رفیع الله روشن

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=غزل}
ستاديادو له زوره خوب راځنــــــــــــــــــــــــې کډه کړې
راشه نګاره مينـــتوب راځنې کـــــــــــــــــــــــــــــډه کړې
چې دمياعلي صيب ددربار تعـــويذمې غاړه کې وو
ډاډه راځه اوس لېونتوب راځنـــــــــــــــــــــــې کډه کړې
هغه خبره چې مـــــــــــــــې ټوله ورځ ژړل وربانــــــــــدې
اوس خوشــــحالېږم ساده توب راځنـــــــــــې کډه کړې
چې به ګودرکې مې شوخۍ نه مـــــــــــــــنګوټي ماتول
اوس په کور  ناسته پېغلــــــــــــــتوب راځنې کډه کړې
وايي همزولوته روشــــــــن رانه خولګۍ غوښـــــتې وه
نن ورکومه يې شومتوب راځنـــــــــــــــــــــــې کډه کړې
رفيع الله روشن

{/slide}{slide=غزل}
نن يوه ارمــــان په مـــــخه کــــــــړى يم
بيادغم کــــــاروان په مخه کړى يـــــــم
ته رقيبــــه يونه يــې دې ټول جهـــــــان
زه په بيـــــابان په مـــــــخه کړى يـــــــــم
سترګې درنه باسم که لاس برى شـوم
خپل ځان ناتــوان په مخـــــــه کړى يم
بيابه کوم سپرلي تــه غاړه ورکړمــــه
خير که اوس خزان په مخــــه کړى يـم
غورځوي مې لوړ،ژوراوکور په کور
دومره لوى طوفان په مخه کړى يـــــم
جوړ شوترې سېلاب پکې غرقـــېږمه
اوښکـــــو دافغان په مخــــه کــــړى يم
ورځ شـــــوه رانه ورکه رڼانشتــــــــه ده
داسې تور ماښام په مــــخه کـــــړى يم
نوروله وصال ځنې خواند واخســــته
زه روشن هجران په مــــــخه کړى يــــم
رفيع الله روشن

{/slide}{slide=غزل}
ښــکلې شــي نغمه شـــي مهربانه شـــي په تلـــومې
مينــه شي، وفـــاشي، قـــدردانه شــي په تلــومـــې
پوهــېږم چــــې مـندر ته دورتـــلومې جواز نشتـــــه
باور دى چــې هــــندوه مسلمــــانه شي په تلــــومې
منم چې په رام رام او په بګوان يې پوخ ايمان دى
خوومنــئ چــې خلاصه به ايمان نه شي په تلــومې
هروختې ځوابونه کړي چې راشــــه خو چې ورشــم
راپرېوځــــي څه ټکـــه پښېــــمانه شــي په تلومــــې
داضد دى که پښتو دى چې له ماسره يې کـړي نن
مـاپرېږدي په محفل کې دا روانه شـــــي په تلومې
وي ستـونزوکـــــې راګــېره مې  دبـــڼ ښکلې بلبـله
يوه يوه ختــــمېږي او اسـانه شــــــي په تلـــــومـــــې
خوکلــه کلــه ګــــــوره شي د ورځو مخــــــالـــــــــــــفه
ولا جوړ ځـنـاور وي خو انسانه شــــــي په تــــلومې
روشنه! څه جادو،منتر،تعويزخــــــودې پـــرې کړى
شي تاوه په حجاب کې سره حيــانه شي په تلومې
رفيع الله روشن
١٩٠/٣/٢٥

{/slide}{slide=رڼاګانې}
شپه او ورځ کړم دعاګـــــــــانې چې ته راشې
هر تورتم وي رڼاګانـــــــــــــــــــې چې ته راشې
شپه او ورځ خوب او خنداټول مې هېرشوي
کړوبــــــــــــه ډېرې خنداګانې چــــې ته راشې
انتظـــــــــــارکې شپه سبــــــــاکړمه جانـــــــانه
راخــــــــــــورې وي رڼاګانې چـــــــې ته راشـې
ياپه وخـــت راځه ياهېــــــــڅکله رانشــــــــــې
کړوي مـــــې سوداګانې چـــــــــــــــې ته راشې
وي په ټــــــــــــول کلــــــي دخوب خپســه غلې
وي کـــــــــــمزورې ژړاګــــــــانې چې ته راشې
بس لــه وېرې مې پردې دزړه شـــــــــي څيرې
وي مې هېرې اداګــــــــــانې چې ته راشـــــــې
څه خــــــويو ندى جانانه چې به خـــلاص شي
دسوچودي بېـــــــــــړۍ ګانــــــې چې ته راشې
ماليکلې ده چيټۍ تضميـــــــن دې اخلـــــــــم
کــــړې به ډېرې امضـــاګانې چـــــــې ته راشې
ستاپه شتون کې مو (روشنه) فايده نشـــــــته
وي نازلــــــــــې بلاګانــــــــــــې چې ته راشـــــې
رفيع الله ( روشن)

{/slide}{slide=دزړه کعبه}
نن مې ستاپه سترګوکې اشنايوڅه ليدلـــــــي دي
خدايګو ليوني زړه مې ډېرڅه پکې ليدلـــــې دي
کسي مې لانده دي ستا له کسويې نم واخســـــته
ستا دسترګو نم دى له مستۍ خوماژړلـــــــي دي
ګوره جلادان باڼه دې زړه راته په تېغ وهـــــــــــــــي
ماته په ليدوکې خوستا اوښکې م څڅېدلـــي دي
هوډيې وه نن کړى چې کعبه مې دزړه ورانه کړي
کاڼي پري اسمان نه ابابيلــــــــــو ورولــــــــــــــي دي
تورې نرۍ وريځې يې راتاوې دهلال پشـــــــــــــان
خال دې پرجبين ستوري اسمان کې ځلېدلـي دي
ښکلى دې رخسار دى ګلې چنګه ملا نرۍ لـــرې
مړدې کړم محبوبې چې داهرڅه مې ليدلـــــــي دي
فخرزه روشن کووم داستاپرپښتنــــه ميـــــــــــــــــنه
بيادې پلولاندې ورته څوځـــــــــــــــــــله خندلي دي
روشن

{/slide}{slide=ګلابه }
قربان قربــــان دې شم بلبــــــــــــــــــــــــــــل جانانه
زما دزړه دسر ګلابه زمــــــــــــــــــــــــا ګل جانانه
سره اننګي دې هم ځلاکوي شبــــــنم په شانتې
تېروبڼودې کړ زخمي راته ګوګل جــــــــــــــانانه
قدم په ورواخله په ورو ځه چـېرې پرې نه وځې
راځه په ماپسې په پل مـــــــې کېږده پل  جانانه
کړيې پناه راځنې برق خيردى قيــامت خونشو
پرمخ مـــــــې پرېوته محبوبې ستا وربل جانانه
راځه يوڅه خودرته وليــــــــکم چې ويې لــــولې
بس چې هرڅه وي ورته ووايه  غزل جــــــــــانانه
دتور لونګ پرځاى روشن په سينه پاس ګرځوم
ورباندې کړمه نن سيـــــــــــــــلونه دکابل جانانه
روشن ١٣٩٠_١_٢٠

{/slide}