افسانه څه ته وائي :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سميع الله جلالزی

مخکې له دې چې د پوهانو او څيړونکو له نظره د کيسې او افسانې پر تعبير او تفسير وغږيږو دا به ښه وي چې د افسانې ، نکل ، او کيسې پر لغوي اړخ ړڼا واچول شي.
● ظفر الغات کيسه او افسانه د افسانې ، کيسين، قصه ، داستان او سرګذشت په مانا راوړې ده.
زه هلک وم افسانه وم له عالمه بيګانه وم
تر څلويښتو کالو تير شوم افسانه يم لاتر اوسه
دا په فرهنګ معين او عميد فرهنګ کې تقريبا په ورته مانا راغلې ده .
آفسانه،فسانه، ، قصه، حکايت، داستان ، سرګذشت. افسانيدن ، فسانيدن، افسون کردن، رام کردن .
په برهان قاطع کې دافسانې کلمه داسې راغلې ده : افسانه بر وزن مستانه ، سرګذشت و حکايت ګذشتګان باشد ، مشهور و شهرت يافته را نيز ګويند . فرهنګ انندراج دا کلمه داسې توضيح او مانا کوي : افسانه ، فسانه بستن ، افسانه ګو ، افسانه ساز ، افسانه سنج ،افسانه سيګال ، افسانه پرداز به معنی (( سرګذشت و حکايت ګذشته ګان امده است.))
فرهنګ نفيسي دغه کلمه داسې مانا کوي : (( افسانه ، افسون ، سحر و جادو و سخن باز است ، دروغ ، قصه ، داستان ، حکايت ، تمثيل ، نقل ، سرګذشت ، چيزي را مشهور و شهرت ياقته ، افسانه ګفتن : سرګذشتې که از روی افسانه نباشد ګفتن : افسانه پرداز کسيکه سرګذشت ها و قصه ها رامرتب و منظم ميسازد. افسانه ساز ، افسانه سيګال ، و افسانه سنج انکه قصه ميګويد و سرکذشت ميګويد، افسانه ګو ، قصه خوان و نقل ، افسانه ګوي ، نقل ګوي ، افسانيدن ، افسانه ګفتن.))
پښتو تشريحي قاموس څلورم ټوک د کيسې په هکله ليکي : کيسه ، نکل ، نقل ، مواصه، ساده او بي طراحې روايت دی چې په ځانګړې توګه پر پښتو او اختصاصي صفاتو په توصيف يا د شخصيت په توصيف باندي اړخ لګوي، او څوک چې يې لولي د کومي ځانګړي او غافلونکې پيچلتيا ( پيچيده ګۍ ) او ټاکلي عروضو نزول سره نه مخامخ کيږي.
په يونانې ژبه کې د افسانې کلمه د ميتولوژي په مانا کارول شوې ده چې د دوو کلمو ( ميتوس ) او ( لوګوس) څخه جوړه شوې ده .
خو اوس دغه کلمه د حکايت او سرګذشت په مانا راوړل شوې ده.
وروسته پندار دا کلمه له ميلاد څخه مخکې پنځه پيړۍ د سرګذشت او افسانې په مانا وکاروله چې تر نن ورځې پورې په همدې مانا کارول کيږي.
افسانې ته په عربې کې ( اسطوره ) وايی چې فرخی هم دا کلمه په شعر کې راوړې ده .
فسانه ګذشت و کهن شد حديث سکندر
سخن نو آر که نو را حلاوتي است ديګر
ګرګانی درويش او رامين ددې کلمې د کاريدو په هکله وايي :
نوشته يافتم اندر سمر ها
زګف راويان اندر خبرها
اسطوره د افسانو او کيسو سره يو څرګند توپير لري . هغه دا چې اسطوره هغه سپيڅلی روايت دی چې په اوسني ډول د ځمکې ، کائناتو او د انسان د جوړښت او منځ ته راتلو په هکله وي.
ځينې فولکلور څيړونکي ميتولوژې د اسطورو ټولګه بولي او د علم الاساطير په مانا يې استعمالوي. د مايټ کلمه د يونانې ژبې له ماي توس څخه اخيستل شوې ده چې په لومړي سر کې د هر ډول کيسې په مانا کارول کيده چې وروسته د هغې مفهوم بدلون وموند او پر هغې کيسې اطلاق شوې چې مانا يې هيره شوې وه.
اسطوره هغه روايتونه دي چې د تاريخ په لومړيو پړاوونو کې د خيالې ( يماژانو د ارباب الانواعو ، افسانوي اتلانو ، سترو پيښو او نورو ) له لارې د طبيعت او ټولنې د بيلابيلو ښکارندو ( پديدو) د توضيح لپار کارول کيده.
په لومړي سر کې اسطوره د هر ډول کيسې په مانا کارول کيده خو وروسته د هغې مفهوم له نکلونو څخه تر يوې اندازې پورې بيل شو . په داسې حال کې چې نکلونه زياتره د تفنن او تفريح لپاره ويل کيږي . خو اسطورې هغه مقدسې کيسې دي چې عملي هدفونه لري د پرنسيب له مخې د مافوق الطبيعي موجوداتو او پيښو او شيانو مبدا او منشا څرګندوي او په هغو کې د جهاني او دايمي ارزښتناکو پيښو په اړه څرګندونې ورکول کيږي . لکه د ارباب النواعو کړه وړه ، د ځمکې او اسمان پيدايښت ، د نورو ښکارندو راتګ ، د ښه او بد ترمنځ مبارزه ، له مړينې وروسته احوالات او داسې نور .
په پای کې د افسانې تعريف داسې کولاي شو ، چې افسانه هغه کيسې ته ويل کيږي چې په لوستونکو يا اوريدونکو افسون يا جادو وکړي. يعنې په کيسې کې دومره اثر وي چې لوستونکي يې په سحر يا کوډو کې ښکيل شي . بل تعريف يې داسي کولاي شو چې افسانه له حقيقته لرې کيسې ته وايي . هغه کيسه چې حقايق پکې بيان نشي بلکې د ژوند حقيقتونو ته يو افسانوي رنګ پکې ورکړل شي . لنډه دا چې افسانه هغې فرضي کيسې ته ويل کيږي چې اړيکه يې د ژوند يا د کوم ولس له ثقافت ، ژوند ژواک او دود او دستور سره وي خو د تلوسې او خوند پيداکولو په موخه پکې واقعاتو ته د کيسې رنګ ورکړل شوی وي.