

په چېغو

چېغو (۸)

 

دا شعر د يوې غميزې داستان دى. د غميزې شعر په ژړا پيل كېږي او بيا كيسه كوي. د حالت او حادثې كيسه ٠ شعر د پېښې له يادښت  نه وروسته شا ته ستنېږي او د اوږده او ترخه ناتار كيسه بيانوي. په دويم بند كې شاعر د خپل مخاطب سره تير ياد تداعي كوي او د لومړني ناورين پر بستر د سويو او ناكامو هيلو تصوير باسي. دغه انځور د ((زړونو شمعه))  د ((كيسو ښار))  د ((شپې وزرونو)) ((لمرينو پلوشو)) د ((ارمانونو ماڼۍ)) په تركيبونو كې انځوروي.

شاعر د كيسو ښار ته ورځي او د كيسو د ښار د كوډلو نه پاتې كېدل د شعر داستاني او روايتي انداز ته زيان رسوي.

په دويم بند كې فرهنگي حالت بيانېږي، د تاك ونه، سندرو ته زندۍ شاعرانه تركيبونه دي، خو د پوهې دروازو تړل، تخته او تباشير، قلم پېژندل، كتاب مانانه لرل مفاهيم له عمق څخه په اسانۍ شعوري سطحې ته راباسي.

خو اوس مهال د ټوپك كيسه، دحالت كيسه كوي او موجوده وضع ترسيموي، خو شعر په لوړ او ډېر عالي تركيبونو، لكه د سپيدار ونه ، جگې د چنار ونې، د مجنون ولې او نورو په ډېرو ښو استعارو كې انځور شويدي چې د لوستونكي تخيل او محسوسات سره نږدې كوي. داسمه ده چې چنار دلته د لويي او عظمت د سمبول په توگه راغلى. د غرور او وياړ جوگه دى، خو ((مجنون وله)) لكه څنگه چې له نامه يې هم جوتېږي د نه  غرور افاده كوي، خو مجنون وله د عشق او عشق ته د تسليمۍ سمبول د ښكلا او ناز او كرشمو سمبول هم كيداى شي.

●●●

خو د ”پردي“ په نوم شعر په لومړي وار كې هسې په ليدلو سره  لوستونكى له يوې مانا او حالت سره مخامخ كوي. دغه حالت د كډوال كېدلو او جلا  وطنۍ حالت دى. كله ناكله سرليك او نوم  هم د شعر په شعريت كې ډېره اغېزه لري. يا يې شعريت ورزياتوي  او يا يې  كموي.

د ساده عباراتو، حكاياتو او نورو مسايلو ژبه د شعر له ژبې په بشپړه توگه توپير لري. د شعر ژبه د يو انسان  د شاعر د دروني توپان څخه راولاړيږي. هغه توپان چې د هغه په ذهن كې دى. د هغه په روان او لاشعور كې دى او دا د هغه كليماتو په بڼه رابرسېره كېږي چې لوستونكى او اورېدونكې له موجوده موقعيته لېري كوي او د هغه انځورونو ښار ته يې له ځانه سره وړي، چې هر انځور په كې يو څه لري. هدف دا دى چې شعر هېڅكله وچ احكام نه دى او داسې كليمات نه دى چى  د تصوير او خيال لباس يې نه وي اغوستلى.

خو كه د ((پردي)) له سرليك څخه تير شو. په دې  شعر كې يو صادقانه درد ترسيم شوى دى. د يوه ترخه واقعيت نه را ټوكېدلى درد، د كډوال يا د درېيمې نړۍ د مهاجر انسان اواز يا د بې وطنه او بې هدېرې انسان چيغه ده. دا داسې نظم دى چې شاعر پكې خپله كيسه كوي. د خپل ځان په څېر د نورو كيسه او كله نا كله د شعر په اوږدو كې د ماضې په لور ورستنېږي او د تېر داستان يادونه هم كوي. فلسطينى شاعر محمود درويش هم دا ډول يو شعر لري، خو د كاوون شعر پښتون شعر دى. مانا دا چې ټول استعارات او انځورونه د پښتنې چاپېريال پورې  اړوند دى. لومړى د كاوون شعر لولو:

 

پردی

 

دلته پردی يم څوک مې نه پېژني

څوک مې سلام ته هم سلام نه وايی

څوک مې له ځانه سره ځان نه گڼی

څوک راته سيال د ننگ او نام نه وايی

نه مې له چا سره خندا ويشلې

نه مې له چا سره ژړا شريکه

نه مې له نورو سره مينه يو شان

نه مې له نورو سره سا شريکه

لکه له ونې جلا شوې پاڼه

د زمانې سيلۍ په سر اخېستی

لکه د شپې توفان وهلی مرغه

سړو بادونو مې وزر اخېستی

لکه له ياده تښتېدلې قصه

نور د چا ذهن تخنولی نه شم

لکه د وخت په شپو کې ورکه هيله

نور د چا زړونه تودولی نه شم

لکه په سوبه کې مات شوی سرباز

له ځانه ستړی، له جهانه ستړی

لکه په مينه کې ناکامه مين

له هوډه ستړی، له پيمانه ستړی

هلته مې سر وو تر آسمانه اوچت

دلته پردی يم، خيراتخور مې گڼي

هلته اتل ومه په خپله خاوره

دلته بې وياړه يمه، تور مې گڼي

د سرو سکروټو له بارانه راغلم

د تومتونو د ږليو ښار ته

له تورو وريځو نه راوتښتېدم

راغلم د باد او د سېليو ښار ته

زما شرقي وينه د مينې تږې

خو دلته کرکه ده په هر قدم کې

زه د يوې پستې خبرې لېوال

خو دلته تيږې دي زما په چم کې

راته سړو سړو کتو کې وايی:

ته بېگانه يې ته وطن نه لرې

ته د سپېرو دښتو سپېره اغزی يې

ته لياقت د دې چمن نه لرې

ته دوزخي ستا يې څه په جنت

ته صحرا يې، یې ته چمن څه کوې

ته وچ لرگی د سوزېدلو وړ يې

ستا يې په باغ څه، په گلشن څه کوې؟

که لېرې پاتې شم وحشي مې بولي

که ورنژدې شم رانه ځان ټولوي

که مينه وغواړمه کرکه کوي

که کرکه وکوم، دنيا نړوي

د بوټو څانگې يې اغزي دي راته

د گل خندا يې له پېغوره ډکه

له زړو ونو نه يې زهر څاڅي

ځوانه اروا يې له سره اوره ډکه

زه د وطن د جگو غرو بوټی يم

دلته پردي چمن کې نه شين کېږم

په لمر خاته کې مې ريښه ښخه ده

دلته غربي گلشن کې نه شين کېږم

دلته پردی يم، څوک مې نه پېژني

زما عزت او زما پت هلته دی

دلته پردي جنت کې نه ځايېږم

زما دوزخ زما جنت هلته دی (۹)

 

خو د ((پردي)) په شعر كې كيسه او روايت موجود دى. كله هم تېر ته ورستنېږي او كله هم د موجود ترخه حالت ياد كوي ((كله هم پرتلنه كوي)). د لويديځ ماشيني تمدن بې ارزښتي د انسان په وړاندې لمس كوي او هم د توپيري سياستونو كرغېړن او كبرجن حالت ترسيموي. دلته د جوزف كنراد د ((يمي كاستر)) اثر چې د جلا وطنۍ يا د مهاجرت په باب كښل شوى دى، يوې برخې ته كتنه كوو. كنراد له پولېند څخه شړل شوى وو. د كنراد دغه وسوسه چې له څه سرنوشت سره به مخامخ شي، د نوي چاپېريال سره د سازش او انطباق د ټولو لاروچارو پلټنه كوي. دا داستان د داسې بلاگانو تشريح ده چې د ختيزې اروپا د يو كليوال ((يانگو گورال)) ورسره مخامخ كېږي چې بيړۍ يې امريكا ته د تللو په لاره كې د انگليستان په سواحلو كې له يوې پرخې سره ټكر كېږي، وايي :

((واقعاً چې ډېره سخته ده چې انسان د ځمكې په يو نامالومه كنج كې پرته له دې چې څوك وپوهېږي چې له كومه راغلى دى ځان حيران او بې لاس وبې پښو او نابلده  وويني، خو باور نه كوم چې د ماتې بېړۍ د ټولو ورانكارو په مينځ كې چې د نړۍ له ډېرو وحشي څنډو څخه  دلته راغلی دی نور دې د داسې بدمرغه انسان په څېر وي كوم چې  د هغه په باب خبرې كوم. دا يو هغه د سمندر له اخوا څخه يو ډېر بې گناه شړل شوی  ورانكارى دى ....)) (۱۰)

په دې لړ كې د فلسطيني شاعر محمود درويش يو شعر گورو هغه وايي :

(( خو زه اواره يم

پخپلو سترگو مې مهر كړه،

ته چې هر چېرې يې ما له ځانه سره يوسه، ته چې هر څه يې ما يوسه.

ماته مې د بارخوگانو رنگ بيرته راكړه.

د تن تودوخه مې

د زړه او سترگو مېنه  مې

د ډوډۍ خوشالي او تريووالى

د مورني ټاتوبي د خاورو مزه،

پخپلو سترگو كې راته پناه راكړه.

د غم جونگړې  د ياد په څېر مې له ځانه سره يوسه

چې ماشومان مو هېر نه كړي چې بايد

كورته ورستانه شي. (۱۱)

 

او كاوون وايی :

اندېښنه

اندېښنه د يوې ونې په سر نه ده

اندېښنه، د يوه باغ د رژېدو ده

که يوه چينه ړنډه شي باک يې نشته

د تمام کلي وياله په وچېدو ده

 

كله چې د غزل فورم گورو، هلته هم دا مفكوره په هماغه عمق او ژوروالي سره ترسيم شوې ده. د غزل په فورم كې چې مفاهيم او استعارې يې د پښتو د كلاسيك شعر سره څنگ لگوي، د خپل دوران د پېښې داستان وايی، لكه لاندې غزل :

 

مړې ډيوې

 

ساقي دروغجنې دې وعدې شوې، ډيوې بلې نه شوې

په ميکده کې ډيوې مړې شوې، ډيوې بلې نه شوې

خمونه تش، پيالې نسکورې، ميکدې وېجاړې

بيا د زاړه زاهد دورې شوې، ډيوې بلې نه شوې

سپوږمۍ په وريځو کې وېده، ستوري دودونو کې پټ

د تورې شپې زلفې خورې شوې، ډيوې بلې نه شوې

تشه بيديا ده نه ليلا نه يې کېږدۍ شته پکې

مجنونه! خاورې دې اسرې شوې، ډيوې بلې نه شوې

يوه سپرغۍ وه ځلېدله د ايرو په مينځ کې

اوس هرې خوا ته سرې لمبې شوې ، ډيوې بلې نه شوې

باغ کې چوپتيا ده، ونې زانگي د ماتم په څڼو

د ژمي شپې څومره اوږدې شوې، ډيوې بلې نه شوې

چا يې په ياد چېرته نه شمه او نه ګل کېښوده

د سرو غاټولو مرۍ پرې شوې، ډيوې بلې نه شوې

د جانان غمه د زړه کور راته روښانه که ته

بيا تور ماښام، تورې تيارې شوې، ډيوې بلې نه شوې (۱۲)

 

كاوون سره له دې چې ځانگړې لاره لري او هغه ته په شعر كې موږ د كاوون لار يا سبك ويلی شو ، خو د دې واقعيت له مخې چې شاعر د زمان په يوه واټن كې شاعر كېږي، د خپل دوران د فرهنگي چاپېريال ټول مثبت او غوره ارزښتونه جلبوي، لكه :

يو ليک، يو پيغام

يه د وطن د ارمانونو ياره                يه د ولس د فريادونو ياره

زما د غم او د قلم شريکه         يه د کابل د ماتمونو ياره

تا مې د زړه په سوزېدلې دښته     بيا د يادونو اغزي وټوکول

تامې د ذهن رژېدلي باغ کې                بيا د غمونو گلان وغوړول

تامې د سترگو د اسمان لمنې               بیا د ماتم په وریځو ولړلې

تامې بې وسه بې فرياده اوښکې         بيا د ارمان په مزار وشيندلې

...بيا به کابل شي د ننگونو کابل         د تل ژونديو پرتمونو کابل

د ټول افغان د امیدونو کابل              د برياليو ارمانونو کابل  (۱۳)

 

۲- د باد كنډوالى او د لرغونو رواياتو او سمبولونو شتون

اسطوره اوسمبول يعنې څه ؟

د تخييل له پاره چې كوم كليمات او مفاهيم كارول كيږي، لكه : تصوير، نښه، استعاره  يا مثل، رمز يا نښه (علامه، نښان) تمثيل، اسطوره، صورت، تمثال، بت يا صنم څخه عبارت دي.

د يوه فلسفي څېړونكي لالاند په نظر سمبول هغه عيني نښه ده چې په طبيعي وسايلو كې يو څه شى غايب يا د مشاهدې وړ څيز په توگه مجسم كړي. د يونگ په قول: سمبول  د يو شي د مجسم كولو له پاره ډېر ښه امكان دى چې نسبتا ناپيژندل شوی پاتې دى او نه شو كولى هغه په روښانه توگه وښايو يا دا چې سمبول د مثل يا استعارې ضد دى. استعاره يا مثل د يوې انتزاعي مفكورې او مفهوم څخه تصوير جوړوي يعنې د مجرد فكر تصوير ي بيان دى. (۱۴)

 

اسطوره: د نولسمې پېړۍ زياتره انتروپالوجستان اسطوره د بدوي انسان علم گڼي، خو د اوسنيو انتروپالوجستانو په نظر داسې نه ده. د ارواپوه يونگ په نظر چې وايی بدوي انسان د عالم د مشهوداتو  توضيح  له پاره دومره علاقه نه لري. اسطوره په اصل كې يوه رواني پديده ده چې د روح ماهيت څرگندوي. اسطوره ناارامه انسان ته توضيح كوي چې د هغه په نااگاه كې څه تېرېدل او هغه څه چې تېر شوي دي ولې ابدې پاتې دي :

اسطوره يو سمبوليك بيان دى. اسطوره هغه څه دي د انسان د ننني  روان د غير عقلي درام څخه د عكس العمل په وسيله د بشريت د خبرتيا له پاره راووځي او په طبيعي پېښو كې منعكس كېږي)). (۱۵)

 

گورو چې دا ټول مذهبي سمبولونه دي. د ځېنو ارواه پوهانو په باور د انسان لومړنی دستاورد او يا لاس ته راوړنه مذهبي هغه ده. مذهب د انسان له ((خودى)) او ((اركى تايپونو)) سره ډېرې پياوړي اړيكي لري. د يونگ په قول لومړنې جادوگر هم كشيش وو. دا سمبولونه نسبت نورو هغو ته ډېر عام او د منلو وړدي او ډېر ژر تداعي كيږي. امام، سجده، بتان، او نور مفاهيم ټول او ټول هغه څه دي چې لوستونكى ژر كولى شي د شاعر په ژوند كې شعور پيدا كړي. يو سبب دا هم دى چې همدغه سبك او ښكلاييز توكي او عناصر او مفاهيم دى چې د كاوون شعر ته يې دا وس او قوت وركړى چې د لوستونكي په حافظه كې پاتې شي. په دې برخه كې به بېځايه نه وي كه ووايو چې موږ  دوه ډوله شعرونه لرو.

يو هغه شعرونه دې چې لكه د باد څپه خپله ښكلا ځلوي، خو ډېره ژر د احساس او حافظې له دايرې ووځي او بل هغه شعرونه دي چې پېښه لري او پېښې له تصاويرو سره ژبه پيدا كوي، كيسه كوي. روايت كوي او ځان څرگندوي.

په راوروسته شعر كې ((بېگناه گناهكار))، د ((سپېڅلې اقتدا گناهكار))، له ((ځانه تېښته))، د ((دوزخ په څنډو لوبېدل))، د ((جنت په گلو كې سوزيدل))، او د ((نور په تمه په تيارو اوښتل))، ټول هغه مذهبې مفاهيم دى چې بشريت پخپله په خپل خلاق ذهن ايجاد كړي، او د همدغه اساطيرو پر بنياد يې ځانته  د محدوديتونو يوه كلا جوړه كړي، خو شاعر دا خبره په زغرده كوي چې څرنگه اوس له ځانه تښتي؟ ايا دا ځان كوم ځان دى؟څرگنده ده چې د عقل دونيا ده او نه غواړي تېر ترخه حوادث تداعي كړي او بيا پرې ذهني مشغوليت پيدا كړي.

نوموړی په خپل  شعر كې د يو لړ تأملاتو او دقتونو وروسته خپله خبره كوي. ولې هغه د سجدى او بتانو سمبول كاروي؟ ولې هغه د امامانو سمبول كاروي؟ ولې هغه د گناهكارو او اقتداء سمبول كاروي؟

زه له سجدو زه له بتانو ستړی

زه له دروغجنو امامانو ستړی

زه نا آشنا په نا آشنا کلي کې

سترگې نمجنې د خندا کلي کې

زه گناهگار زه بې گناه گناهگار

زه د سپېڅلې اقتدا، گناهگار

ساقي په ميوو کې لمبل غواړمه

د گناه پېټي سپکول غواړمه

له ځانه تښتم د جانان په هيله

له کوره وځم د بيابان په هيله

زه د دوزخ په څنډو ولوبېدم

زه د جنت گلو کې وسوزېدم

زه د کوثرو په خيال وزنگېدم

زه د وختونو په ټال وزنگېدم

ما خپله ورکه پيدا نه کړه چېرته

ما هغه تللې زما نه کړه چېرته

د نور په هيله په تيارو واوښتم

د گل په لټه په اغزو واوښتم

په سپينو سپينو کې مې تور ولېدل

غوښتل مې نورڅه، خو ما نور وليدل

راکه ساقي راکه سپېڅلې اوبه

د تاک له سترگو څڅېدلې اوبه

راکه چې ويې څښم لمبه، لمبه شم

اور شم، سکروټه شمه، سره لمبه شم

ساقي! راغلی يمه وار ماتوم

ساقي! د ټول عمر خمار ماتوم (۱۶)

 

كاوون د يو داسې معاصر شاعر په توگه چې اوس له يو ډول ((فرهنگي پرديوالي)) سره مخامخ دى. دغه پرديوالى په نوموړي لكه خپسكه فشار راوړي. شاعر همدغه ستونزه په خبره او ناخبره توگه احساسوي او د دې له پاره چې له دغه پرديوالي او بې ريښه توب څخه ځان وژغوري. د شعر ژبه اړوي، د شعر له پاره بله ژبه اختياروي. دغه ژبه د انساني ذهن له ژورو (اعماق) څخه راپورته كوي او هغه مفاهيم كاروي كوم چې د شاعر په فرهنگ كې اوږدې ريښې لري.

د دې له پاره چې مساله يو څه نوره هم روښانه شي او مطلب په ښه توگه  جوت  شې د يونگ يوې مفكورې ته پام رااړوو:

يونگ په دې باور دى چې بشريت يو گډ او مشترك ((ناخود اگاه)) لري چې ځينې ژباړونكي يې ((قومي لاشعور)) او ځينې يې ټولنيز لاشعور بولي. البته دا دوه گړنې هم تامل ته اړه لري. د يونگ په باور د دغه ناخوداگاه شتمني يو ډول موروثي او غريزي ده او داسې تصويرونه او سمبولونه لري. داسې طرحې لري چې  په هنر، اساطيرو او خوبونو كې انعكاس كوي. همدارنگه شاعر د خپل شعر د ژبې له پاره مذهبي مفاهيم زيات رااخلي. دا داسې مفاهيم دي چې په متكامل يا تكامل مېندلي شكل سره يې د شاعر د فرهنگي چاپېريال په ټولو شريك بانو كې يو شان مانا تداعي كوي، خو له بلې خوا زموږ د مطلوب شاعر چې دلته پرې خبرې كوو دا مفاهيم د شاعر د غربت په چاپېريال كې نشته او نه خو رسميت او رواج لري. د مثال په توگه: سيپاره، ايتونه، لمونځونه، ذكر، د زړه مسجد، بتان، تندي، د سجدو سوداگر، جنت، دوزخ، روژه، طهور، زکاتونه، د شک تږي، د يقين چينې، معبده، د ټول عمر عبادت، گناه، رنگين جنتونه، دنيا او د عقبا ثوابونه ٬ کوثر، خپله ورکه ، ستا پيدا او داسې نور....

د ځېنو شعر پېژندونكو په اند شعر داسې حالت دى چې د شعور پرځاى په كې لا شعور ډېر فعال دى. لاشعور د تصويرونو او سمبولونو داسې ناپايه مخزن دې چې څومره د انسان اگاهي د هغه ژورو ته وركوزېږې هغومره د پېړيو ټولو مفاهيمو او داستانونو او اساطيرو سره مخامخ كېږي. زه نه شم ويلی چې شاعر دې دا كار اگاهانه كړي وي، خو په دى كې هم د لويديځ تمدن سره يو چلنج ليدل كېږي او د خپل اصلي بومي فرهنگ، پښتنې فرهنگ څخه، اسلامي ارزښتونو څخه د ديني اساطيرو څخه كار اخلي. دغه ديني مفاهيم د بشريت د لومړني ذهن مولود دی او په پېړيو پېړيو يې ازمويلي او تجربه كړي دي.

شاعر د يقين لټه د يوه عابد او متقي انسان په توگه په داسې تصاويرو كې پيل كوي چې د دغه متداول باور نه هم لږ اخوا گام ږدي. هغه په دغه مذهبي مفاهيمو كې د اعتقاد ټول سمبولونه او مفاهيم او حالتونه نفي كوي او د خپل عالي او اوچت هدف په لور گام اخلي.

د يقين په لټه

ستا د سترگو سيپارو کې مې لوستلي

د تلپاتې خوږې مينې آيتونه

څه پروا ده که لمونځونه مې قضا کړل

يا مې شونډې ستا په ذکر ستړې نه شوې

د خپل زړه مسجد سپېڅلې درته ساتم

بلوم پکې د اوښکو څراغونه

چې د مخ کعبه دې ونيوه بتانو

له تندي نه مې زاړه خاپونه لاړل

زه خو هسې د سجدو سوداگر نه يم

نه جنت غواړم نه سره دوزخ ته ژاړم

خو روژه به په طهورو ماته نه کړم

که نصيب مې شول د شونډو زکاتونه

د کوثرو د پيالو په تمه نه يم

بس يوازې يو ديدن درځنې غواړم

خپله ورکه لټوم ستا په پيدا کې

د شک تږي د يقين چينې ته بيايم

معبده مې په خپل زړه کې جوړه کړې

پکې ستا يمه د مينې شنه يادونه

د ټول عمر عبادت به ترېنه ځار کړم

که يوه شپه مې منلی په گناه کړې

له رنگينو جنتونو نه به تېر شم

که يوه پياله سکروټې راته راکړې

د دنيا او د عقبا پروا مې نشته

ما د عشق په پښو کې توی کړل ثوابونه (۱۷)

 

د سكروټو د ښار شعر يو غزل دى. د غزل په فورم كې ويل شوي دي، خو دا داسې غزل نه دى چې زيات مكررات ولري او د پښتو د نورو غزلونو په څېر زوړ مضمون ولري. غزل له پيله په پېښه پيل كيږي. حادثه تداعي كوي او په حادثه كې شاعر خپله خبره هم كول غواړي. سره له دې چې ځينې مفاهيم په كې تكراري دي، لكه ((په تندي مې د سجدو داغونه نشته)) خو د خپل چاپېريال او د خپل زمان دروغ او نارښتينواله د شاعر له پاره د درد نقطه ده. ((په ساړه ژمې يې نوم د بهار كيښود)).

د سکر وټو ښار

نن يې بيا خونړی خال په رخسار کېښود

په جلوه کې يې ښايست په گلزار کېښود

عشقه وړ يې په رښتيا د سلطنت شه

د زړه تخت مې د سکروټو په ښار کېښود

له جنته دې در تېر شومه ز اهده

نن مې سر په دروازه کې د يار کېښود

په تندي مې د سجدو داغونه نشته

ميکده کې مې زنځير او زنار کېښود

زه د خپلو ساده گيو قرباني يم

چې مې لاس په کوټنۍ کې د مار کېښود

پرون راغله اور يې بل راته په زړه که

نن يې گل راته په سوي مزار کېښود

ددې وخت ناخوالې وګوره کاوونه

په ساړه ژمي يې نوم د بهار کېښود (۱۸)

 

 

د خداى په ژبه شعر كې شاعر بيا هم له ديني مفاهيمو كار اخلي. دى نړۍ، ژوند، او روزگار ته په يو ډول د والېزم قايل دى. يوى خوا ته خداى او بل لور ته شيطان.

د خدای په ژبه

جانانه پاڅېږه ډيوه بله که

د زړه روښانه مملکت مې تروږميو ونيو

سترگې مې نه غړېږي، لار نه وينم

هوا درنده ده دلته

سا نه اخلم

کړکۍ مې پرانېزه د باغ په لورې

جانانه پاڅېږه ډيوه بله که

زه د ابليس په ژبه نه پوهېږم

ماته د خدای په ژبه  وغږېږه

نور له ديدنه د شيطان ستړی يم

لږ راته مخ د پرښتو وښيه

لږ مې نظر په رڼا ولمبوه

لږمې  د لمر په څڼو وزنگوه

لږ راته حورې د شغلو وښيه

پدې درنده هوا کې

يوازې کرکه ووري

کرکه خاندي

کرکه ناڅي

او د خوږې مينې تنکي گلونه

د وچو شونډو په سپېرو دښتو کې وسوزېدل

يوازې کرکه ده چې ناڅي د ابليس په ژبه

زه د ابليس په ژبه نه پوهېږم

ماته،

د خدای،

په ژبه،

وغږېږه. (۱۹)

●●●

يا داچې :

خوب

وېده وم خوب مې ليده

چې د شپې دروند او پړسېدلی بدن

زموږ د کلي د غونډۍ له پاسه

د سپين سهار،

په دار،

ختلی،

ځړېدلې، ښکاري،

وېده وم، خوب مې ليده

چې د لمر پېغلې او زرينې، نازنينې لوڼې،

زموږ د کلي د گلبوټو په قالينو باندې،

خاندي،

مستي کوي،

نڅاوې کوي

او په خمارو، شپو وهلو څانگو ويشي د رڼا جامونه

وېده وم، خوب مې ليده

 

وېده وم، خوب مې ليده

چې يوه بېساري، گلالي پسرلي،

زموږ د کلي، باغ، په سر اخېستی،

او د غوټيو بهير

زرغونو لښتو کې څپې، څپې رنگونه کري

وېده وم خوب مې ليده

چې ډلې، ډلې کليوالې مسافرې مرغۍ

بېرته ستنېږي له پرديو نا آشنا باغونو

او بيا له ډېرو کلو وروسته

د خپل کلي،

د چنار،

په څانگو،

د ناز خوبونه کوي

وېده وم،

خوب مې،

ليده

خو چې راپاڅېدمه،

سترگې مې پرانېستلې

ومې ليدل

د شپې بويناک او پړسېدلی بدن

لکه ورسته او کرغېړنه وږمه

زموږ د کلي په کوڅو کې لا تراوسه جاري

او د لمر، پېغلې،

نازنينې

او حسينې

لوڼې

زموږ د کلي د دېوال تر شا هماغسې په خوب وېدې دي .

او باغ

تراوسه

رژېدلی

نښتيېځلی

پروت دی

نه د غوټيو بهير

نه د گلونو کاروان

نه د رنگونو څپې

نه د مرغيو د وزرونو، اواز،

او نه د لښتو تنفس

چمن

خالي

له ټولو

يوازې شپه

يوازې دود

يوازې خړه وسپنيزه هوا

زموږ د کلي په کوڅو کې، جاري  (۲۰)

 

ملا په پښتنې فرهنگ كې يو مذهبي مفهوم دى. دا مفهوم د مانا په اصلي مصداق اوس نه كارول كيږي. په كليت كې دا مفهوم اوس  د پښتو په معاصر شعر كې يو سمبول شوى دى. دا سمبول، د جهالت د ظلمت، د تحجر سمبول، د ورانۍ سمبول، د ډېر خورۍ سمبول، د تمې او بۍ غرورۍ سمبول دى. د پښتنو په اصيل فرهنگ كې ملا د سپين پټكې په نوم يادېږي. ملا په ټولنيز لحاظ په لاندې او ټيټ ((كاست)) كې شمېرل كېږي. نوموړی ان په جرگه كې د ناستې او پرېكړې حق نه لري. ملا ټوك خور او خيرات خور دى. لوى خوشال ملا څو ځايه په خپلو شعرونو كې مسخره كړى دى. د اخوند دروېزه پلار چې يو ملا وو په لغمان كې، د يو سړى له خوا په خيرات كې سپك شو او د ښوروا غوړ لاس يې د اخوند دروېزه د پلار په ږيره پاك كړ. نوموړي له هماغه ځايه عقده واخيسته او د پير بابا يا ترمذي دايرې ته ورغى. د هغه زوى اخوند دروېزه ترڅو چې يې وسه كېده د پښتنو د دوښمنانو يا مغلو په خدمت كې وواو تر پایه د پښتنو د ستر غورځنگ، روښاني غورځنگ په وړاندې ودرېد.

●●●

 

كاوون هم دا سنت روزلى دى. هغه د خپل تن او روان په ذراتو د ملا د منافقت او وېجاړوونكی عمل ضرب ليدلى دى. همداسې موجود لكه ملا په اسانۍ سره د بل غلام كيدلى شي. هغه چې يوازې د څو زېړو كتابونو پرته ان  د خپل هېواد له  جغرافې، تاريخ او سياست نه خبر نه دى او نه ورته ارزښت لري.

ځكه خو د شاعر حساس ذهن هم دې ته را تخنيدلى چې شعر ووايی او هغه هم د ملا د هغه كړو وړو په باب چې كله د كابل په بازار راننوت، له ژونديو يې ساه واخېسته او له مړو يې كفن. په دې باب كله چې زه دا شعر لولم د ۱۹۹۲كال د ثور د اتمې غميزه رايادېږي چې د سرپو دوندوكار يې په اسمان كې جوړ كړ او بيا له هغې ورځې وروسته  تر ډېره وخته د وطن خلكو سمه او روښانه ورځ ونه ليده. د ملا په اړوند د كاوون ژبه نوى ده. هغه بيا هم له سمبولونو كار اخلي. باد ....

د باد په کجاوه کې

ملا د باد په کجاوه کې راغی

ملا د ورېځو د اوښانو له کاروانه سره

په ښار راننوته

او په خورجينه کې يې

يو څو ناچلي

له تاريخه غورزېدلې

کرنسۍ راوړي

ملا، کوڅه په کوڅه گرځي له ښاريانو نه خندا رانيسي

ملا ټوپک غاړې ته واچاوه، جگړې ته ولاړ

ملا غزا کوي جامې رنگوي

ملا په سپينو، نازنينو گوتو

د خپل لنډي ټوپک ماشه راکاږي

ملا د کفر په کاله باندې يرغل راوړی

ملا په سپينه بادي او ښه باندې زين کېښوده

ملا ته گوره

هم غازي شو هم شهيد

هم سلامت

بېرته تر کوره راغی

ملا بزگر شو، په پټيو کې سکروټې کري

ملا د سرو لمبو سترۍ ټولوي

او د لوگيو درمنده ته له خندا شين دی

ملا ياغي شو ، له محرابه ووت

ملا د خدای خونه په تيږو ولي

ملا په سر د کاغذي گلونو تاج راوړی

ملا د تخت په طلايي مورگو لاسونه اېښي

ملا بې سته، بې پوښتنې د جنت په دروازه ننوت

ملا ساقي شو،

ملا ويشي د کوثرو،

پيالې

ملا د حورو، له غوښنو گلابي شونډو مچکې اخلي

ملا په سپينه او سپېڅلې شمله بنگ وتړل

ملا باران شو

ملا، باد شو،

ملا، وورېده،

ملا د وريځو له ړندو سترگو نه وڅڅېده

او ملا سپين شو،

ملا سور شو

ملا تور وخته

ملا د تورې شپې څادر شو، په ښار وغوړېده

او ملا سيوری شو،

خو نه پوهېږم

چې د څښتن ، که د شيطان سيوری

د جانان سيوری که د ځان سيوری. (۲۱)

 

د كاوون په شعر كې د عشق او فورم  په باب يادونه:

د مينې شعر او د هغه فورم ته يوه كتنه

وايی چې يو سړی ښار ته راغی او د شاعر پوښتنه يې كوله. شاعر يې پيدا كړ او ترې ويې پوښتل څه سبب دی چې دومره زيات مشهور يې؟ شاعر ورته وويل: وگوره اسمان ته هلته څه گوري ؟ ماښام مهال وو. لاروي وويل: يوازې په اسمان كې هلال وينم. بيا شاعر ورته وويل: اوس سترگې پټې كړه او وگوره څه وينې ؟

هغه سترگې پټې كړی او ورته وی ويل څه نه وينم. شاعر ورته وويل: زما او ستا تر مينځ همدا توپير دی. كله چې زه سترگې پټې كړم. زه هلال له دې هم ښكلی وينم، نو كيداى شي دا زما د شهرت سبب وي. خوشال بابا وايی :

عارفان د سر په سترگو گوتې كېږدي

د خپل زړه په سترگو ويني تماشا كا

شعر او عرفان له يوه نسله دي او ډېري نږدې نسبي اړيكي لري. هغه څه چې شاعر او عارف نړۍ ته گوري او ويني يې. عالم او فلسفي يې نه ويني.

خبره دا ده چې موږ له نړۍ سره او د خپلې شاوخوا سره له دوه لارو مخامخ كېږو. يو د علم او پوهې له ليارې چې په يو ډول منطقي وسايلو ترسره كېږي اوانسان ته د دې امكان وركوي چې نړۍ او چاپېريال زموږ د غوښتنو او ارادې پر بنياد جوړه او بدلون وركړي، خو بل شاعرانه لاره ده چې له نړۍ او د هغه موجوداتو  څخه اغېزه ده چې په بل عبارت  زموږ د اغېز موندنې ډگر دی. موږ په دوه ډولونو نړۍ ته سترگې پرانيزو او هر ډول ژبنۍ سترگې غړول او اورېدل د يو ډول جوړ جاړي او تناسب جوړولو غوښتنه كوي.

موږ هغه مهال شاعر يو او شاعرانه نړۍ ته گورو تر هغو چې زموږ ژبه را څرگندېږي او له نړۍ سره هغه د احساس له مخې رابطه او نسبت ټينگوو او له دې لارې په موجوداتو كې د شاعر د حضور سبب كېږي. يعنې دلته موږ ځينې شيانو ته د خپلو اهدافو له مخې گورو او ژبې ته غوږ ږدو. يعنې د ژبپوهنې ښكلاييز اړخ يعنې نړۍ لكه په كليماتو باندې د لوبو يو ډگر دى  چې د انسان په  خدمت كې ځاى نيسي.

خو د شعر فورم يعنې څه ؟

هغه څه دي چې شعر د انسان په وړاندې دروي. د لوستونكې پرمخ قد راپورته كوي. د شعر فورم دى. د شعر فورم يعنې هغه څه چې لوستونكى نه پرېږدى چې له شعر نه وتښتي. فورهم يعنې مخ پر مخ. يعنې مخامخ، يعنې په مقابل كې يعنې ټينگ او پرله پسې او دايمي دريدل. هغه شعر چې فورم لري د كاغذ له سطحى ووځي، بلكې درېږي، حجم پيدا كوي، قدوقامت پيدا كوي. داسې چې د چا خبره كېداى شې د كليماتو عمودي شكل په توگه د كاغذ پرمخ وليدل شي. د شعر په  باب او د شعر د فورم په باب دا وينا صدق كوي چې وايی نه يوازې د كاغذ پرمخ په افقي ډول، بلكې په عمودي ډول درېږي. (۱)

پركليماتو لوبې او د كلماتو اوډون او د شعر نظم يعنې سكيچ او بودې تنستې څخه داسې څه جوړېږي چې لوستونكى نښلوي او هغه نه پرېږدي چې له لوستلو يې صرف نظر وكړي او كه لوستونكى ترې صرف نظر كوي، نو بيا د دغه ټوټې يا د كليماتو د ټولگې يعنې  شعر شعريت تر پوښتنې لاندې راځي.

د فورم دا بحث په فرهنگ كې هم صدق كوي. په فرهنگي لحاظ په پښتو ادب كې داسې شعرونه شته چې زړښت نه لري. كه د خوشال شعر چا د مغولو په دور كې لوستى دى، نو مغلواله ورته په مخ كې درېدلې ده. خوشال ورته حضور پيدا كړى دى. كه د انگرېزي استعمار او يا كه د پښتنو د مبارزو په نورو دورو كې چا لوستى دى، نو بيا هم تكرار شوي دي. مانا دا چې په هر عصر او دور كې يې حضور پيدا كړى دى.

د مغلو د دورې خوشال، د انگرېزي استعمار د دورې خوشال، د پښتنو د ملي خپلواكۍ غوښتنې له پاره د اوس زمان خوشال، هماغه يو خوشال دى، خو د هر نسل سره ژوند كوي.

كه د حماسې نه ووځو او عشق ته راشو هلته هم دا حال دى.

يوه لنډۍ يو ښه مثال كېداى شي:

د اوبو غړپ كولى نه شم   په زړه مې ستا د مينې ليك دى وران به شينه

لنډۍ، اصيله او د خلكو له خوا ويل شوى. لنډۍ هم د ښه شعر نه زياته تل له نسلونو سره لوبې كوي.

خو د مينې يا عاشقانه شعر څه دى؟ څه فكر كوئ، ايا د مينې او عشقي شعر يوازې مينې او معشوقې ته شعر ويل دي او ايا دا د يوې معشوقي د كړو وړو ستايل او هغې ته د كليماتو هار جوړول دي ؟ نه داسې نه ده. عشقي شعر په واقعيت كې هغه څه دي، لكه چې د معشوقې او مينې په ناپايه مينه كې د ترسيم هڅه وي او په ډېره تواضع او كميني يې ترسره كړې. هغه ته ډېر ښه كليمات واوبي او د ښو كليماتو نه ورته هار جوړ كړي. دا كېداى شې معشوقه نه وي. په استعاري توگه دا بل څه وي. انساني ژوند له رنگينيو ډك دى، خو هېڅكله د كريه او قبيح (ناوړه او كرغېړنه) عناصرو ستايل د مينې د شعر مضمون  نه شي كېدای.

د مينې شعر يا عاشقانه شعر په اصطلاح شاعرانه فحشا نه ده. مينه بل څه ده. ولې د عشق مفهوم په تصوف او عرفان كې په ډېر عالي او له مظاهرو پورته مفهوم سره افاده كېږي. مانا دا ده چې دا هغه ايديا ل او اشتياق دى چې د رسېدو تنده يې له دښتو او ساراوو تېره شوېده. شاعر د دغه مفهوم يا وصال ترسيم ته داسې كليمات كاروي او له داسې مفاهيمو ورته زينه ږدي چې لوستونكی يې په سيل نه مړېږي او سترگې يې همداسې اسمان ته پاتې كيږي.

دا دونيا ده خداى د عشقه پيدا كړې

د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا     - يا د اچې :

لاس وپښې دې بې زېوره ښاېسته دي

څه منت به د پايلو د باهو كړې

كه سوزن د بڼو راوړي  تار د زلفو

د رحمان د زړگي زخم به رفو كړي

داسې ډېر مثالونه شته او وينو چې كه پېړۍ تېرې شي او پښتني فرهنگ او پښتانه وي دا شعر ورته نوى دى او زړښت نه لري.

●●●

همدارنگه د باد په كنډوالو كې انسان په ځېنو ځايونو كې د يو لړ  داسې تخيلاتو سره مخامخ كوي چې ماضي او حال سره د خيال په نازكو تارونو تړې. پرته له دې چې محسوسه وي، خو لوستونكی د محسوساتو په لور بيايی يا هغه ته ا حساس وركوي. دا سره له دې چې ازاد شعري فورم كې ويل شوي، خو په حافظه كې پاتې كېږي او لوستونكي اړ كوي چې تر پايه يې له ځانه سره وساتي.

اوس راځو د باد د كنډوالو د شعرونو دې اړخ ته چې زموږ پورتنۍ خبرې څومره صدق كوي.

د مينې شعر لولو: په دې شعر كې شاعر كېداى شې له خپلې مينې سره د خپل فكر سره د خپل ارمان سره او د خپل زلميتوب له هوس سره خبرې كوي، خو دا شعر څومره وس لري چې د شاعر د فكر او خيال په ورشو كې لوستونكى هم په ځان پسې راكاږي. قوت يې هم په دې كې دى چې د هر چا د تعبير سره سم درومي او هر چا ته د تعبيرونو لار پرانېستى پرېږدي. دا د هنر يوه جادوگرانه لوبه هم ده.

د مينې شرط

ماته ياد شي چې ته پېغله ، زه زلمی وم

په رگو کې مو سکروټې گرځېدلې

ټول وجود مو اور د مينې وو، نيولی

له لېمونه مو سپرغۍ پورته کېدلې

پسرلی وو،

دنيا ټوله ښاېسته وه،

د وږمې کاروان،

شيندلي وو،

عطرونه.

د ځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه

له غمونو مو خالي وو، زلمي زړونه،

زه په مينه در نژدې شوم چې دې ښکل کړم،

د هوس په دنيا سم کړم قيامتونه.

تا مې لاس په شونډو کېښود،

بيا دې وويل:

چې اول مې تور پيکي ته،

سور گل،

راوړه،

بيا مې ښکل کړه د سورکو شونډو سرونه،

او سور گل،

زمونږ د ځوانې مينې، شرط شو،

زه له هغې ورځې وروسته بيا تراوسه،

سرگردانه په سرو گلو پسې گرځم،

کله سمې لټومه،

کله ،

غرونه،

کله دښتې او مېرې،

کله ،

باغونه،

له هر چانه د سرو گلو پته غواړم،

په سرو گلو پسې لويې لارې نغاړم،

نه مې ستا د پېکي گل،

چېرې،

پيدا که،

نه پوره مو د نيمگړې مينې،

شرط ،

شو.

نه مې ښکل کړل،

ستا د سرو شونډو،

سرونه

نه سمسور شول،

نښتېځلي،

ارمانونه.

 

شاعر په دې شعر كې د سيزيپوس داستان وايی. هغه چې هېڅكله خپل هدف ته نه رسېږي، خو د دې حالت ترسيم او انځورونه لوستونكي په وړاندې درېږي او له هغه سره خبرې كوي. دا د نهيلي او له ارمانه د ډك ژوند كيسه ده. دا سورگل كوم سورگل دى چې شاعر يې نه مومي. جوته ده چې لوستونكې هم د لوستو په مهال په ځان پسې را كاږي او هغه د خپلې لارې مل كوي. په يوه هنري تابلو كې كېدا شې يوازې يو ثابت انځور وښودل شي، خو په دې شعر كې چې پياوړې اډانه او فورم لري. زمان هم ښيی او د زمان حركت هم جوتوي.

((هغه څه چې د شاعرۍ سبب او موجب دي، درد، جنون او هيلې او اميدونه٬ رنځونه، هوسونه او سحر او نور دي چې بايد دا احساس او عاطفه او دا ځانگړې ليد توگه هم ورسره وي)).

تخيل بېلابېل تعريفونه لري ځېنې عاطفي ته د طبيعيت انساني كول وايی ځېنې ورته د انساني ذهن هڅه او تلاش وايی او چې د شيانو او طبعيت تر مينځ د نويو اړيكو او راوابطو او يا په شيانو كې د ذهن ننوتل  دي.

په لاندې شعر كې ډېر ساده او د لمس وړ مفاهيم پيل كېږي او د شعر يوه نه جلا كېدونكې ټوټه جوړوي. دلته داسې مفاهيم لكه: ((د كور د مخې، كوڅه، د كلي چنار او د گودر لاره)) د دې مفاهيمو په اورېدلو او لوستلو، لوستونكی وار د واره ځان په كلي كې احساسوي.

په دويم بند كې د شاعر د ياس او نهيلۍ او د تېر عمر پسې زړه بوگنوونكى تاثر را ژوندى كوي او په پاى كې له هغه وروسته چې د شاعر په ذهن كې د رڼا د څرك په څېر يو څه تېرېږي بيا وركېږي. دا د خوب كيسه نه ده، بلكې د وېښتيا حالت دى. داسې حالت چې بېرته نه راستنېږي. شيرين عمر چې تېرېږي دريغه دريغه ...

 

ماڼۍ که جونگړه؟

نوره دې نه يادوم،

نور دې د کور له مخې نه تېرېږم

نور دې کوڅه په اوښکو نه وينځمه،

نور دې  د کلي د چنار په ډډه نوم نه ليکم،

نور دې د پله خاورې په سترگو باندې نه موښمه

نوره دې لاره د گودر نه څارم.

­­­

آرمان ، آرمان هغه خوږې د انتظار شېبې مې،

چې ستا د زلفو په دار وځړېدې.

آرمان، آرمان د هيلو تاندې نازنينې غوټۍ

چې ستا د مينې په اور وسوزېدې،

آرمان، آرمان هغه د کلي د سنځلو گلان

چې د ناپايه پسرلي په سهارونو کې مې

ستا د راتلو په لاره وغوړول.

او له رنگينو اميدونو نه مې،

تاته د زړه په سر ماڼۍ جوړه کړه،

خو ته يوازې د يوې شېبې، يوازې د يوې،

لنډې شېبې له پاره

زما د هيلو رنگينې ماڼۍ ته ننوتې،

بيا دې په سرو منگلو،

زما د زړه په وينو،

زما د هيلو د ماڼۍ په دېواله وليکل،

چې: دا جونگړه خو زما د اوسېدولو نه ده.

او بيا د تل له پاره،

زما د زړه له کوره ووتلې.

­­­

نوره دې نه يادوم،

نور دې د کور له مخې نه تېرېږم،

نور دې کوڅه په اوښکو نه وينځمه،

نور دې د کلي د چنار،

په ډډه،

نوم،

نه ليکم.

 

په دې برخه كې مې يوه خبره بله هم زړه غواړي چې وى كړم او هغه د شعر او سياست په باب ده.

كله كله سياست او شعر هم داسې  يو له بل سره چمبړ كېږي لكه اور او اوبه، لكه هندو او كليمه. دا ځكه چې عقل او عاطفه سره بېلابېل  سلطنتونه دى. شاعر چې كله له سياست نه او يا په بل عبارت د تعقل نه لږه تيښته وكړي، نو خپل ځان سره يوځاى شي. يعني انسان شي، رښتينى شي، عاطفه او احساس شي، خيال او انځور شي او داسې نور.

موږ هم كله چې د باد د كنډوالو  په ډنگي ډوال دروازه پښې ږدو او د كنډوالې منځ ته ورننوزو، هلته ځينې شيان چې دفن له پاره اېښى دي وينو، خو ځينې داسې شيان چې د صانع پام ورته نشته هم اېښودل شويدى. د مثال په توگه:

د بلۍ نړېدلي دېواله كې د كنډر په منځ كې خټينه تاخچه وينو٬ هلته يوه خټين كنډولى پاتى دى. په كنډولي دنينه شويو غنمو څو دانې لېدل كيږي. په دې غنمو كې داسې هم برېښې چې اور پرې اثر نه ووكړى او تېغ يې وهلى دي. د تاخچې لاندې د يو ماشوم د لوبو سامان پروت دى. يوه گوډۍ ده. دا گوډۍ پخپله يو داستان لري. په هغه د لوبې كوونكي ماشوم خندا خوشحالي، خپگان، ژړا او داسي نور او دا چې اوس دا ماشوم چېرته دى؟  او په څه حال دي؟ يو منسجم او منظم داستان دي.

شاعر داسې پېښې ته مسيحا كېږي. دې ته د كليماتو په زور ساه وركوي. حركت وركوي، ژوند وركوي، اوازونه وركوي، نو دلته چې شاعر ورته عاطفه وركوي او احساس وركوي او بالاخره يو طبيعي چاپېريال په انساني هغه بدلېږي، نو د مينې يا عاشقانه شر يوه بېلگه دا هم كېداى شي.

 

د رڼا جام

تا ته به ياد وي که نه،

هغه شېبه چې ما په مينه مينه،

تا ته د زړه جونگړه پرانېستله،

ته مې د هيلو نښتېځلي باغ ته وبللې.

ما ويل ته به راشې

او توتکۍ به په وزرونو کې گلونه راوړي،

او د غوټيو يو ښايسته ډمې به ،

د وچو لښتو د يادونو په بام ونڅېږي.

­­­

ما ويل زه به ستا د سترگو له روښانه چينو،

د رڼا جام وڅښم.

او د ژوندون هره شېبه به د رڼا په سيند کې ولمبوم،

او تروږمۍ به مې د زړه له سوزېدلي ښاره وباسمه.

څومره ساده ومه زه.

­­­

زه د وږمې تږی وم،

ما د باران د راتلو لار څارله،

ما په شنو لښتو کې د سرو گلو خوبونه ليدل.

ما ويل ته که راشې

نو پسرلې به راشي،

زه به د شنې وږمې په شنو وزرو والوزمه،

په غرو رغونوکې به وگرځمه،

د وچو بوټو په رگونو کې به شور وېښ کړم

د سپېرو څانگو په غوږو کې به آيت د ژوندانه ووايم.

څومره بېځايه هيله.

­­­

تاته به ياد وي که نه،

خو زما هېره نه ده،

هغه شېبه چې ته زما د زړه جونگړې ته راننوتې،

بيا مې د هيلو باغ کې وگرځېدې

د لمبو ختې دې په غاړه پرتې،

او په پښو دې د سکروټو سرې پڼې ښکارېدې.

ستا له راتگه سره،

زما د هيلو باغ د اور په سمندر پرېوته.

نه مې وږمه وليده

نه ستا د سترگو د رڼا جامونه،

نه توتکيو په وزرونو کې گلونه راوړل

او نه باران په وچو دښتو د الماسو دانې ولونلې.

­­­

اوس مې د زړه جونگړه ،

د تروږميو په څپو کې ډوبه

اوس مې د هيلو نښتېځلي باغ کې،

د سرو غوټيو په ځای

د سرو سکروټو، سره گلونه خاندي.

زه د رڼا د جام په ياد په خپلو ټولو ساده ګيو ژاړم،

او په خپل زړه کې مې د هيلو د مزار په څلي، اوښکې شېندم.

●●●

زموږ د نسل د عمر رنگينې شېبې په گزمو او د شپو له نومو سره تېرې شوى. دى شپو به په زړه پورې نومونه درلودل. مخامخ كېدونكو يو به په يوه نوم او بل به په   بلنوم ويلو. د مثال په توگه كه يوه به ويل ميگ ۲۱ نو بل به ويل  بمبارد. كه يوه به ويل، اشرار، نو بل به ويل نابود. كه يوه به ويل كارتوس، نو بل به ويل باروت. په دې ډول به شپې په واقعيت كې دوه نومه درلودل. يو اصلي سمبوليك نوم او بل يې تېر ايستونكى نوم. دا شپه زموږ د عمر شپه وه  چې تېره شوه او په تېرېدو ده. دى شپې يو واز كومې هم درلود او خوراك يې ككرۍ وى. دا شپه له كلونو راهيسې زموږ په هېواد پلنه ده. موږ له كلونوكلونو راهيسې د يو كارېزما او يوې معجزې په تمه شپې سبا كوو، نو د يو ناليدلي  سباوون له پاره شعر ليكل او د هغه استقبال  ارومرو چې د ځان تېر ايستل دي. دروغ په عاطفه او احساس كې نه ځاييږي، بلكې د عقل او پوهې كار دى، منافقت دى. اوسنى نسل، يعنې هغوی چې په اوس مهال د شپې په څلورم يا منځني پار كې په درانه خوب وېده دي او شپه يې لا نه ده سهر شوې٬ پام دې وساتي چې دروغ ونه وايی. له هر څه سره دې ووايی، خو له خپلې عاطفې او له خپل احساس او له خپل درد  او له خپل غم سره دې دروغ نه وايی، كنه نو خداى مه كړه د شعر پر ځاى به شېر وزېږوي او دا به هغه شېر وي، لكه په كابل  زوكې (بڼ) كې يې چې په يوه سيلاني رادانگ وهل او د هغه وينې يې وڅښلې. د شعر ناوې بايد د دغه شېر خوراك نه شي.

راتلونكى شعر يا د ارمان په نوم شعر هم دا ډول يوه كيسه ده. د حقيقت كيسه، دلته د شعر ناوي ډېره ښكلې سينگار شوې او د هماغه شپې كيسه كوي چې څنگه  په كې ارمان پرته له دې د شپې نوم په خوله واخلي. يوازې د انتظار ترخه زهر د سباوون په تمه تېروي او تر اوسه دغه سباوون زموږ په مالت راستون نه شو.

٠٠٠٠

يو ارمان :

كلونه وشول چې په زړه كې يو ارمان لرمه

چې ستا ښايست او زما لويه مينه

په يوه شعر كې سره ونغاړمه

●●●

ورځ رانه ټوله دگل وييو په لټون تېره شي٬

خو چې ماښام شي او د شپې كجير راوالوزي د ښار په لورې

او په رنگينو كوڅو وغوړوي تور وزرونه

د ښار واټونه د ستومانه لارويو تش شي

او ((بنديز)) ولگېږي

نري نري كاږه واږه وستني

د شنه اسمان په لورې وغځېږي،

زموږ په  خړه او خټينه بېړۍ

د بې پايانه سمندر په مرجاني كڅونو ونښلوي

زه بيا راپاڅېږم ډيوه بله كړم

او د گلوييو ځولۍ پرانېزمه٬

قلم راواخلم كاغذونه تور كړم

او تر سهاره پورې

ستا د ښايست او خپلې مينې ((قصيده)) وليكم.

●●●

چې د سهر د گزمې غږ واورم

زه مې ليكلي كاغذونه بېرته بيا له سره ولولمه٬

نه په كې ستا سمسور ښايست ووينم٬

او نه زما هغه ښېرازه مينه٬

((قصيده)) څيرې كړمه

او ټولو تورو كاغذونو ته مې اور واچوم

او په  تودوخه يې تاوده كړم خپل ساړه لاسونه

●●●

بيا چې د شپې كجير له خوبه وېښ شي٬

وزرونه وټكوي

او بيرته والوزي د خپلې زړې ځالې په لور،

د شنه سهر شهباز تكل د الوتلو وكړي

او د ختيزو غرونو والوزي د شنه اسمان د دښتې په لور٬

او طلايي وزرونه

زموږ د ښار له پاسه وغوړوي

كوڅې راويښې شي، تازه كړي پروني يادونه

او خپل مخونه د رڼا په پيو بيا ووينځي٬

بيا په واټونو د رنگونو باران وورېږي

او د پېړيو تكراري لوبه له سره پيل شي.

زه بيا ځولۍ غاړې ته واچومه،

بيا په گلوييو پسې ملا وتړم،

او ټوله ورځ وايم له ځانه سره

گوندې كه نن شپه مې ارمان پوره شي ٬

ستا د ښايست او خپلې مينې انځور وكاږمه

خو لا تر اوسه په دې نه پوهېږم

چې ستا ښايست او زما لويه مينه٬

د يوه شعر٬

جغرافيه كې

ځايېداى

كله

شي.

المان، اكتوبر- ۲۰۰۰

وروستۍ خبرې:

د باد په كندوالو كې ټولگه نورې ډېرې خبرې هم لري. شاعر په دغه ټولگه كې هغه انځورونه او تابلوگانې لري چې د نوموړې د تاثراتو سبب شوي دي. بايد ووايو چې په دې ټولگه كې د ټولو برجسته ځانگړنو سره سره يو ډول محدوديتونه  هم شته او ليدل كېږي او دا محدوديتونه كېداى شي چې د شاعر د گوښې والې، له هېواد څخه د لېرې والي او د غربت د چاپېريال دردوونكې اغيزه وي.

غواړم خپلې خبرې را ټولې كړم. په دې بحث كې زموږ خبرې د كاوون د هغه شعرونو په اړوند وې چې كله له هېواد نه راوتلى او له خپل ټاټوبي جلا شوى دى. دې جلاوالي د كاوون په جسم او روان اغېز كړى دى. د شاعر د دې پړاو شعرونه د پرديوالې ستونزه٬ غربت٬ انسان ته په سپكاوي كتنه٬ د انسان كرامت په پام كې نه نيول٬ د بې ريښه كېدو ستونزه او دردونه لري. د غربت شعر، د جلا وطنۍ شعر او د خاپوړو له ماحول نه جلا كېدل په جسمي درد او رواني ياس او تأثر كې نغښتي وي. شعر چې د انسان د دروني عكس العملونو او د ناخوالو په وړاندې د يو ډول سرغړاوي نوم هم دى.

په دې ويل شويو حالاتو كې د داسې ماحول خوند او رنگ هم په شعر كې جاري شويدى. په يوه اواز او چېغه بدل شوى دى. په اعتراض او قهر بدل شوى دى. په دې ډول موږ د كاوون د ټولو زغمونو او چوپ كښېناستلو سره سره د هغه په شعر كې دغه قهر او اعتراض ليدلاى شو.

شاعر په  شعر كې له خپل اصلي ټاټوبي څخه د پردي كېدني د ستونزو سره په قوي توگه ځان احساسوي. نه يوازې د خپل چاپېريال، بلكې د ټولني او فرهنگ سره هم. دا هغه ستونزه ده چې د هر مهاجر او له هېواده لېرې روښانفكر٬ هنرمند او شاعر ورسره مخامخ دى. دا پردي كېدنه شاعر دېته رابولي چې يوه شېبه يا په يوه شاعرانه شېبه كې له خپل ځان او له خپل جهانه لېرې كېږي. له موجوده حالت نه تښتي او په رواني لحاظ په خپله ماضي كې د پناه اخېستلو وړانديز كوي. په دې حالت كې شاعر د اصلي٬ بومي فرهنگ د ټولو شتو نه گټه اخلي او يا په رواني فلسفي مفهوم لاشعور ته ورستنېږي. د خپلو ويلو خبرې د لاشعور په مفاهيمو او پېښو كې نغاړي. د خپل فرهنگ او پلرني ټاټوبي په كوڅو او مالتونو كې د كليو په وستل او دېرو، حجرو كې او د لوبو په جلگو او خوړونو كې گوري او د خپل شاعرانه فكر د رواياتو او افسانو څپانده سيند په غاړه پلتۍ وهي او خپل خوبونه ورته كيسه كوي.

د دې ليكنې په يوه برخه كې هم ورته اشاره شوې ده٬ سره له دې چې كلاسيك شعر چې وزن او قافيه لري زيات په ذهن او حافظه كې پاتې كيږي٬ خو د كاوون د شعر تصويرونه او انځورونه داسې د افغاني اصيلو غاليو په توگه يو واحد ډيزاين او سينگار لري او كله چې د لوستلو له پيل څخه د لوستونكي ذهن ته خپل انځور انتقال كړي بيا تر پايه دا انځور لكه د افغانستان  طبعيت ابدي  پاتې كيږي او د هغه په ذهن كې حك كېږي.

خو كله چې  شاعر عيني محسوسات او واقعي پېښې  د عقل او منطق په مرسته انځوروي، نو شعريت يې كمزورى كېږي. دا ځكه چې كله هم سياسي احساس غلبه كوي، خو هلته يا په هغه ځاى كې چې له سياست څخه تښتي، د عقل او شعور او اگاهي نه لېري كېږي، نو يو ډول رواني حالت ته ورځي يا په بله وينا د خوب او وېښي برزخ كې تم كيږي، نو شاعر په كې د لاشعور په ژبه خپل سمبولونه او تصويرونه كاروي٬ تابلو كاږي او د هغو سيل ته عالمونه رابولي.

كاوون هنرمند او شاعر دى ٬ خو د زمان په ايرو او گردونو كې پټ هغه دى. دى د شاعر زړه لري او د شاعر زړه يې په ټټر كې ټوپونه وهي. سره له دې چې د عقل او پوهي او علم لېوال دى، خو په ماهيت كې داسې نه ده. هغه په ټولو چلندونو او برخوردونو كې صادق او رښتينى دى. لكه شعر داسې رښتينى دى، لكه شعر داسې سپېڅلى او شفاف يا روڼ دى، لكه د شاعر احساساست او عواطف او لكه د كوچني ماشوم زړه او اوښكه داسې معصوم دي.

د فورم له مخې يا د فورمالېزم له مخې د كاوون شعر د پښتو د اوسني ادبي بهير د غرونو په سرونو كې انعكاس كوي او له هغه ځايه اورېدل كيږي. كله چې هغه عاشقانه شعر وايی هغه د عشق له زور او قوت نه د خپل پيام له پاره كاراخلي. د هغه عاشقانه شعر په رښتينې توگه ځانگړې محتوى او بيل مضمون لري. شاعر په دې ډول فورم كې د زړه له تله په ټولو حواسو او ټول ځواك سره موضوع ته عشق وربخښي، ساه وركوي او احساس په كې راپاروي.

 

ماخذونه

-۱ اشرف خان هجري. كليات، تحقيق، ترتيب او سمونه، همېش خليل (۲۷۶ مخ) چاپ : پېښور، كال

۲- خوشال خټك، دوست محمد كامل، دانش كتاب پلورنځى، ۱۸۳ مخ

۳-  اشرف خان هجري د همېش خليل ترتيب او سمونه

۴- د باد په كنډوالو كې

۵- د باد په كنډوالو كې

۶ - د باد په كنډوالو كې

-۷ شعر فارسي د رغربت، كيانوش ۳۸ مخ

۸- د باد په كنډوالو كې

۹-   د باد په كنډوالو كې

۱۰ - نقد وارمان ۶ پاييز  ۱۳۷۶ ادوارد سعيد

۱۱- محمود درويش

۱۲- د باد په كنډوالو كې

۱۳- د باد په كنډوالو كې

۱۴- ((زبان رمزی افسانه ها مقدمه مترجم ۹ مخ ))

۱۵- انتونيو مورنو، (يونگ، خدايان و انسان مدرن ۱۹ مخ )

۱۶- د باد په كنډوالو كې

۱۷- د باد په كنډوالو كې

۱۸- د باد په كنډوالو كې

۱۹ د باد په كنډوالو كې

۲۰ د باد په كنډوالو كې

۲۱- د باد په كنډوالو كې

۲۲- د باد په كنډوالو كې

۲۳- د باد په كنډوالو كې

۲۴- د باد په كنډوالو كې

۲۵- د باد په كنډوالو كې

۲۶- د باد په كنډوالو كې

۲۷- د باد په كنډوالو كې

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دكاوون په شعر كې  دعشق اوفورم  په باب څو يادونې:

د صديق كاوون  د مينې شعر او د هغه فورم ته يوه كتنه

وايي چې يو سړی ښار ته راغی او د شاعر پوښتنه يې كوله.  شاعر يې پيدا كړ او ترې ويې پوښتل: څه سبب دی چې دومره زيات مشهور يې؟ شاعر ورته وويل: وگوره اسمان ته هلته څه گوري ؟ ماښام مهال وو. لاروي وويل: يوازې په اسمان كې هلال وينم. بيا شاعر ورته وويل اوس سترگې پټې كړه او وگوره څه وينې ؟

هغه سترگې پټې كړی او ورته وی ويل څه نه وينم. شاعر ورته وويل زما او ستا تر مينځ همدا توپير دی. كله چې زه سترگې پټې كړم، زه هلال له دې هم ښكلی وينم، نو كيداى شي دا زما د شهرت سبب وي

خوشال بابا وايی :

عارفان د سر په سترگو گوتې كېږدي

د خپل زړه په سترگو ويني تماشا كا

شعر او عرفان له يوه نسله دي او ډېرې نږدې نسبي اړيكي لري. هغه څه چې شاعر او عارف نړۍ ته گوري او ويني يې، عالم او فلسفي يې نه ويني.

خبره دا ده چې موږ له نړۍ سره او د خپلې شاوخوا سره له دوه لارو مخامخ كېږو. يو د علم او پوهې له ليارې چې په يو ډول منطقي وسايلو ترسره كېږي او انسان ته د دې امكان وركوي چې نړۍ او چاپېريال زموږ د غوښتنو او ارادې پر بنياد جوړه او بدلون وركړي، خو بل شاعرانه لاره ده چې له نړۍ او د هغه موجوداتو  څخه اغېزه ده چې په بل عبارت زموږ د اغېز موندنې ډگر دی. موږ په دوه ډولونو نړۍ ته سترگې پرانيزو او هر ډول ژبنې سترگې غړول او اورېدل د يو ډول جوړ جاړي او تناسب جوړولو غوښتنه كوي.

موږ هغه مهال شاعر يو او شاعرانه نړۍ ته گورو تر هغو چې زموږ ژبه را څرگندېږي او له نړۍ سره هغه د احساس له مخې رابطه او نسبت ټينگوو او له دې لارې په موجوداتو كې د شاعر د حضور سبب كېږي. يعنې دلته موږ ځينې شيانو ته د خپلو اهدافو له مخې گورو او ژبې ته غوږ ږدو. يعنې د ژبپوهنې ښكلاييز اړخ يعنې نړۍ لكه په كليماتو باندې د لوبو يو ډگر په توگه وينو چې د انسان په خدمت كې ځاى نيسي.

خو د شعر فورم يعنې څه؟

هغه څه دي چې شعر د انسان په وړاندې دروي. د لوستونكې پر مخ قد راپورته كوي. د شعر فورم دى. د شعر فورم يعنې هغه څه چې لوستونكى نه پرېږدى چې له شعر نه وتښتي. فورم يعنې مخ پر مخ ، يعنې مخامخ، يعنې په مقابل كې يعنې ټينگ او پرله پسې او دايمي درېدل، هغه شعر چې فورم لري د كاغذ له سطحى ووځي، بلكې درېږي، حجم پيدا كوي، قدوقامت پيدا كوي. داسې چې د چا خبره كېداى شې د كليماتو عمودي شكل.

په توگه د كاغذ پر مخ وليدل شي. دشعر په باب او د شعر د فورم په باب دا وينا صدق كوي چې وايی نه يوازې د كاغذ پرمخ په افقي ډول، بلكې په عمودي ډول دريږي. (۱)

پركليماتو لوبې او د كلماتو اوډون او د شعر نظم يعنې سكيچ او بودې تنستې څخه داسې څه جوړېږي چې لوستونكى نښلوي او هغه نه پرېږدي چې له لوستلو يې صرف نظر وكړي او كه لوستونكى ترې صرف نظر كوي، نو بيا د دغه ټوټې يا د كليماتو د ټولگې يعنې شعر شعريت تر پوښتنې لاندې راځي.

د فورم دا بحث په فرهنگ كې هم صدق كوي. په فرهنگي لحاط په پښتو ادب كې داسې شعرونه شته چې زړښت نه لري. كه د خوشال شعر چا د مغولو په دور كې لوستى دى، نو مغلواله ورته په مخ كې درېدلې ده. خوشال ورته حضور پيدا كړى دى. كه د انگرېزي استعمار او يا كه د پښتنو د مبارزو په نورو دورو كې چا لوستى دى، نو بيا هم تكرار شوي دي. مانا دا چې په هر عصر او دور كې يې حضور پيدا كړى دى.

د مغلو د دورې خوشال، د انگرېزي استعمار د دورې خوشال، د پښتنو د ملي خپلواكۍ غوښتني له پاره د اوس زمان خوشال هماغه يو خوشال دى، خو د هر نسل سره ژوند كوي.

كه دحماسې نه ووځو او عشق ته راشو هلته هم دا حال دى.

يوه لنډۍ يو ښه مثال كېداى شي :

د اوبو غړپ كولى نه شم   په زړه مې ستا د مينې ليك دى وران به شينه

لنډۍ اصيله او د خلكو له خوا ويل شوې لنډۍ هم د ښه شعر نه زياته تل له نسلونو سره لوبې كوي.

خو د مينې يا عاشقانه شعر څه دى؟ څه فكر كوۍ ايا د مينې او عشقي شعر يوازې مينې او معشوقې ته شعر ويل دي او ايا دا د يوې معشوقي د كړووړو ستايل او هغې ته د كليماتو هار جوړول دي ؟ نه داسې نه ده. عشقي شعر په واقعيت كې هغه څه دى لكه چې د معشوقې او مينې په ناپايه مينه كې د ترسيم هڅه وي او په ډېره تواضع او كمينۍ يې ترسره كړي. هغه ته ډېر ښه كليمات واوبې او د ښو كليماتو نه ورته هار جوړ كړي. دا كېداى شې معشوقه نه وي. په استعاري توگه دا بل څه وي. انساني ژوند له رنگينيو ډك دى، خو هېڅكله د كريح او قبيح (ناوړه او كرغېړنه)  عناصرو ستايل د مينې د شعر مضمون نه شي كېدای.

د مينې شعر يا عاشقانه شعر په اصطلاح شاعرانه فحشا نه ده. مينه بل څه ده. ولې د عشق مفهوم په تصوف او عرفان كې په ډېر عالي او له مظاهرو پورته مفهوم سره افاده كېږي. مانا دا ده چې دا هغه ايديال او اشتياق دى چې د رسېدو تنده يې  له دښتو او ساراوو تېره شوېده. شاعر د دغه مفهوم يا وصال  ترسيم ته داسې كليمات كاروي او له داسې مفاهيمو ورته زينه ږدي چې لوستونكی يې په سيل نه مړېږي او سترگې يې همداسې اسمان ته پاتې كېږي.

دا دونيا ده خداى د عشقه پيدا كړې

د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا  -   يا د اچې :

لاس وپښې دې بې زيوره ښايسته دي

څه منت به د پايلو د باهو كړې

كه سوزن د بڼو راوړي تار د زلفو

د رحمان د زړگي زخم به رفو كړي

داسې ډېرمثالونه شته او وينو چې كه پېړۍ تېرې شي او پښتني فرهنگ او پښتانه وي دا شعر ورته نوى دى او زړښت نه لري.

●●●

همدارنگه د باد په كنډوالو كې انسان په ځېنو ځايونو كې د يو لړ  داسې تخييلاتو سره مخامخ كوي چې ماضي او حال سره د خيال په نازكو تارونو تړي. پرته له دې چې محسوسه وي، خو لوستونكی د محسوساتو په لور بيايي يا هغه ته ا حساس وركوي. دا سره له دې چې ازاد شعري فورم كې ويل شوي، خو په حافظه كې پاتې كېږي او لوستونكی اړ كوي چې تر پايه يې له ځانه سره وساتي.

اوس راځو د باد د كنډوالو د شعرونو دې اړخ ته چې زموږ پورتنۍ خبرې څومره صدق كوي.

د مينې شعر لولو: په دې شعر كې شاعر كېدای شې له خپلې مينې سره د خپل فكر سره د خپل ارمان سره او د خپل زلميتوب له هوس سره خبرې كوي، خو دا شعر څومره وس لري چې د شاعر د فكر او خيال په ورشو كې لوستونكى هم په ځان پسې راكاږي. قوت يې هم په دې كې دى چې د هر چا د تعبير سره سم درومي او هر چا ته د تعبيرونو لار پرانېستې پرېږدي. دا د هنر يوه جادوگرانه لوبه هم ده.

 

 

 

 

د مينې شرط

 

ماته ياد شي چې ته پېغله، زه زلمی وم

په رگو کې مو سکروټې گرځېدلې

ټول وجود مو اور د مينې وو نيولی

له لېمونه مو سپرغۍ پورته کېدلې

پسرلی وو،

دونيا ټوله ښايسته وه،

د وږمې کاروان،

شېندلي وو،

عطرونه.

د ځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه

له غمونو مو خالي وو، زلمي زړونه ،

زه په مينه درنژدې شوم چې دې ښکل کړم،

د هوس په دنيا سم کړم قيامتونه.

تا مې لاس په شونډو کېښود،

بيا دې وويل:

چې اول مې تور پيکي ته،

سور گل،

راوړه،

بيا مې ښکل کړه د سورکو شونډو سرونه،

او سور گل،

زمونږ د ځوانې مينې، شرط شو،

زه له هغې ورځې وروسته بيا تراوسه،

سرگردانه په سرو گلو پسې گرځم،

کله سمې لټومه،

کله ،

غرونه،

کله دښتې او ميرې،

کله ،

باغونه،

له هر چانه د سرو گلو پته غواړم،

په سرو گلو پسې لويې لارې نغاړم،

نه مې ستا د پيکي گل،

چېرې،

پيداکه،

نه پوره مو د نيمگړې مينې،

شرط ،

شو.

نه مې ښکل کړل،

ستا د سرو شونډو،

سرونه

نه سمسور شول،

نښتېځلي،

ارمانونه.

 

شاعر په دې شعر كې د سيزيپوس داستان وايی. هغه چې هېڅكله خپل هدف ته نه رسيږي، خو د دې حالت ترسيم او انځورونه لوستونكي په وړاندې درېږي او له هغه سره خبرې كوي. دا د نهيلۍ او له ارمانه د ډك ژوند كيسه ده. دا سورگل كوم سورگل دى چې شاعر يې نه مومي. جوته ده چې لوستونكې هم د لوستو په مهال په ځان پسې را كاږي او هغه د خپلې لارې مل كوي. په يوه هنري تابلو كې كېدا شې يوازې يو ثابت انځور وښودل شي، خو په دې شعر كې چې پياوړې اډانه او فورم لري. زمان هم ښيی او د زمان حركت هم جوتوي.

((هغه څه چې د شاعرۍ سبب او موجب دي. درد، جنون او هيلې او اميدونه، رنځونه، هوسونه او سحر او نور دي چې بايد دا احساس او عاطفه او دا ځانگړې ليد توگه هم ورسره وي)).

تخيل بېلابېل تعريفونه لري ځينو عاطفي ته د طبيعيت انساني كول وايی ځينې ورته د انساني ذهن هڅه او تلاش وايی او چې د شيانو او طبعيت ترمينځ د نويو اړيكو او راوابطو او يا په شيانو كې د ذهن ننوتل  دي.

په لاندې شعر كې ډېر ساده او د لمس وړ مفاهيم پيل كېږي او د شعر يوه نه جلا كېدونكې ټوټه جوړوي. دلته داسې مفاهيم لكه: ((د كور د مخې كوڅه، د كلي چنار او د گودر لاره)) د دې مفاهيمو په اورېدلو او لوستلو لوستونكی وار د واره ځان په كلي كې احساسوي.

په دويم بند كې د شاعر د يأس او نهيلۍ او د تېر عمر پسې زړه بوگنوونكى تاثر را ژوندى كوي او په پاى كې له هغه وروسته چې د شاعر په ذهن كې درڼا د څرك په څېر يو څه تېرېږي بيا وركېږي. دا د خوب كيسه نه ده، بلكې د وېښتيا حالت دى. داسې حالت چې بېرته نه راستنېږي. شيرين عمر چې تېرېږي درېغه درېغه ....

 

ماڼۍ که جونګړه؟

 

نوره دې نه يادوم،

نور دې د کور له مخې نه تېرېږم

نور دې کوڅه په اوښکو نه وينځمه،

نور دې  د کلي د چنار په ډډه نوم نه ليکم،

نور دې د پله خاورې په سترگو باندې نه موښمه

او نوره  دې لاره د گودر نه څارم.

­­­

آرمان، آرمان هغه خوږې د انتظار شېبې مې،

چې ستا د زلفو په دار وځړېدې.

آرمان، آرمان د هيلو تاندې نازنينې غوټۍ

چې ستا د مينې په اور وسوزېدې،

آرمان، آرمان هغه د کلي د سينځلو گلان

چې د ناپايه پسرلي په سهارونو کې مې

ستا د راتلو په لاره وغوړول.

او له رنگينو اميدونو نه مې،

تا ته د زړه په سر ماڼۍ جوړه کړه،

خو ته يوازې د يوې شېبې، يوازې د يوې،

لنډې شېبې له پاره

زما د هيلو رنگينه ماڼۍ ته ننوتې،

بيا دې په سرو منگلو،

زما د زړه په وينو،

زما د هيلو د ماڼۍ په دېواله وليکل،

چې: دا جونگړه خو زما د اوسېدلو نده.

او بيا د تل له پاره،

زما د زړه له کوره ووتلې.

­­­

نوره دې نه يادوم،

نور دې د کور له مخې نه تېرېږم،

نور دې کوڅه په اوښکو نه وينځمه،

نور دې د کلي د چنار،

په ډډه،

نوم،

نه ليکم.

 

په دې برخه كې مې يوه خبره بله هم زړه غواړي چې ويې كړم او هغه د شعر او سياست په باب ده.

كله كله سياست او شعر هم داسې يو له بل سره چمبړ كېږي،  لكه اور او اوبه، لكه هندو او كليمه. دا ځكه چې عقل او عاطفه سره بېلابېل  سلطنتونه دي. شاعر چې كله له سياست نه او يا په بل عبارت د تعقل نه لږه تېښته وكړي، نو خپل ځان سره يوځاى شي، يعنې انسان شي. رښتينى شي، عاطفه او احساس شي، خيال او انځور شي او داسې نور.

موږ هم كله چې د باد د كنډوالو  په ډنگي ډوال دروازه پښې ږدو او د كنډوالې مينځ ته ورننوزو. هلته ځېنې شيان چې د فن له پاره اېښې دي وينو، خو ځېنې داسې شيان چې د صانع پام ورته نشته هم اېښودل شويدى. د مثال په توگه:

د بلۍ نړېدلي دېواله كې د كنډر په مينځ كې خټينه تاخچه وينو. هلته يوه خټين كنډولى پاتې دى. په كنډولي د نينه شويو غنمو څو دانې ليدل كېږي. په دې غنمو كې داسې هم برېښې چې اور پرې اثر نه وو كړى او تېغ يې وهلى دی. د تاخچې لاندې د يو ماشوم د لوبو سامان پروت دى. يوه گوډۍ ده. دا گوډۍ پخپله يو داستان لري. په هغه د لوبې كوونكي ماشوم خندا خوشحالي، خپگان، ژړا او داسې نور او دا چې اوس دا ماشوم چېرته دى؟ او په څه حال دی؟ يو منسجم او منظم داستان دی.

شاعر داسې پېښې ته مسيحا كېږي. دېته د كليماتو په زور ساه وركوي. حركت وركوي، ژوند وركوي اوازونه وركوي، نو دلته چې شاعر ورته عاطفه وركوي او احساس وركوي او بالاخره يو طبيعي چاپېريال په انساني هغه بدلېږي ، نو د مينې يا عاشقانه شر يوه بېلگه دا هم كېداى شي.

 

د رڼا جام

 

تاته به ياد وي که نه،

هغه شېبه چې ما په مينه مينه،

تاته د زړه جونگړه پرانېستله،

ته مې د هيلو نښتېځلي باغ ته وبللې.

ما ويل ته به راشې

او پسرلی به راشي

او توتکۍ به په وزرونو کې گلونه راوړي،

او د غوټيو ښايسته ډمې به،

د وچو لښتو د يادونو په بام ونڅېږي.

­­­

ما ويل زه به ستا د سترگو له روښانه چينو،

د رڼا جام وڅښم.

او د ژوندون هره شېبه به د رڼا په سين کې ولمبوم،

او تروږمۍ به مې د زړه له سوزېدلي ښاره وباسمه.

څومره ساده ومه زه.

­­­

زه د وږمې تږی وم،

ما د باران د راتلو لار څارله،

ما په شنو لښتو کې د سرو گلو خوبونه ليدل.

ما ويل ته که راشې

نو پسرلې به راشي،

زه به د شنې وږمې په شنو وزرو والوزمه،

په غرو رغونوکې به وگرځمه،

د وچو بوټو په رگونو کې به شور وېښ کړم

د سپېرو څانگو په غوږو کې به آيت د ژوندانه ووايم.

څومره بېځايه هيله.

­­­

تاته به ياد وي که نه،

خو زما هېره نه ده،

هغه شېبه چې ته زما د زړه جونگړې ته راننوتې،

بيا مې د هيلو باغ کې وگرځېدې

د لمبو ختې دې په غاړه پرتې،

او په پښو دې د سکروټو سرې پڼې ښکارېدې.

ستا له راتگه سره،

زما د هيلو باغ د اور په سمندر پرېوته.

نه مې وږمه وليده

نه ستا د سترگو د رڼا جامونه،

نه توتکيو په وزرونو کې گلونه راوړل

او نه باران په وچو دښتو د الماسو دانې ولونلې.

­­­

اوس مې د زړه جونگړه ،

د تروږميو په څپو کې ډوبه

اوس مې د هيلو نښتېځلي باغ کې،

د سرو غوټيو په ځای

د سرو سکروټو، سره گلونه خاندي.

زه د رڼا د جام په ياد په خپلو ټولو ساده ګيو ژاړم،

او په خپل زړه کې مې د هيلو د مزار په څلي، اوښکې شيندم.

●●●

زموږ د نسل د عمر رنگينې شيبې په گزمو او د شپو له نومو سره تېرې شوې. دې شپو به په زړه پورې نومونه درلودل. مخامخ كېدونكو يو به په يوه نوم او بل به په بل نوم ويلو. د مثال په توگه كه يوه به ويل ميگ ۲۱ نو بل به ويل  بمبارد. كه يوه به ويل چې اشرار، نو بل به ويل نابود. كه يوه به ويل كارتوس، نو بل به ويل باروت. په دې ډول به شپې په واقعيت كې دوه نومه درلودل. يو اصلي سمبوليك نوم او بل يې تېر ايستونكى نوم. دا شپه زموږ د عمر شپه وه چې تېره شوه او په تېرېدو ده. دې شپې يو واز كومی هم درلود او خوراك يې ككرۍ وې. دا شپه اوس هم زموږ په هېواد پلنه ده او پرون هم. موږ د دې شپې سباوون ونه ليده او چې سباوون مو ونه ليده او د ناليدلي سباوون له پاره مو شعر ليكلو، نو دا ارومرو دروغ وو او دروغ په عاطفه او احساس كې نه ځاېيږي، بلكې د عقل او پوهې كار دى او منافقت دى. اوسنى نسل يعنې هغوی چې په اوس مهال د شپې په څلورم يا منځني پار كې په درانه خوب وېده دي او شپه يې لا نه ده سهر شوې پام دې وساتي چې دروغ ونه وايی. له هر څه سره دې ووايی، خو له خپلې عاطفې او له خپل احساس او له خپل درد  او له خپل غم سره دې دروغ نه وايی. كنه نو خداى مه كړه د شعر پرځاى به شېر وزېږوي او دا به هغه شېر وي لكه په كابل زوكې (بڼ) كې يې چې په يوه سيلاني را دانگ وهل او د هغه وينې يې وڅښلې. د شعر ناوې بايد د دغه شېر خوراك نه شي.

راتلونكى شعر يا د ارمان په نوم شعر هم دا ډول يوه كيسه ده. د حقيقت كيسه. دلته د شعر ناوې ډېره ښكلې سينگار شوې او د هماغه شپې كيسه كوي چې څنگ په كې ارمان پرته له دې چې د شپې نوم په خوله واخلي يوازې د انتظار ترخه زهر د سباوون په تمه تېروي او تر اوسه دغه سباوون زموږ په مالت راستون نه شو.

٠٠٠٠

يو ارمان:

كلونه وشول چې په زړه كې يو ارمان لرمه

چې ستا ښايست او زما لويه مينه

په يوه شعر كې سره ونغاړمه

●●●

ورځ رانه ټوله دگل وييو په لټون تيره شي ٬

خو چې ماښام شي او د شپې كجير راوالوزي د ښار په لورې

او په رنگينو كوڅو وغوړوي تور وزرونه

د ښار واټونه له ستومانه لارويو تش شي

او ((بنديز)) ولگېږي

نري نري كاږه واږه وستني

د شنه اسمان په لورې وغځېږي ٬

زموږه  خړه او خټينه بېړۍ

د بې پايانه سمندر په مرجاني كڅونو ونښلوي

زه بيا راپاڅېږم ډيوه بله كړم

او د گلوييو ځولۍ پرانیزمه٬

قلم راواخلم كاغذونه تور كړم

او تر سهاره پورې

ستا د ښايست او خپلې مينې ((قصيده)) وليكم.

●●●

چې د سهر د گزمې غږ واورم

زه مې ليكلي كاغذونه بېرته بيا له سره ولولمه،

نه په كې ستا سمسور ښايست ووينم،

او نه زما هغه ښېرازه مينه،

((قصيده)) څيرې كړمه

او ټولو تورو كاغذونو ته مې اور واچوم

او په  تودوخه يې تاوده كړم خپل ساړه لاسونه.

●●●

بيا چې د شپې كجير له خوبه وېښ شي،

وزرونه وټكوي

او بيرته والوزي د خپلې زړې ځالې په لور،

د شنه سهر شهباز تكل د الوتلو وكړي

او له ختيځو غرونو والوزي د شنه اسمان د دښتې په لور،

او طلايي وزرونه

زموږ د ښار له پاسه وغوړوي

كوڅې راوېښې شي، تازه كړي پروني يادونه

او خپل مخونه د رڼا په پيو بيا ووينځي،

بيا په واټونو د رنگونو باران وورېږي

او د پېړيو تكراري لوبه له سره پيل شي.

زه بيا ځولۍ غاړې ته واچومه٬

بيا په گلوييو پسې ملا وتړم،

او ټوله ورځ وايم له ځانه سره

گوندې كه نن شپه مې ارمان پوره شي،

ستا د ښايست او خپلې مينې انځور وكاږمه

خو لا تر اوسه په دې نه پوهېږم

چې ستا ښايست او زما لويه مينه،

د يوه شعر،

جغرافيه كې

ځاييداى

كله

شي.

المان، اكتوبر، ۲۰۰۰


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د جهاني د بغاوت په جهان كې يو درنگ


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

حميد بابا وايی :

سر زما سركوزي نه مني د تاج

گڼه تاج زما و سر ته دى محتاج

تاج وتخت چې گدايان شړي له دره

بادشاهانو څخه اوسي لا علاج

زه يي خر د ډېرانه گڼم په حال كې

دا چې ناست دى بې پروا په تخت وراج

 

(۱)

د سر خبرې

چې  د لومړي ځل له پاره مې په  پنځوسموكلونو كې عبدالباري جهاني  په يوه  علمي سيمينار كې وليد. هغه مهال په پوهنتون كې په زده كړه بوخت وم. سيمينار د كابل پوهنتون د كتابتون د سيمينارونو په تالار كې جوړ شوى وو. هلته د جهانې له څېرې سره اشنا شوم. هغه د ((اسيايي استبداد)) په باب مقاله لوستله. ((اسيايي استبداد او اسيايي توليدي ډول)) د هغه د مقالي نوم وو او بيا چې كلونه تېر شول په راديو كې مې كار كولو.

خبر شوم چې جهانې د لويزيون مرستيال ټاكل شوى دى، زه يې دفتر ته د مباركۍ له پاره ورغلم، ځان مې وروپېژانده او له روغبړ نه وروسته يوه شېبه كښيناستلو، خو لږه شېبه په سكوت كې تېره شوه. زه ژر راپاڅېدم او بېرته خپل دفتر ته ولاړم. يوازې دوه ورځې وروسته خبر شوم چې جهاني دنده پرېښوده او پاكستان ته ولاړ  او بيا له هغه ځايه امريكا ته او بيا مې د هغه اواز او د هغه شعر او ادبي پروگرامونه د كلونو په لړ كې كله ناكله د امريكا غږ نه اورېدل .

خو له هغه سره د اشنا كېدو لومړۍ شېبه، د هغه د ((شېوه توليد اسيايي او استبداد اسيايي )) مقاله  د استبداد مفهوم ٬ د افغانستان تاريخ، فولكلور او پښتني روايات د هغه په شعر كې يو له بله سره غوټه شوي ومېندل .

نو په دې ډول كله چې جهاني تاريخ او تاريخي څېړنو ته ځي، نو ((استبداد)) څيړي او كله چې لږه شېبه په دې چوكاټ كې تنگېږي، نو بيا د شعر په وزرو الوزي پرواز كوي او د اسمان له مورگو لاندې نړۍ ته گوري. په نړۍ كې د افغانستان په دښتو غرونو او سيندونو  سترگې گنډي او بيا په كندهار او د هغه په تاريخي عظمت تمركز كوي. هلته خواره واره اولسونه گوري، د هغوی معركې او جگړې گوري. كله په كې ((كرمى او فتح خان )) له ((رابيا گلې)) او نورو بړېڅو ځوانانو سره په هل او تكل كې ويني او كله هم د((خشكيار او شاترينې)) د مينې كيسه كوي. كله هم د گرگين پر ټټر د هوتكو د گوزارونو انځور كاږي. كله هم په كې د لوې احمد شاه د تورې او غورځنگ داستان وايی. سرود او حماسه ترې جوړوي او كله هم په ميوند كې د ملالې له ټپۍ نه سندرې جوړوي او دغه سندره داسې په تاريخي رواياتو كې رانغاړي چې بيا ترېنه تعويذ جوړوي او هر پښتانه ته يې په غاړه كې اچوي  چې د دېوانو او پيريانو په وړاندې ورته سپر وي .

 

(۲)

جهانې او د جهانې غزليزه لاره

يوه ورځ مې د يوه ملگري سره د جهاني په شعر خبرې كولي. د جهاني د شعرونو درې څلور  ټولگو پاڼې كله ناكله اړوم رااړوم. ملگري په دې ټينگار كاوه چې جهاني د غزل شاعر دى، خو زما رايه دا وه او دا ده چې د جهاني د نورو شعرونو حجم د غزل په نسبت  لږ نه دى، خو دا جوته ده چې په غزل كې جهاني نه خو د ميرزاخان انصاري او نه خو د حمزه په پل تللى دى. په غزل كې د جهاني نړۍ جلا ده او نوې خبرې لرې چې بايد پرې وگړېږو .

غــزل

په ژوند مې نصيب نه سوې جنازې ته دې درځم

د يار د وصل خياله هـديـرې ته دې درځم

يوه تشه وعده يې د ځوانۍ په بيه غواړم

سوالـگر نه يم اسمانه چې كاسې ته دې درځم

منم چې تر منزله يې سكر وټـې دي كرلي

دا لار په ما ودانه ده كوڅې ته دې درځم

يوه لحظه دې مخ له رقيبانو پـټـومـه

لمبې خاموشه نه سې تماشې ته دې درځم

دا ستا د مينې اور دى چې محفل رنـگينومه

پانوس رنگه بلېږم بدرگې ته دې درځم

اختيار يـې لـه اقـرار سره جوړه را څخه يو وړ

يو نذر د خليل يمه چړې ته دې درځم

سنـگسار مې رسوا نه كړې مېخانې د خلوتونو

يو شور لا جوړومه غرغړې ته دې درځم

د هوښ پر لارو نه دى جهاني منزل د وصل

جنونه ځان تيار كه زولنې ته دې درځم

ويرجينا، ۱۹۹۳/۱/۳

د جهاني صيب هغه شعرونه چې  له افغانستان څخه بهر ويل شوي، په ډاگه او څرگنده توگه د مهاجرت او له وطن څخه د جلاوالي  له يأس او حرمان څخه ډك دي او له بې ريښې توب څخه تېښته په كې ځلېږي . هغه د غزل په شعري فورم كې هم له ډېر ليريك او عاشقانه مضمون څخه كله ناكله بهر كېږي او د خپل احساس په پل حماسي هغه خپلوي.

هغه په زغرده او په رسا اواز له اجل سره پنجه وركوي او د خپل رواني پردېوالي د جبران له پاره  دا دوعا  كوي چې :

يومې سوال ځواب د قبر په پښتو كړه

بل لحد پر كندهار  درڅخه غواړم

په غزل كې داسې مفاهيم لكه: (( جنازه ٬ هديره ٬ سوالگر نه يم اسمانه، سكروټې دي كرلي، لمبې خاموشه نه شي، اختيار يې له اقرار سره جوړه راڅخه يووړ، يو نذر د خليل، سنگسار مې رسوا نه كړې، غر غړى  او جنونه ځان تيار كه زولنې ته دې درځم)).

او يا په دې راوروسته غزل كې چې پوره نويوالى لري او يو ډول شاعرانه بغاوت په كې ځاى شوى دى. داسې مفاهيم او عبارات لكه : ((پياله نسكورول او نه تشول٬ نصيب بدلول، له تقدير سره شخړه٬ د زندان نړول٬ ازل لېونتوب٬ گرېوان څيرول٬ د سر سودا منل خو د سر ټيټول نه غوښتل٬  سجدې ته ناجوړه ككرۍ٬ د تندي ماتول٬ ياغي چې فرياد نه كوي٬ اسمان كڼول٬ د غره په ژبه غوښتل٬ جنون پارول٬ پرهار شوړول او دا اسطوره وي بيت چې وايی :

چې هر محراب ته ځمه ستا جلوه په كې بلېږي

د يار د تصوير خاله هېرومه خو دې نه

جهاني له ډېرو كلونو وروسته د طالبانو د حاكميت په دوران كې كندهار ته ځي٬  هلته د طالبانو په موجوديت كې هر څه پردي وينې٬ دې لكه د نورو ليك لوست كسانو په څېر نه چې يوازې د طالبانو پښتو ويلو ته خوشحاله شي، بلكې له پېښې سخت متاثره شو او د بغاوت ولولې يې بيا په تن او روان كې غزونې وكړې :

چې زما د لېونو چېغو ځواب ورسره نشته

يا زه يم بدل شوى يا دا غرونه بېگانه دي

خمار مې نه ماتېږي شرابونه بېگانه دي

ساقي راته اشنا دى، خو جامونه بېگانه دي

 

او داسې نور .... په دې ډول غزلې فورم كې شاعر نه يوه خپلواكه لاره خپلوي، بلكې يو خوشال خاني روح په كې غزونې كوي. او يا د نازكخياله حميد بابا دا شعر را تداعي كوي چې وايی :

سر زما سركوزي نه مني د تاج      گڼه تاج زما وسر ته دى محتاج

 

بل مثال :

غــزل

پـيـالـې نـسـكـوروم دې تـشـومـه خو دې نه

نـصـيـبـه بـدلـوم دې  قـبـلـومـه خو دې نه

تـقـديـره زولـنـې دې د جـانـان تـر كوڅې وړمه

زنــدانـه نړوم دې تـېرومـه خو دې نه

ازل مـې لـېونـتـوب دى له نـامـه سره كـرلـى

گـرېـوانه څيـروم دې ټـولـومـه خو دې نه

د سـر سودا منـمـه خو چې سر ټـيـټـو ل غواړي

قـاصـده ستـنـوم دې ورلېـږمه خو دې نه

خـالـق مـې كـكـرۍ سجدې ته نه ده پېدا كړې

تـنـديـه مـاتـوم دې لـگومـه خو دې نه

يـاغـي يـم د فـريـاد د پـاره نـه يـمـه راغـلـى

اسـمـانـه كڼـوم دې ژړومه  خودې نه

د غره پر ژبه غواړم د شيرينې د نوم ذكر

جـنـونـه پاروم دې ويـدومـه خو دې  نه

زخمونـه د حبيب دي د طبيت كوڅې ته نه ځم

پــرهـاره شوړوم دې رغـومـه خو دې نه

چې هر محراب تـه ځمـه ستا جلوه پكې بـلېـږي

د يار د تـصـويـر خـالـه هېـرومه خو دې نه

چې  شمېـر د جهانـي د گناهـونـو بانـدې كېږي

زاهده ړندوم دې خـپـلـومـه خو دې نه

واشنگټـن ، ۹۲ ــ ۲۷ ــ ۱۲

 

(۳)

بيا هم له وطن څخه د لېرې والي ستونزه

له بلې خوا د دې شعرونو د راسپړنې له پاره يو بل شا نزول (شرح نزول) د كتاب له اهدايه جملو څخه ميندلى شو: د كتاب په لومړي مخ كې كښلي دي .

((اهدا: د پايكوبونو او سركوبونو د زخمي نغمو دا ناسازه مجموعه زما ښكلي كندهار ته چې زما معشوق دى٬ چې زما مسجد دى٬ چې زما كور دى٬ چې زما گور دى٬ اهدا كوم)).

همدارنگه شاعر د خپل تحت الشعور په مرسته غواړي ځان له خپل هېواد او كلي كور څخه په پرديوالي كې وژغوري او د دغه پرديوالي سره مبارزه وكړي. د هغه شعر د دغه پردي جهان په وړاندې يو سرغړاوي دى او د هغه پر ضد توغ او جنډه پورته كوي.

ما خو دا نه ويل شينكى اسمانه    چې به د اور له پاسه اور راځي

زما د غيرت شمله به كښته گوري    زما هديرې ته به پېغور راځي

اسمانه ما خو داسې نه غوښتله     چې د ښارونو جنازې به ژاړم

چې مې په كليو كې بلا لنگه شي     چې د ځوانيو هديرې وژاړم

اسمانه ما خو داسې نه ويله               چې د كابل گرېوان ته اور توې كه

زما په جونگړه كې بلا وكره                زما په ستوني كې ښامار لوى كه

 

شاعر د هيواد د تراژيدۍ د خپل ارمان او هيلو سره مخامخ كوي او له دې تناقض او له دې شخړې يوه بوگنوونكې او غمجنه نغمه جوړوي او د شعر په بڼه يې موږ ته وايی.

واقعيت خو دا دى چې جهاني په خپل شعر كې هماغه پښتنې صداقت او رښتينواله لري. سره له دې چې په كلونو كلونو هغه له خپل ټاټوبي لېرې پاتې شوى، خو د هغه د شخصيت اصلي خښتې په پښتنې ماحول كې د همدغه چاپېريال په فرهنگ او رواياتو كې اېښودل شوی دی. ځكه خو هغه په لاشعوري توگه د خپل درون او باطن سره صادق  دى.

خو كله چې هغه د شعر دونيا ته راځي يو ډول اشراقي حالت پرې لاسبرى كېږى او د دې له پاره چې د موجود او بدل ماحول  په وړاندې  عكس العمل وښيي، نو شعر وايی. د نوموړي  هغه شعرونه چې په بهر كې يې ويلي او كښلي دي په رښتينې توگه د ناخوالو په وړاندې پيامبرانه اواز او د خاپوړو د كوڅې او مالت سره ناپايه مينه په كې ځای شوې ده. دغه دوه متضاد حالتونه شاعر ته موقع وركوي چې كله ناكله د هغه په شعركې په شعريت او انځورگرۍ باندې د هغه پيغام غالب شي او په ډاگه يی ووايی.

بيا يې په محفل كې نن له پام څخه لوېدلي يو

گوره د ساقي تر نظر څنگه ورغلي يو

هره شېبه موږ ته زنداني خوبونه مه راوړه

شرنگ د زولنو ته له كنعان څخه راغلي يو

نن دې عبرتونه له هوښيارو سره وخاندي

موږ د لېونيو په اتڼ ور كښېوتلي يو

پل چې مو د پله پر سر اېږدې رقيبه پښه نيسه

موږ چې له ازل څخه راغلي يو ښاغلي يو

مه راځه ساحله چېرې موږ چېرې دا ستا سكون

موږ يې سمندر ته د توپان په شپه لېږلي يو

نور مو تماشه كوي كه خپله ننداره كوو

پوه نه سوو شبنم غوندې يې څو شېبې بللي يو

هره ورځ د ستورو په حساب لمبې په خوله كې وړو

موږ له خپلې ژبې لكه شمعې سوځېدلي يو

موږ خو بې اختياره د نعمت پر خوان ور پرېوتو

گوره چې سخي كور به لا څو ورځې منلي يو

پرېږده جهاني له دې وزره د پرواز تمه

غشي د نصيب چې پر شهپر باندې ويشتلي يو

ويرجينيا، ۲۰۰۰-۱۰-۱۲

 

خو د دې خبرو سره سره  :

په غزل كې جهاني هم د خوشحال او غنې په څېر له زاهد او ملا او كاذب متقي سره چې د شاعر د ازاد پرواز په وړاندې خنډ دى. د شاعر د خيال او انځورونو كښلو په وړاندې د شاعر فكر او اندېښنه گډوډوي، درېږي او له هغه سره چمبړ كېږي .

كله ناكله داسې هم پېښيږې چې ټول شعرونه يو شان نه وي، بلكې  ناانډولي رامينځته كېږي او دا طبيعي خبره ده ۔چې د يو سړي څلور پنځه زامن ټول يو ډول نه وي. له بله پلوه غزل كله هم د خپل معياري اندازې اوږدېږي. ان له اوه او  لسو بيتونو اوړي او اوږدېږي.

په لاندې غزل كې د موضوع وحدت او د يوې مسالې تعقيب لږ څه دروند ښكاري او يا په بل عبارت وروستي درې څلور بنده په كې بې انډوله كېږي.

 

غــزل

اسمـانـه بيا لـكه چې نوې افسانې جوړوې

چې سـر پـر سر مې  پـرهـارونـه پـر سينې جوړوې

كـه دې مـجنون د تـورو زلـفـو رابـللـى نه يـم

وايـه حـلـقـه پـر حـلـقـه چـاتـه زولـنـې جوړوې

خـونـي منـگـول دې شـاهدي د فيصلې وركوي

د غـمـازانـو پـه خـولـه ولـې بـهـانـې جوړوې

شـيـخـه اخـر بـه سې رسوا د مـيـفـروش پـورونـه

تـرڅـو بـه پـټـې پـه خلوت كې ميخانې جوړوې

در څخه وركـې دي سـاقـي زما د ازل فـېـصلـې

چې د اغيار د پاره ډكې پېـمـانـې جوړوې

اوښكې يـې ستا لـه بـې فريـاده سوځېـدلو نه دي

پـتـنـگـه ولـې په لـمـبـو كې اشـيـانـې جوړوې

له هر قـدمـه سـره ښخ دي فـريـادي عـرضـونـه

جنـونـه څو لا پـه دې لار كې هـديـرې جوړوې

د جـهـانـي رنـځـورې شـپـې د ختمېـدلو نه دي

طبـيــبـه ولـې رقـيـبـانـو ته پـلـمـې جوړوې

۷/۸/۸۹

د جهاني په غزلو كې داسې نمونې او مثالونه ډېر زيات دي چې يوه پارچه او كوټلې او مظبوطه اندېښنه انتقالوي. د فورم له مخې لوستونكى نه پرېږدي چې د شعر له لوستولو مخه واړوي او د هغه په وړاندې بې پرې او بې پروا پاتې شي.

پوښتنه پيدا كېږي چې ولې جهاني په شاعرانه دونيا كې له زاهد سره لاس وگرېوان دى ؟ خبره څرگنده ده. د جهاني زاهد متصوف او رندانه زاهد نه دى چې خپل ټول ژوند د عشق په لار كې داو كړي٬ بلكې د شاعر مطلوب زاهد هغه متظاهره د تقوى دعوېدار خو په اصل كې بې تقوى د دوزخ او جنت ټيكه دار خو په اصل كې دوزخي د خير او شر محتسب خو د شر او فساد سرچينه زاهد دى، نو ځكه خو شاعر په خپل شاعرانه سفر كې د عقل او منطق هتكړۍ ماتوي او د دغه دروغجن او فريب كاره پر ضد راپاڅېږي، غرغره قبلوي او پنجره ماتوي.

دا چې جهاني اعلاموي چې د جهاني :

د جهاني محفل ته مه راوړه اغزنې كيسې

موږ لېونيو په اورونو كې لمبې ماتې كړې

شاعر د خپل نسل او د خپل اولس د نماينده په توگه اواز پورته كوي. د ناخوالو، بدمرغيو، جفاگانو، ظلمونو او تېريو په وړاندې لكه چې د ژوندانه بهير وښوده او همداسې وشو ل. په داسې ډول غزلو او شعر كې د اولس او د اولس اراده په يوه زړه او يو جسم كې تجلی كوي، راټولېږي او د هغوۍ د ارزوگانو او هيلو پېغمبر شاعر شوى او د هغه په ژبه د ټولو د ټټر او زړه اواز را پورته شوى دى.((شاعر ويونكى او ناقل راوي دى. د انسان شعر د انسان د نبوت د شعور محصول دى.

اليوت وايی: شاعر يو كاتاليزور دى . يونگ هم ويلي دي  چې ښه شعر د شاعر له لارې ويل كېږي او نه د هغه په وسيله، يعنې هر ښه شعر وجود لري، خو يو داسې څوك راځي او هغه بيانوي. د ازل استاد وايی: ووايه (اقرا) د انسان نبوت هم توضيح ته احتياج نه لري او ډېر ښكلى هم دى، خو د هغه اجزاء هماهنگي او تركيب، څه مانا لري ؟ (۱) طلا درمس دويم ټوك   ۸۱۹-۸۲۰

د شعر د هماهنگۍ درې برخې عبارت دي له وزن قافيې او تصوير چې په هغه كې په وزن او قافيه كې په كلي توگه هر ډول موسيقي ځاييږي. هر ډول تصاوير په كې ځاييږي او معاني هم په كې ځاييږي. شعر هغه مهال كامل دى چې د دغه اجزاوو تر مينځ هماهنگي موجوده وي.

يو  غزل :

زاهده تا مې د تقوا په نوم نشې ماتې كړې

ما دې د حورو د خوبونو سلسلې ماتې كړې

ته د دوزخ له وهمه غلي كرۍ شپه ژړېدې

ما د كوثر په مستو هيلو كې پيالې ماتې كړې

ته يې له قهره له خلوته راوتلاى نه شي

ما د كرم په طمع زر ځله توبې ماتې كړې

تا خيرو شر ته د حساب هتكړئ واخېستلې

ما د جنون په نوم د عقل زولنې ماتې كړې

ته په سجده كې لړزيدلي د حساب له ويرې

ما بې حسابه دروازې د ميخاني ماتې كړې

څوك يې د مينې له زندانه غرغړې ته ووځي

چا يې د قهر له هيبته پنجرې ماتې كړې

چا د يوې جلوې په مينه ځوانۍ نظر (نذر) كړلې (۲)

چا په تصوير كې له نقاش سره وعدې ماتې كړې

د جهاني محفل ته مه راوړه اغزنې كيسې

موږ لېونيو په اورونو كې لمبې ماتې كړې

۸۹  -  ۵  - ۷

 

(۴)

په وينا كې د شاعر ژبه

د جهاني په شعر كې د ژوند پديدې او روحاني او اسماني شيان اخلاقي بڼه غوره كوي. پرته له دې چې غير طبيعي او يا ډير خيالاتي  شوی وي د طبعيت او ژبې  ادبي كېدل  د شعر په قلمرو او د ژبې او طبيعت د هستۍ شاعرانه  تجربې معنوي او روحاني كوي، ټولې بشرې ناخوالې چې د سركشو غريزې غوښتنو او تمايلاتو څخه راټوكېږي. په كراره سره نرمېږي٬ لطافت او معنويت پيدا كوي. پرته له دې چې د ژبې په پنجره كې كې بندي او له خوند او لذت نه بې برخې شي. هغه رنځ او كړاو چې ژبه او طبعيت يې گالي تر دې خوند پورې نور هم صيقل كېږي چې د تن او روح تر وحدته پورې ورسېږي. خپله حق په همدې نړۍ كې تر لاسه كوي او د بلې دونيا په لټه كې نه پاتې كېږي. د جهاني په شعر كې  د تن او روح  طبعيت او اخلاقو په دا ډول وحدت او يووالي كې ژبه روان او تن تعلی پيدا كوي. هغه رنځ او كړاو چې په داسې ډول لطيف او معنوي شوى وي په نتېجه كې په يوه خوندور غم بدلېږي چې هغه ته د شعر په ژبه كې د عشق غم وايی.  خو هغه څه چې غريزي خام او حيواني جنبه لري يا ځانگړنه لري او حيواني وي د عشق په ملكوتو كې خپله  خدايي  مينه ترلاسه كوي. اسماني كېږي او روحاني او نوراني كيږي. ژبه په دې لړ كې د شعر له موزونيت او موسيقيت نه خوند اخلي. هغه جسماني لذت چې له خامو او قهرجنو غرايزو څخه راولاړېږي او د اخلاقو په نوم او د اخلاقو په لار كې بايد سركوب او وځپل شي، نو رنځ يې د ځان په بيه اخېستل  كېږي. په داسې ډول  شعر كې تن له روح او روح له تن څخه خوند اخلي او قانوني جواز پيدا كوي. په شعر او ادب كې شراب او نېشه او رندانه نظر بازي ژبې او ادب ته لار پيدا كوي چې د وچو او زاهدانه اخلاقو حريم مات كړي او د زهد او زهد پلورونكي په ږيره ملنډې ووهي. پرته له دې چې بې بندوباري او هرزه گي رامينځ ته شي، نو  خپل قلمرو او ساحې  ته د هر ډول  لغاتو او گړنو ته د ننوتلو لاره نه وركوي. نه د عوامو ولاړه او ناسينگار شوې (هرزه)  ژبه او نه د شيخ او ملا وچه او بې مانا متحجرې ژبې ته د مداخلې اجازه وركوي، نو يوازې د شعر او هنر په وسيله يو وارې بيا له راجلا شوي طبعيت څخه بېرته هغه ته ورستنېږو.

په شرقي فرهنگ كې د شيخ، زاهد، مى، ميخانه، تقدير، سرنوشت، تقوى، توبه او نور داسې مفاهيم دي چې زموږ په كلاسيكي پښتو شاعرۍ كې ډېر زيات تكرار شوى دي. په دوه جهتو كې زيات :

په يو لورې كې صوفيانه، عرفاني او لاهوتي بيان له پاره كارول شوى دى، خو له بلې خوا زاهد، شيخ او داسې نور چې هر كله د ازادانه خيال او تفكر او د انسان د ازادۍ په وړاندې د يو دېوال او خنډ د سمبول په توگه وو او د وچو او جامدو او متحجرو قوانينو واضعان او چلوونكي وو، نو د هغو په وړاندې د شاعر قيام او پاڅون په واقعيت كې د وخت د موجوده حاكم او راكد او ايستا حالت په وړاندې قيام وو.

په دويم لوري (استقامت) كې د دغه مفاهيمو كارونه او د استعمال تر زياته حده په غزل كې شوی دی. په غزل كې صوفيانه مضمون بيان شوى دى او هم د رمز او سمبول په توگه د ناخوالو، بدمرغيو٬ استبداد٬ ظلم٬ سپكاوي پر ضد كارول شوی دی. جهاني دغه رمزونه او سمبولونه د هغه وراسته دېوال له پاره د هغه وراسته او نړېدلي او شړېدلي نظام له پاره كاروي.

د يوه ليكوال په قول: په واقعيت كې زاهد د هستۍ په نظام كې دومره ارزښت نه لري. دا ځكه چې  شاعر په دې ډول د الوهيت  ډېره عالي جلوه او ښكلا څرگنده كړې او يا د هغه له پاره هينداره ده. سره له دې چې وايی د اطاعت او عبادت  په وسيله به  د گناه او ثواب د احتساب له لارې مراد ته رسېږي، خو دا حساب وكتاب دې په هغه چا مبارك وي چې د حساب وكتاب خاوندان وي او د خپلې گټې او تاوان په باب فكر كوي)). (۳) عرفان ورندي ص ۲۸۰

ريا يعنې دوه مخې نفاق اچول او د زاهدانه پردې شاته د خپلو غوښتنو او هوسونو پټول. زاهد بايد په زرگونو باطني غوښتنې د نورو له سترگو پټې وساتي او ځان د ملايكې په څېر په هره ((نفساني)) غوښتنه بريالى وښيی، خو شاعر د دې وس او جرئت او شهامت لري چې د خپل هوس او غوښتنې په ډاگه  ووايی.

په دې ډول موږ د جهاني رښتينواله وينو. جهانې په خپل قول كې صادق او رښتونى دى، لكه په مينه كې رښتونې٬ لكه په وينا كې رښتنونى او لكه په هر څه كې، نو ځكه خو دوه مخي او منافقت غندې او د هغه د ليدلو زغم نه لري.

 

غــزل

دا ډېر كـاږه كاتـه بـه دې ايـمـان لره بـلا سـي

زاهـده هـسې نـه چې خـلوتـونـو ته دې شا سي

پـرون دې لـه محرابـه پښې پر بله خوا كږې سوې

بېـرېږم دې كوڅه كې دې لمونځونه نيمه خوا سي

نيـمـگړې اشـارې دې شيخـه سـر بـه سـره ساتـو

جنون مې يـاغـي نـه كـې كنه چيغې به رسوا سي

سكون دى كه توپان دى عـقـل نه ويني په سترگو

منزل يـې معجزه ده چې مجنون پـكې لـيـلا سي

مـستـي ده لېونتوب دى صـراحـي راسره څرخي

معذور يم كه له لاسه مې پياله نيمه خطا سي

بـېـگاه مـې سـوځېـدو ته غـلـې غـلـې ژړېدلې

لـمبـه خـاموشه نه كى چې هستي به مې تالا سي

گرېوانـه لا يـې غـواړې د سـوالـگرو اوښكو لـپـې

د سترگو په كچكول كې مې د تمې ځاى پيدا سي

مـنـظـور سـو جـهـانـي د لـېـونـيـو پـه ټـولۍ كې

نـصيـبـه لـه زنـدانـه بـه دې نن پـورتـه غوغا سي

ورجينيا، ۹۳/ ۱۲/ ۲

 

جهاني او نظمونه :

يوه ورځ يو سپين ږيرى ليكوال او څيړونكي جهاني صيب د نظم شاعر وباله. هغه په دې خبره زه په فكر كې واچولم. وروسته مې داسې وانگيرله چې لكه نوموړي جناب شاعر او ليكوال د جهاني غزل او ازاد شعرونه نه دي ليدلي چې يوازې ناظم يې بولي، نو زما په نظر دا د هغه د كار يوه برخه ده.

كه لږ څه ځير شو له خوشحال نه وروسته په افغانستان كې په پښتو شعر كې په څلوېښتمو كلونو او له هغه پس حماسې روح ډېر زيات ځاى نيسي. دغه روحيه له دوه لارو پښتو شعري ادب ته لاره پيدا كوي. يوه د پښتني فرهنگ او ټولنيز ژوند په تېره د غني پښتنې فولكلور لكه لنډيو او نارو او نورو شكلونو او له بله پلوه د معاصر خوځنده او متحرك ژوندانه يون او حركت څخه. د دې كار سر لارى په عمده توگه لايق دى او د لايق اغيز په  پښتو شعر كې د هېڅ چا له پامه ليرې نه دى. زما د خبرې مانا دا ده چې له څلوېښتموكلونو راوروسته په پښتو شعركې حماسي نظم او د شعر نور فورمونه پياوړي شول. جهانې صيب د دغه كلونو د غورځو پرزو شاهد دى  او تر اوسه پورې  د همدغه فكري  بهير اغيزې له ځانه سره لري.

پښتو ژبه يو بل فكتور دى چې په شعر كې او په هنر كې صيقل كېږي. دا ښكارنده په واقعيت كې زيات ظرفيتونه لري او هرڅومره چې په دې لړ كې پنځونې او هستونې كيږي د ژبې لمن ورته پراخېږي.  له بلې خوا كله چې په پښتو شعر خبرې كوو، نو اړه ده چې د يوې مسالې يادونه وكړو :

انسان د دې له پاره چې په حيا او عزت  كې را څرگند شي، نو لباس اغوندي او ډېر ښه ځان پټوي او سينگار وي، خو ژبه هم  داسې واخله. ژبه كله چې ښكلې شي او په ښو او غوره كلماتو كې خپل مطلب راونغاړي، نو هغه شعر شي. په واقعيت كې انسان چې كله له طبعيت نه را جلا كيږي او د طبعيت په وړاندې دريځ نيسې، نو خبرتيا پيدا كوي او له طبعيت څخه د انسان را جلا كېدل د دې جوگه دي چې انسان اخلاق لري، نور د طبعيت په څېر خشن او قهر جن نه وى. دغه اخلاق چې كله له طبعيت نه جلا كېږي او بېرته د طبعيت  په وړاندې ځاى نيسي، نو په خبرتيا او اگاهي بدلېږي ٬ او دوړ او ناوړ افكارو په توگه له بهر نه په بشري ژوند باندې خپل  حكم او فرمان چلوي.

((د هنر جريان هم له هغه ځايه پيل كېږي چې كله اخلاق او طبعيت سره يو وي. هغه طبعيت چې د خپلو اخلاقو سره داسې نغښتلى او گډ وي  چې د هغه موجوديت له اخلاقو پرته نه شي تصور كيدلى، نو هغه ټول قيد او بند او نظم چې اخلاق يی د طبعيت  په اوږو ږدي٬ ترېنه خوند اخلي. په هنر كې همدغه د لذت احساس موجود دى. په موسيقۍ كې اوازونه له دروني نظم او هماهنگۍ  نه خوند اخلي او په شعر كې ژبه او كلمات دغه دنده ترسره كوي. په شعر او موسيقي كې اوازونه او كلمات نظم پيدا كوي، خو داسې بند او زنځير نشته چې له بهر نه يې په نظم كې را وړي، بلكې له دننه څخه په هغه كې يووالى او هماهنگي  راپيدا كيږي. دلته نظم د روني اوارگانيك دى)). (۴) شعر وانديشه ٠ داريوش اشوري ٠ ۲۷ مخ

له بلې خوا د ټولنيزو او سياسې پيښو تراغېز لاندې زياترو هغو كسانو چې له ټولنيزو بدلونونو څخه يې نور انتظارات لرل له يو ډول هيجان او سردرگمۍ سره مخامخ شول. زړونه يې ساړه شول چې له هغو سره اوس هغه ډول ړومبنې هيجانات نشته او نه يې ايجادولى شي. دا ځكه  چې فتح يا ماتې د بېلابېلو قشرونو او طبقاتو د خلكو له پاره په يو وزن او يو شان وجود لري. فتح حماسه زېږوي ماتي فاجعه. ټولنيزه حماسه او فاجعه د احساس د اوج گيرۍ سبب كېږي چې  paroxysm هم ورته وايی. د احساس اوج گيرۍ د هنري تخليق لازمه ده او له هغه پرته نه شو كولاى د ښو كارونو انتظار ولرو.

((كه د شعر سطح د تخيل، ژبې د پيچلوالي او فكري پېچلوالي چې اظهار كوي لوړه وي، نو د خواصو په شعر بدلېږي. خاصه پسند يا عامه پسندوالی د يو شعر بل مطلب دى چې د شعر د ټولنيزوالي سره اړه نه لري بايددغه مقولات سره جلا شي كنه، نو تحليل بې نتيجې وي.

نو له دې كبله د ازادو او د قافيې او وزن څخه د ازادو شعرونو ايجاديدل يو طبيعي امر دى په معاصرو ادبياتو كې والت ويتمن په امريكا كې د دې ډول پيل كوونكى دى او وروسته بيا نور شاعران لكه پابلو نرودا په چيلي كې اوژان پرس په فرانسه كې ډېر زيات مشهور دي.

خو د وزن او قافيې د قيد له مينځه تلل د شاعرانه تخيل په اهميت او د شاعر د فكرې ژوروالي باندې زياتونه كوي او كه د انگېرلو قدرت او فكرې ژوروالي نه وي، نو هغه وينا خپل رنگبايلي او په يوه معمولي نثرې ټوټه بدلېږي)). (۵) كسرايي    ........

داسمه ده چې موزون او مقفى شعرونه په ډېره ښه توگه په حافظه كې ځاى نيسي او د ازادو شعرونو حافظه كې پاتې كېدل  لږ ترسره كېږي، خو دا كوم هنري ملاك نه دى. دا نقد كېداى شي په خپل ذات كې د يو حقيقت حكايت وكړي، خو نه شي كولاى چې د ازاد شعر د پيدايښت په لار كې منطقي خنډ شي. په ياد كې ساتل  د هنريت ملاك نه دى. خو د جهانې په شعر كې موږ دا ځانگړنه وېنو چې هغه د عوامو په ژبه د تخيل اوچته ماڼۍ جوړولاي شي او داسې يو شعرې فورم كې يې رانغاړي چې هم ډېر ساده والي او عامه فهمه وي او هم شعريت لري يوازې ساده وينا نه ده.

ځينې كسان په مشخص ډول د جهاني د شعرې ژبې په برخه كې دا هم وايی: چې جهاني تر زياته حده په شعر كې د پښتو ژبې د كندهار لهجه كاروي او يا د دغه لهجې تر زيات اغېز لاندې دى٬ زما په نظر دا دومره خبره نه ده. خبره په ښكلا كې ده او د جهاني شعر او هنر خپله لازمه ښكلا لري، نو كه د لهجې خبره را پورته كېږي. دا په پښتو ادبياتو كې د رنگينۍ له پاره بله زياتونه ده. له بلې خوا كه د جهاني په شعر كې تصوير د تأمل او دقت وړ دى او يا په شعر كې د تصوير او د تصوير په ژبه او كلماتو نړۍ هستول يو څه تت برېښي، نو دا په ډاگه ده چې د جهاني شعر پياوړې موسيقي لري. موسيقي او موسيقيت او اهنگ او ترنم د جهاني د شعر او شاعرۍ زبردسته ځانگړنه ده. د هغه په شعر كې كليمات د رباب په نغمه كې روح پوه كوي او هغه په شور او مستۍ راولي. يو مثال :

وركه مينه

د ژوندون وحشي موجونه            له اشنا مينې بيل كړى

د زمان ياغي بادونو                     بل جهان ته يم راوړى

رايادېږي مې جونگړه                      رايادېږي مې خيالونه

هسې ليرې راته ښكاري            لكه ورك ستړې خوبونه

نه د چا پر بېدو شونډو           څه مرموزه نغمه ناڅي

نه دچا له پټو سترگو                    د هوس ترانې پاڅي

نه د چا پر سپينو ليچو           تورې څوڼې راخورې دي

نه د مړو كتو يادونو                     سپينې كړې د چا شپې دي

نه د چا پر دنگه غاړه                    لونگين په ورو ورو زانگي

نه مستي د مستو پيغلو          ماتې كړي دي گلڅانگې

نه هغه د سوما بوټى                      نه هغه د غرو لمنې

نه اوښبه نه يي هى هى دى         نه كېږدۍ دي چيرته پلنې

نه هغه وحشي دښتونه                      نه غاتول پكې غوړېږي

نه شېلې نه يې باډاسكي          نه څپې پكې مستېږي

نه خوشال له زوره ږغ كړه         په ښكاره چې خوله يې راكړه

نه له بخته فريادي دى                   چې ملگرو ورته شاه كړه

نه حميد په شنه زړگي كې          خيال د شوندو دى ساتلى

نه فراق د نو خطانو                     كرۍ شپه دې ژړولى

نه محفل شته د رندانو            نه قيامت د پايكوبونو

نه د شيخ په لاس عصا ده          نه فرياد له سركوبونو

نه څه زيرى د فردوس دى           نه هوس د كوثرونو

نه څه ويره د گناه شته                  نه وحشت له دوزخونو

نه جنون په خروش راغلى           نه هوشياره بدمستي سته

نه د عقل ليونتوب دى             نه د بنگو هوښياري ده

دلته اور د ژوندون نسته         د ساړه جهنم كور دى

دلته هر څه ايرې كېږي                    د حيات په نامه گور دى

دلته هر څه سودا كېږي            دلته هر څه بازاري دي

دلته وينې بېگانه دي                     دلته مينې ظاهري دي

زما د جگو غرو سندرې             څوك يې نيسې اورېدلاى

زما زيږه پښتو ژبه                       دلته نسي گړيدلاى

زه داستان د برباديو                     زما كيسې په وينو سرې دي

نه له ستوني مې ږغ ووځي                نه په سور كې زمزمې دي

دلته وژنم خپلې هيلې                     بې لمبې سوځم ويلېږم

نه د چا د لارې مل يم                     نه د چا مخ ته بلېږم

زما هغه جنت پردى سو             چې مې حورى ورستايلې

زما هغه كورگى تباه سو           چې كيسې به مې كولې

ها نسيم لمبه لمبه سو                    چې يې وينې وېسولې

هغه جام له زهرو ډك سو           چې مستۍ يې پاڅولې

زما وروستي بڅري مړه سول         زما نه مه غواړئ  اورونه

زما گونگى احساس مړ سوى          زما نه مه غواړى شعرونه

ويرجينيا، امريكا، ۱۹۸۵م

 

(۵)

د جهاني په شعر كې خيال تصوير او عاطفه

د جهاني په زياترو شعرونو كې ان په ازادو نظمونو كې د تصويرونو او انځورونو په تناسب  شور  او احساس ډېر پياوړى دى. شاعر تخيل او انځور كښنې ته اړه نه احساس كوي، بلكې نېغ په نېغه او په څرگنده او بربنډه توگه د خيروشر جگړه بيانوي. ((د تخيل قدرت يعنې هغه بشپړ شور او هيجان چې په كار لوييږي چې هغه احساسونه او شيان او بېلابېل تجربيات او په وختونو او زمانو پورې اړوند په يوه خاصه لحظه كې سره راټولېږي او يا يو له  بل سره انطباق پيداكوي او په يوه داسې ناپايه شېبه او محدود زمان كې يو پراخه ساحه  انځور وي. د تخييل قدرت يوازې هغه سركش او له مركز څخه د تېښتې او فرار او تيت پرك وس  نه دى٬ بلكې د مخالفو حالاتو د تلفيق له پاره داسې قدرت دى  او د طبيعيت په باب د انسان د بېلابېلو انگېرنو څخه عبارت دى. تخيل په سيده توگه له حافظې راولاړېږي. كله هم په زمانې تداوم كې په حافظه كې خوندي ساتي او كله هم هرڅه غورځوي چې د حافظې ځېنې برخې له مينځه يوسي او د تصايرو په وسيله هغه يو د بل په خواكې كېږدي او يوه فكري او عاطفي كړۍ ايجاد كړي.  (۶)  طلا درمس  ۸۴۷مخ

تصوير په نوم شعر :

سړه د ژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره

لكه ماشوم په وړانگو لوبې كوم

ستا د تصوير مخې ته ودرېږم

او دا يوه لحظه دې خپله كمه

هلته سينه كې غولېدلى زړگى وخوځېږي

او پردۍ مينې ته ټوپونه وهي

تصوير ژوندى شي سترگې ورپوي

پر شونډو بيا گرځي زاړه قولونه

بيا د سبا د لمر ختو په طمع

شپه تر سهاره شمعې ولگېږي

سترگې سوځي

خو يو ناڅاپه د تصوير له سترگو

د ژوند او مينې رڼا وتښتي

قولونه مړه سي

زه او تصوير پاته سو

او زړه هم نه وهي زاړه ټوپونه

دواړه لاسونه لېوني لاسونه

بې ارادې د تصوير خواته ځغلي

تصوير څېرې او ژمنۍ سكروټې

لمبه لمبه كي د كلو خيالونه

لايې لمبه په سترگو وينمه خاموشه نه ده

لا د تصوير بې نوره سترگې زما پر لور كږې دي

چې په سينه كې مې د زړه په تل كې

ستا له تصويره سره مينه نوى اوربلوي

او په رگونو مې بڅري گډ سي

نور دې تصوير ته هم كتلاى نه سم

يوه لحظه دې خپلولاى نه سم

او دا د ژوند سره ملگرې لمبې

دا په رگونو كې ژوندي بڅري

دا د تيارو دا د رڼا ملگري

ستا د خيالونو له محله سره

په تصوريرونو رويباري نه كوي

۹۲ -  ۳   - ۱۲

 

پورتنى ازاد شعر  چې د انځور كښنې په زړه پورې بېلگه ده. د چا خبره د خوب او بيدارۍ ترمينځ د يو حالت شاعرانه تصوير دى چې لوستونكي ته پېښه په مخ كېږدي. حادثه له خيال نه هستېږي. ذهن عينيت ايجادوي  او په تدريج سره لوستونكې داسې حالت ته راولي چې گويا له يوې واقعي پېښې سره مخامخ دی. حادثه سره له دې چې ټوله د راوي په ذهن او خيال كې غځېږي، خو شاعر د لوستونكي پر وړاندې د يو ډول مصنوعي خوب د غالبولو نه كار اخلي او لوستونكى او اورېدونكى له ځانه سره مل كوي، بلكې په حادثه كې ورته گډون وركوي او بالاخره كيسه پاى ته ورنږدې كېږي. د جهاني دا ډول شعرونه په ډېرو ساده كليماتو او تصاويرو كې سينگار شوي دي  خپل وزن يې هم د نويو معاصرو ادبياتو او هم د پښتو ژبې د قدرت په بركت ساتلى دى.

 

(۶)

په پښتو كلاسيك او معاصر شعر كې جهاني د يومنځگړي په توگه:

د جهاني  پايكوب  د نوييمو كلونو ټولگه ده. په دې ټولگه كې زموږ د ټولنې د بحران او بېرحمانه وژنو پېښو انعكاس كړى دى. دا د يوه اولس د پايمالولو كلونه دي. دې پېښو په سيده او صيقل شوې توگه د جهاني په شعر كې خپل ياد خوندې كړى دى. په دې كې يوه رواني مساله ده. شاعر سره له دې چې په خپلو سترگو دا پېښې نه ويني، خو په خپل هېواد كې دومره زيات د ذهن حضور لري چې دا پېښې ذره ذره په خپل ذهن كې ساتې او د شعر په ژبه يې منعكسوي.

د مورچل ځوانه شعر د يوه توارد كيسه ده چې عين مضمون څو شاعرانو لكه صديق كاوون توفاني، لكه اسحاق ننگيال او خپله عبدالباري جهاني تكرار كړى دى. (۷) ۷۴  مخ

جهاني د ننگيال د يوه شعر په ځواب كې هم يو شعر يا اوږده قصيده لري چې مطلع او دوه اخيري بيتونه يې را نقلوو .

ماته ولې راكوې د مرگي زيرى     ماته ولې رالېږې زخمي نظمونه

په ما ولې اوروي دا سوى كوكې     له ما ولې تښتوى اغزن خوبونه

يا په پاى كې چې وايی:

زما له خوالې وركه پيغام شينكي اسمان ته

چې به ختمه پردې مينه كربلا شي

نور به نه راځي پر موږ ياغي موجونه

توپاني به د رقيب د بېړۍ خوا سي

 

دا غزل يې بله ښه نمونه كېداى شي :

كلونه كېږي له دې ښاره كيسو كوچ كړى دى

د آدم خان له شهبازونو درخو كوچ كړى دى

په هغه دښت كې د مجنون غرغړې وچې سولې

د لېونيو له مزلونو اغزو كوچ كړى دى

نه په محفل كې بلېدل نه سوځېدل يادېږي

د پتنگانو له مذهبه لمبو كوچ كړىدی

څنگه به ستون سي له خزانه تورېدلى بلبل

چې له چمنه د گېډيو وږموكوچ كړ ى دى

اوس يې شرنگى د نيمو شپو سندرې نه تخنوي

له سپينو لېچو سرو لاسونو بنگړ وكوچ كړى دى

د زلېخا مينه د چا لمنې نه توروي

اوس له خوبونو د يوسف قافلو كوچ كړى دى

د تور جادو افسون وهلې دي د غرو لمنې

نن د شپېلۍ له منترونو نغمو كوچ كړى دى

جهاني څوك به پر لنډيو غزلونه ليكي

چي له گودر څخه د پېغلو نارو كوچ كړى دى

ويرجينيا، 2000/ 8 / 12

 

(۷)

اسطوره او شاعر:

لوستونكى كله هم د جهاني په شعر كې ځاى ځاى د بشريت ژورو او تل ته داخلېږي او يا په بل عبارت سره شاعر د بشريت د ژورو تمايلاتو او ځانگړنو هم بې پروا او بې پرې نه دى پاتې شوى. په معاصرو ادبياتو په تېره لويديځو ادبياتو د نقد او څېړنې په برخه كې د معاصرو علومو يعنې بشر پوهنې او ساه پوهنې او فلسفې او اسطوره پېژندنې څخه مرسته ترلاسه كوي. اسطوره پېژندنه او د اساطيرو راسپړنه چې په معاصره ارواپوهنه كې ډير عمده ځاى لري. نن ورځ په هنر او هنرې پديدو كې د راسپړنې له پاره ترې كار اخېستل كېږي. جهاني هم كله چې د بشريت بنيادي كركتر ته يې  پام شوى، نو اسطوروي شعر يې كښلى دى.

انسان د اسطورو له لارې انساني فرهنگ د ايجاد پړاو ته داخلېږي. په دې پړا وكې انسان غواړي نړى او طبعيت په يو ډول لارو چارو ايل كړي. بيا د يو ډول ارباب النوعيت له دريځه غواړي طبيعي شيان او پديدې  تجريد كړي چې په دې ډول اسطورې مينځ ته راځي. د خدايت او خدا پرستۍ مفكوره او بيا د وحدانيت په ايديه سره د ځمكې پر مخ د روح تاريخ او د معنا تاريخ پيل  كيږي.  د اسطورې په پيل سره انسان د خير او شر او سپنتا وناسپنتا روا او ناروا په اخلاقي او حقوقي مانا سره رامينځ ته كېږي او حيواني ژوند انسانې او ټولنيز هغه ته داخلېږي او فرهنگ رامينځ ته كېږي.

د خلقت په اسطوره كې چې په يهوديت او مسيحيت كې راغلي او په قران پاك كې هم په لږ بدلون سره يادونه شوېده. يو سرنوشت جوړوونكې برخه لري چې وايی: خداى ادم يا لومړنى انسان د يو تكليف او يو انتخاب سره مخامخ كړ. هغه ته وويل  شول  چى د پوهې او د معرفت د ونې مېوه ونه خوري، خو ادم د خپلې  جوړې يا حوا په وسوسې او د شيطان په نفوذ سره له دې امر نه سرغړاوی كوي او د پوهاوي دونې مېوه خوري. سترگې يې بېرته كيږي. د هغه دروني سترگې بېرته كېږي او كله چې ځان ته گوري چې بربنډ دى، نو شرمېږي، دا چې دغه بربنډ ذات د شرم او گناه سره مخامخ كېږي،  نو له همدغه ټكي د انسان تاريخ پيل كيږي. انسان  په خپله ستونزه او گناه باندې خبرتيا  پيدا كوي او گناه يعنې له  تكليف نه سرغړونه يا د شرع له حكم نه چې خداى فرمايلي دي سرغړونه ده. په بل عبارت دا د انسان د داسې اخلاقي موجود په توگه چې په نېك وبد خبر دى د تاريخ پيل دى.

دا چې انسان په لومړي وار د خداى له امره سرغړونه كوي او خداى پرې منت كوي او په دغه لومړۍ گناه سره له جنت نه رابهر كېږي او دا چې ادم ځمكې ته راځي، نو هغه سوله چې په ازل كې په پورتني عالم او كښتني عالم كې برقراره وه خپل ځاى د نېكۍ او بدۍ جگړې ته پرېږدي او د ادم د زامنو يا زوزاد د ژوند كولو د ماجرا تاريخ پيل كېږي. (۸)  ۔۔۔(۵۱) عرفان ورندي  در شعر حافظ

 

زموږ په پښتو معاصر شعر كې دا او دا ډول نورې اسطورې په پوره عمق او ژوروالي سره منعكسې كېږي . زموږ معاصر پښتو شعر د دغه اسطوره د بيا ځلي شاعرانه پالش او سينگار له لارې انساني پيغام په ډېره ښه توگه وړاندې كړى دى . جهاني هم يو له دغو سر لارو څخه دى.

 

ابليس وخندل

خالق دا ښكلې دا رنگينه ځمكه

د هسكو غرونو د لعلونو د سيندونو سره

انسان ته وبخښله

او په سينه كې يې وركېښودله خپله مينه

خو ده په زړه كې د شيطان په لمسه

د سرو او سپينو او د خارو مينه وروزله

د همدې مينې په خاطر يې د ورور وينې توى كړې

د فرشتو له  سترگو اوښكې راغلې

او شيطان ومسېده

د همدې مينې په خاطر يې اولسونه ايل كړل

د يوه لوى سپه سالار په نوم پوځونه جوړ شول

مځكې يې لاندې كړلې

جونگړې ونړېدې

د سرو او سپينو خزانې جوړې سوې

سپه سلار له خپله ښاره كلا وگرځول

او د بل ښار د خزانو په طمع وخوځېدى

تورې راووتلې

چړې په وينو سولې

سرونه ورغړېدل

كلي لمبه لمبه سول ښار او كوڅو اور واخېستى

سپه سلار ښځې له ښاره څخه لېرې يوړې

او په تاوده يې كړل د سود او د سودا كونجونه

كتار كتار ځوانان يې ودرول

د ټول زړونه رپېدل سترگې يې هيښې پاته

او يو گړۍ  راوروسته

د لوى پېشوا په حكم

لكه برگونه د خزان سرونه ورژېدل

فرشتو وژړل شيطان له خوښۍ ونڅېدى

پېړۍ پېړۍ د جنگ لمبو ښارونه وسوځول

د بې خبرو د ناپوهو خلكو

د بريتورو د غښتلو اتلانو

د زمرو په وينو

د غرو لمنې د ښارونو كوڅې ورنگېدى

او يوه شيبه څه كرغيړنې شيطاني وسوسې

د كوم ظالم سپه سلار وزړه ته لار پيدا كړه

فوج يې را وباله لښكرې يې را جمع كړلې

او د دښمن د ستر معبد خواته يي مخه كړله

د فرشتو زړونه بيا ورپېدل

او پر شيطان د خوشاليه جامې تنگې سولي

سپه سالار د خوني فوجه سره

په لار كې كلي درمندونه لوى ښارونه چور كړل

هر څه يې وسوځول

د غرو لمنې بيا په وينو سرې شوې

دښتونه ورنگېدل

هدېرې ډكې سولې

له ښاره پورته سوى د ښځو ماشومانو چيغې

او د پوځونو له هيبته ځمكه سره تبۍ سوه

سپه سالار لكه خوني ځناور

سترگې يې سرې وې غړومبېدې له قهره

ايستلې توره د معبد پر لورې وخوځيدى

او هلته پرې سول پر سجدو باندې پراته سرونه

يوه گړۍ وروسته معبد ونړېد

د خداى په مينه لمبې وڅرخېدې

د لېرې لېرې هېوادونو د بچو سينو كې

د انتقام بڅري وځلېدل

د هر يوه په زړه كې

د تل له پاره د غضب اورونو ځاله وكړه

په اسمانو كې د ملكو څانگې پورته سولې

او د ابليس له كوره راغلل د قاه قاه ږغونه

۹۲ -۱۲-۱۴

 

وروستۍ خبرې :

۱- اوس چې كله خپلې خبرې را ټولوو، نو دې ټكو ته رسېږو چې جهانې د وېښتابه د پړاو شاعر دى. داسې چې كه له يوې خوا د سليمان لايق، استاد بېنوا، خان عبدالغني خان٬ او نورو سره محشور وو٬ نو له بلې خوا د ځوانو شاعرانو سره هم بې اړيكو نه وو. سره له دې چې د جهاني په شعرونو كې د پښتو كلاسيك ادب خپل موجوديت او حضور په ښه توگه ساتي او د كلاسيك فورم په پل تللى دى، خو د نوي زمان او نوي دوران اغېزې د شعر نوي ډولونه بې قافيې٬ ازاد او نورو شعري ډولونو نمونې هم كمې نه دي.

۲- جهاني د لويديځ ادب سره په ځانگړې توگه د شعري ادب سره اشنا او لوستونكي او ژباړن دى  دا بل يو غنيمت كار دى چې كه له يوې خوا جهاني د كلاسيك پښتو ادب او نوى پښتو شعري ادب مينځ لارى دى. د لويديځ او پښتو ادب ترمينځ هم دغه دنده ترسره كوي.

۳- روايت او داستاني نظم هم د جهاني د شعر بله ځانگړنه ده. او په دې لړ كې خو تر دې حده ښكلا پنځونه كوي چې د پښتو كيسو او افسانو (نكلونو) نارو فورم هم د اوږدو نظمونو تكرار بند په توگه راوړي او په طبيعي توگه يې راوړي. د جهاني په شعر كې ادم خان بيا راژوندى كيږي. د درخو مينه بيا غزونې كوي. كرمې د خپلو شپېتو بړېڅو سره بيا يرغل كوي.  دلى او شهئ بيا د مينې داستان تكراروي. لنډه دا چې  جهاني په خپل هنر كې نوې پښتنې دونيا يا پښتون جهان هست كړى دى چې هم ښكلی او هم نوى دى، او هنر هم د طبعيت بيا زېږون او هستونه او پنځونې  پرته  بل څه نه شي كېداى.

۴- د جهاني په شعر كې د هېواد غميزه يوې  داسې تابلو ته پاتې كېږي چې شاعر يې په خپله كاږي، خو له كاږلو وروسته ورته گوري، بيا يې ذره ذره څاري او چې په كوم ځاى كې رنگ كم وي، نو د خپل زړه شريانونو ته گوتي وروړي، خپلې گوتې په وينو سرې كوي او هڅه كوي چې د تابلو تناسب پرې برابر كړي.

ما دغه څيړنه له لندن څخه بهر دپايكوب او ((د سباوون په تمه)) پر بنياد ليكلې وه، خو له نېكه مرغه كله چې ما گران  دوست امين باوري وليده، هغه راته د رازونياز ټولگې يادونه وكړه. ما هم  ترې د خپل عادت له مخې يرغمل ونيوله. په دې ټولگه كې جهانې يو ډول دى. د پخوا په څېر مست نه برېښي. دا مالومه ده چې پر هغه باندې  د خپل شخصي يوازېتوب پېښې څومره ژور اغېز كړى دى. د نوموړي دا حالت نېغ په نېغه د هغه په شعر كې جوتېږي.

د جهانې د شعر په اړوند ما خپلې پوهېدنې او نتېجې لا د مخه جوړې كړې وې، خو په دې ټولگه كې له يوې سريزې سره مخامخ شوم چې په خپله د شاعر له خوا كښل شوې وه. د هغې په لوستلو سره زما وېره نوره هم د صحت او سقم په باب وركه شوه او په دې ډاډه شوم چې زه د شاعر د شعر په اړوند ډېر لېرې وتلې نه يم نوموړى ليكي:

((زما په عقيده شعر د شاعر د احساساتو موزون او منظوم بيان دى. هر څو نه چې كلام موزون او ښايسته وي په هغه اندازه يې شعريت زيات وي. حتې تر منظوميت لا په شعر كې موزونيت لازم او حتمي دى. ځكه كېداى سي يو كلام منظوم نه وي، مگر پرځاې او ښايسته كليمات چې د شعر د ناوې سينگار دى داسې په كې اوډل سوي وي چې تر هر ډول منظوم كلام يې خوند او تاثير زيات وي )). (۹)  راز ونياز،  ۹ مخ

د شاعر تبصره بيخې سمه او پرځاى ده، خو دا بايد زياته شې چې د موزونيت سره بايد شعر روح او ساه هم ولري٬ په هغه كې بايد عاطفه او احساس هم غزونې وكړي، او شعر كه د يوې پېښې په توگه ومنو، نو په واقعيت كې دا د يوې بلې دونيا جوړول دې. په دې نوې دونيا كې د عينې او واقعي دونيا مسايل د شعر په ژبه بيانېږي. د شعر ژبه سره له دې چې د كليماتو ژبه ده٬ خو دا داسې كليمات دى چې كله واوډل شي، نو پخپله غورځنگ او حركت ايجادوي.

((يوازې ساده او ښايسته شعرونه دي چې د واقعيتونو نه سمه ترجماني كولاى سي او يوازې دغه نظمونه دي چې د ژبې او ادب له تاريخ سره يو ځاى ژوند كوي او كله كله خو د خلكو په كلتور او ژوند ته  دونه ننوزي چې فولكلوريك رنگ واخلي.)) (۱۰)  سريزه، رازو نياز - ۱۰ مخ

جهاني صيب په خپله سريزه كې د نظم خبره هم رااخېستې ده. دې كې شك نشته چې د هغه د هنر يوه لويه برخه نظم هم دى او ځينې داستانونه يې په نظم اړولي دي. دا ستر كار دى، خو كه دلته په نظم خبرې پيل كړو، نو خبره به اوږدوه شي. ځكه په دې برخه كې موږ يوازې په شعر خبرې كوو  نه په نظم.

نوموړى په يوه برخه كې د ښايست او يا ښكلا يو بحث راپورته كوي وايي: (موږ معمولا ښايستو شعرونو ته ښه شعرونه وايو. پر دې خبرې ټول شاعران، نقادان او ټول هغه كسان اتفاق لري چې د شعر له لوستلو او اورېدلو  سره مينه لري، خو دا چې څه شى ښايسته دى او پخپله ښايست څه شى دى پر دې باندې ډېر لږ اتفاق موجود دى او حتى ويلاى سو چې تقريبا هېڅ اتفاق موجود نه دى ). (۱۱) ، ۱۰( مخ  رازو نياز

(( زه پخپله په شعركې له بغاوت سره طبيعي مينه لرم. حتى د شعر د پيل كولو په لومړۍ  مرحله كې چې تقريبا تنكى هلك وم او په ژوند كې نه له محتسب او نه له زاهد سره مخامخ سوى وم. د زاهد او محتسب سره په جنگ وم، مى او ساقي مې ستايه. په داسې حال كې چې د بل په لاس كې مې مى ليدلي نه وه. تراوسه مې په شعر كې خوښېږي او د غنې خان او كاظم خان سره مې علاقه هم ښايي د هغوۍ د انساني غرور او سر كښۍ د ستايلو له امله وي. د خپل ژوند په هېڅ پړاو كې مې د قدرت خاوندانو ته شعر نه دى ليكلى. دا افتخار به ترمرگه ساتم٬ او زما د شعر په مقدس حريم كې به بندگانو ته سجدې كول تر مرگه پورې نارواوي)). (۱۲) ،  ۱۲ – ۱۳ مخونه

ما د خپلې ليكنې عنوان لا د مخه كښلې وو ٬ خو په دې فكر كې وم چې بدلون ورته وركړم، خو كله چې مې دا نظر وليده او ولوستلو، نو په خپله لږه پوهه يو څه ډاډه شوم او په دې وپوهېدم چې زياتى مې نه دى كړی.

 

پاى

(۱) طلا درمس، دويم ټوك،  ۸۱۹ مخ

(۳) عرفان ورندي ص ۲۸۰

(۴) شعر وانديشه. داريوش اشوري، ٠ ۲۷ مخ

(۵) كسرايي ...

(۶)  طلا درمس، ۸۴۷مخ

(۷)

(۸)

دويمه شماره دلته ورکه ده او نشته. ؟؟؟؟

 

شپيلۍ او د سباوون په تمه:

 

ماخذونه :

۱- عرفان ورندي در شعر حافظ

۲-  طلا درمس

۳- شعر وانديشه

۴- صوروخيال درشعر فارسي

۵- د پښتو ادبياتو تاريخ  روهي

۶- يونگ - خدايان و انسان مدرن  انتونيو مورنو

۷- پايكوب

۸- د سباوون په تمه

۹- شپيلۍ

۱۰- مرغ امين كسرايي

 

 

غزل

زه چې ستا په غمو پايم ستا غمونه دې ژوندي وي

ستا په ياد نظمونه وايم ستا يادونه دې ژوندې وي

پر لكړه به يې وړمه افسانې د شپو تركلي

بس چې زه په كې تنها يم ستا نكلونه دې ژوندې وي

چې يو زه يم يو دې غم وي زړه قلم له سترگو نم وي

چې مې اوښكې په كې پيايم گرېوانونه دې ژوندي وي

هر شپه دې غلا كومه له لحده تصويرونه

ته مې خوب زه دې معنى يم تعبيرونه دې ژوندي وي

نه فرياد مې څوك خبر كړي نه زگېروى مې چاته يوسم

پټ په زړه كې په غوغا يم پر هارونه دې ژوندي وي

د يعقوب د اوښكو لاړ يم تر كنعانه پورې ځمه

ازل وړى پردې خوا يم كاروانونه دې ژوندي وي

په تندې كې مې شمېرمه د نصيب د قدم نښې

لكه پل داسې پيدا يم رباتونه دې ژوندي وي

جهاني به درلېږمه جنازې د وزرونو

ته دې شمع زه بورا يم ستا خيالونه دې ژوندي وي

ويرجينا، ۹ـ۴ـ۲۰۰۶

راز ونياز  ۵۳ او ۵۴ مخونه

 

۲

راځه چې نن دې پر هجران باندې غزل وليكم

يو څه پر تا يو څه پر ځان باندې غزل وليكم

د خپلو هيلو له لحد سره مې ونڅېږم

د خپل جنون پر نېستان باندې غزل وليكم

هره شېبه مې د بېلتون په اوښكو ولمبوم

ستا د خيالونو پر پېزوان باندې غزل وليكم

ستا د ښكلا د ځوانيمرگو ارمانونو په ياد

په پسرلي كې پرخزان باندې غزل وليكم

د تورو ورځو په گوگل كېمې لمبه لمبه سم

نن د ازل پر شبستان باندې غزل وليكم

دانه دانه اوښكې مې ستا تصوير ته وژړوم

د خپل قسمت پر ورك جهان باندې غزل وليكم

ستا د نيمگړو سفرونو كيسه وسپړمه

هم پر منزل هم پر كاروان باندې غزل وليكم

په كې مې څرك د ارمانونو د بېړۍ لټوم

هم پر ساحل هم پر توفان باندې غزل وليكم

د خيال په كور كې مې تېشه د اذر ورنگوم

په خپل تندې كې پر جانان باندې غزل وليكم

جهاني ځمه له قلم څخه كسات اخلمه

په زړه ظالم پر شنه اسمان باندې غزل وليكم

ويرجينا، ۹-۲۲-۲۰۰۵،

رازونياز ۵۹ او ۶۰

 

۳

ستړو تڼاكو ته كوڅې د اغيار مه يادوه

د زړه پر هر ته مې پلمې د دلدار مه يادوه

قلم يې حسن د يوسف دى په قسمت ليكلى

د زليخا په مخ كې بل خريدار مه يادوه

ما ترمنزل پورې سكروټې په ليمو منلې

خليل ايمان ته مې لمبې د انگار مه يادوه

ما په ازل كې دي لېدلي ابابيل خوبونه

د زړه كعبې ته مې لښكر د كفار مه يادوه

پرېږده چې شپې مو د سپوږمۍ په كيسو وځلوو

پردى پانوس راته ماښام او سهار مه يادوه

ته د ساحل پر پسته غېږه زنگوه خيالونه

زموږ په موجونو كې سكون او قرار مه يادوه

درته په لار كې مې د عمر نذرانه اېښې ده

مرگيه نور دې راته تريخ انتظار مه يادوه

مايي په پښو كې د ځوانۍ مستې شېبې سوځلې

اسمانه ماته مې د شمعې مزار مه يادوه

لا به تر څو له جهانې اورو د حق سندرې

هغه منصور ته غرغړې او سنگسار مه يادوه

ويرجينيا، ۳-۲۸-۲۰۰۶

رازونياز،  ۸۸  مخ

 

۴

زړگيه تم سه چې منزل راځي                ږغ د پاوليو د پايل راځي

لكه شاعر زړه مې له واكه ووځي    چې ښكلى ووينم غزل راځي

د زړه په غلا جانانه څوك ونيسم    له هره لورې پر تابل راځي

چې مې پر ژبه نوم د ښكلو اخلم    خيال دې جوړه ورسره مل راځي

چيرې به پټ سې لكه سيوري خلك     د لمر چې مخامخ يرغل راځي

گيله له تا كه له نصيبه وكړم             وعده يوه پښېماني شل راځي

سترگې له خيال سره جوړه وروځي    ته وايی نجونې د كابل راځي

د جانان خوب ته جهاني ورغى       غمازه نن به دې اجل راځي

راز ونياز  ۱۰۲ مخ

 

 

 

۵

د قسمت غشى

 

زه د ژوند پر تږو لارو د ازل  په حكم راغلم

چې ته ځانته غره نه سي د پنځو ورځو سرابه

مركې د اوښكو راغلې بدرگه يې دي سوالونه

كنډولي د صبر ډك سول لپه ونيسه سېلابه

زه له خپل غروره تېر سوم دا له هوډه راته اوړي

چې مرگى را خبر نه سي ژوند په پور غواړم حبابه

نور د خيال كورونه ډك دي بدمستۍ ته مې هوس دى

دا يوه شيبه مې واخله نټه مه كوه گردابه

موږ تقدير يو غورځولي د خوني موجونو غېږ ته

لاپې مه وهه توپانه مستي مه كوه دريابه

هسې نه ياغي وزر دې د قسمت د غشيو سپر شي

دلته ساه د ژوند ختلې دلته مه راځه عقابه

موږ د تاك له كوره يواړې اجارې د ښو او بدو

هر څه هر څه نذرانه سول بېره نسته له حسابه

زما زگيروى له خپل پرهاره ته پردي غومنه ژاړې

سلگۍ بندې كه شهبازه چېغې مه وهه ربابه

رازونياز


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پيوند اود هغه شليدلې تڼۍ


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

كله چې د ابن سينا لوې دروازې ته د يوې ډلې زده كوونكو په ټېل كې ورنږدې شوم. ومې ليدل چې مخامخ د دارالمعلمين د دروازې له پاسه پر دېوال يو ډله  ځوانان ولاړ دي او د شعرونو د ديكلمه په تر څ كې خپل احساس څرگندوي. يو جگ قدى سړی چې قوي او پياوړې مټې يي درلودې او د خامتا كالي يې اغوستي وو، د يوه بل ښكلي ځوان د موزيكال اواز شعر بدرگه كوي. هغه ستايی او همدا وايی دى پيوند دى. دى د اولسونو د زړونو پيوند د افغانستان د خلكو د تيت پرك اولسونود يووالي  پيوند او داسې نور.

ما همدلته پيوند وليده او همدا مهال مې وپيژانده  دی. بيا پيوند د خپل تقدير په امر د زندانونو ميلمه شو. خپله تانده ځواني يې هلته ورژوله، خو لا تراوسه د خپل شليدلې گريوانه سره ژوندى دي، خو د خامتا كالو خاوند، د پياوړو مټو خاوند د ژوند په معرکه کې ولسمشر شو. واکمن شو او بيا د منصور په څېر په  دړه وخوت او په سمبوليک ډول په هماغه څلور لارې کې چې د هېواد دوښمن په وړاندې يې هوډ تازه کړی وو وځړول شو. هغه په دې ډول ابدې شو، خو پيوند د خپل ابديت له پاره بله لاره ونيوله. هغه د شعر لاره وه. پيوند خپل ډېر نازولى او تنكی زلميتوب د خپلو ارمانونو نه قربان او صدقه كړ. خپله كورنۍ او د خپلې كورنۍ ډېر ښه شاه ځلمي يې جار كړه او اوس دا دی پيوند له خپل يواځېني ملگري يعنې شعر سره بوخت دى او شعر وايی. اوس پيوند له خپله وخته ژر او پخوا خپله ځواني وخوړه، خو شوخې او مستي لا په كې شته. د رندۍ او مستۍ فضا لا پرې لاسبرې ده، خو كله چې يو ماشوم گوري چې ستونی يې ډډ دى او د ژړا او كوكو ترمينځ حالت كې د لاساينې انتظار لري، نو پيوند همدغه حالت ترسيموي او بيا هم ارماني وعظونه ورته كوي او د هغه پر سر د شعر د ولي الله پنجه را كاږي.

موږ په دې بهانه يوه شېبه د پيوند په څيرې گرېوان يعنې د هغه په شعر خبرې كوو. د هغه  نوى شعري ټولگه د سېنما ياران دي. دا كتاب اوس تازه چاپ شوی.

د پيوند دا شعرونه د هغه د پخوانيو ټولگو او شعرونو توپير لري. پخوا به پيوند د خپل شعر په ژبه د احساس او هيجان سره لوبه کوله، خو په دې ټولگه او وروستيو شعرونو کې پيوند د عاطفي او تفکر سره رازونياز کوي. هغه په دې شعرونو کې ۱۸۰ درجې راگرځېدلی دی . په دی کې له چا گيله نه کوي او چا ته څه گوته هم نه نيسي، بلکې د خپل تفکر سره د خپل ماضي سره مشغول دی. د خپل سرنوشت نه پوښتنې کوي او د خپل تقدير او قسمت جوړوونکی په غصه دی. دی اوس په څلور لارې کې ده او هغه ته لاس نه نيسي، بلکې د خپل تقدير په مېږه تانه ناست دی او د مېږيانو په څېر د خپل نسل د کاروان انځور کاږي. همدا ټکی دی چې موږ دې ته رابولي چې د پښتو د شعر په ستر او ناپايه سمندر کې په دې زياتونه څو خبرې وکړو. زموږ خبرې کوم نقد نه دی او کومه نسيه خبره هم نه ده. يوازې د يوه شاعر د احساس او عاطفې او درد سره څو شيبې تمېدنه ده.

 

۱-  شاعر او د ژوندانه بې مفهومه داستان:

ړنگه كلا

د كلا له چاوده وينې

لا تنكۍ را څڅېدلې

كنډو څېرې گرېوان ناست وو

پې ژړل سپېرو بادونو

د شملې پريوتی ول وو، يو خلى پرې نښتی

د توپان د شپې كيسه كړه

دېخوا اخوا زيارتونو

 

شاعر دلته طبيعيت ته ورځي. هغه طبيعيت چې د انسان په لاسونو يې بدلون موندلى او په هغه كې د انسان د لاس نښې دي. هغه لوستونكي او اوريدونكي ته مجسم كوي. د باد دېوال، كنډر، كلا يخني او ساړه ټول په خبرو راولي او دې د اگاه او خبر موجود په توگه له هغو سره راز ونياز كوي او بيا د هغو داستان وايی. دى كيسه كوي. كيسه دغم او ناورين كيسه چې شاعر يې د زيارتونو له خولې اوري زيارت چې پخپله د كيسى او افسانې سمبول كيدى شي.

همدارنگه په بل كوچني لنډ ازاد شعر كې شاعر عقيده او باور په  ډبرو كې ترسيموي. هغه دلته پخپله د هستوونكي رول په غاړه اخلي. پخپله عقيدې جوړوي. شاعر ورته په يوه واټن كې كښېني او هغه د زمان او وخت په اوږدو كې ارزوي. شاعر بېرته په خود (ځان) راځي د ځان لاهو كولو او د ژوند د باورونو پړاو شاته پرېږدي. يوه هڅه كوي. يوه وركه لټوي. هغه د خپلې وركې پرځاى خوداگاهۍ شعور ته رسېږي. دغه شېبه د شاعر د الهام او خبرتيا دوره ده. چې د ياس او نااميدۍ شېبې ته ورداخلېږي او د ژوندانه په بې مانا والي يې سر خلاصېږي. هغه ورته ځير كېږي او پام يې اوړي چې د ارمان پرځاى په سپېرو ايرو كې لاس وهي او يوه كوچنۍ سلگۍ پكې گورې او بيا په دې ارداه كې راپورته كېږي چې نور نو دا د باورونو څلي ورانوي او د باورونو كعبه چې كومه هغه پخپله جوړه كړي وه وېجاړوي.

 

كلال

دا نادودې راته دودې

چې نن بت ارواكې جوړ كړم

وركړم سډ د باورونو

خو سبا ړنگه كعبه كې

بيا په خړو خاورو پروت يم

په سپېرو ايرو كې گورم

يوه سلگۍ د چاودو زړونو

هو زما په تندي ليك دى

دا دلۍ دلۍ غمونه

ورانومه جوړومه

دا كعبې دا باورونه

 

په دې شعر كې د شاعر يأس فلسفي يأس دى.

د کامو او نيچه له نظره نړۍ او د بشر ژوند له عقلانيت او منطق نه لېري دي. کامو د انسان په يوازېتوب او د دونيا په عبث والي ټينگار کوي او نيچه د نړۍ په پرېشانه او بې عقلانه حالت. نيچه د نړۍ حرکت متضاد او گډوډ بولي او د عقلانيت رول ډېر ناڅيزه بولي. د بشري ټولنې په حرکت کې عقل يوازې يوه نازکه رشته او يوه مزه ده)).

واقعيت دا دی چې د ژوند په خوږو ترخو هغه څوك ښه پوهېداى شي چې د احساس او درك پياورۍ ملكه ولري او دا ملكه د شاعر سره ده. د هغه درك دى چې د ژوند بيه هم پورته بيايي. ځكه چې هغه ژوند ښكلى او ډېر ښكلي ويني. دا ليد هغه ته د دې وس وركوي چې د څېرې او شلېدلي گرېوانه سوچونه او اندېښنې څوڅو وارې د خپل ذهن له صافي تير كړي. دا كله د دې سبب هم كېږي چې د ښكلا پرځاى په كې ناخوالې وگوري او د ژوند ټول تلاشونه او هڅې په يوه عبث او بې مانا او بې خونده پايله کې وويني. له ژوند او انسان سره مينه . له عقله تېښته د زمان په وړاندې بغاوت، دا دې د اوسني دوران د فلسفې تفکر زړی او هسته. ژوند کول هېڅ اسان کار نه دی. ښه مې ياد دي چې يو پښتون متفکر چې خان محمد ايوب خان نوميده. يو قلمي کتاب يې درلود. هغه په قبايلو رياست کې د دولت ميلمه وو. د کتاب نوم يي خورجين وو. هغه به ويل: په نړۍ کې تر ټولو سخت کار د ژوند کول او تېرول دي. ژوند کول هېڅ اسان نه دي. زموږ چلندونه همېشه د فرمان له مخې ترسره کېږي. او زيات د لايل دا هم څرگندوي چې دغه چلندونه زياتره عادتونه دي. هغه چې په داوطلبانه توگه مرگ غوره بولي دا جوتوي چې په غرېزي ډول د دغه عادت په له ملنډو ډکه ځانگړنه باندې يې سرخلاص شوی دی او د ژوند د نه کولو له پاره ورته ټول د لايل بې مانا جوت شوي دي. او د ورځني ژوندانه له پاره هڅه او د هغه بې گټې او پوچ مفهوم په مانا يې سرخلاص شوی دی، نو شاعر دى چې د دغه بې عبثو اندېښنو په وړاندې بغاوت كوي او په جهر وايی: (( وادې اخله دونيا    نور اوږى ستا د دونيا نه يمه)).

 

۲-  شاعر له ماضي سره :

د ميرويس بابا د قبر تر څنگ

يو ماشوم له خړو خاورو

څه كوډلې جوړولې !

ما ويل څه دي ؟

ده ويل جنگ دى

جنگ زموږ او د مغلو

د راغلو او ښاغلو

پټه خوله يوسه سلام زموږ د كلي

په حجرو دېرو به څيرې گريوان سپړي

 

شاعر كله كله څه چې زياتره وخت د خپل تاريخ سره په خبرو وي. هغه كله تاريخ د شعر په ژبه بيانوي او كله هم تاريخ كې هم شعر لټوي، خو په شعر كې د تاريخ پسې نه گرځي. په دغه شعر كې هغه د خپل اولس ټوله بوده او تنسته راسپړي، خو هغه ډول نه چې يو شورشي يې بيانوي. يا لكه د پيوند د ځوانۍ د ولولو د شعر په توگه  چې د هيجاناتو سره سرو کار لري، بلكې نوموړى يې د عاطفې او احساس په ژبه بيانوي. ټول تاريخ كې دوه سمبوله مغل او د پښتون دېره، مغل او د پښتون هديره او يا د نن ورځې مغل يا د پرون ورځې مغل، خو د نن او د پرون افغان هماغه يو ډول هغه تاريخ بيانوي. په تصويرونو كې په انځورونو كې او همدارنگه په انسانې احساس او عاطفه كې. د ماشوم په شلېدلي گرېوانه كې د ماشوم په راروانو اوښكو كې كله چې له سيوري نه مخ لمر ته راواړوي او لمر يې سترگې وبرېښوي. د نېكه قبر ته يې پام شي او يوه شېبه په ځغلنده نظر د بابا ماشومتوب له خپل هغه سره پرتله كړي او فكر كوي چې هغه خپل ماشوم زوى ويني د هغه په ولو اېښی. لرگی هم ويني چې د گډو د څرولو له پاره يې په اوږو اېښى دی او په همدې لړ كې ماشوم خپل سيوری د ماسپښين د لمر په سيوري كې ويني او خپله لويي او عظمت نه هم سترگې نه پټوي او دا ځكه چې مور يې ورته په للو كې ويلي او دا ماشوم يې په داسې للو وېده كړی چې تل به اوس د پلار شملې ته گوري، كنه نو څه ځواب به وايی؟

 

پردى

تاوده بادونه به مې مټې تاو كړي

رنگ به مې تور واړوي

په اننگو به مې د شاړو مساپرې سيلۍ

تورې تغمې جوړې كړي

خو :

بڼه ستاد شنه لښتې په غاړه

دغه بې سډ سيوري ته نه كښېنمه

۱۹-۶-۹۲

 

۳- شاعر او اسطوره:

اسمانونه مې پيدا كړل

((په هر څه کې انسان له انسان سره سروکار لري، خو په شعر کې انسان خدای ته پنجه ورکوي)). استيون سپندر معاصر انگليسي شاعر.

دا د شاعر نسبتا اوږود شعر دى.دا په واقعيت كې يوه اسطوره ده. د خلقت اسطوره. په دې اسطوره كې شاعر روايت كوي. هغه څه چې ويل شوي دى هغه په ډاگه كوي. پرته له دې چې شاعر له هغه ويل شويو سره شخړه وكړي او قضاوت وكړي. يوازې د راوي نقش لوبوي، خو په ډېر ماهرانه او شاعرانه ژبه د اسطوري روايت داسې جوتوي چې گواكې د هستوونكي انصاف او عدالت په تله كې ږدي او هغه لوستونكي ته پرمخ كې ږدي.

دغه ځمكه به خپه کړم

كه ياغي چېری انسان شي

يا به زما خاورين ته سر ږدي

يا به ستا نامه شيطان شي

خاوند څو وارې دا ويلي

 

شاعر په دې شعر كې له پوره احتياط نه كار اخلي. غور كوي به يی او هغه څه وايی چې د ويلو نه دي يا د دود سره خلاف كار دى. ځكه نو يو ډول بغاوت شته.

 

۱

خاوند څو وارې دا ويلي

اسمانونه مې پيدا كړل

دغه وچې دا سيندونه مې پيدا كړل

كورنۍ دا اولسونه

 

۲

څوك له خړو خاورو پاڅوم

چاته خاورې ور په سر كړم

د چا سل لمرونه وژنم

چاته لاس كې ډيوه لمر كړم

خاوند څو وارې دا ويلي ٬

اسمانونه مې پيدا كړل.

 

۳

تاسو نه ليده چې څنگه

ما د لوط امت تباه كړ

د موسی كيسه مو هېره

چې فرعون ته مې بلا كړ

خاوند څو وارې دا ويلي،

اسمانونه مې پيدا كړل.

 

۴

ړنگوم بابل له سره

په تزار كومه كانې

څوك ژوندی په ځمكه ښخ كړم

په چا واوروم كاڼي

خاوند څو وارې دا ويلي،

اسمانونه مې پيدا كړل

 

۵

يا زما له ځمكې ووځه

يو بل رب ځان له پيدا كړه

دا اسمان هم زما چت دى

بل نسب ځانله پيدا كړه

خاوند څو وارې دا ويلي

اسمانونه مې پيدا كړل.

 

۶

دغه ځمكه به خپه کړم

كه ياغي چېرې انسان شي

يا به زما خاورين ته سر ږدې

يا به ستا نامه شيطان شي

خاوند څو وارې دا ويلي

اسمانونه مې پيدا كړل

۲۵ –۲۷ مخونه

 

 

۴- شاعر او زړه تنگي

پيوند كله هم د عمر او يوه نسل د ژوند داستان په حسرت سره په څو شېبه ييزو انځورونو او تصويرونو كې كاږي. هغه په شعر كې هغه تجربه هم گوري كومه چې خپله ځواني او زلميتوب يې هم په كې داو كړ. هغه د دغه داو كړې متاع چې اوس د ده له لاسه تللې ده او شېبه په شېبه د ده له سترگو پناه كېږي ورته ځير دی، ورته گوري. خو دى (شاعر) څه كولى شي او څه بايد وكړي ؟ هېڅ نه شي كولى او هېڅ نه كوي. يوازې د بې خونده او عبث ژوندانه دور كې متاع پسې په تنگو او تورتمو دهلېزونو كې سترگې دېخوا او اخوا اړوي، خو هغه اوس چېرته ده هغه د سترگو په رپ كې پناه شوه.

 

دا شعر لولو:

لكه ټوكه

د يوه كلي هديره كې

دوه خواږه ماشومان ناست ول

دوه ناپايه

لكه دوه همزولي لاروي

يوه بل ته ويل گوره

ستا يادېږي هلته كلي شنې درې او جوماتونه

ا بل ووى

ستا يادېږي

آ زموږ د شگو لوبې

او زموږه خړ كورونه

آ و ختونه لېوني شول د پېړو خبرې وايی

ماشومان مو شول سپين ږيري د زړو خبرې وايی (۲۸ مخ)

 

د مورپه لاندې شعر كې پيوند يوه شخصي تجربه چې د هغه د نسل سره پيوند لري هستوي. دی يو غير ښاري زده كوونكى دى، لكه هر كليوال چې په ۳۰ او ۴۰ كلونو كې د زده كړې او تعليم له پاره مركز ته رهي كېده او د يوه بېوزلې كورنۍ د مور او پلار اسره به وه. هغه به يې ورته په لاس كې كېښوده. پيوند هم دغه تجربه بيان كړې ده، خو ايا دغه د ټولو ليليه زده كوونكو او كليوالو زلميو تجربه نه ده ؟ ايا دغه د هغو ټولو سربازانو چې د مکلفيت دورې  له پاره به د قران لاندې تېرېدل تجربه نه ده؟ چې ده، خو پيوند دې تجربې ته د عاطفې او احساس سختې غوټې اچولي دي او هغه نوره هم مضبوطه كړې ده.

 

مورې

لا تخنېده مې د لاسو يادېږي

چې تا به پټې درې څلور روپۍ

زما منگول كې د سفر كېښودې

تا ټولې كړې په څه زور روپۍ

مورې خوږه اروا به تا راكړه

بيا به د سيوري د قرآن تېر شوم

خور به مې څه د مينې اوښكې راكړې

د پلار په خوا به لكه ځوان تېر شوم

په ټوله لار به ستا څېره مخې ته

راسره مله وه تر كابله پورې

رايادېدې به ستا خوږې خبرې

له وړوكتوبه ان تر ننه پورې

د مينې كور او د پلار جان خبرې

پام كوه بدو سره ونه گرځې

گوره وانه ورې د شيطان خبرې

گوره دا يو ځلې مې ځوان كړه ربه

چې د پلار جان سره وعده پوره كړم

مور ته كيسې د ټولې لارې وكړم

د هغې خوارې اندېښنه پوره كړم

وروستی نيم بيت نشته

۱۰۸ مخ

 

 

۵ شاعر او شېبې:

شاعر د خپلې دې ټولگې په وروستۍ برخه کې ځېنې لنډ انځورونه د شعرونو په قالب کې هم لري. ځينې کسان فکر کوي چې دا شعرونه نيمگړي دي او ځېنې وايی شاعر په دې شعرونو کې له موږ  لوستونکو سره د انځورونو په ژبه خبرې کوي، لکه :

 

درنه شېبه

كله ځان له تا ژړلي

كله كله ځان له شوې

چې اروا د زړه دې مړه وي

او يوازې ورته ژاړې

۱۱-۱۰-۲۰۰۰

 

لمونځ

اوبه يې تېرې كړې په ږيره

لاس يې پرېمنځلو

ژبه په پاكه پاكه

خو: د سبا د وينو څاڅكى په لمن پاتې شو

۱۱-۶-۰۶

 

د پای خبره:

موږ د پيوند په شعر باندې له پيل نه څه نه وايو.دا د پيوند په شعر باندې د ژوند په يوه مقطع کې تمېدنه ده. د کډوالۍ ’غربت‘ يوازېوالي ’د تېرو يادونو حسرت او افسوس‘ او بالاخره په دې لړ کې د شاعر او د ژوندانه د پای او د بې مانا مضمون ترمينځ شخړه. موږ د پيوند شعر په دې مقاله کې يوازې په اوسنۍ شېبه کې وڅېړه. نه د هغه د ځوانۍ او د زلميتوب په دوران کې ’نه د هغه بيروني کرکتر د اظهار د شېبو شعرونه، بلکې د اوسنيو شېبو شعرونه‘ چې د ژمي شپه پرې کال تېريږي او د اوړي د ماسپښين شېبې په زړه تنگۍ سره شماري او د زهرو د گوټ په څېر يې تر ستوني تېروي .


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ننگيال له ژوند سره په ننگونو کې


 

 

 

 

 

 

 

 

د ناول په پای کې خبرې راټولوي : هغه چې سپينې سترگې او پند پنډ برېتونه يې  لرل بيا راژوندي شوی دی. د لېوانو په بڼه راژوندی شوی دی او له نويو لېوانو او زړو بگوو سره د ښار ښکار ته وتی دي. ښار ټول په لېوانو بدل شوی دی. هغه ناپايه تيارې کوڅې او هغه تورتم چتونه په لېوانو بدل شويدي. له ماتو او ړنگو جوماتونو نه د اذانونو پر ځای د زړو بگوو چېغې راځي او د انگورو له بربنډو پېغلو نه ډکې هغه پيالې له وينو نه ډکې دي.

بگوو هغه ښوونکې بې پته کړه ويې تښتوله او بيا يې ووژله. زموږ دکوڅې د جومات هغه سپين ږيری ملا يې وواژه او هغه د مينې او ښکلا د دنيا شاعر يې وواژه او ټول ښار يې وواژه.  ښاپېرۍ ولاړه ده.  ښاپېرۍ چيغې راته وهي. ښاپېرۍ خوب ته راځي او ښاپېرۍ په وېښه راته راځي. هغه بيا د وينو تږې ده او هغه بيا جل وهلې ده. ښاپېرۍ بيا وينې رانه  غواړي. د هغه زاړه ديو وينې او د زړو بگوو او نويو لېوانو وينې.

خو زه ستړې شوي يم او له لېوانو سره جگړه نه شم کولی .   ( ۱- ۷۶)

 

ترمخه تر دې چې ننگيال موږ وسيزي او له موږ ولاړ شي. له کابله پېښور ته راغی. دا هغه وخت وو چې په کابل کې د چا خبره د دستار سړي يا کم او يا نور پاتې نه ول. ان  تردې چې نوره هستي خو لا څه کوې چې د خلکو او د يوه نسل د سرکښو  مړو هډوکي هم د پېښور په بازارونو کې او په کارخانو کې د اومو موادو په توگه وپلورل شول . او له هغه وروسته ننگيال پېښور کې  وو.

دا وار ننگيال هغه پخوانی شوخ وشنگ ننگيال نه وو. دې د اوار زورېدلی او کړيدلی وو. ځکه خو يې علايم او اثرات په څېره او اکر کې هم برېښيدل.  دا وار د ننگيال په تن او وجود کې دوه متضادي برخې يعنې عقل يا خودي او په بل اړخ کې بې خودي او تېښته يوه  داسې پړاو ته رسېدلې وه  چې نور يې د عقل ورمېږ مات کړی وو. بې خودۍ او تېښتې د هغه د تن او روان د مملکت واگې د طالبانو په څېر نيولي وو او که د هغه د تن او روان د هېواد کوم کلي کنډر  پاتې وو، نو هغه به هم د هغه د تحت الشعور د مورچو له برکته وو چې هغه يې بيدار پرېښې وو.

اوس ننگيال زموږ په مينځ کې نشته، خو د هغه ((سيوری)) زموږ تر مينځ ژوندی دی. سيوری د هغه د ناول نوم دی. سيوری د شاعر دويم يا مستعار نوم هم دې او دا چې ولې هغه سيوری غوره کړ. دا هم يوه خبره ده.

هغه يو شاعر وو، ليکوال وو، هستونکی وو. د ژوند هستوونکی او د ښکلا هستوونکی، نو بده به نه وي چې يو وار د هغه د شعر او خلاقيت په رڼا کې د ژوند سره د هغه لېوالتيا راوسپړو.

 

 

د شاعر په توگه:

ننگيال يو بې بديله شاعر وو. د خپل عصر او دوران د فرهنگي هڅو او تلاشونو يوه څرگنده او ځلانده نمونه وه. خلاق شاعر وو. ډېر اثار يې پرېښودل او په لږه موده کې يې ډېرې هستونې وکړي چې پښتو ژبه به يې نه هېروي .

شعر او ناول دوه جلا ژانرونه دي، خو مو‎ږ کولی شو د ننگيال دغه دوه جلا هستونې هم سره جلا او هم په يوه رواني مسير کې وڅېړو او دا ځکه چې د هغه ناول لکه د هغه شعر او د هغه شعر لکه د ژوند نامراده کيسه.

له ژونده تېښته، له عقله تېښته او د خبرتيا او د خودۍ له نړۍ وتل نه يوازې د هغه په ناول کې ډېر اوچت ځلېږي، بلکې د هغه شعر ته يې هم رنگ او خوند ورکړی دی. د شعر په برخه کې خو ويلی شو چې نوموړې په دې معرکه او جگړه کې دومره زمول شوی او ټپې شوی دی چې اوس يې د سر په بيه دغه جگړه گټلې ده. د يوه ليکوال په قول ((د شعر حکم د يو ډول لوبې حکم دی چې هر چا دغه لوبه بايلوده، نو هغه وړونکی شو)).

سارتر وايی: د شاعر تکل دا نه دی چې ماتې او تباهي په خپل سر او اراده د نړۍ سير ته داخله کړي. حقيقت دا دی چې د هغه سترگې يوازې د دونيا ماتې او بربادې ويني)).  ډېر زيات فکتورونه او عناصر شته چې د ننگيال په شعر خبرې کولې شو او څه پرې ويلې شو.

د پلار مړينه مې وليده

او د وروڼو زړه چاودون هم

لوږې مې ډېرې وزغملې

او تندې هم

خو يوه يې دومره دردوونکې نه وه

لکه : نشه چې نه وي پوره

او ښېښه پای ته ورسي .

کابل، ۱۳۷۰-۶-۱۷

او يا دا چې :

خوب ته سرود

خوبه څادر راباندې وغوړوه،

نورمې وېده کړه چې له وېښې نه مې کرکه راځي

زه چې وېده يم وېښ يم

خوبه ! څادر راباندې وغوړوه !

خوبه قربان دې شم

نور ما ته د دې ورځو دا بربنډې پېغلې مه راښيه

زه يې د سترگو په هېندارو کې

د اور او د سکروټو اولمبو ازانگې نه شم ليدای

خوبه ! ما بوځه بيا د هغو تورو شپو غېږې ته

زه خپله لاره بې له شپو  په رڼو ورځو کې موندلای نه شم

ورځ مې د سترگو په هېندارو کې اورونه کري .

خوبه وېده مې کړه

څادر راباندې وغوړوه !

کابل، ۱۳۷۴ـ۷ـ۳۰

خو اوس بېرته خپلې لومړی خبرې ته راځو او هغه د ننگيال په خلاقيت کې د عقل او جنون جگړه ده. هلته چی جنون بری مومي او عقل محاکمه کوي. جنون د يو فاتح په توگه هسکه غاړه درېږي او د عقل ورمېږ ماتوي .  گورو او د سيوري په ناول کې د دغه فرضيې پلټنه کوو.

 

د سيوري ناول:

ناول يوه سمبوليکه ژبه لري .

د وېښتيا او خوب د حالت کيسه کوي. کله د تفکراتو له سمندره راپورته کېږي او کله هم په غوپه حالت کې کيسه کوي .

که ووايو چې دغه ناول د شاعر د ژوندانه د شرايطو په وړاندې يو تريخ او قهرجن گوزار دی بده به نه وي. کيسه د کلي څخه پيل کوي. د ساده توب او سپېڅلتيا څخه . له کوچنيوالي او معصوميت او پاکۍ څخه او بيا پر بازاري ژوند او بازاري سياستونو بد وايی. ((ماشومان غلا او لوټ نه پېژني او هغوۍ ته د چم، او فريب نومونه نه دي زده او هغوۍ ته د شهوت لوليو سترگکونه نه دي وهلي )). (۱ـ ۳ مخ )

کيسه کوي وايی: ((هلته د هغه بلې کوڅې د پای په هغې خوا کې د تورتمو چتونو لاندې د عقلونو وژنه ’د پيالو جگړه‘ کنځاوي او بازاري سياستونه او هلته د هغه ښاري بڼ د گڼ ځنگله په مينځ کې د چرسو او افيونو د لوگيو جنډې اودونو د ډډونو تر شا همجنس بازي او په پټه په غېږو کې د يوه او بل تخنونه)). (۱ـ ۳ مخ )

په دې ليکنه کې ليکوال د ژوند په لومړيو پړاونو کې له يوې سرسختې او بې رحمه مبارزې سره مخامخ دی. دی د عقل د وژلو په تکل کې دی او د عقل سره دوښمنې کوي .

 

ولې له عقل سره؟

له عقل سره د معاصر انسان مبارزه څه نوې خبره نه ده. د يونگ په قول چې زموږ سرنوشت په داسې رسۍ تړل شويدی چې ورځ په ورځ تنگېږې . هغه په دې ټينگار کوي چې دا طبيعت نه دی، بلکې د انسان نبوغ او خبرتيا ده چې د انسان په غړۍ کې يې تناب اچولی دی.

د انسان د پيدايښت په اسطوره کې کله چې انسان يا بابا ادم د معرفت مېوه خورې، نو د زياتو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کېږي. دا د انسان عقل او خبرتيا او پوهه ده چې انسان په عذاب اخته کوې. پروميتوس له خدايانو اور راوتښتاوه. اور چې د انساني پوهې او تعقل سمبول دی. انسان ته يې راووړ، خو په نتېجه کې په زيات يا ابدي رنځ اخته شو او ړوند شو.  ( ۵- .. )

همدارنگه اوديپوس وايی : نه شم کولی چې په حقيقت سترگې پټې کړم. سيزيپوس چې هومر يې ډېر هوښيار او عاقل انساني موجود بولې، عبث او بې گټې توگه ډبره د غره تر سره پورته کوې او بېرته ترې رارغړې. ازادي او د مسوليت منل داسې يوازېنۍ انساني نړۍ ده  چې د نورو موجوداتو پر عکس انسان په کې يوازې د ژوندي پاتې کيدو له پاره هڅه نه کوي، بلکې غواړي انسان په کې فردي ازادۍ ته ورسېږي .

نهيليستي ادبياتو او اگزستانسيالستي فلسفې د انسان د ازادۍ او اسارت مسئله راوړاندې کړه او فردې ازادۍ ته رسېدلو مساله  هماغه ډول  ناحله پاتې شوه.

خو له اسطوروي څېړنو او د هغو له پيامونو سربېره په معاصر نړېوال فرهنگ کې  زيات داسې کسان ول چې د عقل څخه فرار او تېښته يې غوره کړې او د خپل وخت له حالاتو سره يې د ژوند د نفې له لارې ځواب او مبارزه کړې ده .

صادق هدايت، همينگوې البرت کامو ’کافکا‘ ... يې هم د فکر له مخې او هم د عمل  له مخې  څرگند مثالونه دي. کېدای شي دا خبره له ماسره څوک ونه مني، خو زه د دې شاهد يم  او د هغه اثار او په تېره د هغه وروستي شعرونه د دې شاهد دي چې  د ننگيال د ژوند پای هم يو ډول ځان وژنه وه.

دا ډول نهيلېزم يا د ناميندۍ فکري بهير د ننگيال په اثارو کې په ډاگه ځلېږي. هغه په دې پوهېږي چې د يوه داسې تورتم دهلېز په خوله کې ولاړ دی چې بل سر يې نه مالومېږي، خو هره  شېبه د ژوند شېبې څښي او د خپل عمر لنډون په خپلو سترگو گوري. هغه وايی :

((زه مې له عقل نه کرکه لرم)).

نااميدي او نهيلي د ننگيال په اثر او شعرونو کې  خپل اوج ته رسي. ((سترگې غړوم گورم چې د جونگړي پر هغې برخه کې يو انځور د مېز پر سر ستونه راته کوي د ديدن ست .. هغه خو کلونه کلونه نشته او له خاورو سره خاورې شوې ده)). (۱ـ ۳۹ )

يا دا چې :

((دالبوم د پيل يو شمير نور تصويرونه بيخې بل ډول راته ښکاري، لکه زما د هېواد چې نه وي، لکه د بل ځايه چې راغلی وي. هغوی هم په پوځي يونيفورم کې چې د پړانگانو رنگ لري سمبال دی. له گوليو سره سمبال دي او په لاسونو کې يې ټوپک شنه شويدي. سترگې يې تور او سپين رنگونه نه لري، سترگې يې لکه د نيل هسی شنې دي)). (۱ـ ۶۱ مخ )

څرگنده خبره ده چې د هغه البوم د هغه د هېواد تاريخ دي. داسې تاريخ چې په جنگونو کې جوړېږي او له جنگونو هسک ته رسي. همدارنگه دا په واقعيت کې  له حالاتو او شرايطو څخه د ليکوال يو ډول داسې عکاسي او انځور کښنه ده چې هڅه کوي بشپړه يې کړي، خو که نه بشپړېږي سبب به يې دا وي چې د ناول نيالگی  لا په پښتو ژبه کې ډېر تنکی دی او پاڼو يې لا سيوری نه دی کړی. وگورۍ د اثر ۳۷ مخ کټ مټ شعر دی، هغه د شعرژبه د ناول ليکلو له پاره کارولي ده، خو د تامل وړ ده .

دا د ليکوال د وخت او شرايطو يو انځور دی. داسې انځور چې په سمبوليکه ژبه يې رسم کړی او د خپلې کرکې په رنگونو يې نور هم ځلولی دی. ليکوال له دغو کرکه لري. د پړانگانو له رنگه او چې په لاسونو کې يې ټوپک شنه شويدي. طبعاً هغوی د ليکوال د هېواد نه ول.

((مورمې په دې ارتې او پراخې نړۍ کې ايکې يوازې همدا زه درلودم)). په دې عبارت سره ليکوال خپل ارزښت يو وار بيا په ډاگه کوي. په داسې ډول چې کله يې ځان ته فکر کېږي او پر خپل ځان خبرتيا پيدا کوې، نو پېښې ورپسې شمېري.  په دې عبارت سره هغه يو ډېر عاطفي تار راکاږي. مور پخپله هم د عواطفو دونيا ده. او د مور د کليمي په لوستلو طبعاً هر چا ته خپله مور وريادېږي او بيا ژوند له همدغه ځايه پيل کېږي. د ژوند پيلامه او د يوه با ارزښته لړۍ پيل. خو کله چې انسان په دې لړۍ کې شعور ته رسېږي د خودۍ او بېخودۍ په جگړه کې پرې جنون غلبه پيدا کوي، نو هغه د خيام خبره سړي ته وريادېږي چې وايی:

((د يو جام شرابو له پاره مې خپل دفتر او پټکی وپلوره ...

بيا هم بس نه ده .

کاشکې چې کولای مې شوای

ستوري لمر او سپوږمی گروه کړم

افسوس چې جيب مې تش دی)).

او بيا پلار يادوي په دې ډول :

((پلار مې په هغه لومړي کال چې ښار ته راغلو لېوانو رانه وخوړ ۶۸)) . کيسه د يو ډول رواني ناانډولۍ داستان دی. د دې منشأ د هغه وخت  روان سياسې حالت او د ژوندانه ستونزي او له هغو تېښته ده.

يوه ترخه يادونه دلته اړينه برېښي :

موږ واورېدل چې د ننگيال پلار ورځ د مخه په يوه داسې بس کې چې د ښووني او روزنې مطبعې ته روان وو او هلته يې کار کاوه. د بم پر اثر والوت. بس ټول وسو او د هغه د پلار غوښې هم د بس د باډۍ پورې ونښتې. دا تراژېکه پېښه وه. زه او زرين انځور د دوعا په نيت د هغه کور ته ولاړو. په شاه شهيد کې اوسېده. د ۱۳۶۱ يا ۶۲  کال  وو. هغه په يوه کوچني کور کې اوسېده ان تر دې چې په کوټه کې يې د ناستې له پاره څه نه ول. موږ دوعا وکړه او د هغه غم مو ولوست چې اوس  له دغه غمونوڅخه چې د ټول ماحول له هغو سره يوځای شوي او بېرته د شاعر د حساس ذهن له صافي را بهر شوی او يو ښکلی هار ترې  جوړ دی  ولوست. اوس د همدغه درده د هغه د شعر او ناول په ژبه دغه د غم سندره ده چې اوس د نسلونو د ژبې ورد ده.

ننگيال د ژوند او د ښکلا شاعر دی، خو په دې مفهوم پوهېږي چې دا ژوند څومره لنډ او تنگ دی، نوځکه ترې فرار غوره کوي او عقل محکوموی.

وايی کله چې يوه امريکايي ليکوال  ان سيکستون ته په ۱۹۶۳ کې د سيلو پاټ ځان وژنه ورياده شوه ووېرېدله او ويې ويل: ((دا زما مرگ دى)). يوولس کاله وروسته په څلورو پوښونو کې پوښل شوې وه چې  يو پوښ يې د هغې د مور پورې اړه درلوده. په يوه روان گاډي کې ناسته او له گاراج سره نږدې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ادبي هنرمند د مضمون په  توگه همېشه د مرگ انځور باسې، خو د دوی  بې انډوليو ډېر لږ  د هغو په ژوند کې خوښي راوستې ده.

مشهور فارسي ليکوال صادق هدايت هم ځان يوازې احساسوي، ليکي: ((موږ ټول سره يوازي ېو. بايد تېر نه ووځو. ژوند يو ډول زندان دی. بېلابېل ډول زندانونه، خو ځېنې د زندان په دېوال باندې انځور کاږي او په هغه باندې ځان مشغولوي او ځېنې غواړي وتښتي. خپل لاسونه بې ځايه ټپي کوي او ځېنې خو ماتم کوي، خو اصلي خبره دلته ده چې بايد ځان تېرباسو. همېشه بايد ځان تير باسو، خو داسې وخت هم رارسېږي چې انسان له ځان تېر باسلو هم ستړی کېږي)). (۴ـ ۹۲ مخ )

يا داچې :

((په ژوندکې داسې ټپونه شته چې د خورې په څېر روح په کراره په انزوا کې خوري او توږي يې)). (۳-۷ بوف کور، ۳ مخ )

((زه يې يوازې سيوري ته ليکم چې د څراغ پر مخ په دېوال لوېدلې ده. بايدځان ورته معرفي کړم)). (۷ـ بوف کور، ۴ مخ )

دغه دوه احساسه يعنې د ژوند پوچوالی او د يوازې توب ډار په بيا بيا سره د هدايت په اثارو کې تکرارېږي. ((ايا دغه ټول ژوند يو د خندا وړ کيسه نه ده او يو دنه باور او احمقانه مثال نه دی ؟ ). (۴ـ ۹۱ مخ )

کامو هم له نهيلېزم څخه پيل کوي. د هر ډول عيني او ذهني نظامونو نفي کوي او مرگ  د انسان د حتمي برخليک  په توگه په گوته کوي:

نه شو کولې ژوند ته له وخت څخه ترمخه په ارزښت قايل شو. دا انسان دی چې د سيزيپوس په څېر په خپل عمل سره ژوند ته مانا ورکوي .

البرت کامو په سقوط کې بيا هم هرڅه نفی کوي، خو لکه څنگه چې مفاهيم نه دي بدل شوي، نو په دې اساس لوستونکي بيا د پيل مفاهيمو ته راکاږي. د مثال په توگه د بابل د برج د ميکزيکو سيتي شرابخانه ده. راوي او مخاطب له رښتينگويانو څخه دی. په کاتوليک مذهب کې د دوزخ له پېژندنې اعتراف د تعميد عسل، د پاک لمنو قاضيانو تابلو دا ټول شيان موږ داسې ځای ته رسوي چې له ژان باتيست کلمانس څخه زموږ د دوران داسې  تعميد کوونکی جوړېږي يا ترې داسې دروغجن پيامبر جوړېږي چی زموږ واقعي څېره په هغه کې ځلېږي . (۳ـ سقوط سريزه )

کامو د قهرمان له خولې ليکي: ((يوې خواته ښکلا ده او بلې خوا ته مات شوي او لوټل شوي دي هر څومره چې دا کار سخت وي، خو زه غواړم دواړو خواو ته وفادار پاتې شم)). (۳- سريزه)

ځان وژنه په هماغه ډول چې کله په يو لړ هيجاني نندارو کې منعکس کېږي، يو ډول اعتراف دی. په دې خبره اعتراف چې له ژوند څخه وروسته پاتي يو او يا د هغه په مانا نه پوهېږو. ښه به داوې چې ډېر بې لارې نه شو. اشنا او پېژندل شوي کليمات او مفاهيم راواخلو. دا چې اعتراف کوو: ((چې نور په کړا نه ارزېږي)) دا بس دی. ژوند کول البته هېڅکله اسان کار نه دی. زموږ چلند زموږ د وجود په فرمان دی او زيات دلايل لري چې لومړی يې عادت دی. هغوی چې په داوطلبانه توگه مرگ غوره کوي، داښيی چې په غرېزي توگه د دې عادت په خنده وره ځانگړنه او ورځنۍ بې مفهومه هڅو او کړاو په مانا پوهېدلي دي.

د کامو په باور د فکر کولو پيل دله منځه تللو پيل دی او ټولنه د دې ډول پيلامو د پوهېدنې  له پاره زيات امکان نه لري. خوره د انسان په دننه کې ده او په هماغه ځای کې ده چې انسان بايد د هغه په لور ولاړ شي، نو بايد دغه وژونکي لوبه چې د تن او وجود روښنايي له رڼا څخه تېښتې ته رابولي تعقيب او پر هغه پوه شو)).

ويليم ستايرون ناول ليکوونکي د ژوند په اړوند چې له  ديپرېشن سره  يې مبارزه کړې. په خپل اثرکې وايي: ((دا يو  ليدونکې تياره يا تورتم دی)).

همدارنگه په خپل ناول کې د دې خبرې خبر داری ورکوي وايی: اوس پوه شوم چې د ديپرېشن او د ځان وژنې مفکوره زما د خلاقيت او ژوند په اوږدو کې يو له بله سره تړلې خبره ده.

زما په ناول کې درې اساسې کرکترونو ځانونه وژلي دي)) او د ننگيال ناوليټ هم دغم نامو او لېدونکي تورتم او نهيلۍ ډک دی.

د مساپرو په دې ډله کې زما د وړوکتوب د شېبو هغه ملگری هم وه. هغه هم له خپلې کورنۍ سره په دغو سرگردانه کوڅو کې سرگردانه وه. سپين ږيري پلار يې چېرته په مزدورۍ لگيا وو او دې بيا د ښوونځي لاره ونيوله. له کلونه وروسته بيا د ښوونځي مزی لنډ شو. (۱ـ ۱۱مخ )

ايا دا د هغه د عشق ناکامه کيسه نه ده ؟

موږ وويل د شعر ژبه د هغه د ناول بستر دی.

سپين ږيری د خپلو ټولو وړو زړو سره راغلی وو، خو زما د خواږه ماشومتوب ملگرې د هغوی په مينځ کې نه وه . د هغې دنگې او چناري ونې پر مساپرو کجاوو سيوری نه کاوه او موسکا يې د خوړ تيږې نه وې راوېښې کړې. (۱ـ ۱۲)

او بل ځای وايی:

اکا ماليمه نه ښکاري، مالمه رانغله ؟ (۱-۱۲)

ماليمه د ښار گوليو وخوړه.  په سيوري کې دا برخه د خوب او خيال تر مينځ حالت دی. هېڅ چاته د خبرې اصلي پته نه وه څرگنده چې ماليمه ولې دوه وارې مړه شوه او ماليمه ولې په څو مياشتو کې دوه ځلې ځوانيمرگه شوه ؟ (۱-۱۲)

ليکوال د پېريانو او شيطان سمبول يادونه کوي. بازاري سياستونه د هغه د شعور چېغه ده، د موجوده شرايطو په وړاندې.

((د ښار د هغې کوڅې د پای په هغې خواکې چې د تورتمو چتونو لاندې د پيالو جگړه لگيا وي، عقلونه په کې وژل کيږي. کنځاوې او بازارې سياستونه همغلته مې خپل عقل وژلې دی او په زرگونه ځلې مې وژلې دی، خو کله چې دا دی کلي ته راغلې يم. دلته هغه تورتمې کوڅې او تورتم چتونه نشته. دلته پيالې سره جگړه نه کوي او دلته عقلونه نه  وژل کيږي. (۱ـ۱۷)

ښاپيرۍدانسان د ازادۍ د سمبول په توگه کاروي: ((رښتيا نن ښاپېريو هم راته لېونی وويل:

له غمونو له سوچونو او د عقل د قمچينو له ژوند نه د خلاصون نه  دوی لارې دي . فقط همدغه دوی لارې دي چې سړي ته نجات ورکولی شي. سړې د ورکو او سرگردانه اندونو له کندې نه راايستلی شي او سړي ته لږ تر لږه ارامتيا وربښلی شي. دا لار يوه د ښار د هغې بلې کوڅې په پای کې د تورتمو چتونو په څنگ کې تېرېږي هلته چې د عقلونو وژنه کېږي .... او دويمه لاره په جوماتونو کې ده. د محراب تر څنگه هغه د مغرب په لور ده)). (۱ـ ۲۱)

د ښار کوڅې تشې برېښي. د کوڅې د پای په هغې خواکې د ښکلو او ښايسته زلميو تش سيوری وينم چې لولۍ سترگکونه ورته وهي بربنډېږي او سينې سړوي. (۱ـ۲۵).

او په بل ځای کې د تراژيکو وژنو او د انسانيت په وړاندې يو تاريخي وحشت او نه هېرېدونکې فاجعه ترسيموي او خپله ژوره کرکه د هغه په وړاندې ترسيموي چې موږ يې اوچت هيومانېزم بللی شو.

((او د ککرۍ په لوېدو سره هغه سره شوي غوړي پر هغې پرې شوې غاړې واچوي او د غوړيو په اچولوسره هغه بې سره تنه په نڅاه پيل وکړي. ناڅي، ناڅي دومره ناڅي چې د ډيرې نڅا له زوره پر ځمکه گوزار شې. په لويدو کې هم ناڅي، لاسونه يې، پښې يې او تنه يې هر يو بېل بېل ناڅي. بېرته پر پښو درېږي او ناڅي او بېرته رالوېږي او لېوه خاندي. له ډېرې خندا يې خوله د ښار له اوږود والي هم لويه شوې ده . ....۳۲

بده به نه وي که د شاعر د هيومانېزم په اړوند يوه يادونه غبرگه کړم او هغه دا چې :

ننگيال يو افسر وو. هغه افسري او رتبې پرېښودې  او ان معاش، رتبه پر مختگ يې له لاسه ورکړ او هغه چا چې ټوپک په لاس کې درلود، هغو ته يې وويل : ای ښکاري اشنا درته سلام کوم!

خو د هغه په چم گاونډ کې يو بل ډېر نازولی شاعر هم وو. هغه هم د شعر د اورنی ژبې سره لوبې کولې. کله چې مجاهدين کابل ته را ننوتل. هغه ټوپک واخېست او د کليمو پرځای  يې د مرميو غاړکۍ پر ټټر وپېيله. ما دغه تصوير د فاروق زرنگ په جوړ شوي داکومنتري فلم کې وليده. کله چې ځوانيمرگ ننگيال  چې د هيومانېزم يو مثال او د شعر پرښتې ته يې ژور درناوی درلود پرتله کوو، نو ويلی شو چې هغه تل خپل فقر او بېوزلي غوره بللې ده. دا شعر ته د ننگيال د درناوۍ جوگه کۍدای شي .

همدا راز د هغه د چم گاونډ بل شاعر چې کله يې ټوله روښانفکري او تنور د خپل قومې او سمتي تعصب کې رنگ کړ او په اوږده قصيده ويلو يې د وخت له امير نه پينځه لکه افغانۍ تر گوتو کړې .

خو ننگيال ته چې دا چانس ډېر ځله حاصل وو. خپل پښتنې غرور او شعري تقدس يې اميرانو ته د قصيدې ويلو او ستايلو په خم کې رنگ نه کړ. ما ليدل چې کله پېښور ته په يوه څادر کې راغلی وو، نو يوه شين سهار يې جنازه په دوه لرگو او هماغه شلېدلي څادر کې د لغمان په لور د بي بي سي له دفتر څخه ووتله او د تل له پاره له موږ رخصت شو.

بيا خپله خبره له سره نيسو. ننگيال وايی:

((جونگړه مې ورانه ده. ورانه سوځولې يې ده. همغو لېوانو او زړو بگوو راته سوځولې وه)) ۳۲

او بيا په دې برخه کې خپل ځان ته راگرځي. د خپل ځان په وړاندې او د خپل سيوري په وړاندي او د شاعرموجود په وړاندې محاکمه پيل کوي:

دا دی څو کاله وشول چې زما سيوری يوازې دی. د شاعر سيوری ورسره نشته او د شاعر سيورې لکه هغه د باد بڼکه باد ورځنې وړې ده. سيوری مې له تا نه د هغه شاعر ملگرې سيوری غواړي. (۱ـ  ۳۴) او په دې برخه کې په ډاگه خپل لوی هېواد له مړستون سره تشبيه کوي او د خپل مړستون او هېواد يوالی  جوتوي چې همدا کار کوي.

(( هديرې ته ورځم. هديره هغه پخوانۍ هديره نه ده، لکه يوه ښار ته چی ورځم، لکه يوه ستر او لوی هېواد ته چې مې پل اېښی وي . د مړو هېواد ته د شناختو هېواد ته)) ۳۶

●       ●       ●

اوس د پايلې په توگه ويلې شو. کله چې د شاعرانه ناوليټ په باب خبرې راټولو، نو لازمه ده د ارسطو دا خبره راياده کړو چې وايی: ((تراژېدي د انسانانو تقليد نه دی، بلکې د عمل، ژوند نېکمرغۍ او بد مرغۍ تقليد دی)). د تراژېدۍ هدف دا نه دی چې د افرادو خصوصې ژوند د دوران يا وخت له اساسي مسايلو څخه جلا منعکس شي، بلکې دا دی چې واقعي تراژيک برخوردونه او شخړې په پراخه مفهوم سره منعکس کړي. د ننگيال ناول لنډيز د هغه د اثر په پای کې را لنډ شوی دی. هغه د درد کيسه کوي د انساني درد او د هغه  د ماحول درد. د هغه په دغه اثر کې د هغه شخصې او ذهني حالت د ټولنې د ژوندانه د پېښو څپانده سمندر ته  لاره کړې او د هنري اثر په توگه د هغه په خلاقيت  کې اخښل شوی دی.

ناوليټ سره له دې چې ځېنې خبرې لري چې په مناسب وخت کې به پرې خبرې وکړو. دا ځکه چې دا د نقد او ارزونې بحث نه دی، بلکې يوازې ځينې فکرې اړخونو ته مو گوته نيولې ده. خپلې خبرې په وروستۍ جمله پای ته رسوو: چې په سيده توگه د بې مانا او پوچ ژوند  د پای مانا ورکوي.

((خو زه ستړی شوی يم او له لېوانو سره جگړه نه شم کولې)).

لندن، ۳ نومبر ۲۰۰۶

 

يادښتونه :

۱- ننگيال اسحاق. سيوری. چاپ دانش کتابخانه، قصه خوانې بازار . پېښور، ۱۳۷۷.

۲- اشوري داريوش . شعروانديشه . (چاپ سوم ) نشر مرکز ۱۳۸۰

۳- البر کامو. سقوط. (شورانگيز فرح)،  څلورم چاپ، ۱۳۷۷.

۴- ارزيابی اثار وارای صادق هدايت. (گرداورنده مريم دانايی برومند)

۵- داريوش اشوري. عرفان ورندی درشعر حافظ، ۱۳۷۹، تهران مرکز

د ليکوال يادښتونه

۷- صادق هدايت. بوف کور، ۱۲چاپ، ۱۹۶۹