افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى د ټولو افغانانو دنده ده چې بايد ټول دهيواد دابادي اوسمسورتيا لپاره یوه اوبل ته لاسونه ورکړي او په دې لاره کې هلې ځلې وکړي .  موږ ټول مکلف يو چې دسولې دتامينولو ، دثبات د ټينګښت او دافغانستان دابادۍ په لاره کې کار وکړو او اجازه ورنه کړو چې زموږ دخلکودښمنان زموږ دهيواد
حالات ګډوډ کړي .اوزمونږ افغانانو په سرنوشت بیا هم دتیر په شان لو بی وکړي او افغانان په مختلفو نومونو سره جلا  او دیوه اوبل په مقابل کی یی استعمال او دخپلو ګډو په خا طر یی په جنګ واچوي .دافغانانو تر مینځ دملی یووالی ، پوره اتحاد او ملی تفاهم هر اقدام ته باید ټول افغانان په ښه نیت ، خلاصو سترګواوورین تندي لبیک ووایی او ددغسی نیکو اقداماتو دتطبیق په خاطر هر افغان په خپل نوبت خپل ایمانی او وجدانی مسولیت سرته ور سوی،دساړه جنګ ددوران تیری شخصی عقدی،اختلافونه،ژبنی ،قومی اومنطقوی توپیرونه یوه طرف ته پریږدی او دروښانه اینده په باب ژور فکر وکړی.
په دا مخکی ورځو کی چی په کابل کی دسولی مشورتی چرګی دوام در لود،دنوموړی جرګی په باب په داخل اوخارج کی دځینو افغانانو له لوری مختلف عکسلعملونه په لیکنو اوشفاهی توګه ځرګند شول،متاسفانه ځینو افغان پوهانو په دی باب ډیری منفی او ناوړه ځرګند ونی وکړلی،دمثال په توګه ځینو ویل چی ولی استاد برهان الدین ربانی دجرګی دریس به توګه ونومول شواویا ځینو ولیکل چی دا جرګه مشروعیت نه لري دا دکرزی شخصی جر ګه ده،یوه ښاغلی پوها ن لیکلی دی چی دسولی قاتل دسولی دجرګی دمشر په توګه ،زه هیله لرم چی ځوک زما دغه لاندی جمله غلطه تعبیر نه کړي او کوم غلط جهت ور نه کړي‏ زه دهیچا ددفاع په جهت کی نه یم زه له دغه ښاغلی پښتنه کوم چی:( هغه ځوک اویا کوم شخص دی چی دافغانستان په ځه دپاسه ۳۰ کلن داخلی جنګ او جګړه کی دی پاک او سپیځلی وي او په کوم جرم دی ککړ نه وي)؟اویا ځینی داسی فکر کوي چی افغانستان یوازی په یوه قوم پوری تعلق لري او ربانی صاحب او نور دی نور دافغانستان ځخه خپل ګودړي ټول کړي، اوله دی ځخه نا خبره ده چی افغانستان دټولو افغانانو مشترک کور دي او ربانی صاحب هم افغان دی تر کومه چی کومی ځانګړي محکمی دکوم شخص په هکله پریکړه نه وی کړی هیځوک له خپله ځانه داحق نه لری چی هغه ته قاتل ووایی، اویوه بل بیا لیکلی دی،جرګه نه ده سر ګردانی ده،ځینی بیا وای چی دغه جرګه و طالبانو ته درسمیت ور کولو په معنا ده،بلی زه وایم ، که ځوک یی منی او که نه طالبان افغانان  او ددی خاوری وفادار بچیان دی او فعلایو ستر قوت دی باید درسمیت په سترګه ور ته وکتل شی او په حکومت کی سهم ور کړل شي په دی باب اکثره خارجی ملکونه هم  اوس ودغه نتجی ته رسید لی دی. او ځینی داسی نوری تبصری او ځیړنی بیله دی چی دافغانستان خلګ دتشویش او سر خوږی سره مخامخ کړی بله کومه مثبته نتیجه نه لري،زه ددغو ټولو صاحبانو په جواب کی یوازی دا وایم:چی دتوپ،راکټ انداز،ټانګ او کلا شنکوف داستعمال پرځای که یو ځونفره قومی مشران،سپین ږیری او دخلګو نما ینده ګان دافغانستان دمشکل دحل په خاطر سره کښینی او جرګه شی اوپه ګډه توګه تصمیم ونیسی ښه کار یی بولی او که بد؟ ایا دسرګردانی ده اوکه دملی یووالی لپاره یو مثبت اقدام؟ ایا دوینو دمینځلو په خاطر اوبه په کار دي که بیا هم وینوته ضرورت پیدا کیږي؟،مونږ باید دجنګ دتیرو کلونو ځخه چی کوځه په کوځه،ناحیه په ناحیه دتوپونو او ټانکونو دډزو تور باران وو او دیوه اوبل په جواب کی له ځمکی او هوا ځخه اوریدل باید دعبرت در س واخلو،دسولی دمشورتی جرګی نوری مثبتی پریکړي که یوه طرف ته پریږدو، زما په نظر یوازی داچی دګران افغانستان د مختلفو ولایاتو دقومونو مشرا ن او سپین ږیری دځو ور ځو لپاره له نژدی دهیواد په مرکز کی سره یو ځای کیږي کښینی او دزړه خواله سره کوي دملی یووالی او تفاهم لپاره په دغه شرایطو کی ډیر ستر او پر ځای اقدام بولم او هغه ځوک چی ودغو اقداماتو ته دشک په سترګو ګوری هغوی ممکن خپل ځان دافغانستان او خپلو خلګو ځخه جلا او ډیر لیری بو لی او دی لا هم هغه پخوانی تیری ناوړه دښمنی او ناخوالی له خپلو زړونو او مغزونو نه دی ایستلی او هر اقدام ته د شک او تر دید په سترګو ګوري.زه وایم زمونږ بدبختی په جلا والی او توپیرونو کی ده،تر ځوچی مونږ ټول افغانان په خپل مینځ کی په پوره اخلاص او پاکو نیتونو په یوه اوبل اعتماد ونه کړو او دیوه اوبل احترام ونه کړو،دشخصی ګټو او بی ځایه غرور ،ځان غوښتنی او قوم غوښتنی ځخه تیر نه شو ورځ به مو تر دغه موجوده حالاتو نوره هم خرا به وی او وخت به مو دلاسه ور کړي وی.
داڅو کاله کیږی چی په مسلسله توګه په خارج اوداخل کی ځینی دبشر دحقوقومدافع مربوط سازمانونه او مستقل شخصیتونه  اخته دی او وخت ضایع کوی چی فلان اوفلان شخص قاتل او جنایت کار دي باید محکمه شی،ددی پرځای چی هغوی محکمه شی برعکس هغه نور ور ځ تر بلی غښتلی او قوی کیږي او دخلګو په سر نوشت باندی حا کمان کیږي په داخل اوخارج کی بی شمیره طرفداران پیدا کوي، زما په نظر په دغه موجوده شرایطو کی دغه اقدامات هیځ نتجه نه ورکوي حتی په ځونژدی کلونو کی هم له امکانه لیری خبره ده، بیله دی چی افغانستان نور هم ژور بحران ته داخل کړي ،او خلګ یی دبدبختیو سره مخامخ کړي، ددی پر ځای چی دځینو اشخاصود بیځایه اوبی وخته دمحکمی ناری اوسوری وویله شی باید دملی روغی جوړی و پروسی ته کار وشي او دافغانستان خلګ نور ددغسی بیځایه او بی نتجو  لیکنواوتبصرو په اساس له تشویش سره مخا مخ نه کړو،په هر صور ت دسولی ملی مشورتی جرګه اویا دی ورته دملی یووالی او مشترک تفاهم په خاطر هر اقدام دافغانستان دخلګو په ګټه دي او افغانان په خپلو مینځوکی یوه اوبل ته نژدی کوي او دمشکلاتو لپاره دحل لاره پیدا کولای شی، دتیری دسولی دجرګی دمثبتو نتایجو په باب  په نړیواله سطح مثبتی ځرګندونی شوی دي    
نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې ملې مشورتې جرګې لاسته راوړنې مثبتې بللي او ژمنه یې کړي، چې د جرګې د پریکړو په عملي کولو کې به د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو عمومی منشي ویلي، په افغانستان  کې د شخړو د ختمولو لپاره د ملي هلو ځلو ملاتړ کوي. په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په یوې اعلامیې کې د سولې د ملی مشورتي جرګې د نتیجو هرکلی کړی او نورو هغو لویدیځو هیوادونو چې په افغانستان کې عسکر لري، هم د جرګي په لاسته راوړنو خوښ دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د جمعې په ماښام په افغانستان کې د نهه کلنو شخړو د ختمولو لپاره د سولې د مشورتي جرګې هلې ځلې وستایلي.
د عمومي منشي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، د سولې ملي مشورتي جرګه، د افغانانو تر منځ د اړیکو د ټینګولو لپاره یو مهم ګام او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنیګښت لپاره د خبرو پیل دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په اعلامیې کې راغلي، د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د شخړو د ختمولو په مقصد د سولې د ملي مشورتي جرګې د هلو ځلو ملاتړ کوي او پوره ژمن دی، چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره به د سولې په کار کي مرسته وکړي.
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت هم په یوې اعلامیې کې د سولې د ملي مشورتي جرګې په اړه د خپل هیواد او حکومت دریځ څرګند ګړی او لیکي، د جرګې د درې ورځنیو غونډو او بحثونو هرکلی کوي.
د امریکا د سفارت په اعلامیې کي راغلي، دا بحثونه د هغې عملیې پیل دی، چی د امریکا په باور، کولای شي په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنګښت په کار کې، چې افغانان ورته له کلونو کلونو راهیسې انتظار باسي، مرسته وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، چې واشنګټن غواړي چې د روغې د هلو ځلو په جریان کې وساتل شي او همکاري ورسره وکړو. د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلری کیلنټن د کابل د سولې په جرګې باندې د تبصرې په ترځ کې په واشنګتڼ کې خبریالانو ته وویل، چې اکثرې لانجې پوځي حل نه لري او د افغانستان وضعیت هم له دغې قاعدې مستثنی نه دی. هغې زیاته کړه، چې د پوځې اقداماتو ترڅنګ باید سیاسي فیصلې هم وشي او موږ واشنګتن ته د کرزی د وروستي سفر په ترځ کې ده ته وویل، چې موږ په دې پوهیږو او د ده د هلو ځلو ملاتړ کوو. خو طبعا موږ غواړو چې د روغې د خبرو په جریان کې وساتل شو او همکاری وکړو.
د امریکا د سفارت په اعلامیې کې دغه راز راغلي، متحده ایالات یو ځل بیا د افغانستان د حکومت د سولې د عملیې چې هدف یې په ټولنه کې د وسله والو جزبول دي، ملاتړ کوي
هغه وسله وال چې غواړي له شخړو لاس واخلي، له القاعده او نورو تروریستي سازمانونو سره اړیکي وشلوي، د افغانستان د اساسي قانون په چوګاټ کې ژوند وکړي او د افغانستان د خلکو د حقونو دفاع وکړي
د جرګې په شپاړس ماده يې پريكړه ليك كې د ناسمو راپونو په اساس د نيول شويو بنديانو د خوشې كیدو او د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه د وسلوالو مخالفينو د نومونو د لرې كولو غوښتنه هم شوې ده، چې د عملي كیدو لپاره يې د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريكا توافق ته اړتيا ده
د امريكا سفير د زندانيانو د پرېښودو د غوښتنې په اړه وويل، په دې برخه كې يې هیواد له مخكې موافقه كړې، چې ټول زندانيان به افغان دولت ته سپاري
خو نوموړي د تور ليست د له منځه وړلو مساله په افغان دولت او د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا پورې تړلې وبلله
"دې لست ته ځواب د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو هيوادونو يوې همغږې پريكړې ته اړتيا لري. د دوى توافق او نظر ته اړتيا ده
د افغانستان حكومت په دې برخه كې پنځو غړو هيوادونو ته مراجعه كولاى شي، دوى د هر كس په اړه وړانديز كولاى شي چې له ليست څخه دې لرې كړاى شي."
جرمني هم د سولې د مشورتې جرګې هرکلی کړی. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله وایي، د دې جرګې پریکړه لیک په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم ګام دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، د افغانستان خلکو د جرګې په پریکړه لیک کې د خپل هیواد د شخړو د حل لپاره خپلې هیلې څرګندې کړي او د جرمني دولت د دې هیلو ملاتړ کوي.
د جرمني دولت د مشورتي جرګې لپاره په سترې خیمې کې د چوکیو، فرش او تخنیکي اسانتیاو لپاره مرسته هم کړې ده ،پاي رحمت اله روان